Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

ورځني کړاوونه: ولې یوې افغانې نجلۍ  د مدرسې جوړولو پرېکړه  وکړه؟

علي محمد سباوون رکسانا شاپور 7 دقیقې

کله چې د افغانستان اسلامي امارت د نجونو لیسې وتړلې، زرګونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې. د کور په کارونو کې له مرستې پرته بل کار ورپاته نه شو. ډېرو کورنیو مدرسو ته د خپلو لوڼو د لېږلو او دیني برخه کې د روزلو پرېکړې وکړې. ډېرو پېغلو ته چې په خپلو لېسو کې یې ښې دیني زده کړې کړې وې، مالومه شوه چې د مدرسو د زده کړو کیفیت ټیټ دی. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې علي محمد سباوون له یوې داسې نجلۍ سره چې تکل یې کړی د مدرسې چارې په خپله مخ ته یوسي او د خپل پلار په ملاتړ یوه مدرسه جوړه کړي، خبرې کړې دي.

د کابل ښار په څنډو کې تر اتلس کلو وړې نجوني په یوه مدرسه کې قرآنکریم لولي. انځور: اې ایف پي، ۲۵ سلواغه/ دلو ۱۴۰۳

په ښوونځي کې زما وروستۍ ورځ

زه په یوولسم ټولګي کې وم چې طالبانو افغانستان ونیو. زما ښوونځی په کابل کې یو له هغو دولتي  ښوونځیو و، چې نجونو او هلکانو دواړو زده کړې په کې کولې، خو ټولګي او وختونه یې سره بېل وو. له بده مرغه د نجونو شمېر تر هلکانو ډېر کم وو، خو موږ ټولو ډېر زیار ایست او خپلو زده کړو ته مو ځانګړی پام کاوه.

کله چې طالبانو یو په بل پسې د ولسوالیو نیولو ته زور ورکړ، زه او ټولګیوالې مې په څلورنیم میاشتنیو ازموینو بوخت وو. موږ نه پوهېدو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت به په یو څو ورځو کې نړېږي ، طالبان به کابل ته راځي او زموږ ژوند به د تل له پاره بدلېږي.

په وروستۍ ورځ مو په ښوونځي کې دوې ازموینې درلودې: ریاضي او فزیک. ښوونکې مو راته وویل اوازې دي چې طالبان ښايي کابل ته ننوځي او که داسې وشي، شونې ده چې د ښار په کوڅو کې جګړه ونښلي او ښايي موږ د خپل وروستي مضمون ازموینه ورنه کړای شو. زموږ له پاره ډېره غوره وه چې په هغې وروستۍ ورځ دواړې ازموینې ورکړو.

یو څه مې زړه ته لوېده چې بیا به تور یونیفورم او سپین پړونی ښوونځي ته وانه غوندم، خو دا فکر مې بېخي نه کاوه چې خپل ټولګی به بیا و نه وینم.

په هغه ورځ چې کور ته ورسېدم، مور مې  زما وروڼو ته وویل چې له کوره ونه وځي. دې ویل ښه نه ده چې وروڼه مې له خپلو ملګرو سره له کوره بهر په کوڅو کې لوبي وکړي. دوی به تل په کوڅو کې لوبې کولې. مور مې ما او زما خور ته وویل چې د کورنۍ غړو ته ماښامنۍ چمتو کړو، خو د دې یوه سترګه تلوېزیون او بله يې وره ته وه او زما د پلار راتګ ته په تمه وه. مور مې اندېښمنه او ناکراره وه.

په هغه ورځ طالبان کابل ته ننوتل. موږ په تلوېزیون کې  لېدل چې ارګ یې نیولی او جنګیالي یې د هغو مېزونو شا ته ناست دي، چې څو ساعته وړاندې د جمهوریت کارمندانو کار پرې کاوه.

وروسته نوي حکومت د نجونو ټولې لېسې وتړلې. له هغه راهیسې نجونې یوازې  تر شپږم ټولګي پورې ښوونځیو ته د زده کړو له پاره تللی شي.

د ښوونځي تر نه تګ مدرسه غوره ده

ويل کېدل چې ښوونځي به د لنډې مودې له پاره تړلي وي. امارت په رسنیو اعلان وکړ چې نجونې به وروسته له هغه چې حکومت اړین ترتیبات ونیسي، ډېر ژر بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي. ورځې نه، اوونۍ نه بلکې میاشتې تېرې شوې ، خو لېسې لا تړلې دي.

موږ درې خویندې او درې وروڼه یوو. په ټولو کې مشره زه یم. وروڼه مې ټول  ښوونځي ته ځي او په یوولسم، اووم او درېیم ټولګي کې زده کړې کوي. زما کشره، اته کلنه خورهم ښوونځي ته ځي. خو تر ما کشره خور چې باید په اووم ټولګي کې وای، اوس ښوونځي ته نه ځي. هغه ډېره خواشینې ده. ګهیځ چې موږ خپله وړه خور او وروڼه ښوونځي ته چمتو کوو. موږ ناشته کوو او ورسره د هغوی د ښوونځي بکسونه ښه ګورو چې د اړتیا ټول توکې یې يه کې وي. دوی چې ښوونځي ته روانېږي، موږ ته زړه لږ شي. ماسپښین زه له خپلو کشرانو وروڼو سره د دوی په کورنۍ دنده کې مرسته کوم. په نورو وختونو کې موږ د خپلې مور سره د کور په کارونو کې مرسته کوو او کتابونه لولو.

په میاشتو میاشتو د ښوونځي تګ ته له انتظار وروسته ، ما او خور مې پرېکړه وکړه چې باید په یوه مدرسه کې زده کړې پیل کړو. په دې اړه مو له خپل پلار سره خبرې وکړې. پلار ته مو وویل چې موږ د وخت  تېرولو له پاره د کور له کاره پرته نور کار ته هم اړتیا لرو. موږ غوښتل چې په خپل دین نورې هم وپوهېږو. هغه زموږ نظر ښه و ارزاوه او په همغه اوونۍ کې یې زموږ د ګاونډ په یوه مدرسه کې شاملې کړو. خو څو ورځې وروسته موږ و انګېرله چې زموږ مالومات تر هغه څه چې په مدرسه کې راښوول کېدل، بېخي لوړ وو. له دې امله مو له پلار څخه وغوښتل چې یوه بله مدرسه راته ومومي.

د څو میاشتو په تېرېدا  سره موږ ډېرې مدرسې وکتلې، خو نصاب او د تدریس ډول په ټولو کې یو شان بنسټیز او په نهیلوونکې بڼه ټیټ و. دوی د عربي ژبې توري او له هغو څخه د ویوو جوړول راښودل. خو موږ له وړاندې لا لیکل او لوستل زده کړي وو. همدا ډول دوی قرآن کریم، یو څو حدیثونه، او یو څو عربي دوعاګانې ورښوولې، خو د هغوی پښتو مانا يې نه ورښووله. خور مې پر له پسې شکایت کاوه چې له مانا پرته دا آیاتونه او حدیثونه نه یادوي. هغې یې پښتو مانا هم غوښته. ماښام به مې پلار او ما ځېنې دوعاګانې ورته ژباړلې.

دا درسونه ما په ښوونځي کې په عربي او پښتو دواړو ژبو زده کړي وو. موږ په ښوونځي کې تفسیر، حدیث او نور دیني مضمونونه لوستل. زه یو څو ورځې دې ټولو مدرسو ته ورغلم ، خو ژر به خواتورې شوم او لېوالتیا به مې وبایلله. ما ته دا د وخت ضیاع و برېښېده.  ددې مدرسو درسونه د وړو نجونو له پاره ګټور وو، خو کومو نجونو چې له وړاندې لا په لېسو کې ډېرې زده کړې کړې وې، تر دې یې لا پیاوړي نصاب ته اړتیا درلوده.

د ښو زده کړو هڅې

     هر ماښام به مې د ماښامنۍ پر مهال کورنۍ ته د خپلې وروستۍ مدرسې شکایت کاوه. په لومړیو کې به مې پلار بله مدرسه را ته وموندله، خو وروسته ډېر ژر څرګنده شوه چې ټولې مدرسې سره ورته دي. وروسته مې  پلار  د مدرسو له څښتنانو سره د غږېدو پرېکړه وکړه. هغه وویل که شونې وي چې د مدرسو په نصاب کې فقه او نور دیني مضامین ور زیات کړي.

خو هڅې یې شنډې وختلې. که څه هم د مدرسو څښتنان مودب او خواخوږي وو، خو دوی ویل چې نصاب نه شي ښه کولی. د یوې مدرسې څښتن ورته ویلي و چې دوی په بېخي لږ پیسو مدرسه چلوي او دومره مالي وس نه لري چې نورې مسلکي ښوونکې وګوماري. د یوې بلې مدرسې څښتن ورته ویلي و چې ښځینه مسلکي ښوونکې يې نه شوای موندلی، خو په درېیمه مدرسه کې ورته ویل شوي و، چې ښځینه مسلکي ښوونکې یې موندلې وې، خو له مدرسې ډېرې لرې اوسېدې او د کورنیو يې خوښه نه وه چې دوی له کوره دومره لرې درس ورکړي. هغه ډېرې هڅې وکړې، خو په دې اړه ځوابونه تل  سره ورته وو: موږ د خپلې مدرسې د نجونو له پاره همدومره کولی شو.

ما ته دا د ځان تېرولو پلمې ایسېدې. زه دا نه شم منلی چې د نجونو له پاره د نصاب لوړولو بله لاره نشته.

په پای کې مې له پلاره وغوښتل چې په خپله کوڅه کې د یوې مدرسې په جوړولو کې مرسته راسره وکړي.

راځئ یوه مدرسه جوړه کړو

ددې پرېکړې تر شا ډېر لاملونه وو. لومړی دا چې زما خور چې تېر کال اووم ټولګي ته بریالۍ شوه او اوس  په کور کې ناسته ده ، ورځ په ورځ ناهیلې کېږي. دا په ژور خپګان اخته کېدو ته نژدې شوې ده او د کورنۍ ټول غړي ورته اندېښمن دي. که څه هم په مدرسه کې د زده کړو کیفیت ډېر ټیټ و، خو دا مو لیده چې مدرسې ته د تګ په وخت کې به څومره خوشاله وه. زما مور ویل چې د ګاونډ ځینو نورو ښځو ورته ویلي چې لوڼې یې له همداسې حالت سره مخامخ دي او اټکل یې دادی چې دلته به هم چاپېریال د نورو غوندې وي. خو دا یوازینی لامل نه و. موږ ښکلی دین لرو او اړینه ده چې هره نجلۍ په اسلام پوهه شي ،مسلماني خو همدې ته وايي.   

ډېر خلک ځان دومره نه ځوروي چې د اسلام په اصولو ځانونه ښه خبر کړي. دوی له عقیدې  منحرف کېږي او په خرافاتو او له ځانه جوړو شویو خبرو، چې اوس منل شوې او ریښتونې ګڼل کېږي، باور کوي. اړینه ده چې ټول مسلمانان ایمان وپېژني، په اصولو يې وپوهېږي، د خدای فرض وپېژني او د انسانیت په لاره ځانونه سم کړي. زه فکر کوم چې د خلکو، په ځانګړي ډول د مېرمنو له پاره دا یو ښه فرصت دی چې له باوري ښوونکو دین زده کړي او خرافات او پوچ باورونه و نه مني.

یوه شپه مې د ماښامنۍ پر مهال پلار او مور ته د مدرسې د جوړولو نظر ورکړ. ناآرامه وم او څو ورځې مې د دلیل موندلو له پاره چورت واهه. پلار ته مې وویل چې که د یوه کور کرایه او د دوو تکړه ښوونکو معاشونه ورکول شونې وي، نو موږ به له کور سره نژدې خپله مدرسه جوړه کړو. ما فکر کاوه چې دا کار به زما د خور هیلې راژوندۍ کړي او خواشینی به يې ورک شي. دا به د ټولنې له پاره هم ګټور کار شي، ځکه چې په مدرسه کې به ټولې نجونې وړیا زده کړې کوي او د ګاونډیانو له پاره به د زده کړې په یوه ښه ځای بدل شي.

خبرې اسانه، خو کار ګران دی

زما مور او پلار دواړو زما نظر خوښ کړ. پلار مې په یوه نړیواله موسسه کې په ښه څوکۍ کار کوي او له یوه ملګري سره یې په یوه واړه کاروبار هم ګډ دی. پلار مې وویل چې د ګټي یو څه برخه به یې زموږ په ګاونډ کې د مدرسې په جوړولو ولګوي. هغه وویل چې د ټولنې ملاتړ په ټولو شتمنو او وسمنو مسلمانانو فرض دی.

هغه د مدرسې د رسمي کولو په اړه پوښتنې وکړې او ورته مالومه شوه چې وخت یې راورسېږي ، بیا دا کار ستونزمن نه دی. موږ دوې ښې ښوونکې په نښه کړې ،چې مدرسه جوړه کړو دوی به د ښوونکو په توګه وګومارو. تر اوسه مو ښوونکې په دې اړه نه دي غږولې او نه مو مالومات ورکړي دي، ځکه ترڅو چې مو کرایي کور نه وي موندلی او مدرسه مو رسمي کړې نه وي، نه غواړو څوک را ته په تمه شي.

په کرایه د کور موندل په دې اړه تر غږېدو ګران دي. پلار مې له څو اوونیو راهیسې زموږ په ګاونډ کې په کرایې کور پسې ګرځي، وزګار کورونه نه موندل کېږي. هغه خلك خبرکړي دي چې که کوم تش کور وموندل شي، دی به یې په کرایه ونیسي. زه او خور مې اوس لا د مدرسې له پاره پلانونه جوړوو او  پیل ته یې شپې شمېرو. موږ ټولې کورنۍ ته ویلي دي چې د مدرسې له پاره اړین توکې راوښيي چې راسره لست یې کړو.

سره له دې چې موږ د مدرسې د جوړېدو شېبې شمېرو، خو بیا  هم هیله منې یوو چې یوه ورځ به امارت د نجونو ښوونځي بیرته پرانېزي ،افغانې نجونې به لېسې بشپړې کړي او آن  که وغواړي پوهنتونونو ته به ولاړې شي.

لیکوالان:

علي محمد سباوون

نور د دې لیکوال څخه
رکسانا شاپور

نور د دې لیکوال څخه