Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

ستره لوبه: په جنګ او کډوالۍ کې د افغان کريکټ ټيم را هسکېدل

کیت کلارک 19 دقیقې

افغانستان لا هم د کريکټ نړۍ ته  د ننوتلو په حال کې  دی. د کريکټ د نارينه لوبغاړو دې لوبډلې له يوه بې نظمه  ډلې او بې پروا لوبغاړو څخه چې د ۱۳۸۰ کال په شاوخوا کې لوبيدل، اوس يو منظم ټيم جوړ کړی. په دې وروستيو کې دوو افغان لوبغاړو د نړۍ په ستر لیګ کې د لوبيدلو لپاره د ګډون تړون لاسلیک کړ. دا د هندوستان غوره لیګ دی چې دا لوبغاړي  ورته په لکونو ډالرو پېرل شوي دي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د کريکټ مينه وال سودهانشو ورما او کيټ کلارک، چې  دومره د کريکټ مينه واله نه ده، دې ته کتنه کړي چې څنګه په دوو لسيزو کې افغان لوبغاړي وتوانيدل  چې له داسي سترو لوبغاړو سره ولوبیږي، سره له دې  چې د افغان نجونو ټيم د دوی په وینا تازه تازه  لوبي پيل کړېدي.

هغو لوستونکو ته چې د کريکټ لوبه يو راز ښکاري چې څنګه به ترسره کېږي، ،يوه لنډه تشريح په راوروسته ملپاڼه (ضميمه) کې راغلې ده.  د لوبو نور مینه وال لوبغاړيکولای شي د فوټبال په اړهد افغانستان د تحلیلګرانو  شبکې څېړنې چې د افغان لوبغاړو په اړه خپرې شوي، دلته ولولي. .

د افغانستان ۱۸ کلن لوبغاړی، راشد خان، هغه وخت د زمبابوي په  پلازمېنه ،  هرارې، کې د افغانستان او کوربه هيواد تر منځ د يوورځنيو نړيوالو لوبو په سيريز کې په لوبه بوخت و، چې د تير ۱۳۹۵ لمريز کال د کب د مياشتې په دويمه نيټه د هندوستان د غوره ليګ(۱) لپاره د کريکټ لوبغاړو د  پېرلو بولۍ روانه وه. د هندوستان غوره ليګ د (Indian Premier League) يا آی پې ايل په نامه ياديږي او دا په نړۍ کې تر ټولو ستر،  شتمن، د ميليونونو خلکو له خوا لیدل کېدونکی او په زړه پورې لیګ دی. آی پي ايل د نړۍ ستر لوبغاړي هم را جلبوي. هر کال د همدې ليګ اته لوبډلې د آې پې ايل د سيزن له پيل څخه مخکې د نویو لوبغاړو د  پېرلو بولۍ پيلوي. په آی پي ايل کې د پيسو بولۍ لوبغاړو ته ورځي (که څه هم، لکه په فوټبال کې، لوبډلې کيدای شي له نورو لوبډلو څخه هم لوبغاړي رانيسي). راشد خان غربي ویبپاڼې ای اس پي اين کريک انفو ته وويل چې «زما والدينو سهار له پاڅيدلو وروسته همدې بولۍ ته کتل». هغه همدارنګه وويل چې «زه هغه وخت لا هم ويده وم چې زما والدينو راته زنګ و واهه او راته ویې ويل چې پاڅيږم او بولۍ وګورم، ځکه زما نوم  یې هم په لست کې و.» هغه وروسته وويل چې دی لا هم شکمن و چې آيا دی به د آی پي ایل په لوبډلو کې کومه بولۍ تر لاسه کړي که يه، خو وروسته يي خپل نوم په لست کې وليد.

راشد خان يو ځانګړی توپ اچوونکی  دی؛ هغه چې توپ اچوي نو توپ څرخوي چې پر ډګر له ټوپ وهني وروسته توپ وهونکی  تېرباسي او هغه نه توانيږي توپ ووهي. د راشد خان لپاره په اآی پي ايل کې بولۍ د سږ کال تر ټولو ستره اريانتيا وه. راشد خان منځنی لوبغاړی دی (چې د کريکټ د اصولو په اساس د اتلسو میاشتو راهیسې په نړيوالو لوبو کې لوبيږي) (۲). دوو لوبډلو، ممبي انډيانز او سنرایزرز حیدرآباد، پر راشد خان بولۍ ووهله، چې دا هم سخته وه او هم تيزه وه، د بولۍ په اړه ويډیو دلته کتلای شئ. راشد خان د سږ کال لپاره تر ټولو قیمتي تړون تر لاسه کړ. د سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې راشد خان په څلويښت ميلیونه هندي روپیو چې شاوخوا شپږ لکه ډالر کيږي،  وپېره.

راشد خان دډيکان کرونيکل ویبپاڼې ته وويل چې  دا ورته«واقعيت نه ښکاري، چې زه دې له هغو لوبغاړو سره د لوبو جامو د بدلولو په ځای کې يوځای شم چې لوبيیې ما دومره کتلي دي چې ور سره ستر شوم».   ده د هغو هندي لوبغاړو نومونه واخيستل چې د کريکټ ستوري دي چې په هغو کې د هند يوراجسينګ، شیکارداوان،داستراليا ډيويډوارنر او دنيوزلینډ کينويليمز شامل دي. د آی پي ايل په سږنيو لوبو کې د راشد خان تر څنګ محمد نبی عیسی خيل هم لوبيږي. محمد نبی لومړنی افغان لوبغاړی دی چې سږ کال په آی پي ايل کې لوبيږي او هغه هم د سنرایزرز حيدر آباد لوبډلې پېرلی دی. محمد نبی په کريکټ کې په نړيواله کچه ښه ځلانده  مخینه لري. د کريکټ په نړيواله شورا يا آی سي سي کې، هغه د نړۍ اووم لوبغاړی دی چې هم ښه توپ اچوي او هم تکړه توپ وهونکی دی.

محمد نبی په تېرو دوو کلونو کې له لسو کسانو څخه يو دی چې ۶۰۰ منډې يي د دې ليکنې د ليکلو تر وخت پوري جوړې کړي دي او تر ۶۰  پورته لوبغاړي يېپه لنډو لوبو کې چې د شل اوريزو سياليو په نامه ياديږي، سوځولي دي. محمد نبی د توپ اچوونکي د وړتيا په اساس په شل اوريزو سياليو کې په نړۍ کې درېيم تر ټولو ښه لوبغاړی  دی. له هغه څخه مخکې په نړيوال کريکټ کې دوه نور ستوري دي لکه د لويديځ هند سونيل نهرين او د پاکستان شاهد افريدی. د تير کال په نړيوالو شل اوره سياليو کې محمد نبی تر ټولو  ډېر لوبغاړي سوځولي ول. (که لوستونکی غواړي د کریکټ په اصولو پوه شي لاندې  ملپاڼهدېولولي. هدف دا دی چې محمد نبي نړيوال لوبغاړی دی).

د آی پي ايل لوبېد سږ کال د وري مياشتي پر ۱۷ نيټه پيل  شوې. لومړنۍ لوبه د سنرایزرزحیدرآباد او د رویال چلینجر بنګلور تر منځ تر سره شوه. په دې لوبه کې د دواړو افغان لوبغاړو له ډلې څخه يوازي راشد خان ارمان ولوبيده. د اي ايس پي اين کريک انفو د معلوماتو له مخې راشد خان په دې لوبه کې دویم غوره توپ اچوونکی ګڼل شوی. کله چې راشد خان په شپږم اور کې توپ اچونه پيل کړه په څلورم توپ يي د مقابلي لوبډلې مانډيپ سينګ و سوځاوه. په دې لوبه کې دا د مقابلې لوبډلې لپاره مهم لوبغاړی و. په همدې لوبه کې دويم ځل راشد خان په دولسم اور کې توپ اچونه وکړه او په دې اور کې يي هم په پنځم توپ د همدې لوبې دويم لوبغاړی وسوځاوه. همدارنګه د وري مياشتي په ۲۱ نېټه د سنرایزرز حیدر آباد او ګوجرات ليون تر منځ لوبه کې راشد خان ښه وځليد او په درې اورونو کې يي په خپله توپ اچونه درې لوبغاړي وسوځول چې په دواړو لوبو کې راشد خان د سنرایزرزحیدرآباد د بریا لامل وګرځيد.

پيل

د افغانستان کريکټ لوبډله د کډوالۍ او جنګ زیږنده ده. کله چې د روسانو له يرغل څخه وروسته په ۱۳۶۰ لمريزو کلونو کې افغانان د کریکټ  مینه وال هيواد پاکستان ته کډوال شول، افغان ځوانانو هلته زده کړل چې څنګه په (رابرټيپ پوښل شوي)توپباندېد کريکټ لوبه وکړي. د پاکستان په کوڅو کې کريکټ یوه پيژندل شوې لوبه ده. هلته خلک د ټينیس پرتوپ  رابرټيپ  تاووي  چې غورځيدا یې   یو څه کمه شي. په ۱۳۷۰ کلونو کې پاکستان په کريکټ کې يو ځليدونکی هيواد و، چې په ۱۳۷۱ لمريز کال کې يي نړيوال مډال هم وګاټه او په دې هيواد کې کريکټ نور هم وده وکړه. له همدې سره په افغان کډوالو کې هم دې لوبې مينه وال پيدا کړل چې د هغوی له ډلې څخه تاج ملوک او الله داد نوري ول چې د افغانستان د کريکټ فدراسیون يي په ۱۳۷۴ لمريز کال کې جوړ کړ؛ نور معلومات (دلته) ولولئ.

کيټ کلارک  ته ښه په زړه دي چې د طالبانو د حکومت په وروستيو کلونو کې هغې د کريکټ لوبډلېله غړو سره په وزير اکبر خان مېنه کې ليدلي ول. هغه وخت دوی په  هغه سيمه کې چې هلته اوس د برتانيا سفارت  دی، د کريکټ لوبه کوله او کيټ هلته ورغلېوه. په ۱۳۷۸ لمريز کال کې د افغانستان د کريکټ لوبغاړو يو ځل د نړۍ تر ټولو زاړه کريکټ کلب کې هم  پام ځان ته ور واړاوه. دا د ميريلنډ کريکټ کلب و چې په (ايم سی سی) مشهور دی. د ايم سي سي يو غړی، سټیوارټ بينتم هغه وخت کابل ته د مخابراتي شرکت – افغان بيسم د شريک په توګه راغلی و چې  نوی یې هغه مهال په کار پیل کړی و. کله چې هغه په افغانستان کې د کريکټ لوبه وليدله نو له ايم سي سی څخه يي غوښتنه وکړه  چې افغان لوبغاړو ته يو څه مواد ورکړي. په دې کې توپونه، بيټ او ويکټې شامل ول. په هغه وخت کې په کابل سټيډيوم کې د طالب چارواکو په اجازې سره افغان لوبغاړو يو ځل لوبه هم وکړه. له همدې امله د ايم سي سي له خوا له طالبانو سره چې هغه  مهال واکمن وو، مرسته هم و شوه.

د طالبانو له حکومت څخه وروسته له پاکستان څخه د کډوالو راستنيدا په افغان خاوره کې کريکټ  نور هم وغوړاوه. له دې وروسته په افغانستان کې کريکټ  چټکه وده پیل کړه. که څوک غواړي له دې پير څخه وروسته په افغانستان کې د کريکټ دوام ته کتنه وکړي نو ځيني مهم ټکي به يېپه لاندي ډول وي:

  • د ۱۳۸۲ لمريز کال د غوايي مياشت: په دې وخت کې د افغانستان د کريکټ فدراسيون په لومړي ځل د کريکټ ملي ازمويني پيلوي. دې ازموينو ته د هيواد له مختلفو سيمو څخه په کابل کې حضوري چمن ته د کريکټ لوبغاړي راغلي ول. د همدې ازمويني له برکته د افغان لوبډلې او د ايساف ځواکونو تر منځ لوبهتر سره شوه. دا لوبه د افغانستان د تاج ملوک لوبډلې د ايساف له ځواکونو څخه په بري  سره خپله کړه. په همدې ازميښتي لوبو  کې د افغانستان لوبه ګټونکې وګڼل شوه (دلته يي ولولئ).
  • په ۱۳۸۳ لمريز کال کې، د اسيايي کريکټ شورا د ځانګړي کپ سيالي-په دې سياليو کې د کريکټ د نړيوالې شورا ټاکل شوي او همدارنګه منظم غړي لوبه کوي. په دې لوبه کې افغان لوبډلې بحرین ته ماته ورکړه، چې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا وه. (که څه هم په همدې سيالۍکې افغان لوبډلېنورې لوبې و بايللي).
  • په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د کريکټ د اسيايي شورا په شل اوره ټورنمينټ کې چې دا ټورنمينټ د غړو هيوادونو او ټاکل شويو (غالباًد ټيټي لوبډلې پوړۍ) لوبډلو تر منځ تر سره کيږي، افغان لوبډلې خپل لومړنی نړيوال مډال تر لاسه کړ (که څه هم له عمان سره ګډو).
  • په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ لمريز کلونو کې افغان لوبډلې دوه نورې نړيوالي سيالۍ وګټلي، دا د نړيوال کريکټ ليګ کې د درېيم او پنځم ډيويژن په نامه ياديدلې (۳). له همدې برکته افغان کريکټ لوبډله د ۱۳۹۰ لمريز کال د نړيوالو سياليو د غوراوي لپاره مستحق وبلل شوه. په دې نړيواله سيالۍ کې افغان لوبډله شپږمه و پېژندل شوه خو نړيوال کپ يي له لاسه ووت. خو شپږم کيدلو دوی ته دا وړتيا ورکړه چې په لومړي ځل د کريکټ په نړيوالو يو ورځنيو سياليو کې ګډون وکړي (دلته او دلته) يي ولولئ. په يوه مستند فلم کې چې «د ايرو  له منځه» نوم ورکړ شوی،يوه افغان کريکټ لوبغاړي فلم جوړوونکې ته هغه مهال ويلي  چې«ننورځموږدکډوالولهپنډغالو څخه افغان لوبډله نړيوال شهرت ته ورسوله)».
  • په ۱۳۸۸ لمريز کال کې افغان لوبډلې يو ځل بيا د کريکټ د اسيايي شورا د شل اوره ټورنمينټ بريا خپله کړه.
  • د ۱۳۸۸ کال په سلواغې کې افغان لوبډلې د ايرلنډ لوبډلې ته ماته ورکړه او د نړيوالې شل اوره سيالۍلپاره غوره لوبډله شوه. خو په وروستي ټورنمينټ کې يېکومه لوبه ونه ګټله. خو د ۱۳۸۹ لمريز کال په لړم مياشت کې افغان لوبډلېنړيوال کپپه لومړۍ هڅه وګاټه. دې ته د لومړۍ درجې ټورنمينټ وايي. د بېلګې په ډول په دې کې لوبډلې لږ تر لږه د درې ورځو لپاره سيالي کوي چې د کريکټ د نړيوالې شورا له خوا برابريږي (لومړی  جدولوګورئ). په همدې کال کې افغان لوبډلې بيا هم د کريکټ د اسيايي شورا مډال وګاټه او په ۱۳۹۰ کې یې بيا د اسيايي کريکټ شورا شل اوره ټورنمنټ هم وګاټه.
  • په ۱۳۹۲ لمريز کال کې په شارجه کې افغان لوبډلې خپله لومړنۍ نړيواله يوه ورځنۍ سيالي له پاکستان سره وکړه، خو لوبه يېونه ګټله. دا د افغانستان د کريکټ په تاريخ کې تر ټولو ستر بدلون و، چې حتی د طالبانو وياند هم په خپل پيغام کې د افغان لوبډلې ملاتړ څرګند کړ. په همدې کال کې افغان لوبډله د غوره سياليو لپاره پرمخ ولاړه او بيا د نړيوالو شل اوره سياليو لپاره غوره شوه. خو بيا يي هم په وروستۍ لوبه کې کومه لوبه ونه ګټله.
  • په همدې کال کې افغان لوبډلې د ښې لوبيدنې له برکته له علی البدله غړيتوبه (چې دې حالت کې لوبډله له ۵۵ نورو هيوادونو سره  تړاو لري) (له ۳۶ نورو هيوادونو سره ترڅنګ)د بشپړغړيتوب دریځ تر لاسه کړ. همدارنګه افغان لوبډلې د کريکټ د نړيوالې اتلولۍپه سيالۍکې دويم مقام تر لاسه کړ او د کريکټ د اسيايي شورا د شل اوره سياليو د ټورنمنټ ګټونکې شوه.
  • د ۱۳۹۳ لمريز کال د کب په اوومه نېټه د کريکټ په نړيواله سيالۍکې افغان لوبډلې خپل نوم د لومړۍ بريا په توګه، د سکاټلنډ په ماتولو، ثبت کړ.
  • په ۱۳۹۵ لمريز کال کې افغان لوبډله په هندوستان کې په نړيواله شل اوره سيالۍ کې ولوبيده. په دې لوبو کې دېلوبډلې د خپل ګروپ ټولي لوبې وګټلي او وتوانيده  چې د نړيوال ټورنمينټ دويم پړاو ته  ووځي. خو  وروسته یې دا وس ونه موند چېنيمه پایلوبېته غوره شي. خو، دوی د خپلو وروستيو سياليو په دويم پړاو کې وتوانيدل  چې ګټونکې لوبډلې ته، چې  وېسټ اینډیز وه، ماته ورکړي. دوی همدارنګه نژدي ول چې د انګلستان لوبډلېته هم ماته کړي. په دې لوبه کې افغان لوبډله تر پايه ښه ولوبيده خو په وروستيو کې د انګلستان لوبډله معين علي وژغورله. کيټ کلارک وايي چې هغه ورځ چې د افغان او انګلستان لوبډلو تر منځ سيالي وه، په دفتر کې ځوانانو کم کار کړی و، ځکه  ټول لوبې ته ځير وو.

د افغان لوبډلې ښې لوبې دنېا و همدارنګه د لوبي له ګټلو وروسته اتڼونو له لوبغاړو څخه د کريکټ په نړۍ کې د شپې ستوري جوړ کړي دي. د سياليو پر وخت، محمد شهزاد، چې د افغانستان ويکيټ نيوونکی او توپ وهونکیدی، همدارنګه د بريا د لمانځنو لپاره هم پېژندل شوې څېره ده، د ۱۳۹۵ لمريز کال په سياليو کې څلورم کس و چې زياتي منډې يي جوړېکړې. کهڅه هم له ده سره په لوبه کې تر هغه ډېر ستر او تکړه لوبغاړي لوبيدلي دي. محمد نبي او راشد خان، چې سږ کال په آیپي ايل سياليو کې ولوبېدل، دوه تکړه ويکټ اخيستونکي ګڼل شوي. کهڅه هم په همدې لوبو کې تردویتکړهتوپاچوونکي لوبيدليدي.

سږکال افغان لوبډلی بل ستربریهمراوړ، هغه دا چې د۱۳۹۵ کال د کب په ۲۲ و توانيده  چې په شل اوره سياليو کې ايرلنډ ته سر په سر ماته ورکړي (ايرلنډ د نړيوال معيار  له مخې غوره لوبډله ده). په دې لوبو کې افغان لوبډلې د اټکل خلاف ډيرې منډي جوړېکړې او په پايله کې يي د ايرلنډ د ماتېدونکو هيوادو نو ريکارډ جوړ کړ. په دې لوبه کې محمد نبي ۸۹منډې وکړې چې تر اوسه داسې ریکارډ چې د پنځوکسانو په سوځيدلو سره ۲۹۶منډې هدف وټاکل شي، چا نه دی جوړ کړی. په دېسيالۍکې افغان لوبډلې په وروستيو شپږ اورونو کې۱۰۴ منډې جوړې کړې چې د کريکټ د شل اوره سياليو په تاريخ کې پر۳۶ توپونو دومره منډې کولي و ستر ريکارډ دی. همدارنګه لوبه افغانستان په۲۳۳منډو ختمه کړه چې داهم دهغو هيوادونو لپاره سترريکارډ دی چې تراوسه دکريکټ دنړيوالي شوراب شپړغړیتوب نه لري. په دې منډو سره افغانستان په نړيواله کچه اتم هيواد شو چې دومره ډېرې منډې جوړوي. همدارنګه دسږکال دوري مياشتي په پنځمه نيټه افغانستان له ايرلنډڅخه ديوورځنيو سياليو سيريز وګاټه.

کورنۍ ننګونې، مينه او نړيوال ملاتړ

د افغان کریکټ لوبډلې را څرګنديدل د پام وړ ول. د دوی  بریاوو دا کار لا پسي زړه پوري کړ. د نيوزلنډ لوبډلې پخوانی مشر انډي مولز،چېپر۱۳۹۴ لمريز کال يي د افغان لوبډلې مشري هم کړې دغه لوبډله په لاندېډول تشريح کوي:

کله چې زه دوی ته روزنه ورکوم نو ځينې وختونه د ټرينينګ په منځ کې يو دروند غږ زما تر غوږشي. چې وګورم هغه د امريکایيانو تورې هليکوپترېوي چې د کابل په هوا کې الوځي. دا ما ته داسې ښکاري لکه په کوم جنګي فلم کې چې ټرينينګ ورکوم. دا وضعيت له حقیقت څخه لرېبريښي ځکه چې زه تهدید نه احساسوم. کله چې زه سهار مهال د کار پر لورې روانيږم ويره نه لرم.

په افغانستان کې کريکټ په داسې حال کې ځليږي چې نه امنيت شته او نه هم اساسي کارونه شوي دي. يوازي لې والتيا او پرخپل ځان باور افغان لوبغاړي دې ته هڅولي چې په دې چاپيريال کې وځليږي. کهڅه هم نړيوال ملاتړ شته، خو افغانستان نه شي کولای د نړيوالو لوبو لپاره کوربه توب وکړي ځکه چې دلته امنيتي جنجالونه شه . په دې برخه کې عرب متحده امارات، سريانکا او هندوستان ټټر وهلی څو د افغانستان لوبډلې ته اجازه ورکړي او دا هيوادونه د خپل کوربه توب لپاره وکاروي. له ایرلنډ سره د سږکال لوبو لپاره افغانستان د هندوستان په نويډيلي کې د ګريټر نويدا (دلته يي وګورئ) لوبغالی ټاکلی و  چې د همدې لوبو کوربه توب وکړي.

افغانستان له پاکستان، هندوستان او سريلانکا سره هم تړونونه لاسليک کړي دي څو په هغو هيوادونو کې کريکټ ته وده ورکړي. افغان لوبغاړو په بنګله دېش کې هم  زده کړې کړي او همدارنګه يي په استراليا او انګلستان کې تخنيکي ملاتړ تر لاسه کړی  دی.  دغه راز یې دا فرصت هم  موندلی چې د پاکستان د تکړه روزونکي، انضمام الحق، له خوا  روزنه ورکړ شي، که څه هم انضمام الحق  بېرته د پاکستان د کريکټ بورډ له خوا ور  وغوښتل شو. د دې لپاره چې افغان لوبغاړي خپل کورني استعدادونه  وغوړوي، هندوستان په کندهار کې د يوه سټيډيوم جوړولو لپاره د مالي ملاتړ ټټر وهلی. هغو هيوادونو چې د کريکټ لوبه  په کې دومره نه تر سره کيږي، هم د مالي ملاتړ لپاره ژمنه کړې. د بېلګې په توګه جرمنيپه خوست ولايت کې د يوه سټيډيوم جوړول تمویل کړي دي. . د افغانستان لپاره د سويډن کميټي او همدارنګه انګلستان هم د کريکټ د ودې ملاتړ کړی او د دې لپاره یې پيسي ورکړي  چې په کابل، کندز، لغمان، ننګرهار او میدان وردګو ولايتونو کې په شلو ښوونځيو کې د کريکټ لوبي  ډګرونه جوړ  شي. يوې بلې ادارې چې د انګلیسانو له خوا  تمویلېږي هم په خپل مالي ملاتړ سره په ۲۲ ولايتونو کې د کريکټ اسانتياوي برابرې کړې دي. کريکټ هغه ساحه ده چې نړيوال ملاتړ په کې اغيزمن ثابت شوی.

يوازې نارينه؟

يوازینۍ ستونزې کیدای شي د افغان ميرمنو د کريکټ لوبډله وي. د نورو هيوادونو په څير په افغانستان کې هم نارينه د کريکټ لوبه پر مخ وړي. خو بيا هم د نورو هيوادونو پر خلاف افغان مېرمني هم لږ تر لږه د کريکټ په لوبه کې را څرګندې شوې دي. د نارينه کريکټ لوبډلې په څير د ميرمنو لوبډله هم د ډيانا بارکزۍ له خوا افغانستان ته له پاکستان څخه را ولېږدول شوه. هغې دا لوبډله په ۱۳۸۸ لمريز کال کې رامنځ ته او  وروزله. همدارنګه په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان د کريکټ بورډ په رسمي ډول د مېرمنو لوبډله رامنځ ته کړه. که څه هم د ملاتړو هيوادونو له خوا مرسته شوې ده خو  دومره پاموړ پرمختګ  لا نه دی شوی. تر اوسه پوري افغان ميرمنو په کومه لوبه کې د افغانستان رسمې  استازیتوب نه دی کړی، خو په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د تاجکستان په دوشنبه کې د شپږو سيمه یيزو ټيمونو په ټورنمينټ کې و لوبيدې چې د بارکزۍ په مشرۍ لوبډلې لوبه وګټله.

د افغانستان د کريکټ بورډ اجرایيه غړي، شفیق الله ستانکزي، له نيو يارک ټایمز سره په مرکه کې ادعا کړې چې د ميرمنو ملي لوبډلې په پټه خپلو کارونو ته دوام ورکاوه. هغه ويلي دي: «د ځينو محدوديتونو له وجې موږ د ميرمنو لوبډله نه شوای افشا کولی». هغه همدارنګه د خپلو خبرو په دوام ويلي دي: «د ميرمنو ملي لوبډله په  لومړني پړاو کې ده. ځکه  نو په نړيوالو لوبو کې نه شي لوبيدلای». خو يوه استراليايي روزونکي، پيټر انډرسن، چې په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د کريکټ اکاډمۍ روزونکی ګومارل شوی و، نيو يارک ټايمز ته ويلي چې کريکټ بورډ د ميرمنو لوبډله د ۱۳۸۸ په شاوخوا کې لغوه کړې ده. ډيانا بارکزۍ هم دا خبره تایيدکړې ده. هغې ويلي دي چې د افغان مېرمنو لوبډلې آن د څو کلونو لپاره تمرين نه دی کړی.  ټولنیز حساسيتونه ريښتنيې ننګونه ده، په ځانګړي ډول لکه چې بارکزۍ ورته اشاره کوي، کله چې د مېرمنو لوبډله د کريکټ بورډ ته لاسرسي پيدا کوي. هغه په ۱۳۹۳ لمريز کال کې له خپلې دندې لاس په سر شوه. هغې رويټرزآژانس ته ويلي دي چې کريکټ بورډ د مېرمنو د لوبډلې د پرمختګ مخه ډب کړې ده، ځکه چې  داسي فکر کوي چې مېرمني دې له محرم پرته  بهر  نه وځي. هغي ويلي دي («د افغانستان کريکټ بورډ د ميرمنو لپاره د کريکټ لوبډلې ملاتړ نه کوي که څه هم زه په افغانستان کې ۳۷ زره نجوني لرم چې غواړي د  هېواد په کچه د کرېکټ لوبغاړې  شي ».

ټولنیزه محافظه کاري يوازينی خنډ دی چې د نجونو د کريکټ  مخه ډب کوي. سارا فان، چې د افغان کنکشن مؤسسي چې د کريکټ د ودې لپاره کار کوي، مشره ده، د کريک ويز ويبپاڼې ته ويلي دي چې دوی «په داسې ټولنه کې کار کوي چې له کلتوري  پلوه ډېره حساسه ده، په دې ټولنه کې نجونو او هلکانو ته  جلا درسونه ورکول کيږي». ډيانا بارکزۍ چې اوس د کريکټ د نړيوالي شورا منل شوې  روزونکې ده، وايي چې په افغان نجونو کې د کريکټ لپاره  دومره  مینه او لېوالتیا نشته».

د افغان ميرمنو د کريکټ لوبډلې  نشتوالی مهمه موضوع ده نه يوازي د مېرمنو لوبغاړو لپاره. که افغانستان غواړي د کريکټ د شورا پوره غړيتوب تر لاسه کړي او په پنځه ورځنيو لوبو کې ولوبيږي نو بايد د ميرمنو د کريکټ لوبډله ولري. په ۱۳۹۳ لمريز کال کې يو افغان چې نه يي غوښتل نوم يي واخیست کې اینډیپينډينټ ورځپاڼي ته ويلي دي «مخکښ افغانان چې په کريکټ کې دخيل دي يوازې د ميرمنو لوبډله په سمبوليک شکل غواړي څو يي يوازي د کريکټ نړيوالې شورا ته وښيي».

د لوبې په اړه راپورونه

هغو کسانو  ته چې له کريکټ سره راستر شوي دي، دا ليکنه  ښایي عجیبه غوندې وبرېښي. کريکټ هغه لوبه ده چې قاموس يي له تخصصي کلماتو ډک دی، لکه منډي، ايننګز، اور، ويکيټ، ليګ سپينر، ګوګلي.  افغان سپورتي خبریالانو ته چې د  لوبو رپوټونه ورکوي کيدای شي ژبنۍ ننګوني پيدا شوې وي. دوی ته به ګرانه وي چې د لوبو په اړه څه ډول تبصرې وکړي، په ځانګړي ډول د راډيو د هغو اوريدونکو لپاره چې له لوبې سره  ناآشنا وي. د اسيا په نورو سويلي هيوادونو کې خلک له انګليسی اصطلاحاتو سره يوځای را ستر شوي دي، خو د دې لوبې  نویو مينه والو  ته دا ګرانه  پرېوځي. د بې بې سي ژورنالست ايمل پسرلي  دا وسپړله چې کاري  ‌ډلې یې اصطلاحات څنګه ژباړل. هغه وايي چې ځيني يي اسان ول: رنز د منډې په معنی  دی، بټسمن معنی د منډو جوړوونکی، امپاير معنی لوبڅار، بالر معنی توپ اچوونکی.

ځيني کلمې داسي  راختلې چې پښتو ته نه شوای  ننوتلای، لکه (ایل بي ډبليو) چې معنی يي ده له ويکيټ څخه مخکې زنګون، دا په هغه وخت کې چې لوبڅار توپ وويني چې که د توپ وهونکي زنګون نه وای کيدای شوای شاته ويکټ لګيدلي وای. که لوبڅار ايل بي ډبليو ووايي نو توپ وهونکی سوځيېدلی  دی. پسرلی وايي چې دوی همدا کلمه لکه څنګه چې ده همداسي پريښوده. افغان کريکټ بورډ همدغه ټکي کاروي، او همدارنګه نورې رسنۍ هم دا کار کوي.

د ټيسټ لوبو د  دریځ د تر لاسه کولو پر لور؟

د افغان لوبغاړو لوبېدنې ته په کتو سره، د افغانستان لوبډله داسي ښکاري چې د سويلي اسيا  د ګڼو هيوادونو د ځوانانو انعکاس  کوي. په افغانستان کې سيمه یيزي لوبډلې هم  سیالۍ کوي. په لرې پرتو سيمو کې ځوانان په شل متره ځمکه باندي فرش غوړوي او له دې څخه د لوبي د ډګر کار اخيستل کيږي. کابل او جلال اباد پرمختللي ښکاري: په دواړو ښارونو کې داسې لوبې کيږي چې زيات مينه وال  ورماتوي. په زړه پورېدا ده چې ځوانانله کريکټ سره ليوالتيا ښيي. په ۱۳۹۳ لمريز کال کې د نولس کلنو نه ټيټ عمر لپاره په نړيواله سيالۍ کې افغان لوبډله اووم نمبر و پېژندل شوه. په دې لوبو کې افغان لوبډلې استراليا ته ماته ورکړې وه.

اوس مهال افغانستان هڅه کوې  چې د کريکټ په نړيواله شورا کې د ټيسټ لوبو  دریځ تر لاسه کړي. د زياتو مينه والو لپاره ټيسټ کريکټ داسې معياري لوبه ده چې د يوه ټيم وړتيا پکي ارزول کيږي. په ټيسټ کريکټ کې د هيوادونو لوبډلې له دريو تر پنځو ورځو پورې لوبې کوي چې پنځه ورځې دوام کوي. د دې ډول لوبې نوم هم د دې لوبې په اوږدوالي پورې تړلی  دی. دا لوبه په دې موخه تر سره کيږي چې د دواړو لوبو د قوت کچه اندازه کړي. په دې ډول لوبو کې دوام، پايښت، تکتيکونه او د لوبډلې برابروالی په نظر کي نيول کيږي څو يوه لوبډله ګټونکي اعلان شي.

د افغانستان  دا هيله  چې د ټيسټ لوبو  دریځ تر لاسه کړي، ښه غوښتنه بريښي خو ناکامي يې دا ده چې تر اوسه د مېرمنو لوبډله  نه شته.  اوس به نو، یا د میرمنو لپاره وضعيت بدلیږي او يا به د کريکټ نړيواله شورا خپل اصول بدلوي، که نه افغان لوبغاړي به يوازي په لنډو لوبو کې لوبیږي. دا چې د ای پي ايل لوبي اوس مهال ختمي شوېدي، افغانانو په ډيره ليوالتيا سره دا لوبې څارلي. په ځانګړي ډول هغه لوبي چې  افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد ارمان پکې لوبيدل. افغان لوبغاړي په دې لوبو کېډېر ښه و ځليدل. په ځانګړي ډول راشد خان ارمان نه يوازې د افغان مينه والو  پام ورمات کړی و بلکې د هند وګړي یې هم لوبي ته ګوته په غاښ پاتې ول.

ملپاڼه (ضميمه): کريکټ څه شی دی؟

کريکټ لوبه د يوولسو لوبغاړو تر منځ کيږي. هره لوبډله بايد هم توپ وهنه وکړي او هم توپ اچونه. په لوبغالي کې درې لرګي درول شوي وي، چې د دريو لرګيو پر سر دوه نور واړه لرګي هم ايښودل شوي وي چې دې ته (ويکټ) وايي. د لوبې په ډګر کې يوه شل متره تراړه وي چې دې ته پېچ وايي او يوه ویکيټه د پېچ په يوه سر کې دريږي او بله يي په بل سر کې. د کريکټ په لوبه کې  تل دوه توپ وهونکي وي چې هر يو باید له يوې ويکټې سره ودريږي. توپ اچوونکی بايد له دې دوو کسانو څخه يوه ته توپ واچوي. توپ وهونکی بايد هڅه وکړي  چې توپ پر ويکټ  لګېدو ته پرېنږدي. همدارنګه توپ وهونکی بايد توپ ووهي څو منډې جوړېکړي. کله چې توپ وهونکی توپ ووهي نو بيا باید دواړه لوبغاړي له يوې ويکټې څخه بلي ته منډه وکړي او يو ځل منډه کول دا معنی لري چې يوه منډه وشوه، که دوه ځلې  منډه رامنډه وکړي په دوو منډو حسابيږي.

که توپ اچوونکی توپ واچوي او پر ويکټ ولګېږي نو په دې صورت کې توپ وهونکی ( سوځي)  بيا باید د هغه پر ځای بل کس لوبې ته را ګډ شي. همدارنګه کله چې توپ وهونکی توپ ووهي او مقابله لوبډله  یې پر هوا ونيسي په دې صورت کې هم توپ وهونکی سوځېدلی دی.

په ورته وخت کې کله چې توپ وهونکی هڅه کوي توپ ووهي او توپ سم ولګيږي او توپ پرهوا ولاړ شي او له دايرېڅخه بهر ولګېږي نو دا په شپږيزه حسابيږي. خو کله چې توپ وهونکی توپ ووهي او په دايره کې ولګېږي او بيا له دایري څخه د باندي ولاړ شي بيا په دې صورت کې په څلورو منډو حسابېږي. همدارنګه کله چې توپ وهونکي د توپ له وهلو وروسته له يوې ويکټې څخه تر بلې ويکټې پوري منډه وهي، په دې وخت کې مقابله لوبډله هڅه کوي څو يوه ويکټه  وولي، که توپ وهونکی ويکټې ته نه وي رسيدلی او توپ پرويکټ ولګيږي په دې صورت کې هم هغه کس چې ويکټي ته پر لار دی سوځي.

د لوبډلې ټول کسان باید په خپل نوبت سره و لوبېږي. خو کله چې لس نفره وسوځول شي معنی دا چې ټوله لوبډله وسوځيده او له دې سره بيا مقابله لوبډله بايد لوبغالي ته راشي او توپ وهنه وکړي.

په شل اوره سياليو کې شل اوره لوبول کيږي چې هره ډله بايد یو بل ته توپ اچونه وکړي. په يو اور کې شپږ ځلې بايد توپ اچونه تر سره شي. په يو ورځنیو نړيوالو سياليو کې پنځوس اوره لوبول کيږي. په ټيسټ لوبو کې د اورونو لپاره حدود نه ټاکل کيږي. لوبډلې تر هغو لوبه کوي  چې ټول کسان یې وسوځول شي چې دېته «ايننګز» وايي. هره لوبډله په پنځو ورځو کې د دوه ايننګزو يا دريو لوبيدلو اجازه لري. که په ټاکل شوي وخت کې لوبه ختمه نه شي (د بېلګې په توګه ځيني لوبغاړي نه وي سوځول شوي) بيا دا لوبه اخري کيږي پرته له دېچې چا زياتې منډې جوړېکړېدي.

(۱) د هندوستان غوره لیګ يا آی پي ايل د شل اوره سياليو مسلکي ليګ دی. په هند کې دا لوبه هر کال د میلادي کال په اپريل او مۍ مياشتو کې تر سره کيږي او په دې ليګ کې اته لوبډلې برخه اخلي. د هندوستان د کنترول بورډ آی پي ایل په ۱۳۸۶ لمريز کال کې رامنځ ته کړ. يوه لوبډله له پنځو لارو لوبغاړي تر لاسه کولای شي: کلنۍ بولۍ، داخلي لوبغاړي را ګډول، هغه لوبغاړي را ګډول چې تر اوسه نه وي رانیول شوي، تجارتي لوبغاړي رانيول او د نورو لوبغاړو ځای ناستي پيدا کول. د رانيولو لار دا ده چې لوبغاړی بايد د هغه په خپله خوښه رانيول شي. کلنۍ بولۍ په دې خاطر تر سره کېږي  چې بهرنيو لوبغاړو ته هم دروازه خلاصه شي  چې په آی پي ايل کې ولوبيږي.

(۲) د کريکټ نړيواله شورا يا آی سي سي، لوبډلې په دريوډولو ټاکي:  علي البدل غړي، نيمه غړي او پوره غړي. اوس مهال لس لوبډلې پوره غړيتوب لري، چې دا لوبډلې ټیسټ لوبي کولای شي. ۳۹ نورې لوبډلې دي چې نيمه غړي دي، چې شپږ لوبډلې یې د يو ورځنيو نړيوالو سياليو  دریځ لري، چې دوی یې له برکته  له پوره غړو سره لوبې کوي. دا شپږ لوبډلې کولای شي په نړيوالو شل اوره سياليو کې ګډون وکړي. په  علی البدلو لوبډلو کې ۵۶ لوبډلې شاملې دي.

 علی البدلغړي: دا هغه هيوادونه دي چې آی سي سي يي په رسميت پيژني چې هلته د کريکټ اصول مراعات کيږي. دا ډول غړي  بايد د کريکټ اداره ولري او همبايد لاندېاړتياويپورهکړي.

د دې لپاره چې همدا ډول غړي د نيمه غړو پوړۍ ته ورسېږي، نو دوی ته په کار ده چې د آی سي سي نيمه غړي کيدلو  وړتیاوېپوره کړي او بايد په وروستيو دریو کلونو کې يي په لوبو کې لاندې معيارونه پوره کړي وي:

  • بايد په وروستيو دريو کلونو کې په ټولو اړوندو نړيوالو سياليو کې چې د آی سي سي اړوندې دي لوبېدلي وي.
  • په خپله سيمه کې بايد لومړی، دويم يا درېيم ټيم و اوسي.

دوی بايد لاندې بریاوې هم ولري.

  • په پنځوس اوره سياليو کې یې لږ تر لږ دوه نيمه غړې لوبډلې ماتې کړې وي.
  • دوه ځلې بايد د شلو نیمه غړيو لوبډلو له منځ څخه د يوې لوبډلې پر وړاندې په يوه پنځوس اوره سيالۍ کې (تکړه سیال) پاتې شوې وي.
  • يو ځلې یې نيمه غړې لوبډله ماته کړې وي او يو ځلې د يوې لوبډلې پر وړاندې په يوه پنځوس اوره سيالۍ کې (تکړه  سیال) پاتې شوې وي.
  • درې ځلې یې نيمه غړي په شل اوره سياليو کې مات کړي وي.
  • په دريو لوبو کې د شلو نیمه غړيو لوبډلو له منځ څخه د يوې لوبډلې پر وړاندې په يوه شل اوره سيالۍ کې (تکړه سیال) پاتې شوې وي.
  • په دريو لوبو کې د شلو نیمه غړيو لوبډلو له منځ څخه د يوېلوبډلې پر وړاندي په يوه شل اوره سيالۍ کې (تکړه سیال) پاتې شوې وي.
  • د آی سي سي په سيمه یيزو سياليو کې يي ښې بریاوې درلودلې وي، چې په دې کې د شل اوره او پنځوس اوره سياليو ګټل او د نيمه غړيو پر  وړاندې بریالي پاتېدل راځي.

نيمه غړي: په دې کې هغه هيوادونه راځي چې کريکټ په کې ښه تر سره کيږي او په اصولو برابر وي خو د پوره غړيتوب لپاره لا وړ نه وي.

ټول نيمه غړي کولای شي د آی سي سي په نړيوال ليګ کې ولوبېږي. چې په ډله کې یې د يو ورځنيو سياليو سیريز شامليږي چې د آی سي سي له خوا اداره کيږي. همدارنګه د آی سي سي شل اوره نړیوال کپ د وړتيا لوبې هم شته، چې د وړتيا د پروسې په ډول کار کوي څو د نړيوالو شل اوره سياليو لپاره وړ وبلل شي، چې دا لوبې په دوو  کلو  کې يو ځل تر سره کيږي. هغه لوبډلې چې وړ وبلل شي د شل اوره لوبو نړيوال  دریځ هم ور کول کيږي.

نيمه غړي له اداري وړتياوو سره سره بايد لاندې معيارونه هم پوره کړي:

د لوړې کچې زیات نه زياتې شپاړلس لوبډلېاو د ټيتي  کچې هم شپاړلس لوبډلې ولري.

لږ تر لږه د کريکټ شپږ لوبغالي ولري چې څلور یې  د هميشني پيچ درلودونکي وي.

پوره غړي: پوره غړي کيدای شي هيوادونه و اوسي يا د يوي سيمې  استازیتوب وکړي. لکه ( ویسټاینډیز چې تر شلو زياتو هيوادونو نمایندګي کوي، يا لکه انګلستان چې هم د انګلستان او هم د ويلز  استازیتوب کوي). اوس مهال لس پوره غړي  هيوادونه شته. دوی ټول دا حق لري  چې یوي نړيوالې ټیسټ لوبې ته خپله لوبډله  ولېږي. د پوره غړيتوب لرونکي ټول هيوادونه په اتومات ډول ددې وړتیا لري چې پهيو ورځنیو نړيوالو سياليو کې ولوبيږي ،که شل اوره دي او که پنځوس اوره.

لیکوالان: