د افغانستان په ځينو کليوالو سيمو کې د ژمي له سړو مخکې خلک يوې دوديزې کورنۍ مېلې ته تياری نيسي. د لوی اختر په څېر، د اوړي پای هم د “قربانيو” موسم وي، خو په دې توپير چې دلته ورته يوه ټاکلې ورځ نه وي، او نه د ثواب په نيت کېږي. دا د لاندي موسم دی. لاندی د هغه پسه نوم دی چې خلک يې له ژمي مخکې حلالوي چې د ژمي په اوږدو کې پرېمانه غوښه ولري. خپله د لاندې تيارول د کورنيو او خپلوانو لپاره يوه ميله ده چې نه يوازي نارينه او مشران پکې شريک وي، بلکې ښځينه او کوچنیان لا زيات ورته خوشاله وي. د غزني په يوه سيمه کې لاندی د کليوالي مېلمستياوو لپاره يوه ښه پلمه وي. نور په راپور کې ولولئ.
دلاندي غوښه
د اوړي پای، د مني پيل او د لاندي خوښيانې، چې نه يوازي د نارينه وو او مشرانو لپاره دي، بلکې ښځمنو او کوچنیانو ته هم په زړه پوري خوښۍ راوړي. دا چې په مني پسې د ژمي سوړ موسم را رسيږي په افغانستان کې هم لکه نوره نړۍ، د موسم د بدلون له کبله ځيني خلک ذهني ستړيا لري او ځيني بيا د خواشینۍ احساس کوي. خو د افغانستان په کليوالو سيمو، په ځانګړې توګه د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ کې خلک د بزګرۍ له کارونو فارغېږي او د ژمي لپاره په خوشالۍ تياری نيسي. د لاندې موسم لپاره کوچنیان او ښځي په تېره بیا پراخې خوښۍ کوي چې دا خوښياني د لاندې په حلالولو او مېلمستياوو لمانځل کيږي.
د لاندي لپاره د پسه تر حلالولو يوه ورځ، يا کله کله يوه اوونۍ مخکې د کورنۍ يو کشر غړی استول کيږي چې هغه خويندې (یا په بله وینا خورلڼې) چې په نورو کليو کې واده شوي وي د لاندي د خوښۍ لمانځلو ته راخبرې کړي. د بلل شویو کسانو په ډله کې ځيني وخت د واده شويو خويندو مړونه او خسرګنۍ هم شامل وي. په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې د لاندي تر موسم وړاندې ــ چې ډېرځله د لړم پر پنځلسمه پيليږي ــ واده شوي وي دا خوښي دوه ځله ډېره لمانځي، ځکه هره ميرمن له واده وروسته په لومړي ځل په ځانګړو مراسمو سره راوستل کيږي او دې ته په اندړو کې (سرواره) وايي. نو کله چې د لاندي ميلمستيا او سرواره سره يوځای شي، د نویو واده شويو نجونو خوښي دوه برابره کيږي.
کله چې نجلۍ له واده وروسته په لومړۍ ځل د پلر ګنۍ کره راځي نو د هغې لپاره ځانګړي مراسم په نظر کې نيول کيږي. مثلا کله چې پيغله واده شي او د واده يي شل شپې ـــ په ځينو وختونو کې مياشت ـــ پوره شي، نو د نجلۍ پلرګنۍ يو يا دوه موټره کسان را غونډ کړې چې ډېرئ یې نژدې ښځينه خپلوان وي. دوی بيا ځي د نوې واده شوې نجلۍ کره او له هغه لوري ناوې او د هغې مېړه دواړه د نجلۍ د پلرګنۍ تر کوره بدرګه کيږي. کله چې دا نوې واده شوي نجلۍ کور ته را ورسيږي بيا له دې نجلۍ څخه د ډالیو هيله کيږيچې هغه بيا يو څه وچه ميوه لکه ممیز، بادام، نخود او چاکلېټ او نور، ورکوي اودا مېوه بيا د کلي پر کورونو ویشل کېږي. په ورته وخت کې هغه ښځينه (خورلڼې) چې پخوا واده شوې وي هم د لاندي ميلمستيا ته را غوښتل کيږي او کله چې د لاندي د ميلمستيا پيغام ور ورسېد، بيا نو د لاندي کيسي له خپلو اولادونو سره شريکوي او د خپلې پلرګنۍ کره د تګ په اړه په زړه کې ګوړي ماتوي.
د لاندي پر ورځ چې کله د کور خاوند پسه حلال کړي، بيا ماشومان او ښځې د پسه وړۍ په لاسونو شکوي، له هغه وروسته د کور مشران پسه الیي (پاتې وړۍ يې په اور سوځوي او پوستکی يې وريتوي). کله چې پسه و الييل شي او ومينځل شي بيا کوچنیان د پسه الييل شوی پوست شکوي او مالګه پرې اچوي او خوري یې چې دا بيا بيل خوند لري او د ښځو او کوچنیانو لپاره د تفریح ځانګړی فرصت برابروي. له دې وروسته د ماښامنۍ لپاره تياری نيول کيږي او د کلي خلک هم د لاندي د خوښۍ په تړاو مېلمستيا ته را بلل کيږي. بيا د کور مشر د کورنۍ له غړو سره مشوره کوي چې له کلي څخه څوک ماښامنۍ ته راوغوښتل شي. دلته د کلي امام تر ټولو وړاندې رابلل کيږي؛ نور زياتره هغه کليوال په نظر کې نيول کيږي چې تېر کال يې دوی هم لاندي ته دعوت کړي وي.
له دې وروسته هغه خورلڼې چې له نورو کليو څخه را بلل شوي وي ځيني وخت د يوې اوونۍ او ځيني وخت د دوه يا دریو اوونيو لپاره پاتې وي. همدارنګه د کور ښځې د لاندي په دویمه يا درېيمه ورځ د پسه لم چې ټول سپينه وازده وي په غټ دېګ کې ويلي کوي چې د پسه له لم څخه غوړي وباسي چې په همدې سيمه کې ورته (مو) وايي. په همدې وخت کې د لم پاتي شوني چې سره کړې سپينه غوښه وي له سهارنۍ سره ميلمنو ته راخلي چې دغې سرې کړې غوښې ته ځيني خلک سپينکي او ځيني سپېدي وايي. په درېيمه ورځ د پسه غوښه ټوټه کيږي او د کور ښځې مالګه ورباندي اچوي او بيا يي په يوه سړه او هواناکه کوټه کې يا په رسۍ را ځړوي يا يي پر اوږدو لکڼو هسکوي چې وچه شې.
لاندي کول پخوانی دود پاتي شوی او هغه وخت د لاندي کولو تر شا فلسفه دا وه چې په ژمي کې چې به ډيرې واورې اوريدلې نو کليوالو ته به ګرانه وه چې ښار ته ولاړ شي او تازه غوښه راوړي. د لاندي غوښه په همدې موخه ساتل کيده چې د ژمي په ساړه موسم کې ترې ګټه پورته شي. همدارنګه کله چې په ژمي کې واورې وشي نو په هغه ورځ يوه ټوټه د لاندي غوښه په کټو کې (پخوا کټوې ټولې خټینې وې) پخوي. د لاندې د غوښې انتخاب په ژمي کې د اړينې انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره يو مناسب او منطقي دود ښکاري. په ژمي کې، په تېره بيا پخوانيو وختونو کې چې دا موسم به له درنو واورو سره ملګری و، د نارينه وو يو عمده کار له بامونو او لارو څخه د واورې پاکول و چې دا خپله کافي انرژۍ ته اړتيا لري. د لاندې غوښه عموما دغه ډول تياره انرژي لري.
د وخت په تېريدلو سره بدلونونه
کله چې د لاندي دود په ځیر وګورو نو ځيني بدلونونه په کې لیدلی شو. لکه پخوا به د لاندي لپاره پسه د لیندۍ (قوس) مياشتې په وروستیو کې حلالېده، خو اوس دا کار مخکې او د لړم په نيمايي کې کېږي. دليل يي دا بلل کیږي چې اوس موسم تود شوی، که ناوخته حلال شي بيا غوښه وچيږي او د ژمي په نيمايي کې تقریبا غوښه ټوله ورستېږي يا خرابېږي. بل توپير د ميلمستيا په رنګينتوب کې دی، مثلا، پخوا به چې د لاندي د پسه حلاله ختمه شوه، بيا به يوازې د پسه لړمون ماښام ميلمنو ته پخېده خو اوس هغسې نه ده. کله چې د لاندي په ماښام ماښامنۍ ميلمنو ته وړاندي کيږي نو یوازې غوښه نه وي او نور څیزونهلکه وريجې، تازه ميوه، سابه، ښوروا، قورمه، فرني او داسي نور ټول تياريږي. دليل يې دا دی چې اوس دې موادو ته لاسرسی اسان دی او په عين وخت کې که يوازي لړمون ميلمنو ته ورکوي نو دا يو ډول شرم ګڼل کيږي. بل مهم بدلون دادی چې پخوا به زياتره مېلمستياوې د شپې له خوا کېدلي، خو څرنګه چې په دې وروستيو کلونو کې د بهرنيانو له خوا پر ځينو کورونو د شپې چاپې ولوېدې او خلک ونیول شول، اوس ميملستياوي زياتره د ورځې له خوا وي يعنی مېلمانه د غرمنۍ لپاره را بلل کيږي.
له پاسنيو بدلونونو سره سره لاندی بيا هم د لري پرتو سيمو وګړو لپاره د خوشالۍ يو فرصت برابروي چې نور دونیایي جنجالونه پرې هېر کړي او د ژمي د هوسایۍ موسم پرې ونمانځي. د ځينو نورو مېلو او دودونو پرخلاف، د لاندې په چمتو کولو او خوښيانو سره يوازې نارينه وو ته نه چې د کور د ښځينه غړو او کوچنیانو لپاره هم د ټولېدو او ساتيرۍ فرصت چمتو کيږي.
لاندی آن له افغانستانه بهر هم ارزښت لري
د لاندي موسم د سيمي ټولو خلکو ته معلوم وي او په همدې وخت کې بيا د کورنۍ هغه غړي چې په بهر کې ژوند کوي کورونو ته زنګ وهي او د لاندي د غوښو پوښتنه کوي. هغوی چې وطن کې لاندی کړی وي او په بهر کې يي خپلوان اوسيږي هڅه کوي داسې څوک پيدا کړي چې په لاس يې خپلو مسافرو ته د لاندې د غوښې څو ټوټي ولېږي. دا مسافر اکثره وخت په دوبۍ يا سعودي او يا لوېدیځو هيوادونو کې وي. د لاندې غوښه د دغه ډول مسافرو لپاره ډېر ځله تر ټولو ګرانه او ارزښتناکه تحفه ګڼل کېږي. په دې توګه لاندی د يوې کورنۍ غړي په يوه ځانګړې خوشالۍ کې سره نښلوي، آن که په جلا قارو (وچو) کې هم اوسېږي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹