Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

په ډزو د واده غوښتنه: څنګه یوې ډزې د یوې نجلۍ راتلونکی ویجاړ کړ

حامد پکتین رکسانا شاپور 8 دقیقې

د افغانستان په جنوب ختیځو سیمو کې، که کوم ځوان وغواړي یوه نجلۍ په زور خپله کړي، ممکن د هغې د کور مخې ته هوایي ډزې وکړي ترڅو  خلکو ته دا پیغام ورکړي چې ګواګې دا پېغله د ده شوه. دا پېښې ډېرې هغه وخت کېږي چې د نجلۍ کورنۍ په بېلابېلو لاملونو خپله خور یا لور دغه هلک ته نه ورکوي  او هلک هم بیا په یوه ډول له زوره کار اخلي نو هڅه کوي چې د ډزو په کولو نجلۍ خپله کړي، پرته له دې چې د هغې غوښتنې یا د هغې د کورنۍ پرېکړه په پام کې ونیول شي. یوځل چې په دې ډول  په یوه نجلۍ ادعا وشي، نو بیا بل څوک له دغې «غږ وهلې نجلۍ» سره واده ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه که څوک واده ورسره کوي، نو ځان ته د هغه هلک د کورنۍ دښمني اخلي چې د نجلۍ د خپلولو په موخه یې ډزې کړې دي. ډېر په استثنایي ډول ، که څه هم معمول نه ده، خو کله داسې پېښېږي چې کورنۍ هماغه هلک ته [چې ډزې یې کړي] خپله لور ورکړي. په دې قضیو کې – معمولا د ټولنې له منځګړیتوب او  لویې نغدي معاوضې سره سره  – د کورنیو ترمنځ اړیکه هیڅکله په ریښتینی ډول بېرته نه رغیږي او د نجلۍ کورنۍ د تل لپاره له خپل نوي زوم څخه کرکه کوي. ډیری نجونې چې د داسې جبري عمل قرباني شي، په پاتې ژوندانه کې نا واده پاتې کیږي، او د پلار کره سر سپینولو ته اړ وځي او د بل په بې پروا کړنې بنده پاتې کیږي.  د ورځنیو کړاوونو اړوند دغې لیکنې له پاره حامد پکتین د ۴۷ کلنې بي بي سلیمې څخه اوري چې څنګه یې د ماما  د زوی کړنو دېرش کاله دمخه ژوند ور بدل کړ او خوبونه یې  په اوبو ور لاهو کړل.

د افغان انځورګرانو د ډلې آرټ لارډز(ArtLords) له خوا د کابل د یوه سړک پر دیوال لیکل شوي: "یو ریښتینی مسلمان هغه کس دی چې نور مسلمانان یې له ژبې او لاس څخه په امان وي.(حدیث شریف). د ښځو سره تاوتریخوالی د اسلام مقدس دین له احکامو سره مخالفت دی." انځور: آرټ لارډز، کال،۱۳۹۶

کله چې زه ۱۷ کلنه وم،  د ماما زوی مې ، چې څو کاله را نه مشر و، د واده وړاندیز راته  وکړ ، خو  کورنۍ مې ورته نه وویل. ځکه چې مور  مې ویل،  “زما لور لا هم ډېره کوچنۍ ده، لا قانوني عمر ته نه ده رسېدلې.”

موږ درې خویندې یو او زه تر ټولو کشره  یم. په هغه وخت کې، زما مشره خور لا دمخه واده شوې وه او زما بله خور، چې له ما څخه څو کاله مشره ده، لا واده نه و کړی. زما مور غوښتل چې هغه، زموږ د ټولنې د دودونو له مخې لومړی واده وکړي. خو زما د ماما زوی دا نه منله. هغه به  هر کله  چې فرصت تر لاسه کړ  زما له مور څخه به یې بیا بیا په ټینګار غوښتل چې له ما سره یې واده ته هو ووایي.

یوه ورځ مې مشر ورور زموږ د کور مخې ته  ورسره مخ شو. هغه څه چې باید د  دوې ترمنځ آرامې خبرې اترې وای هلته په توده شخړه واوښتل چې د ماما زوی مې له غوښتلو څخه لاس په سر نه شو. زما ورور ته یې وویل چې  ټينګ عزم لري له ما سره واده وکړي، که د کورنۍ په رضا وي یا په زور . کله چې زما ورور دننه راغی، هغه په ​​غوسه و –  ښکاره لړزیده او  مخ یې تک سور ومور ته یې وویل چې موږ باید نور د هغې د ورور له کورنۍ سره هیڅ ډول اړیکي ونه لرو. او بیا یې چیغه کړه: “د هغوی کور ته نور لاړ نه شئ او هغوی دې هم نه راځي.”

هغه ډزې چې هرڅه یې بدل کړل

له هغې ورځې راهیسې، د دواړو کورنیو ترمنځ کرکه زیاته شوه تر هغو چې یو ماسپښین، زما د ماما زوی زموږ کور ته له ټوپک سره راغی. هغه زموږ له دروازې بهر پر سړک ولاړ و او  هوایي ډزې یې وکړې. هغه زما نوم واخیست او بیا یې زما ورور ته ور غږ کړ،راشه  که دومره زړه لري، اوس دې خور له ما وژغوره.”

هغه ورځ، زموږ د کورنۍ هیڅ نارینه په کور کې نه و. زما مور بهر ته منډه کړه ترڅو هغه ارام کړي. هغې ترې وغوښتل چې په خپلو ناوړه کړنو دواړه کورنۍ ویجاړې نه کړي، مګر  د هغې غوښتنې ته یې پام هم ونه کړ. چیغې یې وهلې، هغې ته یې ویل چې   زما ژوند خرابوي او بیا وتښتید.

کله چې زما وروڼه کور ته راغلل او د هغه څه په اړه یې واورېدل چې  د ماما زوی یې کړي و، ټول په غوسه شول. زما یو ورور د کور ټوپک واخیست او پسې ووت. هغه ویل چې د ماما کور ته ورځي چې زموږ له کلي څخه نیم ساعت لرې و، او غواړي  د ماما زوی ووژني. مګر  د ماما زوی یې هېچېری نه و موندلی.

ماما مې په هغه څه چې زوی یې کړی و، ډېر غمجن و، او بې ځنډه زموږ کور ته راغی. هغه زما مور ته زارۍ وکړې چې زما ورور راوګرځوي. هغه زارۍ کولې چېخپل زوی کنټرول کړه څو داسې څه ونه کړي چې موږ ټول پرې پښیمانه شو“.  هغه وویل چې زوی یې له کوره تښتیدلی  او ژمنه یې وکړه چې که یې وموند نو سخته سزا به ورکړي. هغه وویل چې هیڅکله خپل زوی په داسې شرمناک کار نه شي بخښلی، په ځانګړې توګه د خپلې خورزې په وړاندې، او بیا د ډارن په څیر تښتیدلی. هغه بیا بیا بخښنه وغوښته. زه فکر کوم چې هغه واقعاً شرمیدلی او زړه ماتی شوی و. مګر زما وروڼه په غوسه وو. دوی زما ماما ته بدې خبرې وکړې او هغه یې زموږ له کوره وشاړه.

شرم، پښيماني او پرځیدلې کورنۍ

پلار مې چې یو معزز دیني عالم و، هغه مهال کور کې نه و. ​​کابل ته تللی و، چې هلته یې د جومات امامت کاوه. کله چې خبر ور ورسېد، ، نو په منډه کور ته راستون شو ډېر غوسه و او کلک هوډ یې کړی و چې خپل حق واخلي. هغه مې له وروڼو سره په دې اړه خبرې وکړې او په ګډه یې د ولسوالۍ په مرکز کې شکایت درج کړ. هغه وخت، د مجاهدینو  رژیم کې، رسمي حکومتيي ادارې نه وې چې سړی ورسره وغږېږي،  مګر ددې لپاره  چې ټولو زما پلار ته احترام درلود، نو دوی موضوع جدي ونیوله او پلټنه یې پیل کړه.

چارواکو زما د ماما  کورنۍ ور وغوښته او لارښوونه یې ورته وکړه  چې ژر تر ژره خپل زوی دوی ته وسپاري. مګر هغه پوهیده چې څه پرې راتلونکې دي، نو پاکستان ته وتښتېد  او له خپلې کورنۍ سره یې ټول اړیکي پرې کړل. زما ماما، چې په ټولنه کې یې ښه درناوی کیده، د ټولو تر مخه زما له مور او پلار څخه بخښنه وغوښته او حتی و یې ویل،ما له هغه څخه انکار کړی دی. هغه نور زما زوی نه دی.” هغه او د هغه زامن ونیول شول، مګر څو ورځې وروسته، کله چې دا څرګنده شوه چې دوی زما د ماما زوی د ځای په اړه هیڅ معلومات نه لري، خوشې یې کړل.

وروسته، زما ماما د خپلې کورنۍ له غړو  او څو قومي مشرانو سره زموږ کور ته ننواتې راغلل ، چې دا د عذر غوښتلو سیمه ییز دود دی .  که څه هم زما پلار لاهم په غوسه و، د دوی د بخښنې له منلو پرته یې بله چاره نه درلوده. مګر هغه وویل چې بیا به د دواړو کورنیو ترمنځ هیڅ اړیکه نه وي. له هغې ورځې راهیسې، زموږ کورنۍ پردۍ شوې. زما ماما او د هغه کورنۍ هیڅکله بیا زموږ کور ته نه دي راغلي او موږ هم هیڅکله د دوی کورته نه یو  ورغلي. ډېر په استثنایي ډول به مې ماما کله په پټه د مور لېدو  ته راغی ، پرته له دې چې پلار یا ورورڼه مې خبر شي. خو کله چې هغه مړ شو، زما مور د هغه جنازې ته ورنه غله.

هسې مېرمن چې زه هیڅکله نه شوم

زه ډیری وخت فکر کوم چې څنګه یوه شېبهیو بې پروا عمل، په غوسه کې ویل شوې یوه کلمه یا یو  ډز چې اسمان ته ویشتل شویکولی شي د یو چا ژوند د تل لپاره بدل کړي. زه کله ناکله خپل ځان په ۱۷ کلنۍ کې ګورمیوه بې خیاله، معصومه نجلۍ، له هغو راټولیدونکو ورېځو او  طوفان څخه بې خبره چې  راتلونکی یې ور ویجاړ کړ.

هره نجلۍ د واده کولو او کورنۍ لرلو خوبونه لري. او زه هم له نورو  توپیر نه لرم. ما د یو لوی واده خوبونه لیدل او غوښتل مې ښه مست واده ولرم ، لکه څنګه چې زموږ د ټولنې دود دی، څو ورځې دوام وکړي او ټول کلی لکه یو جشن کړي. ما د یوه  مهربانه مېړه تصور کاوه  چې ما به د سیاحت او تفریح لپاره  کابل او شاید حتی پاکستان او ایران ته بوځي. مګر ،  ژوند داسې نه و.

زه هغه وخت ډیره کوچنۍ وم چې وپوهېږم دا ټول به زما د راتلونکي لپاره څه معنی ولري. ما فکر کاوه چې د وخت په تېریدو سره به طوفان تېر شي او کورنۍ به بیرته هغه عادی حالت ته ستنه شي چې تر ډزو مخکې وه. مګر زما کورنۍ پوهیده چې وضعیت به هیڅکله د پخوا په شان  نشي  او زما ژوند به د انحصار، انزوا او غم څخه ډک وي. شالید ته په کتو، د خلکو  ځیرو سترګو، د دوی خاموشو او آرامو غږونو ، او په خونه کې کله ناکله خپل یواځیتوب راته خپلې نښې درلودې. مګر هغه وخت زه ډیره کوچنۍ او بې تجربې وم چې زما په اړه شوې خبرې سره بېلې کړم.

لا مې هم ډېر چرت نه په کې واهه. کله چې تر ما مشرې خور په پای کې واده وکړ ، د ټولني  له دودونو سره سم دا د هغې وار و او ما فکر کاوه چې داځل به زما وار  وي. مګر حقیقت ډېر تریخ و ، ځکه چې په خپله کورنۍ کې مې تر ځان کشرې  نجلۍ واده ولید، خو زما وار هیڅکله  را نه غی. بالاخره پوه شوم  چې دا به هیڅکله په حقیقت بدل نشي.  د واده په مراسمو کې به نجونو ځوروونکې خبرې کولې: “اوس ستا وار دی، مګر ته واده نشې کولی. ته به تل د خپل پلار په کور کې پاتې شې.” د دوې خبرو زما  زړه داسې خوږاوه، لکه په خنجر  چې سوری سوری شي.

 مور به  مې تل  هڅه کوله چې ما ته ډاډ راکړي. هغه زما د ټولو رازونو ساتونکې او زما د ځواک سرچینه وه. خو  کله به چې زه یوازې شوم سوچونو او فکرونو کې به ډوبه شوم ، د مایوسۍ او نا امیدۍ احساس به مې کاوه . فکر به مې کاوه چې په داسي یوه لومه کې نښتې یم چې په ما پورې هېڅ اړه نه لري.  په هرصورت، د هرې ورځې په تېریدو سره به زما اندېښنې زیاتېدې، او داسې روحی او رواني دردونه را ته پیدا شول چې بېخي یې کرارۍ ته نه پرېښودم . بالاخره،  کورنۍ مې  ډاکټر ته بوتلم. خو هیڅ درملو را سره  مرسته ونه کړه، نو دوی زه یو په بل پسې ملا ته بوتلم. ټولو زما لپاره دعاوې کولې. یو څو تنو ویل چې زه  د نظره  شوې یم او تعویذونه یې راکړل، او یوه لا آن وویل چې پېریان پر ناست دي، مختلفی خبري به ملایانو کولي. مګر زما د رنځ لپاره هیڅ درملنه نه وه.

د مور او پلار له مړینې وروسته مې وروڼه، چې خپلې کورنۍ یې درلودې، خپلو کورونو ته لاړل. زموږ کورنۍ و پاشل شوه. اوس، هرڅوک په خپل ژوند  بوخت دی او زه یوازې پاتې یم. زه د خپل پلار په کور کې د خپل مشر ورور او د هغه له کورنۍ سره ژوند کوم. که څه هم ورور او  ورېرونه مې ډېر خیال ساتي  او د  هیڅ شی کمی نه لرم او هر څه چې وغواړم را ته چمتو کوي یې، خو  تل داسې انګېرم چې  په کورنۍ کې پر دوی بوج یم.  

دېرش کاله نا هیلی ژوند

زما د ماما زوی هیڅکله بیا زموږ سیمې ته نه دی راغلی. هغه هیڅکله د خپلې کورنۍ سره نه دي لیدلی ځکه چې پلار یې د هغه د وژلو قسم خوړلی و او خبرداری یې ورکړی و چې لرې و  اوسي. اما زه وروسته خبره شوم  چې هغه، خلکو او زما کورنۍ ته ګواښونکی  لیک لیږلی و چې هیڅوک حق نه لري چې له ما سره واده وکړي. خلک ویرېدل چې که له ما سره څوک واده وکړي، نو هغه به زیان ور واړوي. موږ اوریدلي چې هغه په ​​پاکستان کې ژوند کوي او خپله کورنۍ لري.

هغه خپل ژوند جوړ کړی، مګر  زموږ د کور مخې ته یې یو هوایې ډز، زما ټول ژوند ومروړه. په یوه شیبه کې، زما ټول خوبونه، زما ټولې هیلې او ارمانونه، له خاورو سره خاورې شول.

پر هغې ورځې چې زموږ د کور مخې ته ډزې وشوې او زما ژوند یې د تل لپاره ویجاړ کړ، دادی نژدې ۳۰ کاله اوړي. وروسته له هغه چې اسلامي امارت بېرته واک ترلاسه کړ، دا کرغیړن عمل یې جرم وګاڼه. زه حیرانه یم چې آیا دا به کوم توپیر رامنځته کړي؛ ما نه دي اورېدلي چې څوک دې په دې کار زندان ته اچول شوی وي. هرڅه چې پیښ شي، نوی قانون زما لپاره ډیر ناوخته دی. ما خپل ژوند د نورو خلکو په خوښۍ کې تېر کړی دی، کله چې په هنداره کې ګورم خپل سپین شوي ویښتان او د مخې ګونځې راته وبرېښي. په دې ورځو کې، زه په خپلو فکرونو کې ورکه، پرته له دې چې کوم  احساس ولرم، هغه نجونې ګورم چې زه ورسره لویه شوی یم زما همزولې وېاوس اناګانې ديخپلې کورنۍ او لمسیان پالي.

خلک په هیلو ژوند کوي. زما هیله ډېره موده وړاندې مړه شوې ده او  بې هیلو  ژوند په تدریجی ډول مړینه ده. د یوه کس د وژلو لپاره له یوې  ډېرې لارې شته. یوازې همدومره بس دي چې له ټوپک سره د یوې نجلۍ کور ته ورشئ او د دروازې مخې ته یې هوا په ګولۍ وولئ.

لیکوالان:

رکسانا شاپور

نور د دې لیکوال څخه