لومړۍ برخه
د کابل د محصلینو ټولنې فعالان، ببرک کارمل په لومړۍ لیکه کې له کینې خوا لومړی : انځور د لیکوال له ارشیف څخه
ژباړن: علي محمد سباوون
اویا کاله مخکې د ۱۳۲۹م کال د وري په شپاړسمه د افغانستان په تاریخ کې د محصلینو لومړنۍ اتحادیه جوړه شوه. په کابل کې د محصلینو ټولنه په حکومت کې دننه ډلو یوه هڅه وه چې د فعالو ځوانانو په یوه وړه، خو لېواله ډله کې نفوذ وکړي او د خپلو ګټو له پاره يې وکاروي. دا هڅه توپاني شوه او اتحادیې په پارلمان کې له وړاندې لا فعال ولسواکۍ پلوی سمونپال غورځنګ راوپاراوه . کله چې دا غورځنګ په نورو برخو کې په پراخېدو شو، په پایله کې حکومتي فشار ټوله اتحادیه څنډې ته کړه او یوازې یوه لسیزه وروسته بېرته را ژوندۍ شوه. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې توماس روتیک دې ډلې ته کتنه کړې ده ،چې په قانوني ډول يې یوازې اووه میاشتې ژوند وکړ خو داسې سیاسي فعالان يې وپنځول چې په هغو پرمختګونو کې يې مهم رول لاره چې د ننني افغانستان بڼه یې ټاکلې ده.
دا راپور تر ډېره په ۱۳۶۴ کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د ګډ مشر توماس روتیک له خوا د برلین په همبولت پوهنتون کې د ډیپلومې د تیسیس د یوه څپرکي په بڼه جوړ شوی دی. ددې تېسیس سرلیک و:
«دافغانستان د ۱۳۲۹م کال مدني اپوزیسیون غورځنګ او په پرمختلونکو سیاسي قوتونو يې اغېز»
دا مالومات د اوسنیو نویو مخته راغلیو افغانو سرچینو په مرسته نوي شوي دي. سرچینې په څرګند ډول په دې لیکنه کې یادې شوې دي. نور ټول مالومات د لیکوال له پخوانۍ شننې څخه دي چې تر ډېره بریده د اتحادیې له سرغنو او د هغه مهال له افغانو څېړونکو سره د مرکو په ترڅ کې راټول شوي دي.
اویا کاله مخکې په ۱۳۲۹ کې د کابل پوهنتون د محصلینو ټولنه جوړه شوه. همدا اتحادیه نه یوازې دا چې د هېواد د محصلینو منظمه ټولنه وه، بلکې د هېواد لومړنی سیاسي ګوند هم و. اتحادیه همدا ډول د اپوزیسیون د هغه غورځنګ برخه وه چې د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې یې د سمونپالو په نامه د هغو ډلو ورها خوا کار پیل کړ چې یوازې تر دربار پورې محدودې وې او د واک تر لاسه کولو یا ساتلو له پاره يې غولوونکې هڅې کولې.
د محصلینو اتحادیه د ولسواکۍ پلوي سمونپال اپوزیسیون څخه چې لا دومره پیاوړی نه و، اغېزمنه شوې وه. غورځنګ د ټولنې د اصلي ملاتړي په توګه کار وکړ او د ټولنې په لا منظم کولو کې یې حیرانونکې مرسته وکړه ، چې نوښت يې په حکومت کې دننه ډلې له لوړ پوړو نه تر ټيټپوړو پورې د یوې ډلې ټولو افرادو کاوه. دې ټولنې ته ددې له پاره د حکومت له خوا ډېر ژر ازادي ورکړ شوه چې د ځان په ګټه يې وکاروي. اتحادیه په ځانګړي ډول هغه مهال ترهغه څه چې حکومت په نظر کې نیولي وو، ډېره وړاندې ولاړه، چې د قانوني کېدلو له پاره شین څراغ ورکړ شو.
د محصلینو دا ټولنه په هېواد کې د پراخې سیاسي اوضاع له مالومولو پرته نه شي پېژندل کېدای. سیاسي اوضاع له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اقتصادي بحران له امله بدله شوه. سلطنت په موقتي او نسبي ډول سیاسي هڅو ته ازادي ورکړه او مخالفو قوتونو ته يې فرصت چمتو کړ.( هغه څوک چې له دغو پرمختګونو خبر دي، مهرباني دې وکړي ددې لیکنې دویمه برخه « د محصلینو ټولنې اوومه میاشت» دي ولولي)
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اقتصادي ناورین
د افغانستان لومړنی پراخ ولسواکۍ پلوی غورځنک د یوه ژور اقتصادي ناورین پر مهال را څرګند شو. ناورین د حکومت له خوا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د صادراتو د سپمول شویو پیسو د ناسم مدیریت، د ځانګړیو صادراتي بازارونو له لاسه تلو اود پراخو پرګنو د اقتصادي بېوزلیتابه پایله وه چې په جوړېدو کې یې د ۱۳۲۳ کال وچکالۍ هم ونډه درلوده. . د جګړې پر مهال افغانستان پر دواړو جګړه ښکېلو خواوو ( اتحادي قوتونو، محوري قوتونو) پنبه او وړۍ هلته د ژمنیو کالیو د تولید په موخه پلورلې وې. حکومت دا پیسې د هلمند – ارغنداب په مهمه بنسټیزه پروژه چې یوه موخه يې پر ښېرازو ځمکو د پښتنو مېشتول و، ، لګولې. پروژه د هېواد په سهیل کې د ارغنداب او هلمند ناوو پر سیندونو پلې کېده. حکومت پلان درلود چې لا نوره پنبه تولید کړي او پروژې ته نژدې یوه صنعتي کارخانه ورغوي.
د هلمند- ارغنداب پروژې سیاسې موخه دا وه چې د عبدالمجید زابلي (۱۲۷۵-۱۳۷۷هجري ) په مشرۍ د خصوصي تشبثاتو د یوې ډلې له خوا هغه پرمختګونه چې په تېرو کلونو کې د هېواد په شمال کې شوي وو، دلته هم پلي کړي. په هرات کې د پنبې پښتون سوداګر زابلی او نژدې همکاران یې هغه لومړني کسان وو چې نه یوازې يې پخپله پانګونه کوله ( د ځمکې اخیستلو په ګډون) بلکې د هېواد له پاره يې د صنعتي بنسټونو د پرمختګ هڅې هم وکړې. د محمد نادر خان باچا په دوره کې (۱۳۰۸-۱۳۱۲ هجري) دوی په هرات، کابل، کندهار، چاریکارو او مزارشریف کې وړې کمپنۍ چې په سیمه يیزه اصطلاح يې شرکتونه بلل جوړې کړې. د ۱۳۰۹م کال په مرغومې کې زابلي دا شرکتونه د سهامي شرکت ترچترلاندې کړل. د ۱۳۱۰ د تلې میاشت کې شرکت په ملي بانک بدل شو او زابلی د افغان عصري بانکي سیستم بنسټګر شو. سره له دې چې د بانک نوم ملي و، خو زابلی د بانک په لویو شریکانو کې و( په ۱۳۵۵ کې بانک ملي شو). بانک د کندوز او بغلان د پنبې د پروسس له پاره نور شرکتونه وپنځول چې تر مینځ يې سپین زر شرکت یادولی شو. دې بریالي کار زابلی په ۱۳۱۷کې د سوداګرۍ د وزیر په توګه تر کابینې ورساوه. دده تر څارنې لاندې په ۱۳۱۷ او ۱۳۲۰ کې د افغانستان لومړنۍ لويې کارخانې د جبل السراج او پلخمري صنعتي کارخانو په ګډون په پروان او بغلان ولایتونو کې جوړې شوې او په ۱۳۱۹ کې په نوي بغلان کې د بورې کارخانه جوړه شوه.
دهلمند-ارغنداب پروژه په حقیقت کې د ملت جوړونې یو پروګرام و، چې موخه يې د افغانستان په سهیل کې د پښتنو د ناوړه اقتصادي حالت سمون و. خو کله چې د ځمکې د ښېرازولو له پاره د لویو ویالو ایستنه کې پروژه له ستونزو سره مخ شوه، د هېواد سپمول شوې پیسې د پروژې ترګټې وړاندې لا مصرف شوې وې. حکومت له امریکې څخه پور اخیستلو ته اړشو او پور اخیستنې ته لار جوړه شوه. ( د نورو مالوماتو له پاره د واشنګټن پوسټ دا مقاله ولولئ ]
اقتصادي بحران په لوستو وګړو او په واکمنې باچایي کورنۍ کې مخالفتونه راپیدا کړل. یوه ډله چې د لومړي وزیر شاه محمود یوه پياوړي سیال ( وراره یې) د جنګ وزیر سردار محمد داود خان (۱۳۲۵-۱۳۲۷ ) يې مشري کوله ،غوښتل واک تر ګوتو کړي. د داود او زابلي ملګرو هڅه وکړه چې د هغه وخت نوې ټوکېدلې سیاسي ډلې د ځان کړي او هغوی د خپلو موخو له پاره وکاروي.
د۱۳۲۵ د کابل مجل
ې د ویښ زلمیانو د ادبي برخې سرلیک: انځور: د لیکوال له آرشیف څخه
نوې سیاسي ډلې
ولسواکۍ پلوي غورځنګ ته هغه وخت لار ښه اواره شوه چې د ۱۳۲۵ په غوايي میاشت کې محمد هاشم خپل ناسکه ورور شاه محمود خپل ځایناستی وټاکه ( هاشم په ۱۳۲۶ کې له ورپېښي ناروغۍ مړ شو). دوی دواړه د باچایي کورنۍ چې مهمې څوکۍ يې په لاس کې وي غړي او د محمد ظاهر شاه (۱۳۱۲-۱۳۵۲) ترونه وو. خو شاه محمود په سیاسي لحاظ ډېر زیات ازادۍ پلوی و. شاه محمود پر خپلو سیاسي حریفانو په ځانګړي ډول د پخواني باچا امیر امان الله خان پر پلویانو سیاسي فشار کم کړ. د اصلاح غوښتونکي باچا ډلې او یوې خپلواکې سیاسي ډلې چې افغان ځوانان يې بلل په ۱۲۹۸ کې هېواد بشپړ خپلواک کړ، خو د دوی اصلاحات له سخت غبرګون سره مخامخ شوي وو، چې په پایله کې باچا وشړل شو او د واکمنې کورنۍ یوه بله ډله (مصاحبان) واک ته ورسېده، چې هاشم او شاه محمود د همدې کورنۍ وو ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور (دلته) وګورئ). دوی د مذهبي محافظه کارو ملایانو د خوشالولو له پاره ډېر اصلاحات بېرته واړول ، آن تر دې چې پخوانی باچا يې رټلی یا لعنتي یاداوه.
شاه محمود له واک نیونې سره سم ، بې ځنډه ځوان افغان مشران چې تر اوسه لا بندیان او یا په جلا وطنۍ کې وو له بنده خوشي کړل. ځینو ته يې چې له رژیم سره يې وفاداري ښوده دندې ورکړې. نور په سیاسي مخالفتونو بوخت شول. شاه محمود د روڼ آندو غیررسمي سیاسي کړیو چې د باچا له دربار سره تړلې نه وې او د امان الله خان د تعلیمي اصلاحاتو په پایله کې راپورته شوې وې،فعالیت وزغامه.( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې راپور دلته ولولئ). په رسنیو کې په ځانګړي ډول کابل مجله کې د پښتو ټولنې له خوا چې وروسته د هېواد مخکښه تعلیمي موسسه شوه، د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وروسته پاتیوالي او د ورکاوي له پاره يې د نوي لوستي نسل د رول په اړه د روښانفکرو یو بحث پیل شو. (انګار ۱۳۲۹د کب ۹ مه). د دوی سیاسي اجنډا د اصلاحاتو له لارې د افغان دولت په عصري کولو او ولسواکولو ټینګار وه اوغوښتل يې واک چې بشپړ د پښتنو له یوې قبایلي اشرافي کورنۍ سره و او د سلطنت په بڼه چلېده، غړند کړي او سلطنت مشروطه بڼې ته واړوي.
د ۱۳۲۶م کال په پسرلي او دوبې کې دې غورځنګ لا نوره رسمي بڼه خپله کړه خو دا هڅه له بهر څخه د ملي کلوپ د هڅو په بڼه وه. ملي کلوپ د داود خان او زابلي له خوا د ۱۳۲۵م په وري کې جوړه شوې سیاسي کړۍ وه او داسې ادعاوې هم کېدې چې د روڼ آند اپوزیسیون د خپلولو په هڅه يې وروسته مالي ملاتړ هم کېده. د حکومت کارمندان او د پارلمان غړي هڅول کېدل چې دې ډلې ته ورشي. زابلي همدا ډول یو شمېر فعالانو ته ځان ورساوه. ځینې لکه شمس الدین مجروح، چې یو منلی لیکوال او د ملي بانک پخوانی کار مند و، په ډله کې شامل شول، خو ځینې ووتل او یا په دواړو ډلو کې فعال شول. سره له دې هم ځینو فعالانو لکه ګل پاچا الفت (۱۲۸۸-۱۳۵۶) او مولوي قیام الدین خادم (۱۲۸۰-۱۳۵۸) چې دواړه د ختیځ پښتانه او د جلال آباد په حکومتي ورځپاڼه – «اتحاد مشرقي» کې همکاران او د حکومت کارمندان وو، دا بلنه ونه منله. وینبوم په ۱۳۵۱ کې لیکلي دي چې«دې اتحاديې په خوارۍ یو څو تنه جذب کړای شول» غبار د ۱۳۳۰ کال د لړم په ۱۳مه د وطن ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي چې زابلي دې کار ته د ملي بانک د یو شمېر کارمندانو په ګوښه کولو سره غبرګون وښود.
مجروح او الفت د پښتو ټولنې له مشر عبدالروف بېنوا(۱۲۹۲-۱۳۶۶) او د اندخوی له یوه اوزبک محمد کریم نزیهي(۱۲۸۸ یا ۱۲۸۵-۱۳۶۲) سره ګډه پرېکړه وکړه چې ددې پر ځای ځانته خپله ډله جوړه کړي. د ۱۳۲۶م د زمري په ۲۴مه نژدې ۴۰ مخورو فعالانو چې ډېر يې پښتانه وو، غونډه وکړه او د ويښو زلمیانو غورځنګ يې جوړ کړ. دې غورځنګ ځان له سیاسی څېرو سره له ټولنیز اړخه ډېر نژدې باله، خو تر اوسه پورې لا د سیاسي ګوند بڼې ته نه و اوښتی، ځکه چې اساسی قانون کې لا د سیاسي ګوندونو فعالیت مجاز نه و. ددې ګوند نوم د نیک محمد فدايي میلاني له یوه شعر څخه چې په کابل مجله کې د همدې کال په لومړیو کې د «ویښ زلمیان به ټول شي» تر عنوان لاندې خپور شوی و، په الهام غوره شوی دی.
موسسینو هڅه کوله چې په غورځنک کې د هېواد بېلابېل توکمونه ورګډ کړي او غیر پښتانه هم غورځنګ ته راولي . د بېلګې په ډول تاریخپوه میرغلام محمد غبار(۱۲۷۶-۱۳۵۷) چې یو دري ژبی کابلی سید او د امیر امان الله خان د حکومت کارمند و، ډاکټر عبدالرحمن محمودي(۱۲۸۸-۱۳۴۲) د کابل یو تاجک، یو بل کابلی سید او د کابل مرستیال ښاروال میر محمد صدیق فرهنګ (۱۳۰۴- ۱۳۶۸) ( مخکې د زابلي په ملي بانک کې و) ، د کابل ښاري شورا منتخب غړی او د دایرة المعارف خپروونکی میرعلي اصغر شووا( هزاره) او عبدالحسن یو قزلباش چې دواړه د کابل وو د غورځنګ غړي شول. بېنوا د ویښو زلمیانو ډلې دغړو ، په ځانګړي ډول د غبار او محمودي او ځینو نورو لیکوالو او دولتي شخصیتونو چې ډلې ته یې د راوستلو لېوالتیا وه، څلوېښت مقالې چاپ کړې. مقالو د حکومت له ملاتړ او نیوکو څخه نیولې د بشپړو ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو تر غوښتلو پورې موضوعات رانغاړل.
یوه لیکوال، عبدالروف لطیفي چې تازه د باختر دولتي اژانس مشر ټاکل شوی و، پرځان د نیوه کې په دود لیکلي و: «د ځوانانو یوې لویې برخې د دولت رسمي څوکۍ نیولې دي او د ډېرکي حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي».
محمودي د ټولو توکمونو مساوي حقونو په اړه وايي :
«د خلکو ریښتینی ملي یووالی باید په اصولو ولاړ وي.
څوک چې په هغه جغرافیه کې اوسي چې افغانستان بلل کېږي، افغان هم دی او باید مساوي حقونه ولري»
میرمحمد صدیق فرهنګ چې په دې غورځنګ کې يې برخه اخیستې وه، په خپلو یاددښتونو (خاطراتو) کې چې له مرګه وروسته يې په ۲۰۱۵ کې په کابل کې چاپ شول لیکلي دي چې، د ویښو زلمیانو او ډېرو غیر پښتنو دا خپلمنځي هڅې چې په غورځنګ کې ګډون وکړي نابریالۍ پاته شوې. دده په وینا دوی پوه شول چې پښتانه روښانفکران د پښتنو د دولتي واک په مقابل کې د نورو توکمونو د خوابدۍ په اړه حساس نه دي. فرهنګ همدا ډول لیکلي دي چې د غیر پښتنو ( غبار، محمودي او دده) یوه هڅه چې له ویښو زلمیانو سره موازي یوه خپله ډله جوړه کړي هم ناکامه شوه . ځکه چې دربار ته راپور رسېدلی و او دوی پرېکړه وکړه چې تر یوه مهال پرې خاشه واچوي. ( د غورځنګ په اړه نور مالومات د افغانستان تحلیلګرانو شبکې په دې راپور کې)
د ۱۳۲۸ خپلواک پارلمان
په ۱۳۲۸ کې شاه محمود د لومړي ځل له پاره په سري رایو پارلماني ټاکنې وکړې. دا د ۱۳۰۲ راهیسې د امان الله خان تر انتسابي پارلمان وروسته اوومه قانوني دوره وه. ټاکنې د حکومت له ښکاره مداخلې پرته په نسبي ډول د یوه خپلواک کمپاین پر مټ مخته ولاړې. د افغان شنونکي فرید الله بېژند د یوې مقالي له مخې «د حکومت د نه مداخلي خبره یوازې د کابل په څو سیمو او یو څو نورو ولایتو کې ریښتیا وه ، خو په نورو ولایتو کې په پخواني دود ټاکنې وشوې، چې حکومتي کارمندانو لکه والیانو یو څوک ونومول او خلکو له ټاکنو سره رضایت وښود».. دا نه وه څرګنده چې د نوماند او رایې ورکوونکو عمرونه باید څومره وي. د ډوپریس په خبره ؛ په ۱۳۴۴ کې ټولو وګړو ، نارینه وو او ښځو چې عمرونه يې تر ۲۵ کلو پورته او له سیاسي حقونو محروم شوی نه وو حق درلود چې نوم لیکنه وکړي او رایه ورکړي. په عملي توګه له کابل نه دباندې یوازې یو څو ښځو په ټاکنو کې برخه واخیسته. افغان لیکوال حفیظ الله عمادي لیکلي چې تر۱۳۴۰ مې لسیزې پورې ښځو اجازه نه درلوده چې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندانو په توګه برخه واخلي. نو داسې اټکلولی شو چې د ۱۳۲۸ ټاکنو کې د عمر د برید قید نه و. هغه مهال ښځینه نوماندانې لږې، یا ډېره شونې ده چې نه وې او که وې هم ، یوازې یو څو رایه ورکوونکې وې.
د نوي اپوزیسیون ځینو اوڅارو غړو وکړای شول چې په انفرادي ډول په ټاکنو کې برخه واخلي او د ۱۳۲۸ ولسي جرګې په ټاکنو کې څوکۍ وګټي. وینبام وايي دې کار پارلمان له یوې نا بریالۍ بیروکراسۍ او شنډو سیاسي باورونو څخه پاک کړ.
د ویښو زلمیانو پنځه وکیلان په پارلمان کې یوځای شول او ځانونه يې د ملي جبهې په نامه ونومول. دوی دا نوم د یوې ایرانۍ ملتپالې سیاسي ډلې له موسس محمد مصدق څخه چې په همدې کال يې د ولسواکۍ او د تېلو د بهرنیو کمپنیو د ملي کولو غوښتنه کړې وه غوره کړ.( مصدق په ۱۳۳۰ کې لومړی وزیر شو او په ۱۳۳۲ کې د پوځي کودتا پرمټ له واک څخه لیرې شو). د ولسي جرګې په نویو وکیلانو کې له کابله غبار او محمودي، له جلال آباد نه الفت، له اندخوی نه نزیهي او له کندهار نه د پښتو ټولنې پخوانی مشر تاریخپوه عبدالحی حبیبي وټاکل شول. د نعمت الله ابراهیمي په وینا محمودي ۱۴،۰۰۰ رايې وګټلې. ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه کې د ابراهیمي مقاله دلته ولولئ). هغه د ژوندانه په ساده بڼې او بېوزلو ته د وړیا روغتیایي خدمتونو د چمتو کولو په شعار ښه نوم ګټلی و(دید کابل پوهنتون د طب څانګې له لومړیو فارغانو و). روس افغانستانپوه کارګون لیکلي چې غورځنګ په ځانګړي ډول محمودي د فابریکو او معدنو او په کندهار او قطغن کې د زابلي د سوداګریز شرکت د کارمندانواعتصاب ملاتړ وکړ. د۱۳۳۰ د چونګاښ په نهمه نېټه هغه له یوه مرګوني برید نه روغ ووت.:
مخکښې ډلې ډېر ژر یوولس نور وکیلان د غړو او ۴۸ تنه د ټول هېواد له توکمونوڅخه د پلویانو په توګه ورخپل کړل. د بهزاد د مقالې له مخې په دوی کې د فاریاب دوه وروڼه وکیلان محمد نظر نوا ( د میمنې له مرکز څخه) او عبدالکریم خیري (شېرین تګاب) او ښايي نور وکیلان له بلخ او بدخشان څخه چې د افغانستان په شمال کې د ترکمن توکمه ډلې (اتحاد و ترقي) غړي وو او تر ډېره بریده يې پټ فعالیت کاوه هم شامل وو. همدا ډول هزاره وکیلان له سیاسي غوښتنو سره، دوی ته ورګډ شول. د نارویژي څېړونکي برګ هارپویکین د یوې مقالې له مخې «په دې غوښتنو کې د هزاره ګانو له پاره د یوه ځانګړي ولایت جوړېدا چې دوبنی مرکز يې پنجاو او ژمنی یې بامیان وي او همدا ډول د پښتنو کوچیانو د څړځایونو بندېدا، د سیمه ییزو ادارو د زور زیاتي محدودېدا او په پای کې زده کړو ته برابر لاسرسی او له هزاره ګانو سره د توپیري چلند پایته رسېدا راتللې».د پارلمان په ۱۷۲غړو کې د غورځنګ د وکیلانو شمېر تر یو-درېیمې زیات وو او الفت د پارلمان د مشر دویم مرسیتال و.
په ۱۳۲۸ کې د داود او زابلي یوه بله هڅه چې د روښانفکرانو اپوزیسیون راملګری کړي او یو ګډ ګوند جوړ کړي، ناکامه شوه. فرهنګ یې نوم «د ملي یووالي ولسواک ګوند» بللی دی. هغه لیکلي چې له دې نابریالۍ هڅې وروسته داود دې ته ځیر شو چې ځان له پوځي پلوه پیاوړی کړي، خو په پارلمان کې د ملي ګوند غړو پر اصلاحاتو زور کاوه. دوی هڅه وکړه چې حکومت خلکو ته ځواب ویونکی کړي (خو بریالي نه شول). دوی غوښتل چې د پارلمان بحثونه له خلکو سره شریک شي او همدا ډول يې د مطبوعاتو پر یوه نوي قانون چې خپلواکې ورځپاڼې خپرېدو ته پرېږدي، ټینګار کاوه.( دا کار باید د۱۳۳۰ کال سلواغې کې شوی وای).
په ۱۳۳۰ کې ملي ګوند هڅه وکړه چې وزیر زابلی او د واشنګټن له پاره د افغانستان سفیر، کبیر لودین استیضاح کړي او په لومړي ځل يې د حکومت پر ضد په پارلمان کې د نه باور رایې کارول دود کړل. دوی حکومت د هلمند-ارغنداب ناوې په پروژه کې په نابریالي مدیریت تورن کړ او د« نوي استعمار» خلاف وغږېدل چې ګواکې د پروژې ماتې افغانستان له امریکا نه نورې پورونې ته اړ کړی دی. د محصلینو د ټولنې غړي عبدالحمید مبارز په وینا چې د پروژې مدیریت یوې امریکايۍ کمپنۍ موریسن نوډسین ته له ازادو سیالیو پرته ورکړ شوی و. تر دې مخکې حکومت له ولس سره د پروژې د لګښت شریکېدا کې ناغېړي کوله او د امریکا له صادراتي – وارداتي بانک سره یې چې پروژې ته يې نور پور ورکړی و، مالي تړون خپور کړ. د دغو هڅو له امله د پارلمان دغه قانوني موده د« اووم خپلواک پارلمان په نامه » مشهوره شوه.
زابلی د پروژې د مسول وزیر په توګه یو کال وروسته د ۱۳۳۰ د تلې میاشت کې له دندې ګوښه شو. دا نه ده مالومه چې زابلي د نه باور رايې په پایله کې دنده له لاسه ورکړه او که څنګه. د افغانستان دایرة المعارف لیکونکی لودویګ ادامیک د افغانستان په اړه دده د تاریخي قاموس د ۲۰۱۲ ګڼه کې د زابلي پر سیاسي ځانغوښتنه د شاه محمود خوابدۍ ته ګوته نیولې ده. داسې ښکاري چې زابلی د شاه محمود او داود د خپلمنځي سیالیو یو قرباني وي. المانی اقتصادپوه اوستیردیخوف آن داسې انګېري چې شاه محمود په پارلمان کې اپوزیسیون د زابلي د ملي بانک پر ضد «چې په دولت کې دننه په یوه بل دولت بدل شوی و» د یوې وسیلې په توګه وکاراوه. که څه هم شاه محمود سیالي خپل وراره داود ته چې په ۱۳۳۲ کې لومړی وزیر شو، وبایلله . داود په دې مقام تر۱۳۴۲ پورې پاته شو. داود د فردي ازادۍ ضد حکومت کاوه. هر ډول اپوزیسیون يې وځاپه او ډېر ملاتړي يې وربندیان کړل.
که څه هم اصلاح غوښتونکي وکیلان په بشپړ ډول بریالي نه وو،خو غبار د ۱۳۳۱ د پارلمان د مودې په پای کې لیکلي چې «ملي ګوند تر وروستۍ دقیقې پورې په ریښتیني ډول او زړورتیا سره خپله دنده د ملت او دولت تر منځ د اصلاح غوښتنې او روغې په روحیه مخ ته بېوله (…) او ملت په څرګند ډول یو ولسواک حکومت تر لاسه کړ»(…)
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲۵ جوزا / غبرګولی ۱۳۹۹