“ډیموکراسې نه، یوازې اسلام غواړو” دا هغه شعار وو چې د تېر کال د مۍ په میاشت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قانون په خلاف د کابل پوهنتون محصلانو د یوه لاریون په ترڅ کېپورته کړی وو. . دا یوازینې داسې غونډه نه وه چې پدې وروستیو کې ځینو ځوانانو د ډیموکراسۍ سره د مخالفت د ښوولو لپاره ترسره کړی وه، بلکې دېته ورته نورې غونډې هم ترسره شویدی.
ډیری څارونکې د افغان ځوانانو لوړوښوونیزو او مسلکې زده کړو دېته هیله مند کړي چې ښایې دا لوستې ځوانان په راتلونکې کې د سیاسي لیږد په پروسه کې د ډیموکراسۍ مخکښان واوسې. خو دا ډول انګیرنه ډېره عمومي ده او ټول ځوانان سره یو ګڼې. په حقیقت کې حقیقت کې هسې نه ده چې ټولو هغو ځوانانو چې په وروستۍ لسیزه کې يې ښې زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړي د ډیموکراسۍ پلویان وي. برعکس، زیاتره یې په کلکه د ډیموکراسۍ او په ځانګړی ډول د ډیموکراسۍ د اساسي اصل، د ټاکنو خلاف دي. د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې څیړونکي برهان عثمان د ځوانانو د تندلارۍ او مذهبي فعاليتونو په اړه پراخه څیړنه کړی او دلته یې ترې دغه لنډه لیکنه برابره کړی ده.
د تیری سپټمبر په میاشت کې د بدخشان په فیض آباد کې ځایې ملایانو او علماوو پدې اړه خبرې کولې چې څرنګه په راتلونکو ټاکنو کې افغانان دېته وهڅوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. وروسته له دې چې دريو علماوو خپلې ویناې وړاندې کړی، یو ځوان راپورته شو او د سیمینار اساسي موضوع یې تر پوښتنې لاندې راوسته. د بحث په تودیدو سره پنځه نور ځوانان هم د هغه ملاتړ ته راپورته شول او سمدستې يې ملایان د اسلام له نظره د ټاکنو د مشروعیت په اړه په پوښتنو کې راګیر کړل. دغه ځوان، ملایان او علما له “لارې ګرځیدلې” او د ” دولت لاسپوڅې” وبلل. بحث ادامه وکړه او په تاودیدو سره یې پولیسو چې د غونډې ساتن یې کوله يې کوله مداخله وکړه او له دغو ځوانانو څخه یې درې د غونډې د ګډوډولو په تور ونیول.
دغه تندلاري د حزب التحریر د اسلام پالې ډلې غړی وو. د دغې ډلې غړي په ویاړ سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قانون په خلاف او د اسلام ضد فلم په وړاندې د لاریونونو امتیاز اخلي. (تاسو کولای شی چې د دغو لاریونونو په اړه زمونږ راپورونه دلته وګورئ.)
په سیمه کې د حزب التحریر یوه ځایې مشر د دغې پیښې په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې: “زمونږ یوه ځوان د دولت ملایانو ته په مخامخ د د حق خبره وکړه چې ټاکنې د کفر سیسټم دی او د ټاکنو څخه ملاتړ او د د هغو دودول حرام دي.”
تیر منۍ د ځوانانو د تندلارۍ د څیړنې په مهال په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د حزب التحریر د ډلې غړو د ډیموکراسۍ او په ځانګړی توګه د ټاکنو په اړه خپل همدا دریځ څرګند کړ. په ډیموکراسۍ او ټاکنو اعتراض او نیوکه د حزب التحریر له پیژندل شویو ځانګړتیاوو څخه . دغه ډله د يو فلسطینې قاضي لخوا د تیری پیړۍ په نیمایې کې جوړه شوه او په زیاتره اسلامي هیوادونو کې فعالیت کوي او پدې وروستیو کې یې په افغانستان کې هم راڅرګند شويدی. دي. دا ګرانه ده چې ووایو دا خوځښت په افغانستان کې څومره غړي لری خو داسې ښکاري چې دوی د پراخېدا په حال کې دي. د حزب التحریر غړی په ډاګه د ټاکنو په خلاف تبلیغات کوي او ځینې یې حتی د ۲۰۰۹ کال د ریاست جمهورۍ په ټاکنو کې د ټاکنو-ضد د پروپاګنډا لامله نیول شوی هم وو. خو اوس دې ډلې د لوستو ځوانانو په منځ کې لاره موندلې او هڅه کوي د اسلامي خلافت د رامنځته کولو لپاره تبليغات وکړي. د دوی چاپي خپرونې د ځوانانو ترمنځ په ځانګړي ډول په پوهنتونو کې چې د حزب التحریر د آیدیالوژې په اړه خبری کوي مشهورې دي.
له ټاکنو څخه د حزب التحریر د نیوکو اغیز ښایې دومره پراخ نه وي، خو د ټاکنو د مشروعيت په اړه شکونه بيا تر دوی پورې محدود نه دي، بلکې په مجموع کې مذهبې او محافظه کاره ځوانان يو ډول ورته نظر لري. . دا ځوانان زیاتره لوستي دي او ډیری یې په ښارونو کې اوسې. هغه ځوانان چې په کلیوکې اوسې، ډیری يې نالوستي دي او له سیاست سره دومره مینه نلری.) د دې څیړنې لپاره ولایتونو ته د سفر په مهال، لیکوال ته دا څرګنده شوه چې د ټاکنو او ډیموکراسۍ خلاف ډلو د ټولنې په محافظه کاره سیمو په ځانګړی ډول ننګرهار، بدخشان، هرات، او لږ څه د کابل په ځینو سیمو کې ډیر نفوذ درلود. د ډیموکراسۍ ردوونکي ي د د ډیموکراسۍ او ټاکنو په اړه بېلا بېل دلايل وايي. یو له دغو نویو ډلو څخه سلفيان دي چې که څه هم ډیر منظم ندي خو د افغانستان د تحلیګرانو شبکې څیړونکې لږ تر لږه په ننګرهار کې غښتلې وموندل. دوی خپلې مدرسې لری، په پوهنتونونو کې بیانونه ورکوي، او په ښار کې وړیا لوی لوی ديني کورسونه دایروي. داسې ښکاری چې سلفیان په کرار کرار په ځينو ځايونو کې د ځوانانو په منځ کې د ودې په حال کې دي. د دوی لپاره یواځینې مشروع سیاسې سیسټم شرعې نظام دی، نه داسې يو نظام چې د رایو پر بنسټ ولاړ وي. . په جلال آباد کې د سلافیانو یوه ځوان مشر د دې څیړنې لیکوال ته وویل چې: “د ټاکنو سیسټم اسلامي ندی. دا سيسټم د الهي نظام سره مطابقت نه لري .” دې وړاندې وایې چې “مونږ خلک له رای ورکولو څخه نه منع کوو، خو دا ښکاره خبره ده چې هغه خلک چې مونږ ته غوږ نیسی، رای به ورنه کړي.”
په ډیرو مواردو کې د تیری لسیزی سياسي تجربو هم خلک د ټاکنو او ډیموکراسۍ پر وړاندې شکمن کړیدی. دوی د طالبانو له دورې وروسته، له داسې يو نظام سره مخ دي چې جګړه، اداري فساد، له خلکو سره ناوړه چلند ، ا انحصاري سياست ، د جګړه مارانو واک، او د خپلو خپلوانو په کار له ګمارلو پکې ډېر خلک ناراضه کړي دي. له هغسې يو دولت څخه چې ډيموکراتيک يادېږی ي د خلکو نارضایتي ښایی د ډیموکراتیکه اصولو شهرت ته زيان رسولی وي . د لیکوال په باور، اوس همدا نارضایتي ځینې خلک دېته هڅوي چې د ډيموکراسۍ د بديل په اړه فکر وکړي او د ټولنې په محافظه کاره څنډو کې ډیری وخت مذهبې مشران اوسنې نظام ته شرعی نظام د بديل په توګه وړاندې کوي.
د بیلګې په ډول، په خوست کې د يوې ډلې ځوانانو سره د خبرو پر مهال، د ښوونځیو له ښوونکو نیولې تر د مدرسو د استادانو او د پوهنتونونو د فارغینو پورې، د ټولو تر منځ خبره همدا وه چې ټاکنې غیر اسلامي دي. د دوي په وینا، ټاکنې یوه غربې پدیده ده او د حکومتدارۍ په برخه کې پر اسلامي اصولو ولاړې ندي. خو د موضوع په اړه د دغو خلکو سره د لا نورو خبرو پرمهال معلومه شوه چې د دوي استدلال پر مذهبې موضوع نه دی ولاړ، بلکې د وروستۍ لسیزې د ډيموکراسۍ په نامه له نيمګړتياوو او ناکامیو له کبله دي چې دغو ځوانانو ورته مذهبې بڼه ورکړیده. کله کله داسې ښکارې چې دا ځوانان د اوسنې دولت په نسبت له طالبانو ډیر ملاتړ کوي. دوی د بیلګې په ډول په وروستیو کلونو کې د شپې لخوا عملیاتو او د خپلو خپلوانو او کلیوالو نیولو او وژنو ډیر خواشینې او له اوسنې دولته ناراضه کړیدي. طالبان پخپله هیڅکله د ټاکنیز سیسټم پلویان نه وو او نه یې هم د راتلونکې حکومت لپاره کومه ځانګړی مفکوره وړاندې کړیده. دوی تل په خپلو بیانونو او خبرپاڼو کې په ډیر ګونګ ډول یوازې د “اسلامي دولت” يا “شرعي نظام” د رامنځته کیدو یادونه کوي.
له دغسې جريانونو سربېره، د نورو ځوانانو ډلې چې ډیرې مذهبې او محافظه کاره دي هم موندل کیږی. دوی نه یوازې د ټاکنو خلاف دي، بلکې هر هغه سیاسې سیسټم او مفکورې چې دوی ته “غربې” ښکارې، ورته د منلو وړ ندي. دوی لکه د حزب التحریر د غړو په څیر، د هغو ځوانانو ترمنځ چې زیاتره لوستې دي خو لومړیتوبونه یې د نورو سره توپیر لری، د نفوذ په حال کې دي. دوی غواړی چې د اسلام د ستر پیغمبر وخت او د هغه د صحابه وو چې د “رښتینې اسلام” دوره یې بولې، د را ژوندي کیدو غوښتنه کوي. دا ځوانان د خپلو سختدریځو سیاسې او ټولنیزو اهدافو د تقویې لپاره د شلمې پیړۍ د اسلام د وتلو مفکرینو لکه د سید قطب او مولانا مودودي له لیکنو څخه استفاده کوي. د دغو ځوانانو په باور، آزاده ټاکنې جاهليت او د خدای لخوا د نازل شويو قوانینو سره په ټکر کې دي . په کابل کې یو ځوان چې وایې د هیڅ اسلام پالې ډلې سره تړاو نه لری، وایې چې که ټاکنې د اسلامي حکومت د راوستلو په تمه هم وشي او نتېجه هم ورکړي، بیا هم يوه غربې پدیده ده. دې وايې چې:
په ډیموکراسۍ کې خلک نه یوازې د دې لپاره راې ورکوي چې خپل مشر وټاکي بلکې د هغوی رایه د سیسټم او د قوانینو د بدلیدا لپاره هم استعمالیږی. په اسلام کې د قوانینو ستر جوړوونکې خدای دی او خلک د قوانینو د جوړولو حق نه لري، او دا هغه اصل دی چې په ډیموکراسۍ کې موجود دی. . همداشان د حاکم يا مشر په ټاکلو کې پرته د پوهې د کچې په نظر کې نیولو څخه، د ټولو خلکو راې یو شان ارزښت لری. په تېره بيا په اوسنيو اسلامي ټولنو کې چیرتهچې زیاتره خلک له اسلامه ناخبره دي، نشي کولای چې ټولو ته یو شان حق ورکړو څو یو سم او مناسب کس دې وټاکې.
بل خوا، د دغو ځوانانو مفکورې بیا تر يوځايه د اسلامي نړۍ له تازه بدلونونو څخه هم اغېزمن شویدي. کېږي. په هرات کې یو ځوان مبلغ وایې چې یو شمیر ځوانانو ته په تیر جون کې چې کله د مصر اسلامپال خو په ډيموکراتيکه توګه ټاکل شوی رییس جمهور محمد مرسي باندې کودتا وشوه، نو دا دوی تهپه ثبوت ورسیده چې انتخابات يا شرعي نه دي، او يا که شرعي هم وي، مؤثر نه دي . (په کابل کې د محمد مرسی له واکه د لیری کیدو د غبرګون په اړه کولای شی دا راپور وګورئ.)
له بلې خوا، جمعیت اصلاح چې په افغانستان کې د اخوان المسلمون د خوځښت بیلګه ده، پر ټاکنو باور لری، خو په افغانستان کې په راروانو ټاکنو کې ګډون نه کوي. . دوی وایې چې هیواد لا هم اشغال دی، جګړه روانه ده او د آزاده او مناسبو ټاکنو لپاره زمینه برابره نده. وروسته له هغې چې محمد مرسی له واکه ولوید، د دې ډلې د ځوانانو ترمنځ هم د ټاکنو ضد غږونه پورته شويدي.
خلاصه دا چې د ټاکنوضد ژور ايډيولوژيک نظريات که څه هم د حزب التحریر په څېر په خورا وړو ډلو کې موجود دي، خو په ټوليزه توګه د ډيموکراسۍ په اړه شکونه د مذهبي او اسلامپاله ځوانانو ترمنځ په پراخه توګه شته دي. په هېواد کې د ډيموکراسۍ کاميابه تجربې کولی شي د دوی شکونه له منځه يوسي، خو هغوی چې له ډيموکراسۍ او غرب سره ژور ايډيولوژيک مخالفت لري، هغوی به ښايي هېڅکله هم د ډيموکراسۍ او د هغې له اصولو سره پخلا نه شي.
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۵ قوس / ليندۍ ۱۳۹۸