Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

ورځني کړاوونه: لوی اختر، د شکر او فکر ورځ /دغدغه های روزانه: عید قربان، زمانی برای تأمل و شکرگزاری

علي محمد سباوون تیم ما / زموږ کاري ډله 9 دقیقې


نن د لوی اختر ورځ ده چې مسلمانان یې د خپلې یوې ډېرې مهمې مذهبي ورځې په توګه نمانځي. په دې ورځ به افغانان په ټول هېواد کې غواوې یا پسونه د ابراهیم علیه السلام د سنت له مخې  چې خپل زوی  اسماعیل ع يې د خدای د امر په ځای کولو له پاره قرباناوه او هغه یې په بدل کې د حلالولو په پار یو پسه ورکړ، حلالوي. خو د ډيرو افغانانو له پاره به چې له خورا بد اقتصادي وضیعت سره مخامخ دي، ګرانه وي چې دا اسلامي دود پرځای کړي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې علي محمد سباوون له یوه سړي سره چې درې پرله پسې کلونه يې دا ابراهیمي سنت نه دی پر ځای کړی، خبرې کړې دي. هغه  د اختر په اصلي ارزښت ښه پوهېږي او  د خدای په ورکړه او خپل بخت باندې شکر کاږي.

بازار نقاش (مارکت فروش مواشی) در جاده کابل-لوگر قبل از عید اضحی، عکس:سیداسدالله سادات/ 17 سرطان 1401

د افغانستان تحلیلګرانو شبکه خپلو ټولو ملګرو، لوستونکو او ټولو افغانانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وايي.

د ابراهیم علیه السلام دود ( سنت)       

پخوا به مې هر کال یو پسه پېره او اختری (قرباني) به مې کاوه. که څه هم زما د بخت د اوښتو ایله درې کاله کېږي، خو داسې راته ایسي لکه ډېر پخوا چې مې د بخت بېړۍ اوښتې وي.

پخوا مې ډېره ښه دولتي دنده درلوده او ښه معاش مې اخیست. زه له خپلو نورو وروڼو او د هغوی له کورنیو سره یو ځای، له پلاره په میراث را پاته کور کې اوسېدم. په کرایي کور کې مې ژوند نه کاوه او معاش مې زما او زما د کورنۍ ښه بس کېده. د ټولې کورنۍ د اخترونو د جامو له پاره مې پیسې درلودې، د ماشومانو د ښوونځیو له پاره مې هر کال بکسونه ، جامي او بوټونه پېرل. د اوړي او ژمي له پاره مې جامې ،بوټونه او څپلۍ  ورته اخیستې.

زه او مشر زوی به مې هر کال تر اختر څو ورځې وړاندې د ښار یوې څنډې ته د پسه پېرلو له پاره تلو. دا نو زموږ یوه ځانګړې مېله وه. په لاره کې به مې زوی ته د ابراهیم علیه السلام  له خوا د هغه  د زوی  اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو کیسه کوله. او دا به مې ورته ویل چې شیطان( ابلیس) د ابراهیم  علیه السلام د تېر ایستلو څومره هڅه وکړه او  هغه ( ابراهیم علیه السلام) څنګه په خپل هوډ ټینګ ودرېد او د خدای امر ته یې غاړه کېښوده او بیا څنګه خدای ابراهیم علیه السلام ته د هغه د زوی د حلالولو پرځای، پسه ور واستاوه. زما له پاره اړینه ده چې ماشومان مې په دین وپوهېږي او دوی ته وښیم چې زموږ دیني او نور دودونه څه مانا لري او  له کوم وخت راهیسې پر ځای کېږي.ما چې به پسه کور ته ورساوه، ټول ماشومان به پرې راټول شول او ما به اورېدل چې مشر زوی مې د ابراهیم علیه السلام  او پسه کیسه خپلو خویندو او  وروڼو ته کوي.

ژوند ناڅاپه بدل شو

د جمهوریت تر نړېدا وروسته هر څه بدل شول. زموږ له ډلې ډېرئ هغه چې دولتي دندې يې درلودې په وېره کې شول چې څه به ورپېښېږي. زه دندې ته نه تلم او له خپلې کورنۍ سره د ښار هغې برخې ته کډه شوم چې چا نه پېژندم. هلته مې یو کور د میاشتې  په ۳۰۰۰ افغانۍ کرایه ونیو او ژوند مو په کې پیل کړ. کله چې مې راسره سپمولې پیسې خلاصې شوې، له پلاره په میراث  د راپاته  شوي کور خپله ونډه مې په وروڼو  په ۱۷۰۰۰۰ افغانیو وپلورله. څو میاشتې مو په همدې پیسو ګوزاره وکړه. دا ډېرې پیسې نه وې او موږ هم هسې خپله ګوزاره کوله. نور مو نو د اوړي له پاره نوې جامې او څپلۍ نه پېرلې. که ريښتیا ووایم ژوند یوازې په دې په چلېدو شو چې مېرمن مې د پیسو په سپما کې تکړه وه. هغه په دې پوهېده چې موږ څه وړ باید په لږ لګښت د ژوند بنسټیزې اړتیاوې بشپړې کړو. ما هم د نورو خلکو په څېر دنده لټوله، خو د دندې موندل د مرغۍ پۍ شوې او موندل يې ناشونی شو.

په کړاو کې د هوسایۍ څرک

په کار موندنه کې مې ښه بخت نه درلود او  موږ نژدې خپلې ټولې پیسې خوړلې وې. بالاخره مې له یوې ناپېژاندې شمېرې راغلي زنګ ته چې په تیلیفون کې راسره خوندي نه وه، ځواب ورکړ. له دې شمېرې زما تیلیفون ته ډېر زنګونه راتلل خو ما له وېرې نه ځوابول، وېرېدم چې څوک به وي. آخر مې دې شمېرې ته د ځواب ویلو پرېکړه وکړه، ما غوښتل پوه شم چې څوک دی، ولي زنګونه راته وهي او څه غواړي؟ چې ځواب مې ورکړ، زما د دفتر مشر و. هغه راته وویل چې زه باید وزارت ته ولاړ شم، ځکه بست مې منظور شوی او زه باید خپله دنده بېرته پیل کړم. زما له پاره دا یوه معجزه غوندې وه. خدای مې غږ اورېدلی و او په ستونزمن وخت کې يې مرسته راسره وکړه.

څو ورځې وړاندې زه بیرته وزارت ته ولاړم. د وزارت د وضیعت او څرنګوالي په اړه زړه نازړه او اندېښمن وم. خو چې هلته مې ډېر پخواني کارمندان په دندو بوخت ولیدل، اندېښنې مې ټولې ورکې شوې او  داسې احساس مې وکړ لکه خپل کور ته چې راغلی یم. خپل مشر ته مې د خپل راتګ په اړه وویل، هغه راته وویل چې کارځای ته یې ورشم. مشر مې تود هرکلی وکړ او  راته ويې ویل چې زما په ورتګ ډېر خوشاله دی. هغه زه د امارت له راتګ وروسته راغلیو نویو همکارانو ته ور وپېژندلم او بیا یې د بشري منابعو دفتر ته د کارونو خلاصولو له پاره بوتلم.

هلته راته وویل شول چې باید سمدستي دنده پیل کړم، خو دا یې هم وویل چې نوي حکومت د ټولو  کارمندانو معاشونه کم کړي دي او داچې زما معاش به هم نژدې دیرش سلنه کم وي. ما وړاندې لس زره افغانۍ معاش درلود او اوس اووه زره شوی و. خو زه د دندې په موندلو  او معاش باندې ډېر خوشاله یم.   

اختر، د فکر او شکر ورځ

د نورو لګښتونو له پاره پیسې نه راته پاتېږي. د کور  له کرایې پرېکولو وروسته موږ ته د کور د لګښتونو له پاره  یوازي شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ پاتېږي. دا پیسې د یوې کورنۍ د ژوند له پاره نه بس کېږي، خو زه پوهېږم چې مېرمن مې په دې پیسو کور چلولی شي. شکر دی پر سر سیوری (د اوسېدلو ځای) او په کوندري (دسترخوان) کې مو ډوډۍ شته. زه خو لږ تر لږ یوه دنده لرم او  تر ډېرو خلکو مې ژوند ښه دی.

سږ موږ د اختر پسه نه لرو. د پسه پېرلو پیسې نه لرو. څو میاشتې وړاندې مې فکر کاوه چې یو کوچنی وری واخلم او ویې ساتم، خو لکه چې ډېرو نورو هم همداسې فکر کړی و، وري ګران شوي وو، او هر یو یې نژدې د لویو پسونو  نرخ ته رسېدلی و.

سږ درېیم کال دی چې موږ د اختر په ورځ د اختري پسه د پېرلو وس نه لرو. که ریښتیا ووایم ددې دیني دود نه پرځای کول مې ځوروي هم. زه ویره لرم چې دا به مې ماشومانو ته یوه بېلګه شي او ددې لوی دیني دود پرځای کولو کې به بیا ناغېړي کوي.موږ چې وروستی ځل د اختر په ورځ پسه حلالاوه، کشر زوی مې بېخي ووړ و او هغه یې نه دي په زړه.

سږ موږ دومره پیسې نه لرو چې د اختر د ورځې له پاره توکي په وپېرو  او مېلمنو ته يې ورکړو.  د وچې مېوې،خوږو او جامو له پاره پیسې نه لرو او ماشومانو ته ډالۍ هم نه شو ورکولی.

په هر صورت اختر د پسه تر حلالولو، جامو پېرلو یا د مېلمنو تر راتګ ورهاخوا هم ډېر څه لري. اختر دا مانا لري چې د خپل ژوندانه په اړه فکر وکړې او د خدای د هغو نعمتونو شکر ادا کړې چې درباندې لورولي يې دي، له خپلې کورنۍ سره مینه وکړې او په هغه روغتیا چې لرې يې او په خپله دنده باندې شکر وکاږې.

دغدغه های روزانه: عید قربان، زمانی برای تأمل و شکرگزاری!

امروز عید قربان است که به آن عید الاضحی نیز می گویند. این عید جشن قربانی و مهمترین تعطیلی دینی در اسلام است. افغان ها در سراسر کشور در این روز گاو یا گوسفند قربانی می کنند. این قربانی در حقیقت یاد آوری و احترام به سنت حضرت ابراهیم است که در اطاعت از امر خدا خواست پسرش اسماعیل را تقدیم و قربانی کند و اینکه خداوند قربانی او را قبول و بره ای را به عنوان قربانی جاگزین، به حضرت ابراهیم عرضه کرد. با این حال، در وضعیت اقتصادی فعلی، هزینه انجام این سنت دینی برای بعضی خانواده هایی که در تنگای مالی قرار دارند بیشتر از آن است که بتوانند از عهدۀ آن برآیند. در این قسمت سلسله گزارش های دغدغه های روزانه، علی محمد سباوون از شبکه تحلیلگران افغانستان با یکتن از افغان ها صحبت نموده است  که برای سه سال متوالی استطاعت مالی برای قربانی را ندارد، اما با این حال او در مورد ماهیت واقعی عید درزندگی و شکر گذاری به خداوند برای نعمت هایی که به او عطا نموده، فکر می کند.

شبکه تحلیلگران افغانستان عید قربان را برای همه دوستان و خوانندگان خود و همه مردم افغانستان تبریک می گوید.

سنتی که به حضرت ابراهیم برمی گردد

در گذشته ها هر سال یک گوسفند می خریدم تا در عید الاضحی قربانی کنم. با وجود اینکه تنها سه سال از تغییر شرایط زندگی من می گذرد، به نظر می رسد که از آن روزها اکنون یک عمر گذشته است. قبلاً وظیفۀ خوب دولتی با معاش مناسب داشتم. من و خانواده ام با برادرانم در خانه ای که از پدر به ارث برده بودیم، مشترک زندگی می کردیم. من در خانه اجاره ای زندگی نمی کردم که کرایه بپردازم و معاشی که دریافت می کردم برای تأمین مخارج خانواده ام کافی بود. در تمام عید ها پول کافی برای خرید لباس نو، یونیفورم و بکس نو برای شروع سال تعلیمی، لباس نو، سرپایی نو و کرتی تابستانی و زمستانی، داشتم. 

من و پسر بزرگم هر سال چند روز مانده به عید برای خرید گوسفند قربانی عیدالاضحی، به بازار دام در حاشیه شهر می رفتیم. این گردش عالی و ویژه برای ما بود. داستان حضرت ابراهیم را در بین راه برایش تعریف می کردم که چگونه در رؤیاهایش می دید که خداوند به او فرمان می دهد که فرزندش اسماعیل را به نشانه اطاعتش قربانی کند. و چگونه ابلیس (شیطان) سعی می کرد حضرت ابراهیم را به نافرمانی وسوسه  و ترغیب کند و چگونه او به ایمان خود ثابت قدم ماند و مطیع خدا بود. و اینکه خداوند سرانجام چگونه مداخله کرد و بره ای را فرستاد تا بجای پسرش قربانی کند. برای من مهم است که فرزندانم در مورد دین ما، سنت های ما و معنای آنها بدانند. می‌دانستم وقتی به خانه  می‌رسیم، پسرم نیز به نوبه‌ی خود داستان ابراهیم و بره را برای بچه‌های دیگرم که دور گوسفندی که به خانه آورده بودیم جمع می‌شوند، تعریف می‌کند.

در روز عید گوسفند را قربانی می‌کردیم و گوشت را با افراد فقیر، همسایه‌ها و خانواده‌مان تقسیم می‌کردیم. ما همچنین مقداری را برای مهمانانی که برای تبریکی عید میآمدند نگهمیداشتیم.

تغییر ناگهانی در زندگی

پس از سقوط جمهوریت، همه چیز تغییر کرد. بسیاری از ما که وظایف دولتی داشتیم، از این می ترسیدیم که حالا که طالبان کشور را تصرف کرده اند، چی خواهد شد. من به وظیفه  نرفتم و با خانواده ام به محله ای نقل مکان کردم که هیچکس ما را نمی شناخت. یک خانه کوچک برای خانواده ام  با هزینه ۳۰۰۰ افغانی ماهانه کرایه کردم و با پس انداز خود شروع به زندگی کردیم. وقتی پول پس انداز ما تمام شد، من سهم خود را از خانه پدری به برادرانم به مبلغ ۱۷۰۰۰۰ افغانی فروختم. این پول کافی بود تا بتوانیم برای چند ماه دیگر دوام بیاوریم. اما چون پول کم بود باید با احتیاط مصرف می کردیم. دیگر خبری از خرید لباس یا کفش جدید در تابستان نیست. در واقع این توانایی خانم ام در مدیرت مصرف پول بود که ما توانستیم دوام بیاوریم و زندگی خود را اداره کنیم.  او می داند که چگونه صرفه جویی کند و پول اندکی را که در اختیار داریم برای رفع نیازهای اولیه ما به مصرف برساند. من هم دنبال کار بودم، و دیگران هم همینطور، در حالیکه پیدا کردن کار سخت تر از یافتن شیر پرنده بود.

طناب نجات به موقع

من چانس زیادی برای یافتن کار نداشتم و تقریباً تمام پولی را که داشتیم مصرف کرده بودیم. بالاخره یک روز به تماس شماره ای که در گوشی من ثبت نشده بود پاسخ دادم. من چندین تماس از آن شماره دریافت کرده بودم اما هرگز به آنها پاسخ نه می دادم زیرا نگران بودم که چې کسی شاید در آنسوی خط باشد. بالاخره تصمیم گرفتم جواب تلفن را بدهم و ببینم تماس گیرنده چه می خواهد. رئیس سابق من بود. او گفت من باید به وزارت برگردم، که بست من تایید شده است و من می توانم دوباره وظیفه قبلی ام را شروع کنم. شبیه یک معجزه بود. خدا دعاهای مرا شنیده بود و در همان موقع برای من یک طناب نجات فرستاد.

بناءً چند روز پیش دوباره به وزارت رفتم. نگران بودم و مطمئن نبودم با چه چیزی در آنجا مواجه می شوم. اما وقتی به وزارت رسیدم دیدم تعداد زیاد همکارانم سر وظیفه خود برگشته اند. تمام اضطرابم از بین رفت و راحت شدم  و احساس کردم که به خانه خود برگشته ام. با رئیسم تماس گرفتم و به او گفتم که آمده ام. او به من دستور داد که به دفترش بروم. او با آغوش باز از من استقبال کرد و به من گفت که چقدر خوشحال است که سر کار برمی گردم. او مرا با همکاران جدیدی که از آغاز امارت اسلامی به این بخش پیوسته بودند معرفی کرد و مرا به منابع بشری برد تا کارهای اداری ام را تنظیم و مرتب کند.

کارمندان در منابع بشری گفتند که من می توانم فوراً کار را شروع کنم، اما آنها گفتند که حکومت جدید معاش همه را کاهش داده است و از من نیز ۳۰ درصد کاهش خواهد یافت – از ۱۰۰۰۰ افغانی به ۷۰۰۰ افغانی. با این حال، از داشتن وظیفه و درآمد منظم خوشحال بودم.

عید، زمانی برای تأمل و شکرگزاری

پول کافی برای موارد اضافی وجود نخواهد داشت. بعد از پرداخت کرایه، فقط حدود ۵۰۰۰ افغانی برای مخارج زندگی ما باقی می ماند. برای یک خانواده پنج نفره کافی نیست. اما می‌دانم که همسرم می‌تواند کاری کند تا بتوانیم سقفی بالای سر و غذا روی سفره خود داشته باشیم. و حداقل من کار دارم. وضعیت من از خیلی ها بهتر است.

بنابراین، امسال ما گوسفندی برای قربانی کردن نخواهیم  داشت. ما پول کافی برای آن نداریم. یکی دو ماه پیش به فکر خرید یک بره افتادم تا برای عید  پرورش دهم، اما به نظر می رسد همه همین فکر را داشتند. قیمت بره‌ها به ۱۳۰۰۰ افغانی  رسیده بود، تقریباً قیمت یک گوسفند کلان.

امسال سومین سالی است که نمی‌توانیم گوسفندی را قربانی کنیم و این که نتوانسته‌ایم این مراسم مهم مذهبی را انجام دهیم، ذهن مرا فرا گرفته است و احساس ناراحتی می کنم. من همچنین نگران مثالی که برای فرزندانمان می گذاریم و همچنین نگران این هستم که سنت های ما ممکن است از زندگی محو شود. کوچکترین پسر من در زمان آخرین قربانی در روز عید طفلی بیش نه بود که آن مراسم و عیدی گرفتن به یادش مانده باشد.

امسال هیچ پولی برای چیز های مورد نیاز و پذیرایی از مهمانان در عید نداریم.  همچنان  پولی برای میوه خشک یا شیرینی و یا لباس نو و تحفه برای بچه ها نداریم.

با این حال، عید چیزی فراتر از قربانی کردن گوسفند، یا خرید لباس نو یا پذیرایی از مهمانان است. عید در عین حال ایامی است برای تأمل در مورد زندگی و شکر گزاری به خداوند برای نعماتی چون محبت خانواده، سلامتی و وظیفه ای که به شما اعطا کرده است.

لیکوالان:

علي محمد سباوون

نور د دې لیکوال څخه
تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه