Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

اقتصاد، پرمختیا، چاپېریال / اقتصاد، توسعه، محیط زیست

بالآخره افغانستان کې باران او واروه: خو د بل وچ کال مخنیوي ته به بس شي؟

کیت کلارک تیم ما / زموږ کاري ډله 15 دقیقې

په  افغانستان کې  په دې ورستیو څو اوونیو کې  باران او واروه اوورېده ، او ورسره د کرونده ګرو او مالدارانو هیلې وغوړېدې چې ښایي دا کال تر تېرو دریو وچو کلونو ښېرازه وي. په افغانستان کې وچ کال هغه ته وایي چې د اورښت کمه اندازه کرنې ته ستونزې جوړې کړي – یعنې د کرنې حاصل یا لږ شي یا بېخي ونه شي او د مالونو له پاره د څرېدو کافي ورشوګانې نه وي. او په ډېره بده وچکالۍ کې د څښاک اوبه هم کمېږي. د اوږده مهال له پاره د افغانستان د کرنې راتلونکې تیاره برېښي: د ساینس پوهانو اټکل دادی چې د اقلیم په نړیوال بحران سره به اوس وچکالۍ سختېږي او ژر ژر به راځي. خو سږکال د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې کېټ کلارک له علي محمد سباوون، روح الله سروش او سید اسدالله سادات سره په ګډه موندلې چې کرونده ګر اوس هیله من شوي چې سږنۍ واوره او اورښت دومره وو چې لږ تر لږه دا کال به یې وچ نه وي.

یو هلک له خپل خره سره د بدخشان ولایت په فیض کې د واورې په اورېدو کې لار وهي. عکس: عمر ابرار/ ای اېف پي، د ۱۴۰۲ کال کب

افغانستان درې پرله پسې وچ کلونه تېر کړل چې ډېرو کرونده ګرو او مالدارانو ته یې ناوړه عواقب درلودل. په افغانستان کې ډېر اورښت په ژمي او پسرلي کې کېږي. خو سږ ژمی له دوو وچو میاشتو سره پیل شو. ورپسې ښه سمه واوره او اورښت راغلل، خو د نوروز یا نوي کال په درشل کې چې له پسرلني لمریز اعتدال سره برابرېږي، د اورښت مجموعي اندازه ایله منځني حد ته په نژدې کېدو وه. د افغانستان له پاره د قحطۍ د مقدماتي خبرداري شبکې (FEWS NET)  د غذایي خوندیتابه اټکل چې د لا نورو معلوماتو له پاره ترې په دې لیکنه کې بیا بیا اخیستنې شوې دي، وګورئ. 

افغانستان وچکالۍ ته د کرنې له هیندارې ګوري او دا حیرانوونکې نه ده، ځکه چې کرنه د هېواد د اقتصاد شمزۍ جوړوي چې کارونه، ګټه وټه، د کورنۍ خواړه او د هېواد د ناخالصو ملي عوایدو څه باندې درېیمه برخه ورپورې تړلې ده. (۲)  زیان ته ډېرې مخامخ کروندې هغه دي چې للمي یې بولي او په باران تړلې دي، خو د آبي ځمکو کرونده ګر یې هم  د اورښت او واورې په لږېدو زیان ویني، ځکه چینې او کارېزونه یا ویالې د کال په هغه موسم کې چې باید اوبه ولري، وچېږي. د آبي فصلونو پرتله د للمي غنمو په کر کې لوی توپیر په لاندې جدول کې چې په افغانستان کې له ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۹۹ پورې د غنمو د تولید کلنۍ کچه ښیي، لیدل کېدلی شي. په غرونو کې د واورې نشتوالی یا په پسرلي د تودوخې له ډېروالي تر وخت وړاندې د واورې ویلېدا، دغه راز د اوبو د بهیر په کوزنیو خواوو (پایین آب) کې د کر له پاره په حساس وخت کې د کرنیزو اوبو د لږوالي سبب هم کېدلی شي. مالداران هم که چېرې د څړ ځایونو او ورشوګانو ساحه دومره محدوده شي چې د هغوی رمې او ګلې ونه شي ساتلی، خورا سخت زیانمنېږي. د ګل خانه یی (زرغا خونو) د ګازونو موډل جوړوونکي ساینس پوهان اټکل کوي چې پر افغانستان به بېخي وچ کلونه بیا بیا او ژر ژر راګرځي ځکه چې د تودوخې په لوړېدو سره د واورې ځای باران نیسي او پسرلني اورښتونه ډېر شدید وي. ( په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپورونه دلته او دلته  لوستلې شئ.)

له ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۹۹ پورې د افغانستان د غنمو کلنی للمي او آبي حاصل. ارقام له کرنې او مالدارۍ وزارت نه اخیستل شوي؛ جدول د قحط‍ۍ د مقدماتي خبرداري شبکې سیمه ییز ساینس پوه محمد فهیم زهیر د کلیفورنیا پوهنتون د سانتا باربارا د اقلیمي خطرونو مرکز سره په ګډه چمتو کړی دی.

موږ ددې رپوټ له پاره په هلمند، دایکندي، غزني، پکتیا، لغمان او کندوز کې بزګرانو سره غږېدلي یوو چې مخې ته د پراته کال په اړه یې هیلې او اټکلونه ولرو. ډېرو یې یوه اندازه آبي او ورسره ورسره  للمي ځمکې درلودې او ډېر یې د یو څه کورنیو څارویو درلودونکي هم وو. موږ ته جوته شوه چې د ژمي د لومړنیو وچو شپو له اندېښنو وروسته به اوس دا کال لوند او ښه وي او کروندې او څر ځایونه ښایي ښېرازه شي. خو بیا هم ډېرو بزګرو چې موږ ورسره غږېدلي یوو، اندېښنه درلوده چې د پسرلني اورښت کچه به هومره نه وي یا په سم وخت کې به ونه شي چې د ښه حاصل او اوږد مهالو اندېښنو له پلوه زړونه ډاډه کړي.

دا مرکې د ۱۴۰۲ کال د کب په وروستیو کې، د نوي کال تر رارسېدو لږ وړاندې ترسره شوې دي. د بزګرو خبرو کې راغلې افغان میاشتې  حوت یا کب (د فبرورۍ ۲۰ نه د مارچ تر ۱۹)، او درې پسرلنۍ میاشتې حمل یا وری (د مارچ ۲۰ نه د اپرېل تر ۱۹)،  ثور یا غوایی (د اپرېل له ۲۰ نه د می تر ۲۰) او جوزا یا غبرګولی (د می له ۲۱ نه د جون تر ۲۰) سره سمون لري.

د نا څرګند مهال کښت

د ۱۴۰۲ کال ژمی تر هغو پرله پسې وچ روان و چې په پای کې د کب میاشت کې اورښت او واوره راسر شول او له هغه راهیسې څو ځلې واوره او باران شوي دي.

د پکتیا په زرمت کې یو بزګر وایي، د ژمي دوو لومړنیو وچو میاشتو خلک په دې اندېښنو ډوب کړل چې سږ به ګنې د څښاک اوبه وموندل شي که نه. دی لس جریبه آبي او درې جریبه للمه ځمکه او دغه راز له ګاونډي سره نوره پنځه جریبه شریکه ځمکه لري؛ غنم، جوار، حبوبات، پیاز، رومي بانجان او پټاټې کري چې ویې پلوري. دی دغه راز دوې غواوې او د ۲۰ پسونو او وزو یوه رمه لري. دی وایي، له اوږدو کلونو وروسته یې په خپله للمي ځمکه کې د غنمو کر پرېښود. (د للمو کر په زرمت کې د ژمي په پای د کب(حوت) په میاشت کې کرل کېږی).تېر کال د کلي یو څو کسانو چې په للمو ځمکوغنم کرلي وو، فصلونه یې وچ شول، یا مرغیو وخوړ او که چېرې څه حاصل یې هم کړی وي، تر ګټې یې لګښت ډېر و. سږ ژمي  کې هغه کښتونه چې د منی په پیل کې کرل شوې وو د باران او واورو له نشتوالي ژړبخن  او ډېر کمزوري حتی  وچ شول او خلک اړ شول چې د برمو په اوبو یې خړوب کړي، ځکه د وروستۍ میاشتې واوره ډېره ناوخته وشوه چې د غنمو فصلونه یې ژغورلی وای، خو لږ تر لږه  د وروستۍ میاشتې اورښتونو د پسرلني کښت له پاره هیلې وغوړېدې او خلکو کارونو ته مټې بډ وهلې:

هوا سړه وه، خو خلکو ته یې خوند ورکاوه. ټوله څلور ځله واوره وشوه، که څه هم پنډوالی یې تر ۳۰ سانتي مترو وانه وښت. بیا اورښت ورپسې راغی او واوره یې ویلې کړه. له دې سره تر ځمکې لاندې اوبو کجه یو څه ښه شوه او کوهیانو کې اوبه پیدا شوې. زموږ کاریزونو کې بیا اوبه وبهېدې، ځکه چې له غرونو اوبه راورسېدې. (۸) کرنه بېرته تانده شوه. خلک لګیا دي دانې کري، غنم کري، ځینې یې نیالګي کېنوي. هر سړی اخته او خوشحاله دی. څو ورځې وړاندې مې اوربشې وکرلې. ځمکه لنده او پسته ده او اوربشې به ښه وده وکړي. هیله من یم چې نور اورښت هم وشي چې فصلونه مو ښه راشي.

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ دې بل بزګر چې ځمکه نه لري او آبي ځمکه په دهقانۍ کري، وویل د دوی ځای کې نژدې ۴۰ سانتي واوره شوې چې د څښاک اوبو او څارویو ته بس کېږي (دی ۲۵ پسونه، څلور غواوې او یو خوسکی لري) او حاصلات به هم ورسره لږ هومره ښه شي.

کله چې کال ښه وي او اوبه ډېرې وي، دومره حاصل مو کېږي چې نه یوازې زما خپلې کورنۍ او د ځمکې څښتن ته بس کېږي، بلکې اضافي پاتې کېږي چې ویې پلورو. خو په تېرو دریو یا څلورو کلو کې مو پوره باران او واوره نه درلودل او ایله مې دومره کولی شول چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم. دومره ډېر زیان مو ګاللی – ژمي کې مو غنم ونه شول او اړ شوو چې اوړه او پټاټې وپېرو او مجبور شوم چې د خپلو څارویو شمېر نیم ته ټیټ کړم او دا داسې وخت و چې د څارویو بیې هم لوېدلې وې.

د لغمان د قرغه یي کلي یوه بزګر وویل، «دې شپو ورځو کې دومره اورښت شوی چې د ځمکې تنده یې ماته کړه، خو لا هم دومره نه دی چې د بزګرو اړتیاوې پوره کړي، اما بیا هم تر پروسږکال او وړم کال بېخي ښه و.» دی پر درې جریبه ځمکه د کورنۍ اړتیاوو له پاره غنم او د پلور له پاره اوربشې او دغه راز پر دوه جریبه خپلې او شپږ جریبه نورې ځمکې چې له ورور سره ګډه یې اجاره کړی، سابه لکه بادرنګ، ګندنه، نوش پیاز او ګلپي کري او ټول پلوري. دی دغه راز پنځه غواوې او لس پسونه هم لري او له خپلو پټیو ورته شوتله او بوس چمتو کوي. هغه وویل، لغماني بزګران معمولاً له کابل او پنجشېر سیندونو او ځینو ځایونو کې ویالو نه د کر اوبه تر لاسه کوي، خو له دې سره سره د هغه په وینا، اورښت بیا بیل ارزښت لري:

د سیند د اوبو پرتله، د باران اوبه حاصل دوه ځله ډېروي. دا  لکه سرې غوندې دی. پروسږکال مو په ژمي غنم کرلي وو، خو د اوبو له نشتوالي فصل وچ او څه مو لاس ته رانغلل. کله چې غرونو کې درې پرله پسې میاشتې واورې وشي، د سیندونو اوبه ډېرېږي او د ځمکې لاندې اوبه هم پورته راځي. کله چې نه باران وي او نه واوره، د اوبو کچه لوېږي. دوبنیو میاشتو کې هم چې تودوخه ډېرېږي، د سیندونو اوبه کمېږي او خلک د اوبو له لږوالي سره مخامخېږي.  ښکاره ده چې د بارانو په ډېرېدو وچو شویو ویالو کې اوبه راځي او بیا له سره روانې شي.

د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ یوه بل بزګر ته هم لرلید روښانه شوی دی.  دی پر پنځه نیم جریبه ځمکه د خپلې کورنۍ د خوړو له پاره پسرلني غنم او پر نوره یو نیم جریب د خپل خوراک او پلور له پاره سابه او دغه راز پنبه کري. دی لس وزې هم لري. دی وایي، په اوږدې وچکالۍ پسې ژمی هم وچ راغی او د ۱۴۰۲ کال تر پسرلي لږ وړاندې څاڅکی هم ونه اورېده چې دده ژمنی کر یې بېخي خراب کړ.

د غنمو بوټي د باران له نشتوالي ژړبخن شول او ډېر کمزوري وو. کله چې د دانو د لویېدو وخت و، بوټو یوازې لس سانتي متره لوړوالی درلود او زیره وچه شوه. خو بیا په کب میاشت کې اورښت وشو او غنم بېرته شنه شول، بوټي په لوړېدو شول او زیره هم ښه شوه. د غنمو او زیرې بوټي اوس خوشحاله دي، ډېر خوشحاله دي. موږ پنځوس ورځې کروندو ته اوبه نه وې ورکړې ځکه چې ویاله وچه شوې وه.

اورښت د هغه په ټکو، «تر ۹۰ سلنې پورته» د وچکالۍ غم خوړلی دی. یوه ځایي څاه کیندونکي ورته ویلي چې اوبه له ۱۸ یا ۲۰ مترو نه ۱۱ مترو ته راپورته شوې دي. هغه وویل، «خلک لګیا دي ځمکې یوې (قلبه) کوي او نوي کر ته یې جوړوي.» خو د ولایت په نورو برخو کې د سلواغې (دلوې) میاشتې اورښت ایله سم وخت ته راغی او حالت لاهم څپ څپانده پاتې دی:

د هلمند د ځینو ولسوالیو لکه واشېر، نوزاد، کجکي او موسی کلا اوسېدونکو د اوبو له نشتوالي د کوچېدو ملاوې تړلې وې. د څښاک اوبه یې هم نه درلودې. اوس د هغه ځای کاریزونه ډک بهېږي. په نوزاد او واشېر ولسوالیو کې واوره اورېدلې. که باران همداسې و اوري، یعنې کله نا کله اورښت وشي [د وري لومړۍ]، ددغو ولسوالیو د وچکالۍ غم به خوړل شوی وي. خو که ونه شي، کر به یې له سختو ستونزو سره ملګری وي.

د اورښت د وختونو اوښتل راوښتل او «بې وخته» بارانونه

د کرنې بهیر کې اورښت حیاتي ارزښت لري. غنم، د ساري په توګه، د زرغونېدو او لومړنۍ ودې او وروسته بیا د وږو ټوکولو او په پای کې د دانو د پخولو وخت کې اوبه غواړي. د بزګرو ټینګار دا و چې یوازې په ټوله کې د باران او واورې اندازه مهمه نه ده، بلکه دا هم  مهم دي چې پر کوم وخت راځي او آیا مهال یې د اورښت له پخواني معمول موسم سره چې د دوی کرنه ورسره روږدي وه، سمون لري او که نه. د دایکندي یوه بزګر د بې وخته اورښت ستونزې ته اشاره درلوده، یعنې چې باران اوري خو وخت یې سم نه وي. ده همدا راز کولی شوای «بې وخته تودوخې» او «بې وخته سړوخې» ته هم چې د اقلیمي بدلانه له لاسه جوړه شوې همدغومره کلکه ستونزه ده، ګوته ونیسي.

د همدغه ولایت د خدري او کیتي ولسوالیو دوو بڼوالو (باغدارانو) دواړو د بې وخته تودوخې له لاسه د خپلو میوه والو ونو، په تېره بادامو د خرابېدو یادونه وکړه. د ژمي لومړنۍ وچه برخه، له موسم سره نا انډوله توده وه (یعنې تر اقلیمي بدلانه وړاندې دا ډول تودوخه په دغه موسم کې نه راتله). ناڅاپي اورښت او واورې ونې را وخوځولې چې له وخت وړاندې غوټۍ وکړي او ورپسې راغلې سړې څپې غوټۍ تباه کړي. نتیجه، د هغوی په وینا دا شوه چې سږ به بادام او نور زړي یا بېخي نه وي یا به یې حاصل ډېر کمزوری وي. یوه یې وویل، «د څو تېرو کلونو تجربې وښوده چې په هوا کې د بدلانه او بې وخته اورښتونو زیان تر ګټې ډېر دی. په دې سره د حشراتو د پیدا کېدو او ډېرېدو احتمال هم زیاتېږي چې خلکو سره یې د مخنیوي وړتیا نه شته».

له پکتیا او لغمان ولایتونو څخه دواړو بزګرانو، دغه راز د هغو بارانو زیان هم یاد کړ چې ډېر سخت اوري. د ۱۴۰۲ کال پسرلي کې دغسې اورښتونو سېلابونه را جوړ او حاصلات خراب کړل. له لغمان ولایت نه غږېدلي کس په اندېښنې یادونه وکړه چې د پسرلي په درېیمه میاشت یعنې غبرګولي (جوزا) کې بارانونه هم ستونزې جوړوي؛ د هغه په وینا، ځمکه اوبه نه شي جذبولی او له دې سېلابونه جوړېدلی شي. ښکاره ده چې د پرله پسې وچکالیو ځپلې او وچه کړې ځمکه نه شي کولای اوبه راټینګې کړي یا یې وساتي، په تېره بیا که اورښت ډېر سخت وي. اوس چې په افغانستان کې د وچکالیو د بیا بیا راتګ احتمال ډېر شوی، د تودو پسرلیو او سختو پسرلنیو بارانونو، د باراني اوبو د ویجاړوونکې بهېدا او پرله پسې سېلابونو اټکل کېږي (راتلونکی رپوټ به دا موضوع نوره وسپړي). یو بل بدلون چې پر کرنه اغېز پرېباسي، د واورې ډېر ژر او له وخت وړاندې ویلې کېدنه ده. په دې سره اوبه یوځل رابهېږي، په داسې حال کې چې کرونده ګر غواړي ورو ورو ورته را وبهېږي چې د کر په ټول موسم کې یې د اوبو لګولو له پاره وکارولی شي.

د اوبو زېرمه کول

په اوبنیو زېرمو فشار یوازې د اقلیمي بدلانه له لاسه نه دی، بلکې د اوبو د کارونې ډول هم پرې اغېز لري. د ژورو څاه ګانو رواج چې په ډیزلي یا لمرینې برېښنا اوبه راباسي، بزګرو ته دا اوس ورکړی چې له دومره ژورو برخو نه چې پخوا یې پرې وس نه رسېده، اوبه راوباسي او کروندې پراخې کړي. آن په بېدیاوو کې کر هم، که اوبه د ځمکې له تل نه را و ایستلی شي، اوس شونی شوی دی. نتیجه دا راختلې چې په دې اندازه اوبه د ځمکې تل نه را ایستل کېږي چې اورښتونه یا وربهېدلې اوبه یې بېرته نه شي پوره کولای او په دې سره د اوبو د کموالي او د فصلونو د سوځېدو احتمال لا نور ډېرېږي. ډېرو هغو کسانو چې موږ ورسره خبرې کړي، د هغو اوبو یادونه کړې چې په «طبیعت» کې زېرمه دي، که دا ډنډونه دي، یا تر ځمکې لاندې زېرمې یا د سیندونو، نهرونو او ویالو بهاندې اوبه. ډېرو یې ویل وروستي اورښتونه او واورې یې لا ددې اندېښنو پورته کېدو ته بس نه دي چې په راتلونکو میاشتو کې د اوبو په شتوالي زړه تړي که نه. د ډنډو په اړه د افغانستان تحلیلګران شبکې دا راپور ولولئ.

د زرمت بزګر، د مثال په ډول ویل چې د اوبو لګونې له پاره یوازې عمومي کاریز نه کار اخیستلی شي او څرنګه چې د اوبو کچه ډېره ټیټه ده، هر چاته په دولسو ورځو کې یو ځل وار رسېږي چې دا نه بس کېږي. خلک تر ډېره، د هغه په وینا د لمرینې برېښنا په کارولو له کوهیو اوبه باسي، خو په کوهیو کې هم اوبه لاندې غورځېدلې دي.

که د ټول ژمي اوږدو کې له سره واوره شوې وای، ګټه به یې ډېره وای، ځکه د اوبو زېرمې ورسره ډکېدې. د کب میاشتې واوره او باران دومره اغېز نه لري، خو بیا هم ښه دی. که د ژمي درې میاشتې واوره وشي او و اوري، موږ هغه کال ته اوبنی کال وایو ځکه چینې او تر ځمکې لاندې اوبه ورسره تازه شي. [که دغسې وشي] څاه ګانو کې به پوره اندازه اوبه وي او اوبه به په غبرګولي او چونګاښ (جوزا او سرطان) کې لا بهېږي او خلک به خپلې ځمکې اوبولی شي. خو سږ، واوره د ژمي وروستیو کې وشوه او بیا ورپسې باران راغی او هغه یې اوبه کړه. څومره چې غرونو او هواره کې د واورې اندازه ډېره وي او تر ډېره پاتې شي، هغومره ډېره ګټه لري.

لکه د جاغوري ولسوالۍ بزګر چې روښانه کړه، له درې کلنې وچکالۍ وروسته د سیندونو او ځمکې لاندې زېرمو د ډکېدو او پخپله د خاورې د لندېدو له پاره اوږدو اورښتونو ته اړتیا ده. هغه وویل، په وروستۍ واورې پسې د هغوی په کوچنۍ چینه (سقاوه) کې اوبه ډېرې شوي خو ډېرې نورې ته لا هم اړتیا ده.

که چېرې په ژمي درې څلور ځله درنده لنده واوره وشي او هر ځل تر ۵۰ سانتي واوړي دا ډېره ښه ده او کافي اوبه به ولرو. خو څرنګه چې څو کلونه وچ تېر شوي دي او ځمکه بېخي وچه ده، نو په ټول ژمي کې بېخي سخته واوره باید وشي چې سړی وویلی شي وچکالي نوره پای ته رسېدلې ده.

یو هلک خپل پلار ته چې د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې کرونده کې کار کوي، چای ور وړي.  عکس: صفي الله کاکړ/ ای اېف پي، د ۱۴۰۱ کال مرغومی (جدي)

تېر ته کتنه… او راتلونکې ته هم

له هر بزګر سره چې غږېدلي یو همدا یې ویل چې هوا همدې نژدې تېره موده کې څومره بل ډول وه. د کندوز بزګر چې پنځوس کلن دی وویل، دی چې ماشوم و دشت ارچي کې به واوره بېخي ډېره اورېدله او د کور شاته ویاله به ژمي کې داسې سخته کنګل کېده چې غوایي پرې پورې وتلی شول. هغه وویل، «کورنۍ یې نژدې ۱۵ کاله وړاندې له پاکستانه راستنه شوه او په دې ټوله موده کې مې بیا ویاله کنګل نه ده لیدلې.» د لغمان بزګر هم چې اوس د ژوندانه په څلوېښتمو کلونو کې دی، د خپل کوچنیوالي ساړه او لانده ژمي وریادول، یعنې چې «د لغمان هره دره کې به اوبه بهېدې. په وروستیو کلونو کې دا نورې بېخي لږې شوې دي. څاه ګانې به په دریو مترو کې راوتلې او آسانې ترې اوبه را ایستل کېدلی شوای، خو اوس لاندې ۲۵ مترو ته لوېدلې دي.» د پکتیا پوښتل شوي کس هم وریادوله:

زه چې کوچنی وم، واوره به دومره وه چې تر جوماته غځېدلی سړک به یې بند کړ او د چم ګاونډ خلک به ټول شول چې پاکه یې کړي او لاره پرانیزي. لږ تر لږه یو متر واوره به کېدله، خو اوس تر لوېشتې نه ډېرېږي. موږ به په لوښو کې له کوهیانو اوبه راخیستې: لوښی به دې ورکښته کړ او اوبه به دې را و ایستې. اوس اوبه ۵۰ مترو ته لوېدلې دي. ژمي به ډېر ساړه وو. اوس تاوده دي.

د غزني بزګر ور یادوله چې، دده په کوچنیوالي به واورې د مني په وروستیو کې راپیل شوې:

ټول ژمی به واوره کېده او آن د پسرلي په ټوله لومړۍ میاشت کې به هم اورېدې. اوبه تر اړتیا پورته وې، خو اوس اقلیمي بدلانه خپل اغېز پرې ایستی او سخته وچکالي ده. نو ځکه موږ نه دومره څاروي ساتلی شو او نه دومره ډېر کر کولی شو.

هغه ورځې ولاړې چې واوره او باران به په ټول کال کې په سم وخت و اورېدل. خو دا چې دې سره څنګه چلند وشي، د دایکندي ولایت د پوښتل شوي په ټکو، له دې امله پېچلې ده چې افغان کرنې ته پېښ بحران تر دې چې «یوازې» اقلیمي بدلون وي، پراخ او ژور دی. هغه وایي، اوس د وګړو شمېر چې باید ډوډۍ ور ورسول شي، ډېر شوی دی، خو ورسره جوخت طبیعي سرچینې زیانمنې شوې، کمې شوې یا له منځه تللې دي. هغه د زرغونو سیمو، خاورې او غرنیو ځنګلونو د منځه تګ او د بیا ژوندي کولو له پاره د پلان د نشتوالي خبره کوله. هغه څرګندوله چې څنګه د ځمکني پوښښ ویجاړېدل ددې لاملېږي چې کله و اوري یا واوره اوبه شي، اوبه یومخ له غونډیو رابهېږي او خاوره یې نه شي جذبولای. د واورې ښویېدنو او پسرلنیو سېلابونو کرنیزې ځمکې، باغونه او د اوبو زېرمې ویجاړ کړي دي. ورسره جوخت، د غونډیو لمنو او د چینو شاوخوا کې اوسېدونکي د اوبو زېرمې نه لري او دا هرڅه د هغه په ټکو، د وګړو له ډېرېدو او د کلیو له پراخېدو سره هم مهاله پېښېږي:

د ۵۰ منه تخم یوه کرونده، پنځوس کاله وړاندې د یوې کورنۍ له پاره وه، خو اوس همدغه ټوټه ځمکه باید پنځه او آن لس کورنۍ مړې کړي. کرنیزه ځمکه نور په هېڅ ډول نه شي کولی د ځایي خلکو خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د بدلېدونکي اقلیم برخه کې هېڅ نه شي کولای – افغانستان د هغو هېوادو ډله کې دی چې تر ټولو لږ ګل خانه یي (د زرغا خونو) ګازونه هوا ته خوشې کوي – خو د ناوړه اغېز د ټیټولو لارې چارې یې شته. د اوبو سم مدیریت بېخي ضروري دی چې دا موجودې اوبه ډېرو ته ورسېږي او دغه راز د سېلابونو او د اوبو په بهېدو کې د ځمکې د تخریب کچه ډېره ټیټه شي. ددې لړ اقداماتو کې، په جهیلونو، ډنډونو، او دغه راز د اوبو د اړول شوي بهیر مخې ته جوړو شویو بندونو او وړو خاورینو بندونو (چیک ډیمونو) کې د اوبو زېرمه کول (۱۰)، د اوبو لګولو طریقو اړول، د پوښونکو بوټو کرل چې د اوبو تبخیر کم کړي، او په لوړو ارتفاعاتو کې د ونو په ګډون د زرغونو بوټو کرل چې د اوبو د رابهېدو بهیر کم او ورو کړي، شاملېږي.

دې برخه کې باید نړیواله مرسته وشي: د پاریس د ۲۰۱۵ کال اقلیمي تړون کې دا منل شوې چې د افغانستان غوندې هېوادونو کړېدا تر هغه زیان بېخي ډېره ده چې دوی د ځمکې اتموسفیر او اقلیم ته اړولی دی. خو له دې سره سره هم، لکه چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې مېلمه لیکوال عاصم مایار په ۱۴۰۱ کال کې لیکلي و، افغانستان له دې امله چې واکمن اسلامي امارت یې د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژندل کېږي، هغه نړیوال مالي صندوق ته له لاسرسي راګرځول شوی چې د اقلیمي بدلانه له عواقبو سره د مقابلې له پاره بېوزلو هېوادو ته بېل شوی دی.

د راتلونکو څو میاشتو له پاره هیلې او اندېښنې

په لنډ مهال کې، په سږني پسرلي کې لرلید تر هغه څه چې په څو تېرو کلو کې و، غوره دی. د اورښت د مجموعي اندازې کمښت چې د قحطۍ د مقدماتي خبرداري شبکې (FEWS NET)  د رپوټ له مخې د ۱‍۴۰۲ کال له تلې (میزان) نه تر سلواغې (دلوې) پورې چې په ډېرو وچو سیمو کې تر معمولي کچې ۶۰ سلنه او ۷۰ سلنه ټیټ و، د وروستیو واورو او اورښتونو له برکته په ټیټېدو دی. د قحطۍ د مقدماتي خبرداري شبکې (FEWS NET)  په وینا، که له وري (حمل) نه  تر غوایي (ثوره) پورې په منځنۍ اندازه و اوري، دغه مجموعي کمښت به نور هم ولوېږي او دومره لنده بل به وي چې د غنمو مهم پسرلني کر ښېرازه کړي.

خو د قحطۍ د مقدماتي خبرداري شبکې (FEWS NET)  دغه راز دا ګواښنه هم اورولې چې [په لوړو څُوکو کې] د ټولې شوې او تر خپل وزن لاندې کېکاږل شوې او ټینګې شوې واورې اندازه به چې ورو ورو ویلي کېدا یې ګڼو وګړو ته کرنیزې اوبه چمتو کوي، احتمالاً تر منځنۍ کچې ټیټه وي. دغه اداره وایي، « د ژمي په ډېره برخه کې  د واورینو اوبو د اندازې نژدې بېساری کموالی ثبت شوی دی». د هغې په وینا، «ددې له پاره چې په دوبي د اوبو د بهیر کوزنۍ برخې (پایبن آب) چې آبي ځمکې کري، په دوبي کې اوبه ولري، نو اړینه ده چې له وري نه تر غوایي پورې په غرونو کې پرته واوره لا نوره پنډه شي.» خو د ۱۴۰۳ کال د غوایي او غبرګولي له پاره د تودوخې درجې د لوړېدو اټکل شوی چې له وخت وړاندې د واورې ویلې کېدنه او د اوبو د تبخیر ډېرېدنه له ځانه سره راوړي او دا به احتمالاً په خاوره کې د لنده بل په لږېدو، څړځایونه او آبي ځمکې وځپي.

د مقدماتي خبرداري شبکه (FEWS NET) دغه راز د حاصلاتو او مالدارۍ په اړه نور اټکلونه هم لري. هغه داسې بولي چې سږ به د غنمو ملي حاصل او د دویم فصل محصول لا هم تر منځنۍ کچې ټیټ وي، خو د سبو او پنبې حاصل ښایي منځنۍ کچې ته ورسېږي. دغه راز یې اټکل دادی چې څړځایونه به هم منځنۍ کچې ته نژدې وي، خو وروسته به په تودو سیمو کې د کمېدو پر خوا ځي او د کورنیو څارویو جسامت او شیدې به تر منځنۍ کچې ټیټ پاتې وي.  ددې ټولو مانا داده چې آن د وروستیو اورښتو او واورې له هوسایۍ سره سره به هم، د بزګرانو او مالدارانو له پاره لرلید لا هم اندېښمنوونکی پاتې وي.

بزګران چې هر چېرې وي د هوا حالاتو او اقلیم ته کلک ځیر وي او دا سنجوي چې څه وکړي چې په خیر یې شي. دا اندېښنې په اقلیمي بدلونو کې  د هوا د اوښتنو له امله جوړې شوې ګډوډۍ نورې هم ډېرې کړې دي. دا اندېښنې په افغانستان کې چې ګڼ وګړي یې په «وخوره مه مره» کې ژوند تېروي، لا ژورې وي. دوی، په دایکندي کې له موږ سره د یوه غږېدونکي په وینا، آسمان ته ګوري او هیله من وي چې سږ کال په کې بل ډول راتلونکی ومومي:

که پسرلني اورښتونه پرله پسې راشي، للمي کښت او څرځایونه او غرني بوټي به ښېرازه وي. زموږ د سیمې ورشوګانې او کروندې به زرغونې برېښي. خو که باران په پسرلي ودرېده، حشرات به را خپاره شي او حاصل به ډېر کمزوری وي.

وروستیو اورښتونو او واورې نهیلي، په هیلو واړوله، خو اندېښنې لا هم خپرې دي.

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه