له رایې ورکولو نیولې بیا د واکتر وېش او د ترهگرو شبکو تر جوړښت پورېتل په خبرونو، راپورونو او تحلیلونو کې خبره قومونو ته وځي. د سم تحلیل لپاره لازمه ده چې د قومونو د جوړښت، پیچلتیاوو او ځایي سیاست معلومات ولرو او پدې وپوهیږو چې د بېلابېلو قومونو غړي خپلې چارې څرنگه پرمخ بیایي. پوښتنه دا ده چې اصلاً په افغانستان کې د قومونو د کلتور، ټولنیز جوړښت او سیاسي تمایلاتو په اړه څومره معلومات شته؟ د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې همکار کرستیان بلور په لوېدیځو سرچینو کې د افغانستان د قومونو په اړه علمي څېړنو ته کتلي او په اړه یې دغه لیکنه کړېده.
پورتنې عکس په هلمند کې د یوې بزگرې کورنۍ دی. په افغانستان کې آن د داسې یوه مهم ولایت په اړه هم معلومات ډېر لږ دي. عکس اندي کیلي پرایس اخیستی دی.
په ۲۰۱۰ کال کې امریکایي ځواکونو هڅه وکړه د افغانستان په ختیځ کې د شینوارو د قومي مخورو ملاتړ ترلاسه کړي. امریکایي ځواکونو دا کار پدې هیله ترسره کړ چې ځایې مشران به د قوم نور خلک وهڅوې چې د طالبانو په وْرَکولو کې مرسته وکړي. خو امریکایي ځواکونو د قوم کلمه په غیر اکادمیکه معنا تعبیر کړې وه. د قوم کلمه له ځایه پېچلې ده او ژباړه یې هم له ستونزو سره مله ده. بل دا چې د عراق په لوېدیځ کې له قوم او د هغه له کارولو سره د امریکایي ځواکونو تجربه بل ډول وه. خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ”قوم“ پروگرام په ختیځ ولایت ننگرهار کې پر شینواري پښتانه ټبر راټول و. امریکایې ځواکونو د شینوارو له یو شمېر مشرانو سره داسې تړون لاسلیک کړی و چې د پیسو په بدل کې به د طالبانو پر ضد کار کوي. دوی همداشان هغو مشرانو ته وسلې ورکړې چې د طالبانو پر خلاف یې غږ پورته کړی و (د امریکا د دغې هڅې په اړه دا راپور لوستلای شئ).
بې له کومې حیرانتیا، د افغانستان د چارو څارونکو ته جوته شوه چې د امریکایي ځواکونو دغه پروگرام په سیمه کې ناورین نور هم ډېر کړی او ځایی مشران د طالبانو په وْرَکَولو کې مرسته نه کوي بلکې په خپل منځ کې په جگړه او دښمنیو ښکېل شوي دي (پدې اړه کولای شئ راپورونه دلته،دلته، دلته، او دلته وگورئ). امریکایي ځواکونو سربېره پر دې چې د دغه پروگرام په اړه د افغانستان دننه او بهر څارونکو مشورې رد کړې، په دې تړاو يې د قومونو په اړه خپل معلومات هم هېر کړي وو. د قومونو په اړه په یوه څېړنه کې راغلي و چې په پښتني ټبرونو کې واک له ځایي مشرانو سره وي او داسې استدلال یې کاوه چې په افغانستان کې د پښتنو قومي جوړښت له عراق سره توپیر لري (دغه څېړنه له دغه ځایه کې ترلاسه کړئ).
سربېره پر دغه راپور، د پښتنو په اړه یو شمېر څېړنې او معلومات ښیي چې په پښتنو کې داسې پراخ ملیشه یې پروگرام راتلونکې نه لري. په افغانستان کې داسې هیڅ قومي واکمن نه شته چې ټولو ته باوري او د ښه واک خاوند وي. ښکاره خبره ده چې که پدغه برخه کې کوم بشرپوه او یا بل څېړونکي علمې لیکنې کړې وای، پایله یې د داسې پروگرام د پلي کولو له پاره غوره راوتله. امریکایي ځواکونه به هم پدې پوهېدلي وي چې له چا سره یې سر شوی او اوس څه کول په کار دي.
په افغانستان کې د علمي لیکنو او تگلارو تړاو
ډير ځله د پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ازبکو او نورو قومونو نومونه په عام ډول اخیستل کېږي. ځینو خبریالانو، تحلیلگرانو، بهرنیو ځواکونو او داسې نورو له بیلا بیلو قومونو څخه د هغوی د ځانگړتیاوو له مخې کارکوونکي گومارلي دي. د بېلگې په ډول، له ۲۰۱۰ کال وړاندې د هیواد په شمال کې ځینو وگړو داسې انگیرله چې ترهگرو ته د ناپښتنو وگړو د اوښتو شونیتیا لږه ده، خو دغه راپور وښوده چې په شمال کې ناپښتانه له ترهگرو سره یو ځای شول (پدې اړه کولای شئ د افغانستان د تحلیلگرانو شبکې دغه راپور ولولئ).
ځینې تگلار جوړوونکي کله کله ”پښتونولۍ“ ته پام اړوي حال دا چې د دغې کلمې په بشپړه مانا نه پوهیږی. ډېرئ سیاستپوهان، تاریخپوهان او نور اکادمیک وگړي هغه څه ښه مني چې بشرپوهانو، خبریالانو او نورو چمتو کړي وي.
په افغانستان کې شته معلومات له هغو کسانو سره مرسته کولای شي چې تگلارې جوړوي. هغه معلومات چې د بېلا بېلو څانگو د پوهانو له خوا څېړونکو ته وړاندې کیږې او دغه راز یې مشهور لیکوالان، خبریالان کاروي، کېدای شي چې هغه نورو خلکو لکه سیاستوالو، د نادولتې ادارو کارکوونکو او بهرنیو ځواکونو ته هم ولېږدېږي. کله هم ځینې خلک مهمې څېړنې له پامه غورځوي، یا عام وگړي ورته لاسرسی نه مومياو یا ترې څوک نه خبرېږي.
د قومونو په اړه د شتو معلوماتو ارزونه
له بده مرغه ستونزه تر هغه څه چې برېښي، لویه ده. ستونزه یوازې دا نده چې د افغانستان په اړه موجود معلومات له پامه غورځول کېږې، بلکې اکثره وخت دا معلومات په انگرېزۍ کې نه شته چې بهرني تگلار جوړونکي ترې خبر شي. د مثال په ډول، د جوزجان ولایت او د هغوې د خلکو په اړه څومره علمي څېړنې شوي؟ وینو چې د دغه ولایت او خلکو په اړه یې نژدې هېڅ څېړنې ندي شوې او په اړه یې معلومات ډېر کم دي. آن د یوه ډېر مهم ولایت لکه هلمند په اړه هم چې طالبان لا هم په کې فعال دي، مهم معلومات په لاس کې نشته. همداشان د قومونو په اړه څېړنو کې هم ستونزې شته. د دې ستونزو د تحلیل لپاره مو انگلیسي، جرمني او فرانسوي سرچینو ته کتنه کړې. هغه معلومات چې د قومونو په اړه په پښتو او دري ژبو کې خپاره شوي، دلته په پام کې ندي نیول شوي. د افغانستان د قومونو د تحلیل لپاره مو دغې سرچینې ته کتنه کړې چې پکې له۱۹۵۰ کال راهیسې تر اوس مهاله معلومات شامل دي.
هغه څه چې د افغانستان د قومونو په اړه ډېر د پام وړ دي، دا دي چې د علمي څېړنو په وخت کې ځینو قومونو ته د نورو پرتله ډېر پام شوی دی. ځینو ته بیا په علمي څېړنو کې هیڅ پام ندی شوی. یو ښه مثال یې د نورستانیانو دی چې په مأخذونو کې ترې ډیره یادونه شوې او په اړه یې ډېر معلومات موجود دي. د دغې سیمې خلک په بېلا بېلو نورستاني لهجو او ژبو خبرې کوي او بېلا بېل کلتورونه لري، خو په لیکنو کې یې یادونه د یوه واحد ټبر په توگه راغلې ده. په افغانستان کې د نورستانیانو شمیر د ۱۵۰۰۰۰ او ۳۰۰۰۰۰ تر منځ دی. د دغه ټبر د شمېر له لږوالي سره سره پر هغوی ۱۹ مونوگرافونه، (کتابونه، او د دکتورا آثار) لیکل شوي دي. د نورستانیانو او د هغوی د کلتور په اړه ۳۲ نورې علمي لیکنې هم شوې دي. ددغو څېړنو لیکوالانو تر ۲۰۰۱ کال دمخه دغه سیمه مخامخ لیدلې ده. که څه هم د نورستانیانو پرتله د تاجکو نفوس ډېر دی، په اړه یې یوازې دوه مونوگرافه چې دواړه د دکتورا تېزېسي آثار دي، او ۱۲ څېړنیزې لیکنې شوې دي.
بله ستونزه دا ده چې یو قوم تل له یوه اړخه مطالعه او څېړل شوی دی. د ساري په توگه، تل د هغو پښتنو په اړه علمي څېړنې شوې چې په غرونو کې اوسي. د ښارونو او ښارونو ته د نژدې سیمو د اوسېدونکو پښتنو په اړه هېڅ ندي لیکل شوي. حال دا چې د پښتنو ډېرئ په غرو کې نه بلکې ښارې سیمو ته څېرمه مېشت دي.
ددې ترڅنگ، په پښتنو کې بیا د کوچیانو په اړه د هغوی د شمېر پرتله ډيرې څېړنې شوې دي. دا توپیر د ټولو قومونو په څېړنه کې شته دی. د هر ټبرد کلیوالو غړو په اړه معلومات تر هغوی چې په ښارونو کې مېشت دي، ډېر تر سترگو کېږي. په ډاډ سره ویلی شم چې په څېړونکو کې د ښار ي او ښار ته څېرمه قومونو د څېړنې مینه ډېره لږه وه. څېړونکي او لیکوال تل پدې هڅه کې دي چې د هغو خلکو په اړه لیکنې وکړي چې په غرونو کې اوسي، گوښه پاتې شوي او د ټولنې تر ټولو لږه برخه جوړوي.
د هغو خلکو په اړه چې د تاریخ په اوږدو کې گوښه ساتل شوي او ځینې یې لا هم ساتل کیږي، معلومات خورا ډېر دي. یو ښه مثال یې د دې هېواد هزاره توکم دی چې په اړه یې ۱۵ مونوگرافه او ۱۷ علمي لیکنې شوې دي. که هزاره له ازبکو سره پرتله کړو، د دوی په اړه یوازې پنځه مونوگرافه لیکل شوې دي. دغه پنځه مونوگرافه د هزاره خلکو په اړه د مونوگرافونو پرتله ډیر کمزوري او لنډ دي.
په افغانستان کې آن د ډېرو کوچنیو ډلو لکه پشه ییانو، قرغېزانو، واخیانو، عربو، جټو، اسماعیلیانو، د غوربتو او شیخ محمدیانو په گډون وگړو په اړه کافي لیکنې شوې دي. زما استدلال دلته دا نه دی چې هغه ډلې چې ډېرې څېړنې پرې شوي، د لیکنو ارزښت نلري، بلکې غواړم دا ووایم چې لږ سپړل شوي ټبرونه د افغانستان د وگړو ډېرئ جوړوي. د افغانستان د ټبرونو په اړه د علمي معلوماتو لږوالي د ټولنو، سیاست او جگړو ارزول له ستونزو او نیمگړتیاوو سره ملگري کړي دي. له قومونو بې خبري د دې لامل کیږې چې ځينې پروگرامونه ناکام شي او نور ناورینونه رامنځته کړي. په دې تړاو ښه بېلگه د شینوارو د ټبر وه چې دلته یې د لیکنې په پیل کې یادونه وشوه.
د قومې ډلو ترمنځ د توپیر تشریح
له ۱۹۶۰ راپدیخوا، بشرپوهانو د افغانستان په اړه ارزښتناکې لیکنې کړي خو د نورو علومو لکه ټولنپوهنې، تاریخ پوهنې، اقتصاد، او سیاست پوهنې پرتله، بشرپوهنې پدې وروستیو کې، د لویو ډلو څېړل له پامه غورځولي دي. د ساري په ډول، ښاري او ښار ته څېرمه اوسېدونکي امریکایي سپین پوستکي بس دی چې له مخې یې د امریکاییانو د ژوندانه بهیر وپېژندل شي. خو دا چې پدغه برخه کې ډیرې لیکنې چا کړي [سړی ویلی شي چې] ټولنپوهان، اقتصاد پوهان او سیاست پوهان تر بشرپوهانو پیاوړي وو. د دې پرعکس، بشرپوهانو بیا په امریکا کې د لږکیو په اړه ډېرې لیکنې کړېدي. دېته ورته کار په افغانستان کې هم شوی دی – د لږکیو په اړه معلومات ډېر، خو د لویو ډلو په اړه کم دي. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې چې به کله یو بشرپوه افغانستان ته ورغی، ډېر ځله په کابل کې نه پاتې کیده او د هېواد لېرې پرتو سېمو ته بهته.
د پښتنو په اړه په علمې لیکنو کې نور عوامل هم ونډه لري. پر پښتنو یوه اساسي څېړنه د فریدریک بارت ده چې په پاکستان کې یې د سوات پر پښتنو بشپړه کړې ده. د ده کار په بشرپوهنه کې ډیر اغېزناک و. ډیره شونې ده چې د فریدریک تر لیکنې وروسته ډېرئ هغه لیکوال چې پر پښتنو یې څه لیکل، د هغه تر اغېز لاندې راغلي وي. دا چې تاجک ټبر نورې پښې او کوچي څانگې نه لري او هم گوښی پاته شوی نه دی، د څیړونکو پام نه دی ور اوښتی. دغه راز ددې دلیل روښانول هم گران دي چې ولې ځینو نورو ډلو ته پام نه دی شوی، خو هغه مهال چې ځایي څېړنې په زور کې وې، یو شمېر سیمو ته چا د ورتگ زړه نه کاوه. د ساري په ډول، څېړونکو د افغانستان شمال لور ته چې له پخوانې شوروي سره یې پوله درلوده، تگ ته زړه نه ښه کاوه. ښایي همدا لامل وي چې د یو شمېر ټبرونو لکه تورکمنو او ازبکو په اړه چې د افغانستان په شمال کې ژوند کوي، معلومات نه شته. دا چې په هلمند او کندهار کې د یو شمېر پښتنو په اړه معلومات ډېر لږ دي او یا نشته، دلیل یې ښایي جغرافیا، ډيره گرمي، محدود سفرونه او په ټوله کې د سیمې خپور شوی انځور وي.
د افغانستان د څېړنې اوسنې حالت
په افغانستان کې ځایي څېړنې او یا له نژدې د سیمو څیړنې په بشپړ ډول د انقلاب او جگړې له پیل سره په ۱۹۷۸-۷۹ کې پای ته ورسیدې. له هغه وخت راهیسې د افغانستان په ټولنه کې له هره اړخه خورا زیات توپیر راغلی دی. پخوانۍ لیکنې له اوسني حالت سره ډیر توپیر لري. د ساري په توگه، د قومې مخورو ځای ټوپک مارو نیولې او په ډېرئ ځایونو کې واکله جگړه مارو سره دی. له بده مرغه په دغه برخه کې د معلوماتو د تازه کولو لپاره ډېر لږ کار شوی دی. په وروستیو درې نیمو لسیزو کې په بشرپوهنه او علمي برخه کې هم خورا ډېر بدلون راغلی دی. هغه څېړونکي چې په دغه برخه کې یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې کار کړی، ددې بدلون استازیتوب کوي. په وروستیو دېرشو کلونو کې کلاسیکي بشرپوهنې خپل ځای له لاسه ورکړی او په افغانستان کې اوس ښاري مطالعه او څېړنه ډیره دود شوې ده. ټولنپوهانو او د سیاسي علومو څېړونکو په دغه برخه کې د پام وړ کار کړیدی. دا خورا جوته ده چې د افغانستان په اړه لیکنې او مطالعه اوس بشرپوهانو او تاریخ پوهانو ته منحصره نده بلکې د نورو علومو څېړونکي هم د افغانستان په اړه لیکنې کوي.
په دغه برخه کې ځینې بدلونونه د پام وړ دي. لکه اوسمهال د دغه هېواد په اړه له بیلابیلو اړخونو لیکنې کیږي خو ځینې یې دومره ارزښت نه لري. له ۲۰۰۱ کال راهیسې له اکادیمیک پلوه افغانستان ته پام شوی خو دغه برخه تل له لوړو ژورو سره مله وه. ډیرئ وختونه داسې څېړنې غیرعلمي وي او د نورو موخو لپاره چمتو شوې وي. پر دې سربیره، د لیکنو ډېره برخه د نړیوالو ځواکونو پر پرمختیایی پروگرامونو نیوکو باندې راټوله وي او وگړو ته پکې ډیر لږ پام کېږي.
په نورو مواردو کې څېړونکي د مرستندویو ادارو له خوا استخدام شوي او هغوی ته په زړه پورې مسالې یې راخیستې دي.رېښتیا چې په وروستۍ لسیزه کې ځایي خپلواک کار د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو پرتله ډېر لږ دی. امنیتی حالت او له مرستندویو ادارو څخه ددې کار له پاره د مالې مرستې ستونزو ته په پام سره، د افغانستان د قومونو د مطالعې او څیړنې حالت مخ په خرابېدو دی. دا په دې مانا ده چې پدغه برخه کې لږترلږه په نژدې راتلونکې کې د موادو د تشې ډکول گران کار دی. همدا دلیل دی چې ډېرئ وختونه څېړونکي په دغه برخه کې د معلوماتو له لږوالي سره خپل کار پرمخ بیایي. څېړونکي باید دې تشې ته پام وکړي ځکه د دوی لیکنې مهمو چارواکو لکه ډېپلوماتانو، د ځواکونو مشرتابه، د نړیوالو ادارو کارکوونکو او نورو خلکو ته رسېږي. لویه ستونزه داده چې په دغه برخه کې معلومات زاړه دي او ټولنه خورا اوښتې ده او له دې تشې باید خبر واوسو.
ژباړه: مخفي عزیزي
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹