سږ کال لوی اختر داسې مهال لمانځو چې په هېواد کې د کورونا وبا او روان جنګ دواړه په يو وخت له خلکو ژوند اخلي او د غم په ټغر يي کينوي. د وبا د خپرېدو د مخنیوي په پار که څه هم ټول بنديز اوس کم شوی، خو لا هم احتیاط پکار دی څو ستونزي راکمي شي يا حد اقل زياتي نه شي. بلخوا دا چې طالبانو او افغان حکومت د اختر دري ورځي اوربند اعلان کړی، هیله ده دا دری ورځنی اوربند په دايمي سوله بدل شي تر څو روان جنګ پای ته و رسيږي او زموږ هيوادوال پريږدي چې اختر په خوښي او اطمنان و لمانځي.
له دې هر څه سره سره، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه هیله لري لوی اختر په کرارۍ او په سوله کې تېر شي، او په هېواد کې د تل پاتې سولې او خوښیو پیل وګرځي. هیله ده د افغانانو قربانۍ خدای تعالی قبولي کړي او د همدې عبادتونو په برکت له افغانستان او نړۍ څخه د کورونا وبا ټغر ټول شي او په افغانستان کې جنګ ته د پای ټکی کيښودل شي.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه خپلو لوستونکو، د هغوی خپلوانو او په ټوله کې ټولو افغانانو ته د لوی اختر مبارکي وايي.
عید اضحی را امسال در حال به تجلیل می گیریم که شیوع ویروس کرونا و آتش جنگ در افغانستان در یک زمان جان اکثر مردم را میگیرد و مردم را با مشکلات مواجه میکند. برای جلوگیری ازشیوع این بیماری مهلک اگر چه در اين روزها قرنطین کم شده ولی هنوز هم احتیاط لازم به کار است. از سوی دیگر، آتش جنگ باعث گردیده تا تعدادی از هموطنان مان چنانکه امید داشتند، نتوانند عید را تجلیل نمایند.
با توجه به این دو چالش عمده شبکه تحلیلگران افغانستان بازهم آرزو می کند تا عید اضحی را در فضای آرام و صلح آمیز سپری شود و آغازی برای خوشی های مستدام و برقراری صلح پایدار در کشور گردد. امیدواریم قربانی های شما در دربار خداوند قبول گردد و از فیض دعاهای تان ویروس کرونا از جهان و افغانستان محو و صلح دایمی در افغانستان قایم گردد. شبکه تحلیلگران افغانستان عید اضحی را برای خوانندگان، دوستان و تمام افغان ها تبریک عرض می کند.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۹ اسد / زمری ۱۳۹۹