Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

د افغانستان کلیوالو سیمو کې خورا ناڅرګند برخلیک سره ژوند: کار د ژوندي پاتېدو لپاره  

آدم پیین 19 دقیقې

افغانستان هغه اوښتون بیا تجربه کوي چې د اوږدو ناخوالو بهیر کې ګڼو افغانانو چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو اوړي، پر له پسې لیدلی . د کلیوالو افغانانو بې برخلیکي یوازې د نظام له بدلانه او یا له تاوتریخوالي نه ده، بلکې وچکالۍ، سیلابونو او نورو طبعي افتونو پکې مهم رول لرلی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مېلمه څېړونکي ادم پین په خپله شننه کې هڅه کړې مالومه کړي چې کورنۍ څنګه په دغه ډول خورا ناڅرګند برخلیک کې ژوندي وپايي او وغوړېږي. لیکوال په خپله څېړنه کې د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د خلکو د ګټې وټې لارو چارو ته هم کتنه کړې چې پخوا څېړل شوې دي.

د کندهار په یوه بټۍ کې ماشوم خښتې باسي. د کورنیو په اړه زموږ څېړنه ښيي چې د سرپل خلک په مزار شریف کې د ښختو په بټو کې کار کوي، او همدا بټۍ یې د ژوندانه وروستۍ هیله ده. خو په ۲۰۱۶ کال کې د دا ډول کورنیو نژدې ۷۰ سلنه په موسمي ډول سره ګډېږي چې ښځې، سړي او ماشومان یې ټول کار کوي. دغه ډول کورنۍ ډېر ژر ګرو کېږي. تصویر، جاوید تنویر/ ای ایف پي. نومبر ۲۰۲۲.

دا رپورټ پر دوو برخو ویشل شوي دی:

 لومړۍ برخه:

د رپوټ مهمې برخې

  • په کلیوالو سیمو کې د اوسېدونکو افغانانو له کړاوه ډک ژوندانه او د دوام له پاره یې د هغوی کار ته کتنه
  • دې ته په پام چې دولت او مارکیټ له کاره لوېدلي، د کورنۍ ژوندي پاتېدا په کلیوالو سیمو اصلي مساله ده. سره له دې چې اقتصادي حالت په کلیوالو سیمو کې په خپله ښه نه دی، کورنۍ ټولنیزو او اقتصادي اړیکو ته په پام یو بل ته لاس ورکوي
  • له درېیو  بېلابېلو ولایتونو راټولې شوې نښې په ډاګه کوي چې په تېره لسیزه کې د ګڼو کلیوالو کورنیو اقتصاد په چټکۍ مخ په ځوړ بهیر درلودلی دی. د ډېرو کورنیو حالت چې اقتصاد یې له ځمکو سره تړلی، له وړاندی خراب شوی او اقتصادي فرصتونه یې محدود شوي دي
  • د رپوټ په پای کې پوښتنه شوې چې اوسنۍ اقتصادي پرځېدا له پخوانۍ هغې څومره توپیر لري، او دا چې د ارزونې لپاره مو کافي مالومات لرل؟ په رپوټ کې وړاندیز شوی چې د کلیوال اقتصادي پرمختګ روایت باندې دې له سره غور وشي چې له ډېره وخته فکر پرې نه دی شوی.

پېژندنه

افغانستان یو ځل بیا د اوښتون داسې سخته مرحله تجربه کوي چې د اوږدو ناخوالو  بهیر کې ګڼو افغانانو چې عمرونه یې تر ۵۵ کلونو اوړي، پرله پسې لیدلی دی. دا ډول ډېر مرحلې تېرې شوې دي. کلیوالو افغانانو لومړی ځل دغه ډول یوه قحطي په ۱۹۷۰ لسیزه کې تېره کړې چې رپوټ یې نیویارک ټایمز په ۱۹۷۲ کال کې ور کړی و (دلته یې وګورئ). هغه مهال ساړه ژمي او وچکالۍ د افغانستان شمالي، لوېدیځې او منځنۍ سیمې سختي وځپلې، نژدې نیم میلیون وګړي مړه شول او د دې هېواد نژدې نیمايي څاروي له منځه ولاړل. څه نا څه یوه لسیزه وروسته، کمونیستانو واک تر لاسه کړ  چې سم ورسره کورنۍ جګړه پیل شوه. دې جګړې پراخې ویجاړۍ رامنځ ته کړې، ښارونه پکې ویجاړ شول، په ځانګړي ډول ګڼ مېشتې سیمې ډېرې وځپل شوې چې ورسره ډله ییزې کوچېدنې ونښتې. کله چې د پخواني شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، ورو ورو ځینې کډوال بیرته ستانه شول او د ژوندانه بیا رغېدنه یې پیل کړه. خو خلک بیا هم له تاوتریخوالي سره مخ وو او  داسې ځپونکی اقتصاد رامنځ ته شو چې له جګړه مارو سره تړلی و.

همدې حالت د طالبانو ټوکېدو ته لار جوړه کړه. طالبان د زورواکو ځایناستي شول، او په زور یې داسې رژیم رامنځ ته کړ چې امنیت په کې ټینګ و. د طالبانو د رژيم په وروستیو کلونو کې هم په ټول هېواد کې خورا سخته وچکالي وه. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځېد وروسته خلکو ته نوې هيلې پيدا شوې او د لنډمهال لپاره پرتله ییز ډول اقتصادي پرمختګ او ښیرازي رامنځ ته شوه. د افغانستان د هغه مهال اقتصاد د اپینو پر تولید او له بهرنیو مرستو غوړېدلی و. خو په ۲۰۰۸ کال کې په نړیواله کچه د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو سره، د غنمو بیې له سل سلنې ډېرې وختلې. هاغسې چې انا ډسېزه او ډین جولېف په خپل رپوټ کې کاږي، د خوراکي توکو لوړو بیو افغانستان و رېږداوه. له همدې امله ګڼو کورنیو د خپل  عاید نژدې ۶۰ سلنه پر خوراکي توکو مصرفوله.

له دې سره ګڼو خلکو پر راشنونو (خوراکي مرستو) تکیه کوله او همدا د بې ثباته ژوندانه یو خبرداری و. د افغانستان د ارزونې بنسټ په یوه رپوټ کې چې د کلیوالو خلکو پر ژوندانه چمتو شوی، همدا ټکی روښانه شوی دی. په رپوټ کې چې (د غوراویو کمښت: په کلیوالو سیمو کې د افغانانو ژوند) نومېدلی راغلي چې دغسې  حالت په ۲۰۱۱ کې هم و. په داسې حال کې چې  جګړه کې د امریکاییانو د مرګژوبلې شمېر په لوړېدو شو، د وخت په تېرېدو د ښې راتلونکې او پیاوړي اقتصاد هیلې په مړاوي کېدو شوې.

اوس امریکايي ځواکونه او ملګري یې له افغانستانه وتلي او طالبان بیا پر دغه هېواد واکمن شوي. هغه اقتصاد  چې له وړاندې په ګونډو و، درې برابره نور وځپل شو- سختې وچکالۍ، کورونا وبا او د بهرنیو مرستو وچېدل. له همدې امله د سړي سر عوایدو کچه په بې ساري ډو ولوېده. ( دامریکا د سولې انسټیټیوټ کې د وېلېم بایرډ رپوټ دلته وګورئ)

د حالاتو بشپړ اوښتون چې په دې رپوټ کې د (رپچر) په نامه یاد شوی، په اصل کې هغو شېبو ته وايي چې بنسټونه او واک پکې له سره تعریفېږي خو دا ډول حالت وچکالي او یا زلزله هم رامنځ ته کولای شي. دا داسې حالات دي چې په کلیوالو سیمو کې ګڼو افغانانو په خپل ژوندانه کې تجربه کړي دي او په هر څه کې بشپړ بدلون راغلی دی. مثلا، شاهي نظام، جمهوریتونه، کمونیستي رژيمونه، د جهادیانو حکومت او لیبرال ډیموکراتیک نظامونه بشپړ له منځه تللي دي.

له همدې امله افغانان، په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو اوسېدونکي “خورا نا څرګند” حالت تجربه کوي. هغوی نه پوهېږي چې راتلونکې کې څه پېښېږي او له همدې امله د هېڅ شي اټکل نه شي کولای. کلیوالو خلکو ته د خوړو کمښت، ناروغۍ، تاوتریخوالی  او له واکه ناوړه ګټه اخیستنه نور داسې څه دي چې ژوند یې ګواښي.

حکومت، د ۱۹۷۰ لسیزې غوندې یا بېخي نشته او یا که شته هم د ۱۹۸۰ لسیزې په ډول غلیم دی. تر ۱۹۹۰ لسیزې، د طالب رژیم تر رامنځ ته کېدو، حکومت له لویه سره نه و. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د امارت ځای یوه داسې  حکومت ونیو چې هېڅکله یې امنیت خلکو ته چمتو نه شوای کړی. خو پوهنې او روغتیا ته یې د خلکو  لاسرسی ډېر کړ. له ۲۰۰۱ کال وروسته رامنځ ته شوی نظام فاسد و، له مالي پلوه یې د ځان بسیاینې لپاره ډېر څه ونه کړل. لکه د کلیوالو په اړه رپوټ کې چې ویل شوي، د لرې پرتو سیمو خلک د جهموریت په وروستیو کلونو کې د تېر پرتله ډېر بې وزلي شول. د هغه رپوټ موندنې (دلته کتلای شئ).

کله چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړ، له لویه سره یې خبرې پر دې ورټولې وې چې یو موټی حکومت به جوړوي. د وګړو پر حقونو د نوي رژيم اغېز ډېر دی او د بهرنیو مرستو د کمېدو او بندیزونو له امله اقتصاد پرځېدلی او بشري ناورین لا پراخ شوی دی. د کلیوالو افغانانو له انځورونو چې غواړي له وطنه ووځي، داسې تصور رامنځ ته شوی چې دا هر څه له سیاسي بدلانه وروسته رامنځ ته شوې خو په اصل کې اوسني واکمن له ډېرو کلونو پخوا په لریو پرتو سیمو کې واکمن وو، یا لږ تر لږه په هغو سیمو کې واکمن وو چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه. په دا وروستیو کې داسې رپوټونه شته چې د کورنیو د غړو ترمنځ د ګټې وټې د کمېدو له امله پر هغو کمو پیسو لانجه وي چې د ژوند ژغورنې لپاره پرې خپلې چارې مخته وړي.

 دا حالت تر هغه وروسته ډېر شوی چې خلکو دندې وبایللې، د ګټې وټې سرچینې کمې شوې، د توکیو بیې  وختلې او د خلکو شخصي ګټې  وټې وچې شوې. په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه (دلته او دلته ) لوستلی شي. دې ډول بوږنوونکو حالاتو ته د کورنیو غبرګونونه بېلا بېل دي. ځینې کورنۍ پیسې پوروي خو نورې یې بیا پر راشنونو چاره کوي. دا هغه څه دي چې په ۲۰۰۸ کال کې لیدل شوي وو.

د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ژوندي پاتېدو لپاره لاس او پښې وهل نوې نه دي، آن د اوسني بشري ناروین سخت ټکان هم ښايي بې مخینې نه وي. له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې یو نوی نسل را لوی شوی، داسې نسل چې د طالبانو پخوانۍ دوره او له هغې وړاندې حالت یې نه دی لیدلی. نو د دوی لپاره ګرانه ده چې اوسنی حالت له پخواني هغه سره پرتله کړي. خو د پخواني حالت کیسې او کړنې د اوسنۍ زمانې حالات بیانوي. خو ایا ښځو او سړیو په ورپېښ شوي ناببره حالت کې، ځانونو لپاره سم ژوند برابر کړای شو او که کړی یې وي، څرنګه؟ ایا ودونه یې وکړل، اولادونه یې وزېږول او داسې لارې چارې یې ولټولې چې ښايي اولادونه یې په دغه ډول حالاتو کې وپايي؟ او څه ډول ازادۍ او محدودیتونه یې تجربه کړل؟

دا داسې پوښتنې دي چې په دې څېړنه کې يې د ځواب موندلو هڅه شوې. په دې رپوټ کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د کلیوالو وګړو د ژوندانه کیسې را اخیستل شوې دي او په بېلا بېلو وختونو کې یې ارزونه شوې.( مېتودونه یې دلته کتلای شئ) خلکو سره د ۲۰۰۱ او ۲۰‍۱۶ کلونو ترمنځ په درېیو بېلا بېلو وختونو کې مرکې شوې دي. د هغوی اقتصادي حالت او دا چې څه ډول خپلو کورنیو ته خواړه برابروي، هم ارزول شوي دي. دا ارزونه یې یوازې د اوسنیو حالاتو په اړه نه ده، بلکې له دې لارې یې د راتلونکې ارزونه هم شوې چې وروسته به اولادونو ته ودونه څه ډول کوي.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بې وزلۍ کچې ته د لوېدیځ غبرګون له لویه سره د افرادو له لوري د توکو په تولید، د تصدیو په رامنځ ته کولو او پر اقتصادي ودې ورټول وو. هغسې چې شنونکی انګوس ډېټون وايي،  اقتصادي وده داسې څه دي چې باید په لویه کچه بې وزلي راکمه کړي. خو که حالت داسې نه وي چې اقتصادي وده د بې وزلۍ کچه راکمه کړای شي، او یا د راتلونکې ښېرازۍ لپاره ژمنه پکې وي، او یا دا چې پر دولت او مارکیټ تکیه نه شي کېدای؛ نو په دغه ډول حالاتو کې د افغانستان په کلیوال ژوندانه کې دوه څیزونه دي چې باور پرې کېدای شي- کلی او کورنۍ.

دا دواړه داسې څه دي چې کورنۍ پرې ژوندۍ پاتېدلی شي. ټول شواهد ښيي چې اشخاص او کورنۍ هڅه کوي د ټولنیزو اړیکو د ساتلو او پانګونې په مرسته وپايي، همدا ټولنیز کورني اړیکي په سختو شرایطو کې یو د بل اړتیاوې پوره کوي. همدا اړیکي په کلیوالو سیمو کې د خلکو ترمنځ ټینګ دي او له ټولنیزو تړاوونو سرچینه اخلي.

د افغانستان د تاریخ امریکايۍ کارپوهې ننسي دوپري ویلي و،  په افغان ټولنه کې «ترټولو پیاوړی ټولنیز بنسټ کورنۍ ده» چې تر ټولو ډېره پايي. کورنۍ یو داسې ټولنیز جوړښت دی چې د څو نسلونو خلک پکې پر یوه ټغر او تر یوه چت لاندې ژوند کوي. ځینې وخت مور پلار، زامن، ناواده شوې لوڼې او د زامنو مېرمنې ټول په یوه کور کې اوسېږي. په یوه کورنۍ ان تر ۲۰ او له دې هم ډېر غړي ژوند کوي چې مشري یې په دودیز ډول  له پلار یا نیکه  سره وي. ټول کهول  د پایېدو لپاره په همغږۍ له یوه بل سره کار کوي. خو یو ځای اوسېدل د ښځو او سړیو لپاره هم ګټې او هم زیانونه لري ځکه ټول باید د کورني جوړښت لپاره ځینې اصول ومني.

که کورنۍ په کلیوالو سیمو کې د پایېدو لپاره مهم رول لوبوي، په همدغو سیمو کې یو بل  سیمه ییز بنسټ هم شته چې دې برخه کې  لا ارزښت لري او هغه کلی دی. کلي د یوه ټولنیز او اقتصادي جوړښت په توګه په دې ټول بهیر کې ارزښتناکه ونډه درلودلې ده. په کلي کې- که تل نه وي، ډېر کله ډله ییزې کړنې د خلکو د ښېګڼې او امنیت لپاره کېږي، داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې دا ډول یو څه له سره نشته. کلی د کورنۍ په اقتصادي ژوندانه او د اقتصاد په وېش کې مرکزي ونډه لري. له اقتصادي وېشه موخه دلته دا ده، چې که ځینې کسان لږ اقتصادي او کاري فرصتونه ولري، د ژوند د بقا لپاره د نورو سرچنیو ته لاسرسی درلودلی شي. هغسې چې په راتلونکو برخو کې به یې هم ولولو، د کلي مشرتوب، د کلي اقتصاد او کولتور داسې څه دي چې په کورنۍ کې خورا مهمه ونډه لري.

د سرپل یو کلی چې د دې څیړنې یوه برخه وه. تصویر، اډم پېن، ۲۰۰۲.

د کلي منځپانګه

پیل په بدخشان کې ولایت کې د یوه کلي د بېلا بېلوالي له یوې کېسې کوو چې د دې څېړنې له دویم پړاو نه اخیستل شوې. (دلته یې وګورئ) د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال، چې حامد کرزی په کې تر دویم پړاو وروسته ګټونکی شو، د نوموړي او دده د سیال ډاکټر عبدالله عبدالله استازي بدخشان ولایت ته ورغلي وو. هغوی د کمپاین لپاره په یوه ولسوالۍ کې درېیو کلیو ته ولاړل. د لومړي کلي نوم توغلق و. دا کلی په یوه دره کې پروت و چې سیلابونه پرې راتلل، خلکو یې ډېرې ځمکې نه لرلې او لږ یې د ځمکو څښتنان وو. په دې کلي کې له لویه سره خلکو ټاکنې هېرې کړې وې، او ټاکنیزو کمپاینونو سره یې ډېره لیوالتیا نه وه او له همدې امله ورته د ټاکنیزو ډلو پام ډېر نه و.

د شور ګل په نامه یوه بل کلي ته د دواړو کاندیدانو استازي ورغلل. دا کلی پرتله ییز ډول ډېر کرنیز دی چې تنګه دره کې پروت دی. د دواړو کاندیدانو کمپاین ډلو غوښتنه وکړه چې په دې کلي کې دفتر پرانیزي. د دواړو ډلو وړاندیزونه د کلي شورا و ارزول او دواړه یې رد کړل. د ردېدو دلیل دا و چې که هر ټاکنیز کمپاین هلته دفتر پرانیزي، ښايي د ټاکنو پرمهال او یا هم له ټاکنو وروسته لانجې راپورته کړي.

د خېلار په نامه درېیم کلي کې هم یو توکم اکثریت و او له لویه سره کرنیز کلی و چې د غونډیو په لمنو کې پروت و. په همدې کلي کې د ولسمشر کرزي استازو د کلي مشران سره راټول کړل چې د ښاغلي کرزي لپاره په شاوخوا درو کې ټاکنیزې منډې ترړې وکړي. د شورګل په نامه کلي کې، سیمه ییز مشر چې د کلي بهرنۍ چاري یې سمبالولې، د خپلو خلکو د ګټې لپاره د هیڅ کاندید استازي ته اجازه ورنه کړه چې هلته دفتر پرانیزي او دا کار یې تېر ته په کتو کړی و. د دې کلي مشرانو په ۱۹۵۰ لسیزه کې د هلکانو ښوونځی جوړ کړی و، او د همغه ښوونځي ځینې زده کوونکي وروستیو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي وو، ځینو یې حکومتي ادارو کې دندې لرلې او د خپل کلي لپاره یې پراخ ټولنیز اړيکي جوړ کړي وو.

په همدې کلي کې د نجونو ښوونځی د ۱۹۹۰ لسیزې په نیمايي کې پرانیستل شوی و او په ۲۰۰۹ کال کې ترې نجونې فارغې شوې وې. له ۱۹۸۷ کال وروسته ځینې فارغ شوي بیرته همدې کلي ته ستانه شول او په ښوونځي کې یې کار پیل کړ. پيسې یې د کلي خلکو ورکولې. په ۱۹۸۷ کال کې، کله چې هلته جنګونه پیل شول، د کلي  خلکو یو داسې لوستی او مشهور کس خپل مشر وټاکه چې له نورو سره یې ښه اړیکي لرل. د هغه دنده دا وه چې د کلي د دفاع مشري وکړي او په شخړو کې یې ښکېلتیا راکمه کړي. دا چې ټاکل شوي مشر له ولایتي قوماندانانو سره ښه اړيکي لرل، له همدې امله یې د کلي فزیکي او اقتصادي حالت وژغوره.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د وچکالۍ پرمهال، د هغه کلي اوسېدونکو د ولایت لاجوردو کانونو ته پرله پسې منظم لاسرسی درلود. د کلي د ملک اړيکو له ۲۰۰۱ کال وروسته د این جیو ګانو او د روغتیا، پوهنې، پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا په ګډون د عامه خدمتونو په جذب کې خورا مهم رول درلود. د شور ګل د پرمختګ تګلار له دوو نورو کلیو سره ډېر توپیر لري. په توغلوق کلي کې د هلکانو ښوونځی په ۱۹۷۰ لسیزه کې پرانیستل شو او په ۱۹۸۰ لسیزه کې مجاهدینو ونړاوه. په خېلار کې بیا ښوونځي له ۲۰۰۱ کال وروسته پیل شو. په دغه کلي کې تر دې وړاندې هیڅکله ښوونځی نه و جوړ شوی. تر ۲۰۱۰ کاله، د شور ګل پرتله په نورو دواړو کلیو کې عامه خدمتونه ډېر وو.

د یوې ولسوالۍ په یوه کوچنۍ سیمه کې د درېیو کلیو ترمنځ دا ډول لوی پرمختیايي واټن چې یو له بله ډېر لېرې هم نه دي، دوه مهم شیان په ډاګه کوي: لومړی، د کلي ملک د کلي په امنیت او مشترکو عامه ګټو کې خورا مهم رول لري. خو یو ټکی روښانه دی او هغه دا چې هر ځای داسې نه کېږي. دویم، د کلي په چلن کې بېلا بېلوالی وضاحت ته اړتیا لري.

کېسر  په ۱۹۷۸ کال کې د کمونستانو پرضد په ننګرهار کې د غرنیو پشه یانو د بریالي مقاومت ارزونه کړې. دره نور ولسوالي  د کونړ سیند پر څنډه پرته ده. دا ولسوالي له جلال اباده ۲۵ کیلومتره لېرې ډېورنډ کرښې ته څېرمه موقعیت لري. په همدې ځای کې پشه یانو د افغانستان د خلک ډېموکراتیک حکومت پرضد یوه داسې ستراتیژيکه او اغیزمنه ټلواله جوړه کړه چې ډېره بریالۍ وه. هلته نورو درو کې مقاومت ډېر بریالی نه و.

کېسر وايي ددوی د بریالي مقاومت راز په دې کې و چې په غرونو کې مېشت مشران د هغې درې له اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو سره همغاړي وو. خو د درې په ټیټو برخو کې چې اوبه او ځمکې پکې ډېرې وې، وریجې په پراخه کچه کرل کېدې او تولیدات له خپلو اړتیاو ډېر وو. په دې سیمه کې د ډېرو ځمکو څښتنانو نورو ځايي خلکو ته چې ځمکې یې نه لري، د لنډمهال لپاره ځمکې په اجاره ورکولې. دا سیمه له اقتصادي پلوه خپلواکه وه او د تولیداتو پېرونکي یې هم ډېر وو.

کلي لکه خپلواک سیاسي واحدونه وو. په ټیټو سیمو کې، کلي د دې پر ځای چې یو د بل ملاتړ وکړي، خپلمنځي سیالي یې درلوده. سرچپه یې، په غرنیو سیمو کې- هلته چې اقتصاد یې پيچلی او پر بېلا بېلو شیانو متکي و، کرکیله د ژوندي پاتېدو اصلي عامل و.

آن هغوی چې ډېرې ځمکې یې درلودې، بیا هم له اقتصادي پلوه خپلواک نه وو. په کلیو کې خلکو په خپل منځ کې او د نورو کلیو له خلکو داسې ټولنیز اقتصادي میکانیزم جوړ کړی و چې یو بل سره تړلی و او له همدې لارې یې شخړې هم اوارولې.

دغه ډول بېلا بېلوالی چې کېسر یې ارزونه کړې، په لویه کچه په افغانستان کې شته، او د هغه څېړنه کې چې د کلیو د بدلانه په نامه شوې، موندل کېدلی شي.(دلته یې وګورئ) که په عمومي ډول ورته وکتل شي، هغه خلک چې په لوړ سیمو کې اوسېدل، د غلې دانې له کمښت سره مخ وو او پرتله ییز ډول یې لږې ځمکې لرلې او نژدې د ټولو خلکو ځمکې سره ورته وي.  سرچپه یې، هغه کلي چې په اوارو ځمکو کې پراته وو، ځینو خلکو یې ډېرې ځمکې لرلې او د ځمکو انډول هم برابر نه وو- داسې حال کې چې ګڼ شمېر کورنیو بیا د کرکیلې ځمکې له سره نه لرلې.

د ځمکو د ملکیت دغه ډول توپیرونه د کلیو په اقتصادي حالت کې هم لیدل کېږي. هغه خلک چې د کر کیلي لپاره ډېرې ځمکې لري، اغېز یې هم په کلیو او کورنیو کې ډېر وي. دا ډول توپیرونه د همدې شننې په نورو برخو کې هم لیدل کېږي. د بېلګو دا ډول څېړنه چې دلته راوړل شوې، د کلیو له اقتصادي حالت او جوړښت نه سرچینه اخلي. دا هر څه  د کرکیلې او چاپیریال ترمنځ اړیکي په ډاګه کوي او په هره برخه کې دا مساله څېړل شوې چې د کرنېزې ځمکې درلودل څومره ارزښت لري.

د درېیو ولایتونو کیسې

د وخت په تېرېدو د کورنیو د حالاتو څېړنې لپاره درېیو ولایتونو ته بیا کتنه شوې چې کندهار، هرات او سرپل  دي. د نړیوال بانک د ۲۰۱۵ کال مالومات ښيي (دلته او دلته یې لوستلی شئ) په کندهار کې د بې وزلۍ کچه ۱۳ سلنه، په هرات کې ۳۵ سلنه او سرپل کې ۵۹ سلنه وه. ( دا سلنه د هغو وګړو ده چې پر خوراکي او ناخوراکي توکو لګښت یې د بې وزلۍ له کرښې ټيټ دی) همدې کې په ولایتي کچه د بې وزلۍ توپیر هم لېدل کېدای شي.

 په راتلونکې برخه کې په هر ولایت کې د ټاکل شویو کورنیو ګټه وټه څېړل شوې او پایله یې له ځانګړو کلیو اخیستل شوې ده. په دې مالوماتو کې، د کلي مهموالی، د ګڼو بې وزلو کورنیو لپاره د فرصتونو کموالی، په ورځني ژوندانه کې د نارسمي ګټې وټې ارزښت او نه اټکلېدونکي روغتیايي لګښتونه، د ټولنیزو اړيکو مهموالی او د ودونو لپاره اړین لګښتونه شامل دي. خو داسې ښځو او سړیو سره هم خبرې شوې دي چې په سختو حالاتو کې له ستونزو سره ځانګړی چلن کوي.

کندهار

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې چې له لویه سره کرنیزه ده، د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ ۲۴ کورنیو سره مرکې شوې دي. دا مرکې په دوو کلیو کې وې چې وګړي یې د ځمکو نا انډول ملکیتونه لري. په هر کلي کې ۹۰ سلنه خلکو ځمکې نه لرلې. ډنډ، کندهار ښار ته نژدې پرته ولسوالي ده چې له ۲۰۰۳ کال وروسته پر اقتصادي ښارګوټي واوښته، خدمتونه پکې ډېر وغوړېدل، پوځي، د بیا رغونې او قاچاق پيسې پکې ډېرې مصرف شوې. په ۲۰۰۹ کال کې د څېړنې په دویم پړاو په ډاګه شوه چې له ۲۰۰۲ کال وروسته د کورنیو د ګټې وټې لارې چارې درې ډوله وې.

هغو کورنیو ته چې ځمکې له پلرونو ورپاتې وې او یا یې له پخوا ټولنیز ارزښت ډېر و، د کندهار سیاسي اقتصاد داسې بېلا بېل فرصتونه برابر کړل چې له کرنیزې لارې ځانونه شتمن کړي او له کرنې تر لاسه شوې ګټه وټه د بیارغونې اقتصاد کې ولګوي. د یو ځلي ګټې وټې فرصت د دویمې ډلې کورنیو ته موکې برابرې کړې. دا هغه لړ کورنۍ دي چې ځمکې نه لري خو د خپلو مهارتونو، مزودورۍ او انرژۍ په کارولو یې لنډمهالې ګټې کړې. دې ډول کورنیو په همدې ډول په هغه اقتصاد کې ځانته ونډه پیدا کړه چې دویمه درجه بلل کېده، لکه  د دویم لاس موبایلونه چې ځیني یې پلوري ( په کندهار کې د کوچنیو پانګونو په اړه د ۲۰۱۵ کال کې د یوې بېلګې څېړنه دلته  لوستلی شئ)

درېیم ډول کورنۍ (په سیمه کې د همسایه په نامه یادېږي) هغه خلک دي چې د ژوندي پاتېدو لپاره زیار ګالي. دا ډول کورنۍ هم ځمکې نه لري او له لویه سره د ځمکو له هغو مالکانو سره پر اړیکو پايي چې ډېرې ځمکې لري او هغوی سره په کلیو کې د مزدورانو او یا هم بزګرو په ډول کار کوي. په دواړو کلیو کې د ځمکو توپیر خورا ډېر و. په ۲۰۱۰ کې له موږ سره یوه مرکه کېدونکي د خپل کلي حالت داسې وړاندې کاوه ( نور دلته وګورئ).

(د ډنډ ولسوالۍ په کلیو کې به داسې کلی پیدا نه کړئ چې ټوله ځمکه یې له درېیو کورنیو په ډېرو هغو وېشل شوې وي. زموږ په کلي کې د ځمکې څښتن د کلي شورا مشر دی. هلته یو بل کلی هم شته چې د کلي ملک پکې ځواکمن سړی دی. خو هغه داسې څوک نه دی چې د کلي ټوله ځمکه دې یې په ملکیت کې وي، لکه زموږ د کلي ملک.)

 د دواړو کلي مشري داسې څوک کوي چې ډېرې ځمکې لري. دا مرکه کېدونکی په سیمه کې د پرمختیايي پروژو پر پلي کېدا هم وغږېده. هغه وايي: (د کلي د پرمختیايي شورا مشري هم خپله د کلي ملک کوي او غړي یې هم خپله ټاکي. هغه زیاتوي که له بهره هر ډول مرسته کلي ته راځي، د کلي ملک یې په خپله ګټه کاروي. د کلي ګڼ خلک د همدې ملک له لاسه په ډار کې ژوند کوي.)

کله چې له یوه مهم مرکه کېدونکي وپوښتل شول چې ولې نور خلک د پرمختیايي شورا لپاره ونه ټاکل شول، د هغه ځواب داو: «بل ځای دا پوښتنه مه رانه کوئ. که هغه دا خبره واوري، و به مې وژني. هغه نه غواړي بل څوک شورا ته وټاکل شي. زه پوهېږم تاسې یوازې پوښتنې کوئ، خو که هغه یې واوري، ښايي بل څه فکر وکړي. موږ له زورورو سره څه نه شو کولای. کله که کومه اداره مرستې راوړي، لومړی یې د کلي ملکانو ته ورکوي. حکومت باید د هغه عسکر لېري کړي او دی باید په خپله خوښه کارونه ونه کړي. د کلي یو سړک یوازې د ملک د موټرو لپاره جوړ شوی، موږ ورته لاسرسی نه لرو.»

د کندهار په دویم کلي کې هغه کس چې موږ سره یې خبرې کړې، په ښکاره د کلي پر مشرانو له دې امله کلکې نیوکې کولې چې د ښوونځیو مخه یې نیولې ده:

«زه به خپل کلي کې د نجونو د ښوونځیو او یا هم زموږ په کلي د زده کړو حال درکړم. که حکومت زموږ په کلي کې د نجونو د ښوونځیو جوړېدو وړاندیز وکړي، هیڅوک به ښوونځي ته ځمکه ور نه کړي. که حکومت په دې اړه د سپین ږیرو نظر وغواړي، حتما به یې زموږ په کلي کې مخالفت کېږي. د دې پر ځای چې د نجونو ښوونځیو جوړېدو ته مې وهڅوي، ماته ستونزې جوړي، ما او کورنۍ ته مې  سپکې سپورې وايي».

په ۲۰۱۶ کال کې د کندهار ښه وختونه په ختمېدو وو چې خورا بدې پایلې یې لرلې (نوردلته ولولئ). یوه مرکه کوونکي د دې حالت پر پایلو وغږېده ویل یې پر کرنې ولاړ ولسي اقتصاد له منځه ولاړ. اوس په کلیواله کچه وزګارتیا تر ۶۵ سلنه لوړه شوې او خلک کار نه شي موندلی. نژدې اته کاله وړاندې دا کچه څه نا څه لس سلنه وه او دغه لس سلنه وګړي په کلیوالو سیمو کې پر کر کیله بوخت وو او ۹۰ سلنه نور له کلي بهر پر کارونو لګیا وو. د کورنیو په اړه څېړنې ښيي چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د خلکو ژوند په کمساري ډول اوښتی، امنیت خراب شوی او ګټه وټه هم لوېدلې ده. د دې هر څه ګوزار پر کورنیو راځي او په کورنیو کې بیا د هغوی غړي ځپي او د ودونو په څیر نور ټولنیز مراسم اغېزمنوي. خو د ډېرو لپاره عمومي اقتصادي حالت هغه څه دي چې ژوند تر هر بل څه ډېر اغېزمنوي. مزدورۍ، ټولنیزو اړیکو او ځمکې (چې چا لرله) کورنۍ له سختو ټکانونو او له اقتصادي پرځېدا ژغورلي دي. هغوی  چې دا ډول شتمنۍ نه لري، د ژوند پاېیدا یې له ځواکمنو سره پر اړیکو او پر هغوی پر تکیه ولاړه ده. همدا یې له ژغورنې سره مرسته کوي خو د راتلونکې لپاره لږې هېلې ورکوي.

یوه کورنۍ چې ځمکه یې نه لرله، په ۲۰۰۹ کال کې لا له اقتصادي ستونزو سره مخ وه. د کورنۍ مشر( پلار) داسې مهال مړ شو چې ډېر پورونه پرې پاتې وو. د همدې پېښې له امله یې ټولنیزه راشه درشه کمه شوه؛ او دا داسې څه و چې  دوی ته یې ګټه رسوله. سره له دې چې شپږ زامن یې درلودل، خو بیا یې هم داسې کار نه شوای موندلی چې خپل روزګار پرې وچلوي. زامنو یې کله نا کله په کرکیله، خښتو بټیو او نانوایانو کې کارونه کول او له همدې لارې یې ورو ورو پورونه پرې کول. یوه یې چې ډېره موده یې په نانوايي کې کار کړی و، د دې برخې سم استاد شوی وی.  

په ۲۰۱۵ کال کې د دوی مور هم مړه شوه؛ او دا داسې مهال و چې د کورنۍ د غړو شمېر له ۸ نه ۲۰ ته لوړ شوی و، ځکه درېیو وروڼو یې ودونه کړي وو او اولادونه یې هم لرل. څلورو وروڼو یې کله نا کله په بزګرۍ، څوکيدارۍ او د چرګانونو په فارمونو کې کارونه کول. د پلار د ناروغۍ او مرګ له امله نژدې   ۲،۰۰۰ډالره پوروړي شول ، چې د همدې پورونو پرې کولو هم له ستونزو سره مخامخ کړي وو. خو بیا یې هم وکړای شول چې یوې خور او یوه ورور د ودونو لګښتونو پوره کړي. د ورور د واده یې نژدې شپږ کاله کېږي چې نژدې ۷۵۰،۰۰۰ کلدارې لګښت پرې راغلی و (۷۰۰۰ ډالره کېږې). نژدې ۸۰۰،۰۰۰۰ کلدارې یې د خور ولور اخیستی و، چې دغه پیسې یې د واده پر لګښتونو او خورته یې د واده په توکو رانیولو مصرف کړې وې. دې کورنۍ نژدې ۴ جریبه ځمکه هم ګرو کړې وه چې غنم یې پرې کرل.

په ۲۰۱۵ کال کې څلورو وروڼو کارونه کول ،خو د دې کورنۍ ټوله کلنۍ نغده ګټه وټه له ۴۰۰ ډالرو نه ډېرېده. دوی نژدې یو لک پاکستانۍ پوروړي وو

. د مرکه کېدونکي له مالوماتو داسې انګېرل کېږي چې د پلار له مرګ مخکې د دې کورنۍ ژوند غوره و خو اوس سخت دی. یو دلیل یې دا دی چې د دې لویې کورنۍ له پاره د خوراکي توکو او درملو بیې ډېرې لوړې شوې دي. ( یوه ورېندار یې د درملنې له پاره نژدې ۴۰۰ ډالره لګښت ته اړه وه). د هغه په وینا د لږې ګټې وټې او د درملو لوړې بیې يې ژوند سخت کړی دی.

په دویمه کورنۍ کې چې پرتله ییز ډول ځوانه وه، ټولټال ۱۴ غړي وو او له درېیو وروڼو جوړه شوې وه. مشري یې یوه مشر ورور کوله چې واده یې کړی و او په ۲۰۰۹ کال کې نژدې ۳۵ کلن و. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د کورنیو لانجو له امله له نورې کورنۍ بېل شو. د بیلتانه یو دلیل یې د ورېندارګانو تر منځ لانجې او د پیسو په سر تاوېلې ماوېلې وې. د بېلتون پر مهال یې مشر ورور په دوکان کې د ښځو سینګار توکي پلورل او ژوند یې ښه روان و. کاروبار يې تر نورو کشرانو وروڼو ښه و خو بېلتون یې په نورې کورنۍ ډېر اغېز وکړ. وروسته حالات بدل شول. کشرانو دوو وروڼو یې کوچني کاروبارونه پرېښودل او پراخې ځمکې یې په بزګرۍ ونېولې، خو مشر ورور یې بیا قاچاق ته مخه کړه.

د کوچنيو وروڼو یې وس دومره ښه شو چې  له مشر سره یې مرسته کوله. کشرانو ویل (هغه زموږ مشر ورور دی، که پيسو او یا بل څه ته اړتیا ولري، موږ یې ورکوو. په دې مرسته زموږ کاروبار نه خرابېږي، خو د هغه له ژوند سره مرسته کولای شي.) همدې چارې سره کورنۍ لانجې هم پای ته ورسېدې.

دا کندهارۍ کورنۍ چې موږ  خبرې ورسره کړې دي، مشرتوب يې  ښځې کوي. دواړه کونډو د ځمکې د یوه ستر مالک په کور کې مزدوري کړې ده. د لومړۍ کورنۍ کونډې د ځمکې د مالک په کور کې ډوډۍ پخوله، خو دا کار یې د معاش په بدل کې نه کاوه، بلکې د یوه کور او خوړو په بدل کې. د کونډې د نګور هم د ځمکې د څښتن په کور کې مزدوري کړې ده. هغه پر دې اړتیا پوهېده چې د ژوند پايښت لپاره د ځمکې پر مالک تیکه مهمه ده. (نور دلته ولوئ)

هغه وايي: که زه د هغوی ډوډۍ پخه نه کړم او زما زوی د هغوی غوا ونه پیايي، نو کور رانه اخلي. بیا به یو بل څوک راشي او هلته به پکې واوسېږي. ځکه ډېر خلک غواړي دغه ډول فرصت ورته پیدا شي.

دویمې کونډې تر یوې اندازې پر خپل ځان بسیا وه. په ۲۰۰۷ کال کې د دې کونډۍ د کورنۍ غړي اووه کسان وو او د کور مشر یې میړه و، خو میړه یې ناروغ و. هغه د ځمکې له یوه مالک سره بزګر و، خو د یوه ټپ له امله یې نوره دهقاني نه شوای کولای، نو د ځمکې څښتن له کوره او ځمکې وشاړه. کورنۍ له مجبورۍ په یوه کنډواله ډوله کور کې واړول، خو ښځې یې لا هم د ځمکې د څښتن په کور کې مزدوري کوله. د دوی زوی هم ناروغ و. د دهقانۍ او فصل له لاسه ورکولو د دې کورنۍ حالت لا بدتر کړ. میړه یې په ۲۰۱۱ کال کې مړ شو، خو د پام وړ خبره دا ده چې دې کونډې په خپل کلي کي په نارسمي ډول یوه روغتون کې کار کړی و او له همدې امله یې خلکو درناوی کاوه. کونډې پر خپلې لور درسونه وویل او لوستې یې کړه.

دا پرېکړه چې اولادونه یې لوستي شي او ملاتړ یې وکړي، د هغه وخت ده چې مېړه یې ژوندی و. دواړه پر هغې پرېکړې خوشاله نه وو چې مشر لور یې واده شوه خو ښوونځي ته نه وه تللې. هغې کونډې ویل:

لور مو کاشکې نه وای واده کړې او ښوونځی یې لوستی وای. دا ډېره بده وه چې هغه وخت په کلي کې د نجونو لپاره ښوونځی نه و. د میړه له مرګ وروسته ځینې خلک راغلل او زموږ دویمه لور یې غوښته. تاسې پوهېږئ ټول مې رد کړل او ورته ویل مې چې لور مې نه ودوم. کله یې چې درسونه خلاص کړل، بیا به ښه پوهېږي چې له چا سره واده وکړي.

دې مرکه کېدونکې ویل، په دې پوهېږي چې که دوی د خپلو ماشومانو د روزنې له پاره سخت کارونه نه وای کړياو اولادونه یې نالوستي پاتې شوي وای، نو ژوند به یې نه و بدل شوی او د دوی په څېر به وو. هغه وايي که د لور ولور ته خوشاله شوې وای او اخیستی یې وای، ښايي ځینې اقتصادي ستونزې یې پرې هوارې شوې وای، خو د مرکې پرمهال یې څو ځله خپل دا دريځ بیا په ډاګه کاوه:

زه په خپله ټولنه کې ځانګړې ښځه یم، ځکه زموږ په قوم اوپښتنو کې ډېرې ښځې د خپلو اولادونو د ودونو په اړه پرېکړې نه شي کولای. زما میړه هم استثنايي سړی و، ځکه کله چې ژوندی و، ما په کلي کې هاغسې فعالیتونه کول لکه اوس یې چې کوم.

لیکوالان: