بدۍ او د غچ وژني چې په افغان ټولنه کې ورته د قومي رواجونو او د پېړیو زړو دودونو له مخې کتل کېږي، د عزت او ننگ له ساتنې سره کلک تړاو لري. د دغو دښمنیو د تاوتریخوالي لړۍ تر څو لسیزو دوام مومي، د ګڼو انسانانو ژوند اخلي او رسمي عدلي او قضايي نظام بې سېکه کوي. خو په وروستیو لسیزو کې، داسې ښکاري چې دغه دښمنۍ په کمېدو دي، ځکه چې افغان ټولنه د کلتوري نورمونو د بدلون لور ته روانه ده. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکی شریف اکرم د څېړنو پر بنسټ په دې راپور کې استدلال کوي چې په خوست ولایت کې بدۍ کمې شوې دي. هغه د یو شمېر قومي مشرانو، د کلي او ټولنې مشرانو، دیني عالمانو، دولتي چارواکو او ټولنیزو فعالانو سره د خبرو پر بنسټ ددې کمښت عوامل روښانه کړي دي چې زدهکړو ته پراخ لاسرسی، د پردیو کلتورونو او ارزښتونو سره بلدوالی، او د قومونو ترمنځ پراخېدونکي اړیکي پکي شامل دي.
د بلخېل قوم یو مشر د فرانسې خبري آژانس ته رسمي اسناد ښيي. د ځمکي او اوبو پر سر د بلخېل او صبري قومونو ترمنځ چې د خوست او پکتیا په ختیځو سیمو اوسېږي شخړه له څو لسیزو راهیسې روانه ده. انځور: وکیل کوهسار / د فرانسې خبري آژانس/ثور ۱۴۰۳ هـ ش.
افغان ټولنه لا هم په پراخه کچه دو دیزه ده او د ژوند چارې پکي د پېړیو زړو دودیزو اصولو له مخې تنظیمېږي. دغه دو دونه تر ډېره د معاصرو حقوقي چوکاټونو یا حتی اسلامي ښوونو سره چې له پېړیو د دې سیمې د وګړو دین دی، سمون نه لري. ځینې دغه قبیلوي دو دونه مثبت اړخونه هم لري چې په عصري ټولنو کې کم لیدل کېږي. د مثال په ډول ننواتی (بخښنه غوښتل)، مېلمه پالنه او حشر(د وګړو ګډ وړیا کار) یې بارزې نمونې دي. خو له بله اړخه بیا د بدیو، غچ او دښمنۍ اړخونه لري چې پر ژوندانه منفي اغېز کوي.
د بدیو د تاریخي شالید په اړه نظر دا دی چې دا د دولت په کمزورۍ یا یې نشتوالي کې پر عایداتي سرچینو له سیالۍ او یا د ټولنې دننه یا د ګاونډیو تر منځ د تاوتریخوالي د کنټرول لپاره د یوه میکانیزم په حیث را څرګند شوی دی. ځینې پوهان حتی د بدۍ دود په نسبي مساوي ټولنو کې د یوه ټولنیز نظم د رامنځته کولو لامل بولي. دا دود د یووالي او مخالفتونو د رغولو له لارې، د رسمي قدرت په نشتوالي کې له ټولنیز یووالي سره مرسته کوي.
له تاریخي پلوه د پښتنو قبیلو په منځ کې بدۍ پراخي وې او د افغانستان په سوېل، ختیځ او سویل ختیځ کې د ټولنې یوه مهمه ځانګړتیا وه. په دې ټولنو کې یو عام متل دا و چې که یو سړی په بدیو کې ښکېل نه وي، هغه ریښتینی سړی نه دی. که څه هم د دې موضوع په اړه محدودې څېړنې شوي، خو د نړیوالو او افغان ټولني پوهانو دواړوپام یې ځانته اړولی دی.
د بدۍ په اړه د معلوماتي سرچینو کمښت ته په کتو، دا څېړنه ځینې کیفي شواهد وړاندې کوي چې ښيي د تېرې نیمې پېړۍ په ترڅ کې د بدیو په څرنګوالی او تعداد کې د پام وړ کمښت را منځته شوی دی. دا راپور د خوست ولایت د بېلګې پر بنسټ دی، چې له پاکستان سره پر څنګ د افغانستان په سویل ختیځ کې پروت دی. خوست، چې قبایلي قوانین پکي په ټینګه مراعات او پلي کېږي، د بدیو پېښو د زیاتوالي او د متنوع قومي جوړښت له امله د دې څېړني لپاره غوره شوی دی. دا څېړنه د ۲۰ تفصیلي مرکو پراساس ده چې د ۱۴۰۳ د لیندۍ او د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتو ترمنځ له قومي مشرانو، ملکانو، دیني عالمانو، حکومتي چارواکو او ټولنیزو فعالانو سره شوې دي. نژدې ټول پوښتل شوي په یوه یا بله بڼه په بدیو کې چې ډېرې یې د دوی مشرانو او د کورنۍ نورو غړیو نښلولې، ښکېل وو.
پوښتل شویو راته وویل چې که څه هم نوي دښمنۍ کمي شوې دي، خو زړې لانجې هماغسې پاتې دي او خلک لا هم په هماغه تاوتریخوالي کې نښتي دي. په دې لانجو کې تاوتریخوالی کم شوی او قومي مشران، علما او ځوانان یې د حل په برخه کې هڅې کوي.
وینه او عزت
پښتونولي او نرخ هغه دوه ځانګړتیاوې دي چې د یوه پښتون د ژوندانه ډیری اړخونه ټاکي. لکه څنګه چې لوتز رژهک په ۱۳۹۱ کال کې د افغانستان تحلیل ګرانو شبکې لپاره په یوه مقاله کې یادونه کړې، په پښتونولۍ کې «ټول هغه دودونه شامل دي چې پښتانه پرې ځانونه د خپلې اخیستنې له مخې، له نورو قومونو جلا کوي.» راپور زیاتوي چې پښتونولي «د ننګ او د چلند د اخلاقي ضوابطو یو پېچلی قانون، د مېړانې، معقولو غوښتنو او جرګو مرکو او د دودیزو حقوقي اصولو او تر دې د پاسه د ژورې اسلامي عقیدې یو نظام دی.»
پښتونولي پراخ چوکاټ دی. هغه ارزښتونه او معیارونه ټاکي چې یو پښتون یې باید ولري، خو نرخ، چې د ‘بیې’ یا ‘ارزښت’ په معنا دی، د عملي چار او چلند لپاره د ځانګړو لارښوونو یا قواعدو ټولګه ده. لیکوال سره په خبرو کې د پښتو ادبیاتو یوه کارپوه وویل چې پښتونولي کل دی او نرخ یې جز. هغه وویل چې د پښتونولۍ عمومي ارزښتونه په سلګونو کلونو کې جوړ شوي او ښه تعریف شوي دي او د مېلمه پالني، وفادارۍ، پناه ورکولو، غیرت، بدل، او همدارنګه شرم، ننګ او حیا عناصر پکي شامل دي. نرخ بیا دودیزو قوانینو او قواعدو ته اشاره کوي چې دغه ارزښتونه تنظیموي. دا له قومه تر قومه توپیر لري او د قومي مشرانو له خوا تعدیلېدلی شي. په هره ټولنه کې هغه کسان چې د خپل قوم د نرخ پوهان ګڼل کېږي، شخړې د نرخ مطابق حلوي. یوه پوښتل شوي چې د منګلو یو قومي مشر و، نرخ داسي تشریح کړ:
هر قوم خپل ځانګړی نرخ لري او لانجې د هغه په اساس حل کوي. د مثال په ډول، په منګلو کې چې کله یو هلک او نجلۍ سره وتښتي، نرخ دا وایې چې که کله دوی دواړه ګیر/پیدا شي، باید سملاسي ووژل شي. خو په ځینو نورو قومونو کې بیا نرخ دا دی چې ځیني نورې سزاګاني ورکړ شي او یو بل ته په نکاح شي. نرخ د بدلیدو وړ دی خو هر څوک یې نه شي بدلولای. په منګلو کې یوه کورنۍ ده چې د نرخ د تعدیل صلاحیت لري او نور قوم یې مني او پلی کوي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په مقاله کې رژاک وایې چې پښتون کېدل یواځي دا نه دي چې یو څوک دې په یوه پښتنه کورنۍ کې زېږېدلي وي او یا دي پښتو ووایي، بلکې پښتون کېدل دا دي چې یو څوک پښتو وکړي. په دې معنا چې خپل چار او چلند د پښتنو د اصولو او ارزښتونو مطابق ترسره کړي. زموږ یوه بل پوښتل شوي هم ورته نظر وړاندې کړ او ویې ویل چې «هغه خلک چې نرخ نه پلی کوي او پښتونولي نه کوي، هغوی د ډارنو او بې غیرتو په نامه یادېږي او حتی خپل قوم یې شړي.» په پښتو کې یو مشهور متل دی چې وایې «له کلي ووځه، خو له نرخه مه وځه»، په دې معنا چې له کلي وتل د منلو دي خو د نرخ له اصولو هاخوا پښه ایښودل نه منل او نه زغمل کېږي.
بدۍ د افغانستان په ټولو قومونو کې تر یوه حده شته، خو د پښتون قوم یوه اساسي ځانګړتیا ده. غچ اخیستل، چې د پښتونولۍ له اصولو څخه دي، له عزت سره تړاو لري. که څوک غچ نه اخلي، د بې ننګۍ نښه ده او د ټول قوم لپاره شرم ګڼل کېږي. د مقتول د کورنۍ له خوا د قتل په تړاو حکومت ته شکایت یا یې په بدل کې پیسې اخیستل د هغې کورنۍ د بې زړه توب او دبې ننګۍ نښه ده. په دې برخه کې یو پښتو شعر وایې:
په اسانه نه خاموشه كېږى
دښمني د پښتانه د سرې اور دى
چي د زوى او د ورور وینې يې څوك توى كړي
د بديو پرېښودل ورته پېغور دى
د یوولسمې پېړۍ پښتون مشر او شاعر، خوشال خان خټک د پښتنو د چلند په اړه چې عموماً د بدیو د رامنخته کېدو لامل ګرځي، وایې:
پښتانه واړه بدخوی دی
کور پر کور کاندي غورزی
یو چې سر کاندي را پورته
بل یې ووهي مغزی
دا چې د عزت خوندي ساتل او په بدیو کې غچ اخیستل د پښتنو لپاره څومره اړین دي، د دې دود د اصطلاحاتو له ډېروالي ډېر ښه جوتېدلی شي. لومړۍ یې بدي ده او دا هغه حالت ته ویل کېږي چې یو کس له بل سره په لانجه کې وي او د مقابل لوري د وژلو یا د هغه له خوا د خپلې وژنې خطر مني. دا لانجه وروسته له هغي را منځته کېږي چې یو لوری د بل بې عزتي وکړي یا د مثال په ډول یو څوک، بل کس ووژني.
دوهمه مهمه اصطلاح دشمني ده، چې د دښمنۍ او کینې مانا لري او د هغو ډلو یا اشخاصو حالت ته ویل کېږي چې وبله (یو د بل) دښمنان وي او یا سره بد نیتونه لري. درېیمه اصطلاح بدل ده، چې د لوتز په وینا د تبادلې مفهوم څرګندوي: نه یوازې د انتقام غوښتنه، بلکې دا هم چې «د مرستې د وړاندې کولو لپاره د شکر ادا کول او تر وسه وسه ژر د معاوضې ورکړه» پکې شامله ده.
بد، له بلې خوا، د هغه تاوان یا خسارې معنا لري چې د یوې دښمنۍ د ختمولو لپاره ورکول کېږي. دا خساره کېدای شي د یوې ښځې یا نجلۍ د واده په بڼه وي چې په بدو کې ورکول کېږي، او یا هم د ځمکې د ورکړې په شکل. ننوانې هغې چارې ته ویل کېږي چې مجرم د متضرر کور ته د خپلې ګناه د منلو او د بښڼې غوښتلو لپاره ځي، له ځان سره ډالۍ وړي او معمولاً د یوه پسه په حلالولو د بخښنې غوښتنه کوي. ننواتګر د متضرر په کور کې تر هغو پاتې کېږي او له هغه ځایه د وتلو یا هلته له څه خوړلو تر هغو ډډه کوي چې بښنه نه وي ورته شوې.
دښمنۍ له شخړې څخه پېلېږي او ډېری وخت په خونړیو او اوږدمهالو وژنو بدلېږي. کله چې وژنه رامنځ ته شي، د مقتول کورنۍ د ځایي دودونو او قومي قوانینو له مخې ځان مکلف ګڼي چې غچ واخلي. دا غچ اخیستنه نه یوازې د قاتل په وژلو بلکې د هغه د نژدې خپلوانو په وژلو هم پوره کېږي. دا کار ډېر وخت د کورنیو، قومونو او آن د کليو تر منځ د پرله پسې تاوتریخوالي لامل کېږي. قتل د ټولې کورنۍ، ټبر یا قوم د ناموس او عزت مسأله ګرځي او سملاسي د داسې ځواب غوښتنه کوي او اړتیا یې ویني چې مقابل لوري ته په کي لږ تر لږه ورته زیان ورسیږي.
دښمنۍ تر ډېره د ځمکې، د اوبو ، ناموسی مسایلو او یا هم د کورنیو شخړو له امله رامنځته کېږي. د خوست په څېر سیمو کې چې پراخ ځنګلونه لري او د خلکو د ژوند د عاید سرچینه دي، د ځنګلونو د ملکیت پر سر د قومونو او کورنیو تر منځ شخړې د بدیو یو بل مهم لامل دی. خو هغه څه چې د خونړیو دښمنیو اور بلوي یوازې یو اړخ ته مادي زیان نه دی، بلکې د هغوی د عزت او ننګ زیان دی. په پښتني قبیلوي ټولنو کې عزت او ننګ یوازې فردي نه وي، بلکې د ټبر، قوم او یا ټولني ټولو غړو پورې تړلی وي.
په ډېرو مواردو کې، شخړه د یوې وړې موضوع پر سر را پورته کېږي او پیچلي کېږي. د مثال په ډول، کله چې د ځمکي پر سر جنجال را پورته شي یا د یو چا د عزت توهین وشي، وروسته داسې چارو ته لکه د یو بل د کروندو سوځول یا د کورونو ورانول زمینه برابروي چې ویجاړوونکي وي. کله چې دا شخړه پیل شي، د حل لپاره یې له جرګې پرته، چې د قومي نرخ له مخې دښمنۍ هواروي او موخه یې هم د عزت بېرته راګرځول او ټولو اړخونو ته انصاف رسول وي، هېڅ قانوني لار نه وي.
که دا بدۍ حل نه شي، نو دا ډېر ځله د وخت په تېرېدو د کورنۍ نور غړي او راتلونکي نسلونه ورښکې لوي. دواړه لوري د اوږدې مودې لپاره د غچ اخیستلو مناسبې موقع ته انتظار کوي. د پښتنو یو متل دی چې وایي: که سل کاله وروسته هم خپل غچ واخلي، بیا دې هم بیړه کړې. دا په دې مانا چې د غچ لپاره هېڅکله ناوخته نه وي. همدا وجه ده چې د غچ اخیستلو دغه تنده پېړۍ دوام کوي او له یوې کورنۍ نه تر ټبر او قوم پورې غځېږي. په دې منځ کې دواړه اړخونه په دوامداره وېره کې ژوند کوي، او عامه ځایونو ته له تګ څخه ځان ساتي او آن د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ کېږي څو له وژل کېدو څخه ځانونه وژغوري. یوازې د ګربزو ولسوالۍ کې د بدیو له امله له لسو نه زیاتو کورنیو خپلې سیمې پرېښې او د ډیورند کرښې هغې غاړې ته له غچه د ژغورنې په تکل کډوالې شوې دي.
په خوست کې بدۍ
خوست ولایت د افغانستان په سوېل ختیځ کې، د ډیورند کرښې په اوږدو کې پروت دی. دا ولایت د یوې اواري او حاصلخېزې درې په منځ کې دی او لوی غرونه ترې چاپېر دي. د جلغوزیو پراخ ځنګلونه هم پکې دي. د کرښي دواړو خواوو کې ګڼ پښتانه قومونه مېشت دي. لوی قومونه یې ځدراڼ، منګل، تڼي، ګربز، مندوخېل، لکڼخیل، ځاځي، سوبري او علیشېر دي. دغه قبایل د پښتنو د دوو لویو دراني او غلجی ټبرونو څخه نه دي، بلکې د کرلاڼیو د ټبر برخه دي چې د افغانستان سوېل ختیځ او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ځینو برخو کې مېشت دي.
له تاریخي پلوه، خوست د دولت له مستقیمې ولکې څخه بهر پاتې شوی او په بشپړه توګه د قومي قانون له مخې اداره کېده. د نورو سیمو په خلاف، په خوست کې قومي قوانین د خلکو د ژوند او چارو د تنظیم یواځینې مرجع وه. هغه څه چې د دولت له کنټرول څخه د دې سیمې په خپلواکې پاتېدنې کې یې مرسته کړې د کوچنیو قومونو شتوالی دی. د ۱۴۰۲ کال د یوې څېړنې له مخې، د دوی «نسبي انزوا… د خوستیانو لپاره د خپلواکۍ احساس رامنځته کړی، چې په متقابل ډول یې د دوی د خپلې حکومتولۍ په اړه نظریات پیاوړي کړي دي.» لیکوال یې نور داسې روښانوي:
د بېلګې په توګه، د ۱۳۰۸ کال په شاوخوا کې واک ته په رسېدو کې د جنرال محمد نادر خان د ملاتړ په بدل کې، د خوست شاوخوا سیمه ییزو قومونو د کابینې د پوستونو یا بنسټیزو پروژو غوښتنه ونه کړه. پر ځای یې له مرکزي حکومت څخه د مالیې، پوځې خدمت او اجباري زده کړو څخه معافیتونه ترلاسه کړل، هغه څه چې د دې قبایلو لپاره یې «ډېر ارزښت درلود»، او هدف یې دا و چې د دولت له لاس وهنې ځانونه وژغوري. دا نظر نن د ډېرو خوستیانو په ذهنونو کې ژوندی دی. د دې موافقې په برخه کې، هغوی ځانګړی اداري، قومي موقف هم ساتلی و او تر ۱۳۵۹ کال د کمونیستانو تر واکمنۍ پوري یې دوام درلود. سره له دې چې دولت د ټولنې په جوړښت کې بنسټیز بدلونونه راوستل، قوي قومي هویتونه هماغسي پاتې شول. حتی د طالبانو د ۱۳۷۵–۱۳۸۰ کلونو واکمنۍ کې، خوست، پکتیکا او پکتیا د کندهاري طالبانو پر ځای د خپلو سیمه ییزو واليانو له خوا اداره کېده.
د دې راپور د څېړنې په ترڅ کې، لیکوال له شلو قومي مشرانو، د کلي مشرانو، دیني عالمانو، حکومتي چارواکو او ټولنیزو فعالانو سره مرکې کړې. دولس پوښتل شوي تر پنځوس کلنۍ لوړ وو او نژدې ټول یې په مستقیم ډول په بدیو کې، چې ډېری یې د نورو له خوا پیل شوې وې، ښکېل وو. تقریباً ټول پوښتل شوي موافق وو چې په خوست کې پښتونولي او قومي قانون د افغانستان د نورو سیمو په نسبت ډېر ټینګ پلی کېږي. د ټولنې قومي جوړښت، سربیره پردې چې د ځمکو، ځنګلونو او نورو سرچینو پر سر پکي سیالۍ هم موجودې دي، اکثراً د بدۍ او دښمنیو یو مهم عامل بلل شوی دی.
په کليوالو سیمو کې ځمکه د کورنۍ تر ټولو قیمتي شتمني او د یو چا د ټولنیز حیثیت برخه وي. د ځمکو د ټک او سرحد پر سر شخړې ډېری وخت په تاوتریخوالي بدلېږي. په ورته ډول، د اوبو د نوبت پر سر شخړې، په ځانګړي ډول په کرنیزو سیمو کې، ډېر ځله وژونکې نښتي رامنځته کوي. د بېلګې په توګه، د تڼیو ولسوالۍ په یوه کلي کې، دوو کورنیو د کروندې د یوه کوچني لښتي پر سر لانجه وکړه. کله چې جنجال تاوتریخوالي ته واوښت او یو سړی ووژل شو، مقابل اړخ یې غچ اخیستلو ته اړ کړ. دې د غچ اخیستلو لړۍ پیل کړه چې تر کلونو یې دوام وکړ. په همدې ولسوالۍ کې یوه بله کورنۍ هم یوه لسیزه په بدۍ کې ښکېل وه ځکه چې دوی د یوې بلي کورنۍ د ځنګله برخه خرڅه کړې وه.
په ورته ډول، د ځمکې او اوبو پر سر یوه لویه شخړه د بلخیل او سوبريو قومونو تر منځ چې د خوست ختیځ او پکتیا کې مېشت دي رامنځ ته شوې. که څه هم د دې د پیل د مودې په اړه بې لابېل نظرونه شته، ځینې یې ۱۳۷۷ کال او ځینې بیا وایي نیمه پېړۍ مخکې پیل شوې — او دا هم نه ده روښانه چې لانجه په دقیق ډول د کومې ځمکې پر سر ده، خو لا هم دوام لري او تر اوسه د شاوخوا دوو سوو کسانو د وژنې لامل شوې ده. (د فرانسې خبري آژانس)
د بدیو نور لوی علتونه عزت، ناموس او شخصی مسایل دي. افغان ټولنه ننګ، غیرت او عزت ته ډیر اهمیت ورکوي. دا حقیقت چې د عزت لپاره دومره ډول ډول مفاهیم شته، د هغه په اهمیت او ټولنیز ژوندانه کې یې په مرکزیت دلالت کوي او دا هم څرګندوي چې هر ډول توهین یا اخلاقي تېروتنه کولی شي اوږدمهاله دښمنۍ رامنځته کړي. د ښځو له کوره تښتېدل، د زنا تورونه یا تش سپکاوې ډېر ځله په تاوتریخوالي بدلېږي چې څو نسله دوام کوي.
د خُوست ولایت په مندوزو ولسوالۍ کې په یوه پېښه کې یو ځوان د بلې کورنۍ له یوې نجلۍ سره وتښتېد. دا کار د نجلۍ د کورنۍ د عزت جدي سپکاوی ګڼل کېده او سملاسي د هغې د ټول قوم د عزت مساله شوه. د نجلۍ خپلوانو په ځواب کې د ځوان د کورنۍ یو نارینه غړی او همدا نجلۍ ووژل. په بدل کې، مقابل لورې هم د انتقام هڅه وکړه.
دا ډول پېښي په خوست کې په پراخه کچه پېښېدلې او پوښتل شویو د بېلابېلو بېلګو یادونه وکړه. اکثره وخت دواړه «مجرمان» د خپلو کورنیو له خوا د نامشروع اړیکو په تور وژل کېدل، که به ثابت شوي وو او با به تش د ګومان او شک تر کچې وو.
قومي او قبیلوي سیالۍ هم د بدیو د رامنځته کېدو یو بل مهم لامل دی، په ځانګړې توګه په داسي حال کې د عایداتي سرچینو او واک پر سر سیالي هم ورسره تړلې وي. ډېرې شخړې چې د کوچنیو مسایلو لکه د څړځایو یا د څارویو د ورکېدو له امله پیلېږي، کولای شي د قومونو ترمنځ اوږدمهالو دښمنیو ته لار جوړه کړي او تر لسیزو دوام وکړي.
سیاسي رقابتونه په تېره بیا د ۱۳۶۰مو کلونو راهیسي، د بدیو اور ته د پوکي په څېر ثابت شوې دي. ډېرې کورنۍ د شوروي-افغان جګړې پر مهال او وروسته د طالبانو د لومړي امارت په وخت کې هغه وخت وپاشل شوې، چې خپل- خپلوان یې د یو بل ضد مخالفو ډلو لپاره جنګېدل. سیاسي ملاتړ به د پراخې کچې غچ اخیستني لپاره یو سرپوښ و، ځکه چې ښکېلو اړخونو کولای شول د لویو وسله والو خواوو په ملاتړ، هغه که دولت وي یا کومه جنګي ډله، تکیه وکړي. حتی د جګړې له پای ته رسېدو وروسته هم د غچ اخیستني لړۍ روانې وي، ځکه کورنۍ غواړي زاړه حسابونه تصفیه کړي.
دا سیاسي سیالۍ او بدي په تېرو شلو کلونو کې په یوه بله بڼه هم را څرګندې شوې: که چا غوښتل خپل دښمن ختم کړي خو پرته له دې چې دی د غچ اخیستني سره مخ شي، نو دوی به یو نامالوم کس ددې کار لپاره ګوماره، قتل به یې وکړ، پړه به یې د جګړې په یوه اړخ واچول شوه. بله لار دا وه چې د بدۍ دواړه اړخونه به د جګړې له یوه اړخ، یا جمهوریت یا طالبانو سره یو ځای کېدل.
د بېلګې په توګه، څو پوښتل شویو یادونه وکړه چې د سوبريو قوم د طالبانو د ملاتړو په حیث پېژندل کېده، په داسې حال کې چې د تڼیو قوم غړي د افغانستان اسلامي جمهوریت سره ولاړ وو. یوه پوښتل شوي د یوې پېښې یادونه وکړه چې په کې د سوبریو قوم یو سړی د خُوست په بازار کې له یوه تڼي سره په یوه کوچنۍ لانجه کې ښکېل شو. دا چې د تڼي سړي په حکومت او د امریکا استخباراتی ادارې یا سی آی اې له ملاتړه برخمن د خُوست د ساتنې ځواک یا کې پې ایف کې وو، سوبری یې ونیو او شکنجه یې کړ او د پیسو له ورکولو وروسته یې خوشی کړ. وروسته، که چېرې تڼي د سوبریو سیمې ته ور غلي وای، امکان یې درلود چې په ورته سرنوشت اخته شوي وای، ځکه چې دا قوم له طالبانو سره ولاړ و، په خپلو سیمو یې پوره واک درلود.
د وروستیو څو لسیزو لانجو کې ، یو ځل چې به دښمنۍ پیل شوې، ډېر ژر به لويې او خونړۍ شوې. هغه څه چې دا دښمنۍ یې خونړۍ کړې وې، د وسلو پراخ شتوالی او هغوی ته لاسرسی وو چې د شوروي په وړاندي د افغان جهاد له وخته پیل شوی و او د ۱۳۷۰مو کلونو د کورنۍ جګړې، او وروسته یې بیا په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو او جمهوریت ترمنځ جګړو پوري دوام وکړ. پوښتل شویو وویل چې پخوا بدۍ اکثره د یو ډزو ټوپکونو یا حتی د نورو وسایلو لکه بېلچه او کلنګ په واسطه ترسره کېدلې او خونړیتوب یې محدود و. خو اوس، له اتوماتو او ضربه یی وسلو سره چې کولای شي څو ډزې یوځایي وکړي او هدفونه له لېرې واټن څخه په نښه کړي، بدۍ ډېري خونړۍ شوي او په تېزۍ سره پراخېږي، چې له دې سره یې د مرګ ژوبلې کچه تر پخوا ډېره لوړه شوې ده.
د مندوزو ولسوالۍ یو قومي مشر وویل چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې په یوه کلي کې چې دېرش کورنۍ پکې اوسېدي، نژدې نیمایي – څوارلس کورنۍ یې- په بدیو کې ، یا ترخپل منځ یا له نورو کلیو سره ښکېل وې. د خوست په ځینو سیمو لکه تڼیو ولسوالۍ کې مکمل کلي او حتی ټول تڼی قوم په خپلو کې او هم له نورو قومونو سره په بدیو ښکېل وو. پوښتل شویو څرګنده کړه چې داسې نژدې هېڅ پیښ شوي نه دي چې د تڼیو یوه لویه کورنۍ دې پرته له بدۍ څخه وي. د لکڼو سیمې یوه پوښتل شوي دوه وروڼه په یوې دښمنۍ کې له لاسه ورکړي، او بل د سپېرې ولسوالۍ څخه دوې خویندې د یوې بدۍ د حل لپاره په بدو کې ورکړې وې. درېیم مرکه کوونکی د ګربزو څخه د غچ له ډاره د ډیورنډ لیکې هغې خوا کورمه کې نهه کاله مهاجرت ته اړ شوی و. ځینې دښمنۍ دومره زړې وې چې له خلکو یې اصلي علت نور هېر و خو د غچ تمه لا هم ورسره ژوندۍ وه.
له بلې خوا، د منګلو قوم په دودیز ډول تر دې وروستیو پورې له شپږو مختلفو قومونو – مقبل، تیریزی، ځدراڼ، حیدر خېل، بابکر خېل، او اسماعیل خېل – سره په اوو هممهالو دښمنیو کې ښکېل و.
خو، په تېرو څو لسیزو کې په دې برخه کې لوی بدلون راغلی: د منګل قوم د نورو قومونو سره ټولې دښمنۍ پای ته رسولې، یوازې د ځدراڼو سره یې لا هم پاتي ده.
که څه هم د خوست ولایت لا هم په ډېره کچه کليوالي ولایت دی، او لا هم ټولنیز اړیکي د قومي دودونو په اساس دي، او د قانون قوي حاکمیت یا د شخړو د حل رسمي میکانیزمونه نه شته، بیا هم پراخو ټولنیزو او سیاسې بدلونو پر دې ټولنه د پام وړ اغېز کړی دی. دغو بدلونونو ډېری پخواني دودونه د بدیو د دود په شمول بدل کړي دي. په دې مانا چې د پخوا پرتله کم خلک په نویو بدیو کې ښکېلېږي او د غچ اخیستني لړۍ هم ژر پای ته رسېږي.
په بدیو کې کموالی؟
د بدیو د کمېدو دقیقه اندازه معلومول به ځکه ستونزمن وي چې نه یوازې د معلوماتو او مستندو اسنادو کمښت دی، بلکې دا شخړې پېچلې او تر ډېره شخصي بڼه لري. خو دا څېړنه، د هغو معلوماتو پر بنسټ چې پوښتل شویو وړاندې کړي، او د خپلو کلیو، قبیلو او ولسوالیو د بدیو حالت یې مقایسوي یاد کړی دی، ښیې چې په تېره نیمه پېړۍ کې د بدیو پېښې او د غچ اخیستنې لړۍ کمې شوې دي.
د دې راپور لپاره چې له شلو کسانو سره مرکې شوې، اکثریت یې اوس په هېڅ دښمنۍ کې نه و ښکېل او هېچا په تېرو اتلسو کلونو کې نوې دښمني نه وه پیل کړې. د مقبل قوم یوه پوښتل شوي د ځاځي میدان ولسوالۍ مثال وړاندې کړ چې څلوېښت کاله مخکې پکې د بېلابېلو قومونو او کورنیو ترمنځ له څلرویشتو څخه ډېرې دښمنۍ موجودې وې. د هغه په وینا، اوس دا شمېر یوازې څلورو ته راټیټ شوی او حتی هغه هم د څو لسیزو پخوانۍ بدۍ دي او په تازه کلونو کې نه دي پیل شوي . له مندوزیو ولسوالۍ څخه یوه قومي مشر هم ورته مقایسه وړاندې وکړه:
په تېرو لسو کلونو کې موږ یواځي درې نوې بدۍ لرو. خو څلويښت کاله مخکي زموږ کلي کې چې یواځي څلويښت کوره پکې اوسېدل ډېر کم داسې کورونه وو چې بدۍ به یې نه درلودې. دوی به یا خپله بدي کوله او یا به له پلرونو نه ورته پاتې وې.
د سوبریو ولسوالي نه یوه بل پوښتل شوي همداراز وویل چې دېرش کاله مخکي د دوی په کلي کې له ۱۴ کورنیو څخه څلورو یې بدۍ لرلې. هغه وویل، «خو اوس زموږ کلي کې ۸۰ کورنۍ اوسي او د بدیو شمېر دریو ته را ټیټ شوی». د همدې ولسوالي یو بل ۵۰ کلن قومي مشر وویل چې په تېرو پنځلسو کلونو کې ده ته نه یادېږي چې نوې بدي دې پیل شوې وي او یواځې ځیني پخوانۍ بدۍ لا رواني دي.
د تېر او اوس د عددي مقایسو تر څنګ چې د لږو نویو بدیو د پیل څرګندونه کوي، پوښتل شویو د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې ګڼې داسې بېلګې هم وړاندې کړې چې پخوا به په حتمي ډول د دښمنۍ رامنځته کېدو سبب ګرځېدې، خو د ټولنیزو بدلونو له امله یې نورې دښمنۍ نه دي را ولاړې کړي. د بېلګې په توګه، د مندوزو ولسوالۍ یوه پوښتل شوي څرګنده کړه چې پنځلس کاله مخکې کله چې به دوه موټرونه سره ټکر شول، خلکو به ددې پر ځای چې ستونزه له قانوني لارو حل کړي، په خپلو کې لانجه جوړه کړه. هغه وویل: «ممکن ټکر دومره تاوان نه وای اړولی، خو جنګ به دومره زیان واړاوه چې کله ناکله به په کې یو څوک په چاړه وهل کېده یا حتی وژل کېده.» خو هغه بیا زیاته کړه چې: «اوس چې کله د ټکر پېښه کېږي، خلک راځي او له یو بل څخه پوښتنه کوي چې تاواني شوی دی که نه او که روغتون ته د وړلو اړتیا وي. بیا منتظر کېږي او موضوع په سوله ییز ډول حلوي.»
بل پوښتل شوي، چې د خوست ښار د متون سیمې اوسیدونکی او یو محصل و، ورته بېلګه وړاندې کړه: «زموږ په کلي کې، شاوخوا اتلس کاله مخکې، یوه سړي په موټر د چا کوچنۍ لور ووهله. کلیوالو هغه سړی داسې وواهه چې لاسونه او پښې یې ورمات کړل. تېره میاشت زموږ په کلي کې بل سړي یو ماشوم په موټر وواهه. د ماشوم کورنۍ راغله او ماشوم یې د هغه په موټر کې روغتون ته یووړ. کله چې ماشوم جوړ شو، هغوی یوه جرګه راوغوښتله او موضوع یې پرته له تاوتریخوالي حل کړه.»
یوازې د بدیو پېښې کمې شوې نه دي، بلکې د هغوی د ترسره کېدو پخوانېو دودیزو شکلونو کې هم بدلون راغلی دی. یو مهم بدلون دا دی چې، د پخوا خلاف، نننۍ دښمنۍ ډېرې محدودې شوې دي، لکه څنګه چې یوه پوښتل شوي تشریح کړه:
پخوا که به د یوه قوم یوه کورنۍ د بل قوم له یوې کورنۍ سره په بدۍ ښکېله شوه، جنجال به یوازې د همدې دوو کورنیو ترمنځ نه پاتې کېده. ټول قوم به ورګډېده، او یا به د تره زامن او لرې خپلوان پکې ښکېل شول. خو اوس، کله چې په یوه کلي کې یوه کورنۍ په بدۍ ښکېله شي، حتی د هغوی تره زامن هم نه ښکېل کېږي او له هغوی څخه غچ نه اخیستل کېږي.
آن د یوې کورنۍ دننه هم د غچ هدف کې بدلون راغلی دی. د ټولیز مسؤلیت اصل، چې د بدیو یوه پخوانۍ ځانګړنه وه، اوس ورو ورو انفرادي توب ته ځای پرېږدي. پخوا چې کله یو سړی وژل کېده، د هغه د کورنۍ هر نارینه غړی د غچ اخیستني هدف کېدلی شو. خو اوس ډېری وخت غچ یوازې له اصلي قاتل څخه اخیستل کېږي. یوه پوښتل شوي یوه وروستۍ پېښه داسې بیان کړه:
تېر کال، یوه تڼي د یوې شخړې پر مهال یو سوبری وواژه او له سیمې وتښتېد. وروسته سوبري د هغه کورنۍ ته ورغلل او غوښتنه یې وکړه چې قاتل ورته وسپاري. د قاتل کورنۍ ورته وویل چې هغه تښتېدلی دی او دوی یې نشي موندلی. سوبري بالاخره پرته له دې چې بل چا ته زیان ورسوي، لاړل. بدي لا هم په ځای ده، خو اوس هغوی یوازې قاتل غواړي، نه د هغه وروڼه او پلار. د هغه پلار او وروڼو هغوی ته وعده ورکړه چې که هغه پیدا کړي، جرګه به راوغواړي او موضوع به په سوله ییز ډول حل کړي.
سربېره پر دې، د غچ اخیستني د لړۍ موده هم په څرګند ډول لنډه شوې ده. ډېرې هغه دښمنۍ چې پخوا به یې تر پېړیو دوام کاوه، اوس ډېر ژر پای ته رسېږي. په ځانګړې توګه، هغه زړې دښمنۍ چې له پخوا روانې وې په زیات شمېر پای ته رسېږي. د بېلګې په توګه، د لکڼو په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۴۰مو کلونو کې پیل شوې وه او تر څو لسیزو پورې یې دوام وکړ او له دواړو لورو اووه کسان پکې ووژل شول. خو نننی نسل – چې د اصلي بدۍ کوونکو کړوسیان دي – د پوهنتون د ټولګیوالو په توګه یو ځای اوسېدلي او د دښمنۍ دوام ته هېڅ لېوالتیا نه لري. دا کار د پخوانو اصولو په رڼا کې ناشونی برېښېده.
د نسلونو تغیر دا معنا لري چې ډېری ځوان افغانان نور دا خپل مکلفیت نه ګڼي چې د خپلو پلرونو او نیکونو دښمنۍ پرمخ یوسي. د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون یوه محصل وویل:
پخوا زموږ په ټولنه کې ډېر بد دودونه موجود وو. هر دلیل چې یې درلود، لږ تر لږه موږ پوهېږو چې هغه بد وو او نه یې له اسلام او نه له انسانیت سره سمون درلود. نو کله چې موږ پوهېږو چې هغه بد وو او د بېګناه انسانانو ژوند یې اخیست ولې باید موږ هغه ته دوام ورکړو او په هغه لاره روان شو چې موږ یې خپله بده ګڼو؟ هېڅکله نه. موږ باید هغه ګناهونه او تېروتنې ونه کړو چې زموږ نیکونو کړې دي.
د بدیو د کمښت تر شا لاملونه څه دي؟
بېلابېل عوامل، په ځانګړي ډول د تېرو دوو لسیزو ټولنیز بدلونونه او پرمختګونه، د بدیو د کمېدو او د شخړو د ژر حل کېدو په برخه کې موثر تمام شوي دي. ډېری هغه علتونه چې پخوا به یې بدۍ را منځته کولې، اوس داسې بدل شوي چې نور سملاسي په خپل سر بدۍ نه رامنځته کوي. د بېلګې په توګه، که څه هم د ځمکو پر سر لانجې لا هم شته، خو د کورنیو او بیا د قومونو ترمنځ د ځمکې مالکیت اوس ډېر واضح او پوله ډېره روښانه ټاکل کېږي. دغه روښانتیا د جنجال مخنیوی کړی او د هغو شخړو د رامنځته کېدو مخه یې نیولې چې ډېری وخت به تاوتریخوالي ته وتلې. اوبه، چې پخوا د بدیو بل مهم لامل و، اوس لږې لانجې رامنځته کوي، ځکه طبیعي بدلونونو او د وسایلو پرمختګ د اوبو د ترلاسه کولو او وېش بڼه بدله کړې ده.
د مندوزو ولسوالۍ یوه قومي مشر د تېرو دښمنیو په اړه وویل:
پخوا خلکو د اوبو پر سر جنګونه سره کول. یو ګډ کاریز به موجود و او هر چا به د خپلې ځمکې لپاره په ټاکلې اندازه اوبه ترې اخیستۍ. خو کله ناکله به چا د اوبو لوری خپلو کروندو ته اړاوه او نور به یې له اوبو محرومول. دې به جګړې ته لاره هواره کړه او بالاخره به په بدۍ واوښته. اوس هغه کاریزونه نور نه شته. هر کور خپله څاه او د لمر په برېښنا چلېدونکی د اوبو ایستنې سیستم لري، نو پر دې موضوع نورې شخړې نه دي پاتې.
یوشمېر پوښتل شویو یادونه وکړه چې پخوا د دوی په کلیو کې ښځو په ټولنیز ژوندانه کې، له کاریزه څخه د اوبو له راوړلو او په کروندو کې تر کار کولو پوري زیات رول درلود او له نامحرمو سړیو سره د هغوی د مخامخ کېدو امکان ډېر و، او د کورنۍ عزت یې ګواښلی او شخړې یې جوړولای شوې چې بالاخره به د بدیو لامل کېدلې. خو لکه څنګه چې د خوست ښار د متون سیمې یوه پوښتل شوي وویل:
اوس هر کور خپله څاه لري. ښځې نور ګودر یا کاریز ته د اوبو لپاره نه ځي. هغوی لکه پخوا په کروندو کې هم کار نه کوي او د کورونو دېوالونه دومره لوړ دي چې څوک دننه نه شي کتلای.
دا په دې مانا نه ده چې د دښمنیو ټول لاملونه له منځه تللي، بلکي ډېر یې د وخت په تېرېدو یا خو په طبیعي ډول حل شوي او یا هم کمزوري شوي دي. نن ورځ، د ځمکو د پولو واضح ټاکنه،عایداتي سرچینو ته ښه لاسرسی او د خلکو زیاتېدونکی عامه پوهاوی ددې لامل شوي چې هغه عوامل کمزوري شي چې پخوا به یې په ډېرې اسانۍ بدۍ را منځته کولې.
سربېره پر دې، د خلکو د ټولنیز چلند او لومړیتوبونو بدلون هم د بدیو د کمېدو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. هغه دودیز قبیلوي جوړښتونه چې پخوا یې د خلکو د ژوند بڼه ټاکله، نور د منلو نه ګڼل کېږي او نه د ژوند کولو معیاري لاره ده. دغه جوړښتونه، چې پخوا د ټولنې د نظم اساس وو، اوس په زیاتېدونکي ډول د ځوانانو له خوا تر پوښتنې لاندې راځي. لکه څنګه چې یوه ځوان پوښتل شوي وویل، دا دودونه «بېمنطقه دي او د جاهلیت له زمانې څخه پاتې دي.» هغه څه چې پخوا د ټولني د عادي نظم برخه ګڼل کېدل، اوس ورته په شک او تردید کتل کېږي، ځکه دا زاړه قبیلوي دودونه له معاصرو ارزښتونو سره سمون نه مومي.
د پخوانیو دودونو پر ځای نوي، معاصر ارزښتونه راڅرګند شوي دي. ټولنه د بشري حقونو، زده کړو او د شخړو د هواري لپاره په سوله ییزې لارې د ټینګار پر لور روانه ده. که څه هم دودیز قبیلوي جوړښتونه په ځینو سیمو کې لا هم خپل اهمیت لري، خو د تېرو دوو لسیزو ټولنیزو پرمختګونو د پخوانیو ډېرو دودونو ارزښت پیکه کړی دی. د سپیرې ولسوالۍ یوه تن مرکچي د اوسنیو کورنیو او قومونو د پرېکړو څرنګوالی په لاندي ډول تشریح کړ:
پخوا د یوه قوم یا کورنۍ ټول برخلیک یوازې د یوه مشر په پرېکړه پورې تړلی و. نورو خلکو به د هغه خبرې پرته له پوښتنې منلې، ځکه د هغه خبره لومړۍ او وروستۍ وه. خو نن کله چې کوم مشر غږېږي، خلک یې نور په ړندو سترګو اطاعت نه کوي. پر ځای یې د هغه خبرې ارزوي چې آیا منطقي دي او د قوم د هوساینې په ګټه دي که نه. پرېکړې نور یوازې د یوه کس له خوا نه کېږي — اوس هر فرد خپله ونډه لري او څوک د هغوی پر ځای د هغو له رضا پرته پرېکړه نه شي کولی.
د متون سیمې یو بل مرکچي چې عمر یې تر پنځوسو زیات و، داسې تشریح کړه چې د یووالي او ټولیز مسؤلیت دود په ټولنه کې څنګه خپل ځای له لاسه ورکړی:
کله به چې د یوه قوم یو کس د بل قوم له خلکو سره دښمنۍ ته ورګډ شو، نو ټول قوم به په کې ګډون خپل فرضګاڼه او ډېر ژر به هغه لانجه په قومي شخړه بدله شوه. خو قومونه او قبیلې نور د پخوا په شان سره یو موټی نه دي او د هغوی یووالي سخت زیانمن شوی دی. هر څوک د خپلې کورنۍ ګټې ته لومړیتوب ورکوي او د قوم لپاره له نورو سره دښمنۍ نه کوي.
لکه څنګه چې وویل شول، ښه او باعزته ژوند تېرول تل یو هدف او هیله وي خو هغه معیارونه چې دا ښه ژوند یې تعریف اوه اوس په بنسټیز ډول بدل شوي دي. پخوا عزت په زور او غچ اخیستنې کې و، بدي کول او د غچ اخیستلو وړتیا ښکاره کول که د یو چا د ژوندانه په قیمت هم وو، د قوت نښه ګڼل کېده. سرچپه یې، نن ښه ژوند په ثبات، زده کړو او قوي اقتصاد تعریفېږي. لکه څنګه چې د مندوزیو یو تن سوداګر او د پوهنتون فارغ وویل:
تعلیم د کورنیو لپاره لومړیتوب ګرځېدلی دی. خلک نه غواړي چې له لاسه یې ورکړي یا خپله راتلوتکې په بدۍ کې په ښکېلېدو ویجاړه کړي. زه یو کس پېژنم چې بدي یې درلوده او نه یې شو کولای چې خپل زامن ښوونځي یا پوهنتون ته ولېږي، ځکه وېره یې درلوده چې څوک به برید پرې وکړي. هغه تل تر فشار لاندې ژوند کاوه او یوازې د یوې وړې پلمې په لټه و، چې بدي ختمه او مقابل طرف سره سوله وکړي څو دا شخړه پرته له نورې ویني تویېدنې پای ته ورسوي.
یو بل مرکچي، چې د متون له قومي مشرانو څخه دی، داسې وویل:
اوس خلک د بدۍ تر شروع کولو مخکي دوه ځله فکر کوي ، ځکه دا یوازې د عزت خبره نه ده، بلکې د راتلونکې خبره ده. دوی فکر کوي چې څوک به دوکان وچلوي؟ ښوونځي ته به څنګه ځي؟ که دا دښمني زموږ ژوند داسې متاثره کړي نو راتلونکې به څنګه کېږي؟ پخوا خلکو پرته له دې چې پوښتنه یا فکر وکړي په هغو قومي دودونو پسې تلل چې له تېرو نسلونو څخه پاتي شوي وو. خو نوی نسل نور هغوی نه مني او نه یې پالي. د سوبریو ولسوالۍ د یوه کلي مشر دا څرګندونې وکړي:
پخوا خلکو یوازې نرخ مانه او بل څه یې نه پېژندل. خو وروسته له دې چې بهرنیو هېوادونو ته ولاړل او و یې لیدل چې خلک په نورو ځایونو کې څومره هوسا ژوند کوي، ددوی فکر بدل شو. هغوی توپیر ولید او زموږ د پخوانیو دودونو په اړه شکونه ورته پیدا شول. ډېر قومي دودونه غیرمنطقي ورته ښکاره شول، او خلکو یې له منلو لاس واخیست.
یو بل مرکچي، چې په خوست کې د یوې محلي غیر دولتي مؤسسې مشر و، وویل چې زده کړو ته لاسرسي د خلکو پر درک ډېر اغېز کړی دی. هغه وویل:
زموږ په سیمه کې داسې خلک وو چې آن ګردېز ښار [د پکتیا مرکز] ته هم نه وو تللي. کله چې ظاهر شاه کوښښ وکړ چې زموږ په سیمو کې ښوونځي پرانیزي، خلکو ویل چې موږ به اضافي مالیه ورکړو، خو خپل زامن ښوونځي ته نه شو لیږلای. هغوی د زده کړو ارزښت نه پېژانده. هغوی هېڅکله له خپلو کلیو بهر نه وو وتلي او نه پوهېدل چې د ژوند کولو نورې لارې چارې هم شته. خو اوس ځوانان سفر کوي، نوي شیان ویني او تعلیم کوي. هغوی پخوانیو دودونو ته په پوښتنه ګوري، خو سپین ږیري ډېرئ وخت دا نه خوښوي. زما په یاد دي چې زما نیکه ماته یو وار بېحیاء یوازې په دې خاطر وویل چې زما یو ملګری د هغه قوم و چې له موږ سره یې ډېره پخوا بدي درلوده. زما نیکه لا هم له هغه کس سره بدي لري. خو زما لپاره هغه بدي بې مانا ده.
د لکڼو یوه سیمه یز مشر هم د تعلیم په رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې تعلیم د خلکو په چلند او لیدلوري کې بدلون راوستی دی:
پخوا چې ډېری خلک نالوستي و په بېخي وړو خبرو به یې بدي جوړوله. خو اوس چې ډېر لوستي دي، هغوی د بدیو د بدو پایلو په اړه فکر کوي او هڅه کوي لانجې د بحث او منطق له لارې حل کړي. نن سبا ډېره کمه داسي پېښېږي چې وړې لانجې دې د بدۍ یا وژنو لامل شي.
مصالحه، د امارت عدالت او د ځوانانو ونډه
خلک نور په اسانۍ په بدۍ کې ځانونه نه ښکېلوي، ځکه ځیني نور عوامل مخکې له دې چې شخړه پراخه شي، د بدۍ د رامنځټه کېدو مخه نیسي او حل کوي یې. د بېلګې په توګه، کله چې څوک په یوه شخړه کې وژل کېږي، د مقتول کورنۍ سملاسي د غچ اخیستو هڅه نه کوي. پر ځای یې، هغوی د سیمې مشران رابولي څو ددوی تر منځ منځګړیتوب وکړي او موضوع هواره کړي. د قاتل د وژلو پر ځای، د مقتول کورنۍ کېدای شي د دیت ورکړه ومني. د دې ډول حل بله بڼه په خوست کې پخوا دا وه، چې د قاتل کورنۍ به خپله یوه لور د قرباني کورنۍ ته په بدو کې په نکاح ورکوله؛ خو نن سبا، پیسې په جنوب ختیځ کې د دې ډول مسایلو د حل اصلي وسیله ګرځېدلې ده.
یوه مرکچي یو مثال وړاندي کړ:
تېره میاشت زموږ په کلي کې د ځمکې پر سر یوه جنجال کې یو سړی ووژل شو. د هغه کورنۍ هېڅ غبرګون ښکاره نه کړ، او د جنازې او نورو مراسمو وروسته، د قاتل کورنۍ د مشرانو یوه جرګه هغوی ته ورولېږله. هغوی جرګه ومنله، او د جرګې پر مهال یې د ۵۰ لکه کالدارو [پاکستانۍ روپۍ، شاوخوا ۱۷ زره امریکايي ډالره] په ورکولو سره یې قاتل وباښه.
د پیسو په بدل کې د بدۍ حل پخوا په خوست کې ستر سپکاوی او د ټولې کورنۍ او قوم بېعزتۍ ګڼل کېده. ځینې خلک لا هم همداسې ګڼي او دا «د کورنۍ د غړو د وینې پلورل» ګڼي. څو مرکچیانو دا چاره نا سمه وبلله ځکه ددوی په نظر «که یوازې په پیسو سره بښنه کېدای شي، نو وژنه به لا اسانه شي.» خو ځینې نورو بیا دا کار سم ګاڼه ځکه دوی په دې اند وو چې ښايي دا چاره د نورې وینې تویېدني مخه ونیسي. هغوی وړاندیز وکړ چې د دیت «کچه باید ډېره لوړه وټاکل شي چې څوک د چا د وژلو فکر هم ونه کړي.»
د خلکو له نظره هغه څه چې په دې وروستیو کې یې په خوست کې د بدیو د پېښو کمېدا ته لار جوړه کړې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د قانون د حاکمیت ښه کېدل دي. د لسیزو په جریان کې، په خوست کې رسمي قانون ډېر محدود نفوذ درلود، ځکه په دې ولایت کې دولتي حضور او قوت کمزوري وو. ولسونو خپلې چارې د محلي قومي قوانینو له مخې سمبالولې، چې ډېر وخت به حتی له رسمي قوانینو سره په ټکر کې وو او د کورنیو او قومونو ترمنځ د بدیو د دوام او پراختیا لامل ګرځېدل. دې حالت ته د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې د دولت او دولت ضد وسله والو ترمنځ د واک وېش نوره هم لمن ووهله، ځکه د قانون عملي کېدل یې تقریباً ناممکن کړل. یوه مرکچي داسې تشریح کړه:
که به چا د [جمهوریت تر ولکې لاندې سیمه] کې بل څوک وواژه، نو هغه به [د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې] ته تښتېد، څو له نیول کېدو څخه ځان وژغوري. او که به چا څوک د [طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه] کې وواژه، هغه به د [دولت تر ولکې لاندې سمې] ته تښتېد او هلته به ازاد ګرځېده.
د اسلامي امارت له راتګ سره، د دولت ولکه د هېواد ټولو سیمو ته غځېدلې ده. قانون چې پر اسلامي شریعت او د حنفي فقهې پر اصولو ولاړ دی، په ټول هېواد کې نسبتاً یوشان تطبیقېږي. په غچ کې وژنې ته تر ډېره په بده سترګه کتل کېږي او تر ډېره د قضا له لارې یا د غیر رسمي جرګو له لارې حل کېږي. په ځانګړي ډول په خوست کې، چې یوه دودیزه ټولنه ده، طالبانو خلکو ته په څرګند ډول ویلي دي چې که څوک له دې وروسته په بدۍ کې ښکېل شي، مجرم به وګڼل شي. اوس که څوک په یو جنجال کې ووژل شي، کورنۍ یې باید خپلسری غچ وا نه خلي، بلکې مجرم باید د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شي او محکمې ته وړاندې شي، څو د شریعت مطابق پرېکړه وشي.
یوه دغسې پیښه د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ میاشت کې د خوست ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې را منځته شوه چې د یوې کورنۍ دیارلس غړي، چې یوه میندواره ښځه او ماشومان هم پکې وو، ووژل شول. د لیکوال معلومات دا ښیي چې برید د یوې اوږدمهالې بدۍ څخه سرچینه اخیستې وه. خو پر ځای د دې چې د مقتولینو خپلوان غچ اخیستو ته دوام ورکړي، دولت مداخله وکړه او شکمن کسان یې ونیول. د هغوی قضیه اوس په محکمه کې ده، او له دې پیښي څخه د یوه باخبره چارواکي په وینا، که کافي شواهد وموندل شي، ښايي مجرمین د اعدام سزا ترلاسه کړي. (افغان ټایمز)
د امنیتي ځواکونو او قضاییه ارګانونو قوت او زیاتې دونکي ځواک، سره له دې چې استثناوې به لا هم وي، په مستقیم ډول د نوو بدیو په کموالي کې ونډه درلودلې ده. یوه پوښتل شوي داسې وویل:
زموږ په کلي کې یو سړی ووژل شو. قاتل وتښتېد، خو د یوې اوونۍ دننه طالبانو ونیو. د هغه قضیه اوس په محکمه کې ده او ښايي قصاص شي. که داسې وشول، د مقتول کورنۍ به احساس وکړي چې عدالت پلی شوی او نور به د غچ اخیستو هڅه ونه کړي.
که څه هم د بدۍ پېښې لا هم شته، خو اوس ډېرې لږې د اوږدمهالو غچ اخیستنو په بڼه راڅرګندېږي. نویو قضایي او حقوقي ارګانونو، که څه هم د مخکني حکومت له نظم او دغه راز قومي دودونو څخه توپیر لري، لږ تر لږه تر یوې کچې د عدالت لپاره بدیل چوکاټ برابر کړی ـ داسې یو چوکاټ چې ډېری خلک یې ښه او باصلاحیته ګڼي.
اسلامي امارت هم په دې برخه کې یو نوښت پیل کړی څو د کورنیو او قومونو ترمنځ شخړې هوارې کړي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزارت یوه چارواکي له خولې «په تېرو درېیوکلونو کې، موږ یوازې په خوست کې له دېرشو څخه ډېرې شخړې حل کړې دي، چې ځینو یې تر سلو کلونو زیات دوام کړی و.» د خوست ولایت یوه سیمه ییز چارواکي داسې وویل:
موږ د سپین ږیرو، دیني عالمانو او دولتي چارواکو یوه کمېټه جوړه کړې ده چې ولسوالیو ته تګ راتګ کوي څو شخړې معلومې کړي. دوی بیا له دواړو لوریو سره ناستې کوي او هڅه کوي په تفاهم یې هوارې کړي. د خداي په فضل، دوی په دې کار کې ډېر بریالي دي.
د ۱۴۰۲م کال په لیندۍ میاشت کې، پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د دوو کورنیو ترمنځ پنځوس کلنه دښمني د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده. پژواک همداراز د ۱۴۰۲ کال لړم میاشت کې راپور ورکړ چې په خوست ولایت کې یوه بله بدي هم د ولایتي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسیده. د خوست د پولیسو د قوماندانۍ یوه چارواکي لیکوال ته په تېره سلواغې میاشت کې ویلي و:
کله چې قتل وشي، امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې د مجرم د نیولو هڅه کوي. هغوی همداراز ډاډ ترلاسه کوي چې د مقتول کورنۍ د غچ اخیستلو هڅه ونه کړي. موږ کورنۍ راغواړو او ډاډ ورکوو چې مجرم به د اسلامي عدالت مخې ته ودرول شي.
سربېره پر دې، په تېرو لسو کلونو کې ځوانان د شخړو د حل او مخنیوي په برخه کې فعاله ونډه اخلي. د پخوا خلاف چې قومونو په خپل منځو کې لږ اړیکې او راشه درشه درلوده ، اوسنی ځوان نسل وَبله (په خپلو کې) نژدې اړیکي او ګڼې ګډې ځانګړتیاوې لري. یوه ځوان پوښتل شوي چې د یوې غیر دولتي موسسې کارکوونکی و، وویل:
اوس ځوانان د سیاحت لپاره ولسوالیو او ولایتونو ته سفر کوي او په پوهنتونونو او ښوونځیو کې له ډول ډول کسانو سره ټولګیوال دي. که څه هم د بېلابېلو قومونو څخه وي خو یو بل پېژني او یو ډول ارزښتونه لري ځکه چې په عین ځای کې زدهکړې کوي. هغه څه چې په ځانګړي ډول خوست کې زیات دي، د ځوانانو ترمنځ قوي یووالي او ټولنیز پیوستون دی. خوستي ځوانان له انرژۍ ډک دي او د زړو، جهالت ککړو دودونو ختمولو ته سخته لېوالتیا لري. کله چې له یوې بدۍ څخه خبر شي، ډېری وخت مشران هڅوي چې مداخله وکړي او ستونزه حل کړي. او که مشران ګام وانخلي، نو دوی خپله د دواړو اړخونو ځوانانو ته ورځي او د منځګړیتوب لپاره خپله هڅه کوي.
یوه بل پوښتل شوي داسې هڅې لیدلې چې د بدیو له تازه پیلېدو سره سم ځوانانو په خواله رسنۍ لکه فیسبوک کې د هغې د ختمولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي. هغه وویل:
نن سبا خلک ډېر فیسبوک کاروي. زما په یاد دي چې په تڼيو ولسوالۍ کې د ځنګله پر سر شخړه وشوه او جنجال یې زیاتېده. ځوانانو په فیسبوک کې کمپاین پیل کړ او له دیني عالمانو، مشرانو او حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې مداخله وکړي. په پای کې هغوی د یوې جرګې په جوړولو بریالي شول او شخړه په سوله ییز ډول حل شوه.
دا بدلونونه د امارت تر واکمنۍ وړاندې لا پيل شوي وو. د بېلګې په توګه، په ۱۳۹۵ کال کې د خوست ځوانانو یو کمپاین پیل کړ او له حکومت، قومي مشرانو او مدني ټولنو یې وغوښتل چې د جبري ودونو او په بدو کې د نجونو د ورکړې دود پای ته ورسوي. که څه هم ځوانان په ټولنیزه کچه دومره نفوذ نه لري او له همدې امله هر وخت مستقیمه مداخله نه شي کولای، خو بیا هم د ټولنې دننه د مثبت رول لوبولو توان لري. د خوست ښار یو مدني فعال وویل:
کله چې ځوانان پرېکړه کوي چې په یوه کار کې برخه واخلي، دوی ډېری وخت د قومي دودونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه دا دودونه د مشرانو درناوی او د هغوی اطاعت اړین ګڼي. خو له بلې خوا، ځوانان خپله هڅه پیلوي او د مشرانو په ښکيلولو کار کوي، هڅه کوي هغوی د کار برخه کړي، ځکه د مشرانو ونډه د نورو لپاره ډېر اعتبار او اغېز لري. د بېلګې په توګه، د ځوانانو د ډلې هر غړی هڅه کوي د خپلې کورنۍ مشر قانع کړي، وروسته د کلي مشر او ملا ته ورځي څو د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي، او په پای کې له قومي مشرانو سره د بدۍ موضوع په څېر د ځانګړو مسایلو په اړه مشوره کوي. دوی بیا ټول د یوه ګډ چتر لاندې راټولوي، او کله چې راغونډ شول، خپل نظرونه له مشرانو سره شریکوي، چې بالاخره همدا مشران اقدام کوي.
دا د پخوا پرتله، چې ځوانانو به یوازې د خپلو مشرانو اطاعت کاوه، یو ستر بدلون دی. که څه هم هغوی لا هم په داسې مسایلو کې لکه بدۍ بشپړ اجتماعي اغېز نه لري، خو کولی شي د منځګړیو په توګه کار وکړي او د شخړو په غوڅولو کې آسانچاري شي.
پایله
په ټولنیزو معیارونو اوارزښتونو کې دا ورو خو ورسره ورسره ژور اوښتون چې د افغان ټولنې په جوړښت کې د پراخ بدلانه په اغېز رامنځ ته کېږي، خورا پاموړ دی. په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د اوږدې جګړې، کډوالۍ او ټولنیزي بېثباتۍ یوه اوږده دوره تېره کړه. د هېواد دننه او د کډوالۍ له امله، وګړي په داسې چاپېریالونو کې و اوسیدل چې له منزوي او له نړۍ ګوښه کلیوالو ټولنو سره یې توپیر درلود.
له نویو ټولنو سره اړیکو، زده کړو ته د لاسرسي پراخېدا، د ښاري ژوندانه له اغېزو او له نوو ټولنیزو او اقتصادي واقعیتونو سره د تطابق اړتیا په ګډه د هویت، اخلاقو او د منلو معیارونو په بیا تعریفولو کې مهم رول ولوباوه. د دې بدلون یوه تر ټولو څرګنده نښه د عزت په مفهوم او د بدۍ په څېر دودیزو چلندونو کې بدلون و. دغه کړنې، که څه هم منفي وې، خو نه یوازې منل کېدې بلکې عادي هم انګېرل کېدې.
خو کله چې ټولنې د جګړې، کډوالۍ او فقر له امله وپاشل شوې او په ځانګړي ډول ځوانانو د کار یا زدهکړو لپاره ښارونو او بهر ته مخه کړه، نو دا پخواني مفاهیم او کړنې تر جدي پوښتنې لاندې راغلل. د بدیو او دښمنیو کمېدل د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د پوهاوي له زیاتېدو سره نېغ تړاو لري ځکه نو داسې تاوتریخوالی نه د تل لپاره او نه هم له اخلاقي اړخه د منلو دی.
نن سبا، د هېواد په ډېرو سیمو کې هغه اخلاقي معیارونه چې پخوا یې بدیو ته مشروعیت ورکاوه ، تر پوښتنې لاندې دي. د بې عزتۍ د تعریف ساحه تنګه شوې او ډېر خلک د اوسني معیار لپاره یا دین یا نورو پراخو انساني ارزښتونو ته مخه کوي.
په عین حال کې، د دې بدلون د لاملونو تر منځ باید توپیر وشي. له یوې خوا، د ژور او ښایي دایمي بدلون نښې لیدل کېږي. د نسلونو په اوښتو د ارزښتونو اوښتل، زدهکړې او کډوالۍ، او د دین مخ په زیاتیدونکې ونډه د بنسټیزو بدلونونو استازیتوب کوي چې ښایي اوږدمهاله پاتې شي.
خو له بلې خوا، ځینې هغه شرایط چې دې بدلانه ته یې لار جوړه کړې، پخپله ډېر نازک او کمزوري کېدلی شي. د بېلګې په توګه، په هغو سیمو کې چې د جګړې په کمېدو او د اوبو یا ځمکې په څېر سرچینو ته د ښه لاسرسي په اغېز کړکېچونه کم شوي، هلته د بدیو کمېدل ښایي د همدې عواملو په ثبات پورې تړلي وي. که دا سرچینې بیا کمې شي، یا سیاسي او اقتصادي بېثباتي نوره هم ژوره شي، نو ځینې پخوانۍ دښمنۍ بېرته راپورته کېدلی شي.
سربېره پر دې، د طالبانو د واکمنۍ اوږد مهاله اغېز لا روښانه نه دی. که څه هم د بدیو اوسنی مخ په ځوړ بهیر د هغوی تر بیا واکمنېدو وړاندې پیل شوی او د شریعت د تنفیذ مستقیمه پایله نه ده، خو د دوی د قانون د حاکمیت او د عدالت او واک طریقه چې ټولنې په راتلونکي کې شخړي څنګه حل کړي، ښایي ژور اغېز ولري.
په ټوله کې، په خوست کې د بدیو کمېدل نه تصادفي دي او نه یوازې د پورته څخه د کنټرول پایله. دا د ټولنې د پېچلو، څو-سطحي بدلونونو نتیجه ده چې د لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوي دي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۹ سنبله / وږی ۱۴۰۴