Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

د هرات د کلا اروا را ژوندۍ شوې: د نقاشیو یوه نندارتون ته غبرګونونه

کیت کلارک 7 دقیقې

د هرات په تاریخې کلا کې د مینیاتوري نقاشیو یو نندارتونچې ډیر انځورونه يې په پنځلسمه او شپاړلسمه پېړیوکې کښل شوي وو، پرانستل شو. په هغه وخت کې هرات د اسلامي تمدن مرکز و. په راوروسته لسیزو کې، چې واکمنې کورنۍ ړنګې یا وکوچېدې، دا مینیاتورونه هم خپاره واره او په پای کې د نړۍ پر ګوټ ګوټ کلکسیونو ته ورسېدل. ددغو کوچنوټو، خورا ارزښتناکو انځورو سل هغه یې اوس عکاسي شوي او د یوه ځانګړي بهیر په کارولو لوی شوي چې دې بیاځلي پنځونې ته یې هغه څه ورکړي چې یوه سمبالوونکي «برېښ، ځلا، د جزییاتو داسې را ایستل» وبلل چې «د خلکو دا دومره ګڼه ګوڼه ددې جوګه کړي چې ویې ویني». د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې کېټ کلارک هغه څه ته کتنه کړې چې کور ته دا بیا راستنېدنه یې په ځانګړي ډول زړه پورې کړې ده.

پوسټرونه په هرات کې د تاریخي کلا دانځوریز نندارتون خبرتیا خپروي. (انځور: مایکل باري ۲۰۱۷)

یو ډېر هېښوونکی نندارتون د ۱۳۹۶ کال دلیندۍ پر ۱۱ په هرات کې پرانستل شو: د اسلامې تمدن سل  مینیاتورونه په تاریخې کلا کې نندارې ته وړاندې شوې. نقاشۍ تر ډېره د پنځلسمې پېړۍ دي ، په دې وخت کې هرات د تیموریانو دربار و.  هغه مهال هنرمندانو شعري متنونه په ډېره ځیرتیا کښل شویو انځورونو سره مصور کول. دوی د هڅونې په پار د سیمې د شاعرانو شعرونه انځور کړي دي. لکه فردوسي چې شاهنامه يې په لسمه پېړۍ کې په غزني کې لیکلې، د شېراز د سعدي( نننی ایران ) او د هرات جامي.  ددوی تر منځ تر ټولو نامتو انځورګر کمال الدین بهزاد (۸۲۹- ۹۱۳ هجري) و چې په هرات کې يې هنرتون د سیمې هنرمندان ورڅَکَول. لکه په اروپا کې د رنسانس د پیل پر مهال، هنري شتمني دلته هم د روڼ اندې ننګې زېږنده وه.  د پاچا شاهرخ میرزا مېرمن ملکه ګوهرشاد پخپله، د شعر او مینیاتورۍ کارپوهه وه.د تیموریانو له زوال سره سم ددوی ځایناستو مغولو له  ۸۸۵ هجري نه وروسته دربار کابل ته او وروسته اګرې (اوسني هند) ته ولېږداوه. په هرات کې پنځېدلي ډېر انځورونه په دغو خوځښتونو کې لېږدېدلي دي خو نور يې بیا تبرېز (ایران) ته وړل شوي دي.

په افغان وطن کې نقاشۍ یوځل بیا خوپه لومړي ځل په اختیارالدین کلا کې چې د تیموریانو د واک پلاز و، لیدل کېږي. اختیارالدین کلا ترنړېدو وروسته د ۱۳۸۵ او ۱۳۸۸ کلونو تر منځ بیا رغېدلې ده.

د ختیځو تیموریانو سلطان، د هرات حسین میرزا له یوه سپېڅلي کس سره ښار ته څېرمه چې کلا یې ترشا برېښي مشوره کوي. د نظامي «سکندرنامې» له پاره د بهزاد انځور، هرات ۱۴۹۴؛ اصل یې د برتانیا کتابتون «برېټش لایبرري» کې. دا او راوروسته مینیاتوري دواړه په یوه ډېر ارزښتناک ټوک پورې چې په ۱۶ پېړۍ کې په کابل کېد ختیځو تیموري واکمنو بابر او د هغه د زوی همایون د خورا غوره کلکسیون برخه ده، اړه لري. دا پر ۹۳۳ هجري کال همایون له ځانه سره هند ته یووړل او له هغه ځایه یې درې پېړۍ وروسته سر برتانیا ته ووت. (عکاسي: مایکل باري ۱۳۹۶)

 

 د نندارتون له کتونکو څخه له کابله شېراز الدین صدیقي وايي »اړتیا وه چېداکلا چې په افغانستان کې د تیموریانو له ډېرو مهمو یادګارو او د انسانیت میراث ده،خپله اصلي بڼه غوره کړي». هغه په تاریخي کلا کې مینیاتوریو ته په کتو وویل: « داسې ده لکه د کلا روح چې بیارغېږي» پروفیسور مایکل باري د  اسلامي هنر د منځنیو پيړیو یو نړيوال چارواکی چې ددې نندارتون د پرانستنې طرحه يې وړاندې کړې وه وايي « د هرات د  مینیاتورۍ سبککې یو اوډون او کمال شته».

دا مینیاتورو نه په ډېرو غوره معدني رنګونو کې انځور شوي – لاجوردي – د شنه له پاره، زرغون مرمر د زرغون له پاره، ارسینیک ټرای سلفاید د ژړ له پاره، بیروج  د سره له پاره او پرېمانه طلایي او نقره یي – د قاف د ښاپېریو نړۍ. څېرې په داسې حال کې چې تر شا یې ګلبڼونه یا ډېرې غوره ودانۍ برېښي په هوا وي – او دا هرڅه د تصوف ژور روحاني اندونه لېږدوي.

ددغو انځورونو روحاني ارزښت په هغه مهال کې جوت و. په دوی ټولو کې تر ګردو ستر انځورګر، بهزاد د باري په وینا «د خورا لوړې روحاني پوړۍ له خوا تایید شوی و.» دی وایي: «د هغه انځورګریو ته د سپېڅل تیا په سترګه کتل کېدل.» یو بل سمبالوونکی، په کابل کې د افغان څېړنو د امریکایي انستیتوت مشر روح الله امین وویل ددغو مینیاتوریو د پېژندنې له پاره په سختۍ وړ ټکي موندلی شي. په هغه وخت کې چې د  مینیاتوریو دلویولو ښیښې نه وې دا یو ډېر دقیق کار دی –بېخي عالي. انځورګران ږېرې، وروځې او باڼوګان په انځورونو کې ښیي.  او د کیسو یو بېساری لنډیز، تصوفي مذهبي احساس او فلسفه، ټول په یوه انځور کې.داسې پېچلی، داسې بډایه هر انځور یې لکه یو کتاب.

د ۲۰ افغانیو په ورکولو سره عام وګړي هغه شهکارونه لیدلی شي چې  د شاهانو او شهزاد ګانو له پاره جوړ شوي وو. دوی شهکارونه آن تر اصلي بڼې په ښه توګه کتلی شي. اصلي بڼې يې په سختۍ سره ځیرې سترګې لیدلی شي. مینیاتورونهچې په کلونوپه بېلابېلو کلکسیونو کې  خپاره وو دلته بیا څنګ په څنګ لیدل کیدای شي. پروفیسر باري چې څېړنو یې د هغو انځورونو ډېره برخه چې اوس یې په هرات کې پر یوه ځای سره ټول کړي، موندلې وایي، دا ټول په ګډه د هرات نندارتون ته وتلې ځانګړتیا ورکوي.

آن هلته چې اصلي مینیاتورونه په کې دي، رڼا یې ویجاړوي، ځکه نو په تورتم کې ساتل کېږي. له دې امله نو یواځې یوه تخنیکي بریا، چې پر مټ یې موږ دا  مینیاتورۍ پر فلز له سره انځور کړې او په همدې سره یې یو برېښ، یوه ځلا،د جزییاتو رابرسېرېدا موندلې او دا ګڼ وګړي، لکه د پاچا پر دریځ چې وي، ددې جوګه شوي چې ویې ګوري. آن که له چا سره ټوله اصلي خوندي ساتل شوې نسخه هم وي یواځې یوه یا دوې پاڼې یې ښودلی شئ، خو په دې سیستم سره موږ ټول کتاب لیدلی شو. دا د لمس وړ وي. تاسې انځور پر دېوال ګورئ ددې پرځای چې په کمپیوټر کې ورپسې وګرځئ.

هلکاناونجونې په یوه جوماتکې، دنظامي له لیلا مجنون څخه، انځورونه یې بهزاد پر۸۷۲ هجري کښلي؛اصلی ې دبرتانیا په کتابتون (برېټشلایبرري) کېدی. (عکاسي: مایکلباري۱۳۹۶)

انځورونو ته غبرګونونه

روح الله امین دې ته حیران و چې دا  مینیاتورونه خو کټ مټ لکه د هرات د اوسنیو خلکو غوندې دي، هغه وویل: دوی د تېرې زمانې په اړه ډېر څه راته وايي او د حال په اړه مالومات راکوي. کله چې ځینې خلک نورو ته وايي ، تاسې ددې خاورې نه یاست، دا انځور وايي چې ټول ددې خاورې دي، سرچینه او هویت یې یو دی. انځورونه راته وايي چې موږ څوک یو او د کومې خاورې یو.

امین وايي نندارتون ؛ زموږ عجیب او حیرانوونکي تاریخ او د نړۍ په تاریخ کې د هېواد مرکزي حیثیت ته هم اشاره کوي.«یو سوداګر چې بېجینګ، استانبول، تبرېز او یا وینیس ته سفر کولی شوای هرات يې په مخ کې و». باري چې د هنر تاریخپوه دی او په افغانستان کې يې څو لسیزې د بشر او بشري حقونو  پروژو کې کار کړی دی وايي: د هرات او کابل ځای په اسلامي کلتور کې د افغانستان او نړۍ له پاره ډېر مهم دی.

[دا ولایتي یا  لرې پراته مرکزونه نه وو. دا د پنځونې ټاټوبيوو. دا د ایران او هند د کلتوري اغېز پاته شوني هم نه وو .هغه څه چې ورته هېښ پاته شوم دادي چې د اروپا او شمالي  امریکا په موزیمونو کې  پر شیانو لیکل شوي وي: د هرات ( ایران).. ته وا ددې ښار اوسېدونکي ببېخي وو نه! سړی دا دعوه نشي کولی چې په څوارلسمه پېړۍ کې د افغانستان په نامه هم یو سلطنت و، سره له دې چې د کابل او هرات خلک د نړۍ تر ټولو خلکو د خپلو پلرونو او نیکونو د پنځونو وړ وارثان دي … ددې وران شوي هېواد د ځینو برخو بیا جوړول په دې مانا دي چې دې خلکو ته ور په زړه شې چې د دوی پلرونو او نیکونو د څه ډول  کارونو وړتیا درلوده څو یې له حال او راتلونکې سره د مبارزې له پاره  روحیه لوړهشي ].

د شېرازالدین صدیقي له پاره هم نندارتون لوی ارزښت درلوداو وايي  «چې اسلامي هنر څومره ډېرې  بېلګې لري !امین يې هم همداسې ګڼي، هغه وايي « زموږ دین او کلتور داسې نه و لکه اوس چې يې سلفیان بولي»« زموږ دین زغم لري»

احمدشاه درانی په ۱۱۴۰ هجري د پاني پت په جګړه کي، اصل یي په بریټیش کتابتون کي (انځور : مایکل باري ۱۳۹۶)

احمدشاه درانی په ۱۱۴۰ هجري د پاني پت په جګړه کي، اصل یي په بریټیش کتابتون کي (انځور : مایکل باري ۱۳۹۶)

د هرات سبک په نړۍ کې

د هرات د سبک اغېز د ننني افغانستان د  خاورې پر شاوخوا پراخ شوی دی. کله چې د مغلي امپراتور بابر زوی، همایون د کورنیو شخړو له لاسه له هند نه کابل ته وتښتېد، مایکل باري وايي ؛ دهغو مینیاتوریو په لیدو چې ۴۰ کاله وړاندې ترې له هراته کابل ته وړل شوې وې «ګوته پر غاښ» شو.هغهد هرات، او هاخوا وړاندې دایران له تبرېز نه پاته هنرمندان وروغوښتل او یوه نوې اکاډیمې جوړه شوه.دغه هنرمندان به بیا له همایون سره هند ته تلل او نوی هنرمند نسل به يې روزه.باري د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تهوویل:«د مغولو د هنر بڼه د کابل د هنري  سبک لُور او د هرات د سبک لمسۍ ده». باري وايي ؛ دهرات نوم  هاخوا په نوراسلامې  کلتور لکه د هند په مغولو، د استنابول په عثمانیانو او د ایران په صفویانو کې، تلپاته شوی دی». مایکل باري هرات د هنر یو بشپړه  بېلګه ګڼې، لکه فلورنس  په اروپا کې. باري وویل:«آن کله چې فرانسوي ایمپرسیونسیت انځورګرهنغي متیس په ۱۲۸۴هجري کې لومړی ځل د بهزاد مینیاتورۍولیدې ، ښکلا ته يې حیران شو.

دغو مینیاتورونو یې د انځورګرۍ بڼه یو مخ واړوله او د متیس د رنګونو او ترکیب له لارې، د هرات سبک پر ټول اوسمهالیز هنر اغېز کړی دی».

دکابل بابربڼد تیموري کورنۍ له ټولوشهزادګانو سره؛ دمیرمصوراودهغه دزوی میرسیدعلي (دمغولي هنري سبک بنسټ ایښودونکي) اثر؛ کابل د۹۲۹لمریزشاوخوا،اصلیې دبرتانیا (برېټش) موزیمکې (عکاسي: مایکلباري۱۳۹۶)

نور پلان شوي نندارتونونه

د هغه چا له پاره چې د هرات نندارتون ته یې لاسرسی نه درلود، لا دمخه د  مینیاتورونونندارتون پلان شوی چې د ۱۳۹۷ کال د نوروز په شاوخوا کې  په بابر بڼ کې جوړېدونکی دی. هغه به پر ۱۷۶۱ کال د پاني پت جګړه کې په راوروسته مغولي هنر کېد اوسني افغانستان د بنسټ ایښودونکي دراني احمدشاه د حماسي انځورېدنې د بیاځلي پنځېدلي اثر په ښودلو بشپړ شي. د افغانستان په نورو ښارونو کې سیمه ییز تړاو ته په پام سره نور نندارتونونه هم جوړېدلي شي، لکه د مولانا جلال الدین بلخي رومي په اړه مینیاتورونه په مزارشریف کې، یا د شهنامې هغه په غزني کې. د ډېر لوړ کیفیت درلودونکو بیا پنځېدلو انځورونو د نندارې ښکلا، چې پخپله په جلا ډول یو هنر دی، څرګندوي چې نور نندارتونونه په نورو ځایونو کې اوس شوني دي.
(۱)د افغانستان د څېړنو امریکایي انستیتیوت ددې نندارتون د سمبالولو اصلي اداره وه چې مالي لګښت یې د فرانسې او امریکا سفارتونو ورکړی دی.

لیکوالان: