Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

د چين په لومړیتوبونو کې : له بېجینګ نه د افغانستان په اړه آندونه

توماس روتیگ 17 دقیقې

سره له دې چې له افغانستان نه د ناټو ځواکونه بیخي نه وځي، د خپلو ګاونډیانو پرتله چین ددغه هېواد په شخړه کې تر ټولو ډېر ور ګډ شوی دی. چین وړاندیز کړی چې دا هیواد د یوه کړۍ یو سړک نوښت په نامه د څو میلیاردډالري پروژې پرمټ چې په اصطلاح د چین – پاکستان د پانګونې دهلیز هم په کې راځي، ونښلوي.. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې یوه مشر توماس روتیګ د بېجینګ په یوه کنفرنس او همدا ډول په اوسلو کې له چینایانو سره په یوه عامه غونډه  کې چې دواړې د ۱۳۹۷ په وري کې شوې وې، موندلې چې افغانستان په اقتصادي او امنیتي لاملونو د چین د لومړیتوبونو په لوړ لست کې دی، خو لا تر اوسه د لومړیتوبونو سرته نه دی وتلی.

د۱۳۹۲ په تله کې یوه چینايي کار پوه  د څېړنیزو ادارود یوې غونډې په ترڅ کې چې لیکوال هم ګډون پکې کړی و، وویل:

دلته « چین بهرنۍ پالیسي ( تګلاره ) نه لري. موږ یواځې داخلي تګلاره لرو، آنله نورو هېوادونو سره زموږ د اړیکواړونده تګلاره نشته». هغه زیاته کړه ددې یو لامل دادی چې مهمو اومو موادو ته لاسرسی ډاډمن شي. هغه د افغانستان لوګر ولایت د عینک د مسو زېرمو ته اشاره وکړه چې د ۱۳۸۷ په غوايي میاشت کې د چین د دولتي شرکتونو یوه کنسرسیوم (یا ډلې) یې امتیاز د افغانستان له حکومت څخه تر لاسه کړی و( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پخوانۍ شننه دلته وګورئ). دا پروژه ښه پلې نه شوه او دې کارپوه يې شرکتونه تورنکړل چې له دولت نه د پروژو د پلي کولو له پاره پور اخلي او دا اندېښنه یې لا نه وي چې دولت ترې د پور د بشپړې پرېکې دا غوښتنه هم لري. داسي پورونو یو ووړ مالي بحران را منځته کړی دی ( په دې پروژه کې د افغانانو کورنيو ستونزو په اړه د افغانستان تحلیلګرانوشبکي لیکنې دلته-او دلته لوستلی شئ)

دې کارپوه زیاته کړه ؛ زه دافغانستان په اړه له خپلواړوندواسنادو سره، ژونګ نن های ته چې د چین ممنوعه ښار دی او له کمونست ګوند سره تړاو لري، آن نژدې نشم ورتلی. هغه وویل افغانستان یواځي د څلورمې یا پنځمي درجې ستونزه ده.

چین  اړ یستل شوی دی

د چین بهرنۍ  تګلارهاو هغه رول چې چین يې افغانستان ته ورکوي له ۱۳۸۷ راهیسي په بنسټیز ډول بدل  شوی دی. دا خبره د ۱۳۹۷ د بیجینګ په کنفرنس کې چې لیکوال داروپا څېړنیزې  ادارې د غړي په توګه پکې ګډون کړی و او بیا په همدې میاشت کې د اوسلو په یوه ناسته کې چې لیکوال هلته هم ګډون درلود، ښه روښانه شوه. لومړۍ غونډه د بهرنیو اړیکو په اړه د اروپايي شورا د آسیا د پروګرام له خوا چمتو شوې وه او د دویمې سر لیک و «د افغانستان په اړه د چینایانو لید». دا د « افغانستان اوونۍ »۱۳۹۷ یوه برخه وه چې د مایکلسن انسټیټوټ، د افغانستان له پاره ناروېژۍکميټې او د اوسلو د سولې شننې انسټيټوټ په مرسته جوړه شوې وه چې ټول په ناروېپورې اړه لري ( بشپړ پوسټ کارډ يې دلته لوستلي شئ).(۱) (‎‎

د چين انسټيټوټ د نړیوالو معاصرو اړیکو مشر جي ژای د خپل انستیتیوت د مجلې په یوه مقاله کې وايي:«چین پرنړیوال ډګردلااغېزمنېدولورته خپل پرمختګی وباوريځواکبولي».(۲) چین لا تر اوسه ځان یو نړیوال ځواک نه ګڼي او نه هم ځان ورته د امریکا برابر سیال ایسي. جې خپل هېواد د نړۍ یو لوی هېواد بولي. نور لیکوالان وايي چين یو ډول پرمختیایي هیواد دی. دوی څو مشخصو نیمګړتیاوو ته چې پر نړیوال ډګر د چین د ډیپلماتیک درنښت خنډ کېږي اشاره وکړه. ناوړ ډیپلوماټیک ظرفیت او د بهرنۍ نړۍ په اړه لږ معلومات یې بېلګې وې چې سمول یې د څېړنيزو ادارو دنده وبلل شوه.

بدلېدونکي جیوپولیتیکې حالت چین مجبور کړی چې اړیکييې د افغانستان په ګډون له ټولو سره ډېر فعالې شي. په اوسلو کې وویل شول چې له افغانستان سره د بیا رغونې، سولې او بیا پخلاینې په مرستو کې ګام ډېر په احتیاط اخیستل شوی خو په عمومي ډول د ملګرو ملتو تر چتر لاندې په دې  هیله مرستې وشوې چې افغانان د یوې وړ تګلارې د  جوړولو جوګه کړي.

امریکايي کارپوه بارنیټ روبین د اوسلو په غونډه کې وویل: « په افغانستان کې د چین د ښکېلتیا لوی لامل دا و چې چین تمه درلوده له امریکا سره ځینې ګډې ګټې او بالقوه مرستې په ګوته کړي». اوس د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د امریکا منزوي کوونکو تګلارو د بېجینګ اندېښنې لا زیاتې کړې دي. د چين پر ځانګړو صادراتو د امریکا له خوا د مالیو لوړول بېجینګ خواشینی کړی او دې کار اندېښنې را پیداکړي دي چې په یوې بشپړېویجاړوونکې سوداګریزې جګړې اوښتی شي ( وال سټریت جرنال دلته وګورئ).

په بېجینګ کنفرانس کې چینايي پوهانو وویل هیله لري « امریکا به له یوې مخې ستونزو ټوکولو ته زړه ښه نه کړي». دوی همدا ډول هیله وښوده چې امریکا ښايي له ایران سره اتومي لانجه هم غوڅه کړي.

هغه د افغانستان په اړه وویل: « چین غواړي په افغانستان کې رغوونکی رول ولري ». د چین اندېښنې هغه مهال ډېرې شوې چېله افغانستانه د ناټوعسکرو د وتلو اعلان په داسې حال کې وشوچې لا هم ددغه هېواد  امنیتي حالات بیخي سم شوي نه وو ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ).

له چین نه د جمهور رییس اوباماغوښتنه چې د افغانستان په معاملو کې  ونډه واخلي، واک ته د ولسمشر اشرف غني  له رسېدو او چین ته یې له ورتګ سره سم د افغانستان ، پاکستان او امریکا له څلور اړخېزې همږغۍ ډلې(QCG ) سره غبرګه شوه ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ) دده موخه داوه چې پر پاکستان فشار راوړي چې طالبان خبرو ته چمتو کړي ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ). له هغه راهیسې د چین اندېښنې نورې هم ډېرې شوې دي. پوهانو په ډانګ پېیلي ډول د جنوبي آسیا او افغانستان په اړه د امریکا پر تګلارې نیوکه وکړه، سره له دې چې د سیمه ییزې تګلارې یو څه غولوونکې برخې هم لري. له دې سره سره یې دغه تګلاره یو اړخیزه، تېر ایستونکې او خطرناک بدلون راوستونکې، په وسله والو منابعو ټینګار کوونکې، لږه اقتصادي ملاتړې او لږه ملت جوړونکې وبلله. دوې وویل: « د سیمه ییزو  هېوادونو ګټې له نظره غورځول هوښیار کار نه دی». هغوی وویل امریکا پر پاکستان او چین ډېر فشار راوړي. بارنېټروبین په اوسلو کې وویل: پاکستان هم د چین تر ټولو نژدې شریک او مهم ملګری دی او دا اړیکه ښيي چې چین څومره د افغانستان په اړه  معلومات لري او همدا ډول په سیمه ییز فورم کې چین پوهېږي چې افغانستان د چين د لومړیتوبونو د لست په کومه برخه کې دی. په عین وخت کې د بېجینګ پوهنتون د جنوبي آسیا د مطالعاتو د مرکز پروفیسر وانګژو په اوسلو کې زیاته کړه:  موږ دواړه هېوادونه هڅوو چې لږ تر لږه دخپل منځي شخړو په دوه اړخیزو تړاوونو کې د بحران مدیریت ولري.

د چین امنیتي اندېښنې

د افغانستان په اړه په چین کې دننه د پالیسۍ بڼه دومره امنیتي اندېښنې نه لري خو له ګاونډیو هیوادونو دې هېواد ته د ناامنیو د ورتلو اندېښنه شته.(۳)  حکومت او پوهان په رسمي ډول  پر دریو خطرناکو تهدیدونو (د ګواښوونکې ترهګرۍله ګډېدو،ملي نژادي بېلوالي او مذهبي افراطیت )اندېښمن وو.چین په ټوله کې د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد د پنځو هېوادونو په ګډون منځني آسیا ته ډېر لېوال دی.

لويې اقتصادي پروژې او سیمه ییزې اړیکي

د افغانستانستان اقتصاد هم د چین له پاره ددې هېواد په زیاتېدونکي ارزښت کې لویه ونډه لري. له ۱۳۹۱ راهیسې چین د لویو وچو تر منځ د اقتصادي اړیکو تګلاره پرمخ بیايي چې رسمې نوم يې د یوې کړۍ او یوې لارې نوښت دی(۵). دا له ځمکني دهلیز او آن له ډیجیټل ارتباطي شبکو څخه جوړ دی چې چین د منځنۍ آسیا له لارې له اروپا سره نښلوي. دا پر هند سمندرتر مدیترانې پورې او همدا ډول د ازادې سوداګریزې سیمې له نورو هېوادونو سره د سمندري سوداګریزو لارو یوه شبکه ده چې موخه یې د چینایي صادراتو ننګه ده. دا د امریکايي نظر چینايي بڼه ده چې د افغانستان  ستونزه د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ له لارې  د ورېښمو د یوې نوې لارېد جوړولو پرمټ حل کړي. خو امریکايي بڼه يې له دیپلوماتیکو ناستو (د آسیا د زړه تر سر لیک لاندې) ورها خوا بل شی نه و( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ).

چین ددې له پاره پراخې مالي سرچینې ځانګړې کړې دي. یواځي د چین-پاکستان دهلیز چې له اتو پلان شویو دهېلزو یو دی او د یوې کړۍ یوې لارې له نوښت سره تړاو لري، د ۶۲ میلیاردو امریکايي ډالرو پروژه ده (د رسنیو راپور دلته).

په دېوروستیو کې افغانستان ته  چټک پام ور اوښتی دی. د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له  کتنې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل:« چین او پاکستان  منلې چېد دوه اړخیزو ګټو د اصولو  له مخې په وړ بڼه افغانستان  ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز ور  وغځوي».

په بیجینګ کې د سره را یو ځای شويو چینايي عالمانوتمه ډېره نه وه. ددوې په آند پاکستان نه غواړي چې افغانستان په دې نوښت کې ور ګډ کړي. دوی د پولې پر سر د تاو تریخوالي بېلګه وړاندې کوله( په پوله ددواړو غاړو تر منځ د ډزو راپور دلته وګورئ). او د چین دسیمه ییزو سوداګریزو لارو د نظر مخالفت يې کاوه چې د تورخم او سپین بولدک رسمي لارو  په ډول له پاکستانه تر افغانستان پورې وغځېږي. بېجینګ اوس پلان لري چې د افغانستان شمالي پولې ته د سړکونواواوسپنلاروپرمټمنځنۍ آسیا ته او له هغه ځایه  اروپا ته لاسرسی ولري او هغې  عمومي لارېچې له تهران څخه استانبول ته ځي بېل شي (د رسنیو راپور دلته).

په دې کې د تاجکستان-افغانستان-ترکمنستان (TAT) دری للارې د اوسپنلارېاو د هغو سړکونو پروژې چې قرغزستان او اوزبکستان سره تړي هم شاملې دي. وانګ ژو په اوسلو کې د خبرو پر مهال وویل:« دا د افغانستان له پاره ډېرې مهمې دي». له دې سره د چین دولتي کمپنۍ ښکاري بریالۍ شوې وي ځکه چې دوی اوس د پانګونې له پاره په ښه  دریځ کې دي او د ژر مخ اړونې اړتیا هم نشته (۶).

د افغانستان په اړه د بېجینګ تګلاره او د اقتصادي خوندیتوب اړیکه

د پوهانو په آند د افغانستان او پاکستان ثبات به په راتلونکې کې د چین له پاره یوه مهمه مساله وي خو دا مساله د افغانستان هغې پرتله یوه سیمه ییزه مساله ښکاري. یوه پوه په خپله وینا کې پوښتنه وکړه چې چین د افغانستان ستونزې ته په کومه سترګه ګوري؟»دوی وویل: موږ لومړی اندېښنه لرو چې له افغانستان څخه به پاکستان ته ستونزه ولاړه شي، بیا به له افغانستان نه منځنۍ آسیا ته ستونزه وغځېږي او بیا خپله د افغانستان په اړه. « که د افغانستان حکومت ونړېږي، دا به یوه ستونزه وي، او که د پاکستان حکومت ونړېږې « دا به یو لوی ناورین وي». «د پاکستان پر ضد د امریکا نوې تګلاره بیخي ناسمه وه»چینبهاروپاسموپوهوي چې « پاکستان نه غواړي امریکا يې څنډې ته کړي، او دا چې اروپايي ټولنه په دې اړه باید د امریکا پر ضد مرسته وکړي».

په بېجینګ کې پوهانو د چین او افغانستان له پاره دوې مهمې موخې په نخښه کړې:« افغانستان د نړیوالو تروریستانو په ځالې  له بدلېدو خوندي کول په ځانګړي ډول د داعش له هغو وسله والو چې په سوريې او عراق کې مات شوي ؛ او د تروریستانو مالي ملاتړ درول».وروستییوښاييدطالبانود رول په اړه ځینې شکونه او همدا ډول د القاعدېد پاتې شونیو په اړه نخښېبرسېره کړي».

مهمه داده چې د خطرناکې سناریو مخه ونیسو:« د بېلګې په ډول د افغان حکومت نړېدل او دافغان حکومت د ځواکونو  شین په شین کېدل – چې  د اویایمې لسیزې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته پېښې بیا تکرار نه شي» د همدې له پاره د ۱۳۹۶ په غواييمیاشت کې زموږ د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد او بیا کابل ته سفرونه درلودل. ( د رسینو راپور دلته).

له افغانستان سره د مرستو په اړه د چین  د پوهانو رایه دا وه چې « که څه هم د مرستو په اړه ستونزې شته، له افغانستان سره مرستې باید دوام پیدا کړي. له افغانستان نه باید مخ وانه ړول شي».چین مرستې ته چمتو و او اوس د امریکا او اروپا د مرستو لار تعقیبوي، د کړۍ او لارې په نوښت پسې، دې هېواد دآسیايې بنسټیزو تاسیساتو دپانګونې بانک په څېر مالي موسسې جوړې کړې او اوس اوس يې یوهنوې ملي پرمختیايي او مرستندویه  موسسه جوړه کړې ده.( شالید دلته ) او دلته سربېره پردې  پرطالبانو پوځي فشار ته هم اړتیا شته. له همدې امله چین په افغانستان کې د ناټو پاتېدا ته په ښه نظر ګوري،  خو یو سیاسي حل ډېر اړین دی او هغه « د طالبانو ور ګډول دي».

دغه عالمان د یو سوله ییز حل له پاره د دریو کچو خبرې اړینې بولي : د افغان حکومت او طالبانو تر منځ، د امریکا او طالبانو تر منځ او د افغان حکومت او پاکستاني حکومت تر منځ. خو د سولې ددې ډول خبرو په لارکې دننه په طالبانو کې، دملي یووالي په حکومت کې او د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو تر منځد اجماع نشتوالی یو خنډ دی. ننګونه داده چې «څه ډول د ټولو تر منځ اجماع راولي» او که چېرې طالبان ټینګار کوي چې لومړی له امریکا سره خبرې وکړي؛ نو ولې نه؟»

هره موافقه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ راځي «باید امریکا، اروپايي ټولنه او یا چین يې تایید کړي او یا يې ضمانت وکړي؛ اوس د نویو لوبغاړو د رامنځ ته کولو وخت نه دی. خو د ټرمپ ادارې د جنوبي آسیا په تګلاره کې هندوستان ته پیاوړی رول ورکړی دی. د سولې  له پاره د بریالیو خبرو د پیل په هڅو کې څرګند شکونه شته.«له یوه وړ افغان حکومت پرته،بله یوه هڅه هم ګټوره نه ده».

دا څنګه شونې ده چې د سولي مشري دېافغان حکومت وکړي په داسې حال کې چې خپل امنیت نه شي تامینولی او یواځې «هغو وړانديزونو ته غبرګون ښيي چې له امریکا سره پرې سلا شوې وي». عالمانو وویل:« هر شی تر پردې شاته د امریکا له خوا کنټرولېږي. موږ اړ یو افغان حکومت ته ووایو چې اوس ددې وخت دی چې په خپلو پښو ودرېږي».

په عین وخت کې چینايي عالمانو په اوسلو کې وویل د چین یوه ښې ګڼه داده چې هیڅ کله يې په افغانستان کې د یوې ځانګړې ډلې ملاتړ یا مخالفت نه دی کړی. ددې ګټه داده چې په افغانستان کې مهمې ډلې چین ته د دوښمن په سترګه نه ګوري. له دې امله چین په یوه داسې دريځ کې دی چې بېلابېلو ډلو ته د خبرو له پاره یو چوکاټ ورکړي.

د افغانستان د یوې بلې کورنۍ تګلارې په اړه هم شکونه شته. دې عالمانو دا هم په ګوته کړه چې په لنډ مهال کې یوه بله ننګونه داده چې راتلونکې ټاکنې ديلویو لوبغاړو ته د منلو وړ شي. هغوي وېره لري چې تاریخ ځان تکرار نه کړي او لکه د ۱۳۹۳ په څېر  دولسمشرۍټاکنې ګټونکی او بایلونکي ونه لري. دوی د پارلماني ټاکنو په اړه هم شکمن و چې په ۱۳۹۷ کي به وشي که نه، که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی چې د ۱۳۹۷ د تلې پر ۲۸ د ژمې تر رارسېدو مخکې به ټاکنې کېږي. دوی په دې هم ټینګار وکړ چې «د ولسمشر غني او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور تر منځ د کړکېچ د مخنیوي له پاره هڅې اړینې دي».

پوهانو همدا ډول ځیني ټکې چې لوېدیځو او روسې ملګرو یې ورسره شریک کړي وو را پورته کړل،خو هغه ټکي پر توکمیز عنصر ډېر ټینګار کوي؛ د بېلګې په ډول د قومي فدرالیزم په اړه چې په افغانانو کې په دودیز ډول شته او دا چې «افغانستان له ۱۱۲۵راهیسې هیڅ کله یو پیاوړی مرکزي حکومت نه درلود». راوروسته حکومتونه  په پرتلیز ډول د بریالۍ پرمختیايي پاملرنې او د بهرنیو مالي مرستو د ملاتړ په خپلولو کې د ۱۳۳۱او ۱۳۵۶ تر منځ موده کې پاته راغلي دي. دې پوهانو همدا ډول وړاندیز وکړ چې افغانستان دې ډيورڼد کرښه د یوه  شته حقیقت په توګه ومني. دا کار دپاکستانیانو پرتله دافغانانو لږحساسیتونه راپورته کوي.

د پولي د مدیریت مسله بیا بیا تکرار شوه چې پر پولو د اویغور اوسېدونکو او یا ښايي له منځني خیتځ نه د راګرځيدونکو له امله د چین د اندېښنو ښکارندوی وي. د ۱۳۹۶ په منځ کې په بېجینګ کې د سوريې سفیر ادعا وکړه چې ۵۰۰۰ اویغورانپه هغه هېواد کې د رژیم له مخالفانوسره څنګ پر څنګ جنګېدل( د افغانستان تحلیلګرانو شبکه نه شي ویلای چې دا شمېر به سم وي که نه ) او چین د منځنۍ آسیا سیمې ته له بېلابېلو  هيوادو د دوې د احتمالي راګرځېدو په اړه اندېښنه نه لري.  د ادعاوو له مخې په ۱۳۸۶ کې ځینې ښایي د تاجکستان له لارې، وروسته د پاکستان او بیا د شمال لوېدیځو آسیايي هېوادونو له لارې، (د ایران د لارې یادونه هم شوې وه) چې ښايي د افغانستان او پاکستان له لارې او یا نیغ د پاکستان له لارې تللي وي. چینايي عالمان ډاډه وو چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې نژدې یو زر اویغور جنګیالي شته (یو شمېر ښايي له کورنیو سره هلته وي)، خو دوی وویل دا د ټیټې کچې خلک دي او په جګړه کې ښکېل نه دي ( لږ تر لږه دوې ولسوالۍ وردوج او جرم او د نورو ځينې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي). د ولایت په نورو برخو کې د سخت دریځو ځینې مدرسې هم شته چې مرسته ورسره کولی شي( په دې اړه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې نور مالوت دلته وګورئ). پوهانو زیاته کړه په بدخشان کې د چینایانو فعالیتونه چې د ځینو رسنیو پام يې ورګرځولی وو له دې تهدید سره تړاو نه درلود: « دا د تروریزم پر ضد د همکارۍ فعالیتونه وو». دوی وویل فکر نه کوي چې چین دې  افغانستان ته خپل پوځونه په دایمي توګه ولېږي او یا دې  هلته یوه اډه جوړه کړي. دا فعالیت «د افغان حکومت ظرفیت جوړونه- آن د سیمه ییز حکومت- او د پوځي ډیپلوماسي د یوې برخې په اړه و».  د ورته ګامونه په اړه تر دې وړاندې په تاجکستان کې هم راپورونه ورکړ شوي وو. ( یو رسنیز راپور دلته کتلی شئ

چین له دواړو هېوادونو سره یو لړ دوه اړخیز امنیتي تړونونو لاسلیک کړي دي( دلتهاو دلته يې وګورئ): د  کړکېچ نړیوالې ډلې (International Crisis Group) د تاجکستاني بدخشتان په لیري پراته ګوټ کې دچینايي امنیتي کسانود شتون او ځاي پر ځاي کېدو یو راپور هم خپور کړی و.

په عین وخت کې دوی د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه ومنله چې د افغان بدخشان له لارې په مستقیمه توګه شینجیان ته ننوتل ناشونیکاردی. په واخان کې د چین او افغانستان ترمنځ پر پوله تېرېدل ډېر ستونزمن دي. هلته یوه بیخي نرۍ لار ده. واخان دهلېز نه دی. پوهانو دا ومنله چې ځیني اویغور جنګیالي وړاندې لا له شنجیان نه پاکستان ته تېر شوي وو خو په نورو لارو نه دي تللي. (۷)

په ټوله کې په افغانستان کې د چین لېوالتیا ډېره محدوده ده. دا هېواد باید ځان ته د پرمختګ خپله لار وټاکي. موږ ته توپیر نه لري چې په افغانستان باندې څوک حکومت کوي. خو د چین انسټیټیوټ د نړیوالو مطالعاتو مرستیال مشر او شنونکی رانګییګ بیا وايي: « بهرني قوتونه باید پر افغانستان  تپل ونه کړي، واک ونه نیسي او افغانستان انحصار نه کړي».

د طالبانو او پاکستان په اړه

د افغانستان د عمومي امنیتي وضیعت په اړه د چینایانو تحلیل د لوېديځوالو له ارزونې  سره په پراخه کچه ورته والی لري. عالمانو دا خبرې په دې ویلو سره رالنډې کړې چې سره له دې چې طالبان د ملکېوګړو پر هغه شمېر وژنو چېیوناما،بي بي سي او سیګار په خپلو راپورو کې یادې کړي ناګاره شوي خو په ۱۳۹۶کې یو ځل بیا د ولایتونو په نیولو نه دي بریالي شوې او حالت نور هم خراب شوی دی. (د بي بي سي موندنې دلته وګورئ)

چین له افغانستان او پاکستان سره د خپلې اوسنۍ اقتصادي لیوالتیا په  برخه کې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو له خوا اندېښنه نه لري. یوه عالم وویل: « موږ اوس په دې پوه شوي یو چې د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ ځیني مخالفتونه شته». افغان طالبان د پاکستان ملګري دي خو پاکستاني طالبان غواړي پاکستان ونړوي – که څه هم ددویتر منځ همکارۍ هم شته. یوه بل پوه زیاته کړه افغان طالبان او پاکستاني طالبان د چین له پاره ګواښ نه دي او په پاکستان کې که ګواښ شته نو د بلوڅانو د خوځښت له خوا دی او هغه هم محدود ګواښ دی. دوی وویل په پاکستان کې په ۱۳۹۶ کې ټولټال ۳۲۰ تروریستي بریدونه شوي دي چې يواځې ۵ يې د چین د ګټو یا اتباعو پر ضد دي. د افغانستان په اړه دوی وویل هلته په ټول هېواد کې طالبان شته. ځینې طالبان تروریستان دي، ځیني سیاسي ډلې لري« آن د افغانستان په کچه یوه مهمه سیاسي ډله». دا له پاکستاني  سره ورته والی لري او آن کېدای شې د افغانستان په اړه د چین د نظریې پایله وي.

د چین لېوالتیا د پاکستان له هغې سره توپیر لري: «موږ به په زور واک ته د طالبانو د  رسېدو هر ډول مخنیوی وکړو خو که طالبان له سیاسي لارې واک تر لاسه کړي موږ به يې هرکلي وکړو». دغو پوهانو دافغانستان دحکومت په دوو لویومخالفو ډلو کې طالب لږ بد وباله: «داعش د طالبانو او افغان حکومت ګډ دوښمن دی» موږ باید طالبان وهڅوو چې داعش مات کړي.«له طالبانو سره جګړه کورنۍ ده خو له داعش سره جګړه د تروریزم پر ضد جنګ دی».

له پاکستان سره د مالوماتو شریکول ددې مانا نه لري چې چین پر پاکستان ډېر اغېز لري، موږ پر پاکستان یو ناز لرو په ځانګړي ډول د ډېرو پانګونو له امله – خو چین باید د پاکستان په اړه ډېر حساس وي. پاکستان نه غواړي چې « چین دي په مستقیم ډول په افغانستان کې ښکېل وي». له همدې امله د طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته په هڅولو کې د چین  ونډه تر رېښتونې کچې پورته ښودل شوې ده،  ورسره جوخت دې عالمانو داحقیقت پټ نه کړ چې چین له طالبانو سره اړیکې لري او دهغوی له استازو سره يې په پرله پسې ډول لیدنې شوې دي. دوی نور جزییات ورنه کړل خو داسې ښکاري چې د شنجیان مرکز اورومچي د داسې ناستو ځای و.

سیمه ییز میکانیزم: له څو اړخیز نه بېرته دوه اړخیز ته

چینايي پوهان د څو اړخیز سیمه ییز میکانیزم  شته والي اوسولې د نوښت  ته خوشبینوو. دروسیې په نوښت دمسکو پروسه امریکا ته د منلو نه ده، خو د امریکا ،پاکستان،افغانستان اوچین د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې چین اوهندوستان دې ته اړ کړي چې ځانونه ګوښي شوي احساس کړي. (۸) دوی په دې هم حیرانتیا ښکاره کړه چې آیا د منلو ده چې پاکستان په دې ‌‌ډله کې د طالبانو استازولي وکړي ( د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شننه دلته وګورئ؛ د استانبول پروسه د باور جوړوني له اټکلونوسره « ټوله تشه اعلامیه وه » د پلي کېدو څه پکې نه وو.

د شانګهاي د همکارۍ تړون(SCO) د چین په نوښت ،د روسیې په ګډون د منځنۍ آسیا  له ۵ جمهوریتونو د ګډ سیمه ییز امنیتي  بنسټ په توګه چې له لويدیځ څخه خپلواک دی په ۱۳۸۱ کې جوړ شو. عالمانو وویل « چین غواړي چې  افغانستان په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاريو او د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره د نښلېدو له پاره په دې تړون کې ور ګډ کړي خو د امریکایانو شتون ددې کار مخه ډب کړې ده.خو چین په ریښتینې ډول په دې آند دی چې پر طالبانو  پوځي فشار باید دوام ولري». روسیې په دې اړه لږ مثبت نظر درلود او د روسيې په نوښت د جنوبي آسیا  سیال هېوادونه هند او پاکستان په ۱۳۹۶ کې ور ګډ شول، له دې امله چې دا تړون د نظریاتياصولو پر بنسټ ولاړ دی ټول کارونه يې ودرېدل او د غړو هېوادو تر منځ د افغانستان په اړه په دې اصولو کې هیڅ هم نه وو.

چین هم په دې هڅه کې دی چې د تروریزم ضد څلور اړخیزو مرستو او همږغیو یو میکانیزم (QDDM) چې افغانستان، چین، پاکستان او تاجکستان به يې غړي وي  جوړ کړي. ددوی لومړۍ ناسته په ۱۳۹۵ کې په اورومچي کې وشوه. (دلته یې وګورئ)

کارپوهانو ومنله چې افغان-چین ګزمې، په واخان کې نه بلکې د چین-تاجکستان پر پوله ښایي د  بدخشان په کوم بل ځای کې شوې وي. د وسله والو ډلو، د بېلګې په توګه د ترکستان اسلامي تنظیم په اړه هم ښه مالومات شریک شول، دوی همدا ډول وویل چې دا مالوت به نور هم پراخ کړي. په اوسلو کې دا وویل شول چې چین افغانستان ته له ۱۳۹۳ راهیسې د ترهګرۍ ضد توکي هم ورکوي.

پایله: یو ډېر اړین «نا لومړیتوب»

د ځواک توازن ته په کتو، چین اوس د سیمه ییز ځواک پرځای ځان نړیوال ځواک ګڼي او سیمه ییزه پالیسي يې اوس «د نه لاسوهنې پر ځای د رغنده مداخلې لور ته روانه ده». خو یوه کارپوه وویل «موږ نه پوهېږو چې رغنده مداخله په مشخصه توګه څه مانا؟»

بو ژو لي او ژو هینګ چې پورته يې یادونه شوې، وړاندیز وکړ:«که څه هم چین د نورو هېوادو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې تګلارې ته باید ژمن وي خو  ورسره جوخت دې په فعال ډول د لوی ځواک ونډه ترسره کوي او ډېرو نړیوالو مسولیتونو ته دې اوږه ورکړي». خو کله چې د سولې نوښت ته خبره رسېږې  په ‌ډېرو برخو کې چین ددې پر ځای چې د سولې خبرو ته  مخامخ ورګډ شي، دشخړې پر دواړو غاړو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي.

کارپوهانو ومنله چې «په افغانستان کې د چین رول زیات شوی خو ټینګار يې وکړ چې موخې یې په دې هېواد کې محدودې دي». په اوسلو کې دا وویل شول چې چین اوس هم امریکا په افغانستان کې مخکښ ځواک بولي. دوی دا هم وویل چین چې چېرې پانګونه کوي هلته باید یو ځواک هم ولري. دا آند ښايي هغه وخت ډېر ځواکمن شي چې افغانستان ریښتیا هم له منځنۍ آسیا د یوې کړۍ یو لارې OBOR) ) دهلېز سره ونښلي، خو د چین اړیکيبه له خپل ملګري پاکستان سره د افغانستان پرتله ډېر ارزښتمنوي او افغانستان ته به له دې زاويې ګوري.

که څه هم د اوس له پاره، چین د څواړخیزسیاسي ثبات هڅې ناکامه ګڼي، خو پر  پوله دمدیریت دوه اړخیزه ډیپلوماسي، امنیتي همږغي او د مالوماتو شریکول یو ځل بیا په عملي توګه مخ په وړاندې روان دي.  د کورنۍ پرمختیا او د سیمې د لا ثبات له پاره اقتصادي ګټې اوس هم د اجنډا اصلي برخې دي.

ځینې هیلې وښودل شوې چې د امریکا پرتله اروپايي ټولنه د افغانستان له پاره ښه عملي او ریښتینې تګلاره لري. فینګ زونګ پینګ په یوه بله مجله کې ویلي چې اروپايې ټولنه او چین په نړۍ کې د سولې د دوو ځواکونو په توګه پر دې باید کار وکړي چې امریکا وهڅول شي د افغانستان تګلاره تعدیل کړي. موږ غواړو چین او اروپايي ټولنه د ګډ کار پر ځای په موازي ډول کار وکړي او بیا یوځای سره کېنو او خپل یادښتونه سره مقایسه کړو.

  • د لیکنې په اصلي متن کې لیکوال پر هغه غوڼده تمرکز کړی چې خپله يې برخه پکې درلوده او د اوسلو له غونډې او د چینايي پوهانو له مجلې نه يې هم یو څه لمن لیکونه او نقل قولونه ورګډ کړي وو( غونډه د چتام هاوس تر قوانینو لاندې وه). د اوسلو په غونډه کې د ګډونوالو لست په پورته لینک کې تر لاسه کولی شئ.
  • لیکنه د ۱۳۹۶ د لیندۍ او مرغومي د معاصرو نړیوالو اړیکو(CIR) مجله کې خپره شوې او آنلاین نشته

د اوسلو په غونډه کې  چینایي ګډونوالو خبر ورکړ چې د فکري مرکزونو پر بیا سمبالښت کار روان دی. نو په لیکنه کې د موسسې پرځای د  بنسټ نسبت ښايي بدل شي او یا له وړاندې بدل شوی وي.

  • چین څوارلس ګاونډیان لري، تر ټولو کوچنۍپوله یې له افغانستان سره دهچې تر سل کیلومترو لنډه ده. په اوسلو کې چینايي پوهانو دا هم وویل وروسته له هغه چې د ۱۳۴۴ تړون کې د دواړو هېوادونو تر منځ پوله مالومه شوه تر منځ يې ستونزه نه ده راغلې.
  • د دې توکمو ترمنځ تر ټولو لوی هغه اوېغور دی ( چې په تېر وخت کې يې ډېر ځله د خیتځ ترکستان د خپلواکۍ اعلان کړی دی). د هان له چینايي مسلمانانو پرته چې هووي ورته وايي، هلته نورې وړې ډلې لکه قرغیزان، قزاقان او تاجکان هم ژوند کوي. د چین د پرمختګ او وګړو د پالیسۍ له امله ددې چینايي توکمه وګړو ډېری په شنجیانکې مېشت شول، چې د ستونزو په حلولو کې يې ډېره ونډه ودرلوده.

تاجک مېشته خپلواکه که سیمه د افغان واخان بندر ختیځ ته پرته ده. دا تر دېرش زره لږ وګړي لري، ۸۴ سلنه يې له سریکولي توکمه ډلې سره تړلي اسماعیلي غرني تاجک دي.( افغان غرني تاجک په بدخشان کې، واخي،شوغني ، مونجاني او نور دي).د افغان «ګوډۍباز»فلمپهتاشقرغانکېثبت شوی و( چینايان يې تاکسکورګان بولي) هویان په شمالي مرکزي آسیا کې د نینګزیا په نامه خپله خپلواکه سیمه لري.

  • په رسمي ډول یو کمربند یو سرک هم ورته وايي
  • د راپورو له مخې چین اټکل کړی چې  د پانګې کابو دېرش سلنه  به یې په منځنۍ آسیا کې زیان ویني، ورته اټکل د افغانستان په پروژو کې هم شونی دی( د کارنېګي په دې لیکنه کې يې وګورئ).
  • ددې ډلې نوي مشر په ۱۳۹۳ کې ژمنه وکړه چې غچ به اخلي (دلته يې کتلی شئ)

ددې مسالې وړانديز د اوسلو په عامهغونډه کې ډېر مثبت وو چې پکې ویل شوي و (QCG) د یوې طرحې  د جوړولو په هڅه کېیو څه پرمختګ کړی او چین لاهم په دې اړه هڅه کوي.

 

 

 

لیکوالان: