تېرو څو کلونو کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د نورو هېوادونو په ادبیاتو کې د افغانستان د انځور په اړه شننې کښلې دي. همدا انځورېدنه یا تشریح هغه څه دي چې بهر یې د افغانستان په اړه د لیدلوري په جوړېدو کې مهم رول درلود او اوس یې هم لري. نو له همدې امله د دې ډول ادبیاتو انځور مهم ښکاري. په دې رپوټ کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکی فابریزیو فوسکینی افغانستان ته د فرانسوي کیسو یا داستانو له مخې ګوري. د نولسمې پيړۍ د لیکوال دي ګوبینېو لنډه کیسه- د کندهار مینان- کې د افغانانو هغه غښتلی ژمنتیا پیدا کیږي چې لیکوال یې په لټه و. د جوزیف کېسل په زړه پورې ناول – د اسونو سړي- کې بیا داسې هېواد ته د سفر په زړه پورې کیسه راغلې چې هغه ورسره مینه لرله او د انسان د طبیعي احساساتو او لیوالتیا داستان پکې نغښتل شوی دی.
یو له هغه ګڼو کریکټرونو چې اوروز ورسره پر لاره مخامخ شوی و. په ۱۹۷۶ کې د له کوېلېیرز لپاره اروز لنډيز جوړ کړی او ګېلمارډ اېډیټ کړی دی
د نړۍ په ادبیاتو کې د افغانستان په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې وروستۍ څېړنې دلته لوستی شئ. وروستۍ شننې مو دا دي:
Only One Came Home From Afghanistan: German literature
Dr. Watson Sent Packing: English literature
Kabuliwalas Of The Latter Day: Bengali and Assamese literature
Weird Tales From The Frontier: American literature
د افغانستان معاصر او خبر څارونکي له ډېرې مودې راهیسې پر دې پوهېږي چې څرنګه د دې هېواد د تاریخ په اړه د ځانګړو خلکو دریځونه په ناسمو باورونو بدل شوي، داسې څه چې د فرانسې د نولسمې او شلمې پېړۍ لیکوال هم ترې خلاص نه دي.
اوس له هغو خلکو چې تګلارې جوړوي او سفرونه کوي، غوښتل کېږي د انګیرنو، د کتابتونونو او تاریخي لیکنو پر محتوا پوه شي ځکه همدا د افغانستان په کلتوري ارزښتونو، سیاست، دودونو او عامه انځور کې مهمه ونډه لري.. همدې انځورونو د نړیوالو تګلارو او د هېوادونو د عامه ذهنیت په جوړېدو کې مهمه ونډه لرلې ده.
تېرو دوو پېړیو کې نړۍ، افغانستان او خلکو ته یې له لویه سره د بریتانیا له سترګو کتلې دي. که څه هم ځینې استثناوې شته، خو د انګریز لیکوالانو لیکنې له لویه سره له روسي سرچینو سره تړلې دي. د داستاني اثارو په نړۍ کې د افغانانو په اړه انګریزي لیکنې لا ډېرې ځیروونکې دي. خو د انګریز لیکوالو پر تله ځینې فرانسوي لیکوال بیا معیاري ادبیات وړاندې کوي. په دوی کې ځینې خبریالان، دیپلوماتان، ګرځندویان او هغه افغانان شامل دي چې تازه یې فرانسوي ژبه ده کړې ده.
ټاکل شوې وه افغانستان او فرانسه د خپلو دپیلوماتیکو اړیکو ۱۰۰ کلیزه په ۲۰۲۲ کې ولمانځي، خو واک ته د طالبانو رسېدو دا اړیکي لا پيچلي کړل. په دې هېواد کې په رسمي ډول د فرانسې د بنسټونو لومړنی حضور، په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندنې یوه پلاوي راپیل کړ او دغه مخکښ ماموریت لا هم فعال دی.خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په دا وروستیو لسیزو کې لا پراخ او ژور شوي ، په ځانګړي ډول له افغانستان سره د فرانسې تاریخ له پامه نه شي غورځول کېدای.
ځینې تاریخي سرچینې وايي دواړو هېوادو په اوسمهالي پېر کې ستراتیژيکه ملګرتیا درلوده. ویل کېږي چې د پخواني افغان پاچا زمان شاه (۱۷۹۳- ۱۸۰۰) او د میسور د واکمن ټېپو سلطان (۱۷۸۲ – ۱۷۹۹) ترمنځ په هند کې د بریتانیا د ګټو پر خلاف ټینګه همغږي وه، داسې حال کې چې همغه وخت په مصر کې د فرانسې د ناپيلیون پوځي هلې ځلې روانې وې.
افغانستان د ګاونډي فارس ( اوسنی ایران) پرعکس، د اوږدمهال لپاره د فرانسې له سوداګریزو او دیپلوماتیکو شبکو لرې ساتل شوی و چې پر ټولنه او کلتور مهم اغېز لري. په اصل کې افغانستان تر ۱۹۲۰ لسیزې پورې په فرانسه کې ځیروونکی راښکون نه درلود. وروسته له هغه چې پاچا امان الله خان له فرانسې سره مسلسل دیپلوماتیک اړیکي جوړ کړل، د زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې هم ځینې نوښتونه وشول.
فرانسويو ګرځندویانو د اوولسمې پېړۍ په نیمايي کې اسیا ته سفرونه پيل کړل او خپلې موندنې یې په لیکلې بڼه وړاندې کړې. فغانسوا برنیر، جین بپتیست تورنیر او جین چاردین له لویه سره پر هند او پخواني فارس پام ټول ساتلی، ځکه هغه مهال اوسنی افغانستان لا هم د همدغو دوو مهمو هېوادونو ترمنځ سره وېشلی و. وروسته بیا ځینو، په ځانګړي ډول پر کابل او شاوخوا اغیزناکو سیمو شننې وکړې. کله کله دغه ډول لیکنې ډېرې مالوماتي وې لکه د پيري فیریز لیکنې.خو که انګریزي مالوماتو سره پرتله شي، داسې ښکاري لکه سمندر کې یو څاڅکی.
همدا ډول کیسه د شلمې پېړۍ په لومړیو لسیزو کې هم وه، که څه هم په دې موده کې د فرانسوي خبریال اندرې وېلېس کارونه د پام وړ دي. نوموړي د امان الله خان پرضد د یاغیانو (۱۹۲۸ -۱۹۲۹) په اړه د خپلو سترګو لیدلی حالت انځور کړی چې نوم یې (پر افغانستان سیلاب، ۱۹۳۰) ورکړی دی.
له هغه وروسته، افغانستان د فرانسې ناول لیکوالو او لوستونکو ته اشنا نوم شو. د پيري لوتي او موریس دېکوبرا په څیر مشهورو ګرځندویانو او لیکوالانو د افغانستان پولو ته سفرونه وکړل او له دغه هېواد سره یې خپله مینه پټه نه کړه. اندرې مالرېکس او مېرمن کلارا د ۱۹۳۰ کال په اوړي کې کابل، غزني او جلال اباد ته سفرونه وکړل او تجربې یې په خپلو وروستیو لیکنو کې ونغاړلې. د مالرېکس وروستی ناول په ۱۹۴۸ کال کې په انګریزي چاپ شو چې عنوان یې- د التینبرګ د چارماغزو ونې- دی. په دې داستاني کتاب کې د افغانستان لپاره د پان ترک د خوځښت مشر انور پاشا سره د هغه او د مالرېکس د پلار تجربې راغلې دي. مالرېکس له کلارا سره د ۱۹۶۷ کال په يادښتونو کې د افغانستان په اړه پراخ مالومات راوړې دي او د افغانستان تجربې یې ( اوږدې لارې) په نامه په اټوبیوګرافیک (د خپل ژوندانه نکل) په ډول پېیلې دي چې لا نه دی چاپ شوي..
په دې برخه کې پر دوو هغو داستانونو پام ورټول دی چې فرانسويو لیکوالو کښلي او د ددواړو د لیکنې ترمنځ واټن نژدې یوه پېړۍ راځي. په دواړو هغو کې مرکزي پام پر افغانستان ورټول دی. دواړو لیکوالو مخامخ له افغانستان سره اړیکه لرله او یا یې د افغانستان په ژبو مالوماتو ته لاسرسی درلود چې له انګریزي مالوماتو پرته یې پرې تکیه کوله. د دواړو داستانو بڼه او زمانه توپیر لري. (پر اسونو سپاره) جوزیف کېسل لیکلی دی او په ۱۹۷۶ کې چاپ شوی دی. په دې کتاب د وزلوبې د یوه ټپي لوبغاړي ډراماتیکه کیسه راوړل شوې چې له کوره په خطرناکه لار روان دی. دویم داستان څه نا څه سل کاله پخوا دی ګوبینېو لیکلی دی. په دې اثر کې د یوه افغان د مینې لنډه کیسه راوړل شوې چې (د کندهار مینان) نومول شوی. دواړه لیکوالان د افغانستان ښکلا ورجذب کړي دي. له همدې امله یې خپلو شخصي هیلو او انځورونو کې د افغانستان کولتور او دودونه راوړې دي.
لیکوالان او افغانستان
جوزیف ارتر دي ګو بینېو (۱۸۱۶- ۱۸۸۲) تر ډېره اوس د ۱۸۵۵ کال یوې لانجمنې مقالې له پاره مشهور دی. هغه (د انسانانو د توکمونو ترمنځ پر نا انډولۍ مقاله) لیکلې وه چې نسلونه نسلونه د توکمپالو او هغو سپین پوستکو لپاره چې ځانونه له نورو لوړ ګڼي، سرچینه بلل کېده. په اصل کې دي ګوبینېو افغانستان ته هغه مهال تر ټولو ډېر نژدې شو چې کله په ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ لسیزو کې فارس کې واوسېد. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د مامور په ډول هغه دوه ځلې په تهران کې وګومارل شو، لومړی ځل یې (۱۸۵۵-۱۸۵۸) په تهران کې د سفارت د لومړي سکرتر په ډول کار کړی او وروسته بیا د سفیر په ډول (۱۸۶۱ -۱۸۶۴) پورې په دنده ګومارل شوی و. دي ګوبېنیو فارسي ژبه او ادبیات له اېتېن ګواترېمیر سره لوستي و چې د هغې زمانې د وتلي فرانسوي ختیځ پېژندونکي سلوېستر دي ساسي ځای ناستی و. سره له دې چې د رپوټونو له مخې د خپل دیپلوماتیک ماموریت په لومړیو کې يې فارسي ژبه ډېره ښه نه وه، خو د دندې تر پایه یې فارسي په کافي اندازه زده کړه چې د ژبې د تیورۍ او د پخوانیو متنونو ترجمه یې پرې کولای شوه- داسې څه چې هغه یې ډېره لېوالتیا لرله. هغه په پښتو خبرې نه شوای کولای، هغه ژبه چې (د کندهار مینانو) داستان کې کریکټران پرې غږېدل. هغه ډرامې چې په دې داستان کې ویل شوي دي، ښايي د ادم خان او درخانۍ په څېر یې له سیمه ییزو پښتو داستانو الهام اخیستی وي. ادم خان او درخانۍ په پښتو کولتور کې مهمه ونډه لري.
د خپلو څېړنو ترڅنګ، په فارس کې د دي ګوبېنیو پاتېدل، د هرات پر سر د افغانستان او فارس ترمنځ له نړیوال کړکیچ سره هم همهاله و. د فارس پوځ په ۱۸۵۶ کې د هرات ښار محاصره او ونیو چې بیا پرې د پوپلزیو د کورنیو یوه پخوانی وزیر په خپلواک ډول واکمني کوله. له هغه یو کال وروسته بریتانیا، فارس له هراته وتو ته مجبور کړ او داسې ګومان کېږي چې ښايي همدا کار د هند له خوا له روسیې سره په یوه جوړ جاړي کې شوی وي. وروسته په ۱۸۶۳ کې د امیر دوست محمد له خوا هرات بیرته له افغانستان سره یو ځای کړ شو- هغه څه چې فارس ته لوی سرټیټی و، خو د امیر د ژوند وروستۍ لاسته راوړنه بلل کېږي.
د ارتر دي ګوبینېو انځور چې ماوریس دي ډیکیو کښلی دی. سرچینه، وېکپيډیا
داسې ښکاري چې له افغانستان سره د دي ګوبېنیو لیوالتیا، نه سیاسي پرمختګونو ډب کړای شوه او نه یې هم ۱۸۳۸ -۴۲ کلونو کې د افغان انګریز جګړې مخه ونیولای شوه، هغه جګړه چې اروپا کې یې احساسات وخوځول. پرعکس یې، د هغه نژادي انګیرنو ته په پام له هغه سره د افغانانو لیوالتیا ډېره شوه او آن ځینو خو د ارین توکم اصلي استازی باله. د فارسیانو په اړه د هغه لید لوری بیخي بدل و. هغوی ته یې خپل یو خواشینوونکی اړخ ښودلی و. فارسیان چې له هخامنشي او ساساني واکمنیو د بې ځایه پراخوالی وسوسه کې وو، هغه یې د معاصرو وګړو دې غوښتنې ته سپین ځواب درلود.
هغه افغانانو ته دلرغونو اشکانیانو، اوردیز او ارسیس د لمسیانو په سترګه کتل چې عدالت یې په روم کې وېره خوره کړې وه. دي ګو بېنیو د اشرافي طبقې لومړنی خورا مهم او وتلی غړی و چې خپلې ارتجاعي نظریې یې له رومانټیزم او د توکمنو له تیورۍ سره یو ځای کړې. داسې چې افغانان د هغه لپاره یوازې جنتیکي میراث نه و، بلکې له معاصر تاریخ او پخوانيو دودونو سره یو ځای ورته له ريښتیني میني ډک خلک ایسېدل.
نژدې یوه پېړۍ وروسته په ۱۹۵۶ کې جوزیف کېسل (۱۸۹۸ -۱۹۷۹) چې د جګړې د ډګر پيلوټ، د مقاومت اتل، خبریال، ناول او فلم لیکونکی و، په لومړي ځل افغانستان ته ولاړ. هغه افغانستان ته د فلم ثبتولو لپاره ولاړ چې متن یې پخپله لیکلی و. د هغه فلم نوم – د شیطان لار- و. سره له دې چې کېسل مخکې افغانستان ته سفر نه و کړی، د هغه هېواد په اړه یې د خپلې فلمنامې لیکل ونه درول. د هغه د فلم کیسه پر دوو وروڼو او د وزلوبې پر یوې سیالۍ ورټوله وه. خو کله چې یې په افغانستان کې څه وخت تېر کړ، له هغه هېواد سره یې مینه دومره ډېره شوه چې هلته یې د خپلو تجربو په اړه لوی راپورتاژ ولیکه چې نوم یې (د پاچا لوبه) وه. د فلم د همدې لوبغاړو په اړه نوره سپړنه یې په پای کې د فلم جوړېدا ته وځي او وروسته پر خپل ناول Les cavaliers کار پيلوي چې اوسمهال د هغه یو مهم اثر بلل کېږي.
د جوزیف کېسل انځور ۱۹۴۸ . سرچینه وېکپيډیا
کېسل افغانستان ته پر داسې مهال سفرونه درلودل چې دغه هېواد کې سوله وه او ګڼې سیمې یې ( دویم سفر یې په ۱۹۶۰ لسیزه کې و) ولېدې. دا داسې مهال و چې د نوموړي لیدلو سیمو ته په پرتله ییز ډول لږ شمېر لوېدیځ سیلانیان ورتلل. هغه د دې وطن هر څه خوښول:
غرونه او سیندونه، هوجرې او کاروانونه، ښارګوټي او کیلوالې سیمې، ویجاړۍ او ویاړمن ځایونه، ژبه،دودونه، کالي او خلک یې.
یو بل څه چې کېسل ته ډېر ځیروونکي و او په دې لیست کې یې یادونه نه ده شوې، دښتې دي. هغه یې په اړه وايي:
پرته له خنډونو، پرته له موانعو، بې پایه، هوارې ، ساده، هرې خواته غځېدلې – پر سر یې تش آسمان.
کېسل د خپل کوچنیتابه یوه برخه د اوسنۍ روسیې او قزاقستان ترمنځ په اورېنبورګ کې له خپلې کورنۍ سره تېره کړې ده. د هغه مېرمن لیتوانی الاصله روسۍ یهوده وه. داسې ښکاري چې نوموړی د هندوکش د خلکو درنې لهجې او د شنو چمنونو ازادۍ ورجذب کړی و او خپله کیسه یې پرې همدې سیمو او انسانانو لیکلې ده.
له یادو دواړو لیکوالانو یو یې هم ځانګړی پر افغانستان لیکل نه کول. د دي ګوبېنیو په ګډون یوه یې کومه ځانګړې موده په دغه هېواد کې وخت هم نه دی تیر کړی. د هغو په لیکنو کې د بهرنیو لیکوالو د انګیرنو خوند برېښي، ، داسې هڅې پکې لیدل کېږي چې غواړي له بهره افغان ټولنه او یا یې هم تاریخ په هر اړخیز ډول وشاربي. دي ګوبینېو په خپلو لیکنو کې پښتونولي او اخلاقي اصول د ټولنیز پراګمټیزم پرتله راخیستي و. د کېسل پام بیا د وزلوبې ځانګړي ځواک ته اوښتی دی چې لوبغاړي پکې د خپل ځاني ارزښت لپاره هڅه کوي.
جالبه دا ده چې همدا دوه ځانګړنې وروسته په کارېږي او له لویه سره ترې د افغانستان د اوسني سیاسي کړکېچ د سپړلو ښه وسیله جوړېږي. دوی آن د افغانستان د اوسنۍ ټولنې د پيژندنې لپاره د ډېرو پخوانیو طریقو په کارولو هم فکر کړی و. دا سره له دې چې ډېره ستونزمنه ده چې د یوه هېواد تاریخ او ټولنه په دې ډول تشریح شي. خو کله چې د ادبیاتو دغه دوه اثار ولیکل شول، په اروپا کې د افغانستان په اړه څه جلا ډول مالومات راوتل – سره له دې چې په کافي ډول پرتله ییز مالومات نه وو او منځ منځ کې یې نورې خبرې نغښتل شوې وې.په اروپا کې لوستونکو ته افغانستان ښه ډېر انځور شوی، خو د نړیوالو له پاره دا کچه دومره پراخه نه وه.
د دي ګوبېنیو کیسه د افغان- انګریز د لومړۍ جګړې (۱۸۳۹ -۴۲) له بوږنېدا څو کلونه وروسته ولیکل شوه او خپره شوه. ( په دې مانا چې دا اثر د انګریزانو له دویم یرغل چې د افغان-انګریز دویمه جګړه ۱۸۷۸ -۱۸۸۰ باله شي، کلونه مخکې چاپ شوی دی). د کېسل لپاره وزلوبه د افغانستان داسې لوبه وه چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې یې په اړه له دغه هېواد بهر ډېر څه نه و اورېدل شوي. داسې ادعا نه شي کېدای چې تش همدا به د افغانستان د سیاسي او ټولنیز حالت د پېژندنې لپاره ارزښتناک وي، هاغسې چې وروسته وانګېرل شوه. هغه څه چې اټکل دی د دواړو لیکوالو پام یې ور اړولی وي، دا دی چې دا دوې مهمې پدېدې- وزلوبه او پښتونولي د لوېدیځ لوستونکو ته څه ډول ښکاري او څه ډول یې په مرسته یوه مهمه کیسه تر خلکو رسوي. هاغسې چې په نورو ادبیاتو کې راغلي (زموږ پخوانۍ شننې دلته ولولئ)، افغانستان د لیکوالانو لپاره د زړورتیا، کړنو او مهمو احساساتو د بیان مهم ځای و خو همدا مسایل بل ځای او بل وخت کې ولیکل شي، ښايي هومره ارزښت ونه لري. خو په دې دوو اثارو کې دې ځانګړنې ته بله بڼه ورکړ شوې ده او دواړو لیکوالو د دې پر ځای چې افغانستان کې پر خپلو تجربو پام ورټول کړي،همدې اندېښنو ته د ځواب هڅه کړې ده.
د دي ګوبېنیو د کندهار مینان
د کندهار مینان د دي ګوبېنیو د لنډو کیسو ټولګه ده چې په انګریزۍ کې (د ختیځ عاشقانو) په بڼه چاپ شوی دی. دا اثر چې په ۱۸۷۰ کې لیکل شوی ، یوازینی کتاب دی چې کرکټرونه یې افغانان او په افغانستان کې دي. ( که څه هم په یوه بله کیسه کې چې- ځلېدلی جادوګر- نومېږي بامیان وروستی داستان وړاندې کوي). د لیس نوېلېس ډېرو ادبي کارونو ته په فرانسه کې د هغه د ژوند پرمهال له لویه سره پام نه دی شوی، خو د ګڼو اروپايي هېوادونو لوستونکو، په ځانګړي ډول د جرمني هغو بالاخره د هغه ځیروونکو پنځونو ته پام وکړ.
د ددي ګوبېنېو د زمانې لیکوالانو په څېر، نوموړي هم افغانان رومانټیک بللي خو په ځانګړي ډول یې د افغان- انګریز له اړیکو ځان لرې ساتلی دی چې د یرغلونو خلاف په کې د افغانانو ملتپالونکی او مذهبي اړخ راځي. هغه افغانان داسې خلک بللي چې د مېړنیو نکلونو له پاره چې هغه غوښتل خلکو ته یې ووايي، بشپړ انساني اړخونه لري. هغه خپلې کیسې ته اسانه لاره ټاکي- د یوې داسې کورنۍ کیسه چې عزت او غچ پکې نغښتی دی. دا کیسه چې له کندهاره پیلېږي او همداسې پسې غځېږي، د واکمنې محمدزۍ کورنۍ د سردارانو شیردل، پردل او کهندل او د دوست محمد خان د میرنیو ورونو ترمنځ وه چې د ۱۸۱۸ او ۱۸۵۵ کلونو ترمنځ پېښه شوې.
د دي ګوبېنېو کیسه ساده، روښانه او طبیعي او د پټې مینې ده. کرېکټرونه یې په یوه پخواني پښتو شعر او یا هم ولسي ادب پورې اړه لري. په دې کیسه کې د بښنې داستان شته چې په ناڅاپي ډول پرې پای ته رسېږي. لیکوال خپله دودیزه کیسه کې په ډېر مهارت د کرېکټرونو له خولې په مینه او ویاړ منعکسوي. محسن احمدزی چې د کیسې ځوان اتل دی، ( په خپلې پاکۍ چې لیکوال یې په څرګندونو کې زړه نا زړه وي)، له ټولو وسایلو سره سره د خپلې کورنۍ د پت په نامه ځان د محمدزیو پرضد چمتو کوي خو کافي وسایل نه لري. د همدې کمي له وجې د محسن په نوره کورنۍ کې دننه دویمه خو ډېره سخته بدي پیدا کېږي. په دې لانجه کې چې کله د محسن د پلار او تره ترمنځ پېښېږي، محسن د خپل تربره حلیم په وژلو پسې مټې را نغاړي چې د خپلې کورنۍ پت خوندي کړي، خو پر ځای یې د تره پر لور جمیلې مینېږي.
هیڅوک په دې ستونزه کې د محسن مرسته نه شي کولای. محسن د خپلو خوبونو او راتلونکې کیسې تر ډېره له خپل تربره حلیم سره چې نژدې ملګری او دوست یې دی شریکوي. خو یوه ورځ واقعیت ته راستنېږي، بوږنېږي او مجبوريږي چې خپل نژدې ملګری په کورنۍ بدۍ کې ووژني. لیکوال لیکي:
هندوان او پارسیان (د فارس خلک) په اسانۍ کولی شي په دغه ډول حالاتو کې خپله ملګرتیا روانه وساتي، خو افغان دا نه شي کولی! هغه څه چې خپل مجبوریت یې ګڼي، لومړی یې کوي.
خو محسن او جمیله مینې ته لومړیتوب ورکوي او په ګډه سره تښتي. دوی ته مندوزیان چې د دوی سیال قوم دی، پناه ورکوي. د دې قوم مشر عبدالله خان هغوی ته د پناه پر ورکړه هله بیا غور کوي چې د کندهاري سردار له قهر سره مخامخېږي. سردار د جمیلې پلار چې د محسن تره کېږي، دې کار ته هڅولی و. عبدالله خان د دې جوړې د بیرته ستنېدو لپاره خلک ور لېږي. خو په دې کار سره د خپل زوی برخلیک په نا پوهېدلي ډول برسېروي چې د هلک او جینۍ په تېښه کې یې له لویه سره مرسته دده وه.
داسې ښکاري چې دي ګوبېنیو په خپل اثر کې د کورنۍ د عزت او شخصي ویاړ انځور کې، د انساني مینې له قربانۍ خوند اخلي. هغه د خپلې کیسې د لوبغاړو د ( اتلوالو کړنو) یادونه کوي او وايي ( که هغوی ته چې څه مشهور وي، دا چاره له ستونزو خالي نه ده).
له همدې امله دي ګوبېنیو د خپلو خیالونو لپاره چې وروسته زاړه شوي وبلل شول، ( لږ تر لږه په اروپايي معیارونو) افغانستان غوره کړی چې کیسه کې یې د شخصي او کورني عزت مساله یو ځای کړای شوې ده. ښايي د همدې رومانتیزم له امله د افغانستان په اړه د هغه داستانونه له نورو عادي هغو توپیر لر ي- یوه داسې ټولنه چې هر څه نارینه پورې تړلي او ښځې پکې یوازې د سیوري مثال لري. په کیسو کې ښځینه لوبغاړي مرکزي ځای لري. د دې کار لامل دا نه و چې ښځینه کرېکټر ته اړتیا ډېره وه بلکې د اغیز له امله یې او دا چې له نارینه کریکټر سره یې فعاله مرسته کړې وه.
د افغانستان په ایډیاله ازادۍ کې د نارینه ازادي هاغسې چې ۱۹ او ۲۰ پېړیو کې یې بهرنیو لیکوالو هم یادونه کړې، په نر واکې ټولنه کې پتمن ژوند دی. داسې ژوند چې په نورو تړلی نه وي او د عزت او منل شویو دودونو په رعایت کې له چا وېره ونه لري. محسن د دې هر څه پر ځای په خپله خوښه د مینې غلام دی. کله چې محسن له جمیلې سره ګوري، د غچ اخیستنې او ددې پرځای چې په نر واکې ټولنه کې پت وساتي او خپل دریځ نورو ته زبات کړي، مینې ته تسلیمېږي:
محسن له غچ اخیستو تیرېږي، له هغه نظره هم تېرېږي چې ګنې عزت یې تللی، خپله ازادي یې بایللې. خپل ځان ډالۍ کوي او ناڅاپه خپل حالت ته ځیرېږي چې د ژور ګړنګ پر څنډه ولاړ دی او که د خپلې مینې لپاره دقربانۍ نور څه وکړای شي.
دا چې محسن مینېږي او له همدې امله له کورنۍ بدۍ هم لاس اخلي چې دنده یې بللې وه، همدا یې نه یوازې پر لیکوال ګرانوي بلکې له همدې امله د نورو افغانانو هم خوښېږي. دا کار یوازې د پښتونولۍ د میلمستیا او ننواتو په چوکاټ کې کېدای شي. محمدزیو چې د محسن او جمیلې د کورنۍ سخت دوښمنان وو، پرته له دې چې څوک پرې پوه شي، د جینۍ له خپلوانو دواړه وژغورل. هغو د کور ښځو ته د خوندیتابه ضمانت ورکړ او هغوی یې په بدل کې ځای ور وښود.
محسن او جمیله له هغوی چې ورپسې دي، پټېږي. تصویر د موریس دي بېکو دی (سرچینه: وېکېپيډیا)
د ناول په دې او نورو برخو کې د نارینه وو ناخوښۍ ته په پام سره، د اصلي افغانیت ساتنه له ښځو سره تړلې ده. د دي ګوبېنیو لپاره زړورتیا، جنګیاليتوب، ځواکمنتیا د افغانیت په مانا وو خو هغه ته افغانان په ځانګړي ډول رومانتیک هم ښکارېدل. د دي ګوبېنیو په لیکنه، د هر عمر ښځې د ځوانانو په څیر د عزت او ژمنتیا خوبونه ویني خو د سړیو خلاف فرصتونه لږ لري او ګوښي دي. په دې داستان کې جمیله د کړنو اصلي کرېکټره ده. خو چلند یې تل د افغانې ښځې ښکارندوی دی.
جمیله، په خوبونو کې ډوب محسن ، تل هڅوي. د جمیلې په ټکو- ريښتیني اتلولي دا ده چې د ټولنې په غوښتنه له مینې په شا نه شي. په داسې حالت کې رومانتیزم د دي ګوبېنیو د ناول اصلي برخه ده، په کیسه کې ټول لوبغاړي دوه بعدي ځانګړنې نه لري او ځینې یې د تاریخي حقایقو پرعکس لوی ښودل شوي.
عثمان چې تره یې دی او د ختیځ هند انګرېزي شرکت کې د بنګال پوځ پخوانی افسر هم دی، له انګریزانو د تقاعد پیسې تر لاسه کوي. هغه ته پيسې د هند د بانک له خوا رسېږي او په دې کیسه کې چې سناریو یې له لانجو ډکه ده، د تمې خلاف د حقیقي کرېکټر بڼه وړاندې کوي.
په کیسه کې هغه کسان هم شته چې د عزت په نامه یې دود ته له پام پرته د هغوی د خوندیتابه مرسته کړې او ننواتې یې د دوو تښتېدلو لپاره حل لاره بللې ده. یو ملا هم پکې شته، یو ډاکټر ( ډاکټر پکې په ښکاره قزلباش معرفي شوی) او د ځینو نورو مسلکونو خلک هم پکې دي چې غواړي تښتیدلي افغانان له نا پاکو فکرونو لرې وساتل شي.
خو د ښار د اوسېدونکو او په آزادو شغلونو بوختو کسانو دا ډول انځورېدنه د لیکوال د فکرونو څرګندویي کوي. د دي ګوبېنیو په دې ناول کې پر درباریانو هم نېوکې شوې چې خپل ځانونه له نورو پورته ګڼي:
درباریان داسې طبقه ده چې هر څه لري، او ژوند یې له نورو لوړ دی.
د دې ناول یا داستان ژبه له نورو ټولو هغو کیسو بیله ده چې دي ګوبېنیو لیکلې دي. په دې اثر کې بېخي د خندوونکو مطالبو څرک چې په اروپا کې عموماً ډېر تر سترګو کېږي ، آن تر دې چې ځینې اسیاییان یې په دې برخه کې د پېښو (تقلید) هڅه کوي، نه برېښي.. د دي ګوبېنیو لپاره هغه اسیاییان چې د اروپایانو پېښې کوي، د لوېدیځ معاصر مدنیت ته زیان پېښوي، په تېره بیا هغوی چې ناسم یې کاروي.
پر ځای یې- د کندهار په مینانو اثر کې د دي ګو بېنیو دواړه ډول ځانګړنې شته. د دي ګوبېنیو لپاره افغانستان یو داسې ځای دی چې لرغونې ځانګړنې پکې چې له پیله اروپایي نه وې، ښې ځلېدلی شي.
له توکمیزو دلایلو ورهاخوا، افغانان د دي ګوبېنیو لپاره مدني، قهرمان او ریښتوني ملګري دي چې له بده مرغه هاغسې چې لیکوال وايي باید له ناوړه حقایقو سره مقابله وکړي، او د دې لپاره چې خپل انساني احساسات وځپي، غوښتنې له پامه و غورځوي، خوبونه او هیلي یې له منځه ولاړې شي او باید لوړه بیه پرې کړي.
د دي ګوبېنیو لنډه کیسه د افغانستان اوسني حالت ته ورته او ریښتینې ښکاري. ګڼ افغانان لا هم د ناوړو انګېرنو قربانیان دي او ټولنیز تاوتریخوالي لا هم د افغانستان اوسني ناورین ته لمن وهي. په دې داستان کې، هماغسې چې په اصلي ژوندانه کې هم پېښېږي، د دغه ډول پېښو قربانیان اکثره وخت ښځې او ځوانان دي او دا ټولې ستونزې له لویه سره د سیالیو، پت ساتنې او غچ اخیستنې پرمهال رامنځ ته کېږي.
د دي ګوبېنیو په کیسه کې د- ناوړه حقیقت- مانا دا ده، هغوی چې د مینې او عزت غږ یې اورېدلی، باید مړه شي. اکبر مرادزی چې د کورنۍ مشر زوی دی، د خپلو ژغورونکو پرضد پورته کېږي او د تښتېدلې جوړې دفاع کوي- آن که یې د سر په بیه هم شي. د اکبر دا کړنې له خپل پلاره بغاوت دی- چې خپل عزت یې تر اوسه ساتلی و، خو په ساتنه یې کې پاتې راغلی او دا داسې څه دی چې زوی یې د پيژندنې او ویاړ برخه دی. بې له شکه د اکبر کورنۍ دا هم نه غواړي چې سیالې کورنۍ ته د خپلو خلکو د ناسم چلن له کبله له اخلاقي پلوه غوره والی ومني خو دا هر څه د یوه داسې کس له امله کېږي چې نه غواړي ژمنتیا یې ماته شي.
د کېسل د سړک سفر چې په بدو واوښت
کله چې فرانسوۍ ژبه کې د افغان کرکټرونو یادونه کېږي، ګرانه ده چې د پلار د واک او ژمنتیا مخه پکې و نیول شي. دا یوازې د کندهار د مینانو داستان نه دی چې په ناڅاپي او تراژیکه بڼه پای ته رسېږي، بلکې د کېسل په (اسونو سپاره) اثار کې هم کیسه همدا ډول ده. دا کیسه د پلار او زامنو په اړه ده چې په اخلاقي مسایلو ورټوله نه ده بلکې اوږده او تعلیمي بڼه لري.
د دې داستان اوږده او مرکزي برخه د وزلوبې یوه لوبغاړي ته ځانګړې شوې چې ټپي دی او له کابله په فاریاب کې خپل کور ته ستنېږي- چې د ډېرو دښتو درلودونکی ولایت دی. د وزلوبې لوبغاړی چې اوروز نومېږي، په یخ ژمي کې په ټپي او ماته پښه خطر پر غاړه اخلي، او د نورو په غوښتنه د هندو کش منځ ته ورخوځېږي.. خو له دې هر څه سره سره، دی په پلازمینه کې لومړنۍ وزلوبه نه شي ګټلی او ځکه نو هغه نوم چې ښایي تل یې په یادو کې ګرځېده، هم خپلولی نه شي.
سره له دې چې دې کیسه کې خیالي اړخونه شته او په ځینو برخو کې یې د تخیل ساحه محدود ده ، خو دا کېسل ته لوی انځور وړاندې کوي، له همدې امله کېسل په دې کیسه کې د توکم پېژندنې په اړه کافي مالومات ورکوي او دا داسې څه دي چې هغه په افغانستان کې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې اورېدلې دي. د کیسې په بیلا بیلو برخو کې لیکوال د افغانستان داسې انځور وړاندې کوي چې خپله یې لیدلی دی، او کیسه کې داسې اړخونه راوړي چې هغه مهال یې لوېدیځوال ګرځندویان ورجذبول. لیکوال ځمکې ، انساني ځانګړنې او آن د ژویو ډلونه په ژوره بڼه راوړې دي. دا مالومات وروسته هغو ګرځندویانو لا بډای کړل چې هغه هېواد ته ورتلل ( ځینې یې لا هم مشهور دي). افغانستان چې پخوا د اروپاییانو د استعمار او له دغه استعمار سره هېواد ته له ورغلي پرمختګ سره مخالف بلل کېده، اوس په داسې بڼه ښودل کېږي چې د ورځني ژوند مالومات، منظرې او طبیعت یې پخپله ښیي.. بې له شکه همدا هېواد له ۱۹۷۸ وروسته داسې افغانستان بلل شوی چې ناکراریو، قومي شخړو او تاوتریخوالي پرې سیوری غوړلی دی.
په ۲۰۰۹ کال کې د بدخشان یوه کلي کې وزلوبه. انځور د فبریزو فوسکیني
د وزلوبې د سلطنتي سیالۍ په اړه چې کابل ته څېرمه باګرامیو کې تر سره شوه، د کېسل تشریح د لوبو د شېبه په شېبه رپوټونې بڼې ته ورته ده. د لوبې په اړه هراړخیز او د هر لوبغاړي مالومات د کېسل په کیسه کې ډېر په زړه پورې دي. په اصل کې د هغې په زړه پورې لوبې ننداره چې لیکوال پخپله کتلې، ښايي د کتاب په لیکلو وارزي. داسې ښکاري لکه کېسل چې د هغې خوندورې وزلوبې انځور چې پخپله یې لیدلې او د راستنېدو پرمهال یې د کړوونکي سفر په ترڅ کې سره جوړ کړی و، له پامه نه شوای غورځولی.
ورورسته له هغه چې د کیسې کرکټر اوروز په روغتون کې لنډمهاله عصري درملنه کوي او د وزلوبې د ملګرو د خواخوږیو يه منځ کې، له پر خپل جاهول نومي اس د خپل باوري آس روزونکي ملګري په ملتیا، د هندوکش پر سړک د تللو تابیه نیسي. هغه چې خپله ماتې نه شي زغملی، سملاسي د بلې سیالۍ په لټه کې شي چې خپل نوي سیالان پکې مات کړي. هغه په لوی لاس د نورو لوبغاړو په نشتوالي کې د اسونو خپل ژمن ساتونکی،سیال انګېري. هغه پر ټوله لار، له دې چې ماتې یې خوړلې، ځان او ملګرو ته د مرګ غوښتنه کوي ځکه د پلار ځای یې ونه نیو چې د وزلوبې تر ټولو وتلی لوبغاړی بلل کېده. له سختیو ډک دې اوږده سفر کې د هغه ټول هدف او بې احیتاطه چلن د دې لپاره و چې څرنګه نوې ننګونې پیدا کړي چې لوړ هدف ته یې په رسېدو کې مرسته وکړي:
اساسي، د پام وړ او یوازینی حقیقت دا و چې هغه میمنې ښار ته بریالی ستون شي. موخې ته د هغه رسېدا، عزت او ژوند – دا هر څه یوه غریزه وه. له هر څه سره په یوازې سر په جنګ و. د یوه پاچا زور و. د خدايي زور تصور یې کاوه. او که بایللې یې هم واي، په حقیقت کې هغه ګټونکی و. دغه ډول ځواک د ټول ژوندانه او د ټول مرګ ارزښت درلود.
د هندوکش په لوړو کې د اوروز سفر د دغه هېواد نغښتی او شتمن چاپېریال برېښوي. دا هم ښيي چې د دې هېواد لوړې ژورې څومره په زړه پورې دي او د مینې وسوسې څومره لنډمهالې!
د سفر په ډېره وروستۍ برخه کې یې خپله ستونزه هوارېږي او ټپي شوې پښه یې پخواني حالت ته ستنېږي. بالاخره نوموړی له خپل پلار سره چې ژوند یې له لاسته راوړنو ډک دی، ګوري او خپل ژوند له نویو دلایلو او موخو سره مخ ته بیايي.
د اوروز پلار تورسن چې وتلی چاپنداز ( اس ځغلونکی) دی، اوس په کور ناست دی. دی په سیمه ییزه کچه ښه منلی او ستایلی کس او په میمنه کې د غوراوي کمیټې مشر دی. په دې مانا چې په کابل کې به د پاچا لپاره د وزلوبې سیالۍ ته لوبډله تورسن ټاکي. سره له دې چې نوموړی له کلي نه وځي، خو د زوی په څېر له یوه ځایه بل ته بدلېږي. د فاریاب هغې سیمې ته چې تورسن پکې اوسېږي، په عمر پوخ یو کیسه ویونکی (قلندر) ورځي. دا سړی د سیمې له ډېرو شیانو خبر دی. د دې قلند کې کیسې په غیر مستقیم ډول په اورزو او د هغه پر پلار اغیز کوي.
کله چې پوه شي، له ویاړه ډک او ناروښانه ژوند چې دوی تیر کړی، هیڅ مانا نه لري؛ پلار او زوی خپلې پخوانۍ خوا بدۍ یوې خوا ته کوي او بالاخره د ناول په پای کې سره ویني او په لومړي ځل په ورین تندي غېږې سره ورکوي.
د کېسل د کیسي اصلي کریکټرونه د فاریاب د دولت اباد ولسوالۍ وو چې مخینه یې په بشپړ ډول کلیواله ده [ آن د ۱۹۵۰ لسیزې د افغانستان په معیارونو]. همدې (تضمین شوي توپیر) کېسل ته دا فرصت ورکړی چې یو اړخیز اتلان تر دې کچې ښه انځور کړی چې ریالیزم ننګولی شي. خو دا یوازې په کوچنیو ګوښو ځایونو کې کېدای شي. له نورې نړۍ د هغوی ګوښیتوب، آن په افغان قرینه کې هم روښانه شوی:
د کتاب په پیل کې یادونه شوې چې له بلشویک انقلاب وروسته افغان ترکستان له نورې منځنۍ اسیا را بیل کړای شو. له همدې وجې د شمال سیمو خلکو په ځانګړي ډول د فاریاب خلک له کابل سره د اړیکو ساتلو لپاره باید له د هندوکش له رغونو تیر شوي وای. کله چې کرکټرونه مجبور شي چې له دې کوچنۍ نړۍ ووځي او د راحت له سیمې او هغه ځایه لرې شي چې پيژندګلوي یې پکې پخه شوې ده، نو یې په شخصیت او چلن کې توپیرونه راپیدا شي. په عین حال کې د نویو ځایونو او شیانو په اړه پوهاوی تر لاسه شي. سره له دې چې په لومړیو کې ورته دا کار سپکونکی او دردناک مالومېده خو نوې اړتیاوې، لیوالتیاوې او تازه فکرونه یې رامنځ ته کړل.
د هرکال په تېرېدو اوروز غوړېده، له نورو انسانانو سره یې اړيکي ښه کېدل او زړور کېده او په دې ډول یې ګوښیتوب راکمېده. اوس په هغه شپه چې لوغړن څراغونه مړه شول، اوروز د سفر ملګرو له شرم سره سره له ځانه ناببره وپوښتل…( زه ګنې له دوی نه توپیر لرم؟)
داسې حال کې چې اوروز د خپلو پخوانیو دودونو ، ویاړنو او د ځینو انساني مغروریتونو ترمنځ په فکر کې مخکې او وروسته ځي، د اس روزونکي یې چې موخو نومېږي، هم په بدلېدو وې. نوموړی چې اوروز په غوسه کړی و، او که مړ وای اس یې ورته پاتې کېده؛ ورو ورو یې غوسه او کرکه ډېرېږي او هغه ژمنتیا یې چې پخوا یې لرله، کمېږي.. موخو د سفر پرمهال، پر یوې کوچۍ جینۍ مینېږي. نوموړی له جینۍ سره د اورزو د وژلو او د هغه اس او پيسو د غلا کولو پلان جوړوي. موخو په ځانګړي ډول جاهول ته چې خورا په زړه پورې اس دی، سترګې پټې کړې دي. همدا جاهول یې چې له پخوا خوښېده، په تلو راتلو کې د زړه هیله ګرځېدلې وه.
کېسل د کیسې په اصلي کرکټرانو کې کوچۍ زري ته د تدریجي پرمختګ زمینه نه ده برابره کړې. هغه ځېرکه او هوښياره جوړه وه خو له دې ډېره لرې ده چې د پيسو لپاره لانجه جوړه کړي. زري چې په ځوانۍ له کونډتابه د خلاصېدو په پار تښتېدلې، موخو ته د زړه راښکوونکي ممکنه مېړه په سترګه ګوري او ورته ویل شوي چې موخو ته سپین اس تر لاسه کړي. زري ته د یوه داسې کس په سترګه کتل کېږي چې د ټولنې له خوا د بې عدالتۍ پر ضد بغاوت کوي، ځکه د جنسیت له مخې یې ټولنیز حالت ټیټ دی او همدا حالت د لوستونکو پام ځانته اړوي. خو د هغې پروګرامونه او هیلې د هغې له کرکټر سره مساوي ساتل شوې دي: د هغې یوازینی جرم دا دی چې په هزارجاتو کې یې د دوبني کوچیاني ژوندانه خوبونه لیدل.
یو څه باید له پامه ونه غورځول شي چې د ( لیس کوېلېیرز) کتاب د اسونو په اړه دی، د هغو خلکو په اړه دی چې له اسونو او د اسونو له سپرلۍ سره مینه لري. په اصل کې اوروز د ګوښيتوب او له نورو انسانانو دبیلوالي حس یې درلود، او آن تر دې چې د ځان وژنې فکر یې هم کړی وي، له خپل اس سره د مینې مرسته بیرته عادي ژوند ته ګرځي.
د کېسل د ۵۰۰ مخونو غټ ناول د دي ګوبېنیو د لنډو کېسو له کتاب نه بل ډول محتوا او هیلې رانغاړي. سره له دې چې په دې کتاب کې د وزلوبې او اسونو په اړه هر ډول مالومات ورکړ شوي دي، لیس کوېلېیرز کتاب کې مرکزي منځپانګې ته کرېکټرونو خورا مهم ارزښت ورکړی دی. په کرکټرونو کې بیا تر یوې اندازې د کیسې منځپانګه تحمیل شوې ده. خو د کېسل هنر په هغو منځپانګو کې نغښتی چې خپله یې ټاکلي او دا هغه توندلاري کرکټرونه او سناریو ګانې دي چې هغه یې تشریح کوي.
افغانستان د داسې کیسې ځای ټاکل شوی چې د پلار او زامنو په اړه ده. کیسه د یوه داسې تناقض انځور دی چې پلار پکې خپلو زامنو ته ځان د پیاوړي موډل په ډول وړاندې کوي او په بدل کې پلار د زامنو د خوښې ژوندانه او موخو ته درناوی لري او هغوی سره یو ډول د ملګرتیا وخت تېروي. خو ورو ورو په کیسه کې د ځوانانو ترمنځ رخه لوېږي او د پلار د ځای ناستې پر سر هم اندېښنې راپورته کېږي. د زامنو ترمنځ یې د یوه داسې زوی کیسه راپورته کېږي چې ګنې پلار ته ورتېر دی خو هیڅکله د پلار خوښه نه شي تر لاسه کولای، همدا له درده ډک حالت رامنځ ته کوي او بالاخره داسې یوې کچې ته رسېږي چې خپل ځان خوږوي.
د وروستیو اثارو برعکس، د اسونو د سپرلۍ، وزلوبې، اوښانو او یا د نورو څارویو د سیالیو په اړه د کېسل ژوره تشریح د دې لپاره نه وه چې په مرسته یې سیاست تشریح شي، بلکې د یوې کیلۍ په ډول یې غوښتل چې د ټولنې یوې برخې ته ورننوځي، غوښتل یې په دې ډول لوستونکو ته هومره مالومات او برخه ورکړي څومره چې د ناول کریکټرونه یې لري. دا په پرتلیز ډول سپېڅلی او منل شوی روایت دی چې لیکوال پکې خپل هدف ته رسېدا غواړي، په ځانګړي ډول کله چې کتاب د بالغو او زلموټو دواړو لپاره په پام کې نیول شوی وی.
لیکوال د دې لپاره چې طبیعي ډراماتیکه لهجه وساتي، هڅه یې کړې د کړکېچونو د روښانولو لپاره د افغان ټولنې، ځانګړنتوب، حقیقت، ظاهري بڼه او کولتور پرځای پاته شي او ځینې وخت په دې برخه کې مبالغه هم کوي.. خو له دې سره سره، دا بیا هم د افغان ټولنې چې ځانګړې او نورو ته نااشنا ده، بشپړه تشریح نه ده، او دا داسې څه دي چې ګڼو نورو ادبي لیکوالانو یې بیا بیا کوښښ کړی دی. کېسل په خپل ناول کې هڅه نه کوي چې د خپلو کرېکټرونو په مرسته دودیز یا ځانګړي افغانان له سره تشریح کړي چې چلن یې په دې کتاب کې ان خپلو هېوادو ته هم جالب دی؛ او دا هغه څوک دي چې لیکوال غواړي په مرسته یې خپله موخه بیان کړي. له همدې امله معاصر او پوه لوستونکي، او آن خپله افغان لیکوال یې بښي چې سړیو او څارویو ته یې یو څه ډېره ازادي ورکړې – او په دې ډول یې هڅه کړې کیسه له نړیوالو مناسبو احساساتو او خپل راښکون سره تر خلکو ورسوي.
لیکوال د دې لپاره چې د داستاني کیسو نړۍ کې چې له ټاکلي وخت سره نه دي تړلي، تلوسه ختمه نه شي او یا هم خپلو کیسو ته د درناوي په نامه، په ډېر مهارت هڅه کړې د موډرنیزم څو یادښتونه هم راوړي. په دې کار سره هغه هیڅکله داسې حس نه دی ورکړي چې موډرنیزم یو شخصي حقیقت وبلل شي او هاغسې چې اټکل یې کېده موډرنیزم د پلار او زوی ترمنځ د لانجې ټکی نه و.
د هندوکش په غرونو کې د شپې تر شنه خاموش اسمان لاندې سفر، د کابل یوه روغتون کې د یوې بهرنۍ نرسې دنده چې شته والی یې اوروز ته حیرانونکی و او د فاریاب د والي امریکايي ډوله موټر…. دا ټول په کریکټرونو کې راوړل شوي او همدا د مدنیت ځینې نښې بلل کېږي چې بدلېدلی نه شي.
د افغانستان پخواني او نوي روایتونه
پخوانۍ کیسې ځینې وخت مخامخ پر اوسنۍ وخت اغېز کوي. مثلا، کوېلېیرز یا (د اسونو سپاره) اثر پر فرانسوي لیکوال لېیوس مېونر ژور اغېز کړی و. نوموړی د لیکوالۍ ترڅنګ ډایریکټر هم و چې پر افغانستان یې ډېر کار کړی و. د هغه ګڼ اثار چې پر افغانستان او د دې هېواد پر کولتور لیکل شوي دي، باید دده له هغو سفرنو سره وتړل شي چې د اس په سپرلۍ یې د هندوکش په غرونو کې کړي دي- او په دې کې یې وزلوبې ته د اوروز له راښکون او د هغه د ژوندانه له پېښو نه الهام اخیستی. همدا پرې نور اغېز پرې باسي، د وزولوبې لوبغاړی کېږي او د رسمي لوبو په سیالیو کې برخه اخلي او دا د یوه بهرني لپاره کمسارې لاسته راوړنه ده. همدا لوبه یې د یوه مستند فلم ( په اسونو سپاره افغانان) سرلیک هم دی چې جایزه یې ګټلې ده. د هغه د فلم وروستي ټکي داسې دي: ( هیڅ نه پوهېږئ چې د یوه کتاب لوستل مو کوم ځای ته وړي)
عمر شریف د اوروز په ډول (د اسونو سپاره) ناول کې له ډایرېکټر فرانکین هېرمن سره، ۱۹۷۱. سرچینه: imdb.com
له سیاسي پلوه ژوره کتنه کې به دا په زړه پورې وي چې ووینو د افغانستان جوړښت او خلک یې د ادبیاتو له پلوه د فرانسې په خلکو کې څه ډول انځور لري. د دي ګوبېنیو او کېسل په څېر لیکوالانو د قوماندان احمدشاه مسعود په مشهورولو کې مهمه ونډه لرله چې فرانسه کې یې تل نوم و. نو فرانسويو لیکوالو د سیاست او رومانتیزم یوه ګډوله وړاندې کړې ده.
په افغانستان کې د وروستیو لسیزو جګړو د نړۍ خلکو ته د دغه هېواد د مالوماتو کچه او سرچینې خورا ډېرې بدلې کړې دي. همدا خبره د داستانونو په برخه کې هم اړخ لګوي. سره له دې چې د سیپټمبر د یوولسمې بریدونو او سیاسي بدلونونو وروسته د دغه هېواد په اړه په چټکۍ کتابونه او مقالې خپرې شوې دي چې همدا له افغانستان سره نړیواله لیوالتیا په ډاګه کوي او تر یوې اندازې معیاري هم ښکاري. په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه په بهرنیو لیکوالانو کې اوس پوهاوی ډېر شوی چې په مرسته یې د ناسم پوهاوي، ناسم تعبیر او یا هم د افغان ټولنې او کولتور په اړه سلیقوي چلند چې یوه ځانګړې برخه پکې را واخیستل شي، مخه نیول شوې ده.
د دې کار د یوې برخې کرېدیټ هغو ډېرېدونکو افغان لیکوالانو ته ورکول کېږي چې د افغانستان په اړه په نړیوالو ژبو لیکل کوي، دارنګه تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او نړۍ ډېرېدونکې راشه درشه هم په دې برخه کې ځیروونکې پام بلل کېږي. له همدې امله اوس ګرانه ده چې د دې هېواد په اړه مالومات په بشپړ ډول له نورو سره تړلي وبلل شي.
خو که هره پخوانۍ کلیشه له منځه ځي، د نوې د پیدا کېدو وېره رامنځ ته کېږي. په افغانستان کې په وروستیو ډراماتیکو بدلونو پسې چې طالبان پکې واک ته ورسېدل، د دغه هېواد په اړه د کلیشه یي روایتونو د بیا را پيدا کېدو وېره شته- په ځانګړي ډول که د افغانستان او نړۍ ترمنځ دیپلوماتیک اړیکي د بندو دروازو تر شا وي. ځکه له همدې وجې ټول هغه بهرني لیکوالان چې غواړي د افغانستان په اړه لیکل وکړي، مجبور دي د خپلو نیکونو ادبياتو ته ورستانه شي، هماغه څه چې د فرانسویو لیکوالو په دې اثرونو کې د پلرونو او زامنو د اړیکو په بڼه راپورته شوي دي.د افغانستان په اړه د عصري زماني لیکوالان باید له هغو زده کړه وکړي چې پخوا یې د دوی پر ځای لیکل کول او د هغوی د غلطیو مخه ونیسي؛ هڅه دې وکړي هغه هېواد چې د دوی نه دی ، سم وپيژني او سم یې انځور کړي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۴ حوت / كب ۱۴۰۰