Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

ورځني کړاوونه: د نجونو د خوبونو ريښتیا کېدو کې مرسته

روح الله سروش رکسانا شاپور 6 دقیقې

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د نجونو په زده کړو باندې بندیز ولګاوه، ډېرو نجونو د لوستونو د دوام له پاره بدیلې لارې وموندلې، د روښانتیا فکرونه وهڅېدل او آن لکه دې راپور کې چې موندل شوي، ځینو زده کوونکو په خصوصي سکتور کې ځان ته ژوند جوړ کړ. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې روح الله سروش ته یوې ځوانې افغانې میرمنې ویلي، چې څه وړ، آن له سختو خنډونو او شخصي غمیزې سره سره هم په زده کړو بریالۍ شوې او د خپلې کورنۍ د مینې او ملاتړ له امله يې د ژوند په چارو کې نور پرمختګ هم کړی دی

د منځني ښوونځي نجونې د کابل په یوه کوڅه کې د ګرځېدو په حال کې. انځور: وکیل کهسار/ اې ایف پي، نهم آګست ۲۰۲۲

زه هرګهیځ ښوونځي ته د خپلې وړې خور له بېولو وروسته د خپلو همزولو نجونو یوې ډلې ته آنلاین انګلیسي زده کړې ورکوم. زما زده کوونکې پرته له دوو نجونو چې تر نورو وړې او په شپږم ټولګې کې دي، ټولې ذهینې دي او ژر درس زده کوي. د وړوهغو له پاره لږه سخته ده، خو ډېره هڅه کوي او زما له لږې نورې پاملرنې وروسته له خپلو ټولګیوالو سره سمه سیالي کوي. له درس وروسته د هغه څه په اړه یوه شېبه فکر کوم چې زه يې دې ځای ته رسولې یم. زه له خدایه د خپلې کورنۍ د ملاتړ او د الهي پېرزو منندویه یم.

یوه ژوند بدلوونکې ویرجنه کیسه

زه په ۲۰۰۷م  کې په کابل کې نوموتې دارالامان ماڼۍ ته نژدې د منځنۍ کچې په یوه کورنۍ کې زېږېدلې یم. پلار مې هټیوال دی. هغه د خپل پلار د مړینې له امله په اتم ټولګي کې زده کړې پرېیښې دي، ځکه چې د کورنۍ غړو ته یې چې یوه یې مور او دوې يې خویندې وې باید ډوډۍ پیدا کړې وای، خو مور مې بیا لیسه لوستې وه. د هغې زده کړې هم  د امارت په لومړۍ دوره کې په لسم ټولګې کي پاتې شوې وې، ځکه چې هغه مهال هم  نجونې له زده کړو بندې شوې وې، خو وروسته په جمهوریت کې زما پلار وهڅوله چې بیا ښوونځي ته ولاړه شي.

زموږ کور ته نژدې یوې نادولتي موسسې د هغو نجونو او مېرمنو له پاره چې له زده کړو پاتې شوې وې، یو ښوونځی درلود. زما مور په هغه ښوونځي کې یوولسم او دولسم ټولګي خلاص کړل او د دولسم شهادتنامه يې واخیسته.

یو مهال موږ ډېره خوشاله کورنۍ درلوده. هغه مهال زما دوې خویندې، مور و پلار،زما انا او ما ګډ ژوند کاوه. خو لکه د نورو ټولو کورنیو په څېر موږ ټولو یوه ویرجنه کیسه درلوده. زما مور و پلار زما تر زېږېدا وړاندې دوه زامن له لاسه ورکړي وو او زما تر زېږېدا وروسته یې یوه لور مړه شوه. څلور کاله وروسته زما مور او زما یوه وړه خور مړه شول. دوی له کورنۍ سره غزني ته د اوړې تېرولو له پاره تللي وو، کله چې په جغتو کې خپل کلي ته په موټر کې روان وو، موټر يې ماین وواهه. زما مور او وړه خور د کورنۍ له دوو نورو غړو سره په دې چاودنه کې مړه شول او بیا څلور میاشتې وروسته زما انا هم مړه شوه. داسې راته ښکارېده لکه نړۍ چې نړېدلې وي.

یواځې موږ درې –  زما پلار، خور مې او زه پاتې شوو. زموږ کور چې یو مهال له خوښۍ او خندا ډک و، غلی او غمجن شو او زما پلار چې  یو تکړه سړی او تل به یې زما او زما د ملګرو له پاره جیبونه له چاکلېټو او خوږو ډک وو، په غمونو کې ډوب شو. پلار مې زما د مور له مړینې یو کال وروسته بل واده وکړ او له هغه وروسته کارونه له بدو بتر شول. په ډېر لږ وخت کې مې میرې له پلار سره ناندرۍ پیل کړې. هغه ډېره لېواله نه وه چې زما خور او زه له دوی سره په کور کې ژوند وکړو او زما له پلاره يې وغوښتل چې موږ دواړې زما له ( مورنۍ) انا او نیکه سره واوسېږو. زما پلار له داسې کولو څخه نټه وکړه. هغې آن هڅه وکړه چې پلار مې ما واده کړي، خو زما د مور کورنۍ مداخله وکړه او زما پلار ته يې وویل چې زه لا وړه او د ودېدو نه یم.

د کورنۍ ملاتړهر څه بدلوي

 زموږ کورنۍ زده کړو ته ډېر ارزښت ورکوي، زما  د پلار زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې او زما مور او د هغې کورنۍ تر بل هر شي زده کړې لوړې او غوره بللې. د بېلګې په توګه زما ماما تل زما په زده کړه کې لېوالتیا درلوده. هغه تل زه هڅولم چې زیار وباسم او خپلو زده کړو ته دوام ورکړم. زه چې لس کلنه شوم هغه زما له پاره زموږ کور ته نژدې په یوه شخصي انسټیټیوټ کې د انګلیسې ژبې زده کولو غم وخوړ. د کورونا ناروغۍ پر مهال چې ټول ښوونځي تړلي وو، هغه زما له پاره د آنلاین زده کړو لاره جوړه کړه. ما به له خپل ښوونکي سره په اوونۍ کې دوې ورځې آنلاین مجلس درلود او هغه به زما کورنۍ دنده کتله. چې مور مې مړه شوه، بیا مې نو ماما موږ له بدمرغیو ساتلو. هغه به نژدې هر ماسپښین راته چې ځان ډاډه کړي چې موږ کورنۍ دنده کوو که نه او چې په ټولګي کې به مو ښې نمرې واخیستې، ډالۍ به يې راته راوړې. ماما موږ ته ویل چې زده کړې ترهرڅه غوره دي او ښې زده کړې به زموږ د غوره ژوند سند وي. ماما مې چې خپله هم ښوونکی دی، په درسي پلان کې له ما سره مرسته کوي او د لوستلو له پاره کتابونه راکوې چې انګلیسي مې نوره هم ښه شي او یوه ښه مسلکي ښوونکې شم.

د ۲۰۲۱ م کال په آګست میاشت کې نجونې له ښوونځیو راوګرځول شوې او لکه تر ما وړاندې چې مې مور له زده کړو منعه شوې وه، زه هم له ښوونځي راوګرځول شوم. که داسې نه وای شوي زه به اوس په یوولسم ټولګي کې وم. ما د انګلیسي ژبې لوست ته دوام ورکړ او د هغه تر څنګ مې په یوه خصوصي کورس کې د مرستیالې ښوونکې دنده پیدا کړه. ما له ښوونکې سره مرسته کوله او وړو ټولګیو ته مې زده کړه ورکوله. یو کال وروسته چې مې کورس بشپړ کړ او په ټولګي کې اول نمره شوم، همغه انسټیټیوټ د ښوونکې په دنده وګومارلم.

له ډېرې پوهې سره مسئولیت هم ډېرېږي

زه سږ په کورس کې مدیره شوم. اوس هم په ورځ کې دوه ساعته درس ورکوم، خو اوس مې د نورو ښوونکو د کار د کتنې دنده هم په غاړه ده. زه د دوی ټولګي ګورم او د ټولګیو د پرمختګ په اړه له دوی سره درې میاشتنۍ ناستې کوم. زه د نویو دورو له پاره پلانونه جوړوم او خپلو څارونکو ته اوونیز راپورونه چمتو کوم. د نجونو او هلکانو ټولګي بېل او وختونه یې بېل دي، خو نجوني یواځې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کولی شي. له شپږم پورته نجونو له پاره آنلاین ټولګي لرو. موږ د نجونو له پاره ښځینه ښوونکې او د هلکانو له پاره نارینه ښوونکي لرو. یوځل طالبان زموږ انسټیټیوټ ته راغلل چې د قوانینو مراعاتولو په اړه ډاډ تر لاسه کړي. له هغه وروسته بیا لویې نجونې هم د کورس ټولګیو ته راغلې. که څه هم ټولګي سره بېل وو، خو دوی د انسټیټیوټ څښتن ته وویل چې لویو نجونو ته د راتګ اجازه نشته. له هغه وروسته مو لویو نجونو ته آنلاین ټولګي جوړ کړل، ځکه نه موغوښتل چې امارت مو انسټیټوټ راوتړي.

په دې ورځو کې زه ځان بوخت ساتم او هڅه کوم چې له میرې سره مې مخامخ نه شم. پلار مې ډېری مهال په کور کې نه وي. هغه تر ناوخته پورې په خپله هټۍ کې کوي او چې کله په کور کې وي نو د میرې ټوله ورځ ورسره دعوه وي. زموږ له پاره نور نه وخت شته او نه ځای چې د یوې کورنۍ په توګه ګډ ژوند سره وکړو. کومې پیسې چې زه کورته راوړم زما او زما د خور په اړه زموږ د میرې ګیلې کموي. ژوند بس همدا فرصت راکوي چې زه او خور مې خپل لګښت په خپله  وکړو او د کورنۍ په لګښت کې هم مرسته وکړو.   

د خوبونو ریښتیا کول

زه مې هر ګهیځ خپله وړه خور د ښوونځي تګ ته چمتو کوم او بیا يې ښوونځي ته بیایم. وروسته کمپیوټر ته کېنم او هغو لویو نجونو ته چې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، آنلاین زده کړې ورکوم. له هغه وروسته له نهو تر دولسو بجو پورې د خپل مدیریت چارو باندې بوختېږم. چې خور مې له ښوونځي څخه بیرته کور ته ورسوم بیا په منډه غرمنۍ خورم او بیرته کورس ته د هغو نجونو له پاره چې آنلاین درس ورکوم، ځم. زما مازیګري ټول تر پنځو بجو د کورس د دندو په سمبالولو تېرېږي. د جمعې په ورځ چې دندې ته نه ځم، خور مې د انا او نیکه کره بیایم او ورځ زما د مور له کورنۍ سره تېروو.

ژوند دوام لري او دا زما غوندې ځوانانو دنده ده چې سخت کار وکړي، نو زه ډېره هڅه کوم چې دنده په ښه توګه سرته ورسوم او ټولو ته وښیم چې زه ننګونو ته چمتو یم.

ډېره خواشینې یم چې زده کړې مې و نه کړای شوې. خو کله چې زه ډېره نهیلې شم، خپله مور را په زړه کړم چې څه ډول یې وکړای شول بېرته ښوونځي ته ولاړه شي او دولسم ټولګی ووايي. زه هیله لرم چې یوه  ورځ  به دا بندیز پای ته رسېږي، ټولې نجونې به ښوونځي او پوهنتون ته تلای شي. زه هره ورځ خپلې نېکمرغۍ شمېرم. زه نېکمرغه یم چې په دې انسټیټوټ کې مدیره یم او نورو نجونو ته زده کړې هم ورکوم. خوشاله یم چې له نجونو او هلکانو سره په زده کړو کې مرسته کوم. په دې مرکز کې ټولې نجونې هدفونه لري، زه په دې اړه فکر کوم چې د ټولونجونو د خوبونو په ريښتیا کولو کې مرسته کوم.

لیکوالان:

روح الله سروش

نور د دې لیکوال څخه
رکسانا شاپور

نور د دې لیکوال څخه