د څو وروستیو پېړیو په اوږدو کې، په کومه بڼه چې بهرنیو لیکوالو، هم ناول لیکونکو او هم پوهانو، افغانان انځور کړي، هغوی په خپله د افغانستان په اړه پر اندونو هم اغېز درلودلی دی. دغسې یو لیکوال چې کتابونو یې په خپل پېر کې خورا ډېر مینه وال درلودل خو اوس لږ پېژندل کېږي، د ۱۹۲۰ مو او ۳۰مو کلونو د خیالي ماجراګانو لیکونکی رابرت اي هاورډ دی. د فبریزیو فوسرکینی په وینا، د هغه ناولونه افغانانو او د هغوی هېواد ته د لیکوال په خورا راښکون له نورو بېلېږي چې د هغوی هېواد یې د «یوه زېږه، ترخه او ستغ چاپېریال بېلګه بلله چې له سړي نه رېښتونی انسان جوړوي».
ګردو بهرنیانو ته به هغه ادبي آثار په یاد وي چې له افغانستان سره یې د لومړۍ آشنایۍ پر مهال پر دوی اغېز درلودلی دی، د کیپلینګ له شعر «سرحدي محاسبه – د لسو روپیو توپک» او د «کېم» په نامه د هغه له ناوله نیولې تر یو لړ ډېرو وروستیو یونلیکونو او پوهنیزو آثارو پورې. د هغو کسانو له پاره چې له اروپا بهر اوسېدل یو لړ نور آثار هم وو (په دې اړه زموږ مخکنۍ مقاله دلته ولولئ).
له ۱۹۷۹ کال راهیسې چې افغانستان د خبرونو سرټکی وګرځېد، او راوروسته کلونو کې د بهرنیو پوځي یرغلونو پر مهال، «د افغانستان اړوندو ادبیاتو» د نړۍ په کچه تر ډېره معیاري بڼه غوره کړه. د هغو کسانو له پاره چې اوس غواړي په دې برخه کې تخصص ومومي، په حقیقت کې د استعماري پېر هر اثر له سره بیا چاپ شوی او خپور شوی دی. او هغه نېکمرغه وګړي څنګه چې سوله ناک افغانستان ته پر۱۹۵۰ او ۱۹۷۰ ميلادي کلونو کې راغلي وو لکه امريکایان چې دلته راتلل، که انجینران ول، که استادان يا عادي سيلانیان؟ دوی ددې هيواد په اړه چې ليدلو ته یې راتلل، هغه مهال څه لوستل؟ د هغو افسرانو يا ډيپلوماټانو ليکنې چې د اروپايي سيلانيانو لپاره د همدې هيواد د پېژندنې په اړه وې؟ ښایي، خو نور مواد هم ول، لکه د امریکایي رابرټ اي هاورډ مجله ′عجیبې کيسې′ (۱). د مشهورو معیاري خیالي او ویروونکو کيسو لکه کونان، بارباريان او سولومان کین، لیکوال هاورډ په وار وار د منځني ختيځ او د منځنۍ آسيا وضعيت د خپلو کيسو لپاره کارولی. په دغو کیسو کې له افغانستان او افغانانو سره د هغه مینه خورا جوته ده. (۲)
د اتلانوغوره زانګو
نو ولې افغانستان؟ هاورډ د تاريخي ناولونو او جغرافيايي سپړنو لېوال و. هغه څه چې دده مینه یې هغه ځای ته چې ده پخپله د «نړۍ ګوښه څنډه» بللې او د منځنۍ آسیا او هند ترمنځ پرته ده، ورماته کړه د هغوی ګوښه والی او له هغه تمدن نه، د شلمې پېړۍ له معاصر لوېدیځ تمدن نه، چې ده خورا کرکه ترې درلوده، ددوی خوندیتوب و. د هاورډ له نظره، نړۍ کېدای شي د «ډېر مدني او ډېر شډل» د نظریې له لارې ښه وپېژندله شي. هغه «وحشي افغان غرني وګړي» طبیعي زېږېدلي اتلان بلل. د هغه له پاره، افغانانو د یوه نژاد په توګه، ټولې هغه ځانګړتیاوې درلودې چې د هاورډ امریکایي، او کله ناکله برتانوي اتلانو یوازې له دې امله تر لاسه کولی شوای چې تر نورو غوره وو، چې ددې لامل کېدی شوای د کومې پخوانۍ وینې بیا راڅرګندېدل وي چې په رګونو کې یې بهېږي او یا په وحشي چاپېریال کې د هغوی تمرینونه او د ژوندانه تجربې.
راځئ فرانسېس خاوېر ګورډن، یا په بل نامه اېل بوراک راواخلو چې د قسطنطنیې او بنارس ترمنځ د هاورډ د پرتې نکلي سیمې تر ټولو مشهور او پرله پسې اتل دی. کله چې په غرونو کې په یو شمېر لنډه غرو پسې سپور نه ځغلي، نو هغه په کابل کې د باوري افغان مرستندویانو له «کورنۍ» سره اوسي. دې زیږ او ستغ تکزاسی ماجرا پلټونکي ته له افغانستان پرته په بل هېڅ ځای کې ځان پر خپل وطن نه برېښي. د هاورډ له خولې، افغانستان د نړیوالي نقشې یوه سپینه پاڼه، یوه ناښکېل شوې فضا وه چې پرله پسې پرې د نړیوالو ځواکونو او مرموزو ډلو دسیسې ورټولې وې، هلته چې یو ختیځوال زورواک په کې په پرانستي مټ د ولسواکۍ له کلکې منګولې او وچو قوانینو لرې، واک چلوي، هلته چې هیبتناک ټبرونه په خپلو کې، د خپل هماغه زورواک له ولکې بهر، یو پر بل غورځي او شخړې کوي. دا هېواد د هاورډ اتل ته اوسمهالی چاپېریال چمتو کوي چې و اوسېږي او وخوځېږي. د شلمې پېړۍ د لومړیو افغانستان د هاورډ له پاره د رېښتینو انسانانو او رېښتینو ماجرا پلټونکو هېواد و. ددغه هېواد خیالولې افغانې بڼې بې باکو، خو ورسره ورسره پتمنو کرکټرونو ته د هاورډ اړتیا پوره کوله.
په حقیقت کې، که د هاورډ د اېل بوراک نکلونه (او یو شمېر نور چې د څو نورو کرکټرونو پر شاوخوا راڅرخېدلي) د ختیځو ولسونو له پاره- په تېره بیا هغوی ته چې عجیبه ځانګړتیاوې او بالقوه کلیشه یي تفسیرېدا لري، لکه یو نندارتون برېښي او له دې امله په کې سکهان، مغول، عرب، کردان، تُرکان، دروز، ایزدیان، ترکمنان، قرغېزان، ازبکان او فارسیان ډېرځله پر صحنه ګډ څرګندېږي، داسې برېښي چې افغانان په کې د لیکوال او د هغه د اتلانو زړونو کې ځانګړی ځای لري او د هغوی د مرستندویانو په ډول راځلېږي.
پرته له دې چې د هاورډ نژادي (او ډېر ځله نا روښانه نژادي) کته ګوریو ته ور کوز شو چې ظاهراً یې نوموړي ته دا انګېرنه درولې وه چې هندو- اروپایي افغانان د هغه د سپین پوستکو اتلانو تر ټولو طبیعي متحدین دي، بې خطره به دا وي چې د هغه غوراوی داسې و ارزوو چې د افغانستان او د هغه د اوسېدونکو پر «اتلوال» طبیعت باندې ولاړ دی. له ډېرو خواوو، داسې برېښي چې د «ختیځ پولې» [اثر] د هاورډ د خپلې پولې، د امریکا د پخواني لوېدیځ له لاسه تلل جبران کړل چې اوسېدونکو ته یې د ټولو هغو انساني ښېګڼو نسبت ورکول کېده چې د هغه په باور یې د امریکا د سرحدي وګړو، د مخکښانو او هندیانو دواړو په ګډون، ځانګړتیا جوړوله، هغه ښېګڼې چې هاورډ تر ډېره، په قهر سره د شلمې پېړۍ د امریکاییانو له لاسه له منځه تللې بللې. لکه چې هاورډ یې پخپله بیانوي: «د انسان خیانت د انسان په وفادارۍ باندې توله کېږي، لږترلږه په وحشي غونډیو کې چې مدني خیانتونو ورته له خپلو فرصت طلبیو سره لاره نه ده کړې».
کرکټرونه: اتلان، مرستندویان او لنډه غر
د هاورډ سپين پوستي اتلان په افغانستان کې یوازې هسې خوشې نه ځایي کېږي. لا دا چې، د هاورډ په نړۍ کې هغوی له دننه څخه د یو لړ جنیتیکي خوندي پاته شوي میراث له مخې لا دمخه «ځایي» شوي دي. یوځل چې خپلې نوې صحنې ته ولوېدل، بیا نو دوی تر ځایي اوسېدونکو لا ډېر ځایي دي. دوی ډېرځله داسې انځور شوي چې له هغه چاپېریال سره چې په کې اوسي د هغو کړنو پر مټ ډېر نژدې برېښي چې خوځوونکی یې هغه حیاتي ځواک دی چې تر څه ځایه ددوی له خپل ماهیت نه راوتلی، او بله برخه یې په هغه چاپېریال پورې اړه مومي چې دوی په کې مېشت دي. په حقیقت کې صفتونه لکه «بدوي»، «غریزي»، «ابتدایي» هغه څه دي چې د هاورډ په لیکنه کې بیا بیا تکرارېږي.
نو پخپله اصلي «ځایي» [اوسېدونکي] څنګه؟ دوی شرایطو او امکاناتو ته په پام سره ملګري یا مخالفان ګرځي: کله ناکله سوګند خوړلي ملګري، ځینې وختونه ظالم غلیمان، داسې برېښي چې افغانان په ذاتي ډول د هاورډ یانکي اتلانو ته خورا نژدې دي چې فزیکي ځانګړتیاوې او ذهني حالت یې ډېرځله د افغانانو هغو ته ورته ښودل شوی دی، په تېره بیا چې څومره له اېل بوراک ګورډن سره اړه مومي. یواځینی ستر توپیر چې ګورډن یې د خپلو افغان ملګرو پرتله راځلوي، دادی چې هغوی کله ناکله د هغې«نه اېلېدونکې ختیځې ځانګړتیا»تر اغېز لاندې راځي- لکه تقدیر چې د ټولو پېښو ولکه یې په لاس کې ده.
سره له دې چې چلند ورسره د زړه سوي دی، د اېل بوراک د ماجراوو ډېری افغان کرکټرونه دومره کلیشه یي شوي چې تشې بې روحه نانځکې ترې جوړې شوې دي. دا خبره لږ تر لږه د هغه د ملګرو په تړاو سمه ده: نژدې ملګری یې، د یار علي شاه په نامه مټور او هیبتناک اپریدی جنګیالی، چې د ګورډن د هوسایۍ له پاره د مور وزمه قهرجنو پالونکو خبرو ترشا پټ شوی دی؛ د ملګرتابه ډلې نور غړي یې د خپل افسانه یي مشر د چوپړ له پاره تش خپله وژونکې اغېزمنتیا ځلوي او هاخوا یې بله بوختیا یوازې کورنۍ تربګنۍ او پت دی. یوازې څو د ګوتې په شمار هغو ته یې خپلې ځانګړتیاوې ورکړ شوې دي، لکه خداخان چې آن د هاورډ له خوا د یوې بلې ماجرا، د تور کتاب نومونو، له پاره په جلا اتل هم اړول شوی دی چې د سان فرانسېسکو په چایناټاون کې ناشونی پولیسي داستان دی چې دغه افغان جنګیالی په کې کټ مټ فو مانچو ته ورته د یوه شیطان صفته سوپر لنډه غر په مشرۍ د منګولیایي لنډه غرو یوه ډله ماتوي.
کله کله، همدا نا محتمل انډیوالان دي چې اېل بوراک یې د هاورډ د لنډو خو پېچلو پلاټونو (د داستان د طرحو) په اوږدو کې ورسره ملګري کوي چې لا ډېرې پېچلې اروایي ځانګړتیاوې انځوروي. د پنډ فراري وزیر الافدال نکل په همدې ډله کې راځي چې هسې د روب الحرامي یعنې د لنډه غرو د هغه ښار واکمنۍ ته په زړه کې تش خیالونه پالي چې چېرې د کابل او هرات ترمنځ پر یوه شاړه ځمکه پروت دی، خو ددغه خوب د ریښتیا کولو هوډ په کې نه شته، تر هغو چې له اېل بوراک سره مخامخېږي او د هغه په طرحو کې ورګډېږي. په دې سره د هغه خوب رېښتیا کېږي، خو د لنډې مودې له پاره چې په پای کې یې همدا د لوېدنې او مرګ سبب ګرځي. کله چې اېل بوراک مني چې د رامنځته کړي خطر له امله ورته ځان پړ ایسې، الافدال په غرور سره وایي چې د برم دا یوه شېبه د ټولو نورو شېبو هومره ارزښت لري.
او د غلیمانو خبره چې ډېری یې بهرنیان دي: د خپلو ځانګړو موخو له پاره د امپراتورۍ جوړونې خیالولي شیطان صفته اروپایي ماجرا پلټونکي چې په ځایي اوسېدونکو کې مذهبي تعصب او د لوټمارۍ لېوالتیا لمسوي. په حقیقت کې دوی اساساً ختیځ اروپاییان دي: یو مجاری چې هونیادي نومېږي چې تصادفاً پر ۱۶۸۳ کال د عثمانیانو له کلابندۍ نه د ویانا د ژغورونکي نوم هم دی. دی د یوه یاغي په ډول رابرېښي چې د تُرکي جنایتکارو د یوې ډلې مشري کوي؛ بل یې کازاک کوناشیفسکي دی چې په دې هیله د وژونکو ډلې د بیا جوړېدو سمبالښت کوي چې پر «لویې لوبې» اغېز پرېباسي. کله چې افغانان غلیمان وي، موخې یې معقولیت ته نژدې برېښي: قومي تربګني یا شخصي غچ او یا له اېل بوراک او د هاورډ له نورو اتلانو څخه کرکه.
په دې داستاني خاکه کې چې د اېل بوراک تر ټولو غوره نکل ښیي د غلیم دویمه بڼه انځور شوې: د غرونو باز. دلته قومي لنډه غر یا جاسوس نه شته؛ دوه مخالف افغان ټبرونه له خورا بېلابېلو تکتیکونو، ټلوالو او وسیلو نه کار اخلي چې تر وسه وسه پر خپل مخالف بر شي. پایله یې سخته او تر ډېره اوسمهاله افغاني وسله واله شخړه راوځي چې نکل یې په مهارت سره د یوه بهرني ناظر، برتانوي سیاسي استازي له سترګو بیان شوی چې د منځګړتیوب له پاره ور استول شوی خو پرځای یې پخپله د سیالو خواوو په چلونو کې ښکېلېږي.
جغرافيايي او تاريخي صحنه
هاورډ ددې سيمي په اړه معلومات له کومه تر لاسه کړل؟ هغه افغانستان ته نه دی تللی. د هغه کتنې رښتيا هم «د خيبر د وسله والې ملېشې د پاچا» وړاندې تللې چې د ماجراګانو د بل لیکوال تالبوت منډی له خوا ليکل شوی، سره له دې چې دا يقينا د هاورډ د الهام مرکزي سرچینه وه. ظاهراً د برتانیا پر استعماري سرچینو دده تکیه د هغو پښتنو ټبرونو له نومونو سره دده له بلدتیا ښکاري چې بېخي د ډیورنډ پر لیکه پراته دي. خو کله چې خبره دننه په افغانستان کې د مېشتو ټبرونو خواته ګرځي نو هلته دده ځیرتیا کمېږي یا توپیر مومي د هاورډ د خورا ګڼو افغان کیسو په ترڅ کې د سترې لوبې قاعدو ته اشاره هرومرو ده. (په قوي احتمال)له دې ناغوښتلي عجیب اوښتون سره چې د کيپلېنګ (او تر هغه ډېر پخوا د الفنسټن) له خوا له غرنیو سکاټلنډیانو سره د افغان قبایلي وګړو پرتلنه بیاځلي راغلې، په دې توپیر چې دا ځل دا خبره د یوه برتانوي څارونکي له خوا د «افغان شوي یانکي» اېل بوراک په تړاو ویل شوې ده. یو ورته بېلګیز داستاني حالت، لکه د هغو اسنادو نیول کېدل چې د برتانیا خلاف د قبایلي پاڅون د لمسولو له پاره استول شوي وو (سړي ته د ۱۹۱۶ کال د ورېښمین لیک دسیسه وریادوي)یا د کوم ناڅرګند ځای په زړه کې د لوېدیځې او ختیځې اروپا د استازو (ا لا برنز او ویتکېویچ) ترمنځ دوه په دوه کتنې او شخړې بیاځلي راغلې دي.
داسې برېښي چې د افغان خاورې د جوړښت انځورېدل ددې خبرې په روښانولو کې بنسټیزه ونډه درلودلې چې زېږوالی یې څه ډول د خپلو استوګنو فکر او تن اغېزمنوي. په ښکاره دا تشریح خورا اوږده برېښي تر ډېره لکه تشه لفاظي. د افغان پولې ډبرې، پرښې، تنګي، سمڅې، پاڼونه او ګړنګونه په لیکنه کې خورا ډېر تاوېږي او په خورا ځیرتیا یاد شوي او لکه هغسې چې تل له هاورډ سره برېښي، ګواکې دی غواړي سړی د درې بُعدیز واقعیت منځ ته ورننه باسي، او یا د راتلونکو نسلونو رول ته لار پرانیزي.
د پيژندلو وړ تاريخي څېرې په کې د ګوتو په شمار دي. يو پکې افغان امير دی چې ویل کېږي اېل بوراک يې′′نا رسمي مشاور، سلاکار، سفیر او د پټ رياست کې′′ کار کوونکی و. لکه چې وويل شول، د ګورډن ماجراوې داسې ښکاري چې تر لومړۍ نړيوالې جګړې وړاندي کلونو کې انځور شوي وي، چې د امير حبيب الله خان له پېر(۱۹۰۱-۱۹۱۹) سره سمون خوري. دا چې داېل بوراک په کيسو کې امیرحبیب الله بېلګه ګرځول شوی، د هاورډ له وینا څخه کولای شو داسې وګڼو چې د اېل بوراک کرکټر د لومړي ځل لپاره هغه وخت جوړ شوی چې هاورډ لس کلن و، چې دا ښایي د۱۹۱۶(۴) شاو خوا شي. د معلوماتو د څښتن یوه لوستونکي په توګه، هغه ښایي څو کاله وروسته د افغان پاچا له مړینې، او له دې شک نه چې وژنه یې د هغه د برتانیا پلوي دریځ له امله پېښه شوې، پر څنګ تېر شوی نه وي. دغه امیر په «درې اړخیز قسمت» نکل کې د «انګرېزانو ملګری» ښودل شوی او وړاندې بیا «د باز زامنو» کې داسې انځور شوی چې اروپایي کالي یې اغوستي چې ته وا په همدې کې زېږېدلی، خو داسې یو کس دی چې تېز او نه درېدونکي کاته لري او پوهېږي چې د دوه زورورو سیالانو ترمنځ ایسار دی.
د هاورډ نننی افغانستان
د هاورډ داستانونه اوسچې افغانستان د وروستیو کلونو بېلابېلو نسلونو په کومه بڼه برېښېدلی – تر ۱۹۷۹ کال وروسته، تر ۱۹۹۲ کال وروسته، او تر ۲۰۰۱ کال وروسته هېواد، څه ډول لوستل غواړي ؟
البته ښایي د هاورډ د افسانوي متعصبینو چې د افغان امیر او برتانوي ځمکې ترمنځ په یاغستان کې پټ شوي او د هغو پټو نړیوالو ډلو ترمنځ ورته والی وموندل شي چې په همدغو ځایونو کې یې په دې وروستیو کلونو کې پناه اخیستې او مرکزونه یې جوړ کړي دي.
خو ډېر ښکاره او پام وړ په کې هغه اشارې دي چې هاورډ ښایي د تربګنیو د لرغوني ماهیت په اړه له برتانوي رپوټونو راخیستي وي. هغه دا بیانوي چې څه ډول خیالولو مشرانو او په شخړو کې ښکېلو ټبرونو هڅه کوله چې د کابل واکمن او آن بهرني ځواکونه په خپلو کوچنیو شخړو کې ورګډېدو ته ولمسوي. له دې سره جوخت دغه مشران او ټبرونه د همدغو بهرنیو ځواکونو د مخبرانو له خوا چې تل یې غوښتنه د هابلې خوا په خاوره کې د سوداګرۍ او هوسایۍ ګډوډول و، د وسلو په سپارلو سره په لمبو کېوتي دي. دا لا هم، اوښه به وي که ووایو، یو ځل بیا واقعیت ته نژدې ، د اصلي پېښو څرنګوالی دی.
او په پای کې، د افغانستان- د هغې بې نظمه ځمکې «ايډیالي کولو» چې هرڅه په کې شوني دي او هلته چې «لوېدیځ جنګیالي په خپلو کې د ختیځ برخلیک ټاکي»، د ماجراغوښتونکو د نوې طبقې له خوا د بیا پلي کېدو په بهیر کې کرغېړنه بڼه غوره کړې ده. د وسلو او نشه یي توکو قاچاق، خصوصي ملېشې چې یوازې بهرنیو پیسو ته وفاداري لري او د هغوی د خپلو شخړو لیکلړ چې غوڅېدل غواړي، په ناقانونه لارو پر ډلو او ګڼو نورو د ځینو د لوړېدا او بیا ناببره رالوېدا او چیتېدا ګڼې بېلګې– له پټو خصوصي قرادادیانو نیولې بیا تر جګړن جیم ګرانټ پورې ټول د شلمې پېړۍ د لومړیو کلونو د لیکوال له نکلونو سره سمون موندلی شي چې هر یو یې په خیالي او یا کږې انځور شوې سرحدي سیمه کې ځانته خپل عجیبه نکلونه لري.
(۱) جالبې کيسې (Weird Tales) د امريکا يوه اغېزناکه تخيلي مجله وه، چې د ۱۹۲۰ او ۱۹۵۰ کلونو تر منځ خپرېده (له را وروسته بڼو سره). دې مجلې د مستعدو ليکوالو کوربه توب کړی چې په هغو کې آيچ پي لوکرافټ، کلارک اشتون سميت، رې برادبري، رابرټ بلاچ، او حتا ټينيسی ويليمس راتلل.همدې مجلې په ويره اچونکي او د پيريانو په کيسو، همدارنګه د تورو او جاودو، خيالاتو او ساينسي تخيلاتو په ژانر باندي په شلمه پيړۍ کې د پام وړ اغېز لرلی دی.
(۲) سره له دې چې ژوند (۱۹۰۶-۱۹۳۶)او د لیکنو پېر یې لنډ و، خوهاورډ د ډېرو اثارو ليکوال دی. هغه تر ۴۰۰ډېرې د بېلابېل اوږدوالي کیسې ليکلي، چې د ويري چې د هغه د ملګري لورکرافټ موادو ته نږدي دي، او سوک وهني په موضوعاتو را څرخيدلي. يو تازه ګلچين يي چې په افغانستان، مرکزي اسيا او منځني ختيځ کې ترتيب شوي اوس موجود دی: El Borak او نور ماجرا غوښتونکي(۲۰۱۰، Del Re). چې په دې کې يوه مقاله د ده چې دا د هاورډ د (ختيځ) بهتريني کيسې وړاندي کوي (نوري يي انلاين موجودي دي). نوره ډراماټيکه توره او سپينه رسامي هم شته. که څه هم د رسام دقت پکې کم دی، خو رسام د صحرايي او کردي جامو ټول کرکټرونه انځور کړي.
(۳) هاورډ له توکميزو تيوريانو چې د هغه په وخت کې د ودې په حال کې وې، زيات اغېزمن شوی. هغه همېشه د خپل کرکټر د توکميزو سټو او فینوټايپ په اړه دقیق و. عموما هغه خپل اتلان لکه او د سکاټلنډ پښت، له خپلو خبرو انځورول (دا د وخت اصطلاح ده)، خو نه لکه هغه نسل چې ده یې د خپل ځان لپاره ادعا کوله.
(۴)هاورډ ښایي د El Borak کرکټر جوړول، د خيبر د وسله والې ملېشې پاچا، د کتاب له لوستلو وروسته پيل کړي وي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۱۵ ثور / غويی ۱۳۹۹