Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

د افغانستان د تحلیل ماخذونه -۱۳۹۷

کریسشن بلوير 8 دقیقې

موږ نن د افغانستان د ماخذونو خورا مهم اسناد خپروو. دا ماخذونه یا اخځونه به د هغو کسانو لپاره یوه تازه سرچینه وي چې د معاصر افغانستان په اړه څیړنه کوي. لیکوال کرېستین بلورر پر دې ماخذونو په  ۱۳۸۳ کال کې- هغه وخت چې د لیسانس دوره یې بشپړه کړې وه، کار پیل کړ. د هغه لپاره د سرچینو موندل خورا ګران و. په لومړیو کې یې دا کار یوازې د خپل ځان لپاره کاوه، خو وروسته یې د نورو محصلانو لپاره د سرچینو په ډول وړیا  په لیکه کړل  او تر ۱۳۹۱ کال پورې یې دغه سرچینې پرله پسې تازه کولې. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ویاړي چې نن داسې ماخذ خپروي چې اووه کاله پرله پسې تازه شوی دی. دلته د دې ماخذ یوازې لنډیز را خیستل شوی او  دارنګه له کریسټین بلېیور سره د هغه د خوښې څېړنې په اړه خبرې هم شوې دي. له هغه سره د ځینو ځانګړو څیړنو ( لکه حکومتولي او مرستو…) پر مالي ملاتړ خبرې شوي چې څرنګه یې د نورو موضوع ګانو ( په ځانګړي ډول د قومي ډلو) څیړنې ته لار پرانیسته.

دا ماخذ یا بیبلیوګرافي له دې ځایه ډاونلوډولای شئ.

 د ۳۰۰ مخونو دا لنډ شوي ماخذونه په پراخه کچه موضوع ګانې را نغاړي چې قومي ډلې، اسلام، جګړه، سیمه ییز اړیکي، امنیتي سکتور، وده ، د سولې ټېنګښت، حکومتولي، اپين، له ښځو سره تړلي موضوعات، بشري حقونه، کډوالي، زده کړې، اقتصاد او طبیعي سرچینې پکې راغلي دي. ( په اصل کې دا لیست نور هم اوږد دی چې راوړل به یې بیخي ډېر شي) دا سرچینې تر ډېره  په انګریزي ژبه دي او له ۱۳۶۰ لسیزې راهیسې تازه  مالومات رانغاړي. د دې تر څنګ د قومي ډلو او تر یوې کچې د اسلام په اړه ځینې ماخذونه پکې له یادې شوې نیټې پخوا هم راوړل شوي  دي.

ښايي دا بیبلیوګرافي په راتلونکې کې نوره هم تازه شي. که تاسې غواړئ ځینې تازه سرچینې- په ځانګړي ډول علمي مجلې او پخې څیړنې پکې را وړل شي، لطفا د دې بیبلیوګرافۍ د اضافي مالوماتو برخه وګورئ چې څه ډول له موږ سره اړیکه ټینګولای شئ. د دې ډول ماخذونو راټولول خورا لوی کار دی. موږ له کریستیان بلېیور پوښتلي چې ولې او څرنګه یې دې مهم کار ته ملا وتړله.

(۱) د افغانستان په اړه د ماخذونو خپرېدو ته اړتیا څه وه؟

د افغانستان په اړه ټول ماخذونه د کتابونو په بڼه خپاره شوي  او زاړه شوي دي. په هغو ماخذونو کې د داسې کسانو  لپاره چې له ۱۳۸۰ کال وروسته د افغانستان په اړه څیړنه کوي، خورا لږ مالومات راغلې دي. د دې ترڅنګ، دا ډول ماخذونه یوازې په پوهنتوني  کتابتونو کې موندل کېږي، او که آن پیدا هم شي، بیه یې ډېره لوړه وي. په ځانګړي ډول که یو څوک د لوېدیځ په یوه کتابتون کې ناست وي او د افغانستان په اړه (په انګزیزي ژبه) څېړنه کوي، هارډ کاپي یا کتابي بڼه یې بېخي په ښه نه راځي. نو ځکه د معاصر افغانستان داسې ماخذونو ته جدي اړتیا وه چې وړیا تر لاسه شي او ډاونلوډ شي.

 (۲) د افغانستان د کومو موضوعګانو په اړه ډېره څېړنه شوې؟

په دې ماخذ کې راوړل شوې  موضوعګانې له مرستو، پرمختګ او دولت جوړونې سره تړلې دي. دارنګه داسې سرچینې هم پکې راوړل شوې دي چې پيسې د افغانستان په کومو ځایونو کې مصرفېږي او ګټه یې څه ته رسېږي. د پوځي برخې په اړه په زړه پورې مطالب پکې راوړل شوې دي. خو په ټوله کې له پوځ سره تړلو څېړنو ته د عامه خلکو لاسرسی نشته. زما اټکل دا دی چې په عملي ډګر کې کاري فرصتونو او د مالي ملاتړ کموالي ته په پام سره، ښايي د مرستو، پرمختګ او له دولت جوړونې سره تړلې خپرونې هم د څرنګوالي او هم د شمېر له مخې له منځه ولاړې شي. له بده مرغه زما اټکل دا دی چې له کډوالو او کډوالۍ سره تړلې څیړنې به یې ژر ځای ونیسي.

(۳) ایا داسې موضوعګانې هم پکې شته چې تاسې یې حیران کړي یاست چې ولې یې په اړه لږه یا هیڅ څیړنه نه ده شوي؟

د شخړو د لاملونو په اړه له لویه سره څیړنه نه ده شوې او دا خورا مهمه موضوع ده. پر دې موضوع خپاره شوي مطالب ډېر محدود دي او د څیړنې میتودونه یې خورا کمزورې دي. ( لامل یې دا دی چې په عملي ډګر کې ستونزې دي او مالي ملاتړ یې هم سم نه کېږي)  په افغانستان کې د اسلام په اړه  څېړنه بله داسې موضوع ده چې له پامه غورځول شوې ده. کله چې په تېرو دوو لسیزو کې د اسلام په اړه د نړۍ په نورو برخو کې له څیړنو سره پرتله شي، نیمګړتیاوې یې خورا روښانېږي . که د افغانستان په سیاست، کولتور، ټولنې او آن اقتصاد کې د اسلام مهموالي ته وکتل شي، حیرانونکې ده چې په اړه یې څېړنې خورا کمې دي. هماغسې چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه پخوانۍ شننه کې مې یادونه کړې وه، د افغانستان د تاجکو او اوزبېکو په اړه هم ډېره لږ څېړنه شوې ده.

ما شخصاٌ د ۱۳۸۴ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ څو ځله هڅه وکړه د افغانستان په شمال کې د ازبېکو په اړه عملي څېړنه وکړم، خو د سفر په اجازه کې ستونزو او د مالي ملاتړ نشتوالي زما هڅې ناکامې کړې. په افغانستان کې ګڼې داسې برخې شته چې لا هم څېړنو ته اړتیا لري. او دا چې تحقیق یې په اړه نه دی شوی، ښايي لامل به یې دا وي چې څیړونکي هم په خپلو عملي کارونو کې له ورته ستونزو سره مخامخ وې. زه اوس زړه ماتی شوی یم ځکه د ازبېکو په اړه زما وړاندیز رد شو… او دارنګ د افغانستان په اړه د روسیې د تګلارو د څېړنې اړوند وړاندیز مې هم ردېږي. دا دواړه موضوعګانې مهمې دي او څېړنه پرې نه ده شوې. زما په ګومان څیړونکي د هغو موضوع ګانو په اړه چې تحقیق پرې نه دی شوی،  د څېړلو لېوالتیا لري، خو لاسرسی، ملاتړ او مالي ملاتړي موندل یې ګران دي.

 (۴) ستاسې د خوښې کتابونه کوم دي، او ولې؟

دې تېرو څو کلونو کې مې څلور کتابونه خوښ شوې دي. ( البته هغه کتابونه چې زما له څیړنې- د دولت او ټولنې اړیکو- سره یې تړاو درلود) لومړي دوه کتابونه تر ډېره  د یوه تحقیق په اړه پراخه شننه ده چې د راتلونکو څو لسیزو لپاره به ښه سرچینه وي.

هزاره ګان او افغان دولت: بغاوت، ویستل او د پيژندنې هلې ځلې، لیکوال: نعمت الله ابراهیمي (اکسفورډ پوهنتون مطبعه، ۱۳۹۵) دویم کتاب؛ پر شګو ولاړ دولت: اپينو څرنګه افغانستان له خاورو سره ګډ کړ، لیکوال: ډېوېډ منسفیلډ (اکسفورډ پوهنتون مطبعه، ۱۳۹۴)

دوه نور کتابونه بیا له دولت جوړونې سره تړلې دي ( په افغانستان کې ناکامۍ او محدودیتونه څیړي). دا کتابونه هغوی ته ښه ځواب دی چې باور لري څېړنې پالیسۍ جوړونکو او نړیوالو ادارو سره هیڅ مرسته نه شي کولای.

په افغانستان کې د مرستو تناقص: په افغانستان کې د دولت جوړول او له پامه یې غورځول، لیکوال: نعمت الله بېژن ( روټلیج، ۱۳۹۶) او

په افغانستان کې ولسي نظام او دولت، لیکوال: جینیفر برېک مرتضاشېوېلې ( د کمبریج پوهنتون مطبعه، ۱۳۹۴)

که د لیکنو خبره وکړو، زما د خوښې پنځه یې اوس ذهن ته راځي. لومړنۍ درې يې د طالبانو په اړه دي. په دې مقالو کې پر دې موضوعاتو خبرې شوې دي: طالبان څنګه د جګړې پر ډګر بریالي دي؛ طالبانو په افغانستان کې د حکومتولۍ څه ډول سیستم جوړ کړی او دا چې له پاکستان سره د طالبانو اصلي اړيکي څه دي:

  اشلي جکسن. ۱۳۹۶. (د طالبانو په نامه حکومت لاندې ژوند)، پرمختیايي انسټېټیوټ.

صافي خلیل الله. ۱۳۹۶. (له پاکستان سره د افغان طالبانو اړيکي)، لیچټینسټېن انسټېټیوټ.

زما د خوښې دوه وروستۍ مقالې پرتله ییز ډول د ځانګړو موضوعاتو په اړه دي چې زما په نظر ګټورې دې.  دواړه مقالې پر اقتصادي اټکلونو بحث کوي چې ښايي د افغانستان په راتلونکې کې له شخړو او سیالیو سره هم اړيکه ولري:

نړیوال عیني شاهد.۱۳۹۴. د خلکو جګړه او بیت المال: افغانستان، لاجورد او پر طبیعي سرچینو جګړه ( نړیوال عیني شاهد: هما سید او سټېفن پارامېنټر، ۱۳۹۶)

کله چې سوۍ  د ګازرو ساتونکی وي: لنډ ګرابینګ، په افغانستان کې انتقالي عدالت او اقتصادي جرمونه ( د دولتي جرمونو ژورنال)

(۵) دې ته په پام سره چې تاسې دا تیر څو کلونه پرله پسې ددې ماخذونو پر ټولولو او تازه کولو کار کړی دی؛ او دارنګه مو د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه هم په پراخ ډول څېړنه کړې، ستاسې له نظره په دې سیمه کې د ښې څېړنې لپاره باید کوم ټکي په پام کې ونیول شي؟

هر څېړونکی که کورنی او یا هم بهرنی وي، باید دا ومني چې د خپل تحقیق لپاره دې هیڅکله پر یوې سرچینې، اینډيکس او یا هم پر یوه ډیټابیس یا د مالوماتو پر ذخیره تکیه نه کوي. داسې ګڼې سرچینې شته چې باید د څیړنې پرمهال ترې ګټه واخیستل شي، له بیبلیوګرافیانو نیولې بیا تر ډیټابیسه، کتابتونونو او د اشخاصو تر شخصي تجربو. لنډه لاره هیڅ نشته. د شاګردانو خوښېږي چې د ګوګل په څیر له ځینو انټرنیټي پاڼو کار واخلي چې د هرې څيړنیزې موضوع لپاره له شل سلنې  کم مواد پکې برابرېدلی شي. دارنګه که تاسې بهرنی یاست، باید  سیمه ییزه ژبه زده کړئ او یا هم د څیړنې ماهر سیمه ییز ملګری پيدا کړی. ښه خو به دا وي چې دواړه کارونه پخپله وکړئ. زه ډېر د دې پلوی یم چې څیړنه په ګډه وشي ( نه یوازې دا چې د څیړنې لپاره سیمه ییز همکار وګومارل شي)

(۶) دا ستاسې لومړني ماخذونه نه دی. په لومړیو کې دا مالومات تاسې د خپلې ویب پاڼې لپاره راټولول، چې د افغانستان تحلیل نومېده. کولای شئ راته ووایاست چې څرنګه د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته واوښته؟

کله چې مې په ۱۳۸۴ او ۱۳۹۴ کلونو کې په افغانستان کې څېړنه کوله، په ډېرېدونکي ډول د پوهنتون پرمهال له کړاوونو سره مخامخ شوم. هغه وخت چې ما د افغانستان د اوزبېکو په اړه څیړنه کوله، زه  ډېر نیکمرغه وم چې خپله مقاله مې په انډیانا پوهنتون کې پروفیسر نظیف شهراني دفتر کې هغه ته وښووله او له هغه نه مې پرې وړاندیزونه وغوښتل. خو د نورو موضوع ګانو په اړه مې باید خپله کتابونه لټولي وای او دا چاره ډېره ورو او زړه تنګوونکې وه. نو پرېکړه مې وکړه چې د افغانستان په اړه خپلې  څیړنې روانې وساتم او د خپلو سرچینو په اړه بیبلیوګرافي جوړه کړم. په ۱۳۸۵ کال کې مې د افغانستان په اړه په اوسنۍ بڼه د څیړنو سرچینې په لیکه کړې چې نورهم ترې ګټه واخلي. له هغې وروسته مې پر له پسې یاد شوي ماخذونه تازه کول چې تر۱۳۹۰ کال پورې یې بڼه نوې شوه، او دا هغه وخت و چې زه ډېر بوخت شوم او تازه کول یې راته ګران و. نو دا بیبلیوګرافي چې نوی ځای یې د افغانستان په تحلیلګرانو شبکه کې دی او ملاتړ یې هم  ورسره دی، د اوو کلونو تازه شوي مالومات هم پکې شته.

د بیبلیوګرافۍ (ماخذونو) پيژندنه او د کارونې لارښوونه

دا بیبلیوګرافي د معاصر افغانستان د مطالعې او څیړنو لپاره  تازه مالومات وړاندې کوي چې په ځانګړي ډول له ۱۳۵۸ کال را وروسته زمانه رانغاړي. هغه مالومات چې پرله پسې اوس دلته تازه کېږي، په انګریزي ژبه دي چې رپوټونه، کتابونه او مقالې پکې شاملې دي. د راوړل شویو سرچینو چې تر ډېره له ۱۳۵۰ لسیزې وروسته مهال پورې اړه لري، لویه برخه د قومي ډلو په اړه ده او یوه لږه برخه یې په اسلامي موضوعاتو پورې اړه مومي.

د ژبو، هنر، ادبیاتو، ساینس (  د مدیریت له سرچینو پرته) او د شلمې پيړۍ له نیمايي هاخوا تاریخ په اړه سرچینې دلته نه دي راوړل شوي. تاسې د افغانستان په اړه بیلا بیلې معیاري سرچینې چې د کتابونو په بڼه خپرې شوې وي، دلته موندلی شئ. خو دا ماخذونه ( هاغسې چې د اضافي مالوماتو په برخه کې راوړل شوي  دي) له۱۰ تر ۴۰ کلونو زاړه دي. دا ماخذونه به ډېر ژر تازه کړل شي. که تاسې غواړئ کوم کتاب یا نورې سرچینې د دې بیبلیوګرافۍ په بله بڼه کې راوړل شي؛ چې علمي مجلې او یا هم د منل شویو بنسټونو څیړنې یې غوره والی ومومي، لطفا د دې بیبلیوګرافۍ د مالوماتو په اضافي برخه کې زموږ لیست وګورئ چې معیارونه پکې راوړل شوي دي او دارنګه له موږ سره د اړیکو ټینګولو لارې هم په کې ښوول شوې دي. که تاسې غواړئ دا ماخذونه د پي ډي ایف په بڼه وکاروئ، نو د اسنادو په منځ کې یې په اسانۍ د ځانګړې علامې په ښکته پورته کولو سره پیدا کولای شئ چې د مینیو پر کیڼ اړخ موندل کېږي. څېړنه مو یوازې د دې ماخذ له یوې سرچینې سره مه محدودوئ. هره سرچینه د دې ماخذ له یوې برخې سره تړل شوې ده، خو ښايي له نورو برخو سره هم تړاو ولري. د بېلګې په ډول که د اپینو د کښت په اړه پلټنه کوئ،  ښايي داسې سرچینې ومومئ چې د جګړې او تاوتریخوالي، کرنې، اقتصاد، پرمختک او نورو برخو سره تړلې وي. که د نورو موضوعاتو په اړه څېړنه کوئ، بیا هم ښايي له ورته حالت سره مخامخ شئ.

کریسین بلورر په ۱۳۹۱ کال کې د استرالیا له نېشنل پوهنتون د عربو او اسلامي مطالعاتو له مرکزه ( منځني ختیځ او منځنۍ اسیا) دوکتورا تر لاسه کړې.  نوموړي په ۱۳۸۶ کال کې د انډیانا پوهنتون د اسیا او اروپا د مطالعاتو په څانګه کې ماسټري کړې. هغه له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ پورې په قرغزستان، تاجکستان او افغانستان کې له بیلا بیلو ادارو سره د څیړونکي او سلاکار په ډول کار کړی دی. په ۱۳۹۶ کال کې یې د استرالیا له ملي پوهنتون سره د مرستیال ښوونکي په ډول هم کار کړی چې پر سیمه ییزو امنیتي بدلونو یې پام ټول وو. د ۱۳۹۶ په وروستیو کې ښاغلی بلېیور بیرته منځنۍ اسیا ته د څېړونکي  په ډول ستون شو. دې  وروستیو کې یې د قرغزسستان د بیشکیک په اوسیس اکاډمۍ کې د نړیوال امنیت د استاد په ډول هم کار کړی دی. د هغه خپاره شوي اثار دلته موندلی شئ.

ژباړه:حفیظ معروف

لیکوالان:

کریسشن بلوير

نور د دې لیکوال څخه