Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

کابل لا هم د اوبنیو کډوالو مارغانو لوی دمه ځای دی

کیت کلارک 14 دقیقې

د پسرلي موسم کېلوی شمېر مرغۍ د افغانستان له ډېرو برخو د هېواد شمال ته درومي. د کابل ښار په جنوب ختیځ کې د کولِ حشمت خان یا حشمت خان ډنډ (ځینې یې کلای حشمت خان بولي)سیمه په نړیواله کچه د ستړو اوبنیو مرغانو لپاره مهم ځای دی چې ځانونه هوسا کړي او لږه ساه واخلي.په ټوله کې حشمت خان ډنډ هغه ځای دی چې د ښکار لپارهیې د افغانستان د واکمنانو پام هم پر له پسې ځان ته ور اړولی دی. کله چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکې کیټ کلارک د اپرېل میاشتې پر یوه سهار دغه ډنډ ته ورغلې وه، یواځې یې د مرغیو د نندارې مینه وال تر سترګو شول. هغوی د سیمې له ښکلا او مرغیو خوند اخیست خو د دغې اوبلنې ځمکې پر برخلیک یې هم اندېښنه درلوده.

په افغانستان کې د مرغیو اړوند د نورو مالوماتو لپاره د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (د مرغیو مساله) په سرلیک رپوټ کې هم لوستی شئ.

کابل د لمر خاته پرمهال ارام، روښانه او خورا ښایسته وي. په هغه ورځ چې موږ حشمت خان ډنډ ته چې سور رنګ پرې خپور و، اوبه او اسمان په کې غاړه وتي وو، ولاړو یواځې مو هغه هیلۍ او کوچنۍ مرغۍ ولېدې چې په کیناستو او پورتهکېدو يې پر زرغونو اوبو جوړې هېندارې ماتولې. په دوی کېد سپینو او خړو هیلیو بیلا بیل ډولونه، خړې او برګې پټارې مرغۍ وې چې یو پر بل یې ټوپونه وهل. دغه مرغان د مرغیو د هغو لویو ډلو برخه ده چې د ژمي پر موسم له هندوستان او پاکستانه راځي او پر افغانستان اوړي. دا الوتونکي منځنۍ آسیا او ختیځې سایبریا ته ځي او دغه لار د (منځنۍ آسیا الوت لار)نومېږي. دغه لوی ډنډ (جهیل) تر ډېره له لوګر سینده جوړېږي او د کابل سویل ته پر پراخه سیمه تشېږي. د شلمې پېړۍ په وروستیو کې دغه جهیل ته ورته ساحه پراخه شوه چې اوس یې رحمان مېنه او حضوري چمن بولي. (۱) خو د اوبو دغه کچه د اوبو لګونې کانالونو او اړتیاوو راټیټه کړه. اوسنی جهیل په ۱۲۹۰ کلونو کې دیوه داسې بند په مرسته جوړ شوی چې درې لویوَرْخونه لري.

اوسمهال دغه جهیل ته د لوګرد سیند اوبه، بارانونه، واورې او د هغو چینو اوبه ورځي چې له شاوخوا غرونو ورټولېږي او جهیل ډکوي. د اوبو ټولېدو دغه ځای- لږ یا ډېر، د تاریخي کابل لپاره په پېړیو پېړو د زړه بڼه درلودلې ده. دا جهیل په شمال ختیځ کې له بالاحصار سره تړلی دی چې ښايي تاریخ یې شپږمې پيړۍ ته ورسیږي. خو اوسنی جوړښت یې د مغولو د واکمنۍ پرمهال (۸۸۵-۱۱۱۷) رامنځته شوی دی. په لویدیځ کې د شهدای صالحین له تاریخي هدیرې سره نښلي. له دغه ځایه د کابل ۱۱۰۰ کلن تاریخي دیوال پيلیږي، پر شېر دروازه غره لوړېږي او په پای کېپر هابله خواله بابر بڼ سره پای ته رسېږي. د جابر انصار (۲) د زیارت په ګډون، پخپله د جهیل شاوخوا هم ګڼ تاریخي ځایونه شته. کولِ حشمت خان جهیل په لومړي ځل  د بابر پاچا په زمانه کې وپيژندل شو. (۳)

له هغه وروسته ګڼو پاچاهانو په دغه جهیل کې ښکار کړی دی. امیر عبدالرحمان خان  (۱۲۰۸-۱۲۵۹) اوزوی یې امیر حبیب الله خان په دغه جهیل کې ښکار کاوه. حبیب الله خان کولِ حشمت خان سیمې ته د مېلمستون بڼه ورکړه، د جهیل په جنوب ختیځ کې یې د ښکار لپاره ځانګړی ځای هم جوړ کړ او له دغه ځایه یې یو خښتيزسړک هم مخامخ څنډې ته ایستلی دی.

ظاهر شاه بیا دغه جهیل د دولتي ښکار لپاره محدود کړاو د سلطنتي کورنۍ ساتونکوپرې څار درلود. په ۱۳۵۲ کال کې له کودتا وروسته دغه ساتونکي پر جمهوري ساتونکوواوښتل. په ۱۳۵۷ کال کې د افغانستان حکومت دغه اوبنۍ سیمه خوندي ساحه اعلان کړه ځکه ګڼ داسې ځایونه پکې وموندل شول چې اوبه پکې درېدلې وې. خو هغه ډله لیکوال چې دغې سیمې ته په افغانستان کې د خوندي ساحې په سترګه ګوري، لیکي ( له قانوني پلوه د دغې سیمې خوندې اعلانولو هم ستونزې پای ته ونه رسولې)۴.

ښکاریان نه، دمرغانونندارچیان

پر جهیلدمرغانو غږونه،څنګ تهیې تاریخي ځایونه او تر شا یې د پغمان لوړې څوکې ټول هغه څه دي چې د لیکوالې لپاره په مثبتو تجربو کې راځي. هغې تر دې دمخه هم دوه ځلې له افغانستان نه د الوتکونکو مرغانو د کډوالۍ په اړه رپوټونه چمتو کړي وو.

په یوه رپوټ کې د لویو تورغاړو هیلیونکل و چې پر اسمان ګرځي او د افغانستان په شمال کې ښکاریانو ویشتلې وې. د دغو الوتونکو غوښې په بګرام کې ډېرې خوندورې بلل کېدې . بل رپوټ د هغه شاهین کیسه کوي چې په فاریاب کې پولیسو په دې شک وژلی و چې ګنې طالبانو ورپوریځانمرګی بم تړلی دی.

پولیسو د مرغه پر بدن د هغې الې تارونه لېدلي وو چې اصلا په ازبکستان کې یوې څارونکې ډلې د شاهینانو د څار له پاره لګولې وه. خو پرعکس یې په حشمت خان ډنډ کې دخوشالۍ ځای پر دې و چې د ښکاریانو پر ځای د مرغیو د نندارچیانو په ډله کې وم. په دې مانا چې دلته خلکو د ښکار پر ځای د مرغانو ننداره کوله. دې ۳۰ کسیزې ډلې چې له دوو پرته یې نور ټول افغانان وو په ګډه د آسیايي سمندري مرغیو د سر شمېرنې په مراسمو کې برخه واخیسته. (۵) موږ یو سهار وختي د لوی ډنډ څنګ ته ټول شو او د څارهغه برج ته وختلو چې د یوه روزنیز مرکز د یوې برخې په توګه د کرنې وزارت د خوندیتابه ډلې د پروګرام له خوا جوړ شوی دی. زموږ په ډله کې د مارغانو ډېر نندارچیان وو، خو دغه راز په کې یو څو خورا ماهر مارغانپوهان هم راتلل.(۶)

یو یې سید نقیبب الله مصطفوي و چې د کابل پوهنتون له انجینرۍ فارغ شوی او د کار په لټون پسې و چې مقصد کار وي، که هرڅه وي؛ چې په پای کې يې د وحشي ژوندانه د خوندیتابه له ټولنې سره یو کار  وموند. مصطفوي ویل «زه د مرستیال څېړونکي په حیث مقرر شوم». د هغه مینه له ژویو، په تېره بیا د مرغانو له ژوندانه سره ډېره شوه. دی اوس د افغانستان د شمال ختیځ له پاره  د وحشي ژوندانه د نادولتي ټولنې د پروژې مشر دی اوډېر په واخان کې وي.

ده د لویې اوږد مښوکې چڼچڼې په ګډونپه افغانستان کې د مرغیو ۶۰۰ ډوله ثبت کړې دي. دغه چڼچڼ وزمه چوغکې له نژدې سلو کلونو راهیسې نه دي لېدل شوي. د سید معصوم باربري په ګډون د اسیایي اوبنیومرغیو په سروې کې د مارغانو ګڼو نورو سیمه یيزو شنونکو هم ګډون درلود چې د افغانستان کرنې وزارت له خوا ګومارل شوي دي. دوی په دغه جهیل کې کار کاوه. هغه نه یواځې په دغه جهیل کې مارغان تشخیص کړل، په دري ژبه یې هم ډېرو ته ځانګړي نومونه پیدا کړي دي. دې ته په پام سره چې افغانان په ټولیز ډول اوبني مارغه ته ( مرغ ابي) ټکی کاروي، ډېره په زړه پورې ده چې د اوبنیو مرغانو هرې ډلې ته ځانګړی نوم وټاکل شي. (۷) په دې نومونو کې د مرغیو غږونو ته په پام سره زګ ابي، توتارک او  ځینې نور شامل دي.

مرغۍ اواوسېد ځایونه یې

ښه نو، اوبنۍ ځمکې او اړوند مارغان یې تر۲۰۰۱ کال وروسته څه حالت لري؟

د  حکومت له خوا د «بیولوژیکي تنوع ملي کړنلارې او عملي پروګرم: د ۱۳۹۳- ۱۳۹۶ کلونو له پاره تطبیقي چوکاټ» دغه سیمه پر ۱۳۴۰ مو کلونو کې تر کودتا ګانو او جګړو دمخه مشخصه کړې وه.

«… په ۱۳۵۰ لسیزه کې  اصلي لوی ډنډ د دولت ملکیت  و او د ولسمشرۍ دفتر د تشریفاتو څانګې له خوا اداره کېده. د جهیل جنوب ته سیمه د عام ولس  تشنابونو ته ځانګړې شوې او شمال ته پرته سیمه یې بیا د سیمې د خلکو وه. د جهیل شاوخوا نوره سیمه راجستر شوې نه وه. رحیم او لارسن پر (۱۳۵۷) کال یادونه کړې چې د جهیل د ختیځ او د کابل-ګردیز د لویېلارې ترمنځ یواځې څه باندې لس کورونه ودان وو. رحیم او لارسن( ۱۳۵۷) په خپل رپوټ کې وايي چې د دغه جهیل اندازه نژدې ۱۹۰ هکتارو ته رسېږي. هر کال د اوړي په موسم کې وچېدو ته نژدې کېږي.» 

د بیولوژیکي تنوع ملي تګلارې او کاری پلان د رپوټ له مخې حبیب الله خان په دغه ځای کې ښکار کول پرېښودل. کولِحشمت خان په کابل کې د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړ شو او پر هغه ځای چې مخکې یې د کورونو شمېر یواځې څه باندې لسو ته رسېده، ګڼ کورونه جوړ شول. په دغه کاري پلان کې دا هم ویل شوي چې «مخوروناقلینو»په نا قانونه ډول په نژدې تېره موده کې هلته کورونه جوړ کړل او پر حکومتي ځمکو یې کوچنۍ سوداګرۍ پیل کړې. له همدې وجې د اوبو پر غاړه کور جوړونې د جهیل اندازه ۱۵۰ هکټارو ته راکمه کړه. داسې ویل کېږي چې ځینو نورو بیا د جهیل د پاسه پر غونډیو ناقانونه کورونه جوړ کړل- چې هم یې اوسېدونکي ډېر کړل او هم یې د اوبو پر سرچینو فشار وخېژاوه. که څه هم په ۱۳۹۱ کال کې د جهیل څنګ ته کور جوړونه ودرول شوه خو نور ګواښونه لا شته دی:

هغه ژورې څاګانې چې د جهیل پرغاړه د خلکو د اړتیا لپاره کېندل شوې، د جهیل اوبه یې کمې کړې دي. موټر مینځونکو د بالا حصار څنګ ته ناقانونه سوداګري پیل کړې چې اوبو یې جهیل ککړ کړی دی. د روغتونو ناولتوب او بې کاره توکي هم دغه جهیل ته غورځول کېږي، دا کار ځینې وخت  د حکومتي موټرو چلوونکي چې لهکابل ښاروالۍ سره تړاو لري، ترسره کوي. د سیمې خلک په جهیل کې شنه واښه او نور بوټي ریبي او دارنګه ښځې هم د خپلو کورنیو جامې او نور توکي په جهیل کې مینځي. په جهیل کې لا هم د مرغانو ښکار او د هغوی ځورول عادي خبره ده خو دا کار اوس تنکي ځوانان او ځلمکیان کوي. د جهیل جنوب ختیځ ساحل ته هغه تاریخي حشمت خان کلا چې یو وخت د پخوانیو سلطنتي کورنیو ملیمستون، د روزنې او عامه پوهاوي مرکز و اوس پلورل شوې او له منځه وړل شوې ده.

د وحشي ژویو د خوندیتابه ټولنې د ۱۳۹۰ کال رپوټ چې مصطفوي او ستیفاني استروفسکي لیکلی، واييکه له جنګ وړاندې وخت سره یې پرتله کړو، د هغو مرغیو د ډولونو شمېر چې پخوا په دغه جهیل کې اوسېدې، ډېر راښکته شوی دی ( له جګړو پخوا د دغو ډولونو شمېر ۱۰ و خو اوس څلور دی). ښايي په اوړي کې د اوبو وچېدل او د اوبو د کمېدو پرمهال په جهیل کې د وښو رېبل یې مهم لاملونه  وي. (۸) له ۱۳۸۰ کال را په دې خوا د مرغانو په اړه ترسره شوې سروې کې ترڅه ځایه د مرغانو د ډولونو ډېروالی ترسترګو کېږي. دغه سروې په  ۱۳۹۰ کال کې چمتو شوې چې له جګړې مخکې د مرغانو په اړه د سروې ګانو پرتلنه کوي( لومړنۍ علمي سروې په ۱۳۴۶ کال کې د جرمني پوهانو ګونتر او جوشین نېتمېر له خوا شوې وه). (۹)

د وحشي ژوندانه د خوندیتابه ټولنې د ۱۳۸۶  کال دمارچ او د ۱۳۹۰  کال د اپرېل ترمنځ ۸۶ ځلې دغه ځای کتلی دی. د ۱۳۸۹-۱۳۹۰ کال سروې د مرغانو ۹۳ ډولونه په نښه کړې دي چې دغه شمېر په ټول افغانستان کې د ثبت شویو مرغانو له څلور برخو یوه برخه جوړوي. (۱۰) د مرغانو هغه ډولونه او شمېر چې شمال ته د تګ پر لار دلته ځان هوسا کوي، ددې لامل شوی چې حشمت خان ډنډ لا اوس هم په نړیواله کچه مهم ځای وبلل شي. ددې ترڅنګ د سروې پرمهال د مرغانو پنځه داسې ډولونه هم ثبت شوي چې په نړیواله کچه یې د خوندیتابه انديښنه شته. په دې کې ابي رنګه اوږدې نوکې لرونکۍ مرغۍ، شاهي عقاب، اروپايي او غربي رولر نومې مرغۍ شاملې دي.

دوی په پایله کې لیکلي:

ددې سیمې کوچني مساحت، لوړې ارتفاع، پر ژمي سختې هوا او تر څنګ یې د پنځو میلیونو انسانانو شته والي ته په پام سره چې د سیمې مرغیو ته یې مزاحمت ډېر کړی، بیا هم په حشمت خان ډنډ کې د مرغانو تنوع تر معقولې کچې لوړه ده.

ایا د جهیل اوبه په وچېدو دي؟

دې اوبلنې ځمکې تر اوسه مقاومت کړی دی، خو له شک پرته چې دا ځای تر سخت فشار لاندې دی. کله مو چې د وحشي ژوندانه د خوندیتابه ټولنې له نقیب مصطفوي او معصوم باربري سره خبرې کولې، دواړه اندېښمن وو چې د جهیل اوبه ښکته کېږي او دا یې هم ویل چې د مرغانو شمېر مخ په کمېدو دی، په دې مانا چې هم یې شمېر او هم یې ډولونه کمېږي. د کولِ حشمت خان اندازه ورځ تر بلې د بدلون په حال کې ده. که څه هم د ژورتیا کچه یې ډېره نه ده خو په ټوله کې ۱ عشاریه ۵ مترو ته رسیږي. د ژورتیا دا کچه کال تر کاله توپير کوي  ځکه تر ډېره له موسم او د بارانو او واور د اورښت له اندازې سره تړلې ده. تر جګړو مخکې مهال خلاف،اوس د اوړي په اوږدو کې ډېر وخت په بشپړ ډول وچ وي، ښايي دلیل به یې دا وي چې د لوګر له سیند نه په ایستلو ویالو کې خلک ډېرو اوبو ته اړتیا لري. ( د باربري درپوټ له مخې، کله چې دغه ځای وچ وي ځوانان یې پر هواره ځمکهدفوټبال لوبه کوي)

د مني او ژمي پرمهال په دغه ځای کې کله اوبه وي او کله نه وي. په مني کې د اوبو اندازه د باران له اورښت سره تړلې ده او په ژمي کې ښايي کله اوبه کنګل وي، نو ځکه په دواړو موسمونو کې د هوا له حالاتو سره تړاو لري. ( نو دغه جهیل یواځې او یواځې د پسرلي پر موسم چې مرغۍ نورو ځایونو ته پر لاره وي، ګټور دی) بل عامل چې پر جهیل اغیز پرې باسي، د اقلیم بدلون دی چې له وړاندې یې په افغانستان کې هوا توده او د اورښت کچه راټیټه کړې ده. (۱۱)هماغسې چې مصطفوي څرګندوي، د جهیل کلني اقلیمي بدلون ته په پام سره داسې ښکاري چې هغه به له ننګونو سره مخامخ وي:

« په ټوله کې اوس موږ ۱۷ ډولونه او ۵۰۰ مرغۍ مشخصي کړې دي. خو په ۱۳۹۰ کال کې په همدې اوونۍ کې، ما ۳۶ ډولونه او له ۲۰۰۰ ډېرې اوبنۍ مرغۍ په نښه کړې وې. اوس د اوبو کچه کمه ده، ځکه خاورې او پلاستیکونه پکې پراته دي. خلک هر څه ور غورځوي او ډېرې سرغړونې کوي»

د کولِ حشمت خان اوبنۍ سیمه اوس د کرنې او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو د مدیریت له خوا اداره کېږي. شمال او جنوب ته یې پرتې سیمې د شخصي خلکو دي خو نور ادعا کوي چې دغه ځمکې راجستر شوې نه دي او ښايي په جعلي اسنادو یې په زور نیولې وي. دغه جهیل اوس د افغانستان د بیولوژیکي تنوعد ملي ستراتیژۍ او کاری پلان دخوندي ځایونو په لست کې راغلی خو لا هم له قانوني پلوه خوندي شوی نه دی.

(وګورئ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ارزونه د دوو نورو خوندي پېژندل شویو سیمو، بندر امیر او شاه فولادي په اړه چې په ترتیب سره یې پر ۱۳۸۹ او ۱۳۹۴ کلونو کېیې قانوني خوندي توب تر لاسه کړ او دغه راز د کولِ حشمت او د هغه د الوتنپېژندونکي ارزښت او ورپېښو خطرونو په اړه یو غوره لنډیز  دلته وګورئ). د بیولوژیکي تنوع ملي پلان د یوې «نوې ګڼ اداریزې ټلوالې یادونه کوي» چې د «چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ددې له پاره جوړه شوې چې د هغو ډېرو سملاسي مسالو غم وخوري چې د کولِ حشمت خان داوبلنې سیمې تمامیت او پایښت ګواښي» (۱۲)

کولِ حشمت خان یواځې د مرغانو له اړخه مهم نه دی بلکې دا په کابل کېچې ککړ او له وګړو ډکېدونکی او طبیعي ځایونو ته اړ ښار دی له څو پاتو «سږو» څخه یو دی. سږ کال به د کولِ حشمت خان مرغۍ ډېر ژر ولاړې شي.د کب او وري پر میاشتو چې موږ ورغلي وو، شمېر یې خورا ډېر و. د وري میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د مرغیو شمېر خورا ډېر کمېږي او د غویي په نیمايي کې اوبنۍ مرغۍ له جهیله ټولې تللې وي. دوی راتلونکی کال بیا ورستنیږي او تر هغوهلته وي چې اوبه وي.

(۱) جضوري چمن: دغه چمن د میوند واټ په پای او د عیدګاه جومات مخامخ پروت دی چې د بالا حصار دیوالانو هم  خورا ورنژدې دي. دغه پراخ تفریحځای د امیر حبیب الله خان په پېر کې جوړ شوی و چې هغه مهال په کې تر ۴۰۰۰ کسانو په کېږدیو کې له هغه سره روژه ماتی کاوه. دا راز پر دې ځای پوځي پريټونه تر سره کېدل، د نوي کال میلې په کې لمانځل کېدې او سلطنتي کورنۍ ترې د ټېنس او نورو لوبو لپاره هم کار اخیسته. د چمن پر ختیځه غاړه د اوبو یو جهیل وزمه کوچنی ډنډ هم جوړ شوی و. (۲) د جابر انصار په اړه مې شېناسي لیکلي (د ژباړې لنډیز):

«پر ۱۸۲۲-۲۳ الله ويردي پر هغه قبر ګنبده جوړه کړه چې باور کېده د جابر انصار به وي. دې ځای ته کابلیانو په درناوي کتل. په حقیقت کې دا ګنبده پر هغو ناپيژاندو قبرونو جوړه شوی وه چې وروسته د حضرت تمیم او جابر انصار پر زیارت مشهور شو. افغان تاریخپوهان په دې باور دي چې جابر د ۱۱ پيړۍ د شاعر خواجه عبدالله انصاري زوی و، او حضرت تمیم د پیغمبر علیه السلام له ملګرو څخه و. داسې ویل کېږي چې حضرت تمیم په ۶۶۴ میلادي کال هغه مهال ووژل شو چې د مسلمانانو لښکر په لومړي ځل په کابل کې عملیات پیل کړل. او له همدې وجې دغې هدېرې ته اوس  شهدای صالحین ویل کېږي.

(۳) بابر لیکلي: « له ښاره سوېل ته او د شاه کابل ختیځ خوا ته نژدې په یوه فرسنګ [څه باندې درې نیم میله] کې یو جهیل پروت دی. هغه لرغونې کلا په حیرانونکي ډول لوړه ده او ‌ډېره په زړه پورې هوا لري، له دې ځایه لوی جهیل او درې څړځایونه چې همداسې ښکته غځېدلي، ښکاري».

(۴) د تاوتریخوالي په ساحه کې د خوندي سیمو لپاره د لومړیتوبونو ټاکل، د افغانستان په ملي کچه د خوندي شویو سیمو پلان، مک کینز ایف جانسن، کریسټوفر سي شنک، حبیب رحماني، ډېوېډ لوسن، پیټر سمالووډ، ریچمونډ پوهنتون، ۱۳۹۲.

(۵) د اسیایي اوبنیو مرغیو شمېرنه په اسیا (د افغانستان له ختیځه تر جاپانه) او اسټرالیا کې دهغو مرغانو کلنی څار دی چې ډېر وخت په اوبو کې اوسي. موخه یې دا ده چې د مرغیو د شمېر او د هغوی د ځایونو ارزونه وشي، او له اوبنیو مرغیو سره د خلکو مینه ډېره کړي.د سروې په یوه برخه کې،د ۱۳۹۴ کال په وريکې په کولِ حشمت خان کې دمرغانو لاندې ډولونه ثبت شوې دي. ددې مرغیو عمومي نومونه په انګرېزی او لاتیني ژبه دي او ځینې یې په دري هم پېژندل کېږي.

Little Grebe, Tachybaptusruficollis

Great Egret, Casmerodiusalba, sabz-e aqarsafid

Grey Heron, Ardea cinerea, sabz-e aqar

Common Teal, Anascrecca

Northern Pintail, Anasacuta

Eurasian Widgeon, Anaspenelope

Northern Shoveler, Anasclypeata

Mallard, Anasplathyrhynchos

Tufted duck, Aythyafuligula, kakule-ye gelasi

Moorhen, Gallinulachloropus, suara-ye turturak

Coot, Fulicaatra, qushqul

Common Redshank, Tringatotanus

Ruff, Philomachuspugnax

Little Stint, Calidrisminuta

Brown-headed Gull, Chroicocephalusbrunnicephalus

۷ / ۱۰

Barn Swallow, Hirundorustica, ghachi

White Wagtail, subspecies ‘Masked Wagtail’, Motacilla alba personata

Eurasian Tree Sparrow, Passer montanus

Eurasian Magpie, Pica pica, akak

(۶)دمرغانو سیلانیان د وحشي ژوندانه د خوندیتابه ټولنې  WCS، د ملگرو ملتونو دچاپيریال ساتنې پروګرام(UNEP)، د BORDA په نامه د کارېدلو اوبو د ځانګړې جرمنۍ نادولتي ټولنې، د سیمه ییزو ساتونکو او د کابل د مرغیو نندارچي کلوب له لارې ورغلي وو.

(۷) د دې څېړنې په پنځم لمن لیک کې هغه دري نومونه کتلای شئ چې معصوم باربري او نورو چمتو کړي دي: ابي زګ چې طلايي سترګې لري، چمچ، توترک، قوتن، چیرچه او سرک.

(۸)

(۸) The little grebe (Tachybaptusruficollis), mallard (Anasplathyrhynchos), coot (Fulicaatra),and common moorhen (Gallinulachloropus) were found to be breeding “with certitude” (ienests, eggs and young seen). In the 1960s, ten species were reported to be breeding at thelake.

(۹) تومس روټېګ لیکلي : که په جرمني ژبه پوهېږئ، دکول حشمت خان په اړه د جوچین نېتامردغه دوه پاڼې ولولۍ د دې مقالې سرلیک دی « په افغانستان کې د کابل پر څنډو پر ولاړو اوبو دوه کاله د اوبنیو مرغیو ننداره»۱۹۶۷. تېتمر د کابل پوهنتون په ټولنپوهنې پوهنځي کې له ۱۹۶۴ نه تر ۱۹۶۶ کال پورې د مېلمه استاد په توګه دنده درلوده. هغه په دوو اوونیو کې د کول حشمت خان ترڅنګ د قرغې مرغان ثبت کړل او د ۱۹۶۴ کال په اګسټ او د ۱۹۶۶ کال په سيپټمبر کې یې د هغوی شمېر هم اټکل کړ.

له ۱۶۰ بېلا بېلو ډولونو، نژدې نيمايي یې د اوبو مرغۍ وې، شپږ ډوله یې په جهیلونو کې رالوېيږي. له دې يې دوه ډوله ( تورغړۍ هیلۍ او سمندري فارینا ) په افغانستان کې د مرغیو نوې موندل شوي ډولونه دي. د هغه پلار ګونتر نېتمر د خپلې دندې پرمهال درې ځلې افغانستان ته تللی و. هغه د الیکسندر کونېګ په موزیم کې د وحشي ژوندانه د موزیم د الوتونکو مرغانو د څانګې مشر و. دغه راز په ۱۳۴۴، ۱۳۴۵ او ۱۳۵۱ کلونو کې نوموړی د جرمني د ژو پيژندنې ټولنې مشر هم پاتې شوی دی. پلار یې په ۱۹۴۱ کال کې د اشویڅ الوتونکو مرغانو په اړه هم یوه مقاله کښلې ده. هغه د وافن ایس ایس ټولنې غړی و، دی لومړی په اشویڅ کمپ کې او وروسته بیا په همدې ټولنه کې د الوتونکو مرغانو رسمي کارپوه شو. هغه په پولیڼد کې تر جګړې وروسته، یوه موده بندي شو خو وروسته بیرته جرمني ته ولاړ او هلته یو مخکښژبپوه شو.

(۱۰) د مرغیو لاندې ډولونه د ۱۳۸۶ کال د مارچ او د ۱۳۹۰ کال د اپرېل ترمنځ د ژویو د خوندیتابه ټولنې په کولِ حشمت خان کې ثبت کړې دي.

 

Those in bold are vulnerable (VU)or near threatened (NT), ie of global conservation concern:

۱ Black-necked Grebe, 3 (sic) Little Grebe, 4 Great Crested Grebe, 5 Dalmatian Pelican

(VU), 6 Great Cormorant, 7 Little Egret, 8 Great Egret, 9 Grey Heron, 10 Indian Pond-heron, 11

Little Bittern, 12 Glossy Ibis, 13 Eurasian Spoonbill, 14 Greylag Goose, 15 Common Shelduck,

۱۶ Ruddy Shelduck, 17 Common Teal, 18 Garganey, 19 Gadwall, 20 Eurasian Wigeon, 21

Northern Shoveler, 22 Northern Pintail, 23 Mallard, 24 Tufted Duck, 25 Ferruginous Duck

(NT), 26 Common Pochard, 27 Red-crested Pochard, 28 Cotton Teal, 29 Black Kite, 30 Longlegged

Buzzard, 31 Golden Eagle, 32 Western Marsh Harrier, 33 Eastern Imperial Eagle

(VU), 34 Common Kestrel, 35 Eastern Baillon’s Crake, 36 European Water Rail, 37 Moorhen,

۳۸ Eurasian Coot, 39 Pied Avocet, 40 Black-winged Stilt, 41 Black-tailed Godwit (NT), 42

Lesser Sand Plover, 43 Little Ringed Plover, 44 Common Greenshank, 45 Wood sandpiper, 46

Green Sandpiper, 47 Common Sandpiper, 48 Common Redshank, 49 Spotted Redshank, 50

Ruff, 51 Dunlin, 52 Little Stint, 53 Common Snipe, 54 Steppe Gull, 55 Great Black-headed Gull,

۵۶ Common Black-headed Gull, 57 Slender-billed Gull, 58 Gull-billed Tern, 59 Common Tern,

۶۰ Whiskered Tern, 61 Laughing Dove, 62 Eurasian Collared-dove, 63 Rose-ringed Parakeet,

۶۴ Common Cuckoo, 65 European Roller (NT), 66 Common Hoopoe, 67 Common Kingfisher,

۶۸ European Bee-eater, 69 Eurasian Crag-martin, 70 Northern House-martin, 71 Barn Swallow,

۷۲ Grey Wagtail, 73 Citrine Wagtail, 74 White Wagtail, 75 Water Pipit, 76 Tree Pipit, 77 Longtailed

Shrike, 78 Shrike, 79 Desert Wheatear, 80 Common Stonechat, 81 Indian Reed-warbler,

۸۲ Blyth’s Reed-warbler, 83 Siberian Chiffchaff, 84 Hume’s Leaf-warbler, 85 House Sparrow, 86

Eurasian Tree Sparrow, 87 Rock Sparrow, 88 Rosy Starling, 89 Common Starling, 90 Common

Myna, 91 Hooded Crow, 92 Carrion Crow, 93 Eurasian Magpie.

 

(۱۱) د حکومت د بیولوژیکي تنوعپه ملي ستراتیژۍ او کاری پلانکې چې د ۲۰۱۴- ۲۰۱۷ کلونو لپاره په پام کې نیول شوی، راغلي دي: له ۱۳۳۹ کال راهیسې هر کال په منځني ډول په افغانستان کې تودوخه د سانتي ګرېډ صفر عشاریه ۶ درجې لوړه شوې یا په هره لسيزه کې صفر عشاریه ۱۳ درجې لوړه شوې ده. د حرارت درجه د مني په موسم کې لوړېږي، چې دا کچه په هره لسیزه کې صفر عشاریه ۲۹ خېژي. په هره لسیزه کې په منځني ډول د باران د اورښت کچه ۲ سلنه راټیټه شوې ځکه اصلي لامل یې د پسرلي په موسم کې د باران تیټه کچه ده. افغانستان له تاریخي پلوه په تېرو پنځلسو کلونو کې د هوا تغییر تجربه کړی دی چې له هغو څخه له ۲-۳ کلو یې په عمومي ډول وچکالي وه. خو د اټکل خلاف په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د وچکالۍ څپې پرله پسې راغلې دي.

په ۱۳۴۲-۱۳۴۳، ۱۳۴۹-۱۳۵۱، ۱۳۳۹-۱۳۴۶ او ۱۳۷۷-۱۳۸۵ کلونو کې په افغانستان کې وچکالي وه. د افغانستان د هوا په تاریخ کې  د  ۱۳۷۷ ، ۱۳۶۴ او ۱۳۸۵ کلونه وچکالي تر ګردو اوږده او سخته وه. (آېچو ۱۳۸۵) د تېرو څو کلونو د وچکالۍ پایله د تودوخې درجې لوړوالی او د ژمي په موسم د اورښت کچې ټیټوالی ښودل کېږي.

(۱۲) د دې جهیل لپاره یوه نوې پروژه د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له خوا پلې کېږي چې مالي ملاتړ یې د چاپيریال ساتنې نړیواله اداره کوي. په دغه پروژه کې  د کرنې او مالدارۍ وزارت هم برخه لري چې د ملګرو ملتونو د چاپیریال ساتنې اداره او د غرونو د همغږې ودې نړیوال مرکز یې ملاتړ او سمبالښت کوي.

لیکوالان: