په افغانستان کې، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو پښتنو او بلوڅو کې د پل وهنې (پلزنۍ) مهارت چې غله او آن قاتلان پرې مومي، ډېر مشهور دی. دا کار ښايي د پیسو په بدل کې وشي. په دې سیمه کې خلک د پلوهونکو له مهارته ډېره ګټه اخلي. د افغانستان تحلیلګرانو شبکې شنونکي علي محمد سباوون له پلزنو، مدافع وکیلانو او د جرمونو له قربانیانو سره په مرکو کې موندلې چې د ډیورنډ کرښې افغان لورې ته دا چاره خطرونه هم لري.
پلزن حاجي عبدالله جان اکا په کلا سیف الله کې خپل کور ته نژدې د یوه ښوونځي مخ ته. انځور: محمد اسلم سلېمانخېل
زه په خاوره او رېګ کې پل مالومولی شم، خو په پاخه سړک يې نه شم مالومولی. کله چې غل پاخه سړک ته ورسېږي، زه د سړک پر یوه او بله څنډه باندې په پل پسې ګرځم، خو که غل پر پاخه سړک تللی وي، بیا نو له ما هم پل ورکېږي. د پله له نښو زه د غله په وزن هم پوهېږم، او که دوه غله وي زه يې دروند هغه له پله پېژنم. که د غله پل باد یا بل شي خراب کړی نه وي، زه يې تر شلو ورځو پورې پل پېژندلی شم.
ولات خان د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ یو پلزن دی. هغه کابو اویا کلن دی او له پنځه ویشتو کلونو راهیسې پل وهي. هغه وویل « دا یو طبیعي استعداد دی چې خدای زموږ کورنۍ ته ور کړی دی». تر ده وړاندې يې مشر ورور پلزن و او وراره يې اوس اوس دا دنده پیل کړې ده. حاجي عبدالله جان د زابل ولایت په ګاونډ کې د کوټې (شالکوټ) د سیف الله کلا ولسوالۍ اوسېدونکي، د ډیورنډ کرښې پر دواړو غاړو: سیف الله کلا، ژوب، پښین او کندهار کې پلزني کړې ده. هغه له څه باندې دېرشو کلو پل وهي.
زه په اواره کې پل وهلی شم، خو تر اوارې په غرو او غونډیو کې خوشاله یم، هلته زه غل ډېر ښه تعقیبوم، ځکه کله چې غل هلته ځي، تر پښو لاندې يې ډبرې ښویېږي یا هغه په بوټو خېژي او زه بیا پوهېږم چې غل چېرې تللی دی. زه یواځې په یوه ځای کې ډېره ستونزه لرم او شرم هم را ته ودرېږي چې کله د غلا ځای ته ورشم او غل له هغه ځایه په موټر یا موټرسایکل تښتېدلی وي. زه د ټایر پل نه شم پیدا کولی ، ځکه ټول موټر او موټرسایکل سره ورته تګ کوي، خو که د میلیونونو انسانانو پلونه وګورې، یو له بل سره به ډېر توپیر ولري.
عبدالله جان وايي، کار يې لومړی داسې پیلېږي چې ده ته خبر ورکول کېږي چې د پېښي ( غلا) هغه ځای ته ورشي چې د غله پل وي. په هر ځای کې چې غلا شوې وي له هغه ځایه پلزن پل نیسي. له ده سره په پل وهنه کې عموما د کور څښتن یا ځینې وخت نور خلک چې دا لېوالتیا ولري چې پل تر کومه ځایه یا کوره پورې ځي هم ملګري وي. کله چې پلزن، پل یوه کور ته ودروي، هغه چا ته چې غلا يې شوې وي وايي چې د غله پل دغه کور ته راغلی، نو غل یا د کور څښتن دی یا هغه څوک دی چې له غلا وروسته دلته راغلی دی. وروسته نو بیا د ورکې څښتن د کور څښتن ته وايي چې « یا پل تر ځان تېر کړه یا مې ته غل يې». تورن سړی یا غلا مني او یا مخالفت ورسره کوي. د مخالفت په صورت کې تورن سړی ځي او یو بل پلزن راولي چې پل يې تر کوره تېر کړي. ځینې وخت د غلا جرم نه، بلکې د وژنې پېښه وي، په دې صورت کې بیا پلزن د مشکوک قاتل پل مالوموي.
د غله د نیولو له پاره د هغه د پله په نښه پسې ګرځېدل په ټول افغانستان کې دود دي، خو داسې ښکاري چې په ډېرو سیمو کې پل د کور د څښتن او د هغه د ګاونډیانو له خوا چې سیمه ییز مشران هم ورسره وي، وهل کېږي. د افغانستان په جنوب او د ډیورنډ ها غاړې ته دا چاره کابو ټوله د پیسو په بدل کې کېږي.
پلوهنه د ولات خان د کورنۍ دنده ده، خو عبدالله خان بیا د پاکستان د حکومت له خوا رسمي ګومارل شوی او په دې هنر کې يې تر یو بریده روزلی هم دی. دا کار دېرش کاله وړاندې شوی و.
دا یو لنډمهاله، نژدې دوه میاشتنی کورس و، خو زه یې په دې اړه نور هم هوښیار کړم. د بېلګې په ډول ما زده کړل چې غله ځیني وختونه د غلا پر مهال خپل ځای یا کور ته تر رسېدو وړاندې خپل بوټونه یا څپلۍ بدلوي. نور ټول څېزونه ما خپله زده کړي دي.
که څه هم عبدالله جان اکا وویل چې هیڅکله يې د غله د بوټونو بدلولو چل له ذهنه نه دی وتلی خو « څه وخت وړاندې زما د بریښنا ټرانسفرمرغلا شو. غله په خپل ځان پورې د شا له لورې د پله ړنګولو په پار پټو تړلی و. پټو به د شا له خوا دده د پله نښې ورانولې.خوغله خپل ټول پلونه نه و وران کړي. کله چې عبدالله جان اکا درې میاشتې وروسته ورته پل ولید، پل يې د هغه غله تر کوره چې دده د بریښنا ټرانسفرمر يې غلا کړی و، ورساوه. په هغه کور کې يې خپل ټرانسفرمر وموند. غله له خپله بده بخته د داسې سړی له کوره غلا کړې وه ، چې په خپل مهارت یې تر ۲،۰۰۰ ډېر غله د پلونو د نښو له مخې موندلي وو. عبدالله جان اکا وايي کله چې دی یو ځل یو پل وویني بیا هغه پل په نورو غلاوو کې هم پېژني او هيڅکله نه ترې ورکېږي.
عبدالله جان او ولات خان د پلوهنې اوږده تجربه لري او داسې انګېري چې دا مهارت يې د خلکو په ګټه دی. که څه هم له دوی سره د خپلې ټولنې، قانون او چارواکو چلند توپیر کوي. د کندهار ولایت ولات خان موږ ته وویل چې پلوهنه له ننګونو ډکه وي . نوموړي ده ته ورپېښ یو خطر داسې بیان کړ:
یو ځل یو څوک د شپې د یوه زورور سړي کره ورغلی و. دا د حیثیت خبره وه. دوی زما له مشر ورور څخه غوښتنه وکړه چې غل ور پیدا کړي. دا پېښه د طالبانو د پخواني امارت پر مهال په ۱۹۹۰ مو کلونو کې وشوه. زما ورورغل پیدا کړ. غل د مدعي نژدې خپلوان و. ورور مې پلمه وکړه چې پل نه پېژني، خو د کور څښتن هغه مجبور کړ. په پاې کې مې ورور ورته وویل « غل ستا نژدې خپلوان دی».
یوه یا دوې میاشتې وروسته، یو څوک د شپې مهال زموږ کره راغی. زما په ورور يې ډزونه وکړل، هغه ويې وواژه. ما د ورور د قاتل پل پیدا کړ. دا همغه غل و چې زما خدای بښلي ورور يې پل موندلی و. خو دوی زورور خلک ول او موږ غچ ترې نه شوای اخیستی. منځګړي راغلل او لانجه يې غوڅه کړه.
یو بل مرکه کېدونکی، محمد امین چې د کور د څښتن نژدې خپلوان او د پکتیا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هم د غلو موندلو له پاره د پلوهنې په خطرونو راته وغږېد. کله چې يې د شپې مهال له کوره دېرش پسونه غلا شول، هغه سهار وختي یو پلزن راووست.
پلزن د غلو پلونه د مدعي د نژدې خپلوان کور ته درول. پلزن وویل چې له همدې ځایه پسونه په ټراکټور کې وړل شوي دي او د ټراکټور پل نور مخته نه شي وړای. موږ خپل هغه خپلوان ونیو، ورته ومو ویل چې «یا غل يې او یا به موږ ته راښيي چې پسونه ستا له کوره چا یووړل». دی مو خپل کلي ته راسره یووړ او ومو تراټه. هغه موږ ته ومنله چې له دوو نورو غلو سره زموږ کره راغلی او پسونه يې غلا کړي وو.
هغه وویل چې کله یې پسونه خپل کور ته یووړل، غلو ټراکټور راووست او پسونه يې د ده له کوره یووړل، ویې پلورل خو دده برخه پیسې يې بېخي ور نه کړې.امین وویل چې غله زورور وو او د ده خپلوان ځینې ډارېده، نو بیخي يې په غلو دعوه و نه کړه.
د ډیورنډ ها غاړې ته بیا عبدالله جان بېخي حالت بدل وښود. هغه وویل چې هیڅ وخت د غلو له خوا له داسې خطرونو سره نه دی مخامخ شوی. ښايي لامل يې دا وي چې عبدالله جان د حکومت له خوا ګومارل شوی کارمند و او خلک پوهېدل چې حکومت يې تر شا ولاړ دی. د ده ځورول یا ګواښل به ښايي د حکومت د ننګونې مانا درلوده. په افغانستان کې بیا پلزنان د حکومت کارمندان نه دي او په یوه داسې چاپیریال کې کار کوي چې وسلې ته لاسرسی آسان او له مسوولیته تېښته عامه ده. د دواړو ټولنو تر منځ دغه توپیر ته په کتو سړی پوهېدی شي چې د پلوهنې په بدل کې پلزن ته د پیسو ورکول یا نه ورکول څومره اغېزمنېږي.
د ډیورنډ له ها غاړې عبدالله جان وویل چې مراجعین يې عموما ده ته په بېلابېلو نرخونو پیسې ورکوي، خو ډېری مهال يې مراجعین ښه په پراخ لاس یعني له ۲۰۰۰- ۱۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ ورکوي، خو د کندهار ولات خان وايي چې مراجعین يې حق په منظم ډول نه ور ادا کوي. ځینې وخت خلک ورته ووايي چې پیسې به ورکوي، خو بیا يې نه ورکوي او یا تر ژمنه شویو پیسو کمې ورکوي. هغه یوه تازه بېلګه یاده کړه چې په هلمند ولایت کې، یوه غلا شوې وه او د ګاونډي ولایت، کندهار والي ددې ولایت د پنجوايي ولسوالۍ د پولیسو له قوماندان څخه غوښتي و چې هغه ( ولات خان) د پلوهنې له پاره ورولېږي او غل پیدا کړي.
د طالبانو د یوه چارواکې له کوره خورا ډېرې افغانۍ او پاکستانۍ روپۍ غلا شوې وې. د کندهار والي ته له کابله ویل شوي و چې د پیسو په پیدا کولو کې مرسته ورسره وکړي. زه له دوی سره ولاړم، پل مې وواهه او غل مې پیدا کړ. ما دغه چارواکې ته وویل چې پیسې يې دوو ورېرونو غلا کړې دي. هغه ما ته پیسې راکړې خو دومره نه وې څومره چې يې ژمنه راسره کړې وه.
هغه دا پلمه کوله چې « تا خو یواځې غله پیدا کړي دي، پیسې خو دې نه دې پیدا کړې». د هغه ورېرونو منلې وه چې پلونه د هغوی دي.
پلزنانو وویل ځینې پیښې داسې وي چې دوی یې غل نه ښیي، خو هڅه کوي ستونزه داسې حل کړي چې نه مدعي تاواني شي، نه غل. عبدالله جان وویل کله داسې هم پېښ شوي دي چې غل خبر شوی دی چې دی ( پلزن ) د پلوهنې له پاره ورځي، نوغل له غلا شویو توکو سره د هغه کره ورځي، ورته وايي « د خدای پار دی، دا توکې يې څښتن ته ورکړه، ما مه ورښیه». عبدالله جان وویل ډېر احتیاط کوي چې د خلکو پرده وکړي او د خلکو تر منځ خبره په دوښمنۍ وا نه وړي.
ځینې پېښې د خلکو له عزت او بدنامۍ سره تړلې وي، کله چې زه په داسې پېښو کې غل وپېژنم، نوم يې نه ښیم، زه نه غواړم چې خلک سره ووژني.
خو عبدالله جان وايي د وژنې غوندې په لویو پېښو کې بیا هيڅکله د وژونکي (قاتل) پېژندنه نه پټوي او بې له شکه په داسې پېښو کې په محکمه کې شاهدي هم ورکوي.
د وژنې په یوه پېښه کې د وژونکي پل مالومولو ته ولاړم. پل مې مالوم کړ او بیا دعوه پولیسو ته ولاړه. هلته پېښه ثابته شوه او تورن ومنله چې سړی يې وژلی دی. محکمې هم ومنله چې پل مې سم وهلی دی او قاتل مې پیدا کړی دی.
کله چې زه یو غل پیدا کوم، ډېر یې پخپله مني چې غل دی او غلا يې کړې ده، خو هغوی چې نه يې مني، زه په محکمه کې پرې شاهدي وایم، لوړه کوم چې دوی غلا کړې ده.
د پلوهنې قانوني ارزښت
عبدالله جان وايي چې محکمو شاهدۍ ورکولو ته ورغوښتی، خو په پېښور او کوټه کې دوو(۲) مدافع وکیلانو د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې رواجي پلوهنه په پاکستاني قانون او محکمو کې نه منل کېږي. د کوټې مدافع وکیل چې هغه هم د پلزن د سیمې ( سیف الله کلا) اوسېدونکی دی، وویل چې د کلا سیف الله ځايي حکومت ښايي د خلکو رواج ته د درناوي له پاره پلزن عبدالله جان د پلوهنې د رسمي مامور په توګه ګومارلی وي.
د ډیورنډ لیکې افغان غاړې ته محکمې د پلزن شواهد نه مني، خو په پخواني جمهوري حکومت کې د کریمینل تخنیک ( د کابل د پولیسو اکاډیمۍ اړوند پوهنځي کې څلور کاله تحصیلي دوره لري)، له خوا مالومې شوې پلنښې په محکمه کې د ځینو شواهدو په توګه منل کېدې. په کریمینل تخنیک کې به د روزل شوي پولیس افسر له خوا د تورن کس پل د پلونو له نښو سره نژدې ښودل کېدل او مالومول به يې چې پلونه څومره سره ورته دي. په کابل کې یوه مدافع وکیل د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې نه پخواني جمهوري حکومت د پلزن شواهد منل او نه اسلامي امارت د پلزن شواهدو ته ارزښت ورکوي. هغه وویل چې اسلامي امارت د کریمینل تخنیک شواهد هم نه مني.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ددې یوه بېلګه د هلمند د نادعلي ولسوالۍ جان محمد وویله. هغه وویل چې کابو څلور میاشتې وړاندې یې کلي کې د یوه ملا له کوره یو کیلو تاریاک غلا شول. په دا بله ورځ ملا ګرمسېر ولسوالۍ ته ولاړ. د پل وهلو له پاره يې یو پلزن راووست. پلزن د غله پل تعقیب کړ او پل يې د دوی په کلي کې یوه کور ته ودراوه. د ورکې څښتن په حکومت کې پر تورن دعوه وکړه. جان محمد وویل چې طالبان راغلل تورن سړی او د هغه ورور يې بندیان کړل. دوی یواځې یو څو ورځې بندیان ول او وروسته د دوی خپلوانو طالبانو ته وویل چې دوی پرېږدي، ځکه چې غله نه دي. جان محمد وویل:
قاضیانو تورن غله خلاص کړل او د تاریاکو څښتن ته يې وویل چې په اسلامي شریعت کې د تورن د پله نښې د شواهدو په توګه نه منل کېږي او دا د شریعت خلاف کار دی. قاضی ملا ته دا هم وویل چې له دې امله چې د تورنو کسانو د غلا د اثبات له پاره نور شواهد نشته، نو حکومت يې له دې وروسته نه بندیانولی شي او نه يې په غلا تورنولی شي.
که د افغانستان محکمې په جمهوریت او امارت دواړو کې پلوهنه نه مني، د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ګډون ولس ته تر ډېره بریده د منلو ده. د بېلګې په ډول ولات خان د یوې پیښې یادونه داسې کوي:
زه دولتي دنده نه لرم، خو حکومتي چارواکو ډېر ځله د ځان له پاره له ما د پلوهنې غوښتنه کړې ده. د بېلګې په ډول په پخواني حکومت کې د احمد ولي خان کرزي ( د حامد کرزي وژل شوی ورور) له کوره غلا شوې وه. هغه ما ته سړی راولېږه، زه د کندهار ښار عینو مېنې ته ورسره ولاړم. نه پوهېږم چې هغه به د احمد ولي خان کور و که به د هغه مربوط بل ځای، خو زه هلته ولاړم ، پل مې وواهه، او غل مې پیدا کړ. ما هغه ته وویل چې غل مې پیدا کړ، خو د خدای له پاره چاته مه وایه، ځکه زه یو بېوزلې سړی یم ، نه غواړم چې خلک مې ووژني یا مې وځوروي.
ولات خان وویل چې د لوړپوړو طالبانو له کورونو نه چې هم غلا وشي په پیدا کولو کې يې د پلزنو له مهارته ګټه اخلي. د بېلګې په ډول په هلمند کې له غلا وروسته حکومتي چارواکو د غلو په موندلو کې له هغه مرسته غوښتې وه:
ما د کندهار له اوسني والي سره ولیدل، هغه ژمنه راسره وکړه چې په رسمي دنده مې ګوماري، موټر او ساتونکي به هم راکوي. هغه راته وویل چې د کندهار د شپږو ولسوالیو ( ژېړۍ، پنجوايي، خاکرېز، غورک، میوند او ارغنداب) د پلوهنې چارې به زما په غاړه وي او کله چې اړتیا وي، زه به پل وهم. تر اوسه پورې يې د رسمي ګومارني په برخه کې یو اقدام نه دی کړی، موټر او ساتونکي يې هم نه دي راکړي.
عبدالله جان له ۲۵ کلن خدمت وروسته شپږ کاله وړاندې تقاعد شو. اوس د ولات خان له پاره لویه ستونزه داده چې دی به غواړي تقاعد شي، خو څوک یې نه پرېږدي.
کله چې په سیمه یعنې ټول کندهار کې ورکه وشي، خلک له ما غواړې چې پل ووهم او غل پیدا کړم. زه اوس ډېر سپینږیری شوی یم، نور نه غواړم چې د غلو پلونه مالوم کړم، خو د ورکو څښتنان مې تقاعد ته نه پرېږدي. دوی ما دې ته اړ باسې چې ورکې يې ور پیدا کړم.
له عبدالله جان اکا سره مرکه لومړی ځل په KSF Khabari Sanga کې خپره شوې او دلته يې لیدلی شئ.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۲ دلو / سلواغه ۱۴۰۱