له درېیو بيلابيلو ولایتونو راټولې شوې نښې په ډاګه کوي چې په تېره لسیزه کې د ګڼو کلیوالو کورنیو اقتصاد په چټکۍ مخ په ځوړ بهیر درلودلی دی. د ډېرو کورنیو حالت چې اقتصاد یې له ځمکو سره تړلی، له وړاندی خراب شوی او اقتصادي فرصتونه یې محدود شوي دي.
د هرات له کلیو نه یو کلی چې د کورنیو په اړه د راپور یوه برخه و. انځور: ادم پېن
دا رپورټ پر دوو برخو ویشل شوي دی:
لمړۍ برخه یې دلته لوستلی شي.
دویمه برخه:
د درېیو ولایتونو کیسې:
د وخت په تېرېدو د کورنیو د حالاتو څېړنې لپاره درېیو ولایتونو ته بیا کتنه شوې چې کندهار، هرات او سرپل دي. کندهار ولایت ته په لمړۍ برخه کی کتنه شوی (دلته یې وګورئ).
هرات
هرات هم د کندهار په څېر د کرنې له پلوه غني ولایت دی او ځمکې یې له سیندونو خړوبېږي. دغه ولایت له ایران سره پوله لري او له تاریخي اړخه له هغه هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې ښه اړيکي لري او له افغانستانه کارګر کډوال ورځي. خو په ۲۰۱۵ کال کې هرات له وړاندې له بد اقتصادي حالت سره مخ و. زموږ څيړنه ښار ته په ورڅېرمه د پښتون زرغون ولسوالۍ په درېیو کلیو کې شوې. خو دغه درې کلي د سیند اوبو ته د لاسرسي له پلوه په بېلا بېلو واټونو کې راځي. ( نور دلته ولولئ) موږ په ۲۰۰۹ کال کې دغو کلیو ته د امنیتي ستونزو له امله چې یو ځايي زورواکي جوړې کړې وې، بیرته نه شوای ورتلای.
هغه زورواکی په ۲۰۱۲ کال کې ووژل شو. خو د کلي ملک د سیمه ییزو پولیسو په مرسته چې هغه یې په ګومارنه کې مرسته کړې وه، لا واک درلود. په دغو درېیو کلیو کې د ګڼو کورنیو د مالوماتو له مخې هلته په کلیو کې فزیکي تاوتریخوالي، ګواښونه، وژنې او تښتونې ډېرې وې او تېرو ۱۲ کلونو کې دا حالت لا نور خراب شوی و.
د هرات له درېیو کلیو یوه کې یې اوبه پرېمانه وې او د اوبه خور سیستم یې هم له نورو غوره و. د یوه کس ځمکه پکې له نورو ډېره وه. د دغه کلي په ۱۳۵ کورنیو کې ۷۰ سلنې یې ځمکه نه لرله. د هغو کورنیو چې ځمکې ډېرې وې، د ګټې وټي اصلي سرچینه ځمکه وه. د منځنې کچې ځمکوالو، د کال په اوږدو کې اصلي ګټه له انګورو کوله او په څنګ یې د کورنیو هغو غړو هم پیسې ور استولې چې ایران کې یې کارونه کول. کم ځمکو کورنیو شپږ میاشتې د خپلو کروندو پر محصولاتو ګوزاره کولای شوه، پاتې شپږ میاشتې یې لګښتونه له هغو پيسو پوره کول چې د کورنیو غړو یې په ایران کې له مزدورۍ ور استولې. خو له لویه سره د دې ډول کورنیو د عاید اصلي سرچینه د کورنۍ هغه غړي وو چې په ایران کې یې کارونه کول.
دویم کلی پرتله ییز ډول ډېر کوچنی و او یوازې ۴۳ کورنۍ پکې وې. خو نژدې ټولو یې په کلي کې د ځمکې د یوه څښتن دهقانۍ کولې. د ځمکې مالک په ۲۰۱۲ کال کې خپله ټوله ځمکه زعفرانو ته ځانګړې کړه، د غنمو فصل ته یې ځانګړي پروګرامونه جوړل کړل او دهقانان یې وشړل. د همدې کار په پایله کې بزګرو یوازي په ځینو ځانګړو موسمونو کې مزدورۍ پیدا کولې او ګڼو کورنیو خپل یو نارینه غړی ایران ته د کار لپاره واستاوه.
درېیم کلی په ټولو کې بې وزله و او د ځمکو د اوبه خور سیستم یې منظم نه و. له همدې امله یې د ځمکو فصلونه ډېر ښه نه وو. آن تر دې چې د دې کلي د ډېرو ځمکو څښتن هم هومره نه شوای حاصلولای، چې ټول کال یې د کورنۍ چاره پرې وشي. له همدې وجې اقتصادي کډوالي د هغوی لپاره خورا مهمه وه او هرې کورنۍ یو نارینه په ایران کې درلود چې لګښتونه یې ور پوره کړي. یوه یې په مرکه کې ویل:
که د خپل کلي د خلکو د ګټې وټې سرچینې وشمېرم، نو سر کې یې د ایران د کار ګټه راتلای شي. دویمه پوړۍ کې خټګري او درېیمه کې دهقاني راځي. موږ په خپل کلي کې دومره ځمکه نه لرو چې د خلکو چاره پرې وشي.
سره له دې چې په دې کلي کې ښوونځی او روغتون نشته، خو د زده کړو اوږد تاریخ لري چې د نجونو په ګډون یې ځینې ماشومان نژدې ښوونځي ته ځي. په دوو نورو کلیو کې له سیمه ییزو پولیسو سره د اړیکو له برکته د کلي ملکانو تر یوې اندازې واک پیدا کړی و او دلیل یې دا و چې د پولیسو په مشرتابه کې د همدې ملکانو د کورنیو ځیني غړي وو. خو په درېیم کلي کې د کلي ملک د خپلو ښو کړنو او اړیکو له امله مشر شوی و. د دغه کلي یوه اوسېدونکي ویل:
ارباب زموږ د کلي مشر دی. خو هغه ځواکمن کس نه دی. زموږ په څېر دی، هغه شتمن نه دی او ټوپکوال هم نه دی. زموږ ارباب هیڅکله له موږه د پيسو او یا هم غنمو غوښتنه نه ده کړې. هغه ډېر ریښتینی انسان دی او له همدې امله یې د کلي ټول خلک درناوی کوي.
په دغو درېیو کلیو کې له هغو ۲۵ کسانو چې مرکې ورسره شوې دي، یوازې د څلورو ژوند له ۲۰۰۲ کال راهیسې هوسا شوی چې درې پکې د لومړي کلي وو. دوی ټولو د انګورو باغونه درلودل. نوره ګټه وټه په ایران کې د هغو کسانو وه چې هلته مزدورۍ ته تللي وو. څلورم کس معاش درلود او هغه د یوه ښوونځي سرښوونکی و. په مرکه شویو کې د ۱۲ کسانو ګټه وټه کمه شوې وه چې شپږو پکې له دې امله ځمکې خرڅې کړې وې چې ورځني لګښتونه او د ناروغیو درملنه پرې وکړي. ښايي دې هر څه، دوی ته بیړنۍ اقتصادي ستونزې نه وي پیدا کړي، خو په اوږده مهال کې دې ته په پام چې اقتصاد یې پر کرکیله ولاړ دی، د ځمکو پلورل بدې پایلې لرلی شي.
شپږ نورې کورنۍ چې ډېرې یې د درېیم کلي وې او ځمکې یې کمې وي، اقتصادي حالت یې تر بوږنوونکي بریده ټیټ شوی دی . د لومړي کلي یوه کورنۍ چې درې جریبه ځمکه او یو جریب انګور باغ ۱۲ کاله مخکې له پلاره ورپاتې و، مجبوره شوه چې د ورځنیو لګښتونو او روغتيايي لګښتونو لپاره یوه یوه برخه ځمکه وپلوري. د دې کورنۍ درېیو مشرانو زامنو ودونه کړي او درې لوڼي یې خپلو زامنو ته په کلي کې په بدل ورکړې دي. د کورنۍ د غړو شمېر یې تر ۲۰ رسیدلی دی. هغوی د یوه ګاوندي په کور کې له کرایې پرته اوسېدل. د ګټې وټې اصلي سرچینه یې د انګورو باغ و. خو د دوی باغ کوچنی و او د کال ټوله ګټه یې ۲۰۰۰۰ افغانۍ وه.
درې کاله وروسته یې مشر زوی حنیف مړ شو. له مشر زوی یې یوه کونډه او پنځه اولاده پاتې شول چې سرپرستي یې د کورنۍ مشر ته پاتې شوه. کال وروسته د درېیم زوی مېرمن ناروغه شوه اوڅه موده وروسته فلج شوه. د حنیف له مرګ مخکې، هغه لومړی د کلي په روغتون کې تر درملنې لاندې و، وروسته د هرات ښار روغتون ته یوړل شو او بالاخره د درمنلې لپاره پاکستان ته ولاړ. پر درملنه یې نژدې ۴۲۹۰۰ افغانۍ لګښت راغی. د کور مشر د درملنې لپاره یو جریب ځمکه په ۱۹۰۰۰۰ افغانۍ وپلورله. مخکې له دې چې د درېیم زوی میرمن یې فلج شي، هغه هم پاکستان ته د درمنلې لپاره وړل شوې وه، چې نژدې ۲۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی. د کور مشر د روغتیايي لګښتونو او د پراخېدونکې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره مجبور شو، بل جریب ځمکه هم وپلوري. دویم جریب ځمکه یې په ۱۰۰۰۰۰ افغانیو خرڅه کړه او اوس یوازې یو جریب ځمکه او یو جریب باغ ورپاتې دی.
ددرېیو زامنو کورنۍ یې چې ودونه یې کړي، ټولې د کور له مشر سره یو ځای اوسېږي. په دوی کې یوازې درېیم زوی یې د کار جوګه دی. مخکې له دې چې مېرمن یې فلج شي، هغه په ایران کې کار کاوه، خو د خپلو دوو ماشومانو د پالنې لپاره مجبور و چې کلي ته ستون شي. هغه له پلار سره په ځمکه کې کار کاوه او که مزدوري به پیدا شوه، هم یې کوله. همدا درېیم زوی د کورنۍ د ګټې وټې او یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو وسیله وه. ځکه دویم او مشر ورور یې په ایران کې په مخدره توکو اخته شوی و. دواړو وروڼو په ترتیب درې او څلور اولادونه هم لرل. مور یې ویل، پلارګنۍ یې ۱۶۰۰۰ افغانۍ د دې لپاره په پور ورکړې چې دواړه وروڼه په مخدره توکو داخته کسانو د درملنې روغتون ته بوځي.
دا چې زموږ دواړه زامن په نشو اخته وو، خپلوانو او ګاونډیو راباندې باور نه کاوه. لومړی زما د زوی خسرګنۍ پور نه راکاوه. مېړه مې ژمنه ورکړه چې پیسې مو بېرته درکوو. هغه زما د مېړه نژدې ملګری دی. بالاخره یې زموږ د زامنو درملنې ته په پور پيسې راکړې.
په ۲۰۰۲ کال کې یوې بلې کورنۍ چې اقتصادي حالت یې پرتله ییز ډول ښه و، د انګورو څلور جریبه باغ درلود او د کورنۍ ځینو غړیو په یوه شخصي موسسه کې کارونه هم کول. خو په کورنۍ کې یوې اوږدې ناروغۍ، د کورنۍ د یوه غړي تښتول کېدو او هرات ښارته یې کډوالېدو بخت واړاوه. دې کورنۍ ته له پلاره ۶ جریبه باغ پاتې و. په ۱۹۹۹ کال کې یې دوه جریبه ځمکه د یونیم کلن زوی د درملنې لپاره په ۱۵۰۰۰۰ افغانیو وپلورله. هغه ماشوم د وینې سرطان درلود او شپږ میاشتې وروسته ومړ. وروسته یې مېرمن ناروغه شوه، د درملنې لپاره یې په ۳۰۰۰۰ افغانیو غوا خرڅه کړه. دې وروستیو کې وسله والو د دې کورنۍ مشر له کلي وتښتاوه. ددې پېښو له امله کورنۍ د ځمکې لویه برخه له لاسه ورکړه، د کورنۍ پر مشر یې رواني اغېز وکړ او بالاخره هرات ښار ته کډه شول:
«زما مېړه و تښتول شو، د خوشې کېدو لپاره یې ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ غوښتې. مېړه مې په ټیلیفون خبرې راسره وکړې، ویل یې باغ ګرو کړئ او پیسې یې غلو ته واستوئ او که داسې ونه وکړو وژني یې. کله چې ازاد شو، له وېرې ډېر نه شوای ګرځېدای. یو نیم کال تیر شو، بالاخره مو د انګور یو باغ په ۷۰۰۰۰۰ افغانیو خرڅ کړ. په ۳۰۰۰۰۰ افغانیو مو د بل باغ ګروي خلاصه کړه، په پاتې پیسو مو په هرات کې دا کور (چې اوس پکې اوسېږو) واخیست. کور مو په نژدې ۶۰۰۰۰۰ افغانیو واخیست. روان کال مو یو بل باغ هم ګرو کړ چې د کور پاتې ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ ورکړو.»
درېیمه کورنۍ له ټولو د بې وزله کلي ده. د کورنۍ مشر ته درې جریبه خمکه له پلاره پاتې وه چې له خپلو زامنو سره به یې کرله. دوه کاله وړاندې یې نیمايي په ۲۰۰۰۰ افغانیو ګرو کړه چې خپل ورځني لګښتونه پرې پوره کړي. دا کورنۍ له لویه سره ایران کې د کار په پيسو متکي وه. د دې کورنۍ مشر زوی له ۱۲ کلنۍ راهیسې په ایران کې و او د کورنۍ مالي ملاتړ لپاره یې پيسې استولې. خو له هغه سره زموږ له خبرو پنځه کاله وړاندې، د هغه د مېرمنې او د مور ترمنځ لانجه پیدا شوه او مجبور شو خپله کورنۍ هرات ښار ته بوځي. وورسته له هغه چې څو کاله وړاندې کمسارو سیلابونو په کلي کې د دې کورنۍ ځمکې یووړې، د کورنې درېیم زوی ایران ته د مزدورۍ لپاره ولاړ او لا هم هلته دی. وروسته یې بل ورور هم ایران ته ورغی او دا کورنۍ اوس له لویه سره د ایران په ګټه وټه چلېږي.
له ایرانه رارسېدونکې پیسې، د دې کورنۍ د ګټي وټي اصلي او یوازینۍ سرچینه ده. دريیم زوی ته یې ایران ته له تللو یو کال وړاندې کوژده وکړه او ولور پرې ۵۵۰۰۰۰ افغانې کېښودل شو. ایران ته د هغه له تللو ۱۸ میاشتې مخکې د کورنۍ یوه لور هم کوژده شوه او ولور یې ۵۵۰۰۰۰ افغانۍ ټاکلی و. د کورنۍ تمه دا وه چې د لور ولور به د زوی د واده لپاره وکاروي. څلورم زوی یې هرات پوهنتون ته بریالی شو. د دې زوی مالي ملاتړ هم باید هغه زامن وکړي چې ایران کې کار کوي.
په ۲۰۰۳م کال کې په سري پل کې څرېدونکې مېږې. له هغه وروسته وچکالۍ او سېلابونو مالداري او په ځانګړي ډول کلیوال اقتصاد سخت وځاپه. انځور: ادم پېن
سرپل
سرپل له پخوا راهیسې د افغانستان یو له ټولو بېوزلو ولایتونو دی چې پراختیايي شاخصونه لکه روغتیايي چوپړونو او اوبو ته لاسرسی او ښوونه، پکې کم تر لاسه شوي دي. (د نړیوال بانک مالومات دلته او دلته وګورئ) دغه ولایت د هندوکش په شمالي لمنو کې پروت دی، د کرکیلې له نظره یوه ګوښه سیمه ده چې اوبیزه ځمکه یې کمه او ډېره تکیه پکې د څارویو په ساتنه ده. دا چې په دغه ولایت کې جګړې کمې وې، نو تر یوه حده مرستندویو ادارو له پامه غورځولی و. دا ولایت د عامه وسایلو له اړخه د سرچینو له کمښت سره مخ دی او کرنه هم پکې خپل خطرونه لري. هغه ولسوالي چې څېړنه پکې شوې د سرپل ښار په جنوب کې پرته ده.
د دې څېړنې په دویم پړاو کې چې د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې وشوه، وموندل شوه چې دغلته له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې د سختې وچکالۍ له امله چې په مشخص ډول ډېر څاروي پکې مړه شول، خلکو شتمنۍ له لاسه ورکړې، اقتصادي حالت کمزوری شوی او د خوراکي توکو کمښت رامنځ ته شوی دی. هغه مهال دغلته د کورنیو ژوند په کور دننه او بهر د کاري ځواک پر کډوالۍ، د ښځو په عاید پنځولو او نارسمي پولي کاروبار متکي شو.
په ۲۰۱۵ کال کې د یوه مرکه شوي کس د مالوماتو له مخې:
دا واقعا ډېره بده وچکالي وه چې له امله یې ډېر خلک اړ شول کلی پرېږدي او مزار شریف، ایران او پاکستان ته په کار پسې ولاړ شي. دغه کال د خلکو او څارویو د خوراک لپاره هیڅ نه و. د خوراکي توکو د کمښت له امله ډېرو خلکو خپل څاروي وپلورل. پر هغه کال د کلي ټولو اوسېدونکو حاصلات ټول نه شوای کړی، ان هغو کسانو هم چې ورځنۍ مزدوري یې کوله، د کار له نشتوالي کلی پرېښود. زما پلار له وچکالۍ وروسته، په مارچ میاشت کې بېرته کلي ته راغی او خپلې ځمکې یې بیا وکرلې، خو د کورنۍ نور غړي مو په مزار شریف کې پاتې شول، ځکه په کلي کې د اړینو خوراکي توکو د موندنې څه هیله نه وه.
زما د پلار په څېر ځینې نور کسان هم کلي ته راغلل او خپلې ځمکې یې وکرلې چې بیا ورپسې ورو ورو نور خلک هم بېرته کلي ته راستانه شول، ځمکې یې وکرلې، ځینو یې په هغو پیسو چې له ایران او پاکستان څخه ورته را حواله شوې وې یا یې په مزار شریف او نورو ولایتونو کې په مزدورۍ ګټلې وې، څاروي واخیستل. کله چې مو په کلي کې فصلونه ورسېدل موږ هم له مزار شریف ښار څخه بېرته خپل کلي ته راکډه شو. دغه سیمه له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې یو ځل بیا وچکالۍ او په ۲۰۱۴ کال کې پسرلني سیلاب وځپله. که څه هم دا ټکانونه د یو شمېر کورنیو د دایمي کډوالۍ لامل شول، خو په نورو ولایتونو کې له پاتې شویو کورنیو مو ځواب تر لاسه نه کړای شو. سره له دې چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې دغلته د یو شمېر کورنیو ژوند بېرته ښه شو، خو وضعیت یې ډېر ناڅرګند پاتې و؛ ځکه دغه کورنۍ په یوه کال د څو فصلونو او بیا څو کلونو کې د بېوزلۍ ترمنځ چې بېرته ترې راوتلې دي، نښتې وې.
په ۲۰۱۶ کال کې مو چې دغلته له څو کورنیو سره مرکې وکړې، نورو سیمو ته د کاري ځواک کډوالي لا هم یوه مهمه اړتیا وه. درې کلي چې مطالعه شول، یوه موسمي سیند ته نژدې پراته دي چې خړوبولو لپاره مشخصه اندازه اوبه لري، خو د دغو کلیو ډېری ځمکې للمي دي. که څه هم په دغو درېیو کلیو کې د ځمکې د نه درلودنې کچه لوړه ده، خو له ۷۰ سلنې ډېرې کورنۍ چې ان ځمکې هم لري، له غذايي اړخه خوندي نه دي. درېواړه کلي د اوبو، خوراکي توکو او اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخامخ دي.
هاغسې چې زموږ مرکه شویو د دویم کلي د مطالعې پر مهال روښانه کړه: «تر هر څه لومړی په ځانګړي ډول ژمی، دغو کلیو کې هېڅ کاري فرصت نه وي. که بیا هم یو کس په کلي کې کار ومومي، دایمي نه وي. په ژمي کې دغلته په یوه میاشت کې یوازې تر پنځو ورځو کار پیدا کېدای شي. که څه هم د کلیو په سطحه دغلته د اوړي په موسم کې کاري فرصتونه زیاتېږي، خو یوازې تر دوو میاشتو وي او ګټه یې هم بسنه نه کوي.»
پایله دا ده چې په ټولو کلیو کې زده کړو ته نه لاسرسي، کاري ځواک اړ کړی چې وکوچېږي: زموږ ډېری کلیوال د زده کړو په ارزښت پوهېږي، خو د بېوزلۍ له امله ځینې خلک خپل زامن ښوونځیو کې پرېښودای نه شي، ځکه زیاتره خلک د دوو – درېیو میاشتو لپاره مزارشریف ښار ته ځي او هلته د خښتو په بټیو کې کار کوي. په ۲۰۱۵ کال د ۲۴ پوښتل شویو کورنیو له ډلې ۷ یې چې له ۲۰۰۸ کال وروسته یې خپل اقتصادي حالت بېرته رغولی و، بنسټیز لامل له کرنې پرته نورې عایداتي چارې یا په کار پسې ایران ته د کورنۍ د څو غړو استونه یادوله:
د دغو کورنیو له ډلې د یوې سرپرستي داسې یوې مېرمنې کوله چې مېړه یې ۲۰ کاله وړاندې وژل شوی و.
د دې کورنۍ اقتصاد د خښتو په بټیو کې د پنځو زلمیو زامنو په کار چې په ۲۰۰۸ کال کې یې په مزار شریف کې پیل کړی و، په پښو درېدلی و. په ۲۰۱۵ کال کې د دې ښځې دوو زامنو د خښتو په بټیو کې کار پرېښود او په یوې نانوايي کې بوخت شول. دغې مېرمنې د مرکې پر مهال په للمي ځمکه کې د کرل شویو هندواڼو، غنمو او کونځلو حاصلات را ټولول چې کونځلې او هندواڼې یې زامنو بازار کې په ښه بیه پلورلې. هغې په ۲۰۰۹ کال کې پخپل کلي کې کور واخیست او د یوه زوی د واده ولور یې هم له پورونې یا کوم څه له پلورنې پرته ور کړ. دې دا هر څه د خپلو زامنو په ګټلو پیسو وکړل.دوی خپلو کلیوالو ته خیراتونه هم ور کول او د خپل کلي د ملا کلک ملاتړي وو، هغه یې په پخواني کور کې بې کرایې اوسېده.
د دویمې کورنۍ سرپرستي هم عملا د یوې ښځې په غاړه ده. د دې کورنۍ نارینه سرپرست له ۲۰۰۶ کال راهیسې د ناروغۍ له امله پر بستر پروت دی. دې کورنۍ د کرکیلې ځمکه نه لرله او په داسې یوه کور کې اوسېده چې کوم چا د ښېګڼې له مخې بې کرایې ور کړی و. دا بې زویه او د نا واده لوڼو کورنۍ د خپلو لوڼو پر ولور متکي وه. دې کورنۍ د میاشتې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانۍ چې له ۳۰ تر ۴۵ امریکايي ډالره کېدل، د خپلې تازه کوژده شوې لور له خسرګنۍ تر لاسه کول او په همدې یې ورځ چلوله. دې کورنۍ په ۲۰۱۱ کال کې ۲۰۰ زره افغانۍ چې ۳۰۰۰ ډالر کېدل او په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ زره افغانۍ چې ۳۸۰۰ ډالر کېدل، د خپلو مشرانو لوڼو د واده ولورونه تر لاسه کړل چې د نجونو د پلار د درملنې لګښتونه او ورځني مصارف یې له همدې پيسو پوره کول. دې کورنۍ د کال په لومړیو کې په سختۍ د غلو- دانو د پیر لګښت پوره کولای شو، ځکه چې د ژمي په موسم کې په کلي کې د ورځنۍ مزدورۍ کار نه و او زوم یې د خپلې کوژدنې د ولور میاشتینۍ ژمنه کړې پيسې نه شوې پوره کولی.
مور او دوو لوڼو به یې په یوه هټیوال د پلور لپاره پرله پسې وړۍ ورېشلې، لکه دا مېرمن چې وايي: «موږ به تل وړۍ ورېشلې. یوازې د خوب او ډوډۍ پر مهال به وړۍ را سره نه وې. له وړیو څخه به لیمڅي جوړېدل چې دې کار کابو ۲۰ ورځې وخت نیوه. تر هغه به چې دا چاره بشپړه شوې نه وه، دوکاندار به زموږ پیسې، چې له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ افغانۍ (۳،۷۰ څخه ۴،۵۰ امریکايي ډالر) کېدلې، نه را کولې. که څه هم دا ډېر کم عاید و، خو د دې کورنۍ د خوراکي توکو لګښت یې برابراوه. دې کورنۍ به له خپلو ګاونډیانو هم د خیرات په ډول پرله پسې خواړه تر لاسه کول. دا کورنۍ بیا وروسته مزار شریف ښار ته کډه شوه چې هلته یې نجونو هم کولی شول د خښتو بټیو کې کار وکړي.
د دې کورنۍ داستان د ژوندي پاتېدو لپاره د کارګرانو د کډوالۍ اهمیت په ډاګه کوي.
په داسې حال کې چې د یوه کلي خلک ایران ته د کډوالۍ مخینه لري، خو د نورو دوو کلیو خلک بیا تر ډېره مزار شریف ښار ته کډوال شوي وو. په ۲۰۰۹ کال کې مزار شریف ښار ته یوازې د جره سړیو کډوالي عامه وه. خو په ۲۰۱۶ کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بشپړې کورنۍ دغه ښار ته کډوالې شوې. د یوه اټکل له مخې، د ټولو کلیو ۷۰ سلنه کورنۍ مزارشریف ښار ته موسمي کډوالېدې او هلته یې د خښتو په بټیو کې کار کاوه. د مزار شریف ښار ته د کاري ځواک کډوالي دغلته د کار پیدا کوونکو دلالانو په مرسته سمبالېده. دغو دلالانو د خښتو په بټیو کې د کاریګرو د کار په تضمین کې مهم رول لوباوه. معمولا په ژمي کې به چې کورنۍ وزګارې شوې او خوړو ته به یې اړتیا شوه، نو دلالانو به دغو کورنیو ته پېشکي پیسې ور کولې او دا پیسې به یې د خښتو بټیو له خاوندانو تر لاسه کولې.
خلکو به همدارنګه د ځینو مشخصو مراسمو لکه واده یا مړو د تدفین لپاره هم د خښتو بټیو له مالکانو پیسې پورولې. د خښتو په بټیو کې کار د ورځنۍ مزدورۍ په بڼه و چې هرې کارګرې کورنۍ ته به د ۱۰۰۰ خښتو اچولو پر سر ۴۰۰ افغانۍ چې ۶ ډالر کېدل، ور کول کېدې. د کورنیو عاید د کورنیو له کار سره تړاو لاره. کورنیو په ورځني ډول له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ خښتې جوړولې چې مزدوري یې هم په همدې حساب له ۴۰۰ افغانیو تر ۱۲۰۰ افغانیو کېده. د کور د پاخه عمر کسان به معمولا د اخلي پخلي او د کور د صفایۍ لپاره وو او د کورنۍ نور نارینه، ښځینه او له جسمي پلوه تکړه ماشومان به ټول فصل کې په کارونو بوخت وو.
لکه یوه مرکه کوونکي چې ویلي: زما د مالوماتو له مخې، میندوارو مېرمنو به کار کاوه او هغه میندې به هم چې د ماشوم له زېږون څخه یې ۲۰ ورځې تېرېدې، بېرته د خښتو اچولو ته ستنېدې. د خښتو په بټیو کې کار ډېر سخت و او په بدل کې یې تر لاسه کېدونکې پیسې هم په دې مانا وې چې کارګران یې د امکان تر حده ډېر کار ته اړ ایستل چې د پېشکي پیسو پور پرې کړای شي او لږې و هم سپموي. کورنۍ به په اسانۍ سره د کاري دلالانو د پورونو په لومه کې نښتلې؛ ژمی کې به یې ترې پورونه واخیستل او په اوړي به یې د پورونو خلاصولو لپاره کار کاوه.
په نورو ځایونو کې د کار لږ چانس او د خښتو بټیو کې د کم ورځني عاید له امله به له دې پورونو وتل ډېر ګران و. ځینو کورنیو د دغو پورونو د خلاصولو لپاره د څارویو او نورو توکو د پلورلو خبره هم کړې ده، خو د پورونو د خلاصون عامه بڼه په راتلونکې کاري موسم کې د کار ژمنه وه: خلک اړ دي د خپلو پورونو خلاصولو لپاره راتلونکی کال هم له هماغه کاري دلال سره کار وکړي. د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ دوه نور بنسټیز بدلونونه هم د پام وړ وو چې لومړی یې د کوکنارو کر ته په ګڼ شمېر د کورنیو ورماتېدل و. دې ته د ژوند د دوام لپاره د مهمې اړتیا په سترګه کتل کېدل:
دا کورنیو ته ډېره اقتصادي ګټه لري. یوه بزګر ته د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره د نورو زراعتي فصلونو پرتله له کوکنارو تر لاسه کېدونکی عاید ښه فرصت دی. که یوه میاشت پکې خواري وکړې . کولای شې د یوه کال غنم پرې ځان ته واخلې. د کوکنارو کر په کلیو کې د بزګرۍ اړوندو کارګرانو ته تقاضا زیاته کړه چې د ښځو او سړیو د مزدورۍ اندازه هم ور سره لوړه شوه. د یوې کورنۍ د مشر ګټه چې د اپینو ټولولو کې یې ۱۲ ورځې کار کړی و، ۶۰۰۰ افغانۍ یا ۹۰ ډالره شوې وه. دا پیسې یې په ایران کې د یوې میاشتې د مزدورۍ له ګټې چې ۵۰۰۰ افغانۍ یا ۷۵ ډالره کېدل، زیاتې وې.
دویم بدلون یې د اړتیا له مخې په عایداتي کارونو کې د ښځو ګډون و چې دا مخکې هم د یو شمېر کورنیو له خوا د خښتو په بټیو کې لیدل شوی دی.
د څېړنې په دویم پړاو کې، په کلیو کې د ښځو کار دودیز و او دننه کور کې عایداتي کارونه لکه د بړستنو یا لیمڅیو لپاره د وړیو ورېشل، ګلدوزي او غالۍ اوبدل پکې راتلل. د دوی عاید له سترګو پټ یا له پامه غورځول شوی و، خو په ورته وخت کې یې د کورنۍ د عوایدو مهمه برخه جوړوله چې د هټیو کوچني پورونه پرې خلاصېدل، روغتیايي لګښتونه ترې پوره کېدل او د باور پخېدو ښه لاره وه.
د وچکالۍ له امله د سړیو کاري کډوالۍ په کلیو کې د کار پر وېش اغېز کړی و. ښځې تر ډېره په کرنیزه برخه لکه له فصلونو د بې کاره بوټو ایستلو، د فصل رنګي (یا رنګړي) کولو او د محصولاتو په ټولولو کې ښکېلې شوې. په ۲۰۱۶ کې، مېرمنې په اقتصادي برخه کې یومخ هغې برخې ته ننوتلې چې یو وخت د سړیو ونډه وه لکه د پسونو څرول، په شریکه د ځمکو کرل او د خښتو په بټیو کې په کار پسې مزار شریف ښار ته کډوالېدل.
د ژوندي پاتیدو لپاره کار
د افغانستان د بېوزله اقتصادي سیمې سروې دا روښانوي چې له ۲۰۰۱ څخه وروسته د بیا رغاونې اجنډا له ازاد بازار سره لږ اړخ لګاوه. د هغې اجنډا له مخې د کلیوال بازار لپاره د حاصلاتو تولید دومره ډېر نه وه چې اقتصاد یې ښه کړی وای. بلکې د اړیکو په ټولنیزو چینلونو کې د پانګونې او لاسرسي او په پراخه کچه د فقر د ګډې تجربې په اساس؛ د ډیرو کلیوالو کورنیو هڅې اشتراکي یا توزیعي اقتصاد ته په لاسرسي او ساتلو متمرکزې دي.
د کورنۍ د تغذیې لپاره د کافي ځمکې، دندو یا مناسب کار په نشتوالي کې، د نورو کورنیو د مالي سرچینو د راخپلولو وس؛ د ژوندي پاتېدو لپاره اړین دی. دغه ډول وس د نویو اړیکو په ټینګېدو رامینځته کیږي چې پانګونې ته اړتیا لري او په دغسې مواردو کې د کورنۍ پر راتلونکي خونديتابه لومړنۍ پانګونه، د واده له لارې کېږي.
د واده اړتیا او لګښتونه لکه چې ومو لیدل؛ د پانګونې یوه برخه ده چې د ګډې کورنۍ د راتلونکي خونديتابه لپاره د ټولو کورنیو مشترکه هڅه ده. دا ممکن لویه پانګونه وي چې یوه کورنۍ یې کوي او اړینو سرچینو ته اړتیا لري چې تر ډېره د راتلونکي زوم له خوا بهر کې تر کلونو کار وروسته راټولېږي.
یوازې په بدخشان کې به ګنې له کوکنارو پرته چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۶ پورې یې د کروندو د پراخېدو کلونه وو (د بېلګې په توګه د کوکنارو د کښت او نارسمي اعتبار په اړه څیړنه وګورئ)، سیمه ییز کرنیز اقتصاد د واده لګښتونو لپاره کافي عاید تولید کړي وای؟ دا کلونه په سیمه ییزه کچه د “جشن کلونو” په نامه پیژندل کیږي. دغه کلونه ځکه په یاد پاتي دي چې ډېر ودونه په کې چې «مالي اړتیاوې» یې «د کوکنارو له ناڅاپي عوایدو» پوره کېدې، وشول.
په حقیقت کې ډېرو ارزول شویو کورنیو تر ټولو ډېر لګښتونه د خپلو زامنو پر ودونو کړي دي. د هرات په کلیو کې د واده د لګښتونو کچه له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالرو، په کندهار کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ امریکايي ډالرو او په سرپل کې بیا له ۲۳۰۰ څخه تر ۵۴۰۰ امریکايي ډالرو ده. د دغه سیمه ییز تفاوت لامل روښانه نه دی، خو شونې ده د ځايي اقتصاد په نظر کې نیولو سره، د پراخو اقتصادي فرصتونو د توازن په محاسبې پورې اړه ولري.
سرپل عموما د کندهار پرتله خورا غریب دی او کندهار همدارنګه بیا د هرات پرتله بېورلی دی. دومره پیسې د یوه بزګر تر کلني عاید (۷۵۰ ډالرو) چې تل کار کوي، څو ځله ډېرې دي. دا د هر معیار له مخې پاموړ پانګونه ده. ځینو کتونکو ته پر ودونو دومره پانګونه غیرمنطقي او له درک وتلې ایسي. مګر دې ته د یوه شاخص په توګه چې کلیوالې افغان کورنۍ خپل راتلونکي خوندیتابه ته څنګه ګوري، لیدل کېدای شي.
دا لګښتونه څنګه پوره کیږي؟ څرګنده ده چې زامنو یا ورونو ته د واده چمتو کول د کورنیو لوی کار دی. دا ستراتیژیک فکر او د سرچینو تحرک ته اړتیا لري. د هرات د کورنیو په خبره، ځوانان څو پرله پسې کلونه د کار لپاره ایران کې تېروي چې کافي پانګه ټوله کړي. واده ممکن د ځمکې د پلور اړتیا هم رامنځ ته کړي او ډیری کورنۍ د واده لګښتونو پورې اړوند پورونه هم لري.
د کندهار (دلته وګورئ) او سرپل کورنیو (دلته وګورئ) تر ډېره له خپلوانو پورونه کړي. حتی بېوزلو کورنیو د زوی د واده لپاره خپلې ور پاته ځمکې هم پلورلې دي.
په ودونو کې د ډېرو کورنیو لپاره لوڼې داسې سرچینه بلل کېږي چې مرسته کولای شي. که څه هم بدل ته له ټولنیز پلوه د ټیټ عمل په سترګه کتل کیږي، خو په بېوزلو کورنیو کې یو عام دود په بدل واده دی چې د خپلو ودونو لګښتونه پرې پوره کولی شي. که په یوه کورنۍ کې د زامنو پرتله لوڼې ډېرې وي، نو کېدای شي لوڼې د ګټې تر لاسه کولو لپاره وکارېږي او د ځینو کورنیو په وینا، تر لاسه شوی ولور بیا د پانګونې لپاره یا د کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کیږي.
په حقیقت کې، د ژوندي پاتېدو لپاره د کورنۍ اړتیاوې؛ ښایي مور او پلار په کم عمر کې د خپلو لوڼو ودولو ته اړ کړي.
کورنۍ په دې ډول پرېکړو کې د ستونزو او په لنډ مهال کې د ژوندي پاتېدو او د خپلو لوڼو د اوږدمهالې هوساینې تر مینځ انډول باندې ښه پوهیږي. د بېلګې په توګه په کندهار کې یوه کورنۍ په بدله د خپلې ۱۴ کلنې لور ور کولو ته اړ ایستل شوې وه. د نجلۍ مور که څه هم په دې کار خواشینې وه او د خپلې تازه حاملې شوې لور د روغتیا په اړه اندېښمنه وه، خو ویل یې: “کله چې زما په لاس کې پیسې نه وې، نو ما مې د خپل زوی د واده لپاره څه کړي وای؟”
په هرات کې یوې کورنۍ ویل، که د بدل وړاندیز ورته وشي، نو ګرانه به وي چې خپل اوسني مالي وضعیت ته په کتو یې رد کړي: “ځکه چې موږ بېوزلي خلک یوو، ولور زموږ ډیرې ستونزې حل کوي.“
یوې کورنۍ په هرات کې خپله ۱۱ کلنه لور کوژده کړه او چې بیا هغه نجلۍ ډېره خواشينې وه:
“زما لور ښوونځي او مدرسې ته تله. هغه ډېره ذهینه وه، نورو نجونو ته یې درس هم ور ښوده، خو خسرګنۍ یې ویل نوره دې ښوونځي او مدرسې ته نه ځي. د هغې مېړه هم له هغې مشر دی. ورځ تر بلې چې را سترېده له خپل مېړه یې کرکه زیاتېده او دوه ځلي یې د ځانوژنې هڅه هم وکړه. ” دې کورنۍ د خپلې لور کوژده ماته کړه خو له دې وېرې چې د لور خسرګنۍ به یې زیان ور واړوي، هرات ښار ته کډه شوه.
سرچپه یې، کندهار کې د یوې کورنۍ مشر خپلې اووه لوڼې له ولور پرته واده کړې. هغه د اخلاقي دلایلو له مخې، له دې کار سره مخالف و او ویل یې دا کار له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی او دا داسې ده لکه ناوې چې د سوداګرۍ د مال غوندې وپلورل شي.
په هرصورت، د کورنۍ ټول رپوټونه د پیاوړو او منل شویو ټولنیزو نورمونو یوې ټولګې ته اشاره لري چې د واده په سمبالښت کې د سړیو او مېرمنو چلند ورسره خپله بڼه مومي. د واده اړتیا ډېره روښانه ده، دا اړتیا د هغو بېوزلو کورنیو په څېړنه کې وښودل شوه چې ان د واده لپاره ځمکې پلوري. لکه څنګه چې، د څېړنې په دویم پړاو کې د بدخشان څخه د معلوماتو راټولولو برخه کې به یې ولولو، په واده کې د اولادونو توافق، یوه ټولنیزه ژمنتیا ده خو دلته یې پرېکړه کې نه زامن او نه لوڼه څه ونډه لري.
په بدخشان کې ودونه:
د بدخشان په توغلق کلي کې د یوې ۱۱ کسیزې کورنۍ سرپرست د خپلو زامنو ودونو ته لومړیتوب ور کړ او په ډېره ځيرکتیا یې پلان ورته جوړ کړ ـ (دلته یې وګورئ) هغه د خپلو زامنو ودونو ته له اخلاقي دریځ او د مسوولیت مننې له زاویې وکتل: “زما زامنو ودونه کړي دي؛ دوی اوس په خپل ژوند کې یو څه نظم لري، مسوولیت احساسوي او کار کوي؛ دوی هیڅ غیر اخلاقي کار نه کوي.” د هغه درېیم زوی په ډاګه وویل چې د واده په چاره کې یې کوم رول نه لاره:
“ما د واده په پرېکړه کې مداخله ونه کړه، زما موروپلار راته ښځه خوښه کړه. زموږ په کلي کې عام دود دا دی چې موروپلار د خپلو اولادونو د واده تصمیم نیسي. زامن په دې کې هیڅ هم نه شي ویلی. په زرو کسانو کې که کوم یو پیدا شي چې د واده په تړاو د موروپلار له پرېکړې سرغړونه وکړي. نجونې هم د واده په تړاو د خپل موروپلار د پرېکړې اطاعت کوي.”
دویمه کورنۍ په شور ګل کلي کې اوسېږي چې ۱۲ غړي لري. دغه کورنۍ له زوړ مېړه، ۲۵ کلنې مېرمنې او ۱۰ ماشومانو جوړه ده. د دې کورنۍ ۶ ماشومان د زوړ سړي له لومړۍ مېرمنې څخه دي چې اوس مړه شوې ده او ۴ ماشومانې یې له ۲۵ کلنې مېرمنې څخه چې بې سواده ښځه ده، نړۍ ته راغلې دي. دویمه مېرمن یې د میړه د وفات شوې میرمنې خورزه وه او په ۱۵ کلنۍ کې یې له هغه سره واده وکړ. هغې له دې سړي سره واده کې د خپلې ناخوښۍ په اړه وویل: – “زه ډیره ځوانه وم او په زوره یې له هغه سره واده ته اړه کړم.”
په درېیمه کورنۍ کې، یوه تجربه چې نږور شریکه کړې ده: زما زړه نه و چې له خپل تره زوی سره واده وکړم، ځکه ډېره کوچنۍ او یوازې د ۱۳ کلونو وم. زه یې په زوره خپل تره زوی ته واده کړم. مور مې مړه شوې وه او ما مې مېرې سره ژوند کاوه. زما مېرې او پلار غوښتل چې هرومرو له خپل تره زوی سره واده وکړم، هغه څه چې ما نه غوښتل خو په هر حال هغسې وشول چې هغوی غوښتل؛ ما ډېر انکار وکړ خو هغوی زما خبره ونه منله.
د شور ګل کلي د کورنۍ دویمه مېرمنه د خپلو بنزیو له نسبي خپلواکیو څخه ناخوښه وه. هغه څه چې دې خپل ځان ته خوښ کړي وو، اوس د چلند له عمومي منل شویو نورمونو سره په ټکر کې وو. د هغې مشر بنزی چې محصل و، د خپل پلار تر فشار لاندې و چې واده وکړي، خو هلک په دې دلیل انکار کاوه چې زده کړې یې لا نه وې بشپړې شوې، خو مېرې یې ټینګار کاوه چې پلار دې بیا هم یوه نجلۍ ورته غوره کړي. هغه د خپلې مشرې بنزۍ له هغه چلنده هم دومره خوښه نه وه چې د خپل تره له زوی سره یې د خوښې واده کړی و. هغه وايي: ” ددې وخت ماشومان له خپلو هیلو سره سم کارونه کوي.” هغه د نجونو د زده کړو دومره پلوۍ هم نه وه: “هغه نجونې چې په ښوونځي کې زده کړې کوي، ګستاخېږي او هیڅکله د کور کار نه کوي.” طلاق، په واده کې حتمي ګواښ او د وقفې نقطه جوړېږي. د ځايي خبرو کسانو د معلوماتو له مخې، د طلاقو شویو مېرمنو د بیا ودېدو چانس د سړیو پرتله ډېر لږ دی.
د بدخشان په څېړل شويو کليو کې یوه داسې کورنۍ وه چې سړی یې په واده نه و توانېدلی. دا درې کسيزه کورنۍ؛ د کورنۍ له مشر، د هغه له کونډې وریندارې او وراره څخه جوړه ده. د کونډې یوه لور هم وه چې واده یې کړی و، له دوی سره یې اته کاله ژوند هم کړی و خو اوس له هغه کلي تللې وه. د دې درې کسیزې کورنۍ دا سرپرست ډېر بېوزله و.
دې سړي او مړه شوي ورور ته یې یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه په میرات پاتې وه چې دواړو به په ګډه سمبالوله، ورور یې واده وکړ او دوه ماشومان یې لرل، خو کله چې مړ شو، یوه برخه یې د هغه د تدفین لپاره ترې وپلورله. د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د وچکالۍ له امله اړ شول لږه نوره ځمکه هم ګرو کړي چې په پيسو یې ځان ته خوراکي توکي برابر کړي، خو ګروي یې خلاصه نه کړای شوه او ګرو شوې ځمکه یې له لاسه ووتله.
هغه څه چې د دې کورنۍ په کیسه کې روښانه کېږي دا دي چې کونډې مېرمنې هم کولی شي خپلواکي ولري او د ټولنیزو نورمونو او فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د کونډې لور د پېښې شوې کیسې په اړه وايي : “زموږ کلي کې دود دا دی چې کونډه له خپل لېوره سره واده کوي، ډېرو خلکو زما د پلار له مړينې وروسته زما مور ته د بل واده مشوره ور کړه، خو هغې انکار وکړ او ویل یې: “زه به خپل دوه ماشومان لوی کړم او واده نه کوم.”له کومو خلکو سره چې مرکې شوي، وايي، د دویم واده په اړه د کونډې دغسې یوه پرېکړه ډېره عامه نه ده، خو ممکنه ده. دا ترتیب چې لېوره له خپلې کونډې وریندارې سره په یوه کور کې ژوند کاوه، خو بهر ویده کېده ښايي کونډې د خپلې خپلواکۍ ساتلو او ظاهري خوندیتابه لپاره رامنځته کړی وي.
جنسیتي ځانګړنه او همکاري په واده کولو کې د دندو ستره جنسیتي ځانګړنه شته چې په یوه کاري ساحه کې یې د دوو جنسونو د کار بڼه ګڼلی شو او دا پخپله د کورنیو د خپلمنځي همغږۍ او بېلوالی بللی شو. د کرکیلي سمبالښت، د څارویو مدیریت او نور چې د کورنۍ د تامین لپاره اړین کارونه دي، معمولا د کور د نارینه غړو له خوا کېږي او حتی دا کارونه د نارینه غړو ترمنځ هم منظم ویشل شوي وي.
د بدخشان د توغلق کلي کورنۍ سرپرست دننه کورنۍ کې د کارونو د وېش په اړه وویل: “زما کورنۍ کې؛ مشر زوی مې بزګري کوي، دویم زوی مې د څارویو د ساتنې مسوول دی، دوه نور زامن مې د کور نور اړین کارونه لکه د سون توکو د موندلو او د څارویو لپاره د وښو د چمتو کولو مسوولیت لري.” دا بېلګه د ډېرو کورنیو په اړه سمه راځي…
کله چې د کور نارینه د عوایدو او غذايي سرچینو مدیریت په غاړه واخلي، نو ښځې د کور چارې سمبالوي او که په یوه کور کې څو مېرمنې وي، نو ترمنځ یې کارونه هم ویشل کېږي. په توغلق کلي کې د مطالعه شوې کورنۍ مېرمن د خپلو درې نږیندو ترمنځ کارونه ویشي. یوه یې د دېګ کولو مسووله ده، دویمه یې د کور د پاکولو او درېیمه یې د ډوډۍ پخولو چارې سمبالوي. د کور د کارونو دغسې ځانګړي کول ډېرې کمې همغږۍ ته اړتیا لري. لکه څنګه چې یې د کورنۍ سرپرست وايي: “هر څوک خپل ټاکل شوی مسوولیت پېژني.” د کور دننه د ښځو ترمنځ په خوراکي توکو، د ماشومانو په روزنه، د کور په ساتنه او نورو کې ښځو ته د لانجو ډېر فرصت نه وي. کومو کسانو سره چې مرکې شوې دي د کور ددې دنننیو خبرو په اړه یې څه ونه ویل او ټولو د عدالت په اهمیت ټینګار کاوه.
په توغلق کلي کې د دویمې کورنۍ سرپرست وویل، د کورنۍ د بقا لپاره د کورنۍ د ټولو غړو ترمنځ سوله، هوساینه او یو برابر چلند ډېر اړین دی. “یوه مهمه مساله چې ما سره یې د دوی ټولو په یو ځای ساتلو کې مرسته کړې، دا ده چې زه هر وخت هڅه کوم ټولو ته په یوه سترګه وګورم. د بېلګې په ډول کله چې زه بازار ته ځم او یوې نږور ته مې ۵ صابون چکۍ اخلم، نو نورو ته هم هماغومره اخلم. زه له ټولو زامنو سره یو ډول چلند کوم، که زه له دغسې انصاف څخه کار وانخلم، نو دا به بیا زما د کورنۍ د ویشل کېدو لامل شي.” لکه د شورګل کلي د یوې کورنۍ کیسه مو چې ولوسته، که په یوه واده کې رضایت هم موجود نه وي، نو ښځه د خپل مېړه نوم په ډېر درناوي اخلي: ” حاجي ډېر ښه سړی دی او له موږ ټولو سره یو ډول چلند کوي.” هغې همدارنګه وویل، د خپلو بنزیو چې د دې ترورزیان هم کېږي او خپلو بچیانو ترمنځ هیڅ توپیر نه ویني.”
د لویې ګډې کورنۍ درلودل تل یو ایډیال حالت بلل کېږي، که څه هم ځینې وختونه حقیقت دغسې نه وي. په ګډو کورنیو کې ژوند غوره بلل، د دوی د دوام ضمانت کوي او دا چې په لویو کورنیو کې ژوند د شتمنو ځایي کورنیو ځانګړنه ده.
د یوې کورنۍ د وینا له مخې یې لاملونه روښانه دي: ” هغه کورنۍ چې ګډې اوسېږي، د مشکلاتو او په کلي کې په پېښېدونکو شخړو کې د خپلو ځانونو ساتنه کولی شي. هیڅوک له دوی سره جنګ ته زړه نه ښه کوي.”
دا نظر د توغلق کلي د اوسېدونکې کورنۍ دی چې نه یوازې یوه ستره بېلګه ییزه کورنۍ وه، بلکې کلي یې هم د خپلمنځي ناکراریو ډېرې نښې درلودې. د فزیکي امنیت ترڅنګ دا ترکیب د اقتصادي امنیت لپاره هم بېلابېلو سرچینو ته اړتیا لري چې د لنډمهالو موسمي کارونو او د غرني اقتصاد خطرونو د مهارولو لپاره نورو سیمو ته د کاري ځواک د دوره يي کډوالۍ اړتیا هم رامنځ ته کوي. کله چې یوه لویه ګډه کورنۍ سره ویشل کېږي لکه بدخشان کې د کورنۍ بېلګه چې تحصیل کړی او په کار لګېدلی زوی یې له سیمې تللی و، پایله یې د پلار پر اقتصاد ناوړه اغېز راوځي.
په هرات کې د یوه داسې کلي څېړنه چې کرنیزه ځمکه یې ډېره ده.انځور ادم پېن، ۲۰۰۴ کال.
لنډيز:
د ژوند د مسیر په اړه دا رپوټ موږ ته د افغانستان له مختلفو سیمو څه وايي؟ تر ټولو لومړی د کلیو په جغرافیه او اقتصاد کې شته رنګارنګۍ ته اشاره کوي. آن هغه کلي چې د خړوبولو یوه نستبا نژدې سیستم ته هم پراته وي، لکه د هرات ځینې کلي، نو اوبیزو سرچینو، د کورنیو ترمنځ د هغو وېش او ځمکې ته لاسرسی پکې له یو بل سره توپیر لري. له ارزول شویو کلیو څرګندېږي چې ډېرئ یې اصلا د کرکیلې ځمکه نه لري، یا یې اړتیاوو ته بسنه نه کوي، نو له همدې امله د کار لپاره کډوالۍ ته اړ وځي.
دویم، موږ ته روښانه دا راښيي چې کورنۍ خپل اقتصادي ډاډ له کومه ترلاسه کوي. د بېلګې په ډول په لوېدیځو هیوادونو کې په رسمي توګه دولت او بازارونه د عامه توکو د چمتو کولو له لارې دا هرڅه لکه روغتیایی اسانتیاوو ته لاسرسی، زده کړې، بیمه، تقاعد او ټولنیز تادیات چمتو کوي. په افغانستان کې کلیوالې کورنۍ نه دي توانیدلي چې له دولت او بازار څخه ډاډمن اقتصادي خوندیتوب ترلاسه کړي او په پایله کې ټولنه او کورنۍ د رزق د کمښت په پوره کولو کې مرکزي رول لوبوي.
د امنیت شتون د شخصي اړیکو په جوړولو او ساتلو سره رامنځ کېږي. کورنۍ په غیر رسمي اعتبار او د واده په اړیکو کې د پانګونې له لارې هڅه کوي د امنیت تر لاسه کولو لپاره له نورو سره شخصي متقابلې ژمنې ولري.
د ټولنیزو اړیکو کیفیت چې یوه کورنۍ یې جوړوي، د هغوی د امنیت لپاره مهم دی. په دغه راپور کې د کورنیو کیسې ښيي چې د افرادو ترمنځ متقابل چلند پراخ دی چې د اخلاقي اقتصاد پر بنسټ او په خپلو کې د مرستې د تعهد پر اصل ولاړ دی. لکه څنګه مو چې یو شمېر اړوندې کورنۍ ولیدې، د هغوی د خپلمنځي مالي ملاتړ کچه د کورنیو په اقتصادي وضعیت پورې تړلې وي.
دا هم روښانه ده چې ډېر پاخه اړیکي دوه اړخیز نه وي. په کلیو کې چې د ځمکې په ملکیت کې نابرابري شته؛ بېوزلې کورنۍ په اوسني وخت کې د ژوندي پاتېدو لپاره تر ډېره له ځواکمنو کورنیو سره اړیکي پالي. په كندهار كې د شریکو کروندګرو كورنيو قضيه دا څرګندوي. او کله چې یو کلی له یوې مخې بېوزلی وي، نو د سرپل د کورنیو په څېر چې د مزار د خښتو بټیو کې بوختې وې، د مالي سرچینو له نشتوالي په پورونو تړل کېږي چې یو ډول مرییتوب دی.
په لنډه توګه، اوس مهال د بقا تضمین تر ډېره د اوږدې مودې له پاره په نابرابرو اړیکو کې ایسارېدو ته وځي چې د راتلونکې نېکمرغۍ لرلید په کې یا نه شته یا ډېر لږ دی.
درېیم، د کورنیو د ژوندانه د بڼې شواهد ښيي چې د ډېرو راتلونکې اوس تر پخوا تیاره شوی برېښي. یو لږ شمېر یې چې ځمکې لري او له ځواکمنو سره یې اړیکې جوړ کړي، راتلونکې یې ښه شوې ده. خو د هېواد په کچه د لوږې په اړه د معلوماتو له مخې، ( د نړیوال بانک رپوټ دلته ولولئ) له ۲۰۱۰ کال را وروسته د ډېرو کلیوال اقتصاد په اوږده مهال کې خراب شوی دی. دوی د افغانستان په کلیو کې پاتې کېږي ځکه د اړیکو له لارې تر لاسه کړي مالي امکانات ورسره د نارسمي امنیت په تامین کې مرسته کوي. خو په کلي کې استوګنځي او ځایي ملاتړو شبکو ته د پرله پسې لاسرسي لپاره اړتیا ده چې د کورنۍ غړي په منظمه توګه د ناڅرګند کار لپاره کډوال شي. د ۲۰۲۱ کال د اګست کې وروستي اوښتون ته دې چې له امله یې نظام ناڅاپي بدلون وکړ، د کلیوالو د ستونزو د پنځوونکي عامل په توګه نه بلکې د لا پېچلي کوونکي په سترګه وکتل شي.
له تیرو کړکېچونو داسې شواهد شته چې له ناورینو څخه په وتلو کې د کلیوالي اقتصاد خارق العاده وړتیا په ګوته کوي. په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) له رپوټ څخه (لاندې تبصره دلته نقل شوې ده):
«د څوارلسو کلونو لپاره یعنې له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې په افغانستان کې کلیوالو تولیدي سیستمونو په ډېرو سختو شرایطو کې د ځایي وګړو ملاتړ ته دوام ورکړ. که څه هم د خوارځواکۍ او لوږې راپورونه ور کړ شوي وو، خو کچه یې د ځینو هغو هېوادونو پرتله کمه وه چې آن د تولید ښه اساسي سیستمونه یې لرل.»
په ۲۰۰۱ کال کې د پرله پسې دوه کلنې وچکالۍ په پای کې ټول شوي شواهد ناسم وړاندې کېدل. بسپنه ور کوونکو د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د لوېدیځ یرغل د توجیه له پاره، په افغانستان کې د اقتصادي پاشلتیا او د ژر راتلونکې قحطۍ روایت بیاناوه. خو هم مهاله د غنمو د پلور بازارونه فعال وو، په بازار کې د غلو دانو بیې ډېرې لوړې نه شوې او د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ خوراکي مرستو یوازې د بازار ۸ سلنه اړتیا تامین کړه. د افغانستان د غذايي امنیت په اړه د نړیوال بانک څېړنې ته مراجعه وکړئ. (خصوصي مارکېټ او د عمومي سیاست غوراوي) نو د اوسنۍ اقتصادي پاشلتیا او د مخکې تېر شوي حالت ترمنځ جوت توپیر شته. ایا موږ په کافي اندازه معلومات لرو چې اغېز یې څه دی، پر کوم ځای دی او پر چا دی؟ شاخصونه یقیناً سخت دي او د نړیوال بانک وروستۍ ارزونه (د افغانستان عمومي کتنه: پرمختیایي خبرونه، څېړنه، نړیوال بانک) کې اقتصادي کړکېچ، د افغانیو د ارزښت د کمېدو له امله د بیو لوړېدو یا انفلاسیون او د فقر تر کرښې د ډېرو کورنیو ټیټېدو او زیاتېدونکي غذایي ناخوندیتوب ته څرګنده اشاره شوې وه.
د مرستو او نور ملاتړ د کموالي او واک ته د طالبانو د رسېدو له امله له لګول شویو بندیزونو وړاندې لا د فقر کرښې پر لور د حرکت بهیر ښکاره و. د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو د عاید، لګښتونو او د کاري ځواک سروې (د نړیوال بانک رپوټ دلته وګورئ) د ملي بېوزلۍ کچه ۴۷ اعشاریه یو سلنه رپوټ کړې، چې په ۲۰۱۱ کې د ۳۸ اعشاریه ۲ سلنې کچې څخه لوړه خو په ۲۰۱۶ کې د ۵۴ اعشاریه ۵ سلنې څخه ټیټه وه.
دا انځور له هغه داستان سره چې په دې رپوټ کې د کورنیو لارو چارو څخه چمتو شوی، سمون مومي. دا شمېرې د د کورونا وبا اغیز په پام کې نه نیسي.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې وروستي رپوټونه (دلته او دلته) وګورئ چې کورنیو پکې څه ډول د ګټې وټې د موندلو لارې چارې له لاسه ورکړي خو لا هم هڅه کوي دې برخه کې خپله ونډه ولري.
لکن دې هر څه د هغو کورنیو چې د رسمي کرېډیټ په سیستم کې دي، د پایلو په اړه لږ مالومات وړاندي کوي، ښايي هغوی ته د زیان کچه لا ډېره وي مالومات یې د بې وزلۍ په شمېرو کې نه په ډاګه شوي.
په داسې حال کې چې رسمي شاخصونه د انځور د یوې برخې په جوړولو او د لوی بیړني خوراکي توزیعي پروګرام په سمبالښت کې مرسته کوي، خو په نارسمي توزیعي اقتصاد د پوهېدو برخه کې چې څنګه چلېږي او کورنۍ، فشارونو ته څه غبرګون ښیي، لا هم تتوالی شته.
غیر رسمي کریډیټ ته لارسی، د سوداګرو او هټیوالو لخوا د اخیستل شوي اغیزمن سود کچه او له بهر څخه غیر رسمي نغدي حوالې ښايي د سیستم له چلښت سره مرسته وکړي، خو هغه تشه نه شي شي ډکولی چې رسمي مرستي یې کوي. په دې برخه کې د څارنې لپاره نورو مالوماتو ته اړتیا شته.
دا شونیتیا هم شته چې له نړیوالو بندیزونو سره به خلک بېرته د کوکنارو کر ته مخه کړي. له وچکالۍ څخه وروسته کلونو کې، ډېرو کلیوالو کورنیو ته دا ثابته شوه چې د پخوانۍ وچکالۍ او جګړو څخه د راوتلو لپاره د کوکنارو کر ترټولو اغیزمنه لاره ده (د بدخشان موندنې وګورئ).
د خوراکي توکو مرسته په اغلب ګومان بازارونه ګډوډوي او بزګران بېوزلۍ ته څَکَوي. د دغسې پروګرامونو پلې کېدا زیات لګښت غواړي او د افغانستان په بدلېدونکې جغرافیه کې د خوړو له اړخه ناخوندي وګړي سم نه شي جوتېدای.
د توزیع غیر رسمي اقتصاد لا دمخه شته، مګر د خوړو ویش به یوازې د ناراحتۍ اوسنۍ نښې په ګوته کړي، د هغه ژور لاملونه برسېرولی نه شي. کیدای شي د سیاسي دلایلو له مخې د نغدو پیسو د لېږد پروګرامونو د تمویل پر وړاندې د تمویلوونکو ادارو له خوا مقاومت وښودل شي، مګر دا هغه څه دي چې د اوسني نا رسمي اقتصاد د ملاتړ او غوړولو لپاره اړین دي. په اوږدمهال کړکېچ کې د معیشت او د بازارونو د بیاکتنې پراخ شواهد (دلته وګورئ) خورا روښانه دي چې لېږل شوې نغدې پیسې، په اغېزناک ډول د ترلاسه کوونکو له خوا لګېږي او پراخې توزیعي ګټې لري. اوس څرګنده اړتیا داده چې د مرستو د موازي جوړښتونو د جوړولو پر ځای له شتو هغو سره کار وشي.
خو د دې ستونزې د بنسټیزو لاملونو په نښه کولو کې یوه ژوره ننګونه چې ګڼې افغان کورنۍ ور سره لاس او ګرېوان دي، لا پاتې ده. په تېرو شلو کلونو کې تګلارې د هغو موډلونو له مخې چمتو شوې چې د آزاد بازار پر بېلګو ولاړې وې، خو دغسې یوه بېلګه وړاندې نه شوه (د افغانستان د تحلیګرانو شبکې شننه وګورئ. د بېوزلۍ وده: په افغانستان کې د کرنیزې تګلارې په اړه پوښتنې).
د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ډېرو کورنیو ته، د اوږد مهالې راتلونکې فرصت نشته او نه هم په افغانستان یا سیمه کې داسې ښاري اقتصاد شته چې هغوی ته پایېدونکې کاري بوختیا چمتوکړي. د معیاري پراختیا د بېلګې یا موډل بیا څېړنه ډېر وخت غواړي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ جوزا / غبرګولی ۱۴۰۱