کله هم چې مخدره توکي یادیږي او یا په ګوګل کې د (کوکنارو) کلمه پلټل کیږي، له افغانستان سره هېڅکله بې تړاوه نه پاتېږي.خودا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په وروستیو څو لسیزو کې افغانستان د نړۍ په کچه د اپينو د تولید په خورا ستر تولیدوونکياوښتی دی. خو دغه کوکنار له کومه ځایه راغلل، څرنګه یې کښت وغځېده او تاریخي شالید یې څه شی دی؟ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له مشرانو- توماس روتېګ او د دغې شبکې د سلاکارېډلې غړي دورېس بودېنبرګ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه یی توکیو او جرمونو پرضد د دفتر مشر هم پاتې شوی، دې موضوع ته ژوره کتنه کړې ده. ښاغلی بودېنبرګ د کوکنارو په اړه د یوه وروستي نندارتون څارونکی هم و.
په افغانستان کې د کوکنارو کښت په ۲۰۱۵ کال کې لوړ شو او په اټکلیز ډول پر ۱۸۳۰۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. د اپينو د کلني تولید کچه ۳۳۰۰ مټریک ټنه اټکل شوې وه چې دا کچه د خراب فصل له امله د ۲۰۱۴ کال د ۶۴۰۰ مټريک ټنو څخه لږه وه. خو تل دا ډول نه وي. افغانستان په ۱۹۸۰ لسيزه کې، په نړۍ کې د اپينو تر ټولو ستر تولیدوونکی هېواد شو. خو ډېری وخت اپين د ( ختیځ مخدره توکي) په نامه پېژندل کېږي. د اپینو کارېدل په اصل کې له اروپا او دختیځې مدیترانې له هېوادونو سوېلي اسیا او ختیځې اسيا ته غځېدلي دي.
هغه مهال چې یې دود له اروپا نه اسیا ته لېږدېده ، د کوکنارو په اړه د خلکو هغه ذهنیت چې د صحي غوړیو لپاره یې کرل، بدل شو او تخمونه یې د نشو (مستۍ) لپاره وکرل. له هغې وروسته، کوکنار د امپراتورانو له یوه داسې تولید نه چې د کمونیزم پرضد د ګریلايي ډلو د جګړه ییز تمویل لپاره کارېده، پر داسې یوه تولید واوښت چې ګومان کېده ترهګریزو ډلو او مافیايي کړیو ته مالي سرچینې برابروي چې باید له منځه یوړل شي.
افغانستان او ددغه هېواد اپين، دواړه په یوه نندارتون کې چې د همدې څېړنې یوه لیکوال دورېس بودینبرګ یې څارنه کړې، نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه نندراتون چې نوم يې (اپین) و، د سویس د بازېل ښار په کلتوري موزیم کې د ۲۰۱۶ کال د جنوري تر ۲۴ پرانستی و. دا ننداراتون په ځانګړي ډول د اپينو پر کلتوري تاریخ او دارنګه پر دې ورټول دی چې کارول یې څرنګه له اروپا او ختیځې مدیترانې نه اسیا ته و غځول شول.
په دې نندارتون کې د اپينو راټولولو اوکارولو وسایل، د یونان د یوه معبود (خدای) مجسمه چې سر یې د سمبول په بڼه له اپینو جوړ شوی، یوه داسې خونه چې د اپینو مشهور خوړونکي پکې مخدره توکي په رنګونو کې ویني، د عطرو یو بوتل او هو، یو بوتل خام اپین هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د کوکنارو حاصل او وسایل
د دغه نندارتون پهاهدافوکې یود هغو وسایلو د کلتور ښودل و چې د اپينو د تولید او استعمال لپاره جوړ شوي دي. ځکه یواځې د شمیرو او کلماتو په مرسته پر اپينو بحث کافي نه و. د کوکنارو د حاصل راټولول د کارګرانو کار دی او د هر بوټي ډيډۍ ( د کوکنارو غوځه) باید په یوه اوونۍ کې څو ځلې ووهل شي. داسې اټکل کېږي چې د کوکنارو د فصل پرمهال، هر کال په افغانستان کې تر ۳۰۰۰۰۰ پورې مزدوران د اپینو پر راټولولو بوختېږي. هغه خلک چې کوکنار کري، پخپله د اپینو راټولولو لپاره کافي کارګر نه لري، نو له همدې املهکله چې په جنوبي ګرمو ولایتونو کې د اپینو فصل رسیږي، موسمي کارګران له همدغو ځایونو خپله مزدوري پیلوي او په ترتیب د شمال هغو ولایتونو ته ځي چې دغه کوکنار پکې کرل کیږي.
د افغانستان د اپینو په کلتور کې د حیرانتیا ځای دادی چې په دومره لوی شمېر کې ډلې ډلې خلک پرته له دې چې کومه پېښه پرې وشي، د هېواد بېلا بېلو سمیو ته سفرونه کوي، ډوډۍ، ټرانسپورټي اسانتیاوې او په کورونو کې د اوسیدو ځایونه ورته برابريږي. هغه وسایل چې مزدوران یې کاروي، باید ساده او ارزانه وي- او د خرابېدو په صورت کې باید په اسانۍ و موندل شي. هغه کوچنۍ وسيله چې د اپینو ډېډۍ پرې وهل کیږي، له لرګي جوړه شوې او په سر کې یې د پاکي (د ږیرې چړې) پرې شوې وړې وړې څوکې په سرېښ نښلول شوې دي. پر دغه اله پرې شوې ډېډۍ، د شپې له مورفینو ډک سپین رنګه مایع مواد راباسي. دغې وسیلې ته په پښتو او دري کې نېشتر او یا نشتر وايي. خو دا نوم په هر ولایت او هره سیمه کې توپير لري، او دا ددې ښکارندويي کوي چې آن په دومره کوچني څیز کې څومره کلتوري تنوع شته.په نندارتون کې وړاندې شوي نشترونه په ۱۹۹۰ لسيزه کې له کونړ، ننګرهار او جنوبي ولایتونو راټول شوي وو. کله چې د اپینو ډېډۍ په نشترو ووهل شي، اپين یېله غوځو نه معمولا په فلزي رمبيوراټولېږي. له دې مرحلې وروسته، له ډېډیو راټول شوي اپین څخه چکۍ جوړیږي چې تر ډېره وخته ساتل کیږي ځکه اپین تازه نه پاتېږي.
د کوکنارو پېژندنه او ريښه
کوکنار بېلا بېل ډولونه لري خو یواځې یو ډول یې وروسته له هغه ډېډۍ تولیدوي چې د ګلانو پاڼې یې تویې شي. په دغو غوځو کې مورفین پراته دي چې هېرویین او یا هم اپین ترې جوړیږي. د دې بوټي لاتیني نوم (پاپاوېر سومېفیروم) دی چې د «خوبېدلو» مانا لري. ښايي د دغو کرل شویو کوکنارو اصلي سرچینه له صحرايي کوکنارو اخیستل شوې وي او د (پاپاوېر سومېفیروم) یو فرعي ډول وي. دا په ډېره ټيټه کچه مورفین لري. په افغانستان کې کرل کېدونکي کوکنار چې په لوړه کچه مورفین لري دا یې د اوږدې مودې د روزنې پایله ده.
د دغو بوټو صحرايي بڼه د شمال د جغرافیايي عرض البلد تر ۵۶ درجو پورې ټوکېدلی شي چې دغه لیکه ګلاسګو، کوپينهاګن او مسکو سره تړي. خو دا لا بشپړه روښانه نه ده چې د لوړې کچې مورفین لرونکي کوکنار- چې اوس تولیدیږي لومړی چیرته کرل کېدل. پخوانۍ سرچینې ډېرئ وخت دا بوټي له اصله د فارس د سیمې ګڼې. د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو پرضد د مبارزې ادارې یو رپوټ چې په ۱۹۴۹ کې خپور شوی، جوتوي چې د کوکنارو «اصلي ځای» ښايي د مدیترانې سیمه وه (۲). خو داسې ښکاري چې د دغه بوټي د کرلو دود ختیځ خوا ته و غځېده. د کوکنارو تر ګردو پخوانی تخم چې تر اوسه موندل شوی، تاریخ یې له میلاد نه ۷۰۰۰ کاله مخکې وخت ته رسیږي چې د موندلو ځای یې د اوسني جرمني د کولن ښار بلل شوی دی. په داسې حال کې چې راین سیند د سوداګرۍ پخوانۍ لار وه، باور دی چې د کنستان سمندرګي له لارې چې اوس د جرمني، سویس او فرانسې پر پوله راځي،د اپینو تخم راوړل کېده. د سویس د تورګو ایالت په موزیم کې د لرغون پېژندنې یوه سویسی کارپوه یورېس لیوزنګر لیکلي:
«کوکنار په لویه کچه د کنستان سمندرګي د اوسېدونکو په کورونو کې کرل کېدل. له دې داسې اټکل کېدای شي چې دهغې سیمې خلک د داسې تخمونو په لټه کې وو چې غوړي تولیدوي. موږ دغه بوټي په زېرمو کې د چمتو شویو میوو په ډول وموندل. خو دا نور د اپینو د تولید لپاره سم نه دي».
لیوزنګر دغه راز زیاتوي د لرغون پوهنې داسې کره شواهد نشته چې وښیي د نیولیتک د زمانې «تر میلاد ۴۴۰۰ او ۳۵۰۰ کاله وړاندې» خلکو د کوکنارو تخمونه د ذهنيودې لپاره کارولي دي. خو دی وايي له دې هم سترګې نه شې پټېدلای چې : «دکنستان سمندرګي خلک پر طبعیت خورا ښه پوهېدل. دوی له شک پرته د اپینو په اغیز خبر وو او په غالب ګومان یې کارولي هم دي. ډېر ګومان دا کېږي چې اپین یې د درد د تسکین لپاره کارولې وي».
اپين ستایل شوي، هم غندل شوي
د مخدره توکو په بڼه د اپینو پراخ تولید او استعمال د ختیځې مدیترانې په هېوادونو کې چې اوس پکې عراق، سوریه، جنوب ختیځه ترکیه راځي، رامنځ ته شوی و. په پخوانيو مذهبي کتابونو کې راغلي چې د اپینو کرکيلېپه اړه مالومات د سومریانو په خټینو لوحو کې موندل شوي چې تاریخ یې ترمیلاد ۳۴۰۰ کاله وړاندې وخت ته رسیږي. د کوکنارو کرکيله له ميلاد نه ۱۳پيړۍمخکې مصر او قبرس ته د اسوریانو له خوا ولیږدول شوه. اسوریانو د مصر پخوانی تاریخي ښار «تبس» د دې بوټې د مرکز په ډول ګاڼه. دوی اپینو ته « د ژوند بوټي» او « د خدای د درملو» په سترګه کتل. د یونان د کریټ په ټاپو کې د هېراکلیون په موزیم کې د ګازي معبد د مینوان مون مجسمه په داسې بڼه اېښودل شوې چې له اپینو جوړ شوی تاج یې پر سر ایښی دی. پر تاج داپينو داسې ډېډۍ لیدل کیږي چې په نشتر وهل شوې دي. مخدره توکي او اپین د پخواني یونان په درملو کې مهم عنصر و. که څه هم په څلورمه پيړۍ کې پخوانیو مسیحیانو د اپینو کارول بند کړل او د هغوی استعمال ته یې د درد وژونکی نوم ورکړ. ځکه دوی په دې عقیده وو چې ناروغي د خدای سزا ده او باید ومنل شي. وروسته په منځنۍ اروپا کې، د ۱۴ او ۱۵ مو پېړیو پرمهال د اپینو استعمال د عربو په درملو کې بیا وموندل شو، او په ۱۶ پیړۍ کې د پارسیلیوس له خوا د مخلوطو اپينو نوم ورکړ شو.
د اپينو د مستۍځانګړنه له ډېرې پخوانه پيژندل شوې. د روم پخوانیو امپراتورانو لکه نیرو، تیتوس، نیروا، تراجان، هادرین او مارکوس ارلیوس ټول د اپينو مهم کارونکي وو. پر ۲۱۴ میلادي کال د روم د سلطنتي ماڼۍیو رپوټ ښيي چې هلته ۱۷ټنه اپین موندل شوي وو . شاعرانو په ډېرو کلتورونو کې اپین د یوې الهي مرستې په بڼه یاد کړیدي. د بازېل د نندراتون په سالون کې د فارسي ژبې د ځینو مهمو شاعرانو نومونه لیدل کېدل. په دې نومونو کې عطار، چې د عطر جوړوونکي مانا لري، راغلی. له کلاسیکې دورې نه تر شلمې پيړۍ پورې بیا نظامي، ناصر خسرو او د صادق هدایت نومونه هم پکې شته. له اروپا نه بیا په دغه لېست کې نوېلز، هېنرېچ هېاین، سامیول ټایلر کولېرج، جان کېټس، اوسکار وېلډ، چارلي باوډیلیېر او پابلو نرودا شامل دي. دارنګه د مشهور ډیزانر ياوېس سېنټ لورڼټ د عطرو داسې دیزاین شوی بوتل هم پکې اېښودل شوی چې نوم یې پرې اپين ایښی دی. د فارسي ژبې لیکوال ابوالکلام یزدي د اپينو څکوونکو ته یوه مقاله هم لیکلې. په دغه پنځوس مخیزه رساله کې چې په ممبۍ کې پر ۱۸۹۸ کال کې خپره شوې بیتونه، نثر او فلسفي څرګندونې راغلې دي او د دې ترڅنګ په کې د اپینو څکونې له پاره او اپين څکوونکو ته عملي لار ښوونې هم شوېدي. يزدي وايي اپین د بدن ناروغۍ له منځه وړي، د روح درمان دی، ملګرتیا پیاوړې کوي او د اپينو دکاروونکو ترمنځ یووالی جوړوي او په هغو خبرو کې یې له ښکېلتیا لرې ساتي چې له دوی سره تړاو نه لري.
په افغانستان د کوکنارو د کښت لنډ تاریخ
د جرمنۍ څېړونکې کاتجامایلک په څېر ځینې سرچینې په دې باور دي چې د افغانستان په ډېرو برخو کې کوکنار په دې هدف کرل کېږي چې د ځان د استعمال لپاره خام اپین تولید کړي او دا کار له ډېرې مودې راهیسې دود دی. هغه په شمال ختیځ کې په ځانګړي ډول د بدخشان یادونه کوي او وايي په دغه ځای کې یې له ډېرو پخوانیو زمانو راهیسې خلک د درد او د مار چیچلو د درمنلې او دارنګه له لوږې سره دمبارزې لپاره کاروي. خو هغې او نورو سرچینو موږ ته دا روښانه نه کړه چې په مشخص ډول له څومره وخت راهیسې یې کاروي.
د ختیځې اسیا د څيړنو پوهنتون څیړونکی جنتن ګوډهېنډ وايي بدخشان ته د کوکنارو کښت له چین او بخارا نه د ورېښمو له لارې لېږدول شوی دی(۳). خو د ختیځې مدیترانې او فارس له لارې افغانستان ته د کوکنارو دکښت لېږد ډېر ممکن ښکاري. په دې اړه له ۱۲ پېړۍ نه تر ۱۴ پېړۍ پورې فارسي ادبیاتو ته مراجعه کولای شئ. ابن سينا چې له ۹۸۰ نه تر ۱۰۳۲ کلونو پورې یې په بخارا او همدان کې ژوند کړی، کوکنار یې هغه جوس ته ورته بللي چې لمر د مصر له تور اپین څخه را ایستلي دي. دلته زموږ هدف د درملو پرقانون دی او دا په ډاګه کوي چې اوس د افغانستان په ګډون په سیمه کې کوکنار ظاهرا په منظم ډول نه کرل کېږي.
په چین کې د منظم استعمال لپاره دکوکنارو کښت په پنځلسمه پیړۍ کې پيل شو چې ډېر ناوخته و. دا کار هغه مهال وشو چې اپین له عادي درملو په یوه فیشنې توکي واوښتل(۴). یو بل څه چې افغانستان ته د کوکنارو کښت د ناوخته راتګ ښکارندویي پري کوي دادي چې د دغه بوټې لپاره دلته د خپلې ژبې ټکی نه شته. په افغانستان کې د دغه بوټي لپاره د (کوکنارKoknar) ترکي کلمه کارول کېږي.kok د شنه (زرغون) مانا لري او Nar د انارو مانا ورکوي چې د اپینو د ډېډۍ د شکل مانا ترې واخېستل شي.
اپینو ته په سیمه ییز ډول تاریاک ویل کېږي چې دغه توری له یوناني کلمې تیوریاک نه اخیستل شوی. په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې دغه کلمه د تریاکو له مفهوم ورهاخوا د نورو ډېرو شیانو لپاره هم کارول کېږي. دغه کلمه د یوه داسې څیز یا مادې مفهوم رسوي چې د درد، زخم او د مار چیچلو د درملنې لپاره کاریږي. دا رنګه د هغو منرالونو او بیلا بېلو بوټو لپاره هم کارېږي چې په خټه کې یې اپین موجود وي. د فارسي ژبې یوه وتلي کلاسیک شاعر سعدي په ۱۳ پېړۍ کې په خپل کتاب ګلستان کې لیکلي:
څو تیوریاک (تاریاک) را ورسېږي مو له فارسه
مار چیچلي به وي مخکې پور پرې کړی
د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداري په خپل یوه رپورټ کی
چې « د کوکنارو کښت په افغانستان کې دودیز فصل نه دی. افغانستان هم د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د کوکنارو د کلتور اوږده سابقه نه لري». په ۱۹۴۹ کې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې رپوټ وايي د افغانستان د حکومت (پر ۱۹۳۷) د وروستیو مالوماتو له مخې پر ۱۹۳۲ کال پر کوکنارو ټوله کرل شوې ځمکه ۳۸۴۶ هکتاره وه. [ دا د ۲۰۱۴ کال د کرل شویو کوکنار یو عشاره اووه سلنه جوړوي]. د اپینو ټول اټکل شوی تولید ۷۴.۵ ټنه و. په دغه رپوټ کې له دویمې نړېوالې جګړې مخکې حالاتو په اړه هم ویل شوې دي. رپوټ وايي چې د افغانستان اپین به شوروي اتحاد، جرمني، امریکا او فرانسې واردول- او دا یو حقیقت دی چې افغانستان په ۱۹۴۵ کې د کوکنارو کښت بند کړی و. که څه هم د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې د کوکنار کښت دبندیز په اړه مالومات نه و، خو په ۱۹۴۹ کال کې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې رپوټ کاږي چې [ د هندوستان د ۱۹۴۶ کال کلنی رپوټ له افغانستانه د قاچاق د دوام یادونه کړې ده].
په ۱۹۵۶ کال کې د افغانستان د اپینو تولیدات ۱۲ ټنو ته را ولوېدل. د ۱۹۴۹ کال په رپوټ کې له جګړو مخکې دهغو دوو سیمو یادونه شوې چې کوکنار پکې کرل کېدل. یوه سیمه د افغانستان په لوېدېځ کې چې د ایران له خراسان سره نښتې، بلل شوې. [ښايي هرات او یا فراه به وي] دویمه سيمه د افغانستان په ختیځ کې له کشمیر سره نژدې ياده شوې [ښايي ننګرهار او بدخشان وي]
که څه هم د ۲۰۰۳ کال د رپوټ له مخې « د افغانستان په ډېرو برخو کې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې کوکنار نه کرل کېدل» خو له دې سره سره، د ۱۹۷۱ کال په رپوټ کې ملګرو ملتونو اندېښنه ښوولې وه چې د افغانستان حکومت په دغه هېواد کې د ادعاوو له مخې د اپینو د ناقانونه د تولید د لوړېدو په مخنیوي کې فعال نه دی. په رپوټ کې دا هم ویل شوي و چې د کوکنارو پر کښت د ۱۹۴۵ کال له بندیز سره سره، بیا هم حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د ډېرېدونکي تولید مخه ونیسي. دوه کاله وروسته، په ۱۹۷۳ کې د جرمني شپیګل مجلې یو رپوټ خپور کړ چې «د هیرویینو په بیو کې پنځه ځله لوړوالي د افغانستان په جنوب لویدیځ کې بزګر دې ته په تمه کړي چې د اپینو له فصل نه به دومره ګټه اخلي چې په ژوند کې یې نه ده کړې- د امریکايي مرستندویو کارګرو مننه کوو چې د اوبو نوی سیستم یې فعال کړی دی» امریکا د اپینو د تولید پر لوړوالي اعتراض وکړ چې ولې یې د افعان حکومت مخه ډب نه کړه. وروسته امریکاییانو د پراختیایي بسپنو د پرې کېدو ګوتڅنډنه هم وکړه. له هغه مهال راهیسې کندهار او هلمند په افغانستان کې د اپینو د تولید تر ګردو لویې تولیدوونکې سیمې پاتې شوې دي. په افغانستان کې د اپینو د تولید لوړېدل دوه دلیلونه لري. لومړی هغسې چې د ملګرو ملتونو یو رپوټ کاږي « د ۱۹۷۲ او د ۱۹۸۰ لسېزې د لومړیو کلونو ترمنځ، د اپینو د تولید دريو مهمو سرچینو ایران، پاکستان او ترکیې د مخدره توکو د کنټرول لپاره ټینګ بندیزونه او قوانین وضع کړل. دې کار په جنوب ختیځه اسیا کې نورو سرچینو ته زمینه برابره کړه… لکه په ۱۹۷۲ کال کې چې افغانستان له وړاندې د اپینو د تولید لپاره بل بدیل و».[ که څه هم لا دغه مهال نه و شوی]
د ۱۹۷۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې د اپینو اصلي تولیدوونکی هېواد پاکستان و او په ۱۹۸۰ لسیزه کې د اپینو تولید افغانستان- په ځانګړي ډول یې ختیځو ولایتونو ته ولیږدېده. دارنګه، کله چې په ۱۹۷۹ کال کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل وشو، مرکزي حکومت د افغانستان پرډېرئ لرې پرتو سیمو واک وبایله. مجاهدین چې د حکومت مخالفین وو او دغه سیمې یې تر ولکې لاندې وې، د اپینو تولید ته يې پکې لار جوړه کړه. افغان لیکواله، فریبا نوا په ۲۰۱۲ کال کې «د اپینو ملت» په نامه خپل کتاب کې لیکي:
( دا د امریکا حکومت وو چې په مرسته یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې افغانستان د اپینو ستر تولیدوونکی هېواد شو. هغه مهال چې مجاهدینو بزګز د کوکنارو کښت ته هڅول چې په پیسو یې له روسانو سره د جګړې لپاره وسلې وپېري، د رونالډ رېګن حکومت نورې لارې چارې لټولې).
د نشه يي توکو انځورول او له منځه وړل
به افغانستان کې د کوکنارو د فصل له منځه وړل، معمولا بریالۍ پروسه نه ده. په عمومي ډول، د کوکناري فصل ډېره کمه سلنه له منځه وړل کېږي. په ۲۰۱۵ کال کې د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې UNODC د مالوماتو له مخې د ټول هېواد د کوکنارو د فصل یواځې دوه سلنه کښت له منځه وړل شوی و[دغه رپوټ د ۲۰۱۴ کال پرتله په ۲۰۱۵ کال کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي].
د کوکنارو فصل د ویجاړۍ دغه هڅې له داسې ګونګوسیو سره هم ملې وې چې ګنې د ادعاوو له مخې کوچنیو بزګرانو په خپله خوښه خپل فصلونه ویجاړ کړل او په ځینو حالاتو کې لویو ځمکوالو دغو کوچنیو بزګرانو ته چې په خپله خوښه یې دا کار کړی و تاوان هم ورکړی چې د حکومت او نړیوالو له هڅو سره همغږي وښيي.
همدغه ډول ورته ادعاوې د مخدره توکو سوځولو مراسمو پرمهال هم رامخ ته کېږي. د ادعا له مخې، ډېر ځله د مخدره توکو په نامه ارزانه څیزونه سوځول کېږي او اصلي مخدره توکي نه وي. د مخدره توکو نیول لوی ارزښت لري او دا به د حیرانتیا خبره نه وي چې که نیول شوي توکي بیرته مارکېټ ته ووځي.
که څه هم اغېز به یې ډېر نه وي، خو حکومت او د مخدره توکو ضد ادراې له مخدره توکو سره د مبارزې او مخنیوي لپاره له پوسترونو هم کار اخلي. د بازېل نندارتون هم دمخدره توکو ضد ځینې پوسترونه نندارې ته وړاندې کړې و. دا له کلتوري نظره ډېر په زړه پورې او آن ډېر ځله د خندا وړ هم دي. ډېر وخت دغه ډول پوسترونه د انسان په بڼه، پرته له دې چې انساني کرکټر ته اړتیا ولري، ځړول شوې دي. دا ډول پوسترونه له داسې ستر قدرت سره ښودل شوي چې کولای شي پر انسانانو او آن پر هېوادونو بر لاسي شي. په دې پوسټرونو کې کوپړۍ، سکلېټ او یا هم ځینې نور ډاروونکي ځناور پرمخدره توکو له پاسه ښوول شوي چې د مرګ او یا د وحشي ژویو زور لري.
سره له دې چې په افغانستان کې له لویه سره د مخدره توکو له منځه وړل اغیزمن بهیر نه دی، خود افغان فلم ډایرکټر صدیق برمک هغه مهال په لانجه کېوت چې د «اپینو جګړې» په نامه فلم یې جوړ کړ. دغه فلم په افغانستان کې د کوکنارو پر ځمکو جوړ شوی دی. ( دغه فلم د افغانستان له خوا په رسمي ډول د اُسکار جایزې لپاره پر ۲۰۰۹ کال کې معرفي شوی و. )
د دې فلم اصلي کرکتران دوه امریکايي عسکر دي چې چورلکه یې د افغانستان په یوه دښته کې لوېدلې او دوی د یوې افغانې کورنۍ چې کوکنار کري، لاس ته ورځي. د ټایمز د مجلې له مخې، برمک غوښتل د فلم لپاره حقیقي صحنه جوړه کړي خو پر ځمکه د کوکنارو کښت لپاره باید د افغانستان له حکومته ځانګړې رسمي اجازه واخلي. د کوکنارو فصل د اړولو افغانې ډلې دوه ځله هڅه وکړه چې د فلم دغه صحنه له منځه یوسي. د برمک فلم د ۲۰۰۸ کال د روم په فلمي فیسټوال کې «د مارک اورلیو منتقدانو» د غوره فلم جایزه وګټله. دغه جایزه تر ډېره (د روم امپراتور) جایزې ته ورته ده چې پکې خپله امپراتور د تریاکو کلک کاروونکی و.
د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارېUNODC اوس د اپینو ناقانونه بازار، د تولید سیمې، د قاچاق لارې او استعمال څارلي او ارزولې دي. پر ۲۰۱۴ کال، په افغانستان کې د ناقانونه اپینو د تولید کچه ۶۴۰۰ مټریک ټنه وه [ دا اندازه د ټولې نړۍ د اپینو د تولید ۸۰ سلنه جوړوي]. د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی چې پر ۲۰۱۵ کال به دا کچه له ۲۷۰۰ څخه تر ۳۹۰۰ ټنو پورې را ولوېږي. خو هغسې چې د افغانستان د تحلیګرانو شبکې رپوټ وايي « د يوه کال پایلې عمومي بېلګه نه شي ګرځيدای» ځکه په دغه کال کې د اپینو فصل خراب و او په مارکېټ کې هم ادلون بدلون لیدل کېده او له همدې وجې په غیر معمول ډول د اپینو کچه راښکته شوه. دارنګه د ناقانونه تولید شویو اپینو لپاره نړیوال مارکیټ هم شته چې د مخدره توکو د کنټرول نړیوال بورډINCB له خوا څارل شوی او کنټرول شوی دی. حکومتونه هر کال د درملو او څېړنو په موخه د اپينو لپاره خپله اړتیا په اټکلیز ډول وړاندې کوي. له هغې وروسته، د مخدره توکو د کنټرول نړیوال بورډ INCB دغه اټکل اندازه کوي او د هغې له مخې بېلابېلو هېوادونو ته برخه ځانګړې کوي. په بدل کې به یې هېوادونه د دې ضمانت ورکوي چې د اپینو پر تولید کلکه څارنه وکړي چې تور بازار رامنځ ته نه کړي.
اسټرالیا، فرانسه، هندوستان، هسپانیا، ترکیه او هنګري هغه هېوادونه وو چې پر ۲۰۱۴ کال یې د اپينو قانوني تولید کاوه. پر ۲۰۱۴ کال د قانوني تولید شویو اپینو کچه چې مورفین ترې ایستل کېدل، نژدې ۷۰۰۰ مټريک ټنه وه. د وخت په تېرېدو، له افغانستانه کورنیو او ځینو بهرنیو بنسټونو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې هم له دغې برخې یوه اندازه ورکړ شي. خو په افغانستان کې د اپینو پر تولید د کنټرول ناشونیتیا د دې کار مخه ډب کړه.
عملي تګلاره
د نورو هېوادونو پرخلاف، په افغانستان کې د اپینو کلتور له لویه سره پر اقتصادي ګټو ورټول دی. د جنوب ختیځې اسیا خلاف، د تریاکو د اصلیت په اړه نه هم تاریخ او نه کومه افسانه جوړه شوې، خو ددغه هېواد په بېلا بېلو برخو او نوره سیمه کې د دې فصل د ارزښت او بیې په اړه کافی عامه پوهاوی شته. د خواصو او څرنګوالي له پلوه، د کوکنارو د بوټو بېلا بیل ډولونه رامنځ ته شوې دي. ځینې یې د افتونو پر وړاندې مقاومت لري، بعضې یې لږ او نور یې بیا ډېرو اوبو ته اړتیا لري، بعضي یې ژر او ځینې وروسته پخېږي، ځینې یې د سیمو له اقلیم سره ځان برابروي، ځینې یې په غرنۍ او بعضي ډولونه یې په هواره ځمکه کې کرل کېږي او ځینې للمي هم شته.
دغه عملي تګلاره په بازېل نندارتون کې هم ځلول شوې ده. په زړه پورې لا دا ده چې د نورو هېوادونو پرخلاف چې اوس او یا هم پخوا پکې د اپینو او مخدره توکو جګړې وي، په افغانستان کې د دغو توکو معاملې او سوداګرۍ په پرتلیز ډول سوله ییزې دي او له ډیرو مزاحمتونو پرته له مذهبي او قومي پولو تېریږي. که څه هم په هلمند او ځینې نورو ولایتونو کې، پخوا او یا هم اوس ځینې شخړې د کوکنارو د کر پر سیمو، د مخدره توکو د قاچاق پر لارو، مالیې او د مخدره توکو د اقتصاد پر سر رامنځ ته شوې دي، خو د تاوتریخوالي کچه د بېلګې په ډول په تېرو لسيزو کې له مکسیکو او کولمبیا څخه ډېره ټېټه ده. هلته د مخدره توکو د بازارونو او د قاچاقي لارو په سر کې د شبکو ترمنځ شخړو د یوې کورنۍ جګړې اړخونه خپل کړي دي. خو په افغانستان کې بیا ددې سرچپه، د مخدره توکو اړوند جنګ – هغسې چې پورته یې یادونه وشوه، لویې جګړې رامنځ ته کړي او دې کار د مخدره توکو ناقانونه اقتصاد ډېر غوړولی دی.
د مخدره توکو سوداګري، لږ تر لږه د افغانستان تر پولو په بشپړ ډول د افغانانو پر غاړه ده. ډېرځله هیرویین او اپین د ګټو د ټکر په نتیجه کې نیول کیږي ځکه قاچاقیان په امنیتي ارګانونو کې نفوذ لري او له دولت نه په همدې بڼه ځان خوندي ساتي. له استثنا پرته، دغه ټولې لانجې بې تاتریخوالي هواریږي.
د « اپینو» په نامه نندارتون چې د سویتزرلنډ په بازېل کې د «کلچرونو په موزیم» کې ښودل شوی، کتلی شئ. دا نندراتون د ۲۰۱۶ کال د جنوري تر ۲۴ پورې پرانیستی دی. په دې متن کې راغلي تصویرونه، د بازېل له نندارتون څخه اخیستل شوي او د نندارتون د جوړونکو په اجازه کارول شوي دي.
(۱)دغه شمېرې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پرضد دمبارزې ادارې په رپوټ کې موندل کېدای شي. د افغانستان د تحلیل ګرانو شبکې یې وروستی رپوټ تحلیل کړی دی او پر دې یې هم ښننه کړې چې په افغانستان کې یې مارکېټ څه ډول دی.
(۲)سرچینه: اېراسټ میډزینکونزپیټ، هېدلبرګ پوهنتون.
(۳)د پولیسو له خوا په ډېره اندازه نیول شوي مخدره توکي، په ښو تبلیغېدونکو مراسمو کې سوځول کېږي. هغه بوجۍ او یا هم پلاستیکي کڅوړې چې ظاهرا له مخدره توکو ډکې شوې وي، تر لرګیو لاندې کېږي او بیا پرې پيټرول اچول کېږي. کله چې اور واخلي، ټینګ تور دود ترې پورته کیږي. ډیری وخت دغه ډول محفلونو ته د سفارتونو او ملګرو ملتونو استازي او دارنګه رسنۍ د شاهدانو په بڼه وربلل کیږي. د مخدره توکو د سوځېدو دغه ډول محفلونه تر اوسه هم په میانمار، تایلنډ، پاکستان، ایران، چین او افغانستان کې جوړېږي. دا ډول مراسم د دې لپاره جوړیږي چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د بریالیتوب پیاوړي انځورونه وړاندې کړې.
ژباړن: حفیظ الله معروف
بیاکتنې:
دا مقاله په وروستي ځل تازه شوې وه ۵ قوس / ليندۍ ۱۳۹۸