فرهنگ و ویژه گی های منطقوی / کلتور او سيمه ايزې ځانګړتياوې

چېرې ځې؟ د افغان کډوالو په اړه د جویل وان هوت د انځورونو کوڅه ییز نندارتون


جویل وان هوت(۳٬۳/۲٬۲)متره انځورونه چې په نیدرلنډ کې یې دافغان کډوالو پر ژوندانه چمتو کړي وو د مخابراتو وزارت ودانۍ په نانښلېدلو دېوالونو د نندارې په پار ځوړند کړي. انځور: جویل وان هوت

خپلواک المانی فوټو جورنالست جویل وان هوت چې په افغانستان کې يې څو کاله ژوند کړی په وروستیو کې بیا کابل ته تللی چې د کډوالو په اړه خپل چمتو کړي انځورونه نندارې ته وړاندې کړي. د  «کجا مېري ؟ – (چېرې ځې؟)»  تر نامه لاندې د پنځوسو انځورونو لړۍ  چې ټوله د افغان کډوالو په اړه وه په کابل کې د مخابراتو وزارت ودانۍ پر بهرنیو دېوالونو نندارې ته وړاندې شوه. جویل وان هوت د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې له یلینا بلیثا سره د افغان کډوالو په اړه دده د مستندو انځورونو د پروژې پر ځانګړو برخو خبرې کړې دي.

جویل وان هوتلېوال او ژمن دی چې د کډوالو  ژوند مستند کړي او دا  یېد کار یوه ځانګړې برخه ده. (۱) له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې هغه ؛ اروپا ته ننوتل؛تر نامه لاندې هسپانیې ته  د مراکشیانو  د ناقانونه اوښتنې پر یوه خپلواکه پروژه کار وکړ.

په ۲۰۱۲ کال کې کله چې وان هوتله ایران سره پر پوله پراته ولایت نیمروز په اړهد نیویارک ټایمز مجلې لپاره پر یوه راپور کار کاوه د افغان کډوالو په اړه يې د اسنادو په راټولولو پیل وکړ. وروسته یېد هغو ایرانیانو او افغانانو انځورونه واخیستل چې د هند پر سمندر اسټرالیا ته اوښتل. دا بې ساری اثر  د ۲۰۱۳ کال په نومبر کې په نیویارک ټایمز مجله کې هم خپور شو. ( په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ).پر ۲۰۱۵ کال اروپا ته د افغانانو د وتنې په بهیر سربېره  جویل وان هوتد ترکیې په ګډون اروپا او متحدوایالاتو ته د تلو په هیله د افغان کډوالو د هېواد پرېښودنې  مستندولوته دوام ورکړ. هغه په بریالیتوب سره  د ۲۰۱۶  په اکتوبر کې په کال ېکې د ځنکله پڼغالی په  څېر د څو تاریخي پېښو عکسونه واخیستل ( په دې اړه نور مالومات لاندې ولولئ). هغه وویل:«کله مې چې دا هیواد پرېښود نو د افغانانو په اړه د راپورونو تعقیبول راباندې ښه لګېدل».

وان هوتد «کجا مېري» د انځورونو سپین او تور رنګ د خپلو احساساتو څرګندولو  لپاره د کابل د رنګینو کوڅو او د سپین او تورو انځورونو د ډراماتیک توپیر لپاره یو معیار وټاکه. د کابل نندارتون په کابل کې د هنر د هغو څښتنانو په مرسته چې کوڅه ییز هنرونه پنځوي پلی شو.( دوی دا برخه نژدې  ټوله ولکه کړې ده).  د فرصت په کارولو چاود چاود دېوالونه چې منفي اغېز ښندي په یوه مثبته لید وړ تجربه واړول شول.  هنروالو له وان هوسره مرسته وکړه چې (۳٬۳/۲٬۲)متره انځورونه چې په نیدرلنډ کې یې چمتو کړي وو، د مخابراتو وزارت ودانۍ په نانښلېدلو دېوالونو ځوړند کړي.نندارتون یې د کډوالو او ستنېدونکو چارو د وزیر سید حسین عالمي بلخي پام  ورواړاوه او وان هوت جویل ته یې د هغه نندارتون په بهیر کې چې د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر پر ۱۲ په کابل پوهنتون کې جوړ شوی و، جایزه ورکړه.

ترکیه،استانبول

د نندارچیانو یوه ډله چې ډیری يې افغانان دي په ساحلي پارککې د غېږ نیونې لوبې ننداره کوي. سیالۍ هره یکشنبه د استانبول پهزیتون برنوسیمه کېکېږېدلته ډېر افغان کډوال ددې لپاره اوسي چې اروپايي هېوادونو ته د تلو چمتووالی وکړي. (د ۲۰۱۷ د جولای ۹)انځور: جویل وان هوت

زه پوهېدم چې د زیتونبرنو سیمه کې به ډېر افغانان ژوند کوي. زه نژدې دوې ورځې وګرځېدم او د افغانانو دا لوی شمېر خلک مې ولیدل چې سیند ته نژدې یې په یوه پارک کې د غېږ نیونې لوبې ننداره کوله. افغانان هره یکشنبه په زیتون برنو سیمه کې د غېږ نیوني سیالیو نندارې ته سره ټولېږي. دوی په همدې سیمه کې نورې مېلې هم کوي. زه به ووایم چې په پارک کې نژدې ۸۰ سلنه افغانان دي.

له ما سره یوه افغان چې په استانبول کې مې لیدلی و، مرسته وکړه. هغه په دا وروستیو کې ترکیې ته رسېدلی و چې ما ورسره ولیدل. هڅه یې کوله یوه لار ومومي چې له ترکیې څخه وړاندې پرمخ وخوځېږي. هغه د امریکایي ځواکونو یو پخوانی ژباړن و چې پنځه-شپږ کاله یې ورسره کار کړی و. ویل یې چې  د درغلۍ تور پرې لګې دلی چې دی یې نه مني. له همدې امله ترکیې ته راغلی او هڅه  کوي ځان جرمني ته ورسوي. هغه  هیله من و چې په څه ډول ځان له جرمني نه امریکا ته ورسوي…یو اوږد سفر یې ترمخه و.له دې انځور دوې اوونۍ وروسته یې چې ما اخستی و برېښنا لیک راولېږه، لیکلي يې و چې د یونان پولې ته اوښتی دی.

تاسې په انځور کې د ګڼې ګوڼې شا ته یو سړک وینئ چې ښيي په ترکیه کې ډېر افغانان اوسي. هغه سړی چې له ماسره يې مرسته وکړه له څلورو نورو افغانانو سره هلته اوسېده. دا یوه داسې سیمه ده چې ډېر افغانان پکې خوشې ګرځي راګرځي. ځینې هلته له څو کلو راهیسې اوسي؛ دبېلګې په ډول ما یو افغان ولید چې په ترکیه کې يې ۱۴ کاله تېر کړي وو او بېخي يې د ترکیې د پرېښودو  تکلنه درلود.

کله چې مې انځور واخیست فکر مې کاوه چې په شالید کې دا دوه ځایونه ډېر په زړه پورې دي. ماته يې نړیوال سوداګریز مرکز را په زړه کړ، یا  ښایيماته داسې ښکارېده…  ښايي زه دا کار د نورو خلکو د  پامله پاره کوم. په هر صورت زما پام يې ځان ته واړاوه. داسې راته و ایسېده چې په افغانستان کې د جګړې د پیل او شپاړلس کاله وروسته یې په ترکیه کې ددې خلکو تر منځ یو تړاو شته.

( په ترکیه کې د افغانانو د حال په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا مالومات وګورئ).

یونان، لیسبو

افغان زلموټي مرتضی د ایجې سمندرګي په میټلیني بندر کې لامبي. د ترکیې ساحل چې دی له هغه ځایه راځيپه شالید کې لیدل کېږي. هغه له نورو افغان زلموټو سره په میټلیني کې په یوه کور کې د یونان حکومت ته لار څاري چې پناهغوښتنه یې وارزوي. د ۲۰۱۷ د جون ۱۴)انځور: جویل وان هوت

دا انځور  د لیسبو په بندر کې له هغه ځای نه چې  بېړۍخپل ټاکلي ځای ته ځی، اخیستل شوی دی. دا هغه ځای دی چې ډېر افغانان په کې په دې تمه ټول شوي وو چې خپلې ټاکلې موخې ته د تلو له پاره په کې بېړۍ ومومي. خو په حقیقت کې دوی د لیسبو له ټاپو نه د وتلو اجازه نه لري. زه په بندر کې وم چې د افغانانو دا وړه ډله مې د  لمبا پر مهال ومونده. دوی یواځې خپل وخت اړاوه.

ما د یوه هلک دا صحنه غوره کړه ځکه چې په دې صحنه کې یو غبرګون شته. دی یو ډول بې وسه دی … ماته دا صحنه دده له اصلي حالت سره ورته ښکاري، ځکه چې دی د یونان حکومت ته  ګوري چې د راتلونکې په اړه یې پرېکړه وکړي. نه پوهېږي چې څه ورپېښېدونکي دي، چې  له۱۸ کلنۍ واوړي افغانستان ته به ولېږل شي که نه؟ دی هيڅ ډول خوندیتوب نه لري. یواځې په ټاپو کې انتظار کولی شي. زه فکر کوم دا انځور  یې نکل په خورا روښانه ډول بیانوي. دید اوبو پر سر بې حرکته  پروت دی، دا دهغو ټولو وګړو یو سمبول دی چې پر سمندرګي د اوښتلو په بهیر کې ډوب شوي دي. تاسې د انځور په شالید کې د ترکیې ساحل لیدای شئاو فکر کولی شئچې د یونان د ټاپو او ترکیې ترمنځ به څومره خلک پردې تنګه پېچلې لار د تېريدو پر مهال مړه شوي وي . په یونان کې ددې حالت د مستندولو تر ټولو ستونزمنه برخه د یونان له پولیسو سره  چلندو. د یونان پولیس ډاروونکي دي. په دې ورځو کې په یونان کې مطبوعات ډېره ازادي نه لري. زه ايډومیني پڼغالي ته چې د یونان حکومت یې د تړلو هڅه کوله اوجورنالسټان يې نه ورپرېښودل، هم دغلته نژدې وم. له ايډومینيلس میله لېرېڅو کډوالو احتجاج کاوه. پولیسو آن هلته هم هڅه وکړه چې ما له انځور اخستلو  راوګرځوي. په یونان کې کار کول اسانه نه و؛ پڼغالې ته لاسرسی پولیسو محدود کړی و. د یوه رسمې پڼغالي د لیدو اجازه اخستل بېخي ستونزمن کار دی. د لاسرسي په برخه کې یونان ریښتا هم ډېر ګران ځای و خو د اروپا په نورو برخو کې هم نژدې ورته حالت و. د بېلګې په ډول په آلمان کې فرانکفورتته نژدې د امریکايي پوځیانو بارکونه وو چې اوس د کډوالو په یوه پڼغالي  اړول شوي دي. زما په فکر ددې ځای انځور اخستل هم په زړه پورېو. ځکه هغو افغانانو چې له خپله هېواده د امریکا په مشرۍ  له جګړې تښتېدلي وو، یواځې  کولی  شول په آلمان کې د امریکايي پوځیانو په بارکونو کې واوسي. ماهلته دوې اوونۍ په لیک لیکلو او انځور اخیستلو تېرې کړې خو په آلمان کې مې د پڼغالې دننه د انځور اخیستنې اجازه هیڅ کله تر لاسه نه کړه، ځکه نویونان یواځینی ستونزمن ځای نشي بلل کېدای.

خو کډوال بیا تل ملګري او مېلمه پال وو، دوی غوښتل خپلې کیسې وکړي او انځورونه ترې واخیستل شي. خو دوی په ټولوحالتونو کې داسې نه وو. یو ځل ما هڅه وکړه د یونان د پاتره په بندر کې د هغو کډوالو انځورونه واخلم چې په ناقانونه ډول يې ايټالیا ته د تلو هڅه کوله، دوی په بندر کې پر یوه کټاره ختل ، دوی ته يې خوند نه ورکاوه چې ما له کمرې سره  پر خپله شاوخوا وویني. په خپل خوړنځي او د چای څښنې  کېږدیو کې  پرې زه ښه لګېدم، خو  کله چې به په ناقانونه ډول پر پوله اوښتل زما لیدل يې نه خوښول. د یونان پولیس هم همداسې وو. د پاتره په بندر کې یوه شپه ما هڅه وکړه چې د نژدې ۴۰ تنو انځورونه چې کټارې ته ختل واخلم ، زه آن په بندر کې دننه نه وم ، پرسړک ولاړ وم، پولیس راغلل او له مایې نیم ساعت پوښتنې کولې ،او دا ټیک هماغه مهال و چې کډوال پکې پرکټارې اوښتل. ما داسې و انګېرله چې د یونان پولیس د کټارې تر اوښتلو له انځور اخیستنې ډ‌ېر کړېږي.

(اروپا ته د افغان کډوالو په هکله د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې دا مالومات وګورئ. ايټالیا ته د اوښتو دلته او دلته او  په بالکان کې د قاچاقي لارو په اړه دلته )

سربیا، بیلګراد  انځور

افغانان هڅه کوې چې د ننګرهار ولایت نبې خان چې په کومانډو هم مشهور دی پرېمینځي. دوی واييده هلهاعصاب وبایلل چې د کروویشیا پولیسو یوه میاشت مخکې پر سر په لرګې وواهه او بریښنايي ټکانونه يې ورکړل. د کروویشیا او هنګري پولیس هغه کډوال چې د شپې مهال د اروپا تر برید د تېرېدو هڅه کوي ډېری وخت بېرته سربیا ته په زوره ستنوي. نور افغانان هڅه کوي چې یوه لاره پیداکړي.نبېخاندخپلېروانيناروغۍلهاملهبېرتهافغانستانتهولېږي. د یوه اټکل له مخې کابو زر افغان کډوال دلته په سربیا کې له صفر څخه په ټيټه درجه یخنۍ کې د یوه اورګاډي او بس تمځای شاته د سربیا په پلازمینه بیلګراد کې اوسي. په دوی کې ډېر په دې تمه په میاشتو بند پاتې دي چې د کروویشیا یا هنګري تر تړل شوې پولې تېر شي. هلته د حکومت له خوا بشپړې اسانتیاوې نشته خو ډېری نه غواړي چې په سربیا کې پناه واخلي او هڅه کوي چې د شمالي اروپا پر لور خپل سفر ته دوام ورکړي. (د۲۰۱۶د ډیسمبر ۲۴)– انځور: جویل وان هوت

ما د بیلګراد په سکوات کې کابو ډېر وخت تېر کړ. دا له هغو  کړکېچنو ځایونه څخه دیچې ما تراوسه پورې نه وولیدلي، د ژوندانه شرایط  یې ډېر ګران وو. ژمی و، د تودوخې درجه به ډېری مهال د سانتي ګرادپه کچه تر صفر ټيټه وه. دوی په یوه ګدام کې اوسېدل او پلاستیکي خځلې به يې دننه سوځولې. ګدام به له لوګي ډک و. دوی به له سړواو یا سابندۍ مړه کېدل ، او په میاشتو به په دغو شرایطو کې  اوسېدل. ( د بېلګراد د سکوات په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو څېړنه دلته وګورئ).

دا حالت ماته ځوروونکی و. او  زما په تصویر کې راغلی دا ځوان (کمانډو)  ریښتیا هم ښه نه و. ملګرو یې ورته اندېښنه درلوده او هڅه يې کوله چې پاک يې وساتي. په دې فکر کې هم ول چې څنګه  یې بېرته افغانستان ته ولېږي. په ګدام کې ناحکومتي او حکومتي ادارې نه وې چې پام پرې وساتي.

(د بېلګراد په سکواتکې له مرستندویانو سره حالت څو میاشتې وروسته بدل شو، د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۲۰۱۷ دا څېړنه دلته وګورئ).

فرانسه، کالای

یو افغان کډوال خپل توکيپه داسې حال کې له ځان سره اخیستي چې کېږدۍيې ؛ په ځنګلهکې د پولیسو د عملیاتو د درېیمې ورځې په ترڅ کې له منځه ځي.د فرانسې چارواکيهڅه کوي چې د کډوالو هغه موقتي پڼغالی چې کالای بندر ته پر غځېدلي واټ پروت دی، وتړي او له منځه یې یوسي.کابو ۸۰۰۰ کډوال چې هڅه کوي بریتانیا ته ولاړ شي دلته اوسې. (۲۶ ډیسمبر ۲۰۱۶) – انځور: جویل وان هوت.

دانځورګر په توګه چې زه له  څه شي خوند اخلم  هغه دعجیبو صحنو انځور اخستنه ده لکه په کالایکې دا انځور. دا انځور په لومړيلی د ښايې روڼ ونه برېښي، ښایي ځير سپړنه غواړي. نو ویلی شو وخت غواړي څوسړی  وپوهېږي چې دلته ریښتیا څه روان دي.

زه له کالای نه ایله ايټالیا ته رسېدلی وم چې لس دقیقې وروسته د ځنګله په پڼغالي کې پر هر شي لمبې بلې شوې. که څه هم ما  د ۲۰۱۶ په سیپټمبر او اکټوبر کې څو اوونۍ په کالایکې تېرې کړې، په هغه وخت کې لا دا خبره نه وه څرګنده چې د فرانسې چارواکي به کله دغه پڼغالی تړي خو دا ګونګ وسيله ډېره وخته راهیسې ګرځېدل چې دا به تړل کېږي.

دا په  لومړي نظر یو عجیبه ځای و. ډېری افغانان او همدا ډول د نورو ملتونو کډوال په زوره له ځنګله پڼغالي شړل کیدل. دوی په بسونو کې اچول کېدل. خو څنګه چې به دوی له پڼغالي  وخوځېدل،،کېږدۍ او موقتي کورونه به یې لوګیو ونغښتل. په یوه ځای کې ما یو څو ځوانان ولیدل، غالبا ۱۸ کلنۍ ته نه وو رسېدلي، په بایسکلونو سپاره او لاسي څراغونه په لاسو کې پرپڼغالې شاوخوا راګرځېدل. زما په آند خلکو ډول ډول انګېرنې درلودې… دوی هلته کلونه تېر کړي ول، که څه هم دا یو ښه ځای نه و، خو بیا هم دوی (کور) باله. زما دا انځور خوښ دی ځکه چې فکر کوم عجیبه شېبه پکې انځور شوې ده.

( په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې راپورونه دلته او دلته وګورئ)

اسټرالیا، د هند سمندر، د اندونیزیا او اسټرالیا تر منځ

سهار، له اندونیزیا څخه اسټرالیا ته د بېړۍد درې ورځني سفر په دویمه ورځ ، د ۳۰ فوټه اوږدې بېړۍ منځ کې چې ۵۷ پناه غوښتونکي لېږدوي. له یوه افغانه چې د کندوز ولایت دی او د اندونیزیایې بېړۍ له دوو مسلکيغړیو پرته نور ټول ایرانیان وو. د دوی منزل دهند سمندر پورې غاړه نژدې ۲۰۰ میله لیرې د اسټرالیا یوه سیمه وه چې کریسمسټاپو ورته وايي . دوی د سیپټمبر د شپږمې په لومړیو ساعتونو کېپرجنوبي جاوا او اندونیزیا اوښتي او دسیپټمبر پر ۹ سهار د اسټرالیا کرسمس ټاپو ته د لېږدېدو په حال کې وو. وروسته به دوی د ټاپو هغو توقیف ځایونو ته وړل کېږي چې ټول پناه غوښتونکې له هغه ځایه په الوتکه کېپاپوا نیوګني یا د ناورو واړه جمهوریت ته لېږدول کېږي. ددې لپاره چې په راتلونکې کې د پناه غوښتونکو زړونه مات کړي اسټرالیا په ۲۰۱۳ کي د بېړیو پرورتګ بندیزولګاوه .باور دادیچې په تېره لسیزه کې تر زرو ډېر پناه غوښتونکې پر دې لاره ډوب شوي دي.(د۲۰۱۳ دسيپټمبر۷) – انځور: جويل وان هوت

کله چې په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه رانژدې شوه ډېرو افغان ملګرو  مو رانه پوښتنې پيل کړي چې څنګه او چېرې و اوسي.. په دې وختو کې اسټرالیا خپله تګلاره بدله کړه.  ددې تګلارې له مخې هغه کډوال چې  په بېړۍ کې ورځي د پناه غوښتنه نه شي کولی. همدا اصلي لامل شو چې زه او لیکوال لیوک موګیلسن اسټرالیا ته پرافغان کډوالو  د رپوټ چمتو کولوله پاره ورشو.

موږ پرېکړه وکړه ځانونه د جورجیایي کډوالو په نامه تېر کړو. جورجیا یو بې هدفه انتخاب و. موږ پرټیلیفون له یوه قاچاق وړونکي سره غږېدو او اړ و چې یو هېواد ور وښیو.. موږ فکر کاوه چې په نورو ډلو کې ښايي جورجیايي وګړي و نه مومو. نو موږ له همدې ډلې سره ولاړو. وروسته مالومه شوه چې موږ خطا شوي یو. په  امن خونه کې یوې ایرانۍ ښځې چې ډېر کلونه یې په جورجیا کې تېر کړي وو هڅه کوله له موږ سره په جورجیايي ژبه وګړېږي.

موږ یو قاچاق وړونکی وموند  او بیا په کابل کې د حوالې یوه سرای ته ولاړو چې پیسې ورکړو. موږ ته یو شفر راکړ شو چې اسټرالیا ته په رسېدو يې قاچاق وړونکي ته ورکړو. قاچاق وړونکی په کابل او یا مارکېټ کې نه و. موږ هره یوه ددې سفر لپاره له اندونیزیا نه تر اسټرالیا پورې ۴۰۰۰ امریکايې ډالر ورکړل. موږ قاچاق وړونکي ته وویل چې له کابله تر جاکارتا پورې د سفر غم موږ خپله خورو.

کله چې جاکارتا ته ورسېدو له خپل ارتباطي کس سره په تماس شوو او هغوی موږ په یوه خوندې کور کې له نورو کډوالو سره یو ځای کړو. هلته د بېړۍ موندنې په تمه په اوونیو منتظر شوو. زموږ د سفر تر ټولو ستونزمن کار په خپله سفر نه ، بلکه همدا انتظار و. دلته ته ډېر وخت لرې چې فکر وکړې څه در پېښېدی شي، لکه د بېړۍ په اړه، د شارک یا زمرکبانو په اړه او دا چې یو ځل  بېړۍ ته پورته شوې د بېرته ستنیدو لار نه لرې او داسې نور. زه په دې ډېر اندېښمن وم چې دا بېړۍ به په سمندر کې تلو ته جوړه وي او که نه. په هغه ورځ چې  بېړۍ ته پورته کېدو لومړی يې موږ په یو واړه ماکو کې کېنولو، وروسته  مې اندېښنه پورته شوه ځکه دا یوه ۳۰ فوټه اوږده  بېړۍوه. موږ په سمندر کې ورځې تېرې کړې. دا ريښتیا هم یو خواشینوونکی ازمېښت و. ډېر خلک په سمندري ناروغۍ اخته شوي وو. هلته تشناب نه و. له موږ ۵۷ کسانو سره بیخي لږ خواړه او اوبه وې. کله چې موږ کریسمس ټاپو ته ورسېدو زه جل وهلی اوتندېاخیستی وم.

ما په  امن خونه کې خلکو ته وویل چې زه په جورجیا کې انځورګر وم. ما آن جاکارتا ته پر لار د دوبۍ په هوايي ډګر کې یوه ریټروکمره ( فیوجيفلم*۱۰۰ ) هم واخیسته. ما کمره او کلیاني او ځینې نور شیان ښه خوندي کړي وو. که څه هم موږ پرلاره  په خپلو کې ډېرې خبرې ونه کړې ځکه چې هر چا یواځې  د ژوندي پاتېدو هڅه کوله، ما لا کله کله یو انځور اخیسته او خلکو بده نه منله. کمرې ډېر وخت دوام و نه کړ. څو میاشتې وروسته کمره ددې سفر اوبو له کاره وغورځوله.

لیوک او ما د پای په شېبو کې پرېکړه  کړې وهچې په جاکارتا کې د اسټرالیا ویزه واخلو. موږ خپل خوندي ځای ته نژدې په یوه انټرنیټ کافې کې د برېښنايي ویزې عریضه ورکړه. کله چې موږ کریسمس ټاپو ته ورسېدو خپل پاسپورټونه مو وکښل او ساحلي ساتندویانو موږ ته د تلو اجازه راکړه. موږ بختور وو، ځکه زموږ د مسافرو ملګرو د سفر ستونزمنه برخه اوس پیلې ده. دوی به اوس  په توقیف ځای کې په میاشتو انتظار کوي چې یا خو بېرته  واستول شي او یا اسټرالیا ته د ننوتو اجازه ورکړ شي. فکر کوم راپور باید د تجربي پربنسټ ولیکل شي. له ازمیښت پرته ډېره سخته ده چې سړی پوه شي دا خلک څنګه ځي. موږ البته ددې ډېره وړه برخه زموږ د لوېدیځو پاسپورټونو د درلودلو پر مټ وازمویله.

د امریکا متحد ایالات

په سکرامینټو کې افغانان د کوچنې اختر د لمانځلو لپاره راټول شوي دي. دلته ډېری د نوې جوړې شوې افغانې ټولنې غړي دي. ګڼ يې له امریکایاینو یا له (USAID) سره پخواني ژباړونکي وو. دوی امریکاته د کډوالۍ پرځانګړې ویزې (SIV (راغلي دي. ( د ۲۰۱۶د جولاي۶) – انځور : جویل وان هوت

زه په انځور اخیستلو کې عموما په یوه فرد یا یوې کورنۍ یا آن په یوه وړه ډله باندې پام ټول ساتم. خو په دې پروژه کې ما اړینه وګڼله چې د ټولو بېلابېلو ځایونو انځورونه واخلم او د افغانانو د اوسېدو اوسنۍ بېلګې وړاندې کړم. ما یواځې یو سرسري کار وکړ، په ډېرو هېوادونو کې مې انځورونه وانخیستل  خو فکر مې وکړ امریکا ته تګ ډېر اړین و چې د هغو افغانانو پر ژوندانه څه ولیکل شي چې په دا وروستیو کې د هغې جګړې له امله چې امریکا يې مشري کوي،تللي دي.

په انځور کې ټول د امریکايې ځواکونو پخواني ژباړونکي  برېښي چې په وروستیو دوو کلونو کې امریکا ته تللي دي. دوی په  سکرامینټو کې په اپارتمانو کې ډېر نژدې سره اوسي، هلته نژدې هر اپارتمان یوه افغان نیولی دی. له دوی نه ډېری د ای فون ترمیمولو په مرکزونو کې کار کوي. دوی عموما یو کلن قرارداد ترلاسه کوي او له یوه کالوروسته له کاره ګوښه کېږي ځکه چې د امریکا په قانون کې له یوه کالوروسته باید دوی ته اوږد مهاله قرارداد ورکړ شي چې تر اوسه پورې یوه ته هم نه دی ورکړ شوی. دا یوعجیب حالت دی چې دوی په سکرامینټو کې ورسره مخامخ دي.

ما وموندله چې فریمونټ ( کالیفورنیا) او ویرجینیا دواړه د افغانانو لپاره اصلي ځایونه دي چې ډېر لږ خلک هلته د اوسېدلو وس لري. ځکه چې هلته ډېره قیمتي ده. د ګوګل او فېسبوک يې کور ودان چې مرکزي دفترونه يې هلته نژدې دي. له همدې امله ډېر کډوال په سکرامنټو کې اوسې چې یوه ارزانه سیمه ده. په فریموټ کې  یوه جومات ته نژدې ما د امریکا د ځانګړو ځواکونو له دې افغان ځوان سره ولیدل. هغه اوس دوې لارۍ چلوي. هغه اووه کاله مخکې امریکا ته تللی و. هغه ویل په امریکا کې له  اوسېدو کرکه لري او غواړي بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

د ډېرو لپاره یې په امریکا کې ژوند ډېر ستونزمن دی. دوی له حکومته ډېرې پیسې نه تر لاسه کوي. دوی همدا ډول اجازه نه لري د کورنۍ دومره ډېرغړي راولي، یواځې یوه مېرمن یا مېړه او ماشومان راوستلی شي. د افغانانو لپاره دا ډېر ستونزمن حالت دی چې له خپلو نژدې خپلوانو دومره لیرې و اوسې. همدا ډول په وخت کې د ۱۲ ساعتونو توپیر ریښتیا هم خلکو ته احساس ورکوي چې دوی له  خپلوکورنیو ، نازولیو ، پخواني ژوند او هېواد څخه بېل دي.؛ دا اسانه مزل نه دی، که څه همد بریالیو کډوالو  یو نکل بلل کېږي.

  • جویل وان هوتاوس په مسکو کې اوسې. نوموړی له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په افغانستان کې اوسېده او پر بېلابېلو تالیفاتو يې کار کړی، د هېواد ډېرو سېمو ته يې د سفر په ترڅ کې د جګړې، د طالبانو د بغاوت او جنګ سالارانو په اړه راپورونه لیکلې دي.
کتگوری: فرهنگ و ویژه گی های منطقوی / کلتور او سيمه ايزې ځانګړتياوې