آزادی ها و حقوق/ حقوق او اختيارات

د نړیوالې جنايي محکمې په اړه څومهمې پوښتنې او ځوابونه یې چې ټول باید پرې پوه شي


د ملګرو ملتو باصلاحیته استازو پر۱۹۹۸ میلادي کال په یوه کانفرانس کې دنړیوالې جنايي محکمې جوړېدل تصویب کړل. د افغانستان د مجاهدینو حکومت د عبدالله عبدالله په مشرتابه یوه استازې ډله هلته لېږلې وه. په هغه وخت کې عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو د معینیت دنده تر سره کوله.

د ۱۳۹۶م کال د لړم میاشتې په ۲۹مه د نړيوالې جنايي محکمې څارنوالې خپلې ټولې غوښتنې خپرې کړې. د نړيوالې جنايي محکمې څارنوالې دا غوښتنې ددې محکمې لومړنۍ څانګې ته په افغانستان کې د پلټنو  د اجازې له پاره سپارلې وې. د نړیوالې محکمې د جنګياو بشري جرمونو له ادارې څخه  تر جواز موندلو وروسته ښایي دا اداره  په افغانستان کې د جنګياو بشري جرمونو په اړه څېړنې پیل کړي. که افغانستان د نړیوالې جنايي محکمې غړیتوب نه درلودای نو دې محکمې دلته د څېړنو حق هم نه درلود. افغانستان د ۱۳۸۲ م کال د غوايي پر ۱۱مه ددې محکمې غړی شو.

څنګه چې ددې محکمې  واکونه لومړني دي نو په دې دلیل هغه مهال په افغانستان کې د پلټنو واک مومي چې د افغانستان حکومت ونشي کړای پر مجرمینو خپله اراده او پیاوړتیا  پلې کړي. د نړیوالې جنايي محکمې  څارنوالې په خپله عمومي  وینا کې  اعلان کړی چې د جنګې او بشري جرمونو قربانیان کولی شي خپل شکایتونه او غوښتنلیکونه د ۱۳۹۶ کال د سلواغې تر ۱۱ نېټي ددې ادارې په ویبپاڼه کې ثبت کړي. قربانیان کولی شي  د موقع په کارولو خپلې اندېښنې او نظریات په لنډ ډول محکمې ته ولېږي. د محکمې د څارنوالې د اعلامیي پر بنسټ د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه د نړیوالې جنايي محکمې او د افغانستان د وضعیت په اړه دا لیکنه د لاندې  پوښتنو له ځوابونو سره یو ځای خپروي.

۱.نړیواله جنايي محکمه څه شی ده؟

نړیواله جنايي محکمه یوه خپلواکه اداره ده چې د ۱۳۸۱م کال د چونګاښ په میاشت کې يې د جنګې ، بشري او نسل وژنې جرمونو د مخنیوي په موخه کار پیلکړ.

۲- بشري او جنګې جرمونه څه ته وايي؟

جنګي جرمونه هغه ځانګړې کړنې دي چې په ارتکاب يي د جنګ قواعد او اصول له منځه ځي او بشري جرمونه د ملکي وګړو په وړاندې هغو اعمالو ته وايي چې د هغوی په ارتکاب سره د بشر بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کېږي. شونې ده چې بشري جرمونه په سوله ییز مهال کې هم ترسره شي. شکنجه او ظالمانه سلوک ( په توقیف ځای کې هم منځ ته راشي)، په قصدي ډول د ملکې وګړو وژنه او په ښوونځیو، روغتونو او مسجدونو باندې  بریدونه ددې ډول جرمونو بېلګې بللی شو. ددې کړنو مرتکبین او هغه څوک چې ددې جرمونو د ارتکاب  لارښوونه یې کړې، عدلي او قضايي ادارو ته مسوول دي. ددې جرمونو پایلې دومره سختې دي چې آن دې ته نړیوال جرمونه ویل کېږي. د نړيوالو جرمونو غم خوړل نه یواځې د هغو هیوادونو  دنده ده چې جرم پکې شوی بلکې  د ټولو هیوادونو او نړیوالو اړوندو بنسټونو دنده هم ده.

۳- نړیواله جنايي محکمه څنګه جوړه شوه؟

نړيواله محکمه د یوې  نړیوالې هوکړې له مخې چې د روم تړون يې بولي  پر ۱۳۷۷ کال کېرا منځته شوه. د ۱۳۸۱ م کال د چونګاښ میاشتې پر ۱۰ مه نېټه يې د ۶۱ هیوادونو له خوا تر تصویب  وروسته په کار پیل وکړ. اوسمهال ددې محکمې غړیتوب ۱۲۳ هیوادونه لري او د روم تړون له مخې ټول غړي هیوادونه ورسره په هره برخه کې همکارۍ ته مکلف دي.

۴- افغانستان څه وخت د نړیوالېجنایي محکمېغړیتوب تر لاسه کړ؟

افغانستان د ۱۳۸۴ کال د غوايي میاشتې پر ۱۱ ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړ. نړيواله محکمه یواځې هغه جرمونه څېړلی شي چې له پورتنۍ  نېټې وروسته په افغانستان کې د افغانستان د اتباعو له خوا تر سره شوي وي.

۵- نړیواله جنايي محکمه کوم ډول کسانتر څېړنې لاندې نیولی شي؟

نړیواله جنايي محکمه کولی شي یواځې افراد محاکمه کړي یاني هیوادونه یا ډلې نشي محاکمه کولی. تر اوسه د جرمونو په وړاندې نړیوالې محکمې په نورو هېوادونو کې له ولسمشره نیولې بیا د استخباراتو تر لوړ پوړو چارواکو او آن د وسلوالو ډلو د مشرانو د نیولو حکمونه ورکړي دي.

۶- نړیواله محکمه چېرې پلټنې کولی شي‎؟

دا محکمه یواځې په غړیو هیوادونو کې او یا که جرم دغړو هیوادونو داتباعو له خوا شوی ويڅېړنې کولی شي. د بېلګې په ډول افغانستان د نړیوالې محکمې غړیتوب لري خو د امریکا متحده ایالات يې نه لري، نړیواله محکمه حق لري چې د امریکا د پوځ غړي په افغانستان کې محاکمه کړي. نړیواله محکمه په هغو هیوادونو کې چې غړي يې نه دي په هغه صورت کې د وګړو جرمونه پلټی شې چې د ملګرو ملتو امنیت شورا او یا خپله هغه هیواد يې غوښتنه وکړي.

۷- نړیوالې محکمې تر اوسه په کومو هیوادونو کې پلټنې کړې دي؟

ددې لیکنې تر وخته پورې نړیوالې محکمې په ۹ هیوادونو کې  قضايي مداخلي کړې دي چې هغه اوګاندا، کانګو ،مرکزي افریقا، دارفور، سوډان، کینیا، د عاج ساحل، مالي، لیبیا او جورجیا دي.

۸- دجنايي محکمې ځانګړي اصول کوم دي؟

نړیواله جنايي محکمه له درې ډوله اصوله څخه کار اخلي. لومړی هغه هیواد چې د روم تړون يې تصویب کړی وي خپله مساله نړیوالې پلټنې ته راجع کولی شي، دویم د ملګرو ملتونو شورا کولی شي یوه دوسیه نړیوال عدالت ته راجع کړي (لکه په سوډان او لیبیا کې يېچې وکړل) درېیم ددې محکمې څارنوال د خپل واک له مخې د جزا د تحرک په خاطر د غړي هیواد وضیعت ته په کتو سره دوسیه راجع کولی شي. د افغانستان په اړه له درېیم اصل څخه ګټه اخستل شوی ده.

۹- نړیواله جنايي محکمه له ملي قضایي او عدلي بنسټونو سره څنګه اړیکې لري؟

نړیواله جنايي محکمه بشپړ واک لري. یانې غړی هیواد مسوولیت لري چې په سیمه کې یې یا یې د اتباعو له خوا ترسره شوی جرم تعقیب کړي. مانا دا چې محکمه هغه وخت د جرم پلټنه په خپله کوې چې پوه شي چې دولت د جرم پلټنه نه کوي یا يې وس نه لري او یا نه غواړي چې ويې کړي.

۱۰- نړیواله جنايي محکمه خپلې پرېکړې څه ډول پلې کوي؟

دا محکمه ځانګړي پولیس نه لري ځکه نو د تورنو او مجرمانو نیول خپله د غړیو هیوادونو مسوولیت وي.  ناغړي هیوادونه هم کولی شي په دې اړه له محکمې سره مرسته وکړي.

۱۱- جنايي محکمه له کله راهیسې په افغانستان کې  ښکېلده؟

نړیوالې جنايي محکمې خپل لومړني کارونه له ۱۳۸۸ راهیسې په افغانستان کې پیل کړي دي. لومړنۍازموینې له یوې رسمې پلټنې وروسته کېږي که چېرې د ښودلشويو جرمونو څېړنې  له لارښوونو سره سم  وي نو څيړونکي ته  يې د پرمخ بېولواجازه ورکول کېږي . په ازموینو کې دا هم کتل کېږې چې آیا ملي حکومت په کورنیو پلټنو او څېړنو کې بشپړ کار کوي که نه؟

په افغانستان کې د نړیوالې جنايي محکمې پلټنې

۱۲- د افغانستان په حالاتو کې به د نړیوالې جنايي محکمې د لومړنیو ازمېښتونو پایلې څه وې؟

د جرمونو په وړاندې لومړنیو ازمېښتونو کابو یوه لسیزه دوام وکړ. د نړیوالې محکمې د جنايي پلټنو دفتر د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشې پر ۱۴مه نېټه د لومړنیو کارونو یو راپور وړاندې کړ. راپور لیکلي چې دا دفتر څرګندوي چې د یو شمېر قانع کوونکو لاملونو پر بنسټ لاندې جرمونه په افغانستان کې ترسره شوي دي:

الف، دبشری تپهو ړاندې جرمونه او د طالبانو او له دوی سره تړلې حقاني شبکې له خوا جنګې جرمونه

ب، د افغان حکومت ځواکونو په تېره بیا ملي امنیت او ملي پولیسو له خوا د جنګي ځورونې او دې ته ورته بد چلند

ت، د جنګې ځورونې او دې ته ورته بدچلند  په افغانستان کېد امریکا د متحدوایالاتو د ځواکونو له خوا او د دوی په پټو توقیف ځایونو کې چې د امریکا د استخباراتو ادارې – سي آی اې له خوا اکمالیږې په ځانګړې توګه له ۲۰۰۳ -۲۰۰۴ پورې (که څه هم تر ۲۰۱۴ پورې يې په پرله پسې ډول ادعا  شوې ده.)

په دې راپورونو کې د نړیوالي جنايي محکمې دفتر دا هم ویلي دي چې حقوقي معیارونه  هم تثبیت شوي دي. د حقوقي معیارونو له تثبیت څخه موخه د پراخو جرمونو ارتکاب او د ملي حکومتونو  له خوا د جرمونو غم نه خوړل دي. او درېیمه يې د محکمې مداخله چې د عدالت په زیان نه وي هم ثابته شوې ده .

لومړنۍ څېړنې د افغانستان د حکومت او یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوښه نه بلکې د نړیوالې جنايي محکمې د څارنوالۍ د واک له اصولو څخه په ګټه اخیستنې تر سره شوې دي. په دې شرایطوکې د نړیوالي جنايي محکمې څارنوالي مخکې له دې چې په رسمي ډول  په افغانستان کې په څېړنو پیل وکړي ددې محکمې لومړنۍ شعبې نه د اجازې تر لاسه کولو اړتیا لري. دلومړنۍ محکمې قاضیان د څارنوالۍ غوښتنې او ټول اسناد څیړي او اسنادو ته په کتو سره به د اجازې ورکولو یا نه ورکولو پرېکړه کوي.

۱۳- د جنايي محکمې څارنوالۍ د خپلو لومړنیو موندونو پر بنسټ کوم ګامونه اخستې دي؟

د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۸مه  د نړیوالې محکمې څارنوالې د لومړنیو څېړنو برخې ته غوښتنلیک وړاندې کړ څو په افغانستان کې د جنايي جرمونو د څېړنې اجازه تر لاسه کړي. د همدې کال د لړم د میاشتې په دولسمه د محکمې څارنوالې اعلان وکړ چې   خپل غوښتنلیک به د محکمې لومړۍ شعبې ته وړاندې کړي. په همغه ورځ د محکمې لومړۍ څانګې د درېیمې برخې په نامه هیات وټاکه چې د لویې څارنوالۍ غوښتنلیک وڅېړي.

د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۹مه څارنوالې د خپل غوښتنلیک د متن په خپرولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې  د مجرمینو د دوسیو د پلټنو د پیل په اړه يې نړیوالې محکمې ته خپل غوښتنلیک سپارلی دی. ددې ۱۸۱ مخیز غوښتنلیک په بنسټ ټول هغه حقوقي معیارونه چې په افغانستان کې باید پلټنه پرې وشي ، شته.

په همغه ورځ څارنوالې د قربانیانو د اظهاراتو راټولولو خبر د نړیوالې محکمې په ویبپانه کې خپور کړ او ويې ویل:

په دې  ډول، څارنوالي هغو قربانیانو ته چې له ۲۰۰۳ کال را په دېخوا په افغانستان کې د وسلوالو ډلو له خوا د بشري جرمونو او جنګې جرمونو قرباني شوي دي خبر ورکوې چې خپل  غوښتنلیکونه د نړیوالي جنايي محکمې  د درېيمې محکمې قاضیانو ته ولېږي.

د جرمونو قربانیان او استازي دنده لري چې د ۱۳۹۶ کال د سلواغې تر ۱۱مې پورې خپل شکایتونه د قربانیانو دشرکت (VPR) له لارې چې د ثبت په دفتر کې دی لومړنۍ محکمې ته ولېږي.

د څارنوالې دا اعلامیه  په هغه  حکم پسې چې د لومړنۍ محکمې د دریو قاضیانو له خوا د ۱۳۹۶ م کال دلړم په ۸ مه د قربانیانو د اظهاراتو په اړه خپور شوی و نشر شوه. ددې  حکم له مخې قربانیان کولي شي خپل غوښتنلیکونه او شکایتونه د نړیوالې محکمې د ثبت دفتر ته د ۱۳۹۶ م کال د سلواغې میاشتې تر ۱۱مې نېټې پورې ولېږي. د قربانیانو د مالوماتو راټولولو لپاره د ثبت دفتر په ملې ژبو پښتو او دري او همدا ډول په انګلیسي ژبه فورمې  چمتو کړې دي. البته قربانیان کولی شي هر ډول  چې ورته اسانه وي حتی که د غږ د ثبت په شکل هم وي  خپل شکایتونه محکمې ته ولېږي. څارنوالي مکلفه ده چې ددې حق په درلودلو سره قربانیان د عمومي رسنیو له لارې خبر کړي. له نړیوالي محکمې سره د قربانیانو همکاري د دوی په خوښه ده او دوی اړنه دي چې خپلې  ادعاوې ثابتې کړي. قربانیان کولی شي خپل شکایتونه په یواځې توګه او یا په ډله یيز ډول محکمې ته وړاندې کړي.

۱۴- د وضعیت په اړه افغانستان   ته  کوم احتمالات شته؟

د نړیوالې محکمې څارنوالې ددې محکمې له قاضیانو په افغانستان کې د څېړنو د پیل په هکله د اجازې د صادرولو غوښتنه کړې ده. دا قاضیان  ښایي د څارنوالې له خوا د راټولو شويو مالوماتو او د قربانیانو د مالوماتو پر بنسټ  پرېکړه وکړي. قربانیانو ته چانس ورکول مهم دي خو وخت يې ډېر لنډ دی ، له اوس نه د شکایتونو د پروسې تر پایه پورې قربانیان یواځې یوه میاشت وخت لري. ( ۱۶مه پوښتنه وګورئ)

اټکل دی چې قاضیان له دریو څخه تر شپږو میاشتو لومړۍ مواخذې اعلان کړي.  که جواز ورکړ شو، ښایي رېښتینې پلټڼې پیل شي. د ريښتینو څېړنو له پیل سره به څارنواله او ډله یې د اسنادو او مدرکونو په راټولولو سره نور واکونه تر ګوتو کړي.

۱۵- د څېړنو د پیل په صورت کې به په افغانستان کې  څوک پلټل کېږي؟

د لاندې دریو ډلوغړي د محکمې د څارنوالۍ له خوا د عدلي او قضايي چارو د څېړلو لپاره په ګوته شوي دي:

الف، طالبان او د حقاني ډله

ب، د افغانستان امنیتي ځواکونه او

ت، د امریکا  پوځاو د هغه هیواد استخباراتي شبکه ( سي آي اې)

د نړیوالي محکمې  د څارنوالۍ د مالوماتو پر بنسټ د ۱۳۸۵ کال د مرغومي میاشتې او د ۱۳۹۴ کال د لېندۍ میاشتې تر منځ واټن کې ۱۷۰۰۰ کسان د طالبانو او نورو حکومت مخالفو ډلو له خوا وژل شوي دي. د څارنوالۍ دفتر همدا ډول ادعا کړې چې طالبانو پر ښوونځیو، روغتونو، مسجدونو او د بشري حقوقو پر دفترونو حملې کړې دي. د افغان امنیتي ځواکونو او متحده ایالاتو د عسکرو په اړه دا دفتر ادعا کوي چې  د شخړو له اړوندو توقیف شویو سره یې بد چلند کړی دی.

۱۶- د امریکا متحده ایالات د نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري آیا دا محکمه کولی شي ددې هیواد د امنیتي ځواکونو غړي محاکمه کړي؟‎

سره له دې چې دامریکا متحده ایالات ددې محکمې غړیتوب نه لري خو د ۱۳۸۳ م کال د غوايي له ۱۱ مې نېټې راهیسې ددې محکمې دغړي هیواد په قلمرو کې ځواکونه لري نو محکمه کولی شي د امریکا د امنیتي ځواکونو تورن کسان تعقیب کړي. همدا ډول محکمه  صلاحیت لري چې دافغانستان له مسالې سره د نورو اړوندو غړیوهیوادونو  لکه پولنډ،رومانیا او فنلنډ په خاوره کې د امریکايي ځواکونو غړي تعقیب کړي.

۱۷- په نړیواله  جنایيمحکمه کې د قربانیانو  ونډهڅه ده؟

قربانیان درې ډوله  ونډې درلودلی شي:

د قربانیانو وړاندیزونه: کله چې قاضیان پرېکړه کوي چې د پلټنو په اړه د څارنوالې غوښتنې ومني  دغه مهال قاضیان د قربانیانو  نظرونه پوښتي. ( ۱۴م پوښتنه وګورئ)

د قربانیانو  ګډون: کله چې  جنایي محکمه قاضیانو ته د مشخصو وګړو تورنپاڼه وړاندې کوي، قربانیان کولی شي محکمې ته حاضر شي، دوی کولی شي په خپله محکمې ته ورشي او یا وکیلان ونیسي؛ محکمه مکلفه ده چې قربانیان د محکمې له  پړاوونو او بهیر څخه خبر کړي.

تاوان اخیستنه: که  جنایي محکمه یو تورن محکوم کړي قربانیان کولی شي د تاوان جبیره وغواړي. د بېلګې په ډول په کانګو او مالي کې قاضیانو د تاوان  د ورکړې حکم وکړ. البته د تاوان د جبیره کولو غوښتنه هغه مهال کېدای شي چې د جرم اصلي مرتکبین  محکوم شوي وي. د نړیوالي محکمې د قربانیانو د بودیجې بنسټ د محکمې د تاوان جبیره سمبالوي. دا بنسټ همدا ډول کولی شي چې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره د محکمې په بهیر کې جسمي، رواني او د مواد چمتو کولو مرسته وکړي.

۱۸- د محکمې په کارونو کې مدني ټولنې کومه ونډه درلودلی شي؟

د څېړنو په بهیر کې د نړیوالې محکمې څارنوالي  ښایي له مدنې بنسټونو د هغو مالوماتو په برخه کې همکاري وغواړي چې  ورسره شته، د بېلګې په ډول د مالوماتو سرچینې او شاهدان. ممکن محکمه دا هم وغواړي چې په رسمې ډول له مدني بنسټونو سره دیوه رابط په توګه همکار شي. مدني ټولنې او وکیلان چې په ریښتونې توګه له دې محکمې سره همکاري کوي  ښایي محکمه د هغو شواهدو او د مالوماتي سرچينو د عواقبو په اړه مالومات ورکړي ځکه چې هغه مالومات چې دوی محکمې ته ورکړي  ښایي په دفاعیه کې څرګند شي.

۱۹- ایا هغه مالومات چې د قربانیانو له لورې نړیوالې جنايي محکمې ته ورکول کېږي محرم ساتل کېږي؟

د قربانیانو له خوا محکمې ته ور سپارل شوي مالومات بیخې پټ ساتل کېږي. هغه مالومات چې د رسمي څېړنو په وخت کې يې محکمه له قربانیانو تر لاسه کوي په مطلق ډول محرم دي اما که د تورن کس مدافع وکیل وغواړي نوموړي مالومات له هغه سره شریکېږي. څارنوالي بشپړ واک لري چې څومره مالومات له چا سره شریکوي. قربانیان باید محکمې ته د مالوماتو او نظریاتو  له سپارنې وړاندې د احتمالي خطرونو په اړه له حقوقپوهانو سره سلا او مشوره وکړي.

۲۰- آیا هغه هیوادونه چې د نړیوالې جنايي محکمې د څېړنو غوښتونکي نه دي کولی شي د محکمې  ددې کار مخه ونیسي؟

هیوادونه هغه وخت کولی شي چې ددې څيړنو مخنیوی وکړي چې ۱۲ میاشتې مخکې تر څيړنو د ملګرو ملتو له امنیت شورا څخه منظوري واخلي. اما دا اسانه چاره نه ده، ددې منظوري هغه وخت ورکول کېږي چې د امنیت شورا اکثریت غړي ( له ۱۵ نه ۹ غړي) دداسې څېړنو ممانعت وکړي او په دایمي غړو( امریکا،چین،روسیې، برتانیا او فرانسه ) کې یو هم  مخالفه رایه ورنه کړي. باید په یاد ولرو چې امریکا ددې محکمې غړیتوب نه لري اما که يې مشکوک یا تورن کسان د نړیوالې جنايي محکمې غړو هیوادونو ته  ورځي غړی هیواد مکلف دی چې تورن یا مشکوک کس ونیسي.

د محکمې د بشپړ صلاحیت د دلیل لپاره (نهمه پوښتنه وګورئ). هغه هیوادونه چې په خپله ددې جرمونو د څېړلو وس لري په هر پړاو کې کولی شي چې ددې جرمونو د څېړلو وړتیا محکمې ته ثابته کړي او له محکمې وغواړي چې خپلې څېړنې ودروي. په دې صورت کې نړیواله جنايي محکمه بویه خپلې څېړنې ودروي.

۲۱- په نورو هیوادونو کې د نړیوالې جنايي محکمې پایلې څنګه دي؟

نړیواله جنايي محکمه  ښایي په دوو برخو کې اغېزمنه وي: لومړی محکمه خپله کولی شي مجرمین تر عدلي تعقیب لاندې راولي او محاکمه يې کړي. دویم: پر کورني عدلي او قضايي سیسټم مثبت اغېزلري. غړي هیوادونو له دې ډاره چې نړیواله جنايي محکمه يې په هیوادونو کې مداخله ونه کړي خپل کورنی عدلي او قضايي نظام  د نړیوالو قوانینو په وضعه کولو سره پیاوړی کوي. تر اوسه پورې د نړیوالې جنايي محکمې څېړنې ددې لامل شوې دي چې په ځینو هیوادونو کې حکومتونه  دمجرمینو د پلټنو لپاره خپل ملي قضايي بنسټونه  پیاوړي کړي. د بېلګې په ډول کولمبیا، اوګاندا او کانګو. ځیني هیوادونه د نړيوالې محکمې مداخله د مسالو دلا پېچلتیا لامل بولي، اماځینې بیا ددې بالعکس د نړیوالې محکمې مداخله د سولې لپاره ګټوره او د تاوتریخوالي له منځه وړلو لامل ګڼي. دوی د اوګاندا او کولمبیا بېلګه د دلیل په توګه وړاندې کوي.

يادونه: ددې پوښتنلیک او ځوابونو لومړۍ نسخه د یوه سیمینار په ترڅ کې د  «پرانستې ټولنې» بنسټ له خواچمتو شوې وه.

هغوی د افغانستان له تحلیلګرانو شبکې غوښتنه وکړه چې دا نسخه خپره کړي. احسان قانع د نورو مالوماتو او څېړنو په ورزیاتولو سره دا نوره هم پیاوړې کړه.

د نړیوالې جنايي محکمې او د افغانستان د وضیعت په اړه لا زیات مالومات د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې  په پخوانیو لیکنو کې لوستلی شئ)

کتگوری: آزادی ها و حقوق/ حقوق او اختيارات