Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

کلي ته ستنېدا: افغان کلیوال له اوږده ځنډ وروسته کورونو ته ځي

سباوون صمیم 25 دقیقې

کله چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال زمري [اسد] کې د افغانستان واک تر ګوتو کړ، د میلیونو افغانانو ژوند د سترګو رپ کې واوښت. په داسې حال کې چې دغو پېښو د ډېرو پر ژوند منفي اغېز وکړ، ځینو ته یې مثبت بدلونونه هم راوړي دي. د شخړو  د پایته رسېدو مانا دا وه چې ګڼ ښار مېشتي چې کلیو کې زېږېدلي خو په تېرو دوو لسیزو کې تر ډېره د امنیتي اندېښنو له امله خپلو مېنو ته نه شو ستنېدلای، ددې جوګه شول چې بې خطره خپلو کلیو ته ستانه شي. په دې رپوټ کې مېلمه لیکوال سباوون صمیم د څلورو دغسې کسانو نکلونه اورېدلي او ورته جوته شوې چې کلیو ته د هغوی ستنېدو دوه ګونی احساس ورکړی چې خواږه یادونه په کې د کلیوال ژوندانه له سختیو سره ګډ شوي وو.

افغان کوچنیان د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې کچالو ټولوي. عکس: صفي الله کاکړ/ ای اېف پي، د ۲۰۲۳ د جنورۍ ۱۲

د افغانستان ښارونو کې ګڼ داسې وګړي اوسي چې په اصل کې کلیوال وو چې په ښارونو کې د خوندیتابه او د ژوندانه د ښو امکاناتو د موندلو په هیله له خپلو کلیو راخوځېدلي دي. کله چې جګړې د افغانستان په ډېرو ښارونو کې له یوې خوا د حکومت د مخالفو وسله والو طالبانو او د بلې خوا د جمهوریت او ناټو ځواکونو ترمنځ په تودېدو شوې، هغه افغانان چې د حکومت پر خوا وو، د مخالفو طابانو له مخامخ ګواښ سره مخامخ شول. امنیت د شخړو په دوو لسیزو کې په ښارونو، په تېره بیا پلازمېنه کابل کې ښه و. خو د امنیت لټون له کلیو نه د کوچېدو یواځینی خوځوونکی ځواک نه و. له ۱۳۸۰ کال وروسته هېواد ته د بهرنیو پرېمانه مرسته شویو پیسو را ماتېدو، جمهوریت ددې جوګه کړ چې خورا ډېرې پیسې په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې وپانګوي چې ورسره کاري فرصتونه رامنځته او بنسټیز تاسیسات لکه ښوونځي او روغتونونه چې په کلیوالو سیمو کې نه وو، ودان شول.

خو ورسره جوخت، جګړې دغو نویو ښار مېشتو ته دا، که ناشونې کړې نه وي، ګرانه کړه چې خپلو کلیو ته آن په لنډه کتنه ورشي. حتی هغه کسان هم چې له ۱۳۸۰ کال وروسته جوړ شوي حکومت او د هغه له نړیوالو متحدینو سره یې مخامخ تړاو هم نه درلود، کلیو ته تګ یا په کلیو کې څرګندېدو له ګڼو خطرونو سره مخامخول، لکه د حکومتي ځواکونو او مخالفانو ترمنځ متقابلې ډزې، د سړک غاړې بمونه او جنایتکاران. دغه عوامل ددې سبب کېدل چې هغوی کلي ته تګ لږ کړي او یا بېخي ولاړ نه شي.

په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو واک نیونې شخړې پای ته ورسولې او حالات یې یومخ واړول. طالبانو خپلو پخوانیو غلیمانو: هغو کسانو ته چې جمهوریت کې یې کار یا یې ورسره همکاري کوله، عمومي بښنه اعلان کړه. په راوروسته میاشتو کې ګڼو هغو افغانانو چې کلیوالو سیمو ته تللی نه شول، بېرته خپلو کلیو ته چې کلونه او آن لسیزې وړاندې ترې راوتلي وو، مخه کړه.

ددې له پاره چې د هغوی احساسات یا داچې څه پرې راغلل وموندلی شو، موږ له څلورو داسې کسانو سره چې له اوږدو کلونو وروسته په لومړي ځل بېرته خپل پلرني کلي ته ورغلي وو، غږېدلي یو. زموږ مرکه کېدونکي په اصل کې په پکتیا، کندز، غزني او ننګرهار ولایتونو پورې اړه لري او سابقې او مسلکي تجربې یې یو له بله توپیر کوي. زموږ درې مرکه کېدونکي په کابل او یو یې په جلال آباد کې اوسېدل. دوو یې په پخواني حکومت کې دندې درلودې: یو یې دولتي مامور او بل یې د نوي ړنګ شوي افغان ملي پوځ غړی و. درېیم مرکه کېدونکي له امریکاییانو سره د قراردادي دنده درلوده او څلورم یې لا هم له یوې نړیوالې موسسې سره کار کوي. مرکې د ۱۴۰۱ کال په تلې (میزان) او لړم (عقرب) کې شوې دي. له دریو سره کتنې مخامخ وې، یوه یې پر ټېلېفون شوې ده.

زموږ درېیو مرکه کېدونکو ته د طالبانو واک نیونه هغومره چې یې اټکل کېده، ننګوونکې پرې نه وتله. دوو مرکه کېدونکو، د امریکاییانو قراردادي او حکومتي چارواکي د تېرو دوو لسیزو د پراخې ګټې په کارولو دننه افغانستان او بهر کي د پام وړ کاروبارونه جوړ کړي دي. د نړیوالې موسسې کارکوونکي خپله دنده ساتلې او مناسبه تنخواه لري. پر یوه یې هم د رژیم د بدلېدو له اغېزه د ژوندانه د ګډوډېدو تجربه نه ده تېره شوې. په حقیقت کې دوی د نویو چمتو شویو امکاناتو په کارولو، په امنیت کې د هېواد دننه سفرونه کړي او خپلو پلرنيو کليو ته ورغلي دي. دوو یې له طالبانو سره د آرامې او آن په زړه پورې مخامخېدا نکل کړی دی. یوه مرکه کېدونکي له خپلو مخکنيو غلیمانو سره ملګرتیا اچولې او د هغوی له ځینو قوماندانانو سره یې روابط جوړ کړي دي. بل یې د طالبانو له کورنیو چارو وزارت نه د سفر پر مهال د ځان د خوندیتابه له پاره د یوې تمانچې د ساتلو رسمي اجازه تر لاسه کړې؛ درېیم مرکه کېدونکي وویل په کلیوالو سیمو کې یې طالبان دومره نه دي لیدلي.

خو حالاتو د ملي پوځ د ننګرهاري غړي له پاره بېخي بله بڼه غوره کړه. د طالبانو تر واک  نیونې وروسته یې خپله دنده بایللې او اوس د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره له سختیو سره مخامخ دی. په پای کې د ژوندانه لګښت ورته په جلال آباد کې ډېر ګران شوی نو یې بېرته له خپلې کورنۍ سره پلرني کلي ته د ستنېدو تکل کړی دی. په داسې حال کې چې نور په جګړو کې د وژل کېدو له خطر سره مخامخ نه دی، د طالبانو له خوا د نیول کېدو یا د پخوانیو غلیمانو له خوا د نښه کېدو خطر یې لا هم پر سر ځوړند دی.

دده خلاف، درې نور پوښتل شوي د پخوا غوندې کابل کې ژوندانه ته دوام ورکوي. هغوی خپلو پلرنیو سیمو ته د ستنېدو ډېره لېوالتیا درلوده او هلته تېر کړي وخت باندې خوښي څرګندوي. خو هغوی فکر کوي چې کلی ډېر “وروسته پاتې” برېښېده او له هغو پرمختیایي هڅو یې دومره ګټه نه ده وړې چې د هېواد ښاري مرکزونه یې له سټې بدل کړل. دوی لیدلي چې کلي څنګه لوی شوي او د وګړو شمېر یې ځوانو څېرو ډېر کړی او دغه کلیوال ځوانان د خپلې راتلونکې د ښه کولو څومره لږ امکانات لري.

زموږ پوښتل شویو د کلیوال ژوندانه ګڼ اړخونه ستایلي، لکه خواږه ټولنیز اړیکي، پاکه هوا، او هلته یې د خپلو کورونو د بیا ترمیم لېوالتیا ښودلې چې د دویم استوګنځي په توګه یې وکاروي، خو دا یې هم ومنله چې نه شي کولای کلي ته د دایمي ستنېدا په نامه د ښاري ژوندانه عصري هوسایۍ پرېږدي.

د پنځو کوچنیانو پلار، ۳۰ کلن نثار احمد د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې زوکړی دی او دا هغه مهال و چې واک له مجاهدینو سره و. پلار یې په ۱۳۸۰ کال کې د طالبانو له نسکورېدو وروسته، کورنۍ کابل ته ولېږدوله او په حکومت کې یې یوه څوکۍ ومونده. نثار د زده کړو تر بشپړولو وروسته په جمهوري نظام کې یوه اوچته څوکۍ تر لاسه کړه چې د جمهوریت تر نسکورېدو ورسره وه او وروسته بیا له خپلې نورې کورنۍ سره ترکیې وتښتېد چې له وړاندې یې تابعیت، ظاهراً د هغې شتمنۍ د یوې برخې په پانګولو چې په جمهوریت کې یې ټوله کړې وه، تر لاسه کړی و.

هېڅ ښوونځي یا مدرسه [په کلي کې زما د کوچنیوالي پر مهال] نه وه. موږ به هر سهار د کلي جومات ته تلو چې بغدادۍ قاعده ولولو [بغدادی العربیه قاعده ابتدایي لوستونکو ته د عربي تورو او تلاوت د زده کړې له لارې ګام په ګام د قرآن لوستل ورښیي] او وروسته د کلي له ملا نه قرآنکریم زده کړو.

 زما مشران وروڼه په کابل کې بېلابېلې سوداګرۍ او مارکېټونه لري چې یو څه مدیریت ته اړتیا لري. موږ له ځینو خپلوانو سره د راستنېدو خبره وکړه او ټولو یې ملاتړ وکړ. ځکه نو زه او دوه وروڼه مې د ۱۴۰۱ کال وري (حمل) کې بېرته کابل راستانه شوو او د خپلو سوداګریو او نورو شیانو له تنظیم وروسته مو و پتېیله چې خپل کلي ته ولاړ شو. هلته زموږ خپلوانو له ځایي قوماندانو سره خبرې کړې وې چې اجازه راکړي او هغوی هم منلې وه.

څرنګه چې دا مو په ۱۵ کلونو کې هغې خوا ته لومړی سفر و، ماته د خوښۍ داسې یو احساس رالوېدلی و چې په کابل یا اروپا کې مې له ټولو پرمختیاوو او د ژوندانه له لوړ کیفیت سره سره چې په برخه مو و، هېڅکله نه درلود. هلته [کلي ته] له تلو وړاندې مې ورور،  وزارتِ داخلې ته ورغلی او له هغوی سره یې د امنیت له پاره د یوې تمانچې د ګرځولو خبره کړې وه. هغوی ډېر ځله سوداګرو ته د خپل امنیت له پاره د تمانچو د ګرځولو اجازه ورکوي نو موږ یې هم پرېښودو چې راسره وي.

خپلې سیمې ته ستنېدا، په افغانستان کي ټاکلی رسم او دود لري لکه مېلمستیاوې، خو زموږ پوښتل شویو ته دا راتګ دغه راز د هېواد په کلیو کې د ژوندانه له ترخو واقعیتونو سره ملګری شو. هغوی ولیدل چې د وګړو د شمېر ډېروالی د بنسټیزو تاسیساتو له مناسب ښه والي، امکاناتو یا د ژوندانه له معیارونو سره ملګری نه دی. د کلیوال ژوندانه د ساده خوندونو د بیا موندلو شوق په بیړه خپل ځای دې واقعیت ته ورکړ چې دومره ښه والی نه دی راغلی:

کله چې مې کلی ولید، نوي عادي کورونه، ګڼ موټر، یو پوخ سړک او د ژوندانه یو څه ښه شوي شرایط په کې وو، خو دا تش د ځينو له پاره. له هغه مهال سره مې چې ترې وتلي وو دومره ډېر توپیر نه دی لیدلی. موږ د خپلو تربرونو کره ولاړو او خلک زموږ هرکلي او ستړي مشي ته راغلل. چې ریښتیا شي، موږ له هغو کلیوالو سره چې کابل ته تلل راتلل ډېرې مرستې کړې دي او اوس د دوی وار و چې ادا یې کړي.     

په دویمه ورځ مې مشر ورور یو غویی واخیست او حلال یې کړ.او غوښه مو  کلي کې وویشله. دغه راز مو د هغو ټولو کسانو ګډه فاتحه هم واخیسته چې زموږ د راوتلو له مهاله مړه شوي وو. ما ډېر کلیوال چې کله به د درملنې یا بل څه له پاره کابل ته راغلل، لیدلي، خو اوس مې یو نوی ځوان توکم تر سترګو شوی و. زما پام شو چې په کلي کې د اوسېدونکو شمېر ډېر شوی او د کورونو شمېر ختلی دی. څومره چې مې یادېږي، زموږ کلی وړوکی و او یوازې یو جومات یې درلود. خو اوس په کې دوه نوي لیدل کېدل.

موږ له کومې ستونزې پرته په ټوله ولسوالۍ کې وګرځېدو. دلیل یې دا و چې زما پلار او ټولې کورنۍ د [جمهوریت] په ملکي برخه کې کار کړی او له طالبانو سره جګړه کې ښکېل نه وو. ځکه نو [موږ او طالبان] د جمهوریت پر مهال سره نه یو مخامخ شوي.

له بلې خوا زموږ د سیمې ټول طالبان کابل او نورو ولایتونو ته استول شوي دي. هغه طالبان چې اوس زرمت کې دي، هغوی د نورو ولایتونو او ولسوالیو دي او ځکه مو دومره نه پېژني. کلیوالو ښایي خبر ورکړی وي، خو خپلوانو مو د هغوی قوماندان ته چې د جګړو پر مهال زموږ کلي کې و، خبر ورکړی او هغه ورته ویلي و چې ستنېدلو کې مو څه ستونزه نه شته.

یو طالب جنګیالی یوه سپرلۍ د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې تلاشي کوي. عکس: فریدالله احمدزی/ ای اېف پي، د ۱۳۹۶ د چونګاښ [سرطان] ۲۷

زموږ غوندې خلکو ته ژوند ریښتیا د جمهوریت پر مهال ډېر محدودیتونه درلودل. د امنیتي اندېښنو له امله آن قرغې ته هم دومره نه تلو. طالبان د [سیاسي] مخورو امنیت ته دومره ننګونه نه وه او آن دومره لوی ګواښ هم نه و. مافیا، غلو او نورو جنایتکارو ډلو تر ټولو لوی ګواښ جوړاوه. زما پلار [د څه  وخت له پاره] کندهار ته تبدیل شو، خو هېڅکله هم هلته په موټر کې نه دی تللی. کله چې موږ کندهار ته ورغلو، سفر مو په الوتکه کې و. اوس پکتیا ته په موټر کې ځو بې هېڅ ډول ستونزې. وروستی ځل چې ورغلی وم ټولو کلیوالو او ملګرو ویل چې آریوب ځاځيو ته په میله ولاړ شو. موږ هلته ولاړو، کباب مو پوخ کړ او د طبیعت له زړه راښکونکو منظرو مو خوند واخیست. بېخي ډېر خوند یې وکړ.

د کلي د طبیعي منظرو ننداره او تازه هوا راته ځانګړی ارزښت درلود. په کابل او دغه راز ترکیه کې یو نا سالم، مصنوعي ژوند لرو. د ښارونو خلاف، کلیو کې صحي خواړه موندل کېدلی شي. د هغه کلي لیدل چې زه په کې زېږېدلی یم یوه خوندور تجربه او د یوې پخوانۍ هیلې ترسره کېدا وه. خو دې همدا راز خپله ترخه هم درلودل. په دغو سیمو کې جګړې پوره کلي ویجاړ کړي او خلک یې په هماغه وروسته پاتې حالت کې پرېښي چې ۱۵ کاله د مخه په کې وو. د کلیوال ژوندانه یو بل کړوونکی اړخ چې خورا بد اغېز راباندې کوي، د خلکو بېوزلي ده.

کلی سره له دې چې وروسته پاتې دی، خو په هغه ځای پسې ارمان کول نه شې پرېښودلی چې په کې ستر شوی یې. سره له دې چې ساده توب به وي که هیله وشي چې دا حکومت به څه رغاونیز کار وکړي، بیا هم غواړم زما کلیوال ټولې هغه آسانتیاوې تجربه کړي چې په یوویشتمه پېړۍ کې ترې خلک خوند اخلي.

۴۵ کلن عبدالقدیر، د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ یو سوداګر دی. دی د اوو بچیانو پلار دی. له ۱۳۸۰ کال وړاندې ده له خپلې لویې کورنۍ سره په پېښور کې چې ځينې غړي یې د شوروي خلاف د جنګېدو له پاره د جهادي ډلو ملګري شوي وو، ژوند کاوه. دی د لومړي امارت له نسکورېدو وروسته کابل ته ستون شو. ژر ترې د امریکاییانو قراردادي جوړ شو چې ناټو ځواکونو ته به یې پوځي مرکزونه جوړول او په دې سره یې ډېره پراخه ګټه وکړه. دی په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاته شو او و یې کړای شول چې له نویو واکمنو سره ښه راشه درشه جوړه کړي.

زموږ کورنۍ تر هغو پورې چې امریکاییانو طالبان شړل په پاکستان کې اوسېده. وروسته کابل ته راستانه شوو. ورور مې په نوي حکومت کې یوه اوچته څوکۍ تر لاسه کړه او ما له امریکاییانو سره د هغوی د [پوځي] اډو د جوړولو قراردادونه کول.

کله چې طالبان [د کړکېچ پر مهال] زموږ ولسوالۍ ته راستانه شول، په موږ یې نور [سپکوونکي] نومونه کېښودل او سیمه ییزو قوماندانو راته ګواښ کاوه که لاس یې بر شو وژني مو. له دې وروسته نور خپل کلي ته ستانه نه شوو. په تېرو اوو کلونو کې آن تر غزني ښاره پورې هم ورتللی نه شوو.

خو د جمهوریت سقوط ناببره هرڅه واړول او دومره ډېر شیان چې فکر مو کاوه په لسیزو کې به بدل نه شي، د سترګو رپ کې پوپناه شول. په لومړي سر کې مو له طالبانو ډېر ډار کېده، خو بیا جوته شوه چې هغوی ریښتیا وایي او پر خپله اعلان کړې عمومي بښنه باندې ټینګ دي. د حالاتو له جاج اخیستنې او دې ته په کتلو چې نور ملګري مو چې [جمهوري] حکومت کې یې اوچت دریځونه درلودل، ونه وتل او اطرافو ته یې تګ راتګ پیل کړ، ما او کورنۍ مې هم غوښتل چې خپلې منطقې ته ولاړ شو. ما د خپل کلي د سپینږیرو له لارې، په خپله سیمه کې تر ټولو مشر قوماندان سره چې همدا څو کاله وړاندې یې زموږ کورنۍ ته د مرتدینو خطاب کړی و، رابطه وکړه. هغه ته په کابل کې دنده ورکړ شوې وه او ما هغه له خپلې ډلې سره ماښامنۍ ته راوباله. هغوی مې بلنه ومنله او کور ته راغلل. د ډوډۍ پر سر مو ډېرې خبرې وکړې، او ما ترې دا غوښتنه هم وکړه چې که کلي ته ولاړ شم. هغه ومنله او راته ویې ویل چې دا بله اوونۍ پخپله غزني ته روان دی. ویل یې ګډ به ولاړ شوو.

پخلاینې ته چمتووالی په دواړو خواوو کې برېښي، په طالبانو کې د هغې مشهورې کورنۍ په وړاندې چې بې شکه په سیمه ییزه کچه مهم رول لوبولی شي، د یوه عمل چلند ښودنه کوي او دغې کورنۍ ته بیا له خپله اړخه د هېواد له نویو واکمنو سره د ښو اړيکو جوړول پخپله ارزښتناک ایسي.

دا بله اوونۍ غزني ته ګډ ولاړو او کلي ته مې پخپله سفر وکړ.  ډېر کلیوال او خپلوان د ستړي مشي له پاره غزني ښار ته راغلل. زه خپل کور ته چې زموږ په نشتوالي کې مې د ترونو زامن په کې اوسېدل، ورغلم. په دا بله ورځ کلیوال موږ کره راغلل، ځکه کله چې څوک دوبۍ یا عربستان نه راځي زموږ کلي کې دود دا دی چې خلک د سباناري له پاره هغه کره ورځي. ښه بنډار مو سره وکړ او ډېر نوي کسان مې ولیدل.

ځوانان په تېره بیا ډېر ښه دي  خو سختو ستونزو سره مخ دي. ددې پرځای چې درس ووایي، ډېرئ یې دوبۍ او نورو هېوادو ته د کار له پاره ځي چې نفقه وګټي. د هغوی وړتیاوې د کورنۍ د [مالي] اړتیاوو د لرې کولو له پاره په بهرنیو هېوادو کې ضایع کېږي. هیله من یم چې په ښو ښوونځیو او پوهنځيو کې د زده کړو امکان ومومي او په کار ولګېږي او خپل هېواد ته خدمت وکړي. کلي کې هلکان خپله کرکټ لوبډله لري، او ما په تحفه کې ورته نوي وسایل او بیټونه واخیستل. ټول ډېر خوشحاله شول.

زموږ کلي کې یوه مدرسه شته چې کلیوالو جوړه کړې ده. د ودانۍ ډېره برخه یې د کلیوالو په چندو بشپړه شوې ده، خو کوټې یې پوښل شوې نه دي او انګړ یې احاطه نه لري. ما ۱۵۰۰۰۰۰ کلدارې [پاکستانۍ روپۍ چې شاوخوا ۷۳۰۰ امریکایي ډالر کېږي] چنده ورکړه. هغوی ډېرې مننې وویلې.

لومړی ځل چې ورغلی وم یوه اوونۍ مې کلي کې تېره کړې وه چې خپلوان او دوستان وګورم او هغوی به هم زه د غرمې یا ماښام ډوډۍ ته وربللم. پروسږکال دا شپې ورځې بیا هلته ولاړم. په لومړي سفر کې مې درې پسونه واخیستل او د ترونو زامنو ته مې ورکړل چې ویې ساتي او بیا د ژمي تر رارسېدو وړاندې یې لاندی کړي [د لاندي په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا  رپوټ ولولئ]. لاندی زما ریښتیا ډېر خوښ دی او په تېرو کلونو کې مو هېڅکله داسې وطني لاندی کابل کې موندلی نه شو.

مور مې د [۱۴۰۱] کال ژمي کې وفات شوه. د هغې جنازه مو کلي ته یووړه او هماغلته مو مراسم ترسره کړل او خاورو ته مو وسپارله. کله چې دوه کاله وړاندې د هغې روغتیا خرابه شوه نو له موږ نه یې ژمنه واخیسته چې جنازه به یې کلي ته وړو. سره له دې چې ژمنه مو ورکړې وه، خو اندېښنه راسره وه چې دا به څنګه کېږي. مشر ورور مې په هماغه کال د زړه له حملې مړ شوی و خو جنازه مو کلي ته نه شوای وړی ځکه طالبانو نه پرېښوده. موږ جنازه او فاتحه دواړه کابل کې وکړل او د قبر له پاره د ځای موندل ډېر راته ګران و. خو مور مې نېکمرغه وه او دوعا یې قبوله شوه چې کوم ځای یې غوښته هلته خاورو ته وسپارل شوه. که جمهوریت نسکور شوی نه وای، موږ خپله دغه ژمنه نه شوای ترسره کولی.

تر اوسه مو له طالبانو سره کومه ستونزه نه ده راغلې. هغوی چې مخکې زموږ د وینو تږي وو، اوس راسره ملګرتوب پالي. درې میاشتې وړاندې مې د خپل کلي ډېر قوماندانان په کابل کې د خپلې لور واده ته رابللي وو. څوک چې کابل کې وو ټول واده ته راغلل او آن ډول وهلو او اتڼ کولو ته یې هم پرېښودو.

دې وختونو کې زه کلي ته ډېر ځم، خو هلته د تل له پاره اوسېدل نه غواړم. د افغانستان کلیوالې سیمې ډېر عادي امکانات هم نه لري او هغه چاته چې د ښار له ژوندانه سره روږدی شوی وي، هلته اوسېدل ناممکن دي. بیا هم، ښایي په کلي کې اوسېدل د هغو ښېګڼو له امله چې هلته شته، ومنم، او چې ریښتیا شي یو ځل مې له کورنۍ سره پرې خبرې هم وکړې خو نه مې مېرمنې، او نه زامنو یا لوڼو راسره ومنله. مخکنی حکومت دومره فاسد و چې له یوه سړک چې هغه هم امریکاییانو جوړ کړی، او یوه ښوونځي او روغتون پرته یې نور په ټوله ولسوالۍ کې بل یو رغاونیز کار هم نه دی کړی. هیله نه شته چې اوسنی حکومت دې تر هغه ښه وي ځکه چې د دوی ټول نظام په مالیاتو ولاړ دی او په سخت اقتصادي بحران کې نښتی دی.

د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی، ۳۵ کلن حمیدالله. دی په یوه نړیواله موسسه کې مدیر دی او رتبه یې وار په وار د کاري کلونو په ترڅ کې چې لومړی د موټر چلوونکي په توګه استخدام شوی و، لوړه شوې ده. هغه خپله کورنۍ په ۱۳۸۸ کال کې کابل ته ولېږدوله ځکه چې پلازمېنه کې یې د کار د څرنګوالي په اړه کلي کې شکونه پيدا شوي وو. د هغه نکل داسې دی:

زه د ۱۹ کلو وم چې کابل ته راغلم. مکتب مې نه دی لوستی، خو د کلي ملا نه مې لیک او لوست زده کړي دي. کله چې کابل ته راغلم، د انګرېزۍ او کمپیوټر کورسونه مې شروع کړل او د مکتب په جعلي سند مې یوه پوهنتون کې ځان شامل کړ. ما کار هم لټاوه، او یوه ملګريمی می د یوي موسسې  یوه کارکوونکي ته وروپېژندلم چې موټر چلوونکی یې په کار و. کار یې راکړ او په پوهنتون کې مې زده کړو او نورو کورسونو ته هم دوام ورکړ.

کورنۍ مې لا هم خان آباد کې اوسېده او زه به همېشه هلته ورتلم. د چلوونکي په توګه دوه کلن کار نه وروسته، هماغه افسر ددغې نړیوالې موسسې د یوه ټیټ رتبه مامور دنده راکړه. تر دې وخته مې انګرېزي او کمپیوټر ښه زده کړي وو او په سیاسي علومو کې مې لېسانس تر لاسه کړ. د کلونو په اوږدو کې مې څوکۍ یو په بل پسې لوړېده او لوړو درجو ته ورسېده، خو لا هم کلي کې خلکو ته وایم چې موټروان یم.

د حکومت او بهرنیو ځواکونو خلاف د طالبانو جګړې ښه زور اخیستی و او دا یې نوره ګرانه کړې وه چې سړی کندز او بیا خپل کلي ته ولاړ شي. موږ به ډېر وختونه په متقابلو ډزو کې ایسار شوو او د سړک غاړې بمونو به د عادي خلکو موټرونه الوځول او هره ورځ به یې لسګونه کسان وژل او ژوبلول. طالبانو هغه کسان چې کابل کې اوسېدل، امریکاییانو ته د جاسوسۍ په تور نیول. دې ټولو ستونزو ته په کتو مې، خپله مېرمن او بچیان کابل ته کډه کړل.

یو څو نورې میاشتې هم کلي ته تللی او راتللی شوم چې د خپل کور او ځمکې غم وخورم. خو څرنګه چې معاش مې ښه و او د ژوند کچه مې پورته ولاړه، کلیوال به چې د درملنې یا بل کار له پاره کابل ته راغلل زما د کار په اړه به شکونه ورولوېدل، نه به یې منله چې یو ډریور دې دومره لوړه کرایه ورکړي او خپل موټر دې واخلي. دا خبرې ژر طالبانو ته ورسېدې او هغوی فکر کاوه چې زه ګنې حکومت کې کومه لوړه څوکۍ لرم. ځکه نو له ۱۳۸۸ کال راهیسې نور کلي ته نه شوم تللی.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته، سره له دې چې ډېرې ستونزې یې افغانانو، په تېره بیا ښځو ته جوړې کړې دي، زه اوس بیا کولی شم چې نه یوازې کندز بلکې د افغانستان هرې برخې ته سفر وکړم. مخکې چې به څوک پر سړک کوم ځای ته تلل، هرومرو به پر لاره له ډزو او یا د طالبانو له تلاشیو سره مخامخېدل. زموږ ډېر ملګري په دغو نښتو کې ژوبل شوي دي. یوځل ما هرات ته د تلو نیت کړی و، خو کله چې مې ملګرو سره مشوره وکړه چې که موټر کې ولاړ شم څنګه به وي، هغوی راته وویل دا کار ځان وژنه ده. ځکه نو په الوتکه کې ولاړم چې ۵۰۰۰ افغانۍ [شاوخوا ۱۰۰ امریکایي ډالره] راته تمام شو.

اوس دوه ځله کندهار ته پرته له هېڅ ډول امینتي ستونزې تللی یم. د طالبانو له راتګ سره یواځینی مثبت شی چې افغانانو لیدلی هغه د افغانستان په هره برخه کې، له کابل او پنجشېر پرته، امنیت دی.

ما [د طالبانو له واک نیونې] یوه میاشت وروسته نیت وکړ چې خپل کلي ته ولاړ شم. هغه قوماندانان او جنګیالي چې زه یې پېژندلم یا وژل شوي او یا کابل یا نورو ولایتونو ته لېږل شوي دي. څرنګه چې ما په پخواني حکومت کې کوم لوی ځای او څوکۍ نه درلوده، ما حتی له [سیمه ییزو] طالبانو نه اجازه هم ونه غوښتنه، هغه کار چې د پخواني حکومت ډېر کارکوونکي یې کوي. زه مخامخ کلي ته ولاړم. کور کې مې کاکا دېره و. کله چې ورغلم نو پرېکړه مې وکړه چې کور لږ ترمیم کړم چې رخصتیو کې ورته راشو او له کورنۍ سره په کې یو څه وخت تېر کړو. ما له یوه دهقان سره هم خبره وکړه چې زموږ په پراخو کروندو کې بیا کار شروع کړي او څه په کې وکري.

دې مرکه کېدونکي ته له طالبانو سره د اړیکو جوړولو ته اړتیا نه وه: په کلي کې بالقوه خطر نور له منځه تللی و او سره له دې چې د پخواني حکومت کارکوونکی نه و او په یوه نړیواله موسسه کې یې کار کاوه خو ځان یې لا هم له نظرونو په څنګ وساته. لکه د مخکني پوښتل شوي په مورد کې، متقابلو مرستو – لکه ښار کې مېلمستیاوو او کلي کې د جایدادونو ساتنې – د هغه چا ترمنځ چې ښارونو کې مېشته شوي یا کلیو کې یې ژوند ته دوام ورکړی، د اړیکو له ژوندي ساتنې سره مرسته کړې ده:

په کلي کې راسره د خلکو چلند ډېر ښه و ځکه ډېر یې د کلونو په اوږدو کې کابل ته راغلي، او څرنګه چې یې نور خپلوان یا داسې ځای چې په کې و اوسېږي، نه درلود، شپې یې له ماسره تېرولې. ما له هغوی سره ډاکټرانو ته ورتګ کې مرسته کړې او چې کله یې ځای راغلی مشورې مې ورکړې دي، مثلاً دا چې پاسپورت څنګه واخلي. ځکه نو هغوی رانه ډېر خوښ وو. کلیوال ډېر مېلمه پال دي، او هر یوه یې غوښتل چې د ماښام ډوډۍ له هغوی کره وخورم. هلته مې څلور ورځې تېرې کړې او یو وخت ډوډۍ مې هم له کاکا کره نه ده خوړلې. هغوی راسره د خپلې کروندې د بیا سمولو او کرلو پرېکړو کې مرسته وکړه.  

د ځوانانو شمېر زموږ کلي ښایي دوه ځله  ډېر شوی وي. ډېرئ یې زده کړې نه لري د زده کړو داسې موسسې چې د هغوی وړتیاوې وغوړوي نه شته. په ولسوالۍ کې یو څو ښوونځي شته، خو د ټولې ولسوالۍ د اړتیاوو له پاره نه بس کېږي. په دغو ښوونځیو کې سم روزل شوي ښوونکي او کتابونه او نور اساسي مواد نه شته. ډېرئ ځوانان خپل وخت په فوټبال او کرکټ تېروي. په کروندو کې له کار کولو پرته نور ورته د کار موندل ګران دي. یواځينی شی چې زه یې وځورولم هغه ددې نوي نسل بې هدفه ژوند او نا روښانه راتلونکی دی.

زه له هغه را وروسته څو ځله  له کورنۍ سره یو ځای، کلي ته تللی او راغلی یم. له طالبانو سره مو تر اوسه کومه ستونزه نه ده راغلې. چې ریښتیا شي، په لارو کې له پاټکونو پرته نور په کلیو کې نه لیدل کېږي. ته وا ټولو کلي پرېښي او ښارونو ته وتلي دي. خو له هغوی وېره پر سیمو خپره ده او امنیت لا هم ښه دی. کله کله زه ماښام کابل ته خوځېږم او لمرخاته مهال رسېږم.

ما دغه راز د مڼو یو باغ جوړ کړی او ځمکو کې مو کچالو او غنم کرلي دي. سږکال اړ نه یم چې له بازاره غنم واخلم ځکه چې خپل حاصل مو شوی دی. په دې راته ۵۰۰۰۰ افغانۍ [۵۵۰ امریکایي ډالر] وسپمېدې.

۳۰ کلن رحمت الله په اصل کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ دی خو زوکړه یې د شمشتو د کډوالو کمپ کې شوې ده، چې د پاکستان پېښور ته نژدې دی او ډېرئ افغانان په ۱۳۶۰ مو کلونو کې هلته د کډوالو په توګه دېره شوي و.ده واده کړی او څلور بچیان لري. د رحمت الله کورنۍ په ۱۳۸۰ کال کې د طالب رژیم له نسکورېدو وروسته افغانستان ته ستنه شوې وه. څرنګه چې هغه رسمي زده کړې او داسې مهارتونه چې کار پرې وموندلی شي نه درلودل، په کار موندنه کې یې خوارۍ وزغملې او په پای کې ملي اردو ته ورغی. د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یې، دنده له لاسه ور کړه او د اقتصادي ستونزو له لاسه بېرته خپل کلي ته ستون شو.

زه د پاکستان شمشتو کې زېږېدلی یم. ما هلته ۱۵ کاله تېر کړل او  په ۱۳۸۰ کې د طالب رژیم له نسکورېدو سره اچین ته راستانه شوو. ما پاکستان کې یوازې ابتداییه خلاصه کړې ده. له راستنېدو سره، اقتصادي ستونزو پرېنښودم چې زده کړو ته دوام ورکړم. زما له پاره چې نه مې لوړې زده کړې او نه نور مهارتونه درلودل، د کار موندل ګران و. هرڅه چې مې کول مناسب کار په لاس نه راته. څو کاله وروسته، زموږ د سیمې ځینو ملګرو مشوره راکړه او قانع یې کړم چې اردو ته ورشم.

پوځ سره یوځای شوم او د ۱۳۸۸ کال شاوخوا کې د تعلیمي دورې له بشپړولو وروسته، د جګړې ډګر ته واستول شوم. دغه وخت له طالبانو سره جګړو ښه کلک زور اخیستی و. زه د ماموریتونو او عملیاتو له پاره ډېرو ولایتونو ته تللی او په ډېرو جګړو کې جنګېدلی یم. ډېر ملګري مې له لاسه ورکړي دي. کله کله چې شاته وګورم حیران شم چې څنګه له دې خونړیو جګړو ژوندی راوتلی یم.

کله چې پوځ سره د یوځای کېدو په لومړیو کلونو کې اچین ته تلم، ولسوالي له طالبانو سره نه وه، خو د ولسوالۍ له تعمیر پرته نورو برخو ته تللی او راتللی شول. له دې سره سره، د سیمې سپینږیري او طالبان په دې سره سلا شوي وو چې هغو عسکرو ته به چې نورو ولایتونو کې دنده لري او خپلې ولسوالۍ ته په رخصتۍ راځي، څه نه وایي. د پوځ ګڼ شمېر غړي مشرقيوال وو او همېشه به په رخصتۍ خپلو کورونو ته راتلل، خو په هغو لومړیو کلونو کې طالبانو له سپینږیرو سره خپلې موافقې ته په کتو موږ نه نیولو او نه یې ځورولو.

خو د داعش [د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې] په راڅرګندېدو سره حالات واوښتل او موږ کلي ته له تلو راوګرځول شوو. نو ما مې کورنۍ جلال آباد ته ولېږدوله.

کله چې طالبانو په ولایتونو کې د خپلو یرغلونو وروستۍ څپې ته زور ورکړ، زه نیمروز کې وم چې لومړی ولایت و چې هغوی ونیو. موږ ځانونه تسلیم کړل. دوې ورځې وروسته یې موږ پرېښودو چې ولاړ شو او تسلیم خطونه یې له ۵۰۰۰ افغانیو [چې د ۱۴۰۰ کال د تبادلې نرخ له مخې ۶۵ امریکایي ډالر کېږي] او نویو کالیو سره راکړل. له دې وروسته زه مخامخ جلال آباد ته ولاړم.

د شخړو پای ته رسېدو ددې پوښتل شوي له پاره د یوه بل ډول خوارۍ د پیل مانا درلوده: ځان ورته له هغه کوچني اقتصادي امکان نه چې درلود یې بې برخې و ایسېد، او په پوځ کې یې د پخوانۍ تجربې مانا دا وه چې طالبان یې د پخلاینې له پاره یو طرف ونه بولي او پرځای یې د یوه داسې چا په سترګه ورته وګوري چې باید وګواښل شي او وڅارل شي. هغه ته خپل پلرنی کلی، هغه وروستی امکان و چې له وس پورته ورځنیو لګښتونو مقابلې ته په کې ودرېږي:

کله چې جمهوریت ړنګ شو، زما د ژوندانه سختۍ له یوې ورځې نه بلې ته په ډېرېدو شوې. لومړی اقتصادي مشکل راغی. دنده مې وبایلله او د ګټې وټې بل ځای مې هم نه درلود.

جلال آباد کې مې یوه کرایي کور کې ژوند کاوه. کورنۍ مې کلي ته ولېږدوله چې لږ تر لږه د کرایي نه خو خلاص شم او بیا مې د کلي بازار کې یو وړوکی دوکان پرانېست. کلي ته چې ولاړم په لومړۍ هفته کې له څه ستونزې سره مخامخ نه شوم. خو په دا بله هفته یې د هغه قوماندان کسانو چې زموږ د ولسوالۍ و، زه بازار کې وپېژندلم. زه یې ونیولم او تړلې سترګې یې جلال آباد ته راوستلم. هلته یې رانه بېلابېلې پوښتنې وکړې او یوه هفته وروسته یې خوشې کړم. سم ونه پوهېدم چې ولې یې نیولی وم، خو دا یې راته وویل چې غواړي دا مالومه کړي چې وسله راسره شته او که نه او [د طالبانو خلاف مې] کومو ناوړو کارونو کې لاس درلودلی او که نه.

آخر یې خوشې کړم ویل یې خیر و خیریت دی. خو زما شک دادی چې دا هسې پلمه وه. ښایي سیمه ییز قوماندان راته خپل زور ښوده. دلته تربورولي ډېره پیاوړې ده. هغه [قوماندان] زموږ قومي دی او غوښتل یې راته وښیي چې زور اوس له دوی سره دی او کولی شي هرڅه راسره وکړي. له دغې نیونې وروسته دوه ځله نور راته د ولسوالۍ بازار کې طالبان راغلل. یو څو پوښتنې یې وکړې او بېرته ولاړل. له هغه وروسته راته بیا هغوی څه نه دي ویلي.

زه بیا هماغه کلي کې اوسم چې اته کاله وړاندې مې پرېښی و. ژوند سره مې خوښ یم، ځکه لږ ترلږه امنیت خو شته. په پوځ کې د خدمت د مودې خلاف، دلته دا خطر لږ دی چې و به لګېږي یا به درباندې د سړک د غاړې بم وچوي، خو اقتصادي حالت دومره خراب دی چې نور نه شي کېدای. پوځ ته ددې له پاره تللی وم چې د ژوندانه خرڅ پیدا کړم. میاشتنۍ تنخواه مې ۲۴۰۰۰ افغانۍ [شاوخوا ۳۰۰ امریکایي ډالره] وه. زموږ کورنۍ ته بس کېده. خو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د سترګو په رپ کې ودرېده. اوس مې دوکان چې جوړ کړی بد نه دی، چلېږي او دومره راته کوي چې ژوندي پاتې شوو، خو د ضروري شیانو لکه غوړيو او اوړو لوړې بیې کله کله دا سختوي چې وایې خلو.   

د طالبانو د واک نیونې په لومړیو ورځو کې، له طالبانو سخت ډارېدلم او دې ته مې کتل چې اوس به مې نیسي او وژني به مې. یو ځل مې آن نیت وکړ چې ایران ته ولاړ شم چې هم له طالبانو او هم له خوارۍ ځان خلاص کړم، خو څوک چې زموږ له سیمې هلته تللي وو را شړل شوي او ځورول شوي او [د ایران زندان کې] میاشتې میاشتې بندي ساتل شوي وو. پاکستان ته تلنه او هلته کار موندنه هم ګرانه ده.

د طالبانو خطر اوس زما په نظر لږ شوی، خو د فقر خطر هماغسې لوړ دی او نه پوهېږم چې ژوند به څه راسره کوي.

د دودونو او بدلونونو ترمنځ: د کلي او ښار تړاوونه بېرته ورغېدل

د طالبانو بري او د شخړو پای ته رسېدو، د افغانانو ژوند له ډېرو اړخونو واړاوه. په داسې حال کې چې د دویم امارت راڅرګندېدو ډېرئ ښاریان چې طالبان د ویجاړوونکي اقتصادي بحران او دغه راز د هغوی د لګېدلو ټولنیزو محدودیتو له امله پړه بولي، ناراضه کړي، خو بیا یې هم له ځانه سره یو لړ مثبت بدلونونه راوړي دي؛ په دوی کې د امنیتي حالت ښه کېدل چې د وسله والو شخړو له پایته رسېدو سرچینه اخلي، په سر کې راځي.

د دوو لسیزو شخړو د کلیوالو او ښاري ټولنو ترمنځ خنډونه جوړ کړل چې ورسره د کلونو له پاره له خپلو کلیو سره د ډېرئ افغانانو تړاوونه یا هلته د جوړېدونکو خطرونو او یا د اوږدو سفرونو پر مهال پر لاره د پراخې نا امنۍ له امله،  پرې شول. د شخړو پای ته رسېدو ډېرئ دا خنډونه له منځه یووړل چې ورسره افغانانو ته دا امکان جوړ شو چې په پای کې له خپلو پلرنیو کلیو سره بېرته ونښلي او ټول هېواد ته تګ راتګ وکړي.

له طالبانو سره زموږ د پوښتل شویو تعامل دغه راز د اوښتي امنیتي چاپېریال ښودنه کوي: دوه پوښتل شوي بریالي شوي چې تماسونه ټینګ او له خپلو پخوانیو غلیمانو – طالبانو سره مثبته راشه درشه جوړه کړي. هغوی د خپلو دوستانو پر مټ چې د بغاوت پر مهال د طالبانو د ولکې سیمو کې اوسېدل رابطې ټینګې کړي چې خپلو کلیو ته د ستنېدو موافقه ترې واخلي. زموږ مرکه کېدونکو د خپلو کورنیو او سیمه ییزو ټولنو د تړاوونو پیاوړتیا د ځان په ګټه کارولې چې له اوښتو شرایطو سره ځانونه جوړ کړي، زړې تربګنۍ هېرې کړي او نوي تړاوونه رامنځ ته کړي. یوه مرکه کېدونکي آن ویلي چې د شپې له خوا په موټر کې د هېواد له یوې برخې بلې ته تللی، هغه مېړانه چې د وسله وال اخ و ډب او دغه راز وسله والو غدیو له وېرې د شخړو په دوو لسیزو کې اصلاً شونې نه برېښېده.

د څلورم پوښتل شوي تجربې له نورو سره په کلک تناقض کې راځي. هغه په پوځ کې څو کاله خدمت کړی او د واک له اوښتون سره یې دنده بایللې ده. بې له شکه، هغه کلي ته یوازې ددې له پاره ستون شوی چې جلال آباد کې یې اوسېدل نور په وس پوره نه وو. د هغه له پاره د واک بدلون او بیا وروسته له طالبانو سره د هغه مخامخېدل، هومره هوار او آرام نه و څومره چې د نورو مرکه کېدونکو له پاره و. هغه نیول شوی او د یوې اوونۍ له پاره زندان کې ساتل شوی او بیا وروسته دوه ځله نور هم درول شوی او پوښتل شوی دی. په دې مورد کې، د کلي ټولنیز جوړښت دی له غچ اخیستنی نه دی ژغورلی. پر خلاف یې، د خپلو قومیانو له خوا چې ځانونه ورته په ګټونکي اړخ کې برېښېدلي، له «زور ښودنې» سره هم مخامخ شوی دی.

په عین وخت کې، له طالبانو سره د ټولو مخکنیو حکومتي چارواکو د مخامخېدو تجربه له هغه څه سره چې زموږ مرکه کېدونکو لیدلي، ورته والی نه لري. د طالبانو له خوا اعلان شوې عمومي بښنې د جمهوریت له کارکوونکو څخه د منظمې غچ اخیستنې او انتقام مخه نیولې، خو داسې پېښې هم رپوټ شوې چې د پوځي او امنیتي برخې پخواني کارکوونکي د طالبانو له خوا ځورول شوي، نیول شوي او آن وژل شوي دي (د ساري په توګه وګورئ د آزادۍ/ آزادې اروپا راډیو دا او د بشري حقونو څار ډلې دا رپوټونه).

خو که په عمومي ډول خبره وشي، د داعش ډلې له خال خال ځانمرګو بریدونو سره سره، د هېواد په هر ګوټ کې دا راغلی امنیت له کلونو شخړو او بې ثباتۍ وروسته د خپل ډول لومړنی دی.  پوښتل شویو ته دا د واک تر اوښتون وروسته ژوندانه تر ټولو مثبت اړخ برېښېدلی دی.

خپلې مېنې ته بېرته تللی شې؟

په افغانستان کې د کلي او ښار تړاوونه یو پېچلی خو ورسره ورسره ژور پېیلی تاریخ لري. چې ریښتیا شي دا تړاوونه هماغسې پاخه او پایېدونکې پاتې دي، سره له دې چې د وسله والو شخړو د اوږدوالي او سختوالي تر کلک فشار لاندې پاتې شوي دي. له خپلې پلرنۍ سیمې سره تړاو او له اقتصادي او ټولنیز پلوه د یوې کورنۍ یا کلیوالي ټولنې د ښاري او کلیوالو غړو خپلمنځي اتکا د تېرو کړکېچنو دوو لسیزو په اوږدو کې پرځای پاتې شوې او د افغان کورنیو د ټینګار ځواک یې ډېر کړی دی. د جمهوریت پر مهال ډېرئ ښاریانو چې حکومت کې یې جګې څوکۍ درلودې د خپلو کلیوالو، خپلوانو او قومیانو لاسنیوی چې کله د روغتیایي کتنو له پاره ښارونو ته ورغلي کړی، له هغوی سره یې د حکومتي ادارو په موندلو، کار موندلو یا پروژو اخیستلو او تحصیلي بورسونو برخو کې مرسته کړې ده.

کوچنیان د غزني ولایت په آرزو کلي کې په شخړو کې د یوه ویجاړ شوي کور پر کنډوالو ګرځي. عکس: هېکټر ریتامل/ ای اېف پي، د ۱۴۰۰ کال د لړم ۱۶

ډېرئ دغه ښاریان په ښاري مرکزونو کې له کلونو کلونو اوسېدا وروسته هم، په کلیو کې د خپلو جایدادونو پلور ته زړه نه ښه کوي. دوی زموږ د پوښتل شویو غوندې په کلي کې د خپل کور او ځمکو  د ساتنې په مرسته چې خپلوان او نور کلیوال یې ورته سمبالوي، هلته خپل مجازي حضورته دوام ورکوي. د مقالې لیکوال ته داسې ډېرې قضیې معلومې دي چې ښاریان په کې خپل زکات، سره له دې چې ښارونو کې خورا ډېر بېوزلي شته، د خپل کلي خوارانو ته بېلوي او په دې سره ښاریان له خپل پلرني کلي سره د ژورو تړاوونو پایښت ښیي. د جګړې پای ته رسېدو، ددغو غځېدونکو او خپلمنځي پېیلو تړاوونو له بیا ژوندي کېدو سره چې هېڅکله هم بېخي له منځه نه وو تللي، مرسته وکړه.

خو له دې سره سره، د تېرو دوو لسیزو ټولنیزې او اقتصادي ناموازنې، ددغو دوو ټولنو ترمنځ تر یوه بریده نا زغمېدونکی بېلتون رامنځ ته کړی دی. ښاري وګړو د شخړو د لسیزو غوندې د نړیوالو مرستندویانو د پیاوړې ټولنیزې او اقتصادي پاملرنې په کارولو،  ځانته د ژوندانه ‘عصري’ بڼه غوره کړې ده. دوی د کلونو له پاره ښو او ډېرو شویو تاسیساتو او اقتصادي امکاناتو ته لاسرسی درلودلی دی. دوی اوس د افغانستان له دودیزو او خورا وروسته پاتې کلیوالو ټولنو سره چې د خپلو ښاري وطنوالو خلاف یې له دغو امکاناتو نه هغومره برخه نه ده درلودلې، په کلک تناقض کې راغلي دي.   

له دې سره سره هم، ښاري وګړي چې د تېرو دوو لسیزو د شخړو پر مهال ښارونو ته کوچېدلي او د افغانستان د وګړو یوه لویه برخه جوړوي، اوس کولی شي له خپلو پلرنیو سیمو سره په داسې یوه ډول چې همدا دوه کاله وړاندې یې تصور هم ناشونی و، له سره ځانونه ونښلوي. د طالبانو له واک نیونې راهیسې، کلیوالو سیمو ډېرو ښاریانو ته د اختر رخصتیو کې هرکلی ویلی او په دې سره افغانانو ته دا امکان چمتو شوی چې په دغو مراسمو کې خپل کلي ته په ورتلو او د خپلوانو په لیدو د پېړیو زوړ رسم پرځای کړي. د بېلابېلو ټولنیزو دریځونو ښاري وګړي اوس کولی شي په بېلابېلو مراسمو کې د ګډون له پاره لکه جنازې او ودونه کلي ته ولاړ شي. دوی کولی شي خپل مړي اوس خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري، د خپل تربره واده کې ګډون وکړي او یا تش د خپلې کورنۍ او خپلوانو په شتوالي کې د خپل هېواد له طبیعي ښکلا خوند واخلي. د کلیوالو او ښاري سیمو افغانانو ته چې هر یوه یې په خپله خاصه بڼه ‘ژوند تر ګڼو محدودیتو لاندې’ تېراوه اوس دا چانس جوړ شوی چې لږ ترلږه دغه خنډ له مخې لرې کړي.

زموږ پوښتل شویو، خپلې ‘پلرنۍ سیمې ته د ورتګ’ له خیالولې طرحې هاخوا، د کلي د مېلمه پالنې د خوندونو تر څنګ د سِکې ها بل مخ هم لیدلی – او هغه دا چې ددوی کلي هماغسې وروسته پاتې او بېوزلي دي. هغوی د خپلو کلیوالو د ژوندانه معیارونو کې یو لړ بدلونونه او دغه راز څه لږ هغومره اقتصادي پرمختګ هم لیدلی دی. هغوی په دې حقیقت کړېدلي چې کلیو یې د هغو نړیوالو مالي مرستو خوند نه دی څَکلی چې په تېرو دوو لسیزو کې پر هېواد راماتې وې. ځینو یې پړه پر پخواني حکومت اچوله، خو نورو جګړو او هغو ویجاړیو ته ګوته نیولې چې پر کلیو یې راوستې دي.

هغه اقتصادي کړکېچ او وزګارتیا هم چې کلیوالې ټولنې ورسره مخامخ دي زموږ مرکه شویو ته اندېښنې ور اچولې دي. په داسې حال کې چې د ځوانانو د ‘نویو څېرو’ لیدنې پرې ښه اغېز کړی، د هغوی له پاره د انتخابونو او په دې ډله کې د تعلیمي امکاناتو او د ځوانو کلیوالو له پاره د کاري فرصتونو نشتوالي ځورولي دي. دوی ښایي دا احساس کړی وي چې د کلیو ظاهراً نه بدلېدونکی ټولنیز نظام د وزګارو ځوانانو د شمېر له ډېروالي او د هغوی له غوښتنو سره د برابرو امکاناتو له نشتوالي تر فشار لاندې شوی دی.

سره له دې چې مرکه شویو د خپلې زوکړې سیمو ته د بېرته ورتګ خوندونه یاد کړي او د تازه هوا او صحي خوړو او مېلمه پالنې ستاینه یې کړې، هغوی نه غوښتل چې د اساسي امکاناتو د نشتوالي له امله چې په ښارونو کې ورسره روږدي شوي، هلته د تل له پاره و اوسېږي. یوازې یو یې بېرته کلي ته د مېشتېدو له پاره ستون شوی، خو هغه هم  چې اقتصادي ستونزو وتلو ته اړ کړی دی. درېیو نورو یې له خپلو کلیوالو ټولنو سره د اړیکو د لا ټینګولو تکل څرګند کړی، او لږ تر لږه یوه یې له هغه راهیسې خپله کرونده او بڼ بېرته جوړ کړي او غواړي چې خپل کور ترمیم کړي چې د رخصتیو له پاره په کې و اوسېږي.

د نا امنیو پای ته رسېدو هغه بهیر په څټ نه دی ګرځولی چې په ترڅ کې یې ګڼ افغانان په وروستیو لسیزو کې خپل کلي په ښارونو کې د مېشتېدو له پاره پرېږدي او ترې وځي. ښارونه لا هم کلیوالو ته د تعلیمي او مسلکي امکاناتو یواځیني افقونه جوړوي او د دواړو ترمنځ واټن د دوو لسیزو په ترڅ کې د افغان ټولنې د  تدریجي ودې له لاسه چې تر ډېره نا متوازنه وه او دغه راز د اوسني اقتصادي بحران له امله پراخ شوی دی. کورني اړیکي او د زېږېدنې سیمې سره عاطفي پیوستون هرڅومره ژور که هم وي، دومره پیاوړتیا نه لري چې ښاري وګړي دې ته وهڅوي چې په ښارونو کې د اوسېدو نسبي امتیاز پرېږدي او کلي ته ستانه شي، دا به دغه راز دا هم ونه کړای شي چې ډېرئ افغان ځوانان چې له زده کړو او کارونو بې برخې پاته شوي دي، په راروانو کلونو کې له کلیوالو سیمو نه د افغانستان ښارونو او تر هر هغه ور هاخوا ځایونو ته له خوځېدو راوګرځي.       

لیکوالان: