“ډیموکراسې نه، یوازې اسلام غواړو” – دا هغه شعار و چې د تېر کال پهمې میاشت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون خلاف د کابل پوهنتون محصلانو د یوه لاریون په ترڅ کېلېږداوه. دا ددې ډولیواځینۍ غونډه نه وه چې پکې د نورو مسايلو تر څنګ د ډيموکراسۍ په مخالفت غږ ولاړېده. دېته ورته نورې غونډې هم جوړې شوې دي.
د افغان ځوانانو لوړو زده کړو او مسلکې مهارتونو ډیرئ څارونکي هیله من کړي و چې ښایې دا لوستي ځوانان د راوروسته مهال د سیاسي لیږد په پروسه کې د ډیموکراسۍ مخکښانشي. خو دا ډول انګیرنه ډېره عمومي ده چې ټول ځوانان سره ورته انګیري. په حقیقت کې داسې نه ده چې ګنې ټول هغه ځوانان دې چې په وروستۍ لسیزه کې يې ښې زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړي، د ډیموکراسۍ پلویان وي. ددې پرعکس، ډېرئ یې په کلکه د ډیموکراسۍ او په ځانګړي ډول د هغې د بنسټیز اصل- ټاکنو خلاف دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څیړونکي برهان عثمان د ځوانانو پرتندلارۍ او مذهبي فعاليتونو پراخه څیړنه کړې او دلته یې ترې دغه لنډه لیکنه برابره کړې ده:
تیر سپټمبر د بدخشان په فیض آباد کې ځایې ملایانو او روحانیونو پدې اړه خبرې کولې چې څرنګه افغانان وهڅوي چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي. کله چې دريو روحانیونو خپلې ویناې واورولې، یو ځوان راپورته شو او د سیمینار اساسي موضوع یې تر پوښتنې لاندې راوسته. د بحث په تودیدو سره پنځه نور ځوانان هم د هغه ملاتړ ته راپورته شول او سمدستې يې ملایان د اسلام له نظره د ټاکنو د مشروعیت په اړه په پوښتنو کې راګیر کړل. دغو ځوانانو، ملایان او روحانیون”منحرف” او د ” دولت لاسپوڅې”وبلل. بحث ادامه وکړه او په تودېدو سره یې پولیسو چې د غونډې ساتنه یې کوله، مداخله وکړه او له دغو ځوانانو څخه یې درې د غونډې د ګډوډولو په تور ونیول.
دغه تندلاريد حزب التحریر د اسلام پالې ډلې غړی وو. ددغې ډلې غړي په ویاړ سره له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون او دغه راز د یوه اسلام ضد فلم پر خلاف د لاریونونو امتیاز اخلي (تاسو کولای شئ چې د دغو لاریونونو په اړه زموږ راپورونه دلته ولولئ ).
په بدخشان کې د حزب التحریر یوه ځایې مشر د روحانیونوله سيمينار سره د مخالفت په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې: “زموږ یوه ځوان د دولت ملایانو ته مخامخ د حق خبره وکړه چې ټاکنې کفري سیسټم دی او د ټاکنو ملاتړ او د هغو دودول حرام دي.”
تېر منید ځوانانو د تندلارۍ د څیړنې پر مهال په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د حزب التحریر د ډلې غړو د ډیموکراسۍ او په ځانګړی توګه د ټاکنو په اړه همدا ډول یو دریځ څرګند کړی و. په ډیموکراسۍ او ټاکنو اعتراض او نیوکه د حزب التحریر له پیژندل شویو ځانګړتیاوو څخه ده. دغه ډله د يوه فلسطینې قاضي له خوا د تېری پیړۍ په نیمایې کې جوړه شوه او په ګڼواسلامي هیوادونو کې فعالیت کوي چې په دې وروستیو کېپه افغانستان کې هم راڅرګنده شوې ده.ګرانه ده چې ووایو دا خوځښت په افغانستان کې څومره غړي لری خو داسې ښکاري چې د پراخېدو په حال کې ده. د حزب التحریر غړي په ډاګه د ټاکنو پر خلاف تبلیغات کوي او ځینې یې آن د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزوسیالیو پر مهال د ټاکنوخلاف د تبلیغاتوله امله نیول شوي هم وو. خو اوس دې ډلې د لوستو ځوانانو په منځ کې لاره موندلې او هڅه کوي د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره تبليغات وکړي. د دوی چاپي خپرونې چې د حزب التحریر پرایدیالوژۍغږېږي، د ځوانانو ترمنځ،په ځانګړي ډول په پوهنتونو کېمشهورې دي.
پر ټاکنو د حزب التحریر د نیوکو اغیز ښایې دومره پراخ نه وي، خو د ټاکنو پر مشروعيت شک درلودل، يوازې تر دوی محدود نه دي، بلکې په مجموع کې مذهبې او محافظه کاره ځوانان په کې سره ورته نظر لري. دا ځوانان تر ډېره لوستي دي او ډیرئ یې په ښارونو کې اوسې. (په کلیو کې مېشت ځوانان تر ډېره نالوستي دي او له سیاست سره دومره مینه نه لری.) ددې څیړنې لپاره ولایتونو ته د سفر پر مهال، لیکوال ته دا څرګنده شوه چې د ټاکنو او ډیموکراسۍ خلاف ډلواغېز په محافظه کارو سیمو، په ځانګړی ډول ننګرهار، بدخشان، هرات، او لږ څه د کابل په ځینو سیمو کې ډیر و. د ډیموکراسۍ ردوونکي، د د ډیموکراسۍ او ټاکنو په اړه بېلا بېل دلايل وايي. په دغو نویو ډلو کې یوه سلفيان دي چې که څه هم ډیر منظم نه دي، خو د افغانستان د تحلیګرانو شبکې څیړونکې لږ تر لږه په ننګرهار کې غښتلې وموندل. دوی خپلې مدرسې لري، په پوهنتونونو کې بیانونه ورکوي، او په ښار کې لوی لویديني کورسونه وړیا دایروي. داسې ښکاری چې سلفیان کرار کرار په ځينو ځايونو کې ځوانانو ته د غزېدو په حال کې دي. د دوی لپاره یواځینی مشروع سیاسې سیسټم شرعي نظام دی، نه داسې يو نظام چې درایو پر بنسټ ولاړ وي.په جلال آباد کې د سلفیانو یوه ځوان مشر د دې څیړنې لیکوال ته وویل چې: “د ټاکنو سیسټم اسلامي نه دی. دا سيسټم له الهي نظام سره مطابقت نه لري.”دی وړاندې وایي چې “موږ خلک له رای ورکولو څخه نه راګرځوو، خو دا ښکاره خبره ده هغوی چې موږ ته غوږ نیسی، رای به ورنه کړي.”
په ډیرو مواردو کې د تیری لسیزی سياسي تجربو هم خلک پر ټاکنو او ډیموکراسۍ شکمن کړي دي. دوی د طالبانو له پېر وروسته، له داسې يوه نظام سره مخ دي چې جګړه، اداري فساد، له خلکوسره ناوړه چلند، انحصاري سياست، د جګړه مارانو واک، او خپلوۍ پالنې په کې ډېر خلک ناراضه کړي دي. له هغسې يوه دولت څخه ولسي ناخوښۍ چې ډيموکراتيک بلل کېږي، ښایي د ډیموکراتیکو اصولو درنښت ته زيان اړولی وي. د لیکوال په باور، اوس همدا ناخوښي ځینې خلک دېته هڅوي چې د ډيموکراسۍ د بديل په اړه فکر وکړياو د ټولنې په محافظه کارو څنډو کې ډېرځله مذهبي مشران شرعی نظام د اوسني سیستم د بديل په توګه وړاندې کوي.
د بیلګې په ډول، په خوست کې له يوې ډلې ځوانانو سره د خبرو پر مهال، د ښوونځیو له ښوونکو نیولېد مدرسو تر استادانو او د پوهنتونونو تر فارغانو پورې، د ټولو خبره همدا وه چې ټاکنې نااسلامي دي. د دوی په وینا، ټاکنې یوه غربي پدیده ده او د حکومتولۍ په برخه کې پر اسلامي اصولو تکیه نه لري. خو د موضوع په اړه له دغو خلکو سره د لا نورو خبرو پرمهال جوته شوه چې د دوی استدلال مذهبي بنسټ نه لري، بلکې د ډيموکراسۍ په نامه د وروستۍ لسیزې د نيمګړتياوو او ماتوله کبله دغو ځوانانو مذهبې بڼه ورکړې ده. کله کله داسې ښکارې چې دا ځوانان د اوسنې دولت په انډول د طالبانو ډیر ملاتړ کوي. دوی د بیلګې په ډول په وروستیو کلونو کې د شپې له خوا عملیاتو او د خپلو خپلوانو او کلیوالو نیونو او وژنو ډیر خواشینې او له اوسنې دولته ناراضه کړي دي. طالبان پخپله هېڅکله د ټاکنیز سیسټم پلویان نه وو او نه یې هم د راتلونکي حکومت لپاره کومه ځانګړی نظریه وړاندې کړې ده. دوی عموماً په خپلو ویناوو او خبرپاڼو کې په ډیر تت ډول یوازې د “اسلامي دولت”يا “شرعي نظام”د رامنځته کېدو یادونه کوي.
پر دغسې بهیرونو سربېره، د ځوانانو نورې ډلې هم چې ډیرې مذهبې او محافظه کاره دي،ترسترګو کیږي. دوی نه یوازې د ټاکنو خلاف دي، بلکې هر هغه سیاسې سیسټم او مفکورېچې “غربې” ورته ښکارې، د منلو نه بولي. دوی د حزب التحریر د غړو په څیر، د هغو ځوانانو ترمنځ چې ډېرئ یې لوستې دي خو لومړیتوبونه یې له نورو سره توپیر لري، د نفوذ په حال کې دي. دوی د اسلام د پیغمبر او د هغه د صحابه وو مهال چې د “رښتینې اسلام” دوره یې بولې، د بیا را ژوندي کېدو غوښتنه کوي. دا ځوانان د خپلو سختدریځو سیاسي او ټولنیزو اهدافو د پياوړتيا لپاره د شلمې پیړۍ د وتلو اسلامي مفکرینو لکه سید قطب او مولانا مودودي له لیکنو څخه استفاده کوي. د دغو ځوانانو په باور، آزادې ټاکنې جاهليت دی او د خدای له خوا له نازل شويو قوانینو سره ټکر لري . په کابل کې یو ځوان چې وایې له هیڅ اسلام پالې ډلې سره تړاو نه لری، وایې چې که ټاکنې د اسلامي حکومت د راوستلو په هیله هم وشي او پایله هم ولري،بیا هم يوه غربې پدیده ده. دې وايې:
“په ډیموکراسۍ کې خلک نه یوازې د دې لپاره رایې ورکوي چې خپل مشر وټاکي بلکې د هغوی رایه د سیسټم او د قوانینو د بدلیدا لپاره هم استعمالیږی. په اسلام کې د قوانینو ستر جوړوونکې خدای دی او خلک د قوانینود جوړولو حق نه لري، او دا هغه اصل دی چې په ډیموکراسۍ کې موجود دی. . سر بېره پر دې، د حاکم يا مشر په ټاکلو کې د پوهې کچې ته له پام پرته، د ټولو خلکو رایې برابر ارزښت لري. په تېره بياپه اوسنيو اسلامي ټولنو کېچې ډېرئ وګړي له اسلامه ناخبره دي، نه شي کېدایچې ټولو ته یو شان حق ورکړو چې یو سم او وړ کس وټاکې.”
بل خوا، د دغو ځوانانو مفکورې بیا تر څه ځايه د اسلامي نړۍ له تازه بدلونونو څخه هم اغېزمنېشوې دي.په هرات کې یو ځوان مبلغ وایيپه تېر جون کې چې کله دمصر پر اسلامپال خو په ډيموکراتيکه توګه ټاکل شويولسمشرمحمد مرسي کودتا وشوه، نو یو شمیر ځوانانو ته داسې وبرېښېده چې انتخابات يا شرعي نه دي، او يا که شرعي هم وي، اغېزمن نه دي (له واکه د محمد مرسی د لېرې کیدو په اړه په کابل کېپر شوي غبرګون زموږ دا راپور ولولئ).
له بلې خوا، جمعیت اصلاح چې په افغانستان کې د اخوان المسلمین د خوځښت بېلګه ده، پر ټاکنو باور لري، خو په افغانستان کې په راروانوټاکنو کې ګډون نه کوي. دوی وایي چې هیواد لا هم اشغال دی، جګړه روانه ده او د آزادو او وړ ټاکنو لپاره لا هم شرایط نه شته. له واکه د محمد مرسي تر لوېدو وروسته اوس د دې ډلې په ځوانانو کې هم د ټاکنو ضد غږونه پورته شويدي.
لنډه دا چې د ټاکنوضد ژور ايډيولوژيک نظريات که څه هم د حزب التحریر په څېر په خورا وړو ډلو کې موجود دي، خو په ټوليزه توګه د ډيموکراسۍ په اړه شکونه د مذهبي او اسلامپالو ځوانانو ترمنځ په پراخه توګه شته دي. په هېواد کې د ډيموکراسۍ کاميابه تجربې کولی شي د دوی شکونه له منځه يوسي، خو هغه ډلې چې له ډيموکراسۍ او غرب سره ژور ايډيولوژيک مخالفت لري، هغوی به ښايي هېڅکله هم د ډيموکراسۍ او د هغې له اصولو سرهپخلا نه شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹