وروستۍ برخه
د کابل د محصلینو ټولنې فعالان، ببرک کارمل په لومړۍ لیکه کې له کینې خوا لومړی : انځور د لیکوال له ارشیف څخه
د محصلینو ټولنې اووه میاشتې
د پارلماني اپوزیسیون فعالیت د نوي نسل ځوانانو په ځینو برخو کې په تیره بیا د کابل پوهنتون محصلینو ټولنه او د ښار لېسو کې چې ۱۳۱۰مو او ۱۳۲۰ مو کلونو کې جوړې شوې وې لېوالتیا راوپاروله.(۱۵).
د نويو اپوزیسیوني کړیو په ډول ،د داود- زابلي ډلې هم هڅه وکړه چې په محصلینو کې خپل نفوذ خپور کړي. دا نوښت محمد اسحاق عثمان د کورنیو چارو د یوه پخواني وزیر غلام فاروق عثمان (۱۳۱۸-۱۳۲۱) زوی او د مجددي د مشهورې کورنۍ یوه غړي عزت الله مجددي وکړ. غلام فاروق د باچا د کورنۍ غړی او همدا ډول د ملي کلوپ غړی و.( د مجددي کورنۍ په اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته وګورئ). دوی دواړه د حقوقو پوهنځي محصلان وو. د ۱۳۲۹ د کب په لومړۍ نېټه دوی دواړو له نژدې شلو ملګریو محصلانو سره چې ډېری يې د همدې پوهنځي او همدا ډول د ادبیانو پوهنځي او ځیني يې د فرانسې په مرسته چلېدونکې استقلال لیسې زده کوونکي وو، یوه ډله جوړه کړه. دوی د اکبر پامیر په مرسته چې د حقوقو پوهنځي استاد او وروسته د مخالف وطن ګوند چې په ۱۳۳۰ کې جوړ شوی د مشرتابه ډلې مشر و، د کابل پوهنتون محصلینو تګلاره ولیکله. مالومېږي چې په تګلاره کې لاس وهل شوی و، خو دا خبره څرګنده ده چې د اتحاديې موخې د پارلمان په اپوزیسیون باندې متمرکزې وې.
ګډونوالو د پوهنتون د رییس ډاکټر محمد انس په مرسته د معارف وزیر فیض محمد خان ته د جواز له پاره دغوښتنلیک استونې پرېکړه وکړه. وزیر مسوده ونه منله، خو محصلینو پرېکړه وکړه چې د خپلو ملګرو په مرسته ، چې له لومړي وزیر سره يې کار کاوه، نېغ لومړي وزیر ته ورشي.
دا کار لا نه و شوی چې یوه اوونۍ وروسته په دویمه ناسته کې څرګنده شوه چې ځیني محصلین نه غواړي چې د حکومت ملاتړ ومني. د ګډونوالو په وینا او د مبارز د کتاب له مخې محمد یونس سرخابي وویل چې محمد داود د افغانستان په ختیځ کې د ساپیانو د پاڅون په وړاندې له پوځي زور نه کار اخیستي و. هغه ویلي و:« زموږ ځوانانو تر ټولو اړینه موخه داده چې د داود خان په شان دیکتاتورانو چې اوس د ملی کلوپ مشر دی له پلانونو خبر واوسو او دوی پرې نه ږدو چې موږ وغولوي».
سرخابی د لېسو له ګڼو زده کوونکو څخه یو و، چې د اتحاديې په فعالیتونو کې يې برخه اخیسته. که څه هم د لېسو د زده کوونکو یادونه په تګلاره کې نه وه شوې او له همدې امله يې د غړیتوب قانوني اجازه هم نه درلوده. د افغان تاریخپوه عسکر موسوي په وینا چې د لېسو زده کوونکي د اتحاديې تر ټولو راډیکال او فعال غړي وو. د هغې ډلې د مقاومت په پایله کې چې د سرخابي په شاوخوا راټوله شوې وه ، اتحادیه د ملي کلوب له ولکه کېدو وژغورل شوه.
د ۱۹۵۰ کال د مارچ په ۱۶ لومړي وزیر شاه محمود خان په رسمي ډول د اتحاديې د جوړېدو اجازه ورکړه، خو حکومت له ټولنې سره له سلا پرته د اتحادیې په تګلاره کې بدلون راووست او د اتحادیې واک یې ډېر محدود کړ.( لاندې ځینو سرچینو د مرکې پر مهال باور درلود چې عثمان په دې کې لوی رول درلود).
د تګلارې اصول داسې وو چې اتحادیه باید «سیاسي بڼه ونه لري» او نه به اجازه ورکول کېږي چې «په سیاست کې ورګډه شي». خو ددې پر ځای به د « محصلینو تر منځ اړیکې منظموي، د محصلینو پر ذهنیتونو، د دوی پر سمبالښت، مورال او د پوهې پر ډېرولو به کار کوي».
ټولنه به همدا ډول له محصلینو سره د ازموینو په چمتووالي کې مرسته کوي ، د پوهنتون له مشرتابه سره به د دوی د شکایتو په اړه خبرې کوي، له حکومت سره به په هېواد کې د زده کړو په عامولو کې مرسته کوي، علمي کنفرانسونه به جوړوي او د پوهنتون په لیلیه کې به ورزشي لوبې او تیاترونه برابروي. ( وروستی یو به د پوهنتون له منظورۍ ورسته کېږي).
په لومړي سر کې محصلینو پرېکړه کړې وه چې د ولسواکۍ په رڼا کې له مشرتابه او نورو ګومارنو پرته کار وکړي. (تر دې نظریې باید دوی تېر شوي وای). دوراني مشرتوب وټاکل شو او څلور کمیسیونونه د مالیې، کلتور، ورزش او نظم له پاره وټاکل شول، چې د پوهنتون له هر پوهنځي به دوه- دوه استازې په کې وي. هغه محصلین چې په پوهنتون کې نه وو او یا په مشروط ډول په ازموینو کې منل شوي وو، د ټولنې د مشرتابه غړیتوب ته نه شوای ټاکل کېدلی. دې کار حکومت ته یو چانس چمتو رکړ چې بالقوه غاړه غړوونکي فعالان څنډې ته کړي.
د کابل ښاروال اتحادیې ته په میوند واټ کې د دفتر له پاره یو اپارتمان ورکړ. ټولنې همدا ډول کولی شول چې د پوهنې نندارې ودانۍ چې په ۱۳۲۰ کې جوړه شوې وه ( اوس ډېر وخت کېږې چې له منځه تللې) د کنفرانسونو اوغونډو له پاره چې په لومړي سر کې په استقلال لېسه کې کېدل، وکاروي. د همدې کال د اپریل په څلورمه او د پلازمېنې د لېسو د ځینو ښوونکو په پاملرنه، د ټولنې پرانستنه په همدې ځای کې وشوه. د اتحاديې تګلاره وايي چې اتحادیه به د افغانستان په تاریخ کې لومړۍ رسممي منل شوې او په سیاسې توګه فعاله ټولنیزه ډله وي.
کابل ننداری ۱۳۲۹
په کابل ننداره کې ډرامه
د تګلارې پر محدودیتو سربېره، د محصلیو ټولنې هڅه وکړه چې له خپلې اصلي موخې سره چې اصلاح غوښتونکو يې تنده درلوده او تر ډېره بریده يې له اپوزیسیون سره سمون درلود ډېر اغېز ولري. د ۱۳۳۰ غبرګولې میاشت کې د غړو تر منځ په یوه بحث کې چې سرلیک يې و« ټولنه څنګه د خلکو له پاره په یوه ګټور ګوند بدلېدای شي» د تګلارې له درېیمې مادې سره سم پرېکړه وشوه چې خلکو ته په کابل نندارې کې په اوونۍ کې یو ځل ویناوې واوروي.
دا غونډې چې کنفرانسونه يې بلل د اپوزیسیون د نظریو په خپرولو کې ډېرې ګټورې وې. د خلکو لېوالتیا هغه مهال ډېره شوه چې ټولنې له بېلابېلو نویو سیاسې ډلو ویښو زلمیانو ، ملي کلوب او مترقي ملایانو غړي د ګډون له پاره وروغوښتل. په دوی کې یو فعال عبدالرحمن محمودي و چې په منظم ډول به يې په پارلمان کې د اپوزیسیون د غړو په اړه راپور ورکاوه. محصلینو به په تاریخي او ټولنیزو موضوعګانو خبرې کولې. اتحاديې پر دفتر، یوه کتابتون او د نندارو په کار سربېره، د خلکو د عامه پوهاوي له پاره پیاوړې وسیلې درلودې. د مبارز په وینا چې د کابل پوهنتون لوبډلو د ټولنې نښه (لوګو) کاروله، د فوټبال لوبډله يې ډېره مشهوره وه او هغه کال د کابل اتله ډله شوه. یوازینی کار چې تر پایه و نه شو، د یوې پلان شوې مجلې چاپېدل و.
کنفرانسونه د کابل د اوسېدونکو ترمنځ په پراخه لېوالتیا ترسره کېدل. مبارز لیکلي چې حکومتي کارمندانو، آن د حکومت د وسله والو ځواکونو افسرانو په شخصي جامو کې په کنفرانسو کې برخه اخیسته. نورو عیني شاهدانو لیکوال ته وویل چې د نالوستو ټولنیزو ډلو غړي نندارو ته ورتلل. د نندارو سالون به چې شاوخوا سل څوکۍ يې درلودې تل یومخ ډک و، نندارچیان به آن په کړکیو کې ناست وو او ځینې خلکو به په ولاړې ننداره کوله. د یادولو ده چې نندارچیانو د ټکټ پیسې نه ورکولې. مبارز لیکلي چې برخه والو له کنفرانسو وروسته له حضوري چمن سره نژدې د کابل د مېلو ډګر (اوسني سټډیوم ته څېرمه) د ماښام لمونځ کاوه.
مناسبه به وي چې ووایو په اپوزیسیون باندې متمرکز ولسواکۍ پلوه غورځنک د محصلینو د ټولنې پر مټ خپلې نظریې تر لوستو خلکو ورها خوا خپرې کړې او یو باوري شهرت يې تر لاسه کړ.
د محصلینو ټولنې د خپلو فعالیتونو او موخو د مشهورولو له پاره ډېر ژر په نورو نویو لارو غور وکړ. د۱۳۳۰ د غوايي له پنځمې تر نولسمې د اتحاديې ځینو غړو د هېواد ډېرو ولایتونو ته سفرونه وکړل. زابلي د دې له پاره چې وښيي ملي کلوب پراتحادیې له اغېز کولو لاس نه دی اخیستې، د سفرونو مالي ملاتړ کاوه. ځینو محصلینو غزني، کلات، کندهار او ګرشک ته سفرونه وکړل او کارخانې، برېښنا سټېشنونه او ساختماني ساحې يې وکتلې او په کندهار کې يې د ښوونځیو له زده کوونکو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې. دوی هلته د محصلینو د ټولنې په اړه مالومات وړاندې کړل او د ملي یووالي په نامه يې یوه ننداره وړاندې کړه ،چې په کې ښودلکېدل د هېواد د بېلابېلو توکمو خلک په سوله ییزه بڼه ژوند کوي. ننداره د کابل پوهنتون پوهاند فضل الربي پژواک لیکلې وه.
مبارز وايي چې دا ننداره د کابل د اوسېدونکو د ډېرې غوښتنې له امله په هغه کال د چونګاښ په درويشتمه د فرانسې د انقلاب د کلیزې په ورځ په کابل کې هم وښودل شوه. نندارې ته اجازه ورکړ شوې وه ، خو راډیو يې له خپرولو نټه وکړه. حکومت د پوسټرونو مخنیوی هم وکړ. مبارز وايي داسې نیوکې وې چې په دې کار کې د پخواني لومړي وزیر هاشم خان لاس و. دا خبر هغو حکومتي کارمندانو چې د نندارچیانو په بڼه ورغلي وو، شاه محمود ته ورساوه. دې خبرې شاه محمود خواشینی کړ او امر يې وکړ چې د سرخابي په ګډون د محصلینو ځینې کسان ونیسي. ( یوه بله سرچینه وايي چې د اتحادیې مشر سید محمد میوند چې د کندهار د یوې مشهورې کورنۍ غړی و، نټه کړې وه چې له معمول سره سم دې ناسته «د باچا په نامه» پیل شي).
په دا بله ورځ مبارز او ببرک کارمل ( له نورمحمد ترکي وروسته د خلق ډیموکراټیک ګوند مشر) محصلین وهڅول چې د بندیانو د خلاصولو له پاره د معارف وزارت لور ته یو غلی مارش وکړي. د وزیر مرستیال عبدالقیوم ژمنه وکړه چې د محصلینو غوښتنه تر لومړي وزیر پورې رسوي، خو چې هغه بېرته راونه ګرځېد، محصلینو د کابل د پولیسو قوماندانۍ ته لاریون پیل کړ. وسله والو ځواکونو پرې نه ښودل. ددې پېښې په دویمه ورځ د پوهنتون او لېسو ۴۰۰ زده کوونکي کوڅو ته ووتل او د لومړي وزیر تر دفتر پورې ورغلل. مبارز وايي، سیمه د پوځي کمپ غوندې مالومېده او وسله وال ځواکونه هر ځای لیدل کېدل. محصلینو په خپلو شعارو کې شاه محمود د «ولسواکۍ د پلار په نامه» یاداوه، چې له امله يې شاه محمود د مارش کوونکو استازي وروغوښتل او په پای کې يې ټول نیول شوي غړي ور خوشې کړل.خو سرخابی او میوند يې خپلو اصلي ټاټوبو ته وشړل.
ددې پېښو په دويمه ورځ د اتحاديې د فرهنګي کمیسیون په پرېکړه په پوهنې ننداره کې یو بل کنفرانس جوړ شو. مبارز د اتحاديې ددې کنفرانس صحنه داسې بیان کړې ده:
… د هغې چهارشنبې په ورځ چې د اتحاديې د عمومي ټولېدا ورځ وه، بیا غونډه جوړه شوه او پخواني نیول شوي محصلین په دريځ راښکاره شول. دوی ته محصلینو د لاسونو په پړکولو تود هرکلی ووایه خو یوه یا دوې څوکۍ د سرخابي او میوند له پاره تشې پاته وې، چې د ګلونو ګېډۍ پرې ایښې وې. د اتحاديې یوه بنسټګر محمد طاهر بورګي وینا وکړه او پر حکومت يې ډېرې نیوکې وکړې. له دې وروسته د محصلینو یوه ډله له پوهنتون نه وشړل شوه. تګلاره چې له وړاندې لا په محصلینو تپل شوې وه، حکومت یو ځل بیا لاس په کې وواهه. له دې وروسته کنفرانسو اجازه نه درلوده او اتحاديه د نندارو له کارولو منعه شوه. کله چې یوه اوونۍ وروسته د یوه بل کنفرانس طرحه جوړه شوه، محصلینو ولیدل چې د پوهنې نندارې ودانۍ عسکرو محاصره کړې ده.عسکرو محصلین په تاوتریخوالي سره نندارو ته له ننوتو منعه کړل.
په پای کې میوند له دوو نورو ملګرو سره پاکستان ته وتښتېد، چې په کوټه کې مېشت له جلا وطنه جهوریت غوښتونکې ډلې سره یوځای شول او د ندای جمهوریت په نامه يې یوه ورځپاڼه وچلوله. د تېښتې پر مهال میوند یو پوله ساتی افغان پولیس په ډزو وواژه، چې دا کار له اپوزیسیون نه د حکومت د لا ډېرې خواشینۍ لامل شو. د۱۳۳۰ د لړم پر دوه ويشتمه حکومت د محصلینو ټولنه ړنګه کړه.
کابل ننداری
د ښځو د حقونو له پاره د مېرمنو او نارینه وو غږونه
سربېره پر دې چې په ۱۳۳۰/۱۳۳۱ کې د کابل پوهنتون د طب او طبیعي او سیاسي علومو پوهنځیو کې د نجونو له پاره ځانکړي ټولګي جوړ شوي وو، د میچیلین سینټلیوریس- ډیمونټ له نظره چې په خپلو مقالو ( افغانې میرمنې په سوله، جګړه او جلاوطنۍ کې) یې غبرګ کړيداسې نه ښکاري چې ښځو دې د محصلینو ټولنه کې ځانګړې ونډه درلودلې وي. که څه هم دې اتحاديې له هغه پراخ اپوزیسیون سره توپیر درلود. د ۱۳۱۹ کال د دویمې نیمايي په پیل کې په هرات کې د روڼ آندو ترمنځ په رسنیو کې د ښځو حقوق د بحث یوه موضوع شوه. وارټان ګریګورین د هرات ښار د ډېرې مخکښې ادبي او ټولنیزې خپرونې «مجله هرات» په اقتباس چې سړیو او ښځو ورته لیکنې کولې، لیکي:
… دا یو تریخ حقیقت دی چې افغانې مېرمنې نالوستې او ناپوهې وې (…)، موږ پلرونو ته سپارښتنه کوو چې د خپلو لوڼو روزنې او زده کړو ته وړ پاملرنه وکړي او پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي. (…)، ځکه چې لوستې مېرمنې د هېواد د ټولنیز اقتصاد او د ټولنې د فرهنګې جوړونې له پاره ډېرې اړینې دي.(…)،
کله کله دغو لیکوالانو د نارینه وو له پاره یوازې د یوه واده سپارښتنه کوله او ځینې ښځینه لیکوالې لا دومره مخته ولاړې چې آن د ښځو له پاره يې د نارینه وو په شان د مساوي حقونو مبارزه پیل کړه.
ځینو لیکوالانو په محکمو نیوکې کولې چې ښځو ته آن د اسلام له خوا د ورکړ شویو حقونو ساتنه هم نه شي کولی.
پر ځينو رسنیو سربېره، د مېرمنو ټولنې یو چوکاټ رامنځته کړ چې د مېرمنو په حقونو به بحث پکې کېده. دا یو شخصي بنسټ و چې په ۱۳۲۵ کې جوړ شو او کټ مټ د۱۲۹۹ نیمايي کې د امان الله خان د حکومت پر مهال د مېرمنو له پاره جوړ شوي انسټیټوټ ( پولادا) ته ورته و. د سید قاسم ریښتیا د« خاطرات سیاسي» له مخې چې په ۱۳۷۶ کې په کابل کې چاپ شو، دا بنسټ هم د اقتصاد د وزیر زابلي نوښت و، چې د سردار محمد داود خان د ورور محمد نعیم خان له خوا يې ملاتړ کېده. ددې مالي لګښت ډېر ژر د حکومت له خوا پیل شو.
په ۱۳۲۶ کې د ویښو زلمیانو تذکرې هم د خپلو څلورو ښځینه غړو چې رابعه حیرت او لور يې مګه رحماني هم په کې وې، ادبي پنځونې خپرې کړې. د دوی انځورونه د نارینه لیکوالانو پرخلاف په تذکره کې چاپ نه شول. رابعه حیرت لیکي چې له خپل مېړه يې د ویښو زلمیانو په اړه واورېدل او بیا يې زړه وکړ چې په بحث کې برخه واخلي. حمیرا درېیمه لیکواله لیکي چې دې هم خپل ځان د ویښو زلمیانو غړې باله او ویل يې چې دا اصطلاح باید د مېرمنو له پاره هم وکارول شي. هغې له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوله چې تر هغو پورې ځانونه د یوې پراخې ټولنې وګړي ونه ګڼې، تر څو ډاډه شوي نه وي چې د ټولنې ښځې او نارینه يې ویښ او لوستي دي.
مګه رحماني په دې اړه داسې وايي: «له زده کړو د ښځو بې برخې کېدا زموږ د وروسته پاتېوالي اصلي لامل دی» هغې لیکلي چې مېرمنې له ټولو ټولنیزو حقونو محرومې دي او له پوچو رواجونو یې د مېرمنو د خپلواکولو غږ کړی دی(…) هغې لیکلي «دا خاوره داسې ده لکه د سړي چې یو لاس په جیب کې وي او په یوه لاس کار کوي». ټولو ښځینه لیکوالانو د ښځو رول د میندو په شان باله او په خپلو دلایلو کې يې ښځې د ماشومانو د هېوادپالو ښوونکو په شان بللې وې.
دا نه ده مالومه چې له لیکوالۍ پرته څومره ښځې فعالې وي. کورګون وايي چې مګه رحماني او د زرغونې انا لیسې ښوونکې شفیقه رشیدي په ۱۳۳۰ کې د محمودي له خلق ګوند سره یوځای شوې.
وروستۍ پایلې : نور مخالفتونه او بېلوالی
بنديزد اپوزیسیون پاته برخه هم راویښه کړه. دوی د سیاسي ګوندونو جوړول پیل کړل. که څه هم تر هغه مهاله دا کار له قانون سره مخالفت ګڼل کېده ، خو تر دې وروسته په ۱۳۳۰ کې د ملي ګوند په نوښت، پارلمان د رسنیو یو نوی قانون چې له مخې یې خپلواکو ورځپاڼو اجازه درلوده چې خپلې خپرونې ولري، تصویب کړ.
څه کم یوې میاشت وړاندې یعني د تلې په ۲۷ مه ویښو زلمیانو مخکې لا پرېکړه کړې وه چې خپلې چارې د یوه ګوند په بڼه وچلوي. ویښ زلمیانلومړۍ ډله وه چې د ګوند اصطلاح يې وکاروله. تر دغه مهاله په ګوند کې د فعالو غړو شمېر یوازې ۱۰۰ تنه وو او له کابل، جلال آباد، کندهار او فراه څخه هم وړې ډلې ورسره وي ، چې په ۱۳۳۰ کې د ټولو شمېر ۸۱۶ غړو ته رسېده.
د ګوند جوړېدا هم له بېلابېلو توکمونو د پېیل شوي اپوزیسیون له وروستي بېلتانه سره هغه مهال مخامخ شوه، چې د غبار او فرهنګ او همدا ډول د محمودي ډلو چې دواړه ښاري تاجکان یا دري ژبي وو، په ویښو زلمیانو نیوکې وکړې چې پښتون توکمپالنه کوي.
ويښو زلمیانو کابل کې د انګار په نامه د ورځپاڼې چاپ پیل کړ. وطن او ندای خلق خپرونو د غبار د وطن ګوند او د محمودي د خلق ګوند له خوا چې د ۱۳۲۹ کال په مرغومي کې جوړ شوي وو،فعالیت پیل کړ. لږو راډیکالو او د پخوانيو ویښو زلمیانو د ډېرې حکومت پلوې ډلې غړو د ولس په نامه ورځپاڼه چې الفت چلوله راوایستله.(۱۷). د اپوزیسیون د رسنیو فعالیت تر پلازمېني پورې محدود نه و. په کندهار کې د الفبا، په هرات کې پیام افغان او صدای ملت ، په مزار شریف کې ( نوم نه دی مالوم) او په بغلان کې صدای ملت د ویښو زلمیانو ورځپاڼې وې. په میمنه کې د اپوزیسیون پلویانو د اتوم په نامه د ښاروالۍ ورځپاڼه چاپوله.
د محصلینو د اتحاديې ډېر فعالان له پاتو ګوندونو او د خپلواکو ورځپاڼو له ادارو سره یو ځای شول. د وطن ګوند په مرکزي کمیټه کې محصلینو ته یوه څوکۍ چې میراحمد شامل سمبالوله ځانګړې شوه.
د ۱۳۳۱ کال پارلماني ټاکنو ته په پام سره دغو ډلو هڅې پیل کړې چې د حکومت له خوا په رسمیت وپيژندل شي. خو د محصلینو اتحاديه باندې د بندیز له امله په دوی کې دومره ځواک نه و پاته. د وطن ګوند په قانوني لاره د رسمیت پېژندلو له پاره په مستقیم ډول د خپل یوه پلوي پرمټ چې له دربار سره يې اړیکي درلودل د باچا له خوا په رسمیت پېژندنې هڅه وکړه. د بېژند په وینا چې غبار له مخه لا په ۱۳۲۷ کې خپله لومړي وزيراو باچا ته غوښتنلیک لېږلی و.( د ګوند د یوه پخواني غړي په وینا چې په ۱۳۶۲ کې مرکه ورسره شوې وه، دا کار د تاریخ ټولنې مشرعلي احمد کهزاد کړی و). بېژند لیکي :« لومړي وزیر په اصولو کې خبره ومنله، خو د ګوند د موخو او اهدافو په اړه يې د لیکلو تفصیلي اسنادو غوښتنه وکړه، چې دا کار ډېر ژر وشو او مستقیم باچا ته وړاندې شو». که څه هم حکومت مخامخ د رسمیت پېژندني غوښتنلیک نه ومانه او نه يې رد کړ، خو محمودي د چارواکو نه رضایت ته ونه کتل او د ۱۳۳۰ د وري په نهمه یې د خلکو ګوند پروګرام د خپلې ورځپاڼې «ندای خلق» پر لومړي مخ چاپ کړ. حکومت د ورځپاڼې ټول تېراژ ضبط کړ، سمدستي يې پر ورځپاڼه او ګوند بندیز ولګاوه او تر پایه دې دواړو قانوني بڼه پیدا نه کړه. د میمنې اتوم ورځپاڼه په۱۳۳۱ کې بنده شوه.
ورته مهال کې ویښو زلمیانو له انګار مجلې څخه په ګټه اخیستنه د محصلینو د اتحاديې د بیا پیلېدو هڅه وکړه. د انګار د ۱۳۳۰ کال د وري د یووشتمې ګڼه کې د مجلې مسوول مدیر نور محمد تره کي چې بیا د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند مشر او وروسته د همدې ګوند له خوا په ۱۳۵۷ کې لومړی دولتمشر شو، په محصلینو غږ وکړ چې خپل کنفرانسونه بیا پیل کړي. هغه ولیکل چې د محصلینو د ټولنې غونډې په بشپړ ډول د ولس په ګټه وې، ځکه چې دوی د ولس په راویښولو کې ونډه درلوده او ولس په غونډو کې ګډون کاوه . هغه ولیکل « موږ ډاډه یوو چې له هېواد سره ستاسې د مينې فعالیتونه به بیا هیڅوک بند نه کړي». کله چې انګار مجلې دغه غوښتنه څو واره تکرار کړه او د ۱۳۳۰ د غوايي په دویمه يې په خپله ۱۶ مه ګڼه کې په اتحاديې باندې د بندیز په اصلي حالت راپور ولیکه، حکومت د مجلې پر وېش بندیز ولګاوه. ددې کار پر ضد د محصلینو نوي لاریونونه پیل شول چې د کابل د ځینو برخو اوسېدونکي يې په پلوۍ ورسره ملګري شول. تر ټولو لوی لاریون په ۱۳۳۰ کې د غبرګولې په دېرشمه وشو. دا لاریون په استقلال لېسه کې له یوې غونډې پیل او تر ارګ پورې ورسېد، چې د نورو ترڅنګ د محصلینو د بندې شوې ټولنې یوه غړي او د وطن مجلې یوه لیکوال ببرک کارمل ( اصلي نوم یې سلطان حسین ۱۳۰۸-۱۳۷۵) خبرې وکړې. پولیسو لاریون ګډوډ کړ او د کارمل په ګډون يې ډېر خلک ونیول.
د خلق ګوند مشهورېدل او د ویښو زلمیانو د انګار مجلې له لارې د محصلینو ټولنې د بیا راژوندي کولو غوښتنه چې وروسته يې لاریونونه هم درلودل، حکومت ته پلمه په لاس ورکړه چې د اپوزیسیون د ټولو ډلو په وړاندې له تاوتریخوالي کار واخلي. د مشرتابه ډېرو فعالانو په حکومت کې خپلې دندې له لاسه ورکړې. دوی یا بندیان او یا تبعید شول( یوازې هغوی چې د حکومت پلوي يې کوله پر دندو پاته شول). حکومت د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره چې د ۱۳۳۱ د چونګاښ په درېیمه کېدې خپله ازداه تګلاره پای ته ورسوله. د اپوزیسیون ۴۰ پخواني غړي په ټاکنو کې له نوماندېدو راوګرځول شول. هغو څو تنو ته چې په ټاکنو کې د درېدو اجازه ورکړ شوې وه ( په ځانګړي ډول کابل کې) د حکومت له کاندیدانو سره يې سیالي کوله چې ټاکنې د همدې کاندیدانو د پلویانو له خوا د حکومت په ګټه تنظیم شوې. له الفت پرته چې په دې وخت کې د حکومت پلوي ګوند ویښو زلمیانو غړی و، د اپوزیسیون یو کاندید هم بریالی نه شو( الفت په ۱۳۳۵ کې د پښتو ټولنې مشر شو).
اپوزیسیون د ناقانونه محصلینو د اتحاديې په ګډون په ټاکنو کې د تخطیو پر ضد په کابل کې یو لاریون وکړ او د پلازمېنې د دوو څوکیو چې دا ځل محمودي او غبار دواړه پکې ناکام شوي وو، د رایو د ابطال غوښتنه يې وکړه او حکومت د ډېرو کسانو په نیولو غبرګون ورته وښود. د ویښو زلمیانو تحریک د خپلو غړو د بندي کېدو او یا د جلا وطنه کېدو له امله په عملي ډول خپل شتون له لاسه ورکړی و او ډېرې محافظه کارې ډلې په حکومت کې ګډې شوې. وطن ګوند او د خلکو ګوند په پټه خپل کار ته دوام ورکاوه. وطن ګوند ځان پخپله په ۱۳۳۵ کې د خپل مشر غبار د خوشې کېدو له پاره د یوه مخشرط په توګه له وړاندې منحل کړی و.
د محصلینو د اتحاديې اوږد مهالې اغېزې او د ۱۳۲۰ مو او ۱۳۳۰ مو کلو اپوزیسیون
که څه هم اتحاديې په قانوني ډول اووه میاشتې دوام وکړ، خو د خپلو یو شمېرغړو او مشرانو پرمټ يې اوږدمهاله اغېز درلود. پر اتحادیه له بندیز وروسته د هغې ډېرو فعالانو په مستقیم ډول په نورو ډلو کې چې لا تر اوسه په قانوني ډول تر بندیز لاندې وې خو په ښکاره فعالې حکومت مخالفې ډلې وې ګډون وکړ.
د محصلینو د اتحادیې په قانوني پړاو کې او دغه راز د پراخ اپوزیسیون پر مهال لا د دوی ترمنځ په ځینو سیاسي موضوعګانو مخالفتونه پیدا شوي وو. چې لامل يې د دوی ټولنیز او قومي شالید و. په دوی کې دربار او حکومت ته ډېرئ نژدې کسان چې د افغانستان باچایي ورسره وه او مشري یې د محمدزیو کورنۍ کوله، زړه نا زړه وو چې په مستقیم ډول مبارزه وکړي. غیرپښتانه بیا تر ډېره راډیکال وو او د یوه ولسواک حکومت غوښتنه يې کوله. په پایله کې د محصلینو اتحادیه او پراخ اپوزیسیون په قومي ډلو ووېشل شول چې هرې یوې يې له اصلاح غوښتونکي غورځنګ سره ناکامه راشه درشه کوله. په دې باید سترګې پټې نه شي چې ځینو مخکښو غیر پښتنو فعالانو هم له حکومت سره جوړجاړی وکړ او په کې ورګډ شول، خو ځینو پښتنو په حقیقت کې د ولسواکۍ ننګه وکړه.( په دغو کې هغه کسان نه وو چې وروسته يې د افغانستان د خلکو ډیموکراټیک ګوند جوړ کړ).
کله چې داود د محصلینو اتحادیې د غړو په ورخپلولو کې بریالی نه شو، تر خپل لس کلن ځپونکي رژیم وروسته، هغه څه ته چې د ډیموکراسۍ لسیزه يې بولي راوګرځېد. فعالانو د ۱۳۴۳ اساسې قانون له مخې له نوې سیاسي خپلواکۍ څخه کار واخیست. د باچا د حکم په اساس سلطنت پر خپلواک منتخب پارلمان درېدلی وبلل شو او لوړو څوکیو ته د باچا کورنۍ ته له وفادارو خلکو پرته، نورو خلکو هم لار پیدا کړه (دا کار تر ډېره په کورنۍ کې دننه د ظاهرشاه او داودخان تر منځ د مخالفتونو له امله وشو). څرنګه چې د ۱۳۴۳ اساسي قانون د سیاسي ګوندونو جوړولو ته اجازه ورکړې وه، د ۱۳۲۶-۱۳۳۳ غورځنګ ډېر مشران د بېلابېلو سیاسي ډلو د مشرانو په صفت د هغه وخت د لاندې څلورو نظریو په درلودلو سره رامخته شول: د شوروي اتحاد پلوي کمونستان، د شوروي مخالف ماویستان، اسلامپالي او د حکومت پلویان.
په هغو کلونو کې د محصلینو په هڅو د سیاسي ګوندونو فعالیت یو ځل بیا پیل شو. د سیاسي جوړښتونو د یوځای کېدلو لوی ډګر کابل پوهنتون و.( تر۱۳۵۲ پورې لا چې د جلال آباد پوهنتون نه و جوړ شوی ، کابل پوهنتون د هېواد یواځینی پوهنتون و). هلته د محصلینو یوه نوې اتحادیه جوړه شوه چې د مشرتابه له پاره يې کمونستانو، ماویستانو او اسلامپالو ټاکنې وکړې. هرې ډلې شاوخوا ۳۰ سلنه رایې واخیستې. په لومړي سر کې ماویستان لږ وړاندې وو، خو وروسته اسلامپالي مخته شول. هغه کسان چې په دې وخت کې یې د محصلینو په سیاست کې برخه اخیستې وه، لکه نجیب الله، ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني او عبدالرب رسول سیاف، وروسته مهم سیاسي مشران شول.
میراحمد شامل
د ۱۳۲۹ کال د محصلي غورځنګ فعالانو په پرمختګونو کې ډېر مهم رول درلود، چې ډېری يې چپیان وو او د ننني افغانستان بڼه یې اغېزمنه کړې ده. دبېلګې په ډول ببرک کارمل د شوروي د یرغل پر مهال له ۱۳۵۹ تر ۱۳۶۵ پورې د دولت مشر و. دده پخوانی ملګری میراحمد شامل د افغانستان د خلک ډیموکراټیک ګوند له خوا ووژل شو. عبدالواحد سرابي د پخواني باچا په دوره کې وزیر، د ډاکټر نجیب الله په دوره کې وزیر او د ولسمشرمرستیال و.(۱۳۶۷-۱۳۷۱)، حسن شرق د داودخان په دوره کې د لومړي وزیرمرستیال او د نجیب الله په دوره کې لومړی وزیر و(۱۳۶۷-۱۳۶۸).عبدالحمید مبارز د باختر آژانس مشر او د باچا په دوره کې والي، د نجیب الله او کرزي په وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ، د افغانستان د ملي جرنالیسټانو د ټولنې مشر(۱۳۸۶) او د سولې شورا غړی و. محمد طاهر بورګي په کابل پوهنتون کې د حقوقو استاد او د ۱۳۸۱ کال بېړنۍ لویې جرګې له پاره د چمتووالي کمیسیون غړی و.
ژباړن: علي محمد سباوون
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۹ جوزا / غبرګولی ۱۳۹۹