د مۍ پر دویمه د بدخشان ولایت په ارگو ولسوالۍ کې دوه ځله ځمکه وښویېده چې ډیره مرگ ژوبله یې واړوله. دا ځمکښویېدنه دومره پراخه وه چې ښایې د دغې سیمې په تاریخ کې مخینه ونه لری. د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې سرڅیړونکي تامس روتگ دغې موضوع ته پام کړی او د بدخشان ځمکښویېدنه یې له بېلابېلو اړخونو ارزولې ده. روتگ د نورو موضوعاتو تر څنگ د بدخشان د پېښې په تړاو، په سویلې آسیا کې د نړيوالې تودوخې اغېز، له سیمې څخه د خلکو وتل، فقر او بېوزلي، او له جگړې سره تړلې مسالې هم څېړلي دي.
په پورتنې تصویر کې تاسو د بدخشان ولایت په نوآباد (آب باريک) کې د ځمکښویېدنې سیمه وینئ (تصویر د پژواک خبری آژانس له سایټ نه اخیستل شوی دی).
په بدخشان کې د ځمکښویېدنې په اړه خبرونه ټولو رسنیو په وار وار خپاره کړل. د مې پر دویمه چې د جمعې ورځ وه، د غره یوه برخه په بشپړ ډول د بدخشان په آب باريک ولسوالۍ کې راوښویېده. د غره پر دغې ښویېدلې برخې خلک اوسیدل او د کلې درې برخې وگړيتر ځمکې لاندې شول. په پیښه کې بشپړې کورنۍ، کورونه او آن د واده مېلمانه ډوب شول. په سیمه کې له پېښې څخه پاتې خلکو ته لومړنۍ مرستې افغان دولت، ملگرو ملتو، او نورو نادولتې ادارو ورسولې. همدا شان د دولت کارکوونکو له زیانمنو سره د مرستې لپاره پیسې ټولې کړې او هغوی ته یې د اړتیا وړ توکي چمتو او واستول. امریکایې ځواکونو مرستې د بدخشان مرکز، فیض آباد ته د هوا له لارې انتقال کړې او له هغه ځایه افغان سرتیرو په باري گاډو کې مرستندویه توکي ځپل شویو سیمو ته رسولي دي. نورو هیوادونو لکه تاجکستان او چین هم د سیمې له خلکو سره د مرستو ژمنه کړی وه. خو ځپل شویوته تر ټولو دمخه د دغې سیمې گاونډیو لاس ورکړ. د طلوع ټلویزیون د راپورونو له مخې، دوی ډ وډۍ، نور خواړه او اوبه- هغه څه چې تر ځمکې لاندې شوي وو، ورواستول. له دغه کار سره دا جوته شوه چې کلیوالي پیوستون ترټولو ارزښتناک دی او له زیانمنو سره په لاسنیوي کې مهمه ونډه لري.
د پېښې د قربانیانو شمېر اوس هم کره معلوم ندی. د بېلابېلو راپورونو له مخې، د قربانیانو شمېر د ۳۰۰ او ۲۵۰۰ کسانو ترمنځ دی. وروستۍ شمېره د بدخشان والې شاه ولی الله ادیب د پېښې په ورځ ورکړې وه. د بدخشان په آب باريک کې دا ځل ځمکه دوه وارې وښویېده چې لومړۍ هغه یې کوچنۍ او دویمه یې له ډېر ځاني زیان سره ملگرې وه.د ادیب په وینا، خلک د دویم ځل لپاره هغه مهال تر خاورو لاندې شول، چې په خاورو کې یې د لومړۍ پېښې د قربانیانو لټون کاوه. په سلگونو کورنیو ښایې خپل نارینه چې نفقه یې پر غاړه وه، له لاسه ورکړي وي. د ادیب په وینا، تر لومړې پېښې وروسته، خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه پریږدي، خو دا کار ډیر ناوخته وشو. دی وایې چې تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ تر خاورو او ډبرو لاندې شوې چې د یوه راپور له مخې ښایې اویا متره ژور لاندې وتي وي. د ځپل شوې سیمې اوږدوالې شاوخوا پنځو کیلومترو ته رسیږی. کله چې له خاورو څخه د خلکو را ایستل گران شول، د بدخشان والي دا سیمه له واره د ډله ییز قبر په نامهونوموله. همداشان د ملگرو ملتو په وینا، دغې پېښې ۴۰۰۰ خلک بې ځایه کړي هم دي.
خو د مرستو له هڅو سره سم، په رسنیو کې د دغې پېښې په اړه قهر او ناخوښي هم په ډېرېدو ده. ډېرئ خلکو پدې غوسه ښودلې ده چې د ولسمشر د سلاکارانو په گډون، خلکو پر ښویېدلې ځمکه عکسونه اخیستل او ځیني چارواکي آن له خپلو ساتونکو سره چې شمیر یې تر پنځلسو رسیده، د سیمې لیدنې ته ورغلي دي. هغو چارواکو چې له ساتونکو سره د دغه ځای لیدو ته ورغلي، پر افغان هوایې ځواک گڼه گوڼه لا هم ډیره کړې ده. د دفاع وزات ویاند جنرال ظاهر عظیمې له طلوع ټلویزیون سره په مرکه کې ویلې چې د دویمې ۱۷ ډوله هیلیکوپټرو تر دې دمه له مزارشریف څخه ۱۲ او له کابل څخه ۱۹ الوتنې کړېدي. د ده په وینا، په دغو الوتنو کې دولتي چارواکي، خبریالان او د مرستې توکي لېږدول شویدي.
ځانگړو انټرنټي پاڼو لکه د امریکا د ځمکپېژندنې ټولنې هم له ښویېدلې سیمې څخه تصویرونه او ویډیو پرخپله پاڼه پورته کړياو دا یې څېړلې چې دا پېښه له مخکې اټکلېدلای شوه که څنگه. پاڼې ته په پورته شویو تصویرونو کې د اوسنۍ پېښې ترڅنگ یوه داسې لویه نخښه شته چې ښیي کېدای شي دغه غر په تېر کې هم یو ځل په آب باريک کې ښویېدلی وي. دلته یوه خورا مهمه پوښتنه دا ده چې ولې ځایي چارواکو خلک پر سیمه پرېښي او یا یې ولې پر دغه غره له کور جوړولو راگرځولي نه دي؟ دغه راز دا هم جوتېدل غواړي چې دغه ویجاړ شوي کورونه کله جوړ شوي وو. دغه ټکي ایټالوي کارپوه، فرناندو رولاندو، چې پر داسې پیښو یې د خپل هېواد په الپ سیمه کې کار کړی، د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې ته په ډاگه کړياو ځواب یې ورته ویلې دی. رولاندو اوس په خپله نړیواله موسسه کې چې الپستان نومیږی، د افغانستان په څیر پرغرنیو سیمو څيړنې کوي.
د ځمکښویېدنې په اړه دغه انټرنټي پاڼه لیکې چې د آب باريک پیښه په افغانستان کې وروستۍ پیښه نده او وایې چې تر دې دمخه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې هم زلزله شوی وه. دی وړاندې لیکي:
دا په رښتېا هم ډېره ویروونکې سیمه ده…. که پدغه ځای کې ځمکښویېدنه همداسې دوام وکړي، ښکاره ده چې د خطر کچه به لوړه پاتې وي. دغه کلي څرنگه چې په تصویر کې ښکاري، ټول له منځه تللي دي. زه پر دې فکر کوم چې لاندې ځمکښویېدنه به څرنگه وي.
انتونې فیتژربرت چې ۴۷ کاله یې پر دغه سیمه تېر کړي او په افغانستان کې یې د ۱۹۸۶ او ۱۹۹۵ ترمنځ له ملگرو ملتو او نورو بېلا بېلو ادارو سره کار کړیدی، د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې ته د ایمیل له لارې پېښه تایید کړېده. دی چې اوس هم په افغانستان کې کار کوي، وایې:
زه په افغانستان کې نه یوازې د بدخشان د درو په اړه معلومات لرم، چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو یانې د هزاره جاتو پر درو هم ښه خبر یم. په دغو سیمو کې د زلزلو او سیلاوونو له امله، غرونه رالویدلي او د لویو ټوټو ترمنځ یې جهیلونه جوړ شویدي. د داسې حالت بېلگه کولای شو د بامیانو ولایت د سیغان په دره کې وگورو. داسې پېښې کله موږ په خپلو سترگو وینو او کله هم یو نسل او یا دوه نسله مخکې شوې وي. د دې لپاره چې داسې پېښې په لیرو پرتو سیمو کې رامنځته کېږي نو ثبتول او مستند کول یې هم گران وي. کله هم داسې پیښو ډيرې مرگ ژوبلې رامنځته کړیدي. دېته ورته پېښې د پولې پورې خواته، په تاجکستان کې هم رامنځته کیږي.
په رېښتیا هم کله کله د ځینو خطرناکو پیښو تر کېدو وړاندې یو شمیر رسنیو راپورونه ورکړي دي. د بېلگې په ډول، د پژواک خبرې آژانس په ۲۰۱۰ کې د بدخشان د شغنان ولسوالۍ په اړه داسې راپور ورکړ چې د شیوې جهیل څخه دوه کیلومتره پورته،یو غر د ۲۷۰ مترو په اوږدوالې او د ۷۰ مترو په پلنوالې چاود کړی دی. په راپور کې راغلي وو چې په غره کې دغه چاود د پسرلي په موسم کې رامنځته شوی و. په راپور کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې رییس ثناالله امیري په چاود کې د اوبو د کچې پر لوړیدو اندېښنه ښودلې وه او ویلې یې وو چې په شېوې جهیل کې به د اوبو د کچې لوړیدل په سیمه کې سیلاوونه رامنځته کړي او په افغانستان او تاجکستان کې به زرگونه کورنۍ له منځه یوسي. اټکل دی چې دا پیښه به په ۲۰۱۴ کې رامنځته کیږی.
له مخکنیو ځمکښویېدنو سره هم ډېر ځاني او مالي تاوانونه مله وو. د ۲۰۱۲ کال ځمکښویېدنه کې دبدخشان سوېل-لوېدېځ ته پراته بغلان کې ، ۷۱ کسان له منځه تللي وو. د راپورونو له مخې، د روان کال د مې پر اوومه د بامیانو د سرخجوی سیمې په فولادي دره کې ځمکښویېدنې ۱۰۰ کورنۍ بېځایه کړې وې.
جغرافیایې او جیولوژیکې اړخ
په هغه ځای کې چې دا وروستۍ پیښه رامنځته شوې، نوآباد نومیږي. نوآباد په ارگو ولسوالۍ کې له آب باريک کلې څخه بېل ځای دی او په افغانستان کې له ډېرو لیرو سیمو څخه یوه ده. دغه ځای د بدخشان له مرکز فیض آباد څخه په موټر کې څلور ساعته واټن لري. له خاش پرته چې ډیر کوچنی دی، ارگو د بدخشان داسې ولسوالۍ ده چې اکثریت اوسیدونکې یې ازبکان دي. د افغانستان د احصاییې د مرکزې ادارې د سرشمېرنې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۲-۲۰۱۳ کې د ارگو ولسوالۍ د خلکو شمېر ۷۶۲۰۰ ته رسیده. د ملگرو ملتو ولایتی معلومات ښیی چې په ۲۰۰۷ کې یې د وگړو شمېر ۱۰۵۰۰۰ و چې ۹۰ سلنه یې ازبکان او لس سلنه یې تاجکان ښودلي وو. که څه هم ارگو ولسوالي تل گوښه پاتې شوې، خو بیا هم د کرنې او څارویو لپاره ډیره برابره ده او د ۱۹۹۰ کلونو راپدیخوا د اپینو د تولید پر مهم ځای اوښتې ده. پدغه ځای کې د حزب اسلامي په گډون یو شمېر بنسټ پالې ډلې هم فعالیت کوي او ځینو یې ښایې د مخدرو توکو د سوداگرۍ لپارهم دغه سیمه غوره کړې وي. د حزب اسلامي یو شمېر غړي د ولسوالیو په کچه له دولت سره هم کار کوي.
دغې سیمې ته ټول غځېدلي سړکونه خام دي او له همدې کبله د مرستو رسول د ستونزو سره ملهوي. د سينهوا د سیمه ییز خبریال په وینا، سربېره پر خاموالي، د همدغه خام سړک ډېرئ برخې د وروستۍ پېښې له امله نورې هم ویجاړې شویدي. لدې پيښې دمخه، د اپرېل په وروستېو کې هم یو شمیر لویو سیلاوونو د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له لویو ستونزو سره مخ کړي وو. دغو سیلاوونو په ځانگړي ډول سرپل، جوزجان، فاریاب او بادغیس ته زیان رسولی او ډیرئ سړکونه او ښېرازه ځمکې یې له منځه وړې دي.ددې ترڅنگ، ۱۶۰ کسان پکې مړه شوي وو، ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۱۶۰۰۰ کورنۍ بېځایه شوې وې. دغه راز د سرې مېاشتې او د کوچنیانو د ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې، دغو سیلاوونو ۵۰۰۰۰ نور وگړي چې ۲۵۰۰۰ یې کوچنیان وو، هم زیانمن کړیدي. همدې ناڅاپو درنو بارانونو چې د آب باريک غونډۍ یې پسته او په پای کې راوغورځوله، دغه سیلاوونه رابهولي دي.
د هغو کارپوهانو په وینا چې دغه ځای یې له نژدې څېړلیاو ارزولی دی (کولای شئ دا راپور دلته وگورئ)، د آب باريک د سیمې ټوله خاوره پسته ده. د سیمې غونډۍ له هغو خاورو جوړې دي چې د شمال له لوري له منځنۍ آسیا څخه بادونو راوړې دي. کله چې باران اوري، دغه وچه غونډۍ خټه شي، ځکه اوبهپه آسانۍ جذبولای نه شي. فیتژربرت وایې چې د سیمه ییزو خلکو له خوا للمي حاصلاتو، په تېره بیا غنمو ته بېلې شوی ځمکې اوس د نورو حاصلاتو لپاره کارېږي او دې هم د اوبو د جذب په برخه کې مرسته نده کړی. یو بل عامل چې دا ځمکه خورا له خطره ډکوي دا دی چې په دغه ځای کې د زلزلې فعال مرکز پروت دی. زلزلې پدې پسته خاوره کې سوري او چاودونه نور هم پرانیزي چېورسره د خطر کچه لا خېژي.
عوامل: اقلیمي او د هوا بدلون…
د ارگو پیښه ښایې د یو لړ عواملو زېږنده وي. پدې کې ښایې موسمې او په ټوله کې د هوا خرابوالې شامل وي. وروستی دلیل یې ښایي نړيواله تودوخه، له یوه ځایه بل ته د وگړو کوچېدنې، او په ځانگړي ډول ځایې فقر او بېوزلي او جگړې ته ورته عواملوي.
له موسمې عواملوکولای شو د بارانونو، سیلاوونو او ځمکښویېدنو یادونه وکړو. فیتژربرت تایید کړه چې د معمول په څېر د پسرلي ډير بارانونه او زلزلې د بدخشان پر دې سیمه ناوړه اغیز اچوي او له امله یې ځمکښویېدنې رامنځته کیږي. ده وړاندې زیاته کړه چې سږنۍ پیښه ترټولو بده وه. نو آیا دا یوه ډیره ناوړه استثنا ده او که د نورو پیښو یوه بېلگه؟
له نړيوالې تودوخې سره په ځینو سیمو کې بارانونه ډیر او په ځینو نورو کې وچکالي پراخه او اوږده شوېده. د ملگرو ملتود چاپېریال پروگرام او د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې په یوه گډ راپور کې د “ملي ظرفیت ځان ارزونې ته اړتیا لری” تر عنوان لاندې لیکلي چې که څه هم د نړيوالې تودوخې موضوع نړیواله ده، خو اغېز یې سیمه یېز دی. دغه ارزونه او لیکنه پر ۲۰۰۹ د چاپېریالي پروگرامونو په برخه کې د نړیوالو مرستو د موندلو لپاره ډیره مهمه وه. د نړيوالې تودوخې اغېزښایي په افغانستان کې لا نور هم دروند وي، ځکه چې پدې هېواد کې ځمکه وچه یا نیمه وچه او بېوزلي ډېره خپره ده. د ملگرو ملتو د چاپېریال پروگرام په بل راپور کې راغلي چې افغانستان دنړۍ له ډیرو حساسو هېوادو څخه یو دی چې د هوا بدلون او نړيواله تودوخه پرې ډیر اغېز کوي. په اساسي ډول دا پدې مانا ده چې دا هېوادپه ډېریدونکي ډول له لا نورې وچکالۍ او سېلاوونو سره مخ دی.
دا هغه څه دي چې شاوخوا نیمه پیړۍ مخکې یې په اړه لیکنې شویدي. د ملگرو ملتو د یو بل راپور له مخې، له ۱۹۶۰ راپدیخوا، افغانستان څو څو وارې وچکالي تجربه کړیده. پدغه هېواد کې پر ۱۹۶۳-۱۹۶۴، ۱۹۶۶-۱۹۶۷، ۱۹۷۰-۱۹۷۲، ۱۹۹۸-۲۰۰۶ او یو ځل بیا په ۲۰۰۸-۲۰۰۹ کې وچکالۍ رامنځته شوېدي. (تاسو کولای شی پدې اړه د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې دغه څیړنه وگورئ.) د ملگرو ملتو د چاپېریال پروگرام زیاتوي چې تاریخې پیښو ته په کتو، په افغانستان کېپه منظم ډول ۱۵ کلونه د اقلیم له پلوه ارزول شوي او دا جوته شوې چې د هرو ۲-۳ کلو ترمنځ يو کال وچ راځي. خو داسې ښکاري چې وچکالي د ښودل شوې بېلگې خلاف، تر وخت وړاندې او ژر رامنځته شوې ده. وروستۍ وچکالي چې د ۱۹۹۸ نه تر ۲۰۰۶ پورې یې دوام وکړ، د افغانستان د اقلیم په تاریخ کې تر ټولو اوږده شمېرل کېږي. د ملگرو ملتو د چاپېریال پروگرام د معلوماتو له مخې، له ۱۹۶۰ راپدېخوا، په هره لسیزه کې د باران کچه دوه سلنه لوېدلې، خو ورسره جوخت د هوا درجه ۰.۶ سانتی گراده لوړه شوېده. د یوویشتمې پیړۍ په پای کې به د هوا درجهد ۲ او ۶.۲ سانتیگرادو ترمنځ جگه او د باران کچه ۱.۶ انچه (۴.۱ سانتی متره) ټیټه شي.
په ورته مهال، هغه کنگلونه چې د “لوړې آسیا”په نوم مشهور دي او د هندوکش همالیا د سیمې په نوم هم یادیږی، لگیا دی ویلي کېږي. د بدخشان د آمو سین برنۍ برخې د پامیر له کنگلونو څخه اوبه اخلي چې د لویو کنگلونو له لویدیځې برخې سره نښتي دي(پدې اړه کولای شی دلته د یوې رسنۍ راپور ووینې). د یوه تاجک ساینسپوه څېړنه چې نیټه یې معلومه نده، خو تر ۲۰۰۰ کال معلومات پکې راغلي دي، په ډاگه کوي چې د پنج سین افغاني غاړې ته کنگلونه په بې سارې او نامنظمه توگه ویلي شویدي. دا البته په تېرو پنځوسو کلونو کې په سيمه کې ۷۰ سلنه جوړوي.
د تېرې لسیزې په اوږدو کې ساینسپوهانو یوه بله لویه لاسته راوړنه هم درلودلې ده او هغه دا چې د پامیر په لویدیځه برخه کې لوی کنگلونه جوړ شویدي. له دې سره په سیمه کې د کنگلونو په وېلي کیدو کې د نړۍ د نورو ځایونو پرتله دوه درې ځلې کموالی راځي (پدې اړه کولای شئ چې دا راپور ولولئ).
یوه پایله یې هم دا ده چېد هندوکش همالیا په سیمه کې چې ټوله سوېلي آسیا پکې شامله ده، د ځمکښویېدنو په اندازه کې ډیروالی راغلی دی. دغه ښویېدنې د پامیر د لویدیځ لوري له اړخه نیولې، د همالیا تر ختیځ لوري پورې چې نیمه وچه پکې شامله ده، رامنځته کیږي.
په ۲۰۱۲ کې مریگانکا غټک چې په جیالوژیکې پېښو کې یې تخصصي زده کړې کړي او د سویلي آسیا له سيمه ییزې ادارې سره په ډیلي کې کار کوي، تایید کړه چې داسې پېښې د هند په شمال، نیپال، پاکستان، افغانستان او د بنگله دېش په ځینو سیمو کې رامنځته کېږي. دا هغه سیمې دي چې د جیالوژۍ له پلوه یوڅه فعالې او خوځندې دي. په ۲۰۰۹ کې د نړۍ ۶۰٪ ځمکښویېدنې په سوېلي آسیا کې شوې چې ۲۸۰ کسه پکې مړه شویدي.
په ۲۰۱۴ کې د افغانستان لپاره دا شمېرې ښایي چې په بې ساري ډول لوړې شوې وي. مارک بودن چې د ملگرو ملتو خیریه چارې همغږې کوي، د ارگو له پېښې وروسته وویل چې: د ارگو په پیښه کې د افغانانو د مړینې کچه په ټول ۲۰۱۳ کې د افغانانو تر مړینې پورته ده.
فیتژربرت وایي چې کله کله دا ډول پېښې له اقتصادي پلوه مثبت اړخونه هم لري. دې پدې اړه داسې وایې:
“دری کاله مخکې ما د رستاق په سیمه کې په یو شمېر کلیو کې کار کاوه. دغه کلی په بشپړ ډول د ۱۹۹۸ په زلزله کې له منځه تللی و. د سیمې ډېرئ خلک ازبک او دري ژبې وو. دا خلک په ۱۸۹۰ کلونو کې د رستاق په وچو ځمکو کې ځای پر ځای شوي وو . کله چې ما له دوی څخه پوښتنه وکړه چې ولې او څرنگه د دوی نیکونه پدغه ځای کې مېشت شوي، راته ویې ویل چې د پښتنو له ویرې تښتیدلي او دغې سیمې ته یې پناه راوړې وه. د ۱۹۹۸ زلزلې چې خلک یې له خپلو سیمو څخه بېځایه کړل نو زیانمنو شویو ته ورکړ شویو پیسو او نورو څیزونو په زړه پورې پایلې رامنځته کړې. دغو کلیو د بېلگې په ډول د آمو په سیند کې د اوسېدو یوه اضافي سیمه ومونده چې ورسره د دوی اقتصادي حالت ښه شوی دی.”
د سیمې نفوس او فقر
د ملگرو ملتو د چاپېریال پروگرام یا نیپا وایي چې په عمومي ډول، وچکالي او ناببره او بې وخته بارانونه، سېلاوونه او د هوا لوړه درجه بېلابېل خطرونه رامنځته کوي. د طبیعې پیښو دغه ناڅاپې بهير د ژوند چارې او نورېآسانتیاوې له ستونزو سره مخ کوي. له لویو مالدارانو او ځایي خانانو پرته چې ډيرئ وخت په سیمه کې هم نه وي، په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې زیاتره وخت خلک پر کرنه تکیه او د هغې پر حاصلاتو ژوند تېروي. په ۲۰۰۵ کې نړیوال بانک وړاندوینه وکړه چې د افغانستان ۲۰ سلنه هغه خلک چې په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې اوسي، په بې ساري ډول بېوزلي دي او ۶۰ سلنه نور یې د سختې بېوزلۍله خطر سره مخامخ دي. مانا دا چې ۶۰ سلنه هغو نورو ۲۰ سلنو ته ډېر نژدې دي. همدا شان پدغه ارزونه کې راغلي چې ۲۰ سلنه نور لږ څه بېوزلي دي خو لا هم د فقر په خطر کې دي.
دا چې په ټوله آسیا کې د افغانستان نفوس چټک ډېرېږي، فقر، بېوزلي او نورې ستونزې ورسره هم د ډېریدو په حال کې دي. د اټکل له مخې، د افغانستان نفوس هر کال شاوخوا ۱.۹ سلنه زیاتیږي. د افغانستان د نفوسو په اړه شمېرې ځکه د اټکل له مخې دي چې هېڅوک او یا یوه اداره هم نه پوهیږی چې د دې هیواد د نفوسو کره شميره څومره ده. د افغانستان د نفوسو په اړه بېلا بېل اټکلونه کیږی. د افغانستان مرکزي احصاییې په ۲۰۱۲-۲۰۱۳ کې د دغه هېواد د وگړو شمېر ۲۵ میلیونه خو بیا د امریکا د استخباراتو شبکې د ۲۰۱۴ تر جولای پورې ۳۱.۸ میلیونه اټکل کړیدی. د وگړو د شمېر دغه وړاندوینې هم د ۱۹۷۹ د وگړو د شمېر له مخې شوېدي. په ۱۹۷۹ کې د وگړو شمېر د نمونې له مخې پیل شوی و او د سیاسې کړکیچونو او گډوډیو د رامنځته کیدو او ورپسې د پخواني شوروي د یرغل له امله، د وگړو د شمېرنې کار هم نېمگړی پاتې شو.
هغه څه چې ټولو ته څرگند دي دا دي چې د افغانستان د وگړو شمېر په تېره لسیزه کې په بې ساري ډول لوړ شوېدی. له همدې امله، په ارگو کې ځمکښویېدنې ښایې ډیره مرگ ژوبله رامنځته کړې وي. د وگړو له زیاتیدو سره د کرنیزې ځمکې او اوسید ځای پر سرهم د خلکو ترمنځ تاوتریخوالی او کړکیچ زیاتیږي. حال دا چې داسې ځمکه چې هم د کر او هم د اوبو له پلوه غني وي، په افغانستان کې ډېره لږه ده. د دغه هېواد له ټولې ځمکې څخه چې ۶۵۲۲۲۵ مربع کیلو متره ده، یوازې ۱۲.۱ سلنه چې ۷.۹ میلیونه هکتاره کیږی، د کرنې لپاره د کارېدو وړ ده. د دغې اندازې له نیمې کمه په اوبو ښېرازه ده. د ځمکې دغه کمښت خلک دېته اړ باسي چې د غوڼدیو په پورتنیو برخو کې د اوسېدو لپاره کورونه جوړ کړي او له لاندینیو برخو څخه چې اوبو ته نژدې دي، د کر لپاره گټه واخلي. د وگړو د شمېر ډېروالیله ښېرازې ځمکې بې برخې وگړي دېته اړ باسي چې څړځایونه په کروندو واړوي. د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې هم خلکو د غونډیو پر سر کورونه جوړ کړي په دې دلیل چې پرهواره نه شي کولای ځمکه رانیسي.
د نفوسوله ډېرېدو سره د ځمکې شړېدل هم چټک کیږي. همداشان دا چې خلک په بدخشان کې د سون لپاره بل بدیل نلری، دوی د غونډیو پرسر ونې وهې، واښه ترې ریبې او د سون لپاره یې کاروي چې له دغه کار سره غونډۍ نورې هم له خطر سره مخ کیږي. فیتژربرت پدې اړه داسې وایې:
په دغه ځاې کې د کرنې لپاره په کافې اندازه ځمکه نشته چې ټولو خلکو ته ورسیږی. دې کار خلک اړ ایستي چې لا ډېر پورته د غونډیو پر سرونو کورونه جوړ کړی او له شاړو ځمکو څخه چې یوازې باران یې خړوبولې شي، د کر لپاره کار واخلې. دغه شاړې ځمکې په لومړي سر کې د غنمو او وریجو د کر لپاره کارېدې چې ښېرازي یې یوازې په باران پورې تړلې ده. دغه کار دا ځمکه نوره هم شاړه کړې ځکه چې له طبیعې حالته یې ایستلې ده.
د یوې المانۍ ورځپاڼې له خولې، په تېرو څو کلونو کې په بدخشان کې د ونو وهل پدې هم زیات شوي چې پدغه ولایت کې د تېلو او گازو بیې لوړې شویدي. دا ددې ښکارندویي کوي چې په سیمه کې فقر او بېوزلي ډېره ده او خلک نشي کولای چې د لرگیو او ونو پر ځای له نورو سونتوکو څخه کار واخلي. همدا بېوزلي، د چاپېریال تباهي او آفت کیدای شي تریوې کچې طبیعي وي، خو نه په بشپړ ډول.
جگړه او پرمختيايي حالت
د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د فقر او بېوزلۍ کچه ۶۱ سلنه ده. دلته تقریبا ۹۰۰۰۰۰ خلک د ورځې پر شپیتو سینټو (یو امریکایې ډالر ۱۰۰ سینټه) ژوندی تېروي.د بلومبرگ خبري آژانس د ځایې خبریال الطاف نجفی زاده د معلوماتو له مخې،پدغه ولایت کې له دریو دوه برخې خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي. نجفی زاده پدغه ولایت کې د پرمختیا او نورو انکشافي پروگرامونو د کموالي یادونه هم کوي.
پدغه ځای کې د پرمختیایي پروگرامونو کموالی څو اړخونه لري چې یو یې هم د ښار او کلیو ترمنځ واټن دی. هغه سیمې چې مرکز ته نژدې او نسبتاًگڼ مېشتې دي، امنیت پکې د نژدې اولېرې کلیو پرتله ښه دی او لاسرسی هم ورته آسان دی. دا ځانگړتیاوې له پرمختیایې فعالینو او ادارو سره مرسته کوي چې خپل پروگرامونه په آسانۍ سره پلې کړي او ویې څاري. پردې سربېره، د نړیوالو مرستو ناانډولي یو بل دلیل دی چې بدخشان ډیر پرمختگ ندی کړی. حقیقت دا دی چې نړیوالې مرستې د نړیوالو ځواکونو له خوا چې د ولایتي بیارغاونې ډلې یې بللې، کارېدې. دا مرستې به هغو سیمو ته ځانگړې کېدې چې په ښکاره او فعال ډول په کې د مرکزي حکومت په وړاندې مخالفت او جگړه روانه وه. بدخشان داسې سیمه نه وه چې هلته دې د حکومت مخالفو ډلو ښکاره فعالیت او جگړه درلودلې وي. (کولای شی پدې اړه زموږ دا راپور ولولئ. همداشان د داسې ناانډولۍ په اړه کولای شی چې دا راپورونه هم وگورئ).جرمني ځواکونو، په بدخشان کې د ولایتي بیارغاونېډلې مشري هم پر غاړه درلوده. که څه هم په افغانستان کې جرمنې درېیم لوی نړیوال مرسته کوونکی هېواد دی، خو د جرمني د بیارغاونې ډلوتر امریکایي ځواکونو لږې پیسې په واک کې درلودې او د دوی ډېرئ مرستې کندز ولایت ته ځانگړې شوې وې. کندز د جرمنې د بېارغاونې د ډلو لپارهلومړنی مرکز و.
او په پای کې دا هم ویلای شو چې د څو لسیزو وسله والې جگړې افغانستان په یو کمزورې هېواد بدل کړی چې ورسره د طبیعې آفتونو د رامنځته کېدو احتمال هم ډېریږی. د بېلگې په ډول، که په کلیو او لېرې پرتو سیمو کې د ودانیو د جوړولو لپاره کوم اصول او قوانين لگول شوي هم وي، پلي کول یې ډیر گران دي ځکه چې یو کمزوری حکومت نشي کولای اصول په سم ډول پلي کړي. د داسې کمزورتیا بېلگه د بدخشان په نوآباد کې وینو چې په کې خلکو پر هغې غونډې کورونه جوړ کړي وو چې د ځمکښویېدنې او زلزلو لوړ احتمالیې درلود.
د ودانیو د مقرراتو پلي کول او د هغو څارلآن په پلازمېنه کابل کې له ډیرو ستونزو سره مله دي. د ارگو له ځمکښویېدنې دوه ورځې وروسته، د کابل په لوېدیځه سېمه سیاه بنگي او صفا ښارگوټو کې درنو بارانونو او سېلاوونو ډیر کورونه ویجاړ کړل. یو شمېر خلکو د کابل سین ته نژدې کورونه پدې فکر جوړ کړي چې دا سېن نور وچ شوی او د خطر احتمال یې له منځه تللی دی. په سیمه کې یو شمېر خلک وایي چې د معاملاتو لارښود پر هغو خلکو دا ځمکې پلورلي چې له نورو سیمورا مهاجر شوي او لدې خبر نه وو چې پدغه سین کې د سېلاوو راتلل ډیر شوني دي.
دغه رازپه کابل ښار کې د کانالیزاسیون له نشتوالي، درنو سېلاوونو دښار عمومي لارې د څو ورځو لپاره ډوبې کړې وې. د لارو بندښت د خلکو غوسه راوپاروله او د کابل ښاروال محمد یونس نواندېش پر ضد یې لاریونونه وکړل خو نواندېش پړه بېرته د ځمکو پر مافیاگرو واچوله چې د ده پر ضد یې خلک راپارولي چې لاریون وکړي. په کابل کې له درنو بارانونو یوه ورځ وروسته، د بغلان په نهو ولسوالیو کې سېلاوونه راغلل، اته کسه یې مړه کړل، شپږ یې ژوبل او ۱۲ کورونو ته یې زیان واړاوه.
کمزوري بنسټیز ظرفیتونه
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې په پراخ ډول کمزورې او اړوندې پالیسۍ یې ډیرې کمې دي. د نیپا اداره په ۲۰۰۵ کې جوړه شوه او د افغانستان د چاپېریال د لومړي قانون مسوده یې جوړه او پر همدې کال تصویب شوه. د نیپا مشري د شاهې کورنۍ یو غړی، شهزاده مصطفی ظاهر کوي. دغې ادارې د افغانستان د چاپېریال په هکله خپل لومړی راپور د ۲۰۱۳ په ډیسمبر کې وړاندې کړ. له هغې وروسته، دغې ادارې په هغو سیموکې چې کار پکې شونی دی، یو شمېر نوښتونه پیل کړيدي. د دوی په نوښتونو کې د ملي پارکونو جوړول، په قانوني ډول له خطر سره د مخامخ څارویو خوندي کول، د هوا د ککړتیا مخنیوی او د ځنگلونو ساتل او پراخول راځي. دوی تراوسه په بدخشان کې د وروستۍ پېښې په اړه کوم راپور ندی ورکړی خو کارکوونکيیې په پام کې لري چې د دغې پېښې په اړه څیړنه وکړي. له طبیعې پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې بودیجه هم ډیره کمه ده او لږ ماهر مسلکي کارکوونکي لري. دوی خپلې زیاتره هڅې بېړنیو حالاتو ته ځانگړې کړیدي.
د ملگرو ملتو د چاپېریال پروگرام یو شمېر تگلارې په نښه کړي چې د اقلیم د بدلون په اړه ملې ستراتیژې هم په کې راځي. دوی دغه راز هڅه کوي چې په ملي کچه د اقلیم د بدلون لپاره بودیجه ځانگړې کړي چې افغانستان دېته چمتو کړي چې په نړیواله کچه د اقلیم لپاره بودیجه پیدا کړي. دوی په پام کې لري چې له نړیوالې بودیجې څخه د پروژو په پلي کولو کې کار واخلې. تر دې دمه داسې پروگرامونو ته پدې پام ندې شوی چې نړیوالو حکومتونو ټول پام او هڅې د جگړی او ناامنیو ورکاوي ته ځانگړې کړېدي. سږکال (۱۳۹۳ یا د ۲۰۱۳ کال له مارچ څخه د ۲۰۱۴ کال تر مارچ پورې) د نیپا ټوله بودیجه د دولت د بودیجې ۰.۶ سلنه وه. له ۴.۹ میلیونو امریکایې ډالرو څخه ۱.۶ میلیونه یې انکشافي بودیجه او ۳.۳ میلیونه یې د پروژو یا د پلې کیدو بودیجه ده. پدغه بودیجه کې د ۱۳۹۱ کال پرتله ۱.۱ میلیونه ډالره زیاتوالی راغلې دی.
کله چې نیپا په ۲۰۱۳ کې خپل راپور وړاندې کړ، دوی پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې دغې برخې ته پام او د هغې ملاتړ وکړي. له بلې خوا د افغانستان د کلید گروپ په یوه راپور کې دا په ډاگه کړې چې د نیپا اداره له ډیرو کمزورو ادارو څخه یوه ده چې تېر کال هم د خپلې انکشافي بودیجې په کارولو کې پاتې راغلې ده. دوی د ۲۰۱۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هیڅ انکشافي بودیجه نده لگولې.
که د نیپا ادارې په اجرااتو کې بدلون او وړاندیز شوې تگلارې او ریښتينې پروژې په سم ډول کار وکړي، نو افغانستان به پدې وتوانېږی چې د بېلگې په ډول د ملگرو ملتو د شنه اقلیم بودیجه ترلاسه کړي. دا بودیجه چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به ۱۰۰ میلیارده وي، باید د دې کال په وروستېو میاشتو کې پیل شي خو تر اوسه هغو غونډو چې په دې تړاو جوړې شوې ډېر پرمختگ نه دی کړی.
د الپستان له موسسې څخه رولاندو وایي چې تر پېښېدو وروسته ددې ډول پېښو غم خوړل د هغوی تر مخنیوي لس ځله ډېر لگښت غواړي. د پېښې تر رامنځته کیدو وروسته پایلې- د خلکو بېځایه کیدل، نوروسیمو او ښارگوټو ته تگ- راتگ او په همدې لړ کې د ناروغیو او یاغې ډلو رامنځته کیدل، د هغې د مخنیوې پرتله دډېر لگښت اړتیا رامنځته کوي. دی وایي چې هغه پیسې چې د نوي کابل ښار لپاره ځانگړې شوي، څلورمه برخه یې باید د هېواد په شمال کې هغو سیمو ته بېلې شې چې د طبیعې پېښوله خطر سره مخ دي.
—–
۱. په ۲۰۱۳ کې په افغانستان کې د طبیعی پیښو لېست:
د سپټمبر ۱۱: په افغانستان کې سیلاوونهاو ځمکښویېدنه
سیلاوونو او ځمکښویېدنو څلور کسه مړه او ۲۰ نور تري تم کړل
د آگسټ پنځمه: په افغانستان کې سیلاوونه
له طبیعې پېښو سره د ملې ادارې چارواکي وایي چې درنو بارانونو او سېلاوونو ۶۹ کسان مړه کړیدي
د جولای اوولسمه: په لغمان کې سېلاوونه
د طبیعې پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې سېلاوونو په لغمان کې دوه کسه ژوبل کړیدي
د مې دیارلسمه: په خوست ولایت کې سېلاوونه
د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت خوست کې سېلاوونو دوه کسه مړه کړيدي
د اپرېل اووه ویشتمه: د افغانستان په بغلان ولایت کې موسمي سېلاوونو یو کس وژلې دی
موسمي سېلاوونو د افغانستان په بغلان ولایت کې یو کوچنی وژلی او پنځوسو کورونو ته یې زیان اړولی دی
د اپرېل ۲۵: په کندهار کې د ږلۍ طوفان خلک وژلي دي
د ږلۍ طوفان چې د ډبرو هومره وې، درې افغانان وژلي دي
د اپرېل ۲۴: د کابل په شاوخوا کې زلزله
د افغانستان پلازمېنې کابل شاوخوا ته زلزلې ۲۳ کسان وژلي دي
د اپرېل ۲۴: د افغانستان په بلخ ولایت کې سېلاوونه
د افغانستان په بلخ ولایت کې سېلاوونو د کوچنیانو په گډون دیارلس کسه مړه کړیدي
د اپرېل ۱۳: د افغانستان په فاریاب سیمه کې سېلاوونه
د افغانستان په فاریاب کې سېلاوونو اووه کسه مړه کړیدي
د اپرېل لسمه: د افغانستان په هلمند ولایت کې سېلاوونه
سېلاوونو په هلمند ولایت کې څو کورونه ویجاړ کړي او ډیر ماليزیانونه یې اړولي دي.
۲. د اقلیمي بدلون د بین الحکومتي ډلې په وینا، پر هغوکنگلونوچې د سمندرله کچې له (۴-۷۰۰۰ مترو) هومره لوړ وي، د اقلیموروستي تودوالي هسې اغېز نه دی کړی چې د لاندینیو پوړیو پر کنگلونو یې درلود او دا یوازې له دې امله چې د لوړو څوکو کنگلونه، د کال په ډېرو ورځو کې تر صفر لاندې تودوخه لري. د افغانستان په بدخشان کې د پامیر لاندینۍ برخې د سویل لوري ته پرتې دي. خو د دې ډلې وروستي راپور د پامیر لوېدیځ لوري ته هم ځینې اشارې کړیدي.
۳. دلته کولای شئ چې د افغانستان دولت د ۲۰۰۸-۲۰۱۳ د چاپېریال تگلاره ولولئ.
۴. د کلید په همدې راپور کې راغلي چې د نیپا ادارې په وینا، د مالیې وزارت دوی ته د پیسو د ایستلو اجازه نه وه ورکړې، خو د مالیې وزارت په خپله دفاع کې ویلي چې د نیپا پروژې د منلو وړ نه وې.
ژباړه: مخفي عزیزی
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹