پکول چې په ګرده او هواره بڼه اوبدل شوی وي، د افغانستان له داسې سمبول یا نښو بلل کېږي چې هیڅ ډول شخړه پرې نه شته. خو دا اغیز ناکه جامه یا خولۍ څرنګه د هندوکش له غرونو تر نړیوالو ستاینو ورسېده او ورېښمینې چپن او لونګۍ بیا هومره شهرت نه دی موندلی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې فابرېزیو فوسرکیني په خپله شننه کې هڅه کړې د افغانستان د جامو په تاریخ کې د دې زړه پورې جامې تاریخ ته کتنه وکړي.
تصور
ډېر کلونه وړاندې، ښايي له ۱۳۸۱ لمریز کال مخکې به و چې ما د فلسطین سولې لپار په ګڼو لاریونو کې برخه اخیسته. دپوهنتون په بولوګانه ښارګوټي یوه ورځ د لاریون پر مهال د منځني عمر یوې مېرمنې زما په سر پکول و پېژاند او خوله يې پرانیسته:(څومره ښه تاجکۍخولۍ دې پر سر ده)
زه خوښ او حیران شوم چې یو چا نه یوازې زما افغاني خولۍ وپېژنده بلکې د یوه هېواد یوې برخې وګړو ته یې ته ځانګړې کړه. زه ورته موسکی شوم او ترې لاړم. نه مې غوښتل د هغې لوالتیا د هغې دخبرې په ورسمولو خرابه کړم. د پکول نړیوال شهرت د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند ته منسوبيږي چې ډیر غړي یې تاجکان دي، په ځانګړي ډول نظار شورا ډلې ته چې اصلي مجاهدین یې د پنجشیر وو، او دا ځکه چې لومړی د دې ډلې مشر احمد شاه مسعود پکول دوی ته خپل معیار وګرځاوه.
او له همدې وجې ځینو لیکوالانو آن هغوی چې له افغانستان سره ژوراړیکيهم لري، پکول یې کله نا کله د تاجکانو او یا هم پنجشیریانو خولۍ بللې ده. په اصل کې دا د ختیځو پښتنو یا هم پشه يانو خولۍ بلل کېدای شي. خو که نورستانۍ او یا که له دې هم غوره، چترالۍ خولۍ وبلل شي ښايي تاریخي حقیقت ته نژدې شوې وي. خو که هر حالت وي پکول اوس د هزاره، ازبېک، ترکمن او فرانسویانو په ګډون ډېر قومونه کاروي. د دې زړه راښکونکې جامې د اصل موندل ډېر پېچلې دي او ښايي همدا یې دلیل وي چې تر اوسه یې بخت ځلېدلی دی. نو ځکه منظمې څېړنې ته اړتیا لري او یا لږ تر لږه د افغانستان تحلیلګرانو شبکه کې موږ په همدې نظر وو. (۱)
همغسې چې لېدل کېږي د پکول بڼه نه بېلېدونکې ګرده، هواره او تاو شوې چې له وړیو جوړه ده، او همدا پکول احمد شاه مسعود پر سرا وه. د هغه پلویان له لویه سره د افغانستان په ډېرو برخو کې پکول د احمد شاه مسعود او د هغه د عسکرو ترمنځ د ژوند پیاوړې اوږد مهاله ریښه بولي او د ۱۳۶۰ لسیزې په اوږدو کې دا په يوې پياوړې نښې بدل شو. په دې کار کې تر ډېره له بهرنیو عکاسانو ( په ځانګړي ډول فرانسویانو) او فلم جوړونکو مننه په کار ده ( چې دلته یې ځینې انځورونه کتلای شئ)
خو پکول له ډېر پخوا د بهرنیانو پام ځانته اړولی و چې نظرونه پرې وېشلې وو. د بروسچاټوېن او پېټرلېوې په څير یون لیکونکو پکول د ایټالیا د رنسانس د زمانې د خلکو خولیو ته ورته بللی دی. د ۱۳۴۰ او ۱۳۵۰ لسیزو لیکوالانو بیا ګرد کېک ته ورته خولۍ بللې ده. خو دوی له کومې راهیسې پکولستايي؟ او د پکول اصل کوم ځای ته رسېږي؟ راځئ د پیدا کېدو هڅه یې وکړو او ځیني حقایق سره راټول کړو.
بڼې
که یوناني سِکو او یا هغو مجسمو ته وکتل شي چې له ایټالیا هند ته وړل شوې دي، پکول ته ورته خولۍ د مقدونیې د خلکو له خولیو سره تر یوې اندازې ورته دي. ددېپخوانیو لرغونو خولیو انځورونه چې د کوسیا په نامه یادېدې. د دې خولیو بڼه تر ډېره د پکولونو نوي شکل ته ورته ده، او داسې ښکاري چې دا میراث به ختیځته له همدې پاتې وي چې له میلاد نه څلور پيړۍ مخکې د لوی سکندر په وخت کې وړل شوی وي چې هغه هم همدا په سرکوله.
په عین حال کې دهغې ادعا له مخې چې کوسیا له نورستانیانو سره تړي دا هم وايي چې نورستانیان په اصل کې د مقدوني سکندرد ځواکوانو کودیان (لمسیان) دي. دا ادعا د نورستانیانو له هغو فلکوریکې کیسو نه پياوړې ده چې دمقدونیا د پاچاهۍ په اړه لیکل شوې دي. یا د نورستان دخلکو دپوستکي، ویښتانو او سترګو سور وزمه رنګ؛ (دا رنګ د هندوکش او قراقورم د غرونو په خلکو کې ډېر عام وي) یا یې هغه زړه راښکونکې مجسمې چې اسلام ته له اوښتو مخکې یې په اړه ویل شوې دي؛ او یا آن دا چې د دوی له خوا د داسې شرابو جوړونه لکه لومړی چې په اروپا کې جوړېدل. داسې نور ورته والي هم شته. (۲)
که نورستان د پکول د زېږنځای نوم لري، د تولید او پراخېدو سرچینه یې ګاونډی چترال دی چې اوس د پاکستان برخه ده. په دې سیمه کې د توکم پيژندنې د لومړنیو اصلي اسنادو له مخې، نورستانیان له ۱۲۷۴-۷۵ کلونو مخکې کافر بلل کېدل. دوی اسلام ته له اوښتو مخکې په عمومي ډول سرونه نه پټول. جان بېدلو په ۱۲۵۷ کال کې وايي، دوی له هر ډول سر پټونې ایسار وو. ( لږ تر لږه سړیو یې څه نه پر سرول) دولس کاله وروسته جورج سکاټرابرټسن په دې وپوهېد چې د کافرو ترمنځ د هغې خولۍ مینه وال ډېر دي چې ده چترالۍ خولې بللې ده. ( دا اصطلاح مهمه ځکه نه ده چې بریتانویانو په لومړي ځل چترالۍ بللې ده) خو ده ویلي چې يوازې د کافرستان په ختیځ کې په باشګل دره کې چې له چترال سره تړلې، د دې ډول خولیو سوداګري له همدې لارې کېده. د ۱۹ پېړۍ په نیمايي کې پکول له نورو ډېرو جامو سره دهغو توکو لویه برخه جوړوله چې کافرو ته وروړل کېدل. د پومبه یي او وړینو توکو ډېره برخه په نورستان کې تولېدېده. د غرونو او غونډیو په لوړو څوکو کې د وزوپرځای مېږې ډېرې ساتل کېدې. د وزو وځغڼې پرتله ییز ډول اوږدې وي او هغه مهال به کافرو ترې د ځان لپاره دسیاهپوش په نامه اوږدې چپنې جوړولې.
خو پکول حتما په لږ وخت کې د سیمه ییزو خلکو ترمنځ هر ځای ته ورسېد او د عبدالرحمان خان په مهال د کافرستان نوم په نورستان بدل شو. کله چې ددې درې د خلکو اړیکي ډېر شول، سوداګري یې پیل کړه او اسلام ته واوښتل، ښايي دې ټولو د نورستان خلک هڅولي وي د ویښتانو خپلې پخوانۍ ځانګړې بڼې پټې کړي او خولۍ پر سر کړي. دا به منطقي هم ښکاري چې دوی به هغه دودونه خپلوي چې پخوا ورسره اشنا وو او له وړاندې یې شتوالی درلود. په تاریخ کې داسې ښې بېلګې شته چې جامې يا په ځانګړي ډول مذهبد نوې پيژندګلوۍ لپاره منل شوی دی . (۳)بالاخره، د هغې ادعا له پاره چې ګنې د پکول اصلي سرچینه همدا د چترال سیمه وه، یو دلیل دا دی چې پکول په پخوانیو وختونو کې له همدې ځایه ویشل کېده. او دا کار د شلمې پيړۍ په پيل کې شروع شو د سوات شمغال، ګیلګیت، هونزه او نورستان ته به وړل کېدل.
داهم کېدلی شي چې لږ تر لږه د دې سیمې د پولو بدلون تعقیب شي او دا کار د هغو سیلانیانو او مسافرو د تصویرو په مرسته وشي چې په راتلونکو څو لسیزو کې یې د هغه مهال په تړاو پرېښې وو. وېلفرېد څېګارپه ۱۳۳۵ کال کې د سفر پرمهال د تصویرونو یوه ښه بېلګه پرېښې ده. ( دلته یې ځینې تصویرونه کتلای شئ) په هغو تصویرونوکې ښکاره لېدل کېږي چې پکول په ټول نورستان کې دود دی، که څه هم په لوېدېځه رامګل دره کې تر اوسه هم پکولونه او کوچنۍ سپینې لونګۍ ګډ شته چې وروسته په ګاونډي پنجشیر کې هم خلکو کارولې دي.
دارنګه داسې نه ښکاري چې د پشه یی قوم ترڅنګ دې هغه مهال نورو قومونو چې نورستان سره پوله لري، پکول کارولی وی. خو د پښتنو ساپیانو په اړه د څې جرپه تصوېرونو کې ښکاري چې دوی دکونړپه لوړوبرخوکې پکول کاراوه. آن د ګاوندي بدخشان په مونجان دره کې چې اوسېدونکو یې ورته ډول وړینېخولۍ جوړولې او نورو سیمو ته وړلې، هم چترالي پکولونو ته ډېره لوالتیاوه. هغه خولۍ چې د مونجان خلکو جوړولې، یوازې یو ځل تاو شوې وې او د پکول په څیریې څنډې نه لرلې. ( د بدخشان په شغنان کې اسماعیلیانو هم ورته ټوپۍ جوړولې) (۴)
په۱۳۴۰ کال کې په کابل کې دمېشتو لوېدیځو دپیلوماتانوله برکته چې په دوبي کې یې سفرونه وکړل اوبارېنګټن، کېنډرېک او شلګېنډويټپه کې شامل وو، داسې مالومات ترلاسه شوي چې هماغه کال ساپیانو له لویه سره د پکول کارول ډېر کړل خو په کوزکونړ کې بیا هم د سیمې خلکو د خولیو نور ډولونه کارول.
له هغې را وروسته په دوو لسیزو کې دې غرني پکول جلال اباد ته لار ومونده. خو پر هغوی یې چې د مذهبي لونګۍ له درانه نامه سره یې ډېره مینه وه، ډېر اغیز نه درلود. په اصل کې هغه وخت چې نړیوالتوب ډېر پرمختللی نه و، دهندوکش غرونو له جهاد او فیسبوک مخکې پکول محدود ساتلی و. خو ګڼ پنجشیریان او ځینې بهرنیان بیا وايي چې د جهاد پرمهال د پنجشیر لوړو څوکو ته وړل شوی دی، یا لږ تر لږه د پنجشیر پارین شاوخوا سیمو ته رسیدلی دی. د دې سیمې خلک د نورستان د رګمل او منډول درو له خلکو سره یو څه سوداګریزه راکړه ورکړه لري. د پنجشیر دره د نژدې لس کلنې جګړې پرمهال نړۍ ته د پکول په رسولو کې مهم او ستراتیژیک ځای و.
د جګړې لار
کله چې مسعود پکول پر سر کړیوي، داسې ښکارېده لکه دبابمرلې اوبابډېلن (دوی مشهور سندرغاړی دي) ترمنځ چې کرښه راکښل شوې وي. زه کوچنی وم چې دې خبرې ته مې پام شو او لا هم دغه فکر راسره شته. کله چې د ۱۳۵۷ کال په وروستیو کې دی د چترال له لارې پنجشیر ته ولاړ، ( د پنجشیر راتلونکی زمری) په نورستان کې یو څه تم شو او هلته له سیمه ییزو مجاهدینو سره یو ځای شو. ډېر ګومان دا دی چې هغه او پنجشیري ملګرو یې همدلته د ځان لپاره یوڅه ښه پکولونه وموندل. د هغه وخت په ځینو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ځوان مسعود لا هم پر سر پکول نه لري، خو شاوخوا یې هغه مجاهدین ورټول وو چې پکولونه یې پر سر وو. (نور دلته لوستلی شئ)
د پنجشیریانو پکول خوښ شو او لا یې هم خوښوي. دوی د ژغورندویې خولۍ یا هیلمټ په څیر پکول چې لمن یې پورته تاو شوي، تل له ځان سره درلودهاو د هغه پوځي هدف لپاره یې کاروله چې لومړی یې په پام کې درلود.
مسعود پرته له احتیاطه په ډېرې زړورتیا پکول ومانه او تل یې پرسر وساته ( آن د جګړې پرمهال هم، او دا یې د پېژندو نښه شوه). نو په دې ډول د مجاهدینو د پيژندنېتر ټولو یو مهم توکی رامنځ ته شو. ډېر ژر د مجاهدینو دا نښه د هېواد نورو برخو ته هم ورسېده. له دې سره د افغانستان د جنوب ختیځ او شمال ختیځ په ډېرو سیمو کې د مجاهدینو سرونو ته پکولونه و رسېدل، له لوګره تر بدخشانه او له ننګرهاره تر کندوزه. یوه له هغو سیمو چې په ۱۳۶۰ لسیزه کې پکول په کې دود شو، پکتیا وه ( هغه وخت لویه پکتیا بلل کېده چې اوسنی خوست او پکتیکا یې هم برخه وه).
د پکتیا پکول په اسانۍ پيژندل کېږي، ځکه د پکول لمن یې پلنه او کرښې پکې یو بل ته نژدې او لمنې یې نرۍ پورته ورټولې شوې وي. همدې ځانګړنو د دې پکول بڼه لا پياوړې کړه او د مرخېړيوزم یې غوره کړ. .دا هم د یادولو ده چې د افغانستان په ډېرو نورو ولایتونو کې هم د مجاهدینو د نورو ډلو قوماندانانو په خپل وخت کې پکول په سرول پيل کړي. خو د پکول په سرول تر ډېره د مسعود له ډلې سره تړلي پاتې شول، په ځانګړي ډول هغه مهال چې کله د شمالي ټلوالې او طالبانو ترمنځ نښتې او جګړې روانې وې. طالبانو بیا جامې له سیاست سره ډېرې نژدې بللې او تل یې لونګې په سرولې چې د مذهبي اړخ ترڅنګ سیمه ییز اړخ هم لري.
خو له ټولو سیاسي او قومي تړاوونو هاخوا د پکول په شهرت او پرمختګ کې ځینې دلایل هم شته. لومړی دا چې پکول د انسان له داسې ویاړلو لاسته راوړنوڅخه ده چې سر پرې پټېږي. که له یوې خوا سر ګرم ساتي، له بلې خوا یې په جیب کې وړل اسانه دي. خوله نه کوي، اوپه لویلاسانسانپکېپوځي ښکاري. په پکول کې آن ګلان او د سینګار نور داسې توکي چې په اسانۍ هر ځای موندل کیدای شي، هم کېښودای شئ. ځینې پکې له سفر وړاندې سیګرټ او تلخان هم ساتي چې د سفر پرمهال یې وکاروي. خو له دې ټولو سره سره یې، رنګ تر ډېره ځمکې ته ورته وي او دا په ځانګړي ډول د هغه چا له پاره غوره وي چې په غرنیو او لوړو سیمو کې جګړه کوي.
که په انصاف یې ووایو، دا چې مسعود راښکون یا کریزما درلوده او په کمره کې راتلل یې هم خوښېدل، نو ځکه یې پکول ته د نړیوال نامه په ورکړهکې مهمه ونډه لرله. دې عصري خولۍ( پکول) د مسعود له نامه سره هم د ملګرو او هم دوښمنانو ترمنځ ډېره مرسته وکړه او د ده نښه یې مشهوره کړه. د ۱۳۸۰ کال په تلې میاشت کې د مسعود له وژنې وروسته، د هغه ډېرو پلویانو د پکول په کارولو د هغه د کریزما پېښې وکړي او ځینې یې په دې برخه کې تر یوې اندازې بریالي شويهم دي.
د پکول پلویان
دلته پر دې بحث نه کوو چې د پکول ځینې بهرني کاروونکي د پکول پر ځای نورې داسې خولۍ نه اخلي چې پکول ته ورته وي. د اورپکو نور مشران، که افغانان دي او کنه، کله چې غواړي په پوځي بڼه (یا په ګوریلایي) څیره ښکاره شي، پکول په سروي. د دوی ترمنځ ګلبدین حکمتیار چې د احمدشاه مسعود تر ټولو سخت دښمن بلل کېده، هم پکول په سراوه. په ۱۳۸۰ کال پر افغانستان د ناټو له برید وروسته، کله چې اسامه بن لادن به د خپلو پلویانو مشري کوله، هغه به هم پکول پر سراوه. هغه هم لهروسانو سره جهاد کېد مجاهدینو په څېر پکول کاراوه. که څه هم دوی هیڅ کله د مسعود په څیر پکول په سر کوږ نه اېښوده.
افغان طالبانو ظاهرا پکول پر سرول دود نه کړل، آن تازه اورپکي هم تر ډېره د لونګۍ تر اغیز لاندې وو خو په ځینو حالاتو کې سیمه ییزو طالبانو پکولونه کارول. د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو د پکول په سرول کاپي کړل او ښايي دا کار به یې د دې لپاره کاوه چې په خپلو بې رحمه تګلارو ولسي خلک او اسانه هدفونه په نښه کړي. دوی په دا وروستیو کې هڅه وکړه چې د پکول په سرولو لپاره ځانته ځانګړی سبک یا سټایل جوړ کړي، دوی دا کار لکه بن لادن او حکمتیار د کمرو لپاره نه کاوه. د پاکستاني طالبانو، په ځانګړي ډول د مسید ډله په دې مشهوره ده چې اوږدې ږېرې لري او پلن پکتیاوال پکول ږدي. د دوی دا بڼه ډېره مشهوره شوه.
اقتصاد
د پاکستان سوات د پکولونو د تولید یو مهم مرکز دی. که څه هم ډېر پکولونه په افغانستان کې پر سر کېږي، لا یې هم اصلي تولید په پاکستان کې کېږي. که د کابل مارکیټونه وکتل شي، تر ډېره پکې د پېښور جوړ شوي پکولونه موندل کېږي، ځينې یې آن په لاهور کې هم جوړېږي. او آن یوه وړه برخه یې په سوات کې او ځینې غوره پکولونه یې بیا چترال کې هم جوړ شوې دي. تر دا څه موده وړاندې پېښوري پکولونه تر ډېره په شاوخوا کمپونو کې افغان کډوالو پر سرول. خو داسې ښکاري چې د تولید ځای یې د پېښور ښار قصه خوانۍ ته اوس وړل شوی دی. ښايي په کابل کې ځینې هټۍ وال ادعا وکړي چې دوی افغان پکولونه پلوري، خو که د پکول دننه برخه وکتل شي، په ټوکر کې یې داسې کوچني سوري لیدل کېږي چې پېښورۍ نښې یې ترې لرې کړای شوې وي او د ښه بازار لپاره یې خپلې وطنۍ نښې پکې ګنډلې وي. ریښتیني افغان پکولونه یوازې په کونړ او یا هم جلال اباد کې جوړېږي ( ځینې یې بدخشان کې هم جوړېږي) چې ډېر د پام وړ بدلون پکې لېدل کېږي او بیه یې ډېره لوړه وي.
په منځني ډول د یوه پېښوري پکول بیه په پاکستان کې یو ډالر کېږي او په کابل کې درې یا څلور ځلهلوړ پلورلی شي. خو د افغان پکولونو بیه ډېره لوړه ده چې هیڅ د پرتلنې وړ نه ده او له ۱۵ تر ۲۰ ډالرو رسېږي. په اصلکې لونګۍ هم له ورته برخلیک سره مخامخ دي. ځکه له کله نه چې په مزار شریف او هرات کې د لونګیو د تولید مرکزونه کم شوي ، د پېښور او ملتان لونګۍ پکې بې کچې ډېرې شوې دي.دا لونګۍ افغان پانګوال، پېرونکي او سیاستوال کاروي، سره له دې چې ځینې وخت دوی د سیاست په ډګر کې کلک پاکستاني ضد احساسات هم لري.
خو د داسې یوې څېړنې په پای کې چې زړه راښکونکې وي، د دې ډول خبرې راوړل ډېر جدي ښکاري. نو راځئ په داسې یوې پوښتنې یې پای ته ورسوو چې نورو څیړنو ته لار پرانیزي. له پکول مخکې افغانانو کوم ډول خولۍ پر سروله؟ قره قل او له مزرو جوړه خولۍ؟ که ګردې رنګینې خولۍ وې که طلا وزمه په لاس اوبدل شوې خولۍ وې؟ او که هغه بې نومه خولۍ وې چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په کونړ کې په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري، او که یوه ستوې دوه رنګه خولۍ وې چې د بریتانوي هند په زمانه کې د کندهاري خولیو په بڼه جوړې شوې وې؟ دې پوښتنو ته به ځوابونه په ارشیف کې ساتل شوي تصویرونواو یون لیکونو کې پيدا کېږي…
۱. د پکول په اړه یوازینۍ څیړنه چې لیکوال یې هم مالوم دی، د افغانستان د نامتو تاریخ لیکونکي او د منځنۍ اسیا د ټوکرو کارپوه وېلېیموجیلسنګ ده. پکول: ځانګړی، خو ظاهرا دهند او ایران د پولو ترمنځ سیمو ډېر پخوانی دود نه دی. (۱۳۸۵) پاڼه، ۱۴۹-۱۵۵. دا لیکنه پروفیسر وجیلسنګ د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ورکړې. خو له هغې وروسته دا څیړنه بیا بیا چاپ شوې ده. اصلا کله چې جرمني لیکوال په ۱۳۱۴ کال نورستان ته سفر درلود، دې خولۍ ته یې(کاشغري) نوم ورکړی. او دا نوم یې د چیناييترکستان په ښارګوټي پورې تړلی دی.
۲. بابر چې موږ ته یې په شپاړلسمه پيړې کې، د ټولو هغو شرابونو لیستپریښیچې په ختیځ افغانستان کې جوړېدل. د شراب جوړونې هغه مهارتونه هم پکې شامل وو چې د نورستان خلکو درلودل.
۳. خو ضرور نه ده چې پکولونه دې د اسلامي ځواکونو له بریا سره وتړل شي. هغه تصویر چې په ۱۳۰۸ کال کې نارويژي ژبپوه یورګمورګینسترناخیستی، (دلته یې کتلای شئ) دوه کافر مشران په چترال کې له پکولونو سره ښيي، خو ځینې بیا له دې ځایه ځکه د کډوالو په څیر تښتي چې اسلام ته له اوښتو ځان خلاص کړي. دوی ته د چترال واکمن اجازه ورکړې وه چې په هغو درېیو درو کې مېشت شي چې له وړاندې دوی ته ځانګړې شوې وې. دا هغه ځایونه وو چې د دوی هم مذهبي پکې اوسېدل. خودا بې ځایه شوي کافر له هغه وروسته په راتلونکو څو لسیزو کې مسلمانان شول او ځینې یې بیرته افغانستان ته ولاړل. داسې ښکاري چې دا دوه کسان چې یو یې قومي مشر او بل پادري دی، تر ډېره خپل اصلي کلتور ته ژمن پاتې شوي. ځکه نومونه یې مسلمانانو ته نه دي ورته او مذهب یې هم خپل دی. خو بیا یې هم په جلا وطنۍ کې چترالۍ خولۍ پر سر کړې دی.
۴. دا خبره د نورستان/ کافرستان او د بدخشان د جنوبي درې مونجان ترمنځ د اوسنۍ پرله پسې سوداګرې نه هم ښه په ډاګه کیدای شي. او دا هم جوتوي چې یوه ډله نورستانیان له ډېر مودې راهیسې د مونجان درې په ناو سیمه کې مېشت شوې دي.
ژباړه حفیظ معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹