Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

د فرانسیس ویندریل (۱۳۱۸-۱۴۰۱)  ژوندلیک: هغه ډېپلمات چې سپین غږېده؛ سولې، اصولو او ولسونو ته ریښتینی و

توماس روتیگ 12 دقیقې

د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د خپل سلاکار بورډ د مشر، سفیر فرانسیس ویندریل په مړینه چې د ۱۴۰۱ کال د قوس د میاشتې په ۶ مه يې سهار مهال د یوې سختۍ ناروغۍ له امله په ۸۲ کلنۍ کې په لندن کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې غمجنه ده. فرانسیس نه یواځې په خوله، بلکې په فکر او عمل کې هم یو زړه سواند، سوله غوښتونکی او د بشري حقونو مدافع ډیپلوماټ و. هغه د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د شخصي استازي(۱۳۷۸-۱۳۷۹) او بیا د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي (۱۳۸۰-۱۳۸۷) په توګه، یو لرلیدونکی، اصولي او ریښتینی سړی و. هماغسې چې توماس روتیګ ( د کېټ کلارک له زیاتونو سره) لیکي، فرانسیس د اوپیرا مینه وال، نه ستړی کېدونکی سیلانی، نړیوال ټرام لاروی، د انګلیس کلتور مینه وال او یو مغرور کاتالان [د اسپانیا د کاتالونیا اوسېدونکی] هم و.

د ۱۳۸۰ کال د غبرګولی د میاشتې په ۲مه فرانسیس ویندریل د فیض آباد د سفر پر مهال: انځور: رابرټ نیکلسبرګ/ ګیتي ایمیجیز

کله چې فرانسیس په ۱۳۷۷ کې په افغانستان کې خپل ماموریت پیلاوه ، کېټ کلارک ورسره، چې هغه مهال یې له بي بی سي سره کار کاوه، د لومړني رسمي سفر پر مهال د ۱۳۷۸ کال د کب میاشت کې د کابل هوايي ډګر په وي ای پي سالون کې مرکه کړې وه. هغه له بې ساري تجربې سره دلته راغلی و. له ملګرو ملتونو سره یې د کار  ۳۱ کاله پوره کېدل چې ډېرې شخړې یې هم رانغښتلی؛ د ځینو په سیاسي هواري او د نورو په بېخي غوڅولو بریالی شوی و. هغه له بارسیلونا پوهنتون څخه د لیسانس، د لندن کنګز کالج څخه د حقوقو سند او له کمبریج پوهنتون څخه په معاصر تاریخ کې د ماسټرۍ سندونو په اخیستو (د فرانکو ضد محصلینو غورځنک د غړیتوب له امله یې هسپانیا پرېښي وه)، له ملګرو ملتونو سره کار د بوګینویلي په مالانیزیايي ټاپو کې پیل کړ چې د پاپا نیوګني د پورټ مورسبي  په یوه پوهنتون کې له استادۍ وروسته ورته ګومارل کېده. د هغه د راوروسته کارونو مرکزونه ایلسلوادور، نیکاراګوا، ګواټیمالا، ناګورنو قره باغ، هایتي، کمبودیا او بېرته پاپوا نیوګني او میانمار وو. [د ملګرو ملتو] د ماموریت د مرستیال په توګه، هغه د خپلواکۍ بهیر ته  د تیمور- لیستی (مخکې ختیځ تېمور) په سیخولو کې بنسټیزه ونډه درلوده. د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۷ ترمنځ هغه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د آسیا او اوقیانوسیه سیمې د مدیر دنده درلوده. فرانسیس په افغانستان کې تر ښکېلېدا وړاندې ډېرې سختې تجربې تېرې کړې وې. ددې ټولو کارو تر څنګ هغه یو ځانګړی ډول ‌‌ډېپلمات و: اصولي، ژمن او زړه سواند.

هغه د ښې مطالعې او پیاوړې حافظې په درلودو، د افغانستان پېچلي اوسني او تېر ډګر ته ننوت. هغه په یوولسو کلو کې [د ملګرو ملتو] اووم استازی و. لخدر ابراهیمي چې تر ده مخکې يې همدا څوکۍ درلوده، د هغه څه له امله چې د ښکېلو غاړو او ګاونډیو هېوادونو منفي چلند یې باله، په ترخې نهیلۍ دنده پرېښې وه. فرانسیس داسې ماموریت په غاړه اخیست چې د ټیټو وړتیاوو څښتن يې ډېر ژر زړه توری کولی شوای، خو ده ته د شخړې پیچلتیاوو او د سولې له پاره خپل ماموریت لا نوره پیاوړتیا ورکوله.

هغه د خبرو مېز ته د هغه مهال د ښکېلو افغان غاړو تر رابللو وړاندې، د افغانستان د چارو یو شمېر پوهان په خپله کاري ډله او  د مشورتي غونډوغړیتوب ته وټاکل. هغه مهال د طالبانو اسلامي امارت له شمالي ټلوالې د هېواد ډېری سیمې نیولې وې، خو په ملګرو ملتو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د افغانستان د اسلامي دولت په توګه، د شمالي ټلوالې (په بل نامه متحدې جبهې) په لاس کې وه. فرانسیس بې ستومانۍ، دننه افغانستان او پاکستان کې له یوې ناستې  بلې ته ورته، او د افغانانو له ټولو قشرونو اوبېلابېلو سیاسې نظروالو سره یې لیدل. هغه ( له آزاد افغانستان راډیو سره د ۱۳۷۸ کال د کب په ۱۴مه) په یوه مرکه کې وویل:

لومړنی څيز چې پرې وپوهېدم، د هغې غمیزې ژوروالی و چې افغان ولس ورسره مخامخ دی. ددې مانا تر هرڅه وړاندې داده چې باید د سولې راوستلو ته هڅې وشي. . . داسې نو تاسې باید ددې وړتیا ولرئ چې داسې شرایط راجوړ کړئ چې په کې د افغان شخړې دواړې ښکېلې خواوې، نور افغانان چې د سولې له پاره هلې ځلې کوي او دغه راز د سیمې هېوادونه او له سیمې بهر ځواکونه څنګ پر څنګ، د افغانانو د غمیزې له سوله ییزې پایته رسېدنې سره مرسته وکړي.

هغه په کابل او کندهار کې د طالبانو  د پیاوړو مرکزونو او د هېواد په شمال فیض آباد او د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د شمالي ټلوالې د مرکزونو، د سیمه ییزو او نورو پلازمېنو ترمنځ له اته میاشتني تګ او راتګ وروسته د لومړني لوی ګام په اخیستلو بریالی شو. هغه د ۱۳۷۹  کال په لړم میاشت کې وکړای شول د خبرو اترو په داسې یوه بهیر کې د ګډون له پاره چې سیاسي حل و فصل ته ووتلی شي، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر (۱۳۹۲ کې ومړ) او د شمالي ټلوالې/ د افغانستان د اسلامي دولت د مشرانو احمد شاه مسعود او پروفیسر برهان الدین رباني ( په تر تیب سره په ۱۳۷۹ او ۱۳۹۲ کې ووژل شول) لاسلیکونه تر لاسه کړي. په دې هوکړه کې، «د آجنډا تر بشپړې» څېړنې پورې له خبرو څخه د نه وتلو په اړه د دواړو لوریو ژمنې هم راتلې. د خبرو آجندا کې، د اسیرانو تبادله، د ګډ افغان وسله وال ځواک او نورو دولتي جوړښتونو رامنځ ته کېدل راتلل.

له دې سره هم مهاله، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتو ځانګړي ماموریت (UNSMA) د فرانسیس ویندریل په مشرۍ پر دواړو لوریو کار پیل کړ چې د پخواني باچا محمد ظاهر شاه ) پرزېدا او استعفی ۱۳۵۲، مړینه ۱۳۸۶) د پلویانو په ګډون بهر کې مېشت افغانان، د افغان حکومت په راتلونکي جوړښت کې ورګډ کړي.

فرانسیس ویندریل او د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه، انځور: AAN آرشیف

دا هڅې، د ۱۳۷۹ کال کې په عدن بندر کې د امریکا د سمندري ځواک پر یوې بېړۍ د القاعدې شبکې په برید پسې، امریکا ته ددغې شبکې د بنسټګر اسامه بن له سپارلو د طالبانو نټې، شنډې کړې. د ۱۳۷۹ کال په لیندی میاشت کې د ملګرو ملتو امنیت شورا په افغانستان کې د اسامه په ساتل کېدو، پر طالبانو یو اړخیز بندیزونه ولګول. طالبانو دا بندیزونه بې عدالتي وبلله او د یونسما له خوا له چمتو شویو خبرو ووتل.

یو کال وروسته، په ۱۳۷۹ کې فرانسیس او د هغه ماموریت له ژنیو څخه په ملګرو ملتو کې د افغانانو له بېلابېلو ډلو او جلا وطنو افغانانو سره د سولې  د خبرو د بیا پیلولو په پار سلاوې  پیل کړې. له طالبانو د امریکا د متحدو ایالاتو ددې غوښتنو په ځواب کې چې اسامه له افغانستانه وباسي څو د ۱۳۷۷ کال په اسد میاشت کې د القاعدې له خوا په نایروبي او دارالسلام کې د امریکا پر سفارت د بریدونو په تور محاکمه شي، یونسما یو منځګړی وړاندیز وکړ چې محاکمه دې د لویدیځوالو او مسلمانانو قاضیانو له خوا تر سره شي. دا وړاندیز دواړو لوریو رد کړ. ویندریل دغه راز په بامیانو کې د بودا مجسمو د ماتولو د مخنیوي په هڅو کې هم ونډه درلوده.

د بن غونډې په پای کې یو رسمي انځور: لیندی ۱۳۸۰

د سپتمبر د ۱۱ ترهګر برید دغو ټولو نوښتونو ته د پای ټکی کېښود. د افغانستان د اوږدو شخړو یو بل پړاو پیل شو. له دې سره سره، یوازې د وسله والو ډلو نه بلکې د ټولو افغانانو ترمنځ د روغې جوړې طرحه، د ۱۳۸۰ کال  لیندی میاشت کې په بن کې د ملګرو ملتو په هڅو د چمتو شوي کنفرانس او د افغانستان د دولتي جوړښتو تر بیا رامنځ ته کېدو پورې د لنډمهالو ترتیباتو په اړه هلته د چمتو شوې هوکړې اساسي ځانګړنه شوه. دې مسالې، فرانسیس ویندریل په عمل کې د هغه څه په اصلي طراح واړاوه چې په لنډو د بن توافقات بلل کېږي. په هغو کې ددې موخې له پاره یو لړ اقدامات په نښه شوي وو چې افغانستان ورسره داسې یوه بهیر ته ولوېږي چې په پایله کې یې پر مشروع افغاني اداراتو ولاړ یوه دیموکرات دولت بڼه غوره کړي.

هغه تر دې څو اوونۍ وړاندې، د ۱۳۸۰ د تله یې په ۲۲ مه،  د طالبانو پر لومړیو لیکو د امریکا تر بمباریو اووه ورځې وروسته له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل:

موږ چې په افغانستان کې هر رول لوبوو باید د افغانانو بشپړ رضایت له ځان سره ولرو. افغانان باید په خپلو سترګو وویني چې ملګري يې د یوه فرصت په توګه د دوی د ازادۍ په پار کومې هڅې کوي. دا باید دوی ته د اشغال په بڼه ونه برېښي..

فرانسیس د ژنیو او روم له غونډو وروسته چې په افغانستان کې یې د یوې سیاسې تګلارې له پاره هڅونې په کې کولې، خپل مرکز اسلام آباد ته ستون شو او ویې ویل چې د ملګرو ملتو امنیت شورا باید خپلې ښکاره سیاسي موخې ولري. هغه ددې خبرې له ردولو انکار وکړ چې په راتلونکو اوونیو کې دې، د مخالفو وسله والو ډلو او طالبانو په ګډون چې ځینې یې دده په وینا ښه خلک دي، هر افغان سیاسي ونډه ولرلی شي، خو ورسره سره یې دا ټینګار هم وکړ چې هېڅ افغان نه شي کولای په انحصاري ډول د واک چلولو له پاره د مشروعیت ادعا وکړي بلکې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو له پاره دې لویه جرګه راوغوښتل شي. خو پرځای یې د امریکا متحدو ایالتونو، عواقبو ته له ډېر لږ پام پرته، په زور د طالبانو د پرزولو چاره پیل کړې وه. واشنګټن د طالبانو خلاف د جنګېدو له پاره د شمالي ټلوالې او نورو قوماندانانو په وسله والولو او تمویلولو په عمل کې د رژیم د اړولو تګلاره ټاکلې وه. او ځکه نو دا هماغوی وو چې وروسته د افغانستان د واکمنانو په ډول ډګر ته راوتل.

د فرانسیس ډېپلوماتېکې هڅې ښایي واشنګټن  ته له حده تېری ایسېدې، لږ تر لږه د فرانسیس ملګرو او همکارانو چې کله هغه د بن کنفرانس په درشل کې څنډې ته پورې وهل شو، دغسې احساس درلود. هغه د امریکا پر تګلارو خپلې نیوه کې هېڅکله پټې ونه ساتلې. د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي په توګه دده سلف، الجزایری ډیپلمات لخدر ابراهیمي چې د ۱۳۷۱ کال تر پوځي کودتا وروسته جوړ شوي حکومت کې یې د خپل هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه، د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي دندې ته بېرته راستون شو چې په حقیقت کې باید فرانسیس د هغه تر لاس لاندې کار کړی وای. (د ملګرو ملتو په اداري پوړیو کې، د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي پوړۍ د ملګرو ملتو د سرمنشي د شخصي استازي تر پوړۍ لوړه ده). ابراهیمي په ملګرو ملتو کې په خپلو تېرو ماموریتونو کې، له امریکایانو سره ډېره نژدې همکاري ساتلې وه.

فرانسیس ګوښه شو که ګوښه کړای شو – دا موضوع هېڅکله روښانه نه شوه. هغه د ملګرو ملتو پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړ او ملګرو ملتو ته یې د تیمور لیستې او میانمار په څېر مسایلو کې سلا ورکوله، خو دا نور په عمل کې په ملګرو ملتو کې د فرانسیس د ماموریت پای و.

په افغانستان کې دامریکايي ماموریت مطلقې ماتې ته په کتو سړی استدلال کولی شي، چې که فرانسیس د بن له تړون وروسته په دې ارزښتناک پرېکنده وخت کې د ملګرو ملتو د دفتر مشر پاته شوی وای، د دومره لویو سیاسي تېروتنو مخه ښايي نیول شوې وای. د ۱۳۸۲ کال د لیندی میاشت کې هغه د برلین له یوې ورځپاڼې « تاگیس څایتونگ »( د لیکوال ژباړه) سره په یوه مرکه کې وویل:

موږ په بن کې د نړیوالې ټولنې د چلند په اړه تېروتلو… داسې نو د جنګسالارنو جنګي ملېشې ړنګې نه شوې چې کولی یې شوای د یوه استازي حکومت په جوړېدو کې بنسټیزه ونډه ولري.  

د ۱۳۸۸ کال د تلی په ۶مه له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې هغه وویل:

تر ټولو لویه تېروتنه دا وه چې موږ له هغو جنګسالارانو سره ملګرتیا ته دوام ورکړ او مرسته مو ورسره وکړه چې په ۱۳۶۹ کلونو کې يې افغانستان ویجاړ کړی و.

او په ۱۳۸۶ کې:

لومړی امریکا او بیا نورو ټولو له دغو جنګسالارانو سره ګډ کار وکړ.

د افغانستان تحلیلګرانو شبکه کې دده د ۱۳۹۰ کال مقاله، له بن ۱ نه تر بن ۲: د افغانستان بایلل شوي فرصتونه او د هغه د خولې خبرې او ویناوې چې د هغه د اویایمې کالیزې د نمانځلو له پاره په ځانګړې ټولګه:  فرانسیس، مبارک  کې راغلي، دلته ولولئ.

فرانسیس د کندوز ولایت په یوه کوڅه کې پر یوه کالښود [جنترۍ] د افغانستان د واکمنو،باچایانو او ولسمشرانو، مجاهدینو او کمونستانو انځورونه ګوري. انځور : توماس روتیګ،۱۳۸۳

له ۱۳۸۰ کال وروسته پړاو – فرانسیس د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې د استازي په توګه

فرانسیس د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي پر څوکۍ ، هغه دنده چې د ۱۳۸۱ کال په چنکاښ کې یې پیل کړه، د یوه داسې افغانستان له پاره د هیلو د تاندولو له پاره چې ټول په کې خپل ځانونه وویني او واګې یې د ولس له یوه خادم حکومت سره وي، هڅې جاري وساتلې. د اروپا او اروپايي ټولنې ډېرغړي هېوادونه ليواله وو چې پر خپلې ملګرې امریکا له نیوکو تېر شي. دې هېوادونو هيڅکله هڅه و نه کړه چې پر سیاسي – ډیپلوماتیک محور ولاړه افغان تګلاره ځانته وټاکي [په داسې حال کې چې] د ادارو په رغولو کې يې ریښتینې مرستې وکړې. فرانسیس له دې سره سره هم د بن د تړون له مخې د بشري حقونو، انتقالي عدالت او بې وسلې کولو اجنډا تعقیب کړه. هغه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سره له نژدې کار وکړ، ددې کمیسیون له خوا یې د افغانستان په کړکېچ کې د جنګي جنایتونو د برسېرونې [او ثبت] ملاتړ وکړ (هغه سند چې هېڅکله خپور نه شو. حامد کرزي یې مخه ونیوله او اشرف غني یې هم په اړه، له خپلې ژمنې چې د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو درشل کې یې کړې وه، په شا شو).  هغه دغه راز د ملګرو ملتو له خوا په افغانستان کې د [جنایاتو د ثبت او] تشخیص ملاتړ وکړ (دا سند د یوې ډېرې لنډې مودې له پاره په ۱۳۸۴ کال کې خپور شو، خو وروسته د امریکا او کرزي حکومت په ټینګار لرې کړای شو، ځکه هلته د حکومت د څو غړو یا یې متحدانو نومونه یاد شوي وو – دا رپوټ دلته لوستلی شئ). ګڼو افغانانو چې د ولسواکۍ او بشري حقونو له پاره یې هلې ځلې کولې، فرانسیس ته په درنه سترګه کتل، خو هغه د یوه ریښتیني پرمختګ له پاره [د اروپایي ټولنې] د ځواکمنو غړو هېوادو ننګه په عمل کې له ځانه سره نه درلوده. فرانسیس له هغې بڼې چې د بُن [ترتیباتو] غوره کړه، په زیاتېدونکي ډول نهیلي څرګندوله. په ۱۳۹۰ کال کې یې ولیکل:

د ۱۳۸۱ کال تر نیمایي پورې تګلوري تر ډېره روښانه شوي وو. ناوړه حکومتولي، پراخ فساد او له مجازاتو خوندیتوب دودیزه بڼه غوره کړه… د ۱۳۸۴ کال په رارسېدو د فرصتونو وَر په تړل کېدو و. د لوېدیځ پام عراق ته په اوښتو شو او د شرم ویرې، له افغانستان نه د ښو خبرونو اشتها هماغومره ډېروله، هغه څه چې ډېرئ ډیپلوماتان – پوځیان خو لا مه یادوه – چمتو وو چې  ویې مومي.

هغه زیاته کړه چې تر دغه مهاله، د بې وسلې کولو بهیر په «یوه خندوونکې تراژیدۍ اوښتی و چې په ترڅ کې یې شمالي ټلوالې خپلې بېخي زړې وسلې دفاع وزارت ته چې واګې یې د [شمالي ټلوالې] له خورا پیاوړي جنګسالار مارشال فهیم پرته له بل چا سره نه وې، و سپارلې».

هغه اروپایي ټولنې ته د مخه ښې رپوټ کې په ۱۳۸۷ کال کې ولیکل:

موږ پر یو څو تنو د ډېر باور له امله، د ادارو جوړولو ته بېخي لږه پاملرنه وکړه او د یوې سمون غوښتونکې او ټولیزې اجنډا له مخې مو د سیاسي ډلو د ودې او پیاوړتیا له پاره هیڅ و نه کړل.

هغه همدا راز وویل، په ۱۳۸۰ کال کې د ملګرو ملتو له خوا د ابراهیمي په سمبالونه «تر وسه وسه “د لږ پوځي حضور [تګلارې] ” راوتلو، دغه ټولنه «له هغو وسایلو بې برخې کړه چې د افغانانو د خوښې اصلاحاتو له پاره اړین وو».

او په پای کې هغه په افغانستان کې د بوختو ډیپلوماتاتو او سیاستوالو پر ساده توب د نیوه کو له مخې چې تر ډېره یې سم چمتووالی نه درلود او په آسانۍ یې د جنګ سالارانو په مېلمه پالنې او پسته ژبه زړه بایله، یوه جمله جوړه کړه چې تل د لیکوال په ذهن کې حک شوې پاته ده: «هو، افغانستان د  خورا زړه سواندو جنګي جنایتکارانو دومره ډېر شمېر لري چې ما په ژوند کې نه دي لیدلي».

فرانسیس موږ ډېرو ته چې کار مو ورسره کړی، هېڅکله «تش یو سفیر» نه و. هغه دې ته له پام پرته چې چېرې – ملګرو ملتونو یا اروپایي ټولنه یا دواړو کې – کار کوي، تر هر څه وړاندې یو آمر و، داسې آمر چې کار کول ورسره هر وخت آسان نه و. له دې سره سره، هغه د ورځنیو همکاریو او د نظرونو د راکړې ورکړې په اوږدو کلونو او په یوه مسکوني واحد کې د ګډې اوسېدنې پرمهال، موږ ډېرو ته په یوه درانه همکار، ملګري او لارښود اوښتی و. هغه  که به کابل کې و یا لندن کې، تل به یې ښې او پاکې جامې اغوستې. تفریح او ښه خواړه يې ډېر خوښېدل. هغه تل لټوونکی او ځير، خو بې باکه او د ورین تندي څښتن سړی و.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یوه مشره کیټ کلارک چې له فرانسیس سره یې څو ځله مرکې کړې دي، هغه په روښانه ډول په کابل کې د یوه داسې سفیر په بڼه چې تر ټولو روڼ لید او عمل خوښوونکی ذهن یې درلود، حافظې ته سپارلی دی. ژورنالستان تل داسې مرکه کېدونکي خوښوي چې هغه څه ورته ووایي چې عملاً همدا اوس روان وي او فرانسیس داسې یو ډیپلومات و چې په کابل کې د حکومت د ستونزو او د [بهرنۍ پوځي] لاسوهنې په اړه په بېخي ریښتینولۍ د امریکا  مشرتابه ته غږېدلی شو او ورسره جوخت یې د پلي کېدو وړ وړاندیزونه هم درلودل. ډېرئ ډیپلوماتانو هغه طرحې چې ظاهراً د افغانستان د حالاتو په خیالي ارزونه ولاړې وې، غوره بللې.

په سالنګ دره کې غرمنۍ ډوډې ته درېدل ، فرانسیس به تل ښه خواړه ستایل. انځور: توماس روتیګ: ۱۳۸۳

فرانسیس نژدې د ژوندانه تر وروستیو شېبو کار وکړ. هغه له افغانستانه تر وتلو وروسته، په ووډرو ویلسن کالج او پرینسټن پوهنتون کې د مېلمه استاد او دغه راز د جان هاپکینز پوهنتون په بولګانا څانګه کې د لوړو نړیوالو څېړنو د بالمقطع استاد په توګه کار کړی دی. هغه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته د مشورو تر څنګ، په افغانستان کې له بوختو ډېپلوماتانو او نورو وګړو سره د غږېدو نا رسمي هڅې هم درلودلې دي. هغه تر پایه پر دې فکر کاوه چې د افغانانو ژوند څنګه ښه شي.

اروا دې ښاده، فرانسیس.

فرانسیس ویندریل، زوکړه ۱۹۴۰ په بارسیلونا، مړینه ۱۴۰۱ په لندن کې.

لیکوالان: