Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

د اصلاحاتو او ځپلو تر منځ: د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند شپېتمه کلیزه

توماس روتیگ 28 دقیقې

د افغانستان کیڼ اړخي خلق ډ یموکراټیک ګوند په ۱۳۵۷کال کې د یوې کودتا پرمټ د هېواد حالات په نه سمېدونکې توګه بدل کړل او د داسې پېښو لړۍ یې ونښلوله چې  پایېدونی اغېز لري. په دې ګوند باندې د شوروي اتحاد د اغیز په څومره والي او همدا ډول واک ته د ګوند د رسېدا له پاره د مسکو د میل په اړه پخواني بحثونه تر نن پورې هم دوام لري. د خلق ډیموکراټیک ګوند واک ته رسېدا او د ۱۳۵۸ کال په مرغومي میاشت کې د شوروي اتحاد له خوا وسله وال یرغل نه یواځې د افغانستان سیاسي اوضاع په لړزېدونکې توګه بدله کړه، بلکې د عامو افغانانو ژوند یې هم اغېزمن کړ. سره له دې چې لوېدیځ ددې ګوند په مخالفت کې د مجاهدینو ملاتړ کاوه،خو خلق ګوند د عصریتوب او حکومتولۍ پر سر د افغانستان کورنۍ شخړه نړیواله کړه. دا شخړه چې له څه باندې څلورو لسیزو را روانه ده، د سړې جګړې په شرایطو کې وروستۍ توده جګړه بلل کېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې توماس روتیګ د خلق ډیموکراټیک ګوند تاریخ ته کتنه کړې او ددې لیکنې له پاره يې ددې شبکې له پخوانیو لیکنو او له نورو لږو مشهورو سرچینو مالومات ور ګډ کړي دي.

ولسمشر نجیب الله د ډاکټر صالح محمد زېرې په ګډون د خلق ډیموکراټیک ګوند له ګڼو غړو سره په کابل کې د شوروي اتحاد له وتلو یوه لنډه موده وړاندې د سرو لښکر له پوځیانو سره د یوه پوځي رسم ګذشت پر مهال روغبړ کوي. انځور: ډانیل جانین/ اې ایف پي، ۱۹ اکتوبر ۱۹۸۶

د ۱۳۴۳ م کال د مرغومي  په یوولسمه ۲۷  سړیو( په ظاهره په دوی کې کومه مېرمن نه وه) د کابل پوهنتون جنوب خوا ته په شېرشاه مېنه ( څلورمه کارته) کې په یوه کور کې د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند جوړ کړ.

د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند، یو له هغو ډلو څخه و، چې د ۱۳۴۲م کال د اساسي قانون له تصویب وروسته يې له سیاسي تشې ګټه واخیسته. دې اساسي قانون افغانستان له مطلقې شاهۍ څخه په مشروطه شاهي چې د حکومت پارلماني عناصرهم په کې وو، واړاوه. نوي اساسي قانون د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره په اصولو کې د سیاسي ګوندونو د جوړولو اجازه ورکړه. خو د سیاسي ګوندونو قانون چې پارلمان تصویب کړ، د پاچا محمد ظاهر شاه له خوا تر پایه توشیح نه شو.دې کار د خلق ګوند په ګډون رامنځ ته شوي ټول ګوندونه په نامالوم قانوني حالت کې پرېښوول اوځینې يې، نه یواځې کیڼ اړخي، بلکې اسلامي ګوندونه يې هم د تاوتریخوالي له لارې واک ته د رسېدا له پاره فکرکولو ته اړ کړل.  

د ۱۳۴۳م کال پارلماني ټاکنو ته له دې ګوندونو څخه یوه ګوند هم په خپل نامه کاندیدان نه درلودل، خو د دوی د پراخ فعالیت له امله د دوی سیاسي پېیلتیا له ورایه مالومېده.

د خلق ګوند که ټول نه وو، نو له دغو ۲۷ بنسټګرو غړو څخه ډېری يې د کیڼ اړخو د مطالعې له کړیو سره تړاو درلود. د مطالعاتو له دې کړیو څخه ډېرې یې د ۱۳۴۳ کال په لومړیو کې چې محفلونه يې بلل رامنځ ته شوې. د یوه محفل تاریخ لږ تر لږه  ۱۳۳۴ کال ته رسېده. په کابل کې له لسو څخه تر دولسو پورې محفلونه وو، چې د تاجکستاني لیکوال، قاسم شاه سکندروف په وینا يې شمېر تر ۷۰ غړو کم و. ځینو، پوځي افسران هم د دوی په لیکو کې شمېرلي دي.د وروستیو کودتاوو  پېښو ته په کتو ښايي دا شمېرنه کره وي.

په دغو کړیو کې یو څوهغو ځانونه له مارکسیزم – لیننیزم سره وتړل او شوروي اتحاد يې د ګروهې یا عقیدې د لارښود په توګه غوره کړ. ځینو يې ډېرې ټولنیزې ولسواکې، ناانقلابي نظریې درلودې.  په دوی کې د چین له جمهوریته اغېزمنې شوې د ماوویستانو ډله هم وه چې خپلې ورځپاڼې – شعله جاوید ته په انتساب د شعله یانو په نامه یادېده. خو دوی عموما له هغو نورو ډلو ځانونه لري وساتل.

د خلق ګوند په یادو بنسټګرو غړو کې یواځې دوه يې، محمد عالم کارګر او ملا محمد عیسا کارګر د کارګرې طبقې غړي وو، چې د سکندروف په وینا یو یې هم د ګوند مرکزي کمېټې ته چې  له اوو اصلی او څلورو کاندید (علی البدل) غړو جوړه وه، غوره نه شول.د مرکزي کمیټې ډېرئ غړي روڼآندي او ډېری مهال د ښوونځيو یا پوهنتون ښوونکي وو. ددې لیکوال له سرچینو څخه یوې وویل چې په بنسټګرې کنګرې کې ډېر یې محصلان وو، خو د سرچینې په زړه نه و چې دا مېلمانه وو که د ګوند غړي.

د ګوند د بنسټګرې کنګرې کوربه نورمحمد ترکی د ګوند مشر وټاکل شو. په  ۱۲۹۵ کال د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په یوې غریبې پښتنې کورنۍ کې زېږیدلی ترکی په یوه ښوونځي کې ښوونکی و. او د ټولنیز فعالیت مخینه يې، په ځانګړي ډول د افغا نستان په کلیو کې هم درلوده. د محصلینو د مظاهرې مشر او په افغان پوځ کې د یوه دویم بریدمن زوی ببرک کارمل چې له پاچایي کورنۍ سره یې یو ډول خپلوي هم درلوده او تر ترکي ۱۲ کاله کشر و د ګوند مرستیال وټاکل شو. دوی دواړه وروسته د افغانستان واکمنان شول. ببرک وروسته مخامخ د شوروي ځواکونو له خوا په پلاز کېنول شو( په دې اړه لا زیات مالومات وروسته راځي). 

ګوند په لومړي سر کې ډېر لوړهدفونه درلودل. دوی په ۱۳۴۴ کال کې د خپل ګوند کړنلاره په خپله لنډمهالې ورځپاڼه «خلق » کې خپره کړه. تګلارې خپلې لومړنۍ سیاسي موخې د ملي ډیموکراټیک حکومت د جوړښت په توګه چې له ملي پرمختللو ولسواکو او وطنپالو ځواکونو، د بېلګې په ډول له کارګرې طبقې، بزګرانو او ملي لوړې طبقې جوړې وې، تعريف كړې. ګوند که ځان ددې حکومت په مشرتابه کې نه ګاڼه خو د حکومت برخه يې خامخا باله. په مارکسیستي-لینینستي تیورۍ کې، یوه یې له “ملي ډیموکراتیک” انقلاب نه د سوسیالیزم په لور د انقلابي بدلون د لومړني”پړاو تیوري” ده.  ترکي دا خبره د خپل ګوند د بنسټګرې کنګرې د لومړۍ پرانستنې پر مهال وکړه. هغه خلق ګوند د بزګرو او کارګرو ګوند وباله او ويې ویل چې دا وګړي د افغانستان د ۹۵ سلنه وګړو استازیتوب کوي.

خو خلق ګوند د خلکو په وړاندې د مارکسیستي -لینني اصطلاح  له کارولو ډډه کوله او ځانونه يې مارکسیستان یا کمونستان نه بلل. د نظریې چلولو په اړه په ګوند کې دننه یو څه شکونه وو.  ترکي په ۱۳۴۳ کې په کنګره کې په خپله وینا کې په اشاره وویل: « زموږ ګوند د بزګرو او کارګرو دی، ګوند  د کارګرو د عصر له نظریې سره سمه مبارزه کوي.» وروسته د ۱۳۴۴ په تګلاره کې ګوند ځان خلکو ته د نړیوال سوسیالیزم او نړیوال امپریالیزم تر منځ د مبارزې د یوې برخې په توګه وروپېژاند. دغه مبارزه په ۱۲۹۵ کې په روسیه کې «د اکټوبر په ستر سوسیالیستي انقلاب» سره را پیل شوې وه.

هغه مهال د ګوند یوه بنسټګر هم دا تصور نه کاوه چې دیارلس کاله ووسته به خلق ګوند واک ته رسېږي او د افغانستان سیاسي او ټولنیز بنسټونه به لړزوي. خو د ۱۳۵۷ کودتا چې خلق ګوند یې واک ته ورساوه، د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ بریالۍ کودتا نه وه، بلکې دې کودتا هېواد ناکرارۍ ته ورټېل واهه او داسې پېښې يې را منځ ته کړې چې د افغانستان راتلونکي ته يې نوې بڼه ورکړه او د لسیزو له پاره يې ددې هېواد اړیکي له نورې نړۍ سره بدل کړل.

د خلق ګوند لومړني کلونه، دوې ډلې او دوې کودتاوې

خلق ګوند د افغانستان سیاسې صحنې ته په ناڅاپي ډول نه دی راغلی. کله چې د ۱۳۴۲ اساسي قانون  بېلابېلو سیاسي ډلو ته په ولسي فعالیتونو کې اجازه ورکړه، پاچا ته له وفادارو ډلو نیولې، تر کیڼ اړخو غورځنګونو او له اسلامپالو نیولې تر قومي ملتپالو پورې، ټولو ګوندونو ته د سیاسي فعالیتونو لار پرانیستل شوه.  

د لوستي قشر ګړندۍ ودې د افغانستان په ټولنیز جوړښت کې ژور بدلونونه راوستل. دا بدلونونه په ۱۲۹۹ کې د پاچا امان الله خان له خوا د جوړو شویو اصلاحاتو په پایله کې رامنځ ته شول. دغه اصلاحات د لټ حکومت د درغلې بیوروکراسۍ له امله چې تر ۱۳۴۳ پورې په واک کې وه، په وړ ډول پلي نه شول،خو دغه بد حالت ددې لامل شو چې افغانستان د لوستو وګړو له پاره د سیاسي فعالیت په یوه ښه ډګر بدل شي.

ځینو ګوندونو، په ځانګړي ډول کيڼ اړخو خپل ځانونه د  پخوانيو عصریت غوښتونکو  او اصلاح غوښتونکو په څېر ګڼل  . خلق ګوند وروسته د امان الله خان د ۱۲۹۸ کال د وخت د بشپړې خپلواکۍ غوښتونکي شول. دوی د هېواد د «  څنډې ته شوي او محروم ولس » له پاره د «مستبدو اومرتجع» قوتونو په وړاندې د مبارزې ادعا کوله.په دې ټولو فعالانو کې مشر، تاریخپوه میر غلام محمد غبار، د امان الله خان د مهال پخوانی کارمند و.ترکی او کارمل د ویښ زلمیانو ګوند فعالان وو.د ویښ زلمیانوغورځنګ د شاه محمود خان د صدراعظمۍ پرمهال د ۱۳۲۶ او ۱۳۳۱کلونو ترمنځ د محدودې سیاسي ازادۍ په لنډ مهال کې فعال و.

د ویښ زلمیانو غورځنګ د هېواد «بېوزلۍ او وروسته پاتيوالي» راوټوکاوه. دغه اصطلاح د خلق ګوند د ۱۳۴۵ په تګلاره کې یو ځل بیا راپورته شوه. ځکه چې بېوزلي او وروسته پاتېوالی په «فیوډالي» سیستم پورې تړل کېده او خلق ګوند ددې دواړو له منځه وړلو ژمنه کړې وه. بېوزلي او وروسته پاتیوالی هغه دوه لوی کورني عوامل وو چې د سمون غوښتونکو سیاسي ګوندونود رامنځ ته کېدا لامل شول (د افغانستان تحلیلګرانو شبکې «دا ټول څنګه پیل شوو: له ۱۹۷۹ وړاندې د افغانستان شخړې ته یوه کتنه ولولئ.»

ویښ زلمیانو د غورځنګ له ځپل کېدا څو کاله وروسته، د هغو اصلاح غوښتونکو غړو چې بندیان شوي نه وو، په احتیاط سره د بیا یوځای کولوهڅه پیل کړه.  لیاخوسکي وايي چې «لومړنۍ هستې» په ۱۳۴۲ کې له محفلونو سرراپورته کړ او هڅه يې وکړه چې د افغانستان یو پراخبنسټه متحده ملي اډانه جوړه کړي. سربېره پر دې، سکندروف د هغې ناستې په اړه چې د۱۳۴۲ کال د وږې په ۱۷مه د آر ایم هروي ( سکندروف د هروي بشپړ نوم نه دی لیکلی) په کور کې شوې وه او ترکی، کارمل، میر اکبر خیبر، طاهر بدخشي، کریم میثاق، محمد صدیق روهي، علي محمد زهما او غبار ګډون په کې کړی و، وايي چې ددې ناستې په پایله کې د بنسټ له پاره سرپرسته کمیټه جوړه شوه. هغه وايي چې په دې وخت کې له ماوویستي ډلې سره چې مشري يې د سوسیال ډیموکراټانو تاریخپوه میر محمد صدیق فرهنګ او هادي محمودي کوله هم تماسونه نیول شوي وو.

 سکندورف وايي چې په پای کې  «د کارمل او غبار تر منځ د سیاسي او تنظیمي مخالفتونو» له امله ګوند قرباني شو.  هغه وايي غبارغوښتل چې د نوي اساسي قانون او د پاچا د قانون په چوکاټ کې دننه کار وکړي او دا وېره یې درلوده چې کوم ګوند په ښکاره توګه «کمونیستي نظریه» خپل بنسټ وګڼي د حکومت له خوا به له ځپنې سره مخامخ شي (داسې ښکاري چې کارمل هم همداسې غوښتل). دا دریځ د سوسیال ډیمواکراټانو له خوا چې له بحثونو څخه وتلي وو، شریک شوی و، خو ماوویستانو په بحثونو کې ګډون درلود.

کله چې هغه جبهه بریالۍ نه شوه، د ترکي، کارمل، خیبر، بدخشي او ماوویستانو په ګډون یوه تنګ نظرې ډېره انقلابي فکره ډله د خلق ګوند د جوړولو له پاره سره یوځای شوه. خو ماوویستان ډېر ژر ووتل ، د کنګرې په وخت کې یې دا ډله پرېښووه او بدخشي چې د خلق ګوند د طبقاتي پوښتنې پرځای يې ملي پوښتنې ته لومړیتوب ورکاوه، هم ګوند پرېښود او د «ستم ملي» په نامه یې په  ۱۳۴۷کې ځانته خپل ګوند جوړکړ.

د خلق ګوند یووالی په ۱۳۴۶ کې مات شو او له خپل جوړښت څخه یواځې دوه کاله وروسته دا ګوند په دوو ډلو، خلق او پرچم وویشل شو.تحلیلګران ددې ګوند د ټوټه کېدو لامل یا قومي فکتورونو ته منسوبوي ځکه چې دوی فکر کوي چې د خلق ګوند ډېری غړي پښتانه وو او پرچمیان عموما تاجیکان یا دري ژبي وو او یا د دواړو ګوندونو د مشرانو ترمنځ تاکتیکي یا شخصي مخالفتونه وو. په حقیقت کې درېواړه فکتورونه په دې کې ګډ وو خو قومي فکتور يې اصلاً ټولنیزهغه و. د یادولو ده چې ډېری پرچمیان مشران ( لکه کارمل او نجیب الله) پښتانه هم وو، خو هغوی ټول د ډېر ښاري چاپېریال خلک وو، ځینو آن تر پاچا او وروسته د داود له جمهوري ( ۱۳۵۲ـ۱۳۵۷)  رژیمونو سره تړاوونه درلودل. خو ښوونکي واکمن «خلقیان» بیا د پرچمیانو پرتله کلیوال خلک وو.

 
د خلق ډیموکراټیک ګوند غړي، د ببرک کارمل، میراکبر خیبر او سلېمان لایق په ګډون د هغه بنر مخ ته ولاړ دي چې د خلق ډیموکراټیک ګوند دواړو ډلو، خلق او پرچم نومونه پرې لیکلي دي. سرچینه: په ویکیمیډیا کې افغان لیکوالان

خلق او پرچم دواړو ګوندونو په جلا جلا توګه په پوځ کې نفوذ درلود اوهلته يې پټې شبکې جوړې کړې وې. پرچم ګوند په دې برخه کې خپله وړتیا ثابته کړه، ځکه چې ډېرو افسرانو چې له دې ګوند سره يې تړاو درلود د افغانستان په لومړۍ پوځي کودتا کې چې د شاهي کورنۍ غړي او لومړي وزیر ( ۱۳۳۱-۱۳۴۱) سردار داودخان یې مشري کوله، مهم رول ولوباوه. داود خان د لومړی وزیر په توګه د لس کلنې واکمنۍ پر مهال د عصري کولو په تګلارو کې پراخ نوښت وکړ، خو د هغه سیاسي حرص د ۱۳۴۲ اساسي قانون پر مټ مات شو. په دې اساسي قانون کې د شاهي کورنۍ غړي د سیاسي څوکیو له لرلو ایستل شوي وو.پاچایي نظام  له  ۱۳۴۸ تر ۱۳۵۱ پورې وچکالۍ ته د نامناسب غبرګون له امله په ۱۳۵۱ کې  په کړکېچ کېوت. دا په دې هېواد کې د پراخې کچې چاپېریالي کړکېچ و. د داود په مشرۍ کودتا د وسله وال پوځ یا ولس له غبرګون پرته بریالۍ شوه.

داود خپل پخواني پرچمي دوستان په ۱۳۵۳ او ۱۳۵۴ کې څنډې ته کړل او خلق ګوند وکولی شول چې په پوځ کې د خپلو شبکو پرمټ داود خان له واک څخه لرې کړي. په ۱۳۵۵ کې د شوروي اتحاد په هڅو د عراقي او هندوستاني کمونیستو ګوندونو او د کیڼ اړخو مشرانو، په تېره بیا په پاکستان کې د ملي عوامي ګوند (NAP‎‎) په منځګړتوب پرچم او خلق ګوندونه په رسمي توګه [تر کودتا وړاندې] بیا سره یوموټی شوي وو ( که څه هم په پوځ کې د دواړو شبکې بیا هم بېلې پاتې شوې).

دغو پوځي شبکو هغه مهال ډېر پرېکنده رول ولوباوه چې د ۱۳۵۷ د وري میاشتې په ۲۸مه د پرچم ګوند مهم مفکوروي غړی او پوځي افسر میر اکبر خیبر ووژل شو. دا چې د خیبر وژونکي څوک ول، تر اوسه پورې یوه ګرمه پوښتنه ده. ځینې تور لګوي چې خیبر د داود خان استخباراتو وواژه، خو ځینې وايي چې امین وواژه. دوی د دلیل په توګه وايي چې امین په یوه غشي دوې نښې وویشتې. یوه دا چې له یوه رسوخ لرونکي منل شوي رقیب يې ځان خلاص کړ او بل دا چې د خلق او پرچم دواړو ډلو پوځي قوت يې لاس ته راووړ.

ګوند د جنازې د مراسمو له پاره ډېر خلک راوبلل چې بیا په یوه پېاوړې مظاهره واوښتل.  د داود خان رژیم د مظاهرې مخنیوی وکړ او د خلق ګوند د مشرتابه نژدې ټول غړي یې ونیول. یواځې د خلق د پوځي څانګې یو مشر، حفیظ الله امین په لومړي سر کې وتښتېد. د خلق ګوند د غړو د وینا له مخې دې کار امین ته  وخت ورکړ چې له خلق ګوند سره د تړلیو پوځي افسرانو پرمټ چې ځینې یې د شوروي اتحاد له خوا روزل شوي وو او د ۱۳۵۲ کال د داود خان په کودتا کې یې هم لاس درلود، د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې کودتا وکړي.

۱۳۵۷کال تر ثور انقلاب وروسته د کابل نو ورځپاڼې  لومړی مخ. سرچینه: د توماس روټیګ ارشیف

که څه هم د ۱۳۵۷ کال پوځي کودتا له ځان سره یو منلی پاڅون نه درلود، خو خلق ګوند هغه د ثور انقلاب ونوماوه. د ثور په اوومه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې مېشتو  ځواکونو د ارګ په ګډون،په ښار باندې برید وکړ او دولتي ادارې او مخابراتي تاسیسات يې ولکه کړل. په دویمه ورځ داود خان د کورنۍ له ډېرو غړو سره یوځای ووژل شو. له کودتا دوې ورځې وروسته د پوځ انقلابي شورا واک ترکي ته وسپاره او خلق ګوند یو ملکي حکومت جوړکړ. ترکي کودتا « د افغانستان د خلکو د سرنوشت» ټاکلو یوه لنډه لار وبلله او د ملي ډیمواټیک دریځ ترلاسه کولو وروسته یې په مستقیم ډول د خپل ګوند تر مشرتابه لاندې پرولیتاري دیکتاتوري پیل کړه.

دا غږ په ملي ترانه کې چې سلېمان لایق لیکلې وه له ۱۳۵۷ تر ۱۳۷۱ پورې منعکس کېده. سلېمان لایق که څه هم څو ځله له ګوند څخه څنډې ته کړل شوی و، خو د خلق ګوند په مشرتابه کې یې په بېلابېلو څوکیو کار وکړ. د ملي ترانې دویم بند داسې و:

دا انقلابي وطن
اوس د کارګرانو دی
دغه د زمرو میراث
اوس د بزګرانو دی
تېر شو د ستم دور
وار د مزدورانو دی

(ترانه دلته ولولئ او واورئ).

پوځي واک نیونه په لومړي سر کې د وسله والو ځواکونو له خوا په لږه وینه تویېدنه له ډېر مقاومت پرته بریالۍ شوه. په اصل کې له کودتاچیانو سره د ولس ملاتړ، لږ تر لږه په کابل کې، مل و ( خلق ګوند په ځينو وختونو کې د خلکو د لاریونونو راټولولو وړتیا ثابته کړې وه، د بېلګې په ډول د مې په لومړۍ د کارګرو په ورځ).

 له دې څخه په الهام اخیستو سره خلق ګوند یو،  یوګوندیز حکومت جوړکړ. د شوروي بلاک هېوادونو تقلید يې وکړاو د ټولو پرمختللو قوتونو د پراخ یووالي له پاره یې خیالولې (تش په نامه) ژمنه وکړه. ګوند د ځمکو د اصلاحاتو، د ګروۍ له منځه وړلو، د مېرمنو له پاره د مساوي حقونو او د نارینه وو او ښځینه وو د ګډو زده کړو په ګډون د فیوډالیزم له منځه وړلو له پاره  د سمون یو راډیکال پروګرام پیل کړ. ګوند په څرګند ډول د مارکسیستانو اصطلاحات کارول پیل کړل او د هېواد درې رنګه بیرغ يې په خپل سور رنګه بېرغ بدل کړ. د کابل په هوايي ډګر کې يې د مسافرو د هرکلي له پاره  په دړو داسې شعار لیکلي و :« د دویم نمونوي انقلاب هېواد ته ښه راغلاست.»(دا ډول لومړی انقلاب په روسیه کې د لینن له خوا د ۱۹۱۷ اکتوبر انقلاب و).   په دې سره يې دا څرګندوله چې د خلق ګوند انقلاب د درېیمې نړۍ د هېوادونو تر انقلابي بدلونونو بېخي کم نه دی.

څنګه چې دا کار د ډېر محافظه کار ولس له خوا د هېواد په ځینو برخو کې د اسلام ضد ګڼل کېده، نو په پیل کې په ولس کې سیمه ییز پاڅونونه وشول. کله چې د انقلابي کدرونو له خوا د اصلاحي کړنو د پلي کولو پر ضد مقاومت وځپل شو. کدرونه چې ډېری يې ښوونکي وو د بلواګرو له خوا ووژل شول او ښوونځي وسوځول شول. دا قضاوت چې تاوتریخوالی د چا له خوا پیل شو، ګران دی ،خو تاوتریخوالی په بیړه زیات شو او رژیم پراخه ځپنه پیل کړه.

د ډلپالنې نوې څپې د خلق ګوند په مشرتابه کې د دسیسو جوړولو وېره ډېره کړه. خلقیانو په پرچمیانو تور پورې کړ چې د ۱۳۵۷کال په اوړې کې يې د دوی پر ضد دسیسه جوړه کړې وه. د هغه کال تر لیندۍ میاشتې پورې د دوی ډېرمهم غړي یا بندیان کړای شوي او یا له هېواده بهر د سفیرانو په توګه لېږل شوي وو( په دوی کې ډیرو یې ژر خپلې څوکۍ پرېښووې او له هېواده ووتل). ځینې يې ونیول شول او په پلچرخي زندان کې بندیان شول او ځینې يې په مرګ محکوم شول. خلق ګوند پنځه سیاسي ګوندونه، پرچمیان، اسلامپالي،ماوویستان، ستمیان او د افغان ملت ګوند پښتانه ملتپالان او خپلواک روڼ اندي په رسمي ډول د دوښمنانو په توګه اعلان کړل. له دې ګوندونو سره تړاو لرونکي ډېر خلک یا هغه چې فکر کېده چې ددې ګوندونو غړي به وي، ونیول شول، ووژل شول یا تری تم کړای شول. ځینې مهال دغه ستونزې آن له کورنیو سره یوځای ور پېښې شوې. د بلوا په سیمو کې د ملکیانو شکنجه او ټولوژنه ډېره پراخه وه. ټول پخواني مخور، ملایان، د ځمکو څښتنان او روڼ آندي په نښه شول. آن د ښوونځیو هغه ماشومان چې د کوڅو په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه او یا یې مظاهرې لیدلې وې، ووژل شول او ونیول شول.

د خلق ګوند د حکومت لخوا په جبري توګه ورک شوي د  ۵،۰۰۰قربانیانوعکسونه په کابل کې پلچرخي زندان ته نږدې ځای پرځای شوي. هلته ډیری ډله ییز قبرونه موندل شوي. انځور: مینا عباسي د ۱۳۹۵ کال د مرغومي لسمه

داسې برېښېده‌ چې د خلق ګوند ځینو کدرونو [د کمبودیا د واکمنې ډلې] خمر روژ( یا ستالین) له لارښود کتاب (تګلارې) څخه چې هڅه یې کوله په فزیکي ډول فشاري ډلې له منځه یوسي، الهام اخیستی و. د روزګان ولایت یوه مشر په ۱۳۸۷ کال کې لیکوال ته وویل چې د خلق ګوند سیمه ییزو کدرونو به د قبیلو سیمه ییزمشران د ځینو بحثونو په پلمه جرګو ته وروبلل، و به یې نیول، په چورلکو کې له لېږدولو وړاندې به يې په پړو وتړل؛ وړل کېدل او بیا نه را ګرځېدل ( په دې اړه نور د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له پاره د مېلمنې لیکوالې پتریسیا ګوسمن راپور دلته ولولئ).

په خلقیانو کې هم د حفیظ الله امین په لمسون بېلوالی را پنځېدلی و. امین د خلق ګوند له بنسټګرو څخه نه و، خو د امریکا له زده کړو څخه له راستنېدا وروسته يې له ترکي سره اړیکي ډېر نژدې شوي وو. د ثور له کودتا وروسته هغه د ګوند مرستیال مشر او مرستیال لومړی وزیر شو. د ۱۳۵۸ د وږي په میاشت کې امین ترکی څنډې ته کړ او د ګوند او دولت د مشر په توګه يې واک خپل کړ. هغه درې اوونۍ وروسته د تلې میاشتې په شپاړسمه ترکی وژلی و. دا نه ده څرګنده چې امین دا کار د سیاسي مخالفتونو له امله وکړ که د واک د حرص له پاره. په حقیقت کې امین، ترکی په پراخو نیونو او وژنو باندې تورناوه. خو ځپونکې کړنې د امین په حکومت کې لا ډېرې شوې، مقاومت زیات شو او د مجاهدینو په بېلابېلو ډلو کې یووالی رامنځ ته شو. اسلامپالو وکولی شول چې له لویدیځ، عربو هېوادونو، پاکستان، ایران او چین څخه ډېرې پیسې او مرستې ترلاسه کړي، خو په مذهب نه ولاړې( سیکولر) ډلې څنډې ته کړای شوې. د اردو ډېرو واحدونو او ګارنیریونو بغاوت وکړ او له بلواګرو سره یوځای شول.

د روانې سړې جګړې په ترڅ کې چې په ۱۳۵۰مو کلونو کې په ویتنام کې د امریکا په ماتې سره اوج ته ورسېده او خپلواکي غوښتونکي غورځنګونه بریالی شول یا  یې لږ تر لږه  پرمختګ  وکړاو په افریقا، منځني ختیځ او منځنۍ امریکا کې د کیڼ اړخو کودتاوې بریالۍ شوې (شوروي اتحاد آن هڅه وکړه چې په ایران کې د امپریالیزم ضد اسلامي انقلاب ته هرکلی ووایي)، د افغانستان کورنۍ شخړې چې په لومړي سر کې د عصریتوب په اړه وي، په نړیوالتوب واوښتې. اوس تر څلورو لسیزو ډېره موده کېږي چې افغانان په پرله پسې توګه کورنۍ شخړې او جګړې زغمي.

شوروي اتحاد

په ۱۳۵۸ کې د عیسویانو د اختر په ورځو کې شوروي ځواکونو په ظاهره په ستونزه کې د نښتي خلق حکومت د خوندیتوب په نمت پر افغانستان یرغل وکړ. هغه ( د ۱۳ نورو کلونو له پاره) وژغورل شو او په مهم ډول يې په اوښتون پیل وکړ. شورویانو امین له واکه لري کړ او د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه يې وواژه. دوی د خلق ګوند پرځای پرچم ګوند له یو څو هغو خلقي افسرانو سره چې امین څنډې ته کړي وو، د یوه اتحادي په توګه واک  ته ورساوه او کارمل يې د ګوند او دولت مشر کړ.

شوروي اتحاد که څه هم په پیل کې د خلق ګوند له بدنامه انشعاب (بېلېدو) اندېښنه درلوده خو بیا يې هم مهم ملاتړی شو. شوروي اتحاد عموما په هر هېواد کې یواځې یو کمونیسټ ګوند په رسمیت پېژانده او د دوو ګوندونو له دولت سره يې زړه نا زړه تړاو ښوولی دی.  ډېر شنونکي په دې نظر وو چې هغه مهال مسکو د داود خان له رژیم سره په ځینو دوه اړخیزو ناخوښیو سربېره هم چمتو و چې  مخ ته ورسره ولاړ شي. خلق ګوند د ۱۳۵۷کال د کودتا پر مټ تر واک نیولو وروسته شورویانو ته د یوه ښه ملګري په توګه ور وړاندې شو. مسکو نه غوښتل چې ملګري یې ناکام شي. له دې ورها خوا د ګوند پخواني مشر لیونید بریژنیف له ترکي سره شخصي خواخوږي او ملګرتیا جوړه کړې وه. کله چې امین ترکی وواژه  شورویانو ورته زغم وبایله. امین نه یواځې شورویانو ته یو ګډوډ ملګری مالوم شو بلکې داسې ګنګوسي وو چې امین له وسله والو اسلامپالو مخالفینو او پاکستان سره د لار جوړولو په حال کې دی. د امریکا له استخباراتو (سي آی اې) سره د امین شونی تړاو او په کابل کې د امریکا له سفارت سره د هغه د نژدېوالي هڅو د شوروي زغم پای ته ورساوه.

نورمحمد ترکی په ۱۳۵۷ کې په مسکو کې له لیونیډ بریژنیف سره د لیدنې پرمهال. سرچینه: جنیټ ګیسمن

شوروي مشرتابه باور درلود چې پرچم ګوند د شوروي ګټو ته ډېر نژدې ، لږ راډیکال او ښایي د مسکو په ملاتړ د شوروي اتحاد په جنوبي پولو کې د ثبات ساتنې وړتیا درلودونکی وي. وروسته خبره داسې شوه چې شوروي ځواکونه (له اټکل سره سم)  له لنډې تمېدنې وروسته له افغانستانه و نه وتل. داسې ښکارېده چې پلان له پیله هم همداسې و.  دوی د وتلو پرځای هلته پاتې شول او په زیاتېدونکې توګه په بلوا ضد عملیاتو کې ښکېل شول. دې کار جګړې ډېرې کړې او د افغانستان کورنۍ شخړه يې لا نړیواله کړه. د لوېدیځ، عربو، پاکستان، ایران او چین ملاتړ له مجاهدینو سره زیات شو او په زرګونو بهرني جهادیان يې افغانستان ته راوستل، هغوی په ټوله نړۍ کې غورځنګونه جوړ کړل چې تر اوسه هم فعال دي.

جې ریښتیا شي د ۱۳۵۸م کال په وروستیو کې د بندیانو د خوشي کولو خوشالوونکې پیښې رامنځ ته شوې. دا ډول پېښې اوس په وروستیو کې موږ په سوریه کې ولېدې. نوي حکومت د بند خونو ورونه پرانیستل او د پخواني حاکم خلق ګوند زرګونه بندي دوښمنان ( اصلي یا تصوري) خوشي شول ( د هغه مهال د حکومت تر لاس لاندې رسنیو راپور ورکړ چې ۱۵۰،۰۰۰ بندیان خوشي شوي دي).

له شوروي اتحاد وروسته، پرچمیانو په ګوند کې دننه په هغو کارونو کې چې خلقیانو کړي وو،د تصفیې په بڼه بدلونونه راوستل. دوی آن د ترکي او امین په وژلو تورن خلک چې دوی ادعا کوله د نظامي محکمې له خوا په مرګ محکوم شوي وو، ووژل ( امین په حقیقت کې د شوروي ځانګړو ځواکونو په ډزو وژلی و).  برعکس د خلقیانو په حکومت کې ډېر پرچمیان په زندانونو کې ژوندي پاتې شول. دې کار د دواړو ډلو ترمنځ تلپاتی بېلتون راووست.

شوروي اتحاد چې په لومړي سر کې د یوه لنډ ماموریت په نامه په افغانستان کې ښکېل شوی و، ملاتړ او پوځونو یې ونه شوای کړی مقاومت مات کړي او د ماموریت د پراختیا خپله لانجه کې ونښت او د جګړې او حکومتولۍ ډېر فعالیتونه یې په غاړه واخیستل. دا استخباراتي دولت له ظاهري محکمو او اعدامونو سره لا سیستماتیک شو.  د شوروي او افغان حکومت دواړو ځواکونو په هېواد کې ډېرې بې پروا بمبارۍ وکړې چې په پایله کې يې ډېره مرګ ژوبله رامنځ ته شوه او پنځه میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته اوښتلو ته اړ شول. د شوروي ځواکونه لس کاله په افغانستان کې پاتې شول. مجاهدینو هم د هغو ناپوځي وګړو خلاف چې د رژیم ملاتړ یې کاوه، د تاوتریخوالي له بدې بڼې لاس وانه خیست.

ګورباچوف، یلڅین او نجیب الله:  له افغانستانه وتنه

نژدې د ۱۳۶۰مو تر نیمايي پورې شوروي مشرتابه، په ځانګړي ډول د میخاییل ګورباچوف (۱۳۶۴-۱۳۷۰) تر واک لاندې فکر کاوه چې دوی په یوه ناګټونکې جګړه اخته شوي دي. په افغانستان کې ددې هېواد ښکېلتیا د شوروي بې سېکه اقتصاد اغېزمن کړ. دا هېواد د [اټومي] بې وسلې کېدنې او له غرب سره د دیتانت  تر منځ پاته شو. د شوروي پخواني لومړي وزیر ایدوارد شیواردنازې په افغانستان کې د شوروي جګړه یو «خوړین ټپ (ناسور) » وباله.

ګورباچوف د ببرک کارمل پرځای نجیب الله د افغانستان د دولت په پلاز کېناوه او نوموړی د ګوند مشر هم شو. په ۱۳۶۴ او ۱۳۶۵ کې يې هغه اړ کړ چې ملت ته د سیاسي سمون او د یوه ډېر څرګند حکومت نسخه ور وپېژني. ددې کار مهمه موخه دا وه چې د کابل رژیم په اقتصادي او پوځي توګه په خپلو پښو ودرېږي، شوروي پوځونه له افغانستانه وباسي او لګښتونه ودروي. داسې هڅې وشوې چې جګړې ته له مجاهدینو سره د «ملي روغې جوړې د تګلارې» تر سرلیک لاندې د خبرو اترو پرمټ د پای ټکی کېږدي. د نورو هڅو ترڅنګ نجیب الله په ۱۳۶۹م کې د خلق ګوند نوم په «وطن ګوند» واړاوه، د کیڼ لاسۍ ډېرې ګوندي نښې او سیاستونه يې لري کړل او یو مټکور( نیم پوخ) څو ګوندیز سیستم يې رامنځ ته کړ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې له خوا شالید دلته ولولئ). د نجیب الله د وینا له مخې « له یوې ځانګړې نظریې سره راوړاندې کېدل یوه تاریخي تېروتنه وه.» که څه هم د خلق ګوند نژدې ټول مشرتوب نوي ګوند ته اوښتی و،خو وطن ګوند په نوې تګلاره کې له خپله اړخه د ولسواکۍ پر بنسټ ولاړ څو اړخیز سیستم ته ژمنتیا وښووه.

داسې برېښېده چې دا لږ بدلون هم ډېر ناوخته شوی و. په بېلو شویو ډلو سربېره چې له مجاهدینو سره یوځای شوې وې، مجاهدینوغوره وګڼله چې له خلقیانو سره د واک د شریکولو پر سر خبرې ونه کړي او پرځای يې هر اړخیزه فتحه غوره وګڼله.

د نجیب الله حکومت د ۱۳۶۷ کال د کب په میاشت کې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته درې کاله نور له مجاهدینو سره وجنګېد.  ددې حکومت زوال په ۱۳۶۹ کې هغه مهال رامنځ ته شو چې ولسمشر بوریس یلڅین د شوروي اتحاد مالي مرستې  پرې بندې کړې او د خلق ګوند د ملېشو بېلابېل مشران د جګړې له نویو ګټونکو سره یوځای شول. د پرچم ګوند یوې ډلې، نجیب الله (چې هغه هم پرچمی و) را وپرزاوه او واک يې مجاهدینو ته وسپاره. مجاهدین کابل ته ننوتل او بې مقاومته واک ته ورسېدل.

د مجاهدینو نوي حکومت د وطن ګوند منحل کړ، د ګوند شتمني يې ضبط کړه او یوه محکمه یې جوړه کړه چې « غداران او متجاوزین» عدالت ته وړاندې کړي. خو د خلق ګوند عامو غړو ته يې عمومي عفوه اعلان کړه( دChristian Science Monitor را پور ولولئ)۔ دې عفوې د عمومي غچ اخیستونکې وژنې مخنیوي و نه کړ ( د عفوې د نړیوالې موسسې دا راپور ولولئ.

خو دا د خلق ګوند وروستۍ خبرې نه وې. له هغه وروسته په بېلابېلو وختونو کې د خلق یا وطن ګوند پخوانیو غړو په هېواد او جلا وطنۍ کې هڅې وکړې چې ګوند د بېلابېلو ډلو په یوموټی کولو سره بیا راژوندی کړي.خو یوه هڅه يې هم بریالۍ نه شوه، بلکې دوی د پخوانيو خلقیانو (ترکیانو او امینیانو) او پرچمیانو (کارملیانو او نجیبیانو) په نومونو سره لا نور وویشل شول. د امین پلویانو ویل چې (هغه ریښتینی وطنپال و، له شورویانو سره یې مخالفت وکړ او آخر هماغوی وواژه). همدا راز کارملیانو ویل چې ملي روغه جوړه له انقلاب سره د وفادارۍ د مخالفت په مانا وه او نجیبیانو ټینګار کاوه چې ملي روغه جوړه د سولې له پاره یواځینۍ لار وه. ځیني وختونه ددې ډلو شمېر لږ تر لږه ۲۵ ثبت شويو ګوندونو ته رسېده او تر دې زیات يې ناثبت شوي وو. دغو ټولو له  آره له خلق ګوند سره تړاو درلود. د خلق ډیموکراټیک ګوند نوم په خپله په رسمي ډول هیڅکله بیا و نه کارول شو، که څه هم  د ۱۳۸۰ کال په لومړیو کې هڅې وشوې چې د خلق ګوند نوم ته نژدې یو ګوند جوړ شي، چې د عدلیې وزارت  د ګوندونو د نوم لیکنې د ریاست له خوا يې مخنیوی وشو. دې ریاست ویل چې په دې نوم باندې د مجاهدینو د حکومت له خوا لګول شوی بندیز اوس هم پرځای دی.

که څه هم په افغانستان کې اوس پرټولو ګوندونو بندیز لګېدلی، د خلق ګوند له ریښې ټوکېدلې یا هغه سره نژدې تړلې ډلې له هېواده بهرلا هم فعالیت لري.

د افغانستان شوروي کول

د افغانستان د «شورویتوب» په اړه یو روان بحث (که څه هم اوس کم شوی) په دې راڅرخي چې د افغانستان د ادعا شوي شورویتوب تر شا د شوروي لاس و که د خلق ګوند؟

د کتنې یو ځانګړی ټکی دادی چې  تر۱۳۵۷ کال وړاندې د خلق ګوند ترمنځ بېلوالي شورویان له خلقیانو سره ښکیلتیا ته بې میله کړي وو. سرچینې وایي چې د شوروي د استخباراتو د ادارو (کې جي بي، جي پي یو)، ګوند او بېلابېلو وزیرانو له خلقیانو سره د ښکېلتیا له پاره بېلابېل نظرونه درلودل. داسې هم شونې ده چې ځینو ښکېلو چارواکو د افغانستان په شاړو ځمکو کې یو خپلسری نوښت کاوه  او دا د مسکو له پاره سیاسي لومړیتوب نه و.  یا دا چې د شوروي اتحاد کمونیسټ ګوند یا د شوروي د ځانګړو استخباراتي ادارو  یاد ښکېل چارواکي په چل ول ددې له پاره وکارول شول چې د لاس اخیستنې په صورت کې ورته پلمه پاته وي.

د سړې جګړې پر مهال د لوېدیځ ډېر لیکوالان تر ډېره په یوه خوله وو چې په افغانستان باندې د ۱۳۵۸ کال په پای کې یرغل نه وروسته، شوروي نیت درلود چې د افغانستان رژیم  شوروی کړي او افغانستان د شوروي په نړیوال سیستم کې ورګډ کړي. ددې لیکوالانو له ډلې یوه یې – انتوني ارنولډ آن داسې ګڼله چې « د ۱۳۵۸ کال په پای کې په افغانستان باندې خلق ګوند نه، بلکې د شوروي کمونیسټ ګوند حکومت کاوه.» . په حقیقت کې د شوروي د ګوند مشرتابه د خپلې سیاسي بیرو په کچه په ۱۳۵۸ کې  یو پیاوړی افغان ځواک جوړ کړ او په ډراماټیکه توګه يې ددې ځواک د پوځي او ملکي سلاکارانو شمېر ور زیات کړ.

د شوروي او تر شوروي وروسته مطالعاتو پروفیسور او په افغانستان کې د شوروي د ښکېلتیا په اړه د یوشمېرکتابونو لیکوال ارتیمي کالینوفسکي دا دلیل وايي چې «شوروي سلاکارانو هڅه وکړه د ګوند افغانو مشرانو ته د دوی د انقلابي تلوسې په اړه د احتیاط کولو خبرداری ورکړي. د شوروي له خوا د ملت جوړونې دا کار د کمونیزم د خپراوي له هیلو سره تړاو نه درلود بلکې د دوی هیله په افغانستان کې د ویجاړوونکو حالاتو تمول او له امریکا سره د افغانستان د پیوستون مخنیوی و». هغه وایي « دا یو خپلسری کار و او د هغه ماسټر پلان برخه نه وه چې له شوروي مارکسیستی نظریو څخه راپیدا شوی و، بلکې په خپل سر پلې کېده.

په شورویانو کې په ښکاره ددې نظر خاوندان  چې په ټوله نړۍ کې یې د سوسیالیزم د بریالیتوب خوبونه لیدل، وو. دوی فکر کاوه چې افغانستان به هم د هغوی برخه وي. نورو بیا د خلق ګوند ترمشرۍ لاندې د سوسیالیزم خواته د افغانستان پر تګ شک درلود. دوی ډېری وخت د لینن خبره کوله. لینن جنوبي ګاونډي ته ددې نظریې د لېږد په ضد خبرداری ورکړی و. له دې امله د خلق ګوند له پاره د شوروي لېوالتیا کمه وه، خو ددې ګوند د واک په اړه شورویانو فکر کاوه چې دوی دې له حالاتو سره  سم مخ ته ولاړشي. دا خوځښت هغه مهال بدل شو چې امین واک ته ورسېد او مشرتابه په مسکو کې په مستقیم ډول په افغانستان کې د ښکېلتیا  بدمرغه پرېکړه وکړه. کله چې دا ماموریت د درغلۍ یا د افغانانو د ظرفیت نه لرلو له امله ټکنی شو، نو شورویان اړ شول چې لا ډېرو مسوولیتونو ته اوږه ورکړي. دوی یواځې دومره پوهېدل چې افغانستان ته د شوروي تر واک لاندې د منځنۍ آسیا له عینکو وګوري. په دغو هېوادونو کې د هلکانو او نجونو ګډې زده کړې او یا د ښځو له سره د پړونو لرې کولو اقدامات افغانستان ته نقل شول ( که څه هم د خلق ګوند د شوروي له کتابه یواځې یوه پاڼه نقل کړې وه، او دا کار يې تر یرغل وړاندې لا پیل کړی و).

ورته مهال، خلق ګوند د شوروي په طرز ځان ته خپل ګوند جوړ کړی و، چې په ټولیزه توګه یې ډېرغړي درلودل. کله چې یې واک تر لاسه کړ د وسله والو ځواکونو په ګډون يې د دولت تشکیل په پراخه کچه بدل کړ (تر ۱۳۵۸ پورې د خلق د ټولو غړو ۶۰ سلنه یا تر دې هم زیات په اردو یا پولیسو کې وو). کله چې د مقاومت په مقابل کې له ستونزو سره مخ شو، خلق ګوند ته ښکاره و ایسېده چې په بشپړ ډول د شوروي په مالي او پوځي مرستو تکیه دی او له دې امله خلق ګوند لېوال و چې ځان د مارکسیزم-لیننیزم د ښه شاګرد په توګه وړاندې کړي.  کله چې شوروي اتحاد مداخله وکړه، یو شوروي ډوله چوکاټ له وړاندې لا هلته و او دوی ته له منطقي وړاندې تګ پرته ډېر لږ انتخاب پاتې و.

په ورته وخت کې، په خلق ګوند کې ډېرو پر شورویانو له دې امله ملنډې وهلې چې تر تمې زیات یې د پرېکړو واک په لاس کې اخیستی و.  دوی د شورویانو د فرصت پرستوغوښتنو له امله د شورویانو د کنټرولولو هڅې پیل کړې. د واک ساتنې یا د ژوندۍ پاتېدنې په هڅه یې له مجاهدینو سره په پټه د شورویانو په بې سېکه کولو کې مرستې وکړې.

که څه هم شوروي سلاکاران په پراخه کچه ورغلي وو خو ډېرو يې په افغانستان کې د کار له پاره یا سم چمتووالی نه درلود او یا يې افغانان نه پېژندل. افغان مشرانو وکولی شول چې د خپلواکۍ د مانورو او پرېکړو له پاره فضا چمتو کړي. دا فضا په بده توګه د بېلو شویو افغان جوړښتونو، ډلپالنو او د سیاسي واک لوبو، همدا ډول د شوروي سلاکارانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ادارو او شخصي سیالیو له خوا چمتو شوې وه چې په پایله کې یې پرېکړې او وروسته بیا سیاسي مسوولیتونه افغانانو او شورویانو په ګډه سمبالول، یعنې ټول واک له شورویانو سره نه و.  

کوم څه چې څرګند شول، هغه په مارکسیستي مفهوم کې د منطقي او جدلي  اړیکو لومړۍ درجه قضیه وه، چې له امله يې د دوو یو په بل تکیه متقابلو اړخونو لوبغاړي اغېزمن شول او داسې اغېز يې راپیدا کړ چې غالبا دواړو اړخونو يې هیله نه درلوده. په پای کې دا څرګنده شوه چې افغانان په شورویانو باندې ډېرمتکي وو او شورویانو په افغانانو لږ تکیه کوله. تاریخ به وروسته د نورو لوبغاړو په برخه کې هم ځان تکرار کړي.

شوروي هڅه کوله چې  افغانستان د منځنۍ آسیا په یوه بل جمهوریت واړوي، دې جمهوریتونو تر ۱۳۷۰ کال پورې دوام وکړ. د فرانسوي لیکوال  ګيلیس دورونسور د وینا له مخې «ددې جمهوریتونو د پروژې ناکامۍ شورویان د وتلو چمتووالي او د ملي پخلاینې هڅو ته اړ کړل».   

په لنډ ډول،  خلق ګوند داسې تشریح کولی شو چې دې ګوند ځان کمونست باله چې د جوړیدا له مهاله که په ډېرعام ډول نه و، خو په څرګند ډول یې خپلې موخې  داسې اعلانولې لکه دا ګوند چې د شوروي په مشرۍ د نړۍ د سوسیالستي سیستم یوه برخه وي. که څه هم دا ګوند تر ۱۳۵۶ وړاندې د شوروي اتحاد او د هغه د ملګرو له خوا د یوه بېل نظریاتي ګوند په توګه ساتل کېده. کله چې خلق د یوه حاکم ګوند په توګه واک ته ورسېد، ددې ګوند بدلونونو شوروي اتحاد اړ کړ چې د بريژنیف د نظريې پل ونیسي  چې له مخې یې د انقلابي رژیم د ملاتړ له پاره انقلابي بدلون باید په هیڅ وجه «نه بدلېدونکی وي.»

په افغانستان باندې په ۱۳۵۷ کې د شوروي یرغل د خلق ګوند او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند ترمنځ په اړیکو باندې دوه متضاد اغېزونه درلودل: خلق ګوند له شوروي څخه د کاپي کړې تګلارې پراخونه پلې کوله او ځان يې د شوروي یو اړین او مهم ملګری باله، خو شورویانو د افغانستان ټولنیز او سیاسې حالات د سوسیالیستي پرمختګ له پاره چمتو نه ګڼل. خلق ګوند ته یې د هغه د انقلابي پرمختګ په اړه د احتیاط کولو خبرداری ورکاوه، د ګورباچوف تر واک لاندې يې له افغانستان څخه په وتلو تمرکز کاوه او د خپل پخواني ملګري قرباني کولو ته چمتو وو.

خلق ګوند او فېمینیزم

  سره له دې چې خلق ګوند د افغانستان د څلورو لسیزو په ویجاړیو کې پراخه برخه درلوده او همدا ډول خلق ګوند په بشري حقونو باندې د سیستماتیک تېري او جنګي جرمونو له شکه وتلی مسوولیت لري، خو د ګوند ډېرو غړو او  خواخوږو د سمون او عصریتوب لوړې هیلې هم لرلې. سلیمان لایق چې له یوې مخکښې دیني کورنۍ څخه و د بي بي سي له فارسي څانګې سره په یوه مرکه کې وویل چې په ماشومتوب کې په قبیلوي ټولنه کې د بېوزلۍ او په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال بې انصافیو په خلق ګوند کې شاملېدو ته اړ کړ. ثریا پرلیکا چې د ښځو د حقونو یوه سرسخته غوښتونکې  (فیمینسته) او کمونسیته وه د لوړې کچې له یوې کورنۍ څخه وه. هغه ډېر کلونه له خلق ګوند سره تړلي د ښځو د ډیموکراټیک سازمان مشره وه. د ثریا په وینا  دا سازمان دې او پنځو نورو ښځو د ۱۳۴۴م کال په چونګاښ کې د خلق ګوند له جوړیډا یواځې شپږ میاشتې وروسته د یوه خپلواک تنظیم په توګه جوړ کړ. پرلیکا ددې لیکنې لېکوال ته وویل :« زما مور به تل ویل چې ټول افغانان زموږ په څېر هوسا ژوند نه لري. دې خبرې زه سیاست ته وهڅولم.» او سیاست یې پیل هم کړ. ثریا په خپل شهرت سربېره د خلق ګوند له زوال وروسته هم په افغانستان کې پاته شوه او د طالبانو په واکمنۍ کې يې پټ ښوونځي سمبالول او دې کار ته يې له ۲۰۰۱ وروسته هم دوام ورکاوه.

مېرمنو،په تېره په ښارونو کې او که به یې لا د رژیم مخالفت  نه کاوه، ډېر حقونه درلودل. د خلق ګوند واک ته تر رسېدا وړاندې د افغانستان د ښځو ډيموکراټیک سازمان د کورني تاوتریخوالي له امله د قرباني شویو ښځو ملاتړ کاوه، له کورنیو سره یې د لېدو هڅې کولې او له ښځو سره يې محکمې ته د هغوی د قضیو په وړلو کې مرسته کوله. دې سازمان د زده کړې کورسونه پرانیستل او ښځې يې کارموندنې او ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو لېږلو ته وهڅولې. هغوی ښځې دې ته چمتو کولی چې د ۱۳۴۳ په پارلماني ټاکنو کې برخه واخلي. په دې کار کې پرلیکا فعال ګډون درلود. هغه به ښځو ته د لیک او لوست زده کړې له پاره کلیوالو سیمو ته تله.   

په ۱۳۴۷ کې هغې د پارلمان د دودپالو اسلامي غړو له خوا له هېواده بهر له محرم پرته د زده کړو له پاره د نجونو او ښځو په تګ د بندیز د وړاندې شوي قانون په ضد مظاهرو کې ګډون وکړ. له یوې میاشتې مظاهرو وروسته په پارلمان باندې د ولکې په ګډون لایحه لغوه شوه. د خلق ګوند د واکمنۍ پر مهال د ښځو د ډیموکراټیک سازمان د ډېرو غړو او د پرلیکا د کار له برکته د مورولۍ رخصتۍ ۹۰ ورځو ته اوږده شوه او له معاشه پرته رخصتي ۱۸۰ ورځې شوه. ښځو ته په قانوني ډول له ۵۵ کلنۍ وروسته د تقاعد اخیستلو اجازه ورکړ شوه. کله چې پرلیکا د ۱۳۸۱م  کال په وري میاشت کې مړه شوه، دعدلیې وزارت ویبپاڼې د ۱۳۵۸ د مېرمنو د زېږون رخصتي لا هم پلې کېدونکې وګڼله. همدا ډول د پرلیکا د هڅو په پایله کې په کارځایونو کې لومړني ښوونځي او وړکتونونه جوړ شول (  د  پرلیکا د مړیني خبر د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې ولولئ).

د خلق ګوند په ملاتړ د مېرمنو مارش. سرچینه:  nee 1o دانسټاګرام له لارې

دا د مېرمنو له پاره آن د مجاهدینو تر ولکې لاندې په کلیوالو سیمو کې ډېرې لویې لاسته راوړنې وې. دا حقونه  د ۱۳۸۰ کال وروسته حالاتو سره د ورته والي په درلودلو په ټولنه کې د نظریاتو په توګه پاتې شول.  په هر صورت دا داسې کارونه وو چې د افغانو مېرمنو پر ژوندانه يې یوه داسې نه هېرېدونکې نښه پرېښووه چې تر اوسه پورې د یوه ارزښت په سترګه ورته کتل کېږي.

پایله

خلق ګوند چې وروسته په وطن ګوند بدل شو، تر دریو لسیزو لږ وخت دوام وکړ. خو څو نورو اصلي سیاسي قوتونو د افغانستان په معاصر تاریخ باندې یو له اهیمته ډک اغېز ولاره. د یادونې وړ یوه استثنی شاه امان الله خان دی، چې اصلاحات یې که څه هم په ۱۳۰۸ کال کې په رسمي ډول بند کړل شول، خو دوامداره او پایېدونکې اغېزې یې درلودې. نور اغېزناک قوتونه مجاهدین او طالبان وو چې د خلق ګوند د نویو اصلاحاتو په غبرګون کې  چې په اصل کې د شاه امان الله خان له اصلاحاتو څخه اغېزمن شوي وو، ډګر ته راووتل ( د بېلګې په ډول په ۱۹۲۴ کې د خوست بلوا د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په راپور کې دلته ولولئ ).

د شوروي یرغل او په افغانستان باندې ولکې نه یواځې د افغان ټولنې په ځینو برخو کې د خلق ګوند ملاتړ چې یومهال یې درلود، پای ته ورساوه، بلکې خلق ګوند د یوه پېژندل شوي سیاسي قوت په توګه د مرګ وروستۍ سلګۍ ووهلې. هغه بحثونه چې ۶۰ کاله وړاندې د خلق ګوند له جوړېدا راهیسې ددې ګوند په اړه رابرسېره شوي، نه یواځې د افغانانو بلکې د اکاډیمیکو څېرو تر منځ لا تر اوسه  دوام لري، ځکه چې خلک هڅه کوي چې ددغو پیښو اصلي لاملونه پیدا کړي او د شورویانو هغه رول مالوم کړي چې په دغو پېښو يې اغېز درلود.

دا چې په ۱۳۴۳ کې د خلق ګوند  جوړېدا او په ۱۳۵۷ کې واک ته رسېدا د شوروي کمونست ګوند په لارښوونه د شوروي دولت پرمټ شوې او که څنګه، لږ تر لږه ددې لیکنې د لیکوال له نظره یوه پوښتنه ده. کومه خبره چې مالومه ده هغه داده چې خلق ګوند ډېر ژر له مقاومت سره مخامخ شو او تاوتریخوالی له هر لوري ګړندی شو. آن د افغانستان په قضیه کې د ښکېلو خواوو او افغانانو له پاره ددې تشریح کول ستونزمن دي چې ددغه هېښوونکي  پراخ تاوتریخوالي،ټولوژنې، منظمو شکنجو او پراخو ظلمونو سرچینه چې د شخړې ټولو لوریو په کې خپله ونډه درلوده، چېرې وه.

د سلېمان لایق او پرلیکا په ګډون  ډېرئ هغه کسان چې د خلق ګوند په حکومت کې يې په مهمو څوکیو کار کاوه، هیڅکله د واک پر مهال په څرګند ډول د خپل حکومت له خوا د کړو تېریو پر ضد و نه غږېدل. د خلق ګوند ځینو پخوانیو غړو آن په رسمي ډول ټینګار کاوه چې د دوې تر واک وروسته د مجاهدینو او طالبانو له خوا حالات، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو برخه کې تر پخوا ډېر بد شول. د دوی ترمنځ ډېرئ په منظم ډول  د اسلامپالو پر ضد د پخواني ولسمشر نجیب الله  خبرداری بیا بیا رانقلوي. د خلق ګوند د مرکزي کمیټې یوه پخواني غړي لیکوال ته وویل: « زه په خپل تېر ویاړم، ځکه چې تل د خلکو په چوپړ کې وم».

په حقیقت کې د افغانانو مخ په زیاتېدونکی شمېرچې د خلق ګوند غړي نه دي، د خلق ګوند د حکومت ځینې اړخونه ستایي. د احمدشاه مسعود یوه پلوي یو ځل ددې لیکنې لیکوال ته وویل: « د افغانستان په تاریخ کې یواځې دوه ریښتوني مشران وو: سردار داود خان او نجیب». هغه د اغېزمن بدلون په اړه ددې دواړو مشرانو د وړتیا درک ته په اشاره دا خبره وکړه. د خلق ګوند د واکمنۍ د یوه مخالف کیڼ اړخي وسله وال اپوزیسیون یوه غړي دغه لیکوال ته وویل کله چې يې د خلق حکومت له نسکورېدا وروسته سیاستونه ولیدل، د هغه حکومت خلاف په وسله پورته کولو پښېمانه شو.  

شپېته کاله وروسته هم د خلق ګوند او د هغه د میراث په اړه کتابونه لیکل کېږي. اوس ددې وخت رارسېدلی چې هغو مهمو پېښو ته چې موږ يې د افغانستان د تاریخ دغه ځای ته رارسولي یوو، غبرګون وښودل شي او د افغانانو په نامه  شویو ظلمونو او پراخو ناخوالو باندې چې افغانانو زغملي او لا یې هم زغمي، اعتراف وشي. دا هم اړینه ده چې په تېرو شپېتو کلونو کې له لویو ننګونو سره سره د هېواد له پاره د لاسته راوړنو ارزونه هم وشي  او د افغانانو د ښې راتلونکي  هیلې په پام کې وساتل شي. خلق ګوند ښايي له پښو لوېدلی وي، خو په افغانستان کې له اوسنیو پرمختګونو داسې برېښي چې د عصريت پلوو قوتونو او د عصریت ضد ډلو ترمنځ شخړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

ژباړن: علي محمد سباوون

لیکوالان: