آزادی ها و حقوق/ حقوق او اختيارات

په ناروښانه سیمه کې کار: آی سي آر سي په افغانستان کې خپل فعالیتونه کموي


 د سره صلیب نړیواله کمېټه يا (آی سي آر سي) وايي (په افغانستان په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې په پراخ ډول د خپلو فعالیتونو له کمولو پرته بله چاره نه لري.) دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د سره صلیب پر کار کوونکو له یوه کاله په کمه موده کې درې ځلې بریدونه وشول، چې دا په تېرو څو لسیزو کې په نړیواله کچه پر دې ادارې تر ټولو بد بريدونه ول. سور صلیب د افغانستان په کړکیچ کې له قربانیانو سره له ۱۳۵۸ کال را په ديخوا کار کوي او يوه له داسې ادارو څخه بلل کېږي چې تر نورو ډېر درناوی ورته کېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې څېړونکې کیټ کلارک په خپله شننه کې دې ته کتنه کړې چې ولې دا اداره د افغانستان د شمال په ځینو برخو کې خپل فعالیت ته ادامه نه ورکولای او دا چاره په افغان کړکیچ کې د انساني مرستندویه ادارو د کار او بې پرې والي لپاره په څه مانا کیدای شي.

د دې ادارې استازې مونېکا زنارېلې د دې اعلان پر مهال داسې وویل ((دا د نړیوال سره صلیب او کار کونکو لپاره یوه سخته شېبه ده. په دې هېواد کې له ۳۰ کاله پرلپسې شتون وروسته موږ خپل شته والی او فعالیتونه را کموو.))

سور صلیب په فاریاب او کندوز ولايتونو کې خپل دفترونه تړي، خپل کارمندان ترې باسي خو په مزار شریف کې بیا په خپل سیمه ییز دفتر کې د کارکونکو شمېر بیخي ډېر راکموي. د دې کار اغېز به په ژور ډول احساس شي. دغو درېیو سیمه ییزو دفترونو د افغانستان په شمالي او شمال لویدیځ کې نهه ولایتونه تر پوښښ لاندې را وستل. هغه فعالیتونه چې د مزار دفتر کول، اوس به یوازې له کورنیو سره دهغوی د بندي غړو په لیدني او په تیلیفوني اړيکو پوري محدود وي؛ او دا کار به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او مرسته کوي.

په مزار شریف کې به د دوی د اورتوپيدي مر کز چې معيوب خلکو ته د پلاستیکي پښو او لاسونو په جوړولو کې مرسته کوي، د اوس لپاره پرانیستی پاتې وي. خو د سره صلیب نړیواله کمېټه  په دې لټه کې ده چې د دې مرکز د چلولو لپاره بل څوک پیدا کړي. له مزار پرته به په نورو ځایونو کې د سره صلیب نړیواله کمېټه ټول فعالیتونه وتړي چې د آی سي آر سي د مرستو پروګرامونه به هم پکې شامل وي.

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دولتي روغتون ځینو روانو پروژو سره تر اوسه د آی سي آر سي له خوا مرسته کېده. په دې مرستو کې د بیړنیو اړتیاوو د څانګې بیا رغول او د ځینو درملو مرسته شامله ده چې راتلونکې کې ختميدونکي ده.  خو وروسته د آی سي آر سي ویاند توماس ګلاس د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل (له دې روغتون سره به له دې وروسته مرسته ونه شو کړای؛ او که وي هم، په هغه اندازه به نه وي چې اوس یې کوو).

ګلاس وویل د دې اټګل به ګران وي چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د آی سي آر سي د کارونو له محدودیدو سره به څومر خلک اغیزمن شي. خو د ده په ټکو که د آی سي آر سي فعالیتونو ته وکتل شي(د ګټه اخیستونکو شمېر یې سلګونو زرو ته رسېږي).  په ورته وخت کې آی سي آر سي غواړي په ټول افغانستان کې پر خپلو فعالیتونو له سره غور وکړي.

په نهو میاشتو کې درې بریدونه

په  افغانستان کې تېرې نهه میاشتې د آی سي آر سي لپاره له ګڼو ستونزو ډکې وې. د ۱۳۹۵ کال د قوس په ۲۹ د دې ادارې هسپانوی کارکونکی له مزاره شریف څخه کندوز ولايت ته پر لار وتښتول شو او یوه میاشت یرغمل و. له هغې وروسته د روان زيږديز کال په فبرورۍ میاشت کې وسله والو د جوزجان د قوشتپې ولسوالۍ په قودق سیمه کې د آی سي آر سي د مرستو پر کاروان برید وکړ، شپږ افغان کارکونکي یې و وژل او دوه نور یې له ځان سره وتښتول. د مرستو یاد شوي کاروان د واورو په توپان کې ځپل شویو خلکو ته مرستې رسولې. دوه تښتول شوي کارکونکي یې نژدې اووه میاشتې وروسته د ۱۳۹۶ کال د سنبلې پر ۱۴را خوشي کړل شول. له دې برید وروسته د آی سي آر سي ټول فعالیتونو وځنډول شول او د اوړي په موسم کې ورو ورو بیرته پیل شول.

د دې دوو کار کوونکو له خوشې کېدو اېله شپږ ورځې تېرې شوې وې چې د ۱۳۹۶ کال د سنبلې پر ۲۰ هسپانوی اېنبرال پېریز  چې د هډوکو متخصصه وه، ووژل شوه. نوموړې  چې ۳۸ کلنه وه، زینرالي (خندنۍ او با انرژۍ) میرمن بلله.  پېریز له هغو معلولو کسانو سره مرسته کوله چې پښې او لاسونه یې نه لرل او یا یې نور معلولیتونه درلودل. نوموړې معلولینو ته د دې لارې چارې هم ورښوولې چې څه ډول خپل ځانته روزي پيدا کړي او پر خپل ځان متکي واوسي.

نوموړې یوه داسې کس په نښه کړه چې په ماشومتوب کې پولیو مرض وهلی و او د آی سي آر سي روغتون ته له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې، له کله نه چې دوه کلن و، د درمنلې لپاره ورته. هغه خپله تومانچه، چې ظاهراً په خپله خوځنده څوکۍ یا وېلچېیر کې پټه کړې وه، را ایستلې وه او پر هغې يي ډزې وکړې.  ګلاس د دې پېښې په اړه وايي (دا د آی سي آر سي زړه او په افغانستان کې تر ټولو خوندي ځای بلل کېده).

زنارېلې وايي ( اجازه راکړئ په روښانه ټکو ووایم چې موږ له افغانستانه نه وځو. زموږ هغه کارکونکي چې له ګواښ سره مخامخ دي، شمېر یې راکموو. خو له دې سره سره موږ به له جګړه ځپلو کسانو سره  تر خپلې وسې مرسته کو).

خو په کندوز او فاریاب ولايتونو کې د دوی د دفترونو تړل او په مزارشریف کې یې د کارکونکو راکمول به په ډېرو خلکو منفي اغیز وکړي. د آی سي آر سي له مرستې او لاسنیوي پرته به د پولیو قرباني شوي قاتل داسې ځای نه و موندلی چې مرسته او درملنه یې وکړي. د هغه په څېر اوس ګڼ داسې کسان شته چې له درملنې بې برخې شول. د دفترونو تړلو دا روښانه کړه چې د افغانستان ځینې برخې د هغو ادارو د کارونو لپاره څومره ګرانې دي چې بشري مرستې رسوي.

په افغانستان کې د اوږدې مودې کار، اوس تر ګواښ لاندې

آی سي آر سي په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې کار کوي. په ۱۳۶۶ کال کې خلق دېموکراتیک حکومت، چې پخواني شوروي اتحاد یې ملاتړ کاوه، په افغان خاوره کې د آی سي آر سي کارونو ته د فعالیت اجازه ورکړه. خو هغه مهال یې له وړاندې په پاکستان کې د افغان قربانیانو درملنه اته کاله کړې وه.  آی سي آر سي یوه له هغو مشهور ادارو څخه بلل کېږي چې په افغانستان کې یې د تر ټولو خونړۍ کورنۍ جګړې اوطالبانو (۱) د واکمنۍ پرمهال خپل فعالیتونه وساتل.

له ۲۰۰۱ ميلادي کال را په ديخوا پر آی سي آر سي دا لومړني بریدونه نه دي. په اروزګان ولايت کې، د طالبانو له خوا د ۱۳۸۱ کال په کب مياشت کې د آی سي آر سي د انجینر ریکارډو منګویا وژنې د دې ډول بریدونو د پیل نښه بلل کېږي. (۲) دا برید دهغو لپاره چې تمه یې لرله د افغانستان کړکیچ په ختمېدو ده، ټکان ورکونکی و. د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۸ پر آی سي آر سي بیا برید وشو. دا ځل ځانمرګي په جلال اباد کې د آی سي آر سي پر دفتر برید وکړ چې یو بې وسلې ساتونکی یې ووژل شو او د آی سي آر سي یو کار کوونکی پکې ټپي شو. دا برید افغان ځواکونو مهار کړ. ( په دې اړه د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې تحلیل دلته ولولئ).

د دې بریدو مسوولیت هیچا ونه مانه. له دې برید څخه وروسته د آی سي آر سي محدود شوي کارونه بیرته ورو ورو پراخ شول. خو په کابل کې د آی سي آر سي ویاند توماس ګلاس د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته وویل چې اوسنۍ پریکړه یې لنډ مهالې نه ده. نوموړي وویل (دا دلنډ مهال پرېکړه نه ده). د آی سي آر سي فعالیتونه وروستیو پرلپسې بریدونو او شدت ته یې په پام سره  کم شوې دي.  د جوزجان برید (چې شپږ کسان یې ووژل او دوه یې وتښتول) په دا تېرو څو لسیزو کې په نړیواله کچه دخپلې بڼې تر ټولو بد برید بلل شوی (۳).

د آی سي آر سي په څیر بله هیڅ داسې اداره نشته چې د جګړې پرمهال د دوی په څیر کارونه وکړي. (دلته یې په افغانستان او دلته یې په نړیواله کچه فعالیتونه لوستی شئ) دا اداره د دولت ضد ډلو په ګډون د کړکیچ له ټولو اړخونو سره اړيکي لري.  آی سي آر سي په جګړه کې د وژل شویو ټولو اړخونو مړي را ټولي، کورنیو ته یې سپاري او خښوي يي.  همدارنګه په جګړه کې د ولسي خلکو او د جګړې د ښکېلو اړخونو ټپیانو ته درمل ورکوي. دوی د بندیانو پوښتنه کوي، کورنیو سره یې اړیکي برابروي او دارنګه معلولینو ته چې پښې او لاسونه نه لري، مصنوعي غړي جوړوي. دارنګه په شخصي ډول، د وسله والو شخړو قوانینو ته د درناوي لپاره ټولو ښکیلو اړخونو ته سلا مشورې ورکوي. دا اداره د جګړو په لومړیو کرښو کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د بې پرې منځګړي رول لوبوي. آی سي آر سي ته د جینوا د کنوینسیونونو له خوا ځانګړی خوندیتوب ورکړل شوی.  آی سي آر سي د خپلو کارمندانو د محافظت لپاره وسله وال ساتونکي نه ګرځوي، بلکې پر ځای یې دخپلې ادارې د بې پریوالي په نوم، ښه نیت، ولس ته په درناوي او پر دې تکیه کوي چې د شخړې له ټولو  اړخونو سره په اړیکه کوي.

طالبان په لوړ غږ د دې ادارې درناوی کوی. ښايي دا یوازیني نړیواله اداره وي چې دوی یې په اړه دا ډول توري کاروي. د بېلګې په ډول د جوزجان له برید وروسته، طالبانو وویل چې د آی سي آر سي فعالیتونه (د بې وزلو او اړو افغانانو لپاره خورا مهم دي). دارنګه یې په ۱۳۹۲ کال کې  په پاکستان کې د آی سي آر سي د بریتانوي کارکونکي وژنه هم غندلې وه. هغه مهال طالبانو ویلي وو (آی سي آر سي په ټوله نړۍ کې خپلواک اداره ده چې د بې وزلو، نهلیو او د غمجنو خلکو لاسنیوی کوي).

خو له دې ټولو سره سره، په دا وروستیو کلونو کې چې د جګړې اړخونه ډېر شوي او په ځانګړي ډول د قومندې واحد لوری مالوم نه دی، د آی سي آر سي په څېرو نورو بشري ادارو ته یې هم په افغانستان کې کارونه خورا سخت کړي دي. طالبان ښایي د یوې ډلې په ډول له آی سي آر سي سره همغږي وکړي خو فرمانونه یا قومندې یې د جګړې په ډګر کې ټول وسله والو یا قومندانانو ته نه رسېږي. د دې تر څنګ، بله ستونزه بیا دا ده چې وسله والې ډلې لا پسې ډېرېږي چې ځینې  جرمي اهداف لري او داسې ډلې هم شته چې د داعش بیرغ یې پورته کړی دی.

د جوزجان پېښه په ټولو کې  ځانګړې وه. ګومان دا کېږي چې په برید کې ښکیل قاري حکمت په خټه ازبک و اوله ډېر مودې راهیسې د طالبانو داسې قومندان پاتې شوی و چې نژدې ۲۰۰ کسان یې تر قومندې لاندې وو. د جوزجان والي عزیز لطیفي ادعا کوي چې حکمت داعش ډلې ته اوښتی و، خو داسې ښکاري چې د دې تښتونو او برید لامل به تر ډېره د دې پر ځای  چې د اېډیالوژۍ بدلون وي، ښايي  تر شا یي مالي ګټه وي.

سره له دې چې طالبانو د آی سي آر سي پر کاروان برید غندلی خو دوی نه شوای کولای چې د آی سي آر سي پر کاروان د خپل جګړه ییز قومندان مخه ونیسي او یا لږ تر لږه یر غمل شوي ژر خوشې کړي. (۴) کله چې روښانه نه وي څوک چاته مسوول دی او اصلي مشر څوک دی، نو امنیتي ضمانت ناممکن دی؛ او لکه همغسې چې ګلاس یې وایې د آی سي آر سي کارکونکي په خوندي ډول کار نه شي کولای:

(امنیتي سیمه دبیلا بیلو وسله والو ډلو ترمنځ سره وېشلې ده، په ځانګړي ډول په شمال کې او جرمي کړنې هم په ډېرېدو دي. نو د دې ډول حالاتو ارزونه ډېره سخته ده. په جوزجان کې موږ ته هر ډول امنیتي ضمانت راکړل شوی و. موږ ډاډمن وو چې په دې سیمه کې خلکو سره مرستې کولای شو. کله چې دې برید کې موږ ته زیان واوښت، سخت ټکان مو وخوړ. همدې زموږ په اوسنۍ پرېکړه کې لویه ونډه لرله. نو دې ډول حالاتو کې چې څوک پکې نه پيژندل کېږي، کار کول له یوې مخې سخت دي).

د جوزجان له بریدو وروسته د طالبانو روغتیايي چارو کمیسیون وویل چې د شپږ کارکونکو پر وژنې خواشیني دي.  دوی پر آی سي آر سي هم غږ وکړ چې د افغان ولس په خاطر دې خپل درول شوي بشري خیریه کارونه بیرته پیل کړي چې اړتیا یې له بل هر وخته ډېره ده. دې کمیسیون ژمنه وکړه چې (طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې د دوی د امنیت لپاره هر ډول ګامونه واخلي) له شک پرته دا د  افغان حکومت دنده ده چې د ډاډمن امنیت تضمین وکړي، خو دشمال په ځینو برخو کې نه هم حکومت او نه هم د وسله والو مشران دا کار کولای شي. نو په دې ډول حالاتو کې بې وسلې مرستندویه کارکونکي کار نه شي کولای؛ سره له دې چې د سیمې خلک ورته ډېره اړتیا لري.

د بشري مرستو اړتیا

آی سي آر سي په خپله د جګړې بیه افغانانو ته داسې روښانه کړې:

روانې پراخې جګړې په ډېرو ولسوالیو او کليو کې دافغانانو ژوند تباه کړی دی. د ولسي مرګ ژوبلې ګواښ، په کور دننه بې ځایه کېدنه او کافي درملو ته نه لاسرسی یوازې د ګوتو په شمېر ننګونې دي. دا ټول د وسله والو ډلو په نښتو، د شپې چاپو، هوايي بریدونه، ځانمرګو بریدونو د سړک غاړي دبمونو په چاودنو کې پېښېږي. هغه سیمو ته چې پخوا ارامې وې، د شخړو په ورغځېدو سره د خلکو ستونزې په ډېرېدونکي ډول ډېرېږي او ټوله ټولنه د جګړو د ښکیلو غاړو ترمنځ راګېره ده.

د دې کړکیچ پراخوالي او طبعیت د بشري مرستو اړتیا تر بل هر وخت ډېره کړې، خو دا یوازې آی سي آر سي  ده چې بریدونه پرې کېږي. هماغسې چې تېر کال د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل رپوټ کې موندلي و، روغتیايي مرکزونه او کارکونکي چې د جینوا د قوانینو له مخې خوندي دي، هم د جګړې د ښکیلو اړخونو له خوا ګواښل او ترټل کېږي. خو دا حالت سږ کال لا پسې خراب شوی دی او د دې ډول پېښو شمېر هم له وړاندې دوه برابره ډېر شوی شوی دی.( په ۱۳۹۵ کال کې ۴۱ پېښې، د روان کال داګست تر اخره ۸۶ پېښې ثبت شوې دي). ۴

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ  مرکز مشر ډامنیک پارکر ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، په داسې حال کې چې شخړې په ډېرېدونکي ډول ډېرې شوي ، نړیوالو بشري قوانینونو ته درناوی د جګړې د ټولو ښکیلو اړخونو له خوا تر پښو لاندی شوی. (  روغتیا مرکزونه د رپوټونو له مخې د جګړې د سنګرونو په ډول کارول شوې دي. د روان کال په پیل کې  وسله والو ډلو روغتیايي کلینیکونه وتړل او نژدې نیم میلیون خلک یې روغتیايي اسانتیاوو ته له لاسرسي محروم کړل)

د هیومن اوټ کم په نوم یوې خپلواکې څیړنیزې ادارې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي له جنوبي سوډان پرته په نړۍ کې له بل هر هېواده ډېر په افغانستان کې په بشري مرستندویه ادارو بریدونه شوې دي. ( په سوریه کې بریدونه کم و خو ډېرې مرګوني وو. په افغانستان کې تر ټولو ډېر بریدونه د تښتونو دي چې وروسته ‌‌وژل شوې دي. په سوریه کې بیا په هوايي بریدونه کې د بشري مرستو کارکونکو وژل شوې دي)

په افغانستان کې د آی سي آر سي په ګډون ډېری موسیسو زیان منونکو ته د رسېدو لپاره له وړاندې فعالیتونه داسې برابر کړي وي چې کارمندان یې پکې خوندي وي. دې ته په پام سره چې تېرو لسیزو کې  آی سي آر سي دخپل بې پرېوالي او خدمتونو له مخې ښه نوم ګتلی، اوس باید ومني چې د افغانستان په ځینو برخو کې د دوی کارمندان خوندي کار نه شي کولای؛ او همدا د ژورې اندېښنې خبره ده. دا د دې نښه ده چې د افغانستان شخړه څومره پيچلې او بې رحمه شوې ده.

(۱)  د سيپټمبر له یولسمې برېدونو وروسته، طالبانو د آی سي آر سي په ګډون ټولو مرسته کوونکو ادارې مجبورې کړې وې چې له افغانستانه ووځي. داورتوپېدۍ د برخې مشر (له ۱۳۷۱ کال راهېسې مشر و) ډاکټر البرټو کایرو په ګډون د کابل د دفتر کې ګڼ نړیوال کار کوونکي جبل السراج سیمه کې مېشت شول. د شمالي په ځینو برخو کې د دې ټلوالي واکمني وه. دی په هغه ورځ چې طالبان له کابله ووتل، بیرته کابل ته ستون شو او کار یې بیا پیل کړ.

(۲)  عیني شاهدان وايي، وسله والو چې کله د مونګویا پر موټر برید وکړ، سم لاسي یې خپل بدنام مشر ملا داد الله ته تیلیفون وکړ. په داسې حال کې چې له خپلو افغان ملګرو یې بیل کړي، دوی غوښتل دا تاید کړي چې د آی سي آر سي بهرني کاریګر ووژني او که څنګه. شاهدان وايي، دادالله د هغه د وژنې امر ورکړ. دادالله یو له هغو لسګونو زرو افغانانو نه و چې پلاستیکي پښه یې لرله او ښايي همدا پښه یې د آی سي آر سي جوړه شوې پښه وي. خو ډاکټر کایرو د دې تحلیل لیکوالې ته ویلي چې په دې خبره پوره ډاډمن نه دی ځکه ډېرو وسله والو د درمنلې پرمهال خپلي اصلي نومونه نه په ډاګه کول.

(۳)  د پرتلې نور برېدونه ډېر توپیر سره لري. په دې بریدونه کې د ۱۳۷۶ کال پر مهال په چیچنیا کې د آی سي آر سي د شپږ کارمندانو وژل هم شامل دي؛ او د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ۱۳۸۰ کال پرمهال د شپږ نورو کاریګرو وژل هم شامل دي.

(۴) په شمال کې د ځینو وسله والو خوځښتونو په اړه ځینې مالومات د افغانستان د تحلیګرانو شبکې په دې تحلیل کې ـ په شمال کې ناپښنانه طالبان- لوستی شئ. په فاریاب، سرپل او جوزجان کې د هغو وسله والو په اړه چې ځانونه له داعش سره تړلي بولي، په اړه یې نور مالومات دلته کېکاږئ؛ او د یو ځای کېدو ځینې تصویرونه چې مغشوشونکي دي، دلته کتلای شئ.

کتگوری: آزادی ها و حقوق/ حقوق او اختيارات