Afghanistan Analysts Network – Dari Pashto

کلتور او عنعنې / زمینه و فرهنگ

اختر مبارک/عید مبارک

تیم ما / زموږ کاري ډله 5 دقیقې

د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د کوچني اختر پرمهال د افغانستان لپاره د سولې او ارامۍ هیله کوي

د روژې پای کې کوچنی اختر داسې مهال راغلی چې افغانان له خورا ډېر خواشینونکي حالت سره مخامخ دي. داسې حال کې چې د کورونا وبا له امله لا هم خلک مري او پر ژوند یې اغېز کوي، جګړې لا زور اخیستی او داسې ښکاري چې ښايي لا نوره خونړۍ او بې رحمه شي. طالبانو د اختر په پار درې ورځنۍ اوربند اعلان کړی. حکومت هم د دې اوربند د پلې کېدو پرې کړې او د اوږدمهالي اوربند غوښتنه یې کړې. موږ تمه لرو چې اوربند وغځول شي او د افغانستان په جګړه کې ښکېلې غاړې د تلپارتې سولې لپاره هڅه وکړي.

ګڼ افغانان به سږ کال د اختر خوښۍ ونه لمانځي او پر ځای به د روژې پرمهال د شویو خونړیو پېښو وېر کوي. دوه وروستي بریدونه دا په ډاګه کوي چې روانه جګړه څومره وېرونکې ده او ښايي لا نوره بې رحمه او ړنده شي. په دواړ برېدونو کې پراخه مرګ ژوبله واوښته. د لوګر په مرکز پول عالم ښار کې یوه موټر بم برید میلمستون په نښه کړ چې له سلو ډېرو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې په هغه پېښه کې ډېری قربانیان د ښوونځيو هغه زده کوونکي وو چې د کانکور ازموینې لپاره په هغه ځای کې اوسېدل. د بي بي سي د رپوټ له مخې دې پېښه کې ډېری ځوانان د ازرې د اکبرخیلو کلي اوسېدونکي وو. (نور دلته ولولئ). له دې پېښه څه نا څه یوه اوونۍ وروسته، د لوګر په ګاونډ پلازمینه کابل کې د می پر اتمه په دشت برچي سیمه کې د یوه ښوونځي بهر موټر بم او دوو ځای پر ځای شویو مایونونو چاودنه وکړه. تر دې مهاله د مالوماتو له مخې په دې خونړۍ پېښه کې ۸۵ کسان وژل شوي چې ډېری یې د ښوونځي زده کوونکې دي او له ۱۵۰ ډېر ولسي خلک پکې ټپیان شوې دي.  دې برید ته د داسې څه په سترګه کتل کېږي چې ښايي مذهبي اړخ ولري چې پر شعیه مذهبو کېږي. تر اوسه هیڅ ډلې د دې برېدونه پړه نه ده منلې.

همدې دوو ستر بریدونو په ټول افغانستان او نړۍ کې غبرګونونه را وپارول، خو دا په تېرو څو اوونیو کې د هدفي وژنو، بریدونو، غلچکیو برېدونو او هوايي ګزارونو چې خلک پکې وژل کېږي، کورونه ورانوي او فصلونه له منځه وړي یوازې یو دوه بېلګې دي. د افغانستان د بشري حقونود کمیسیون د مالوماتو له مخې، په روژه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. آن د لوګر او کابل له برېدونو وړاندې دې کمیسیون ۱۳۰ داسې پښې ثبت کړې وې چې ۵۱۹ ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه، چې ۱۶۰ پکې وژل شوي وو او ۳۵۱ نور یې ټپیان وو. نیویارک ټایمز چې د افغانستان په جګړه کې دمرګ ژوبلې خواشینونکي شمېرې راټولوي، په روژه کې یې یوازې د یوې اوونۍ شمېرې دلته لوستی شئ. که ۱۴۰۰ کال هاغسې چې پیل شوي، همداسې روان وي ( د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټ دلته لوستی شئ)، داسې ښکاري چې دا به د افغانستان تر ټولو خونړۍ کال وي.

په دغه ډول سختو حالاتو کې، لکه د نورو خلکو په څیر د افغانستان تحلیلګرانو شبکه هم بې وسه ده خو له خلکو سره په ویر او ماتم کې ځانونه شریک بولي. هیله مو دا ده چې د کوچني اختر او د روژې په برکت یو داسې اوربند ټینګ شي چې یوازې تر درېيو ورځو محدود نه وي.

د پښتو ځینې لنډۍ چې دغمونو ډکو اخترونو لپاره وېل شوې دي:

خلك كالي كوي اختر دى

زه د شهيد جامې په خوا كې ګرځومه

خلكه! زما به څه اختر وي

چې بېلتانه راته خيمې وهلي دينه

خلكه! زما به څه اختر وي

انبار غمونه بېلتانه راكړي دينه

خلكه! زما به څه اختر وي

چې بېلتانه په سر سر تور تړلى يمه

در عید فطر، ما آرزوی آرامش و صلح برای افغانستان عزیز داریم

عید فطر امسال بار دیگر با اوضاع شدیداً آشفته و پریشانی در افغانستان مصادف شده است. بر علاوه همه‌گیری کرونا که کماکان جان مردم را می‌گیرد و به آنها زیان می‌رساند، جنگ شدت یافته است و به نظر می‌رسد کورکورانه‌تر و بی‌رحمانه‌تر نیز شده است. به خاطر عید، طالبان، مثل چند سال اخیر، آتش‌بسی سه‌روزه اعلام کردهاند. حکومت عمل به مثل کرده و نیز خواستار تداوم آتش‌بس شده است. ما تنها می‌توانیم امیدوار باشیم که آتش‌بس تمدید شود و طرف‌های درگیر جنگ به جد و با حسن نیت، صلح را در افغانستان جستجو کنند.

بسیاری از افغان‌ها امسال عید را تجلیل نخواهند کرد. در عوض، آنها پس از یک رمضان خونین عذادار خواهند بود. دو حمله شنیع، نمونه‌هایی از وحشت جنگی‌ست که به نظر می‌آید کورتر و بی‌رحم‌تر شده است. هر دوی این حملات باعث تلفات وسیع شدند و شاگردان و تازه‌فارغان مکتب در میان کشته‌ها و زخمی‌ها بودند. در ۱۰ ثور ۱۴۰۰، یک موتر بم، مهمان‌خانه‌ای را در شهر پل علم، ولایت لوگر، هدف حمله قرار داد که در اثر آن، بیش از یک صد نفر کشته و زخمی شدند. طبق گزارش کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان، اکثر قربانیان فارغین لیسه بودند که برای آمادگی اخذ امتحان کانکور در آن مهمان‌خانه اقامت داشتند و اکثر این پسران، طبق گزارش بی‌بی‌سی، فقط از یک قریه بودند – اکبرخیل در ولسوالی ازره (گزارش در اینجا). حدود یک هفته بعد، در ۱۸ ثور، یک موتر بم و دو وسیله انفجاری تعبیه‌شده در بیرون مکتبی در ساحه دشت برچی کابل منفجر شدند؛ تاکنون مشخص شده که ۸۵ نفر، اکثراً دختر، کشته و حدود ۱۵۰ غیرنظامی دیگر مجروح شده‌اند (گزارش در اینجا) – این رویداد صرفاً می‌تواند به حیث حمله‌ای فرقه‌ای علیه مسلمانان شیعه از قوم هزاره تفسیر شود. هیچ گروه یا فردی مسئولیت هیچ یک از این دو حمله را بر عهده نگرفته است.

این دو قتل عام، افغانستان و جهان را تکان دادند، اما فقط رویدادهای برجسته در میان رشته‌ای از قتل‌ها و حمله‌های هدفمند، شبیخون‌ها و ضربات هوایی بوده‌اند که طی چند هفته گذشته، جان مردم را گرفته، خانه‌ها را تخریب کرده و معیشت‌ها را از بین برده‌اند. کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان گزارش داده که تلفات غیرنظامیان در جریان ماه رمضان افزایش یافته است. حتی قبل از حمله به مکتب در کابل، این کمیسیون ۱۳۰ رویداد را مستند کرده بود که باعث ۵۱۹ مورد از تلفات غیرنظامیان شد – ۱۶۰ کشته و ۳۵۱ زخمی. گزارش تلفات جنگ روزنامه نیویورک تایمز نیز آمار کشته‌ها و زخمی‌ها را در افغانستان پی‌گیری می‌کند؛ برای جزئیات وحشتناک فقط یک هفته در رمضان، نگاه کنید به اینجا. اگر سال ۱۴۰۰ خورشیدی همان طور که شروع شده، ادامه یابد (نگاه کنید به تحلیل اخیر ما در اینجا)، به نظر می‌رسد افغانستان سال خونینی را در پیش دارد.

در چنین اوضاع آشفته‌ای، ما در شبکه تحلیل‌گران افغانستان، مانند سایر مردم، اندوهگین هستیم. ما امیدواریم این عید فطر آتش‌بسی طولانی‌تر از فقط سه روز را به بار آورد. با آرزوی صلح پایدار در افغانستان دردکشیده، ما به یاد می‌آوریم، طوری که سعدی می‌گوید، که در این زندگی کوتاه و دنیای گذران چیزی جز خصال و اعمال نیکوی ما انسان‌ها باقی نمی‌ماند: (۱)

شرف مرد به جود است و کرامت به سجود

هر که این هر دو ندارد عدمش به ز وجود

ای که در نعمت و نازی به جهان غره مشو

که محال است در این مرحله امکان خلود

ای که در شدت فقری و پریشان حالی

صبر کن کین دو سه روزی به سر آید معدود

دنیا آنقدر ندارد که برو رشک برند

ای برادر که نه محسود بماند نه حسود

عکس‌ها از رضا کاظمی

مآخذ

(۱) برای خواندن شعر کامل سعدی، نگاه کنید به اینجا. کتیبه مورد استفاده در متن اندکی متفاوت است.

لیکوالان:

تیم ما / زموږ کاري ډله

نور د دې لیکوال څخه