د افغانستان تحلیلګرانو شبکه (ای ای این) خپلواک او غیر انتفاعي څیړنیز بنسټ دی. ددې بنسټ موخه دا ده چې د شنونکو او کارپوهانو تجربې او پوهه راټوله کړي او په دې ډول د افغانستان د واقیعتونو او تګلارو په اړه غوره پوهاوی رامنځ ته کړي. دا شبکه د افغانستان او سیمې په اړه د خپلواکو او د لوړې کچې څیړنو پر بنسټ د موضوعاتو شننه کوي. موږ بې پرېوالي ته ژمن یوو، خو بې پروا نه يو.
له ۲۰۰۹ راهیسې، له کله نه چې دا شبکه پرانیستل شوې، د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د خپلو خپرونو له لارې په افغانستان او سیمه کې پر تګلارو جوړوونکو، خبریالانو ، پوهانو او د افغانستان د پرمختیايي کارونو ښکيلو اړخونو خپل اغیز ښندلی دی. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له شنونکو پرله پسې د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې په غونډو او خبري ناستو کې د ګډون غوښتنه کېږي او په رسنیو کې د نظر ورکوونکو په توګه راڅرګندیږي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکه (ای ای این) کوچنی اداري جوړښت لري، یو رئیسه هیئت هم پکې شامل دی چې په ټولیز ډول د دې بنسټ او چارو مسوولیت لري، او د شنوونکو او څیړونکو یوه کوچنۍ ډله یې کابل دفتر کې کار کوي.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په جرمني کې په VR28652B شمېره د یوې ټولنې (eingetragener Verein e.V.) په بڼه ثبت ده. په افغانستان کې له اقتصاد وزارت سره د ۱۳۸۸ کال د وږي پر ۱۷ په ۳۴۱ نمبر د غیر انتفاعي څیړنیز بنسټ په توګه ثبت شوې. د دې بنسټ د چارو ملاتړ د یوه نړیوال مشورتي بورډ او غړو له خوا کېږي.
موخه او د لومړیتوب ساحې
د افغانستان تحلیلګرانو شبکې پام د افغانستان او سیمې په اړه پر لوړ کیفیت او بې پرې څېړنو ورټول دی. د دې بنسټ موخه په کورنۍ او نړیواله کچه تګلارو جوړوونکو ته د کره مالوماتو وړاندې کول دي چې په دې ډول افغانستان په نړیواله اجنډا کې ځای ولري او په راتلونکې کې پالیسۍ جوړوونکو ته درس شي. زموږ تمه دا ده چې په افغانستان او هم په نړیوال ډګر کې شنونکو، پوهانو او عامو خلکو ته پر شواهدو ولاړ رپوټونه، شننې او بحثونه وړاندې کړو.
د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د شخړو، حقونو، جندر (جنسیت) او هغو ډلو په اړه څېړنې کوي چې څنډې ته شوې دي. دا شبکه په افغانستان کې د سمو تګلارو جوړولو لپاره په لاندې مهمو اتو برخو کې څېړنو ته لومړیتوب ورکوي:
- جګړه او سوله: په دې برخه کې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه په افغانستان کې د شخړو په اړه شننه کوي، سرچینې او دلایل یې لټوي او بیلا بیلې وسله والې ډلې څیړي، دا ګوري چې د افغانانو پر ورځني ژوندانه یې اغیز څه دی. په دې برخه کې د جګړې، ولسي مرګ ژوبلې، بندیانو، ربړونو او د پوځي تګلارې شننه او څيړنه کېږي. زموږ په رپوټونو کې د شخړو ژوره او هر اړخیزه پوهېدا له هغو رسمي او نارسمي هڅو سره مرسته کوي چې د جګړې د پای ته رسولو، ممکنه سولې او بالاخره تلپاتې سولې لپاره کار کوي.
- سیاسي برخه: په دې برخه کې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې رپوټونه تر ډېره پر سیاسي پېښو چې ټاکنې، د کابینو جوړېدل، مهمې ګومارنې، مهم سیاسي لوبغاړي او د هغوی تګلارې او هغه سیاسي برخې پکې شاملې دي چې په اړه یې مالومات ورکول کېږي. زموږ باور دا دی که هر څومره د افغانستان د سیاسي حالت په اړه پوهاوی ډېرېږي، په همغه اندازه بېلوالی راکمېږي، هغه سیاست هڅول کېږي چې نه تاوتریخوالی کوي او نه یې ناسم کاروي او دارنګه یې له مخې نړیوالې مناسبې تګلارې په کور دننه او له افغانستانه بهر جوړېږي.
- حقونه او ازادي: د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د رپوټونو دې برخه کې د ښځو حقونو په ګډون انساني حقونه، د رسنیو ازادي، د قانون حاکمیت، حکومتولي او ولسواکي شامله ده. سره له دې چې د افغانستان تحلیلګرانو شبکه د حقونو مدافع بنسټ نه دی، خو د انساني حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو د حقونو په اړه (څار) خپله دنده ګڼي، پرته له دې چې مالي امتیاز یا بل څه تړاو په پام کې ونیسي.
- کډوالي: په دې برخه کې د کډوالو پر هغه بهیر رپوټونه جوړېږي چې افغانستان ته ځي، یا ترې وځي او یا هم په کور دننه بې ځایه کېږي. لکه، اروپا ته د افغانانو کډوالېدل، په افغانستان کې دننه د کډوالو حالت او په ځانګړي ډول هغوی چې له پاکستانه او ایرانه وطن ته ستنېږي. موږ دارنګه د کډوالو په اړه د نړیوالو او کورنیو تګلارو جوړېدو ته هم کتنه کوو او د بېرته ستنېدونکو او یا هم په کور دننه پر بې ځایه شویو یې اغیز ته هم کتنه کوو. کډوالي له سیاسي پلوه لانجمنه موضوع ده او زموږ هیله دا ده چې د شمېرو او کډوالو او د هغوی د خپلوانو د تجربو وړاندې کول به له هغوی سره مرسته وکړي چې په دې اړه تګلارې جوړې او په عملي ډګر کې وکارېږي.
- اقتصاد، چاپیریال او پرمختیا: د پوښښ لومړیتوب په دې برخه کې د افغانستان سیاسي او د پرمختیايي اقتصاد شننه ده او دارنګه بېوزلي چې پام پکې پر مهمو سیاسي پرېکړو لکه کانونو، بانکونو، ټرانسپورټ او د تیرو وختونو شخصي امنیتي سکتور ورټول وي، شاربل کېږي. په دې برخه کې دارنګه د بودجې او فساد په ګډون د حکومتي پيسو استعمال، چاپیریال ساتنه او اقلیمي بدلون هم څپړل کېږي. زموږ تمه دا ده چې د دې برخې رپوټونه به کافي مالومات وړاندې کړي او تګلارو جوړوونکو سره به مرسته وکړي، او په اړوندو ځایونو کې به د څارونکي رول هم پر ځای کړی.
- سیمه ییز اړيکي: د افغانستان تحلیلګرانو شبکې د دې برخې رپوټونه له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکي شاربي چې تر دې مهاله یې ډېر پام له ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا له جمهوریتو سره پر اړیکو ورټول و. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (ای ای این) شننې دا روښانوي چې د اړیکو ښه والی پر ممکنه همکارۍ او په سیمه کې پر بې ثباتۍ څومره اغیز لري.
- د نړیوالو ښکیلتیا: د رپوټونو په دې برخه کې پوځي، اکاډمیک، پرمختیایي او د انساني مرستو په ګډون د نړیوالو د ښکیلتیا بیلا بیلې برخې راځي. په دې ډول شننو کې په لوړه کچه د ستراتیژیو تحلیل، مهمې نړیوالې غونډې، لویې پېښې او د مهمو پروګرامونو په اړه رپوټونه شامل دي. له دې ډول رپوټونو د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې موخه دا ده چې د عادي تګلارو په جوړېدو کې ترې ګټه واخیستل شي او د نړیوالو د ښکیلتیا ممکنه ستونزې په ډاګه کړي.
- کلتور او ادب: په دې برخه کې د افغانستان غني تاریخ، هنر، ادب، کلتور او هغه ګڼې لارې څېړل کېږي چې افغان ټولنه پکې بدلېږي او پرمختګ کوي. د لومړیتوب په دا برخه کې موږ تر ډېره هغه موضوعات را سپړو چې تر اوسه لږ شاربل شوي وي او یا تر اوسه بیخي بحث پرې نه دی شوی. غواړو دا په ډاګه کړو چې افغانستان له جګړې پرته خورا ډېر نور څه لري.
شبکهی تحلیلگران افغانستان (AAN) نهاد مستقل، غیر انتفاعی و پژوهشی در عرصهی پالیسی است. این نهاد با هدف گردآوری دانش و تجارب و (بسترسازی برای) مساعی محققین، تحلیلگران و کارشناسان، در راستای آگاهی بخشی از سیاست گزاریها (پالیسی) و فراهم آوردن زمینه آگاهی از واقعیت های افغانستان فعالیت می نماید. شبکه بر مبنای تعهد و تتبع فعالیت نموده و خود را به ارایه تحلیل هایی مستقل، با برترین کیفیت و مبتنی بر اصول پژوهش موظف می داند. ما متعهد به اصل “بی طرف اما نه بی تفاوت” می باشیم.
از زمان پایه گزاری شبکهی تحلیلگران افغانستان در سال ۱۳۸۸، نشریات شبکه با ایجاد آگاهی در تدوین سیاست های ملی توسط سیاست گزاران و نیز بر فرایند کاری خبرنگاران، کارمندان بخش توسعه و اشخاص آکادمیک و دیگر افراد ذیربط با مسایل افغانستان و منطقه تأثیرگزار بوده است. کارشناسان شبکه به طور متواتر در کنفرانس ها و نیز جلسات اطلاع رسانی در اقصا نقاط جهان حضور یافته و نیز به گونه ای منظم به عنوان صاحب نظر در رسانه ها سهم می گیرند.
شبکه ساختاری نسبتا کوچک دارد و متشکل از یک هیئت رئیسه – که مسئولیت های کلی و فعالیت های شبکه را بر عهده دارد- و یک تیم معدود تحلیلگران و محققان است که در دفتر کابل اشتغال دارند.
شبکهی تحلیلگران افغانستان در آلمان تحت عنوان یک سازمان اجتماعی ((eingetragener Verein, e.V. تحت شماره VR28652B ثبت شده و نیز به عنوان یک سازمان غیر انتقاعی-پژوهشی در وزارت اقتصاد افغانستان با شماره ۳۴۱ در تاریخ ۱۷/۶/۱۳۸۸راجستر شده است.
این شبکه از حمایت هیئت مشورتی و نیز اعضای بین المللی برخوردار است.
هدف و ساحه ی فعالیت
فعالیت های شبکهی تحلیلگران افغانستان بر تحقیق و تولید تحلیل هایی باکیفیت عالی و غیرجانبدارانه در مورد افغانستان و منطقه متمرکز است. هدف شبکه نیز بسترسازی برای پی ریزی پالیسی های آگاهانه در سطح ملی و بین المللی است تا حضور افغانستان در اجندای بین المللی تضمین و درسها(ی فراگرفته از سیاست گزاری های گذشته) جهت پالیسی سازی جدید به کار روند. ما امیدواریم که به طور مؤثر در راستای گزارشدهی مبتنی بر واقعیات، روشنگرانه و دقیق و نیز تبادل نظر و بحث در میان تحلیلگران، جوامع آکادمیک و نیز عامه ی مردم در افغانستان و در سطح بین المللی سهم خویش را ادا نماییم.
شبکهی تحلیلگران افغانستان رویکردی حساس نسبت به بازتاب منازعات و نگاهی کانونی به جندر (جنسیت) و گروهای محروم و به حاشیه رانده شده، دارد و بر هشت الویت های حیاتی برای تدوین پالیسی ها در افغانستان متمرکز می باشد:
- جنگ و صلح: این عرصه ای است که گزارش های شبکه در مورد منازعه در افغانستان، عوامل و ریشه های آن، گروه های مسلح مختلف و نیز تأثیر آن بر زندگی روزمره ی مردم را گردمی آورد. این عرصه حاوی گزارشهای ما در مورد روند جنگ و تحقیق پیرامون قربانیان ملکی، بازداشت ها و کاربرد شکنجه و نیز تحلیل استراتژی های نظامی است. درک عمیق و دقیق از منازعه – که در گزارشهای شبکه بازتاب می یابند- منعکس کننده ی مساعی رسمی و غیر رسمی جهت ختم جنگ و نیز ایجاد پروسه ای پویا برای رسیدن به صلح و سرانجام صلح نیز است.
- چشم انداز سیاسی: این بخش در برگیرنده ی گزارشهای ما درباره ی وقایع مهم افغانستان، به شمول انتخابات، تشکیل کابینه و دیگر انتصابات، بازیگران کلیدی و مشی آنها و روندهای سیاسی کمتر بازتاب یافته، است. ما بر این باوریم که درک عمیق تر دینامیسم سیاسی افغانستان می تواند منجر به کاهش قطب بندی ها شود، زمینه ی سیاستی را فراهم سازد که مبتنی بر خشونت و بهره کشی نبوده و منجر به آگاهی بخشی در زمینه ی پالیسی های خردمندانه ی بین المللی گردد.
- حقوق و آزادیها: این عرصه ی کاری شامل گزارشهایی در مورد حقوق بشر به شمول حقوق زنان، آزادی رسانه ها، حاکمیت قانون، حکمرانی و روند دموکراتیزه شدن است. با وجود آن که شبکه یک نهاد ی دادخواهی نیست، اما ما خود را موظف به نظارت برحقوق بشر و بویژه حقوق زنان و اقلیت ها و اشخاص بی بضاعت و یا مترود می دانیم.
- مهاجرت: این بخش جریان مهاجرت به خارج و در داخل افغانستان و موضوعات مربوط به آن را پوشش می دهد و شامل این دسته بندی هاست: مهاجرت افغان ها به اروپا، وضعیت مهاجران و عودت کننده ها از ایران و پاکستان و نیز اشخاص بی جا شده ی داخلی. هم چنین ما روند سیاستگزاریها را نظارت و تأثیرات بین المللی و نیز تأثیر آن بر آوارگان داخلی و بازگشت شدگان به وطن را گزارش می دهیم. این موضوع به لحاظ سیاسی پرچالش است و ما امیدواریم که انعکاس واقعیات و تجارب مهاجران و خانواده های آنان به سیاستگزاران و کارگزاران این عرصه مفید واقع گردد.
- اقتصاد، محیط زیست و توسعه: این اولویت به اقتصاد سیاسی، توسعه اقتصادی و فقر با تمرکز بر سکتورهایی از قبیل معدن، بانکداری و ترانسپورت (حمل و نقل) که تأثیرات سیاسی و یا مرتبط با حاکمیت قانون داشته، می پردازد. در گذشته سکتور امنیتی خصوصی نیز جزو این بخش بود. گزارشهای ما مواردی مانند تخصیص منابع مالی توسط حکومت، به شمول بودجه بندی و فساد، و گزارش حکومت در مورد وضعیت محیط زیست و تغییر اقلیم را نیز در بردارد.
- روابط منطقهای: این بخش شامل گزارشهای شبکه پیرامون روابط افغانستان با همسایگانش است. تاکنون بیشتر به ایران، پاکستان و جمهوری های آسیای میانه اختصاص داشته است. تحلیلهای شبکه، اکنون، کاوش در مورد شکل گیری روابط منطقهای که فرصت های بالقوه ی همکاری و یا بی ثباتی را ببار می آورد را نیز پوشش می دهد.
- تعامل بین المللی: گزارش دهی در مورد لایه های مختلف تعامل و همکاری بین المللی مانند عرصه های نظامی، دپلوماتیک و امداد انسانی، موضوع این بخش کاری ما است و شامل تحلیلهایی درمورد استراتژیهای مهم، کنفرانس های مهم بین المللی، روندهای برجسته و برخی برنامه های مشخص است. مقصود ما اطلاع رسانی در مورد درسهای دقیقی است که می توان از تحلیل این مداخلات بین المللی و فرصت ها و یا عواقب ناشی از آن مداخلات فراگرفت.
- زمینه و فرهنگ: در این بخش موضوعات وسیعی می گنجد که تاریخ، هنر، ادبیات و فرهنگ غنی افغانستان و نیز شیوه های تغییر و تکامل جامعه را به تصویر می کشد. در این بخش ما موضوعات کمتر مطرح و یا فراموش شده را برجسته می سازیم تا خاطرنشان سازیم افغانستان فقط به کشوری درگیر جنگ، خلاصه نمی شود.